افغان سوله؛ د افغان حکومت، امریکا او سیمې د همغږۍ اړتیا

 

څو ورځې وړاندې امریکايي چارواکو د روسیې، چین او اروپايي ټولنې له استازو سره د افغان سولې په تړاو دوه‌ورځنۍ خبرې اترې درلودې. د دغو خبرو په اړه زلمي خلیلزاد پر خپله توېټرپاڼه لیکلي، چې «موږ د افغانستان د خپلواکۍ درناوی کوو، د افغانانو لپاره سوله غواړو او د یوه داسې افغانستان غوښتونکي یو چې بیا دغه هېواد هېڅکله زموږ لپاره د ګواښ سرچینه نه وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو خبرو په تړاو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د (۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۱ او ۲۲مه) په واشنګټن کې د افغانستان د سولې، نېکمرغۍ او امنیت په برخو کې د چین، روسیې او اروپایي ټولنې له چارواکو سره خبرې وکړې. په بیانیه کې ویل شوي، چې «دوی د افغانستان خپلواکۍ، استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او دغه هېواد به خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرېکړې په خپله کوي».

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازې ضمیر کابلوف له دغو دوه‌ورځنیو خبرو وروسته ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او اوربند وروسته به بیا دغه هېواد ته جګړه را ونه ګرځي.

د افغان سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو ارزښت، د دغو هېوادونو ګټې او دا چې افغان سوله د امریکا، افغان حکومت او سیمې د هېوادونو همغږۍ ته څومره اړتیا لري، هغه موضوعات دي چې دلته مو پرې بحث کړی دی.

 

افغان سوله او سیمهییزې ګټې

د افغانستان موقعیت ته په کتلو سره د دغه هېواد سوله او ثبات د سیمې پر امنیت او ثبات اغېز لرونکی دی. له تېرو شاخوا څلورو لسیزو راهیسې روانې جګړې هم وښوده، چې یو ناآرام افغانستان د سیمې د ثبات په ګټه نه دی؛ له همدې کبله په اوس‌مهال کې تقریباً د سیمې ټول هېوادونه په رسمي توګه د افغانستان سوله او ثبات په خپله ګټه بولي.

که څه هم د سیمې د هر هېواد ګټې په افغانستان کې بېلابېلې دي او تر ډېره د افغانستان په قضیه کې له همدې امله ننګونې هم زیاتې دي؛ خو بیا هم په ټوله کې له پورتنۍ خبرې سره، چې د افغانستان سوله او ثبات ده، په اوس مهال کې ټول موافق دي.

د بېلګې په توګه روسیه او چین دواړه غواړي په اوږد‌ه مهال او منځ‌مهال کې امریکایي سرتېري په افغانستان کې نه وي او له همدې امله د امریکا ـ طالبانو له خبرو هم ملاتړ کوي؛ خو له افغانستانه په چټکه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل بیا هم د خپلو ګټو لپاره ګواښ ګڼي. ځکه دا به په افغانستان کې د واک تشه رامنځته کړي او د دې وېره شته، چې هېواد به د ۹۰مې لسیزې په څېر بیا د بحران پر لور بوځي.

په بل اړخ کې پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ له اوسنیو ګرمو اړیکو خوښ نه دی؛ پاکستان غواړي چې دغه ګرمې اړیکې همداسې ګرمې پاتې نه شي او په افغانستان کې د هند اغېز راکم شي. له همدې کبله پاکستان په افغانستان کې د يوه داسې نظام هيله لري، چې دوی پرې نفوذ ولري.

په سیمه کې ایران هم د روسیې او چین په څېر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضوره اندېښنې لري. دغه‌راز همدا درې واړه هېوادونه له دې هم اندېښنه لري، چې شاید امریکا به د داعش تر شا لاس ولري. همدا لامل دی، چې د داعش د فعالیت له زیاتوالي سره دوی له طالبانو سره اړیکو غځولو ته اړ شول، ترڅو له دې لارې پر امریکا فشار راوړي.

 

په افغان سوله کې د سیمې د همکارۍ ارزښت

که څه هم د افغان سولې په تړاو د امریکا ـ طالبانو روانې خبرې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې ورځ تر بلې هیله بښونکې کېږي؛ خو په ورته وخت کې بيا په دې پروسه کې د سیمې د هېوادونو رول هم له پامه نه شي غورځول کېدای. په افغانستان کې د روانې جګړې پېچلتیا او ښکېلو ډلو ته په کتلو سره داسې ښکاري، چې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د سیمې د ځواکمنو هېوادونو همکاري، پوره ارزښت لري او یو اړين ګام دی چې پورته کول یې د افغان سولې له پروسې سره مرسته کولای شي.

د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو پیل او له تېرو څو میاشتو راهیسې د زلمي خلیلزاد سفرونه ښيي، چې امریکا هم د افغان سولې په برخه کې د سیمه‌ییزو هېوادونو پر ارزښت قایله ده. دغه‌راز امریکا هڅه کوي، چې د افغان سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو اندېښنې کمې کړي او په دې برخه کې یې ملاتړ ترلاسه کړي.

د دې ترڅنګ، د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مخامخ خبرو اترو په تړاو هم انګېرنې دا دي، چې د دواړو لوریو ترمنځ که هوکړه کېدونکې وي، د سیمې ځینې ځواکمن هېوادونه به د دې هوکړې د تطبیق تضمین کوونکو په توګه ډګر ته رامخته کېږي. په دې تړاو، د چین، روسیې او اروپایي ټولنې له استازو سره د خلیلزاد له خبرو وروسته، د افغانستان لپاه د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبریالانو ته وویل چې، طالبان هڅه کوي باوري شي، چې روسیه او یو شمېر نور هېوادونه د دوی او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړو تضمین کوونکي دي.

پر دې ټولو سربېره، د افغان سولې په تړاو په روانو خبرو کې افغان طالبان هم د تضمین کوونکي په توګه د سیمې هېوادونو ته اړتیا لري، ترڅو نړیوالو ته د دوی له لوري هم د تضمین کوونکي رول ادا کړي.

 

پایله

په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو ننګوونکې دا ده، چې څرنګه د افغان حکومت-امریکا-سیمه‌ییزو هېوادونو او طالبانو ګټې په یوه چوکاټ کې په نظر کې ونیول شي، ترڅو دا پروسه بریالۍ شي. له همدې امله په دې تړاو د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد مسلسل سفرونه، په افغانستان کې له حکومتي او سیاسي چارواکو سره لیدنې او له طالبانو سره ناستې په همدې دلیل دي.

د افغان سولې په تړاو د روسیې، چین او اروپایي ټولنې له استازو سره د خلیلزاد وروستۍ خبرې اترې هم د امریکا ـ طالبانو د خبرو اترو د بریا لپاره مهم ګام و، دا هڅې د دواړو لورو ترمنځ د شته بې‌باوریو د ختمولو په تړاو او یوې نوې مرحلې ته د سولې د خبرو رسیدلو په پار دي.

داسې برېښي، چې د سیمې هېوادونو سره په همغږۍ به په نږدې راتلونکي کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د ایستلو، له سخت‌دريځو ډلو سره د طالبانو پرېکون او دا چې افغان خاوره به د امریکا او نړیوالو پرضد نه کارول کېږي، یوه هوکړه وشي؛ خو بین الافغاني خبرې (چې د طالبانو او افغان سیاسي ډلو ترمنځ نه وي، بلکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي) او اوربند اعلانول به تر ټولو لویه ننګونه وي او ښایي وخت به وغواړي.

په ټوله کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او افغان حکومت ستراتېژۍ ډېر توپیر لري، چې همدې توپیر د افغان سولې په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي. طالبان غواړي لومړۍ له امریکا سره د سرتېرو د ایستلو پر موضوع او دا چې افغان خاوره به د امریکا او نړیوالو پرضد نه کارول کېږي، خبرې پای ته ورسوي او یوه هوکړه وکړي. بین‌الافغاني خبرې د هېواد له ټولو سیاسي، جهادي او مدني ډلو سره غواړي؛ خو پرته له افغان حکومت څخه، دغه راز اوربند هم هغه جنجالي فکټور دی چې ښایي د بین الافغاني خبرو اترو تر هوکړې وروسته یې په اړه خبرې وشي.

په بل اړخ کې افغان حکومت بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ له مخامخ خبرو ناخوښ دی او له همدې امله په وروستیو کې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې یو ډول بې‌باوري را ټوکېدلې ده. د افغان سولې په تړاو که چېرې افغان حکومت ونه توانېږي، چې د سولې مشري ترلاسه کړي، ښایي ولسمشر غني د سولې له دغې پروسې سره پوره پرېکون اعلان کړي، چې هغه وخت به یې پایلې د هېواد او ملت په خیر نه وي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *