د افغان جګړې د سوله‌ایز حل ممکنه سناریوګانې

 

اجمل جلال

له ۱۸ کلنې جګړې وروسته افغانان په دې سره سلا شوي دي چې سوله د حل یوازینۍ لار ده. تر څنګ یې د سولې د څرنګوالي او د سوله ایز توافق د شرایطو په اړه هم جدي بحثونه روان دي. دا لیکنه د بحثونو په همدې تسلسل کې د یوې نوې دورې د پیل لپاره ممکنه سناریوګانې څېړي.

د جګړې لاملونه

که د افغانستان د روانې خونړۍ جګړې لاملونه غواړو پیدا کړو، نو د ۲۰۰۰ کال څخه مخکې حالاتو څخه باید پیل وکړو. ځکه جګړه د ۲۰۰۰ کلونو حالاتو څخه مخکې سرچینه اخلي او اوس یې کابو ۴۰ کاله پوره کیږي.

له شاهې دورې وروسته، کله چې یوه ډله ځوانان د حاکم رژیم د ځینو عناصرو سره د ایډیالوژیک مخالفت  له کبله د  رژیم د تغیر په فکر کې شول نو پاکستان ته یې پناه یو وړه او د تاوده سنګر تابیا یې ونیوله. ورپسې، سرې لښکرې راغلې او د ایډیالوژیو پیل شوي جګړې ته یې د اشغال رنګ ور زیات کړ. ۲۰۰۱ م کال کې د ایډیالوژیو د ټکر یو بل میدان په ګرمېدو شو. امریکا، افغانستان ته د خپلو سرتېرو په لېږلو، یو ځل بیا د اشغال او ایډیالوژیو جګړه یو ځای پیل کړه. په دې توګه، دا یقیني کیږي چې بهرني قوتونو شتون او د ایډیالوژیو ټکر، د افغانستان د ۴۰ کلن کړکېچ د لاملونو د لست په سر کې راځي.

د روان کړکېچ نور لاملونه هم شته. خو نور ټول عوامل یې د پورته ذکر شویو لاملونو فرعي برخه او زېږنده ده. د بهرنیو ځواکونو شتون، آزادۍ او ایډیالوژیو په ټکر کې افغاني ټولنه په ژوره توګه وېشل شوې ده؛ یوه خوا یې د حاکمو رژیمونو په چوکاټ که تنظیم شوي او یا یې د همدې رژیمونو ملاتړ کړی؛ بله خوا بیا د رژیم د مخالفینو په لیکو کې درېدلي او یا یې حمایت ترې کړی دی.

حاکمو رژیمونو د خپل حاکمیت د دوام لپاره پر بهرنیو مالي او نظامي مرستو تکیه کړې ده. دولتي پوځي قوتونه له دولتي حاکمیت څخه په دفاع کې، د ټولنې د یوې سترې برخې سره، هغوی چې حکومت یې پردۍ او ګوډاګی بللی، په جګړه بوخت شوي دي. استخبارات او پولیس هم د ګوډاګي نظام سرښندونکي بلل شوي او جګړه یې په مقابل کې فرض ګڼل شوې ده. دې حالت د پوځ، استخباراتو، او پولیسو پر مخ د ټولنې په یوه لویه برخه کې د اعتماد دروازې بندې کړې دي.

د بهرنیو سرتېرو شتون او ایډیالوژۍ د جګړې بل طرف بیا د آزادۍ او اسلامي فکر څخه د دفاع ادعا کړې او د ټولنې یوه ستره کتله یې په خپلو لیکو کې تنظیم کړې ده.

افغاني ټولنه له بېلابېلو اما متحدو ژبو، قومونو او مذهبونو له وګړو څخه جوړه شوې وه، اما بهرنیو قواوو شتون او په مقابل کې یې د عوامو مسلح کېدل، دا متحده ټولنه په ژوره توګه و وېشله.  کله چې دولتي ځواکونه له هېواد څخه د دفاع پر ځای د خپلو خلکو د ټکولو لپاره وکارول شول، د خلکو باور پرې ختم شو او امنیت یې تأمین نه شو کړای؛ ځینو افرادو له دې فرصت څخه ګټه واخیسته او د خپلې قومي اجنډا پر اساس یې د آزادۍ لپاره جنګېدونکي عوام، د مقام او منصب لپاره وجنګول. په همدې تسلسل کې د ډاکټر نجیب نظام ونړول شو، یو منظم او ځواکمن پوځ وپاشل شو، یو پراخ بنسټه دولتي چوکاټ له مینځه لاړ، او کابل د قدرت غوښتنې په اورونو کې لمبه شو.

طالبان، چې د کورنیو جګړو او ګډوډیو څخه د نجات د پرښتو په شکل را ښکاره شول، د منظم حکومت، منظمې اردو او پولیسو په جوړولو کې ناکام شول. ټوله دوره یې په کورنۍ جګړه کې تېره شوه او افغانان په ژبنیو او قومي بريدونو لا پسې و ویشل شول. دې وېش، یو ځل بیا د امریکايي قواوو شتون په نتیجه کې په ژوره توګه خپل ایډیالوژیک، قومي، ژبنیز، او مذهبي بریدونه تازه کړل.

د طالبانو د دورې له پای ته رسېدو دا دی اته لس کاله وروسته، افغانان په دولتي او د طالبانو په لیکو کې د یو بل په مقابل کې په خونړۍ جګړه بوخت دي. د ایډیالوژۍ تر څنګ قومي او ژبنیز اختلافات د پرمختګ او هوسا ژوند مخه ډب کړې ده. د جګړې په سبب افغانستان له خپلو منابعو څخه ګټه نه شي اخیستۍ، تعلیمي او تحصیلي وضعیت ژوبل دی، ځمکنۍ بشپړتیا خطر سره مخ ده، او تر ټوله مهمه دا چې هره ورځ په لسګونو ملکي او غیر ملکي افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دې پوهېدل نور سخت کار نه دی چې د روان کړکیچ د لاملونو په سر کې د بهرنیو قوتونو شتون او د ایډیالوژیو جګړه پرته ده. قومي او ژبنیز توپیرونه د همدې جګړې په بستر کې وده کوي. ځکه چې جګړه د ټولنیز عدالت، منظم دولتي سیستم، قضايي عدالت او هر اړخیز پرمختګ مخه نیسي، چې په پایله کې قومي او ژبنیز توپیرونه، د ښکلا او نیکمرغۍ پر ځای بدختۍ ته لار هواره وي.

 

کوم ډول سوله؟

د سولې څرنګوالۍ او ډول هغه وخت معنی ورکوي چې د جګړې پر لاملونو متمرکزه شي. هغه سوله چې د جګړې عوامل په اساسي توګه له مینځه یوسي دوامداره سوله بلل کېدای شي. په افغانستان کې سوله باید دوامداره وي، او  د سولې دوام په لاندې شرایطو پورې تړلی دی:

د بهرنیو سرتېرو وتل: د سولې لپاره د مذاکراتو مرکزي ټکۍ باید د  د بهرنیو سرتېرو وتل  وي. د  بهرنیو سرتېرو وتل یواځې د افغانانو لپاره د جګړې بهانه نه ده، بلکې په سیمه کې ایران، چین او روسیه هم، د امریکا له حضور څخه ناراضه دي. د  د بهرنیو سرتېرو وتل به د جګړې کورني او بهرني دواړه لاملونه یو ځای له مینځه یوسي. د بهرنیو سرتېرو په هر ډول شتون، که لږ وي او که ډېر، کورنیو جنګیالو ته د جګړې د دوام بهانه او بهرنیو هېوادونو ته په افغانستان کې امریکايي ګټو ته د زیان اړولو فرصت په لاس ورکوي.  د بهرنیو سرتېرو وتلو سره  به د ایډیالوژیو پر اساس د جګړې ژبغړاند اورونه مړه کړي، داعش او نورې ډلې به د خلکو له مینځه د بهرنیو سرتېرو د شتون په بهانه سرتيري جذب نه شي کړای.

د ایډیالوژیو د ټکر مخنیوی: سوله باید افغانستان، د ایډیالوژیو د ګرم ټکر پر ځای، د سوکاله ژوند پر میدان واړوي. او دا هغه وخت امکان لري چې د افغانستان مذهبي وېش ته په کتو، اسلامي نظام رامینځ ته کړي. داسې یو نظام چې د اسلام پر معتدل او وسطي تعلیماتو ولاړ وي او د مذهبي اقلیتونو ټول حقوق په کې په زغرده تضمین شوي وي. داسې اساسي قانون رامنځ ته شي چې د ټولنې ټولو وګړو او فکرونو ته د منلو وړ وي، د افرادو –  افرادو او دولت – افرادو تر مینځ د ټولو اساسي او مشروع حقوقو او آزادیو تضمین وشي او ښځې په کې خپل ټول مشروع حقوق تر لاسه کړي. که سوله د داسې یوه نظام په رامینځ ته کولو کې پاتې راشي او د سولې په نتیجه کې جوړ شوی نظام، د اکثریت ولس د مذهبي باورونو خلاف، د جبر او زور له لارې د کوم بل فکر او نظر د تطبیق کوښښ وکړي؛ او یا داسې اسلامي نظام رامینځ ته شي چې د نورو مذهبي اقلیتونو حقوق په کې خوندي نه وي، د غیر مسلمانانو د فکرونو او نظریاتو پر ضد دولتي تاوتریخوالی اعمال شي او یا د ښځو مشروع حقوقو ته درناوی ونه شي، نو سوله به دوامداره نه وي.

سیاسي چوکاټ

که د بهرنیو قوتونو په وتلو سره توافق وشي بیا یې عملي کول سخت کار نه دی. ځکه چې د بهرنیو سرتېرو د ایستلو صلاحیت او مسئولیت کاملاً د یوې خوا پر غاړه دی. تر ټولو سخت کار د یوه داسې نظام رامینځ ته کول دي چې د ایډیالوژیو د ټکر د مخنیوي تر څنګ، د قومي، ژبنیو، او سمتي بې عدالتیو او اختلافاتو لپاره هم د حل لار وي. د دې کار په ترسره کولو کې دوه ستونزې شته. لمړۍ د یوه سیاسي چوکاټ رامینځ ته کول دي او دوهم بیا د نظام پر هغو قواعدو توافق دی چې حقوق او آزادۍ، صلاحیتونه او مسئولیتونه، او د قدرت د وېش څرنګوالی په کې تنظمیږي.

دلته موږ د دوهمې ستونزې په اړه بحث نه کوو، ځکه چې هغه د سولې د توافقاتو دوهمه مرحله ده. دلته به یواځې د یوه سیاسي چوکاټ په څرنګوالي بحث کیږي. ځکه چې د جګړې ټولو خواو ته د قبول وړ سیاسي بنسټ رامینځ ته کول، د سولې د تأمین او دوام لپاره حیاتي مسئله ده. همدا سیاسي بنسټ به یوه پراخ نظام ته د لار هوارولو، د قبول وړ قوانینو د رامینځ ته کولو او د امنیت د تأمین مسئولیت لري.  په دې اړه نړیوالې تجربې ګڼو سناریوګانو ته اشاره کوي. خو مخکې له دې چې د ممکنه سیاسي چوکاټ په اړه په سناریوګانو باندې بحث وشي د یوې اساسي نکتې بیانول اړین دي

د جګړې ټولې خواوې هغه وخت سولې ته غاړه ږدي چې کله یوه خوا د جګړې په میدان کې ګټونکی شي او بله خوا سولې ته مجبوره کړي؛ او یا کله چې دواړه خواوې دې پایلې ته ورسیږي چې جګړه نه شي ګټل کېدای، بن بست رامینځ ته شوی او د حل لار سوله ده؛ او یا کله چې کوم بهرنۍ ځواک دواړه غاړې سولې ته مجبورې کړي.

د افغانستان په جګړه کې ګټونکی نه دی معلوم. امریکايي پوځي او استخباراتي چارواکو په دې اعتراف کړی چې طالبان نه شي ماتولی او د مذاکراتو لار باید غوره شي. طالبان هم د روان کړکېچ حل په خبرو اترو کې ګوري؛ په همدې دلیل د سولې په روانو مذاکراتو کې ګډون کوي. بناً، د سولې د مذاکراتو په جریان کې د یوه سیاسي حل لپاره دواړه غاړې باید دا په نظر کې ونیسي چې د جګړې ګټونکی نه شته، او د سولې په بهانه باید د بلې غاړې د تسلیمېدو فکر له سره لرې شي. که د سولې تر چتر لاندې د بلې غاړې د تسلیمېدو ذهنیت رامینځ ته شي نو د سولې مذاکرات به بې پایلې وي، متقابل باور به ختم شي او جګړه به دوام وکړي.

لمړۍ – په دولت کې سمون او شمولیت

په دې سناریو کې د موجوده دولت پر سمون او پراخوالي توافق کیږي. دولت د وسله والو مخالفینو غوښتنې مني او د هغوی وسلواله مبارزه مشروع بولي. دولت او وسله وال مخالفین دواړه د قوانینو په تعدیل توافق کوي او د دولت په بنسټونو کې اړینې سمونې را ولي.

پراخ دولت باید د سولې د دوام لپاره لازم تضمینات برابر کړي. د واک د وېش له لارې باید د صلاحیتونو تر مینځ  توازن رامینځ ته شي تر څو یو طرف د سولې د پرېکړو د ماتولو هڅه و نه شي کړای. پراخ دولت باید د ټولو قومونو، ژبو او مذهبونو د حقوقو تضمین وکړي. د سولې د دوام لپاره دا هم مهمه ده چې خلک، دولت او وسله وال مخالفین یو ځای پر عمومي عفو هم توافق وکړي.

پراخ دولت باید د سولې د مذاکراتو برخه او پایله وي. دولت کیدای شي داسې فکر وکړي چې د سولې د رامینځ کېدو څخه وروسته به د یوه پراخ دولت د جوړولو کار پیلوي، د طالبانو غوښتنې به مني، او قوانین به تعدیلوي.  پر دې خبره ممکنه ټینګار به د مذاکراتو پر مېز د منلو وړ نه وي او د مذاکراتو د ناکامۍ سبب به شي، ځکه چې دې حالت ته به طالبان د تسلیمۍ په سترګه وګوري.

دوهم – لنډمهاله او یا سرپرست حکومت

دوهمه سناریو دا ده چې دواړه غاړې د موجود سیاسي چوکاټ او افرادو پر ساتلو نه سره جوړیږي او د سولې د تأمین لپاره پر یوه بل حکومت توافق کوي. په داسې حالت کې به نوی حکومت لنډ مهاله وي او د سرپرست رول به لوبوي، د سولې توافق به عملي کوي، قوانین به تعدیلوي، امنیت به تأمینوي او د یوه اوږد مهاله او د اساسي قانون پر اساس انتخابي نظام ته به لار هواروي.

لنډ مهاله او یا سرپرست حکومت کېدای شي د موجود حکومت، طالبانو او د بې طرفه ولسي افرادو څخه تشکیل شي. یا هم کېدای شي چې دواړې غاړې پر بې طرفه افرادو توافق وکړي. دلته دا مهمه ده چې د لنډ مهاله حکومت رامینځ ته کېدل به یواځې او یواځې د موجوده نظام د سرپرستۍ لپاره د افرادو تغیر وي نه د مؤسساتو. لنډ مهاله حکومت به موجوده ملي پوځ، پولیس او استخبارات د هېواد د امنیت لپاره کاروي. د موجوده نظام د مؤسساتو سمونه او اصلاحات راوستل به د سولې د توافق مطابق تر سره کیږي.

درېیم – غیر متمرکز دولت

درېیمه سناریو د غیر متمرکز دولت را مینځ ته کول دي. طالبان، دولت او عام ولس په دې توافق کوي چې نظام غیر متمرکز شي او ولایاتو ته مشخص صلاحیتونه ورکړل شي. غیر متمرکز نظام به د افغانستان د کنټرول صلاحیتونه د موجوده دولت د افرادو، د همدې دولت په چوکاټ کې طالبانو، او د ولس نورو ذیدخله ډلو ترمینځ وېشي. د دې سناریو تطبیق مغلق او له ستونزو ډک دی. ځکه چې عملي کول یې اوږده کار او جزیاتو ته د لازمې او زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

د افغانستان روان وضعیت ته په کتو، داسې یو حل ځینې ستونزې له ځان سره لري. د قوي اقتصاد، قوي پوځ او منظمو استخاباراتو نه شتون، او د افغانستان قومي وېش به د مختلفو حوزو په تنظیم کې پاتې راشي او نویو اختلافاتو ته به لمن ووهي.

څلورم – نوی پیل

څلورمه سناریو دا ده چې موجود نظام کاملاً خپل مشروعیت له لاسه ورکړي او د نوي پیل وخت وي. په داسې حالت کې وسله وال او د ټولنې اکثریت خلک د موجود نظام، قوانینو، دولتي مؤسساتو، او د قدرت د وېش پوره تغیر غواړي.

داسې یو تغیر به په دوو دلایلو دولت، طالبانو او عام ولس ته د قبول وړ نه وي. اول دا چې موجود نظام خپل مشروعیت د اکثریت ولس په مقابل کې له لاسه نه دی ورکړی. د نظام مؤسسات د ولس سرمایه ده. پوځ، پولیس، استخبارات، تعلیمي او تحصیلي مؤسسات، او نور بنسټونه یواځې اصلاح کېدای شي، له مینځه نه شي وړل کېدای. دوهم دلیل یې دا دی چې د نوي پیل ناکامه تاریخي تجربه افغانانو یوځل په سترګو لیدلې ده. د نجیب د حکومت ړنګېدل، د اردو، پولیسو او ټولو دولتي مؤسساتو له مینځه تلل، د کورنۍ جګړې او دوامدارې بدبختۍ لامل شول. په همدې دلیل، نوی پیل د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د حل لار نه ده.

څه باید وساتل شي؟

د سیاسي چوکاټ لپاره له پورتنیو سناریوګانو او یا بلې هرې سناریو څخه چې هره یوه وټاکل شي د ځینو مهمو مسایلو د ساتنې واضح تضمینات باید وړاندې کړي.

په مجموعي شکل نظام له مینځه وړل، او یا په فردي توګه د نظام د مهمو بنسټونو او لاس ته راوړنو له مینځه وړل به هیڅکه د دوامدارې سولې باعث نه شي. په مشخص ډول پوځ، پولیس، استخبارات، تعلیمي او تحصیلي مؤسسات، د بیان آزادي، ټاکنیز سیستم، د ښځو حقوق، او عام المنفعه ټولې پروژې باید د سولې په بهانه تر تعرض لاندې را نه شي. ځکه دا ډول مسایل د سولې د دوام تضمین کوي، چې په نه شتون کې به یې نوي اختلافات او حتی جګړې رامینځ ته شي.

پایله

سوله باید د جګړې د عواملو په له مینځه وړلو تمرکز وکړي. که سوله یواځې د قدرت د وېش لپاره د یوې پروسې شکل غوره کړي او د جګړې عواملو ته پام و نه کړي، لنډ مهاله به وي او یا کېدای شي اصلاً رامینځ ته نه شي. ځکه چې افغانستان کې پر طالبانو سربېره نورې ډلې، لکه داعش، هم فعالیت لري. که د جګړې مشروعیت له مینځه یو نه وړل شي نو لرې نه ده چې طالب جنګیالي به د داعش په صفوفو کې تنظیم شي او جګړه به ادامه پیدا کړي.

د سولې د توافق د تطبیق لپاره پر یوه سیاسي چوکاټ باندې توافق کول د سولې د دوام لپاره اړین ګام دی.  افغان جګړه ګټونکی نه لري او د بن بست په حالت کې ده. په همدې دلیل د جګړې ټولې غاړې د سولې مذاکراتو ته ناست دي. په داسې حالت کې ټولې غاړې باید پر دې پوه شي چې د سولې په پایله کې د مقابل لوري د تسلیمېدو هیله باید و نه لري. که داسې حالت رامینځ ته شو د سولې مذاکرات به ناکام شي.

د سولې د توافق د تضمین او د کورنیو جګړو، ګډوډیو او بې نظمیو د مخنیوي لپاره، د موجوده نظامي، استخباراتي، امنیتي، تعلیمي او تحصیلي مؤسساتو، او په مجموع کې د ټول نظام ساتل اړین دي. طالبان، ولس او دولت باید دې مسئلې ته جدي پام وکړي. د شته مؤسساتو سمول، اصلاحات راوستل، او حتی په صلاحیتونو او کارونو کې یې لازم تغیر راوستل د سولې د مذاکراتو د توافق پر اساس ممکن دي.

پای

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *