ټرمپ ولې له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر وتلو غور کوي؟

 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې له نږدې دریو میاشتې راهیسې روانې دي. د دې خبرو په لړ کې د دواړو لورو استازو څو ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ګډه ناسته درلوده او دغې ناستې درې ورځې دوام وکړ. که څه هم د دغې ناستې ډېر جزئیات خپاره نه شول؛ خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی له امریکايي لوري سره په افغانستان کې د نظامي حضور په پای ته رسولو خبرې کړې دي.

په ابوظبۍ کې د امریکا ـ طالبان له وروستۍ ناستې را وروسته، تېره اوونۍ د رویټرز خبري اژانس او نیویارک ټایمز ورځپانې داسې راپورونه خپاره کړل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د ۷ زره امریکایي سرتېرو پر ایستلو  غور کوي او داسې ښکاري چې یاد شمېر سرتېري د راتلونکي زېږدیز کال په لومړیو څو میاشتو کې له افغانستان و باسي.

د رسنیو دغو راپورونو د افغانستان دننه او بهر مختلف غبرګونونه راپارولي دي؛ خو پوښتنه داده چې د امریکا ولسمشر په څه دلیل له افغانستانه د خپلو نیمایي سرتېرو د ایستلو غور کولو ته اړ شوی؟ دغه‌راز په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلنې جګړې ته یوه لنډه کتنه او دا چې له افغانستانه به د ۷ زره امریکایي سرتېرو وتل د دې هېواد په قضیه کې څه بدلونونه راولي؟ دا د موضوع هغه اړخونه دي چې دلته مو بحث ورباندې کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا جګړه

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا پر نیویارک او واشنګټن ښارونو د “یونایټډ” او “امریکن” هوايي شرکتونو د څلورو برمته شوو الوتکو په واسطه له بریدونو وروسته ـ چې په دغه بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول ـ امریکا پر افغانستان برید وکړ او لسګونه زره سرتېري یې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نوم لاندې افغانستان ته ولېږل.

پر افغانستان د امریکا له بریده شاوخوا ۱۷ کاله تېرېږي؛ خو دا جګړه لا هم ښه ګرمه روانه ده او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي. په تېرو ۱۷ کلونو  کې امریکا او نړیوالو ملګرو یې نه یوازې دا چې په افغانستان کې د جګړې اور مړ نه کړ، بلکې د دوی په موجودیت کې دا جګړه لا پراخه او خونړۍ شوه.

د (icasualties) ادارې د معلوماتو پر بنسټ له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د افغانستان په جګړه کې (۳۵۵۹) بهرني پوځیان وژل شوي دي چې (۲۴۱۷) تنه یې امریکایي سرتیري دي. له وژل شوو ورهاخوا په دغه موده کې زرګونه تنه نور بهرني سرتیري د افغانستان په جګړه کې ګوډ او مات شوي هم دي. دغه‌راز په روانه جګړه کې لسګونه زره ملکي وګړي هم وژل شوي، د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، یوازې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ۴۰ زره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له بله اړخه پر افغانستان د امریکا له بریده وروسته د امریکا په رهبرۍ د نوي نظام بنسټ کېښودل شو؛ خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو لا هم افغانستان د داسې یوه نظام صاحب نه دی شوی چې مرکزي حاکمیت یې پیاوړی وي او د هېواد پر ټوله خاروه پوره حاکمیت ولري او یا هم له پوره سیاسي ثبات څخه برخمن وي. له همدې امله لا هم افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په نوملړ کې څلورم مقام لري.

له دې ټولو ورهاخوا افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره، میلیاردونه ډالر ته راغلل؛ خو داسې ورک شول چې اوس هم ۴۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او نږدې دوه میلیونه افغانان چې د کار کولو په شرایطو برابر دي، بې‌کاره دي.

 

ډونالډ ټرمپ او افغان جګړه

په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه بلل کېږي. د امریکا د ننه د دغې جګړې له دوام سره ډیری خلک په ځانګړې توګه عام امریکایان مخالف دي او نه غواړي چې هېواد یې د نړۍ د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل وي. له همدې امله په افغانستان کې د امریکا د جګړې پای ته رسول په دغه هېواد کې د سیاسي رهبرانو لپاره یو قوي ټاکنیز شعار ګڼل کېږي.

په امریکا کې د ۲۰۰۹م کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال بارک اوباما تر ډېره د افغانستان او عراق د جګړو پای ته رسولو د شعار په زور د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. اوباما په ۲۰۰۹م کال کې خپله افغان تګلاره اعلان کړه، چې له مخې يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د زياتولو ترڅنګ د دوی د بېرته وتلو مهالوېش هم اعلان شو.

له اوباما وروسته ډونالډ ټرمپ که څه هم له ولسمشر کېدو وړاندې په افغانستان کې د امريکا پر تګلاره ډېرې نيوکې کولې او په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې پر پای ته رسولو یې ټینګار کاوه؛ خو سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو سره يې له اتو مياشتو ځنډ وروسته د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره خپله نوې پوځي تګلاره اعلان کړه او د تېرو تګلارو په شان یې یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار وکړ. دا هغه څه و چې پر ډونالډ ټرمپ د امریکایي پوځي چارواکو له لوري ومنل شول او د څه مودې په تېرېدو یې پایله دا شوه چې خپله امریکايي جنرالانو په افغانستان کې د روانې جګړې بن‌بست ومانه او پر دې اقرار شول چې روانه جګړه له پوځي لارې نه شي ګټلی.

په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د عامو امریکایانو د ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې، په نورو  هېوادونو کې د امریکا د روانو جګړو او پوځي مداخلو پای ته رسول یو مهم فکټور ګڼل کېږي. له همدې امله ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې له دې لارې یو ځل بیا ټاکنې وګټي. نوموړي لومړی له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ او وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې غواړي د افغانستان له جګړې څخه هم خپل ۷۰۰۰ سرتېري وباسي.

د امریکا د داخلي سیاست له قضیې ورهاخوا داسې تحلیلونه هم شته چې د امریکا له لوري له افغانستانه د خپلو سرتېرو قضیه د امریکا ـ طالبان ترمنځ د سولې د خبرو یوه برخه ګڼل کېږي. داسې ویل کېږي چې ښایي امریکا د باور رامنځته کولو په موخه دغه ګام پورته کړي او په مقابل کې به یې طالبان د لنډمهال لپاره اوربند اعلان کړي.

خو په ټوله کې ویلی شو چې امریکا له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې لسګونه زره سرتېري ځای په ځای کړي وو؛ خو جګړه ختمه نه شوه او د افغانستان وضعیت ورځ تربلې خراب شو. په وروستیو کې امریکا خپله مني چې دوی د افغانستان په جګړه کې له بن‌بست سره مخ دي او باوري دي چې له پوځي لارې دغه جګړه نه شي ګټلی. په همدې خاطر هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

 

پایله

پر افغانستان د امریکا له بریده وروسته، افغانانو له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جګړې او بربادۍ پرته بل څه و نه لیدل. هر دردېدلی افغان د سولې تږی دی او په هر قیمت حاضر دی چې روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي. دوی د سولې په برخه کې هر کوچني ګام ته ډېر خوشاله کېږي او د ځان لپاره یې د خورا زیاتو هیلو لامل ګرځوي. نو له همدې امله د امریکا وتل په اوس مهال کې د هر افغان یوه ستره هیله ده.

له افغانستانه د امریکا یا نورو بهرینو ځواکونو احتمالي وتل که له ځان سره ډېر مثبت ټکي لري خو ځینې منفي ټکي هم لري چې هغه خپله د افغانانو په سیاسي ځيرکتیا پورې اړه لري.

طالبان له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر ضد جګړه کوي. دغې ډلې د سولې او پخلاینې ټولې خبرې د بهرنیو ځواکونو تر حضوره را محدودې کړې دي. په داسې یوه حالت کې د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې پر وړاندې یو ستر خنډ له منځه وړي او سولې ته د رسېدو هیلې را ژوندۍ کوي. په اوس مهال کې د ټولو وسله‌والو جنګېدونکو ډلو د جګړې کولو بهانه ختموي او د جګړې له ختمېدو یا لږ ترلږه له کمېدو سره وژنې او بربادۍ هم را کمېږي.

پر دې سربېره په افغانستان کې د بهرنیانو حضور د افغان دولت حاکمیت او قاطعیت هم تر خپل سیوري راوستلی دی. د افغان دولت په چارو کې د دوی لاسوهنو د افغان حکومتي چارواکو ترمنځ داخلي اختلافات رامنځته کړي دي. ډیری برخلیک ټاکونکو پروسو، د دوی د مداخلو له کبله خپل باور له لاسه ورکړی، د خلکو ترمنځ په مختلفو نومونو تبعیض او تعصب زیات شوی دی.

له بله اړخه په افغانستان کې د امریکا او متحدینو حضور یې د دې لامل شوی چې د سیمې هېوادونه وېره احساس کړي او د خپل ځان ساتلو په موخه افغانستان کې لاسوهنه وکړي، ترڅو امریکا او متحدینو ته یې یو سرخوږی را پیدا کړی شي؛ خو د دې هرڅه قرباني بیا افغانان ورکوي.

له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو پر دې ټولو مثبو اړخونو سربېره، هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، هغه د دواړو لورو ترمنځ د هغو کسانو موجودیت دی چې خپلې ګټې یوازې د جګړې په دوام کې ګوري او هیڅکله هم نه غواړي چې دا جګړه ختمه شي.  دا رنګه کسان ښایي سولې ته د رسېدو په لاره کې خنډونه رامنځته کړي؛ خو ټولو افغانانو په ځانګړې توگه د طالب او حکومت په چوکاټ کې هغه چارواکي چې غواړي جګړه پای ته ورسېږي، اړتیا ده چې له ډېرې ځېرکتیا کار واخلي، د هېواد د ملي ګټو په خاطر داسې سیاست غوره کړي چې د امریکا له وتلو وروسته یو پیاوړی او ټول‌منلی مرکزي حکومت رامنځته شي، نه دا چې له افغانستان د روسانو له وتلو وروسته تجربه یو ځل بیا تکرار شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *