د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څیړنو مرکز د سولې او جګړې راپور موندنې خپرې کړلې

مطبوعاتي غونډه

د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز نن پنج‌شنبه د (۱۳۹۸ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۹ مه) یوې رسنیزې غونډې په ترڅ کې د “سوله او جګړه، د ملي یووالي حکومت په دوره کې ۱۳۹۳-۱۳۹۷ هـ ل” راپور موندنې له رسنیو سره شریکې کړلې.

په دې اړه جوړه شوې خبري غونډه کې د مرکز مشر ښاغلي نصیر احمد نویدي وویل: دا تحقیقي او تحلیلي راپور، چې له معتبرو لومړی لاس او دویم لاس سرچینو څخه پکې ګټه اخیستل شوې، د ملي یووالي حکومت په پنځه کلنه دوره کې د ښکېلو اړخونو د جګړې ستراتيژي او د هغې پایلې څېړي او عمومي پایله یې داده چی روانه جګړه کې ښکیل ټول اړخونه په یو ډول د هېواد او ولس په روان کړکېچ کې دخیل دي. ښاغلي نویدي څرګنده کړه چې مرکز هیله لري نوموړی راپور د سولې اړوند روانو هڅو مرستندوی شي.

د چمتو شوي راپور لنډیز، د مرکز څېړونکي ښاغلي حکمت الله ځلاند وړاندې کړ او د ملي یووالي حکومت په دوره کې د ملکي، نظامي او مخالفو ډلو د مرګ ژوبلې شمېرې یې په تفصیل له رسنیو سره شریکې کړلې.

نوموړي وویل: د ملي وحدت حکومت د پیل راهیسې، ۴۳۸۶۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې (۱۴۲۸۵ وژل شوي او ۲۹۵۸۱ ټپیان)، لږ تر لږه ۴۵۰۰۰ افغان ځواکونه وژل شوي او پدې دوره کې د وژل شوو بهرنیو ځواکونو شمېر ۷۷ پوځیانو ته رسېږي. د نوموړي په وینا دا پداسې حال کې ده چې افغان حکومت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه د کره شمېرو له وړاندې کولو ډډه کړې او په ځینو مواردو کې د ورته معلوماتو د خپرولو د سانسور هڅه هم کړې ده. ښاغلي ځلاند همدارنګه زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت په دوره کې د جګړې ډګر لاګرم شوی او د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کچه ټیټه شوې ده.

د سولې اړوند د مسکو غونډې غړي او مالیې پخواني وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال یادې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د څېړنیز راپور د موندنو هرکلی وکړ او ویې ویل، د خلکو نظرونه د لومړي لاس معلوماتو په توګه د پالیسي جوړونې لپاره د ارزښت وړ مواد برابروي. ښاغلي زاخېلوال همدارنګه وویل چې د یاد راپور د نظرپوښتنې موندنې ښيي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د ناامنۍ اساسي لامل دی او د حکومت له روانو هڅو خلک ډېر خوښ ندي. نوموړي ټینګار وکړ چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید مسؤولانه او د سولې په نتیجه کې وي، د نظام او تآسیساتو د ساتنې او ثبات په موخه کار وشي او د پرمختګ لپاره یې غور وشي او د سولې پروسې مشرتابه د یو داسې ملي، خپلواک، شمولي او مخلص جهت په لاس کې وي چې د افغان ولس د رښتینو هیلو غبرګون وکړلای شي.

دا څېړنیز او تحلیلي راپور د سولې په هکله د ښکېلو اړخونو د هڅو ارزونه او په پایلو یې بحث هم کوي. د راپور په بله برخه کې د سولې او جګړې په هکله د ترسره شوې سروې پایلی چې د کابل په ګډون د افغانستان په شپږو لویو ښارونو (کندهار، هرات، ننګرهان، بلخ او کندز) کې ترسره شوې- شریکې کړې، چې پر بنسټ یې پوښتل شویو په لویه کچه د سولې په تړاو له هڅو ملاتړ ښودلی دی او د بریا لپاره یې هیلې څرګندې کړې دي.

د راپور په پای کې د سولې پروسې د اغېزمنتیا او بریالي پرمخ تللو لپاره تفصیلي وړاندیزونه شوي چې پالیسي جوړوونکي او د سولې پروسه کې ښکیل مطرح جهتونه ترې لازمه ګټه اخیستلای شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *