افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې

 

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له خلکو سره په خبرو کې د بُن‌بست وېره پیدا کړه؛ خو دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ بېرته پیل شوې.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په لړ کې څلورمه رسمي ناسته د قطر په دوحه کې د ۲۰۱۹م کال د جنوري په ۲۱مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶مې یې دوام وکړ. دغه خبرې د دواړو لورو ترمنځ د بندو دروازو تر شا وې او ډېر جزئیات یې څرګند نه شول؛ خو داسې ښکاري چې دغو خبرو د افغان جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د سیاسي حل لپاره یو ښه چانس برابر کړی دی.

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو وروستۍ ناسته، له طالبانو سره د سولې په برخه کې د افغان حکومت دریځ او دا چې د سولې روانه پروسه په کوم لوري روانه ده؟ هغه موضوعات دي چې دلته یې په اړه بحث شوی دی.

 

په شپږ ورځنیو خبرو کې څه تېر شول؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د وروستیو خبرو په اړه رسنیو، په ځانګړې توګه غربي رسنیو د مختلفو سرچینو په حواله بېلابېل رپوټونه خپاره کړل. له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش، د بندیانو تبادله، اوربند، لنډمهاله حکومت، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابرول او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته نورو ته له افغانستان څخه خطر نه پېښېدل، ټول هغه موضوعات دي چې د رسنیو په حواله د قطر په شپږ ورځنیو خبرو کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پرې بحثونه شوي دي.

زلمي خلیلزاد له دغو خبرو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «له طالبانو سره شپږ ورځنۍ خبرې د پخوانیو په نسبت رغنده وې، په حیاتي موضوعاتو بحثونه وشول او په دغو بحثونو کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي؛ خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.»

خلیلزاد کابل کې له ولسمشر غني سره په خبرو کې، د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه له طالبانو سره هر راز خبرې رد کړې او ویې ویل: «د لنډمهاله حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هېڅ وجه نه ده یاده شوې.»

طالبانو هم په قطر کې له امریکایانو سره د شپږ ورځنیو خبرو په اړه اعلامیه خپره کړه. په دغه اعلامیه کې ویل شوي: «د مذاکراتو په دې پړاو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو. په دغه خبرو کې د اسلامي امارت واضح دریځ دا و، تر څو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع حل نه شي پر نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري. دا چې ځینو رسنیو په یاده غونډه کې د اوربند یا کابل ادارې سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي، هېڅ حقیقت نه لري.»

په ټوله کې د دواړو لورو ترمنځ تر شپږو ورځو د خبرو غځېدل، له خبرو وروسته د دوی دریځونه او د بېلابېلو سرچینو خبرې، ټول ښيي چې د امریکا ـ طالبانو په وروستیو خبرو کې پر مختلفو مسائلو بحثونه شوي دي او لکه څنګه چې زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا او طالبان د سولې پر یوه عمومي چوکاټ هوکړې ته رسېدلي دي؛ خو په دغو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ـ چې د څلورمې رسمي ناستې اصلي اجنډا وه ـ هغه څه دي چې ښکاري دواړو لورو پرې نسبي توافق هم کړی دی.

 

د افغان حکومت دریځ

افغان حکومت له لومړي سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موخه له پیل شوو خبرو ناخوښ و، ځکه په دغو خبرو کې له پیله افغان حکومت له خبرو وتلی او منزوي ښکارېده. له همدې امله هڅه کوي چې ځان ته د محوري رول موندلو په موخه د دغې پروسې پر وړاندې خڼدونه پیدا کړي او ټینګار یې پر دې دی چې د افغان حکومت له مالکیت پرته د سولې هیڅ راز خبرې ورته د منلو نه دي.

له طالبانو سره د ابوظبۍ په ناسته کې هڅه وشوه چې دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته کېني؛ خو طالبانو له افغان حکومت سره خبرې رد کړې. که څه هم امریکا او افغان حکومت هڅه وکړه چې طالبان د مختلفو فشارونو له لارې له حکومت سره خبرو ته اړ باسي؛ خو طالبانو له پیل شوو خبرو د وتلو ګواښ وکړ. له ګواښ او په خبرو کې له لنډ ځنډ وروسته د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیل شوې.

په رسنیو کې د دې خبرو په اړه مختلفو تبصرو د افغان حکومت د رهبرانو او نورو سیاسي چارواکو غبرګونونه را وپارول. وال سټرېټ ژورنال په دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو د خبرو پر مهال په یوه رپوټ کې وویل: «په دغه خبرو کې هوکړه شوې چې طالبان به د داعش او القاعدې ډلو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره په بهر کې د بریدونو لپاره وکاروی.» د همدې رپوټ له خپرېدو څو ساعته وروسته غني د سویس په داووس ښار کې جوړ شوي نړیوال اقتصادي کنفرانس ته وویل :«طالبان د ځمکې پر مخ له سترو جنایتکارو او مافیایي سازمانونو او دغه راز له پاکستان سره اړیکې لري».

په ورته وخت کې په کابل کې له ولسمشر غني سره د خلیلزاد له لیدنې وروسته د امریکا سفارت په یوه خپره شوې خبرپانه کې د نوموړي له خولې لیکلي: «د افغانستان د سولې کيلي په کابل کې ده.» خو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د غني لومړي مرستیال امرالله صالح یې پر وړاندې تند غبرګون وښود او ویې ویل: «د سولې کيلي په کابل کې نه، بلکې په پاکستان کې ده.» نوموړي دا هم وویل: «هڅه کېږي، د۹۰مې لسیزې په شان ارګ او کابل د تحولاتو په محور کې نه، بلکې په څنډو کې وساتل شي او د تصمیم نیونې مرکز بهر ولېږدول شي».

د سولې د روانې پروسې په اړه د ولسمشر غني وروستی ویډیويي پیغام هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه له روان بهیر سره یو ډول مخالفت دی. نوموړي په دغه پیغام کې وویل: «موږ سوله ژر غواړو، خو په تدبیر یې غواړو. تدبیر ځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي او افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو په ډګر بدل نه شي.» نوموړي د طالبانو پر وړاندې هم تېزه لهجه وکاروله او ۤپر دغه ډله یې غږ وکړ، چې «د بهرنیانو له شومو پلانونو راووځي، خپله افغاني اراده تمثیل کړي، د افغانستان غوښتنو ته لبیک ووایي او له دولت سره جدي مذاکرات پیل کړي.»

له دې وړاندې ولسمشر غني د جنیوا په کنفرانس کې وویل: «د سولې د پروسې مالکیت او رهبري باید له افغان حکومت سره وي. په پسرلي کې د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب لپاه د ولسمشرۍ ټاکنې اړینې دي. افغانان یو متخب حکومت ته اړتیا لري چې د سولې هوکړه تصویب او عملي کړي او دا پروسه لږ تر لږه پنځو نورو کلونو ته اړتیا لري.»

له دې ټولو خبرو ښکاري چې د ملي یووالي حکومت مشرانو ته ټاکنې لومړیتوب لري. ولسمشر غني غواړي د راتلونکو پنځو کلونو له لپاره بیا د ولسمشر په توګه راشي او وروسته بیا د سولې خبرې پیل کړي؛ خو دا یوازې د پنځو نورو کلونو لپاره د روانې جګړې د دوام معنا لري.

 

خبرې کوم لوري ته روانې دي؟

په ټولنیز ډول د سولې هر بهیر یوې مثبې پایلې ته د رسېدو په موخه له زیاتو بحثونو، لوړو او ژورو تېرېږي. د افغانستان په شان یوه جګړه ځپلي هېواد کې، د لسیزو جګړه که د خبرو له لارې حل کېږي؛ نو زیاتې حوصلې، وخت او بحثونو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د جګړې پېچلتیا ته په کتلو سره، اړتیا ده چې د سولې پروسه هم همدومره پېچلې وګڼل شي. د افغانستان په جګړه کې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ځینې داسې ورانکاري عناصر لاس لري چې د خپلو ګټو په موخه نه غواړي د سولې بهیر بریا ته ورسېږي؛ له همدې امله اړتیا ته چې د افغان جګړې ښکېل اړخونه د سولې په بهیر کې هم له پوره حوصلې او تدبیره کار واخلي.

په اوس مهال کې له لویه سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه د سیاسي جوړجاړي لپاره د مخامخ خبرو پیل او د دې خبرو دوام، هغه څه ګڼلی شو، چې سولې ته د رسېدو په برخه کې یې هیلې زیاتې کړې دي.

له وروستیو شپږ ورځنیو خبرو څخه وروسته د دواړو لورو اعلامیې او خبرې هم هیله بښونکې دي، ځکه دواړو لورو په خبرو کې د پرمختګ او د خبرو د دوام ټکي یاد کړي دي. دغه راز د طالبانو له لوري د قطر سیاسي دفتر مشري ملا برادر ته سپارل خپله هغه څه ګڼلی شو چې روانه پروسه به لا مخته بوځي او ښیي چې طالبان په خبرو کې جدي دی، ځکه ملا برادر د طالبانو د تحریک له بنسټ اېښودونکو څخه دی. نوموړی اوس هم په طالبانو کې د مطرح نظامي او مذهبي مشر په توګه لوړ ځای لري.

د طالبانو له لوري د روان جګړي اصلي لامل په افغانستان د بهرنیو ځواکونو حضور ګڼل کېږي او دا هغه موضوع ده چې امریکا یې په اړه بحث ته حاضره شوې ده او داسې ښکاري چې په جدي توګه د خپلو سرتېرو د ایستلو اراده لري.

له دې ټولو سره سره لا هم په افغانستان کې سولې ته رسېدو پر وړاندې ځینې خنډونه شته او تر ټولو مهم یې د هېواد دننه له طالبانو سره د سولې په برخه کې د یوې ملي اجماع نه شتون دی او د ملي یووالي حکومت دی، چې حل یې زیاتو بحثونو ته اړتیا لري.

پای

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *