قطر او پکې د طالب مشرانو دویم امتحان

 

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

جنګ او سیاست ورور او خور دي، سیاستونه جګړې زیږوي او جګړې هوښیار سیاستمداران پای ته رسوي. د ډېرو له نظره جنګ له سیاست پیچیده ده، ولې دا د هغو خلکو سوچ ده چې د سیاست ناشولتې په غلطه ترازو کې تللې وي حقیقت دا دی چې سیاست تر جنګ پیچیده دی او ډیری جګړې او په ټولو کې ټیټې جګړې د هغو سیاستمدارانو له ټیټ تعامل پیدا کیږي چې یا یی فهم نیمګړی وي او یا عمداً په غلط سیاست کې روان وي. وروسته او ډیر وروسته خلک پوهیږي چې د دې اوږدو جګړو ریښې هماغه د پرون د خامو سیاستمدارانو له عمل او تعامل نه بیخ اخلي نن چې افغان طالب له خپل سل برابره ځواکمن مخالف ناټو او امریکا سره د مذاکراتو په میز ناست دی دا یې د پروني جنګ لاسته راوړنه ده. ولې دا چې په دې مذاکراتو کې به طالب تر دې پورته بلې فتحې او د فتحې سټیج ته پورته کیږي او یا به یې مخالفه امریکا په سیاسي لوبه کې هاغه د شمالي پر کرښه جنګیدونکي طالب ته ښکته کوي دا هغه سوال دی چې نن زموږ طالب په یو دشوار ازمیښت کې هغه ته ځواب جوړوي. طالب نیکبخته دی چې هغه تر شا درې ناکامې تجربې لري ولې په همدې ناکامو تجربو کې د هغه لپاره د یوې سیاسي زده کړې بلا کورسونه دي.

پرون چې سردار داود خان غوښتل چې خپل بیځایه جنګیدلی مخالف له پیښور نه کابل ته راورسوي، د وخت مبارزینو پر دغه تفاهم صحیح سوچ ونکړ او پخپلو کې تقسیم شول او بیا په داسې وخت کې کابل ته راغلل چې پخپل منځ کې د یوې چوکۍ پر سر وجنګیدل.

که هغوې پرون د سردار د نظام برخه شوي وای سیاست او حکومتولي یی زده کړې وای اول خو به د خلقیانو د کودتاه لپاره چانس نه وو، او بیا به دا کودتاچیان د همدغو مبارزینو په سیاسي پوهه ژر مات شوي وو، او که بیا هم له ناچاره همداسې له ملت سره پیښور ته تللي وای، نو کابل ته په راتګ کې به یې دغسې ناکام امتحان نه ورکوه چې د شوروي ضد مجاهدینو ته یی یو تاریخي پیغور پریښود. نن چې طالب له امریکا سره مذاکرات کوي پدې اوچت بام کې سیاسي غلطۍ د ټولو ګټلو د بایللو خطر لري دا پدې معنا نه، چې طالب هر څه ته نه ووایي او دا پدې معنا هم نه، چې طالب هر څه ته هو ووایي .

د مذاکراتو فقرې پخپل منځ کې ډېر تفاوت لري

د امریکایي فوځونو د وتلو فقره تر ټولو درنه فقره ده که طالب پدې اړه ګټونکی شو فکر وکړه چې هغه نوي په سلو کې جنګ وګاټه د نړۍ تجربې ښئي او زموږ خپله د شوروي تجربه ښئي چې په نظامي فتحو ډیر حساب نده پکار. امریکایان له افغانستان نه کډه کول د سر ټکی دی، ولې دا چې هغوی په یو کال کې مونږ ته لوظ را کړي او یا په دوو کالو کې، دا په کې هغه خبره ده چې مونږ پکې د وران او کنډواله افغانستان ضرورتونه ته وګورو، د وخت په چنو دا فقره نه باید داسې یو سیاسي بایلاد ته ښکته کړو چې بیا به د فلسطین د مشرانو غوندې د مخالفینو شرایط زمونږ موخې جوړوي. د امریکایانو د وتلو قضیه چې یو طرفه شي د جدول په مسله کې له مونږ سره په راتلونکې کې ټول ګاونډیان ملګرې دي هیڅ ګاونډی، آن که څه هم سیاسي شرمخ وي په افغانستان کې د بهرنیانو حضور یې په ګټه نه دی، طالب باید د جدول په اړه هومره تشویش ته زړه او سوچ ورنکړي چې ددې اوږده جنګ قضیه په کې پر وخت او پدې طلایی چانس کې راټوله نکړي. آخر د جنګ زور په هغو یتیمانو او کونډو دی چې هیچا یې په حق تر نن پورې د سترګو اوښکې پاکې نکړې، دا جنګ چې امریکا ته اوږد جنګ دی افغانانو ته خو لس برابره اوږد جنګ دی، نه باید د خلکو په وینو او سرونو اوږده بې حسابه تیر شو. د امریکایانو لخوا د هغوی د لښکرو د وتلو لفظ د طالب د اوږده جنګ ثمره ده.

دویمه فقره؛ اوربند

اوربند په رښتینې معنا د سولې او مذاکراتو اوله ثمره ده، یوه نسبي اوږده اوربند ته رسیدل د دې معنا ده چې دواړو جنګي طرفونو دا په رښتیا منلې چې جنګ د فرابلم (ستونزې) حل له ځانه سره نلري. ولې اوربند هغه څه دی چې ټول ملت یې په یو تږي انتظار څاري، باور وکړئ چې د تیر اختر یوه ورځني اوربند د خلکو له کامه د اوولس کلن جنګ ترخه ډیرې ټیټې کچې ته راکوزه کړه. اوربند ډیر سوچ غواړي هومره موده ورته پکار ده چې علی الاقل افغاني مذاکرات پکې د یوې نوې اوضاع، نوي بې طرفه حکومت، نوي مؤقت حکومت، نوي مشترک حکومت، یا هر هغه اداره چې د افغاني طرفونو د نوي سیاسي لفظ فیصلې پکې پای ته ورسیږي او د همدې نوې ادارې په لړ کې افغانان پخپل منځ کې پاتې اختلافي مسائل په حوصله بحث او هره اختلافي قضیه په یو متفقه یا اکثریتي حل ودروي.

د اوربند د مودې نه د اوربند هغه مسائل مهم دي چې دا اوربند پکې اوربند پاتې شي، او ورځ تر بلې جنګي خواوې پکې یو بل ته نژدې او د باورونو سلسله په خپلو کې د هغه مشترک بحث بستر کړي، چې افغانان پکې نړۍ ته د یوې ښې ادارې، د یوه ښه ملت او د یوې ښې سولې امتحان ورکړي.

دریمه فقره؛ افغاني مذاکرات

تر ټولو مهم او ښه مذاکرات همدا افغاني مذاکرات دي

دا ویشلی او  پخپلو کې جنګیدلی او د کینو او دښمنیو په عروج کې واقع ملت رښتیا هم یوې حدیبي ته ضرورت لري او طالب باید له خپل مخالف نه زیات پدې اړه هم ښه مثبت سوچ وکړي او هم د تیر جنګ دا لیونۍ څپه آن که د خپل وخت د ابوسفیان کور ته د امن په امتیاز ورکولو کابو کیدای شي کابو یي کړو منم، جګړو او افغاني جګړو بلا ستونزې رامنځته کړلې، آن د امریکایي اشغالګرو قواوو راتګ د همدې جګړو پایله وه او ټولې خواوې پکې په یو نه، یو ډول دخیلې وې. نن مونږ بین الافغاني مذاکراتو ته په همدې موخه هم ضرورت لرو او هم په همدې طریقه کولای شو چې د امریکایانو په وتلو طالب جنګیالی د هغه عسکر په څنګ کې د تنظیمولو وړ کړو، چې هغه د همدغه طالب په شان هم لمونځ کاوه او هم روژه نیوله د حدیبي تفاهم او بیرته مدینې ته د پیغمبر راتګ او بیا په دویم قدم کې مکې ته د پیغمبر سوله ایز داخلیدو سلسله او په تدریج د پیغمبر د مخالفینو اسلام ته دعوت کول او اهلي کول هغه څه وه چې پیغمبر پکې د جزیرې له عربانو یو امت جوړ کړ، افغانان باید د بین الافغاني مذاکراتو په سلسله کې همدغسې یو بل ته لاره ورکړي، او یو ملي حکومت ته د ټولو تیرو اشتباهاتو د تلافۍ لپاره ګډ تصمیم ونیسي. د تیر جهاد دا بده میراثه چې مونږ پکې د بین الافغاني مذاکراتو نه بې نیازي یو فخر ګاڼه، مونږ دغې میراثي قدم په قدم همدغه تیرې اوږدې جګړه کې ښکیل کړو مونږ ولې دغه زوړ او ناکام سوچ نه د خلاصیدو لاره نه شوه پیدا کولی، که په رښتیا مونږ افغانان یو، نو باید په خپلو کې مشترک بحث ولرو، مشترک حل او له دې نه ځان بې نیازه ونه ګاڼو.

بین الافغاني مذاکرات که د امریکا نه د وتلو د لفظ اخیستو وروسته د کابل له حکومت سره مطرح شي، طالب باید پکې د تیر تأثر له مخې پر نه، ونه دریږي دغسې نه مونږ ته هغه مسائل پریږدي چې بیا به پکې نه اوربند رښتینی اوربند وي او نه به پکې د نوې ادارې لپاره تفاهم او باورونه رښتیني وي، ځکه مونږ افغانان باید راتلونکی په یو عملي سوچ جوړ کړو، د یوه حزب برتري په حکومت، د یوه حزب قبضه د یوه سیاسي تنظیم په هو او نه، هر څه روانول هغه څه دي چې مونږ پکې پرون ډېر څه بایلودل، طالب وروڼه باید د خپلو افغاني وروڼو سره د حکومت د استازو په شمول رښتینو مذاکراتو ته ننوځي، او دا د ټول ملت غوښتنه ده، طالب باید د خپل سیاسي دفتر د محدود کلتور نه بهر سوچ وکړي.

زه باور لرم په هغو سیمو کې چې طالب مسلط ده، پرګنې پکې د طالب دا خبره چې مونږ د کابل د ادارې سره مذاکرات نه کوو، دا د هغوی د مزاج فهم او جذبې مخالفه خبره ده، ځکه نن عوام د مذهب او سیاست په کلیاتو تر هر چا ښه پوهیږي.

دا هم باید ومنو چې د بن د قرارداد لوی کمبود دا وو، چې په هغه کې د طالبانو تحریک او حزب اسلامي له نظره ولوېدل او پای هغه زخم ترې جوړ شو چې نن لویه امریکا يې په واړه قطر کې د مرهم او پټۍ تدبیر نیسي، داسې چې طالب په یو بل ورته عکس العمل کې د کابل حکومت چې اتلس کاله د یو جنګي طرف په توګه تیر کړي، او د نړیوالې ټولنې حمایت هم ورسره دی، که هغه دا ځل هماغسې له نظره وغورځول شي څه فکر کوئ! چې له دې به یو بل نغد زخم جوړ نشي. کرزي په یوه نه، د تیر قطر پیل مذاکرات او دفتر د څو کالو لپاره معطل او بې نتیجې کړ، افغانان باید د دغه جوف او طاق سیاست سلسله را لنډه او د ملت په حوصلو باندې له دې اضافه سر باري کینښودل شي.

څلورمه فقره

امریکا او اروپا ته د خپلو قواوو د ویستلو په بدل کې د دې تضمین چې د افغانستان خاوره به د هغوی پر ضد نه کارول کیږي، تر کومه چې د افغانستان تر جغرافیې پورې مربوطه ده، او تر کومه چې سیاسي حل پکې طالب ته یو راضي کوونکی کردار ورکړل شي، ددغه ضمانت خبره په طبیعي ډول روانیږي، له طالب پرته د طالب د مقاومت په شان د بل مزاحم تحریک لپاره په افغانستان کې چانسونه ځکه تنګ دي چې:

اول: طالب په خاصو شرائطو کې رامنځته شو هومره وده یی وکړه چې اکثریت ډلې یې د ملت په همکارۍ څنډې ته کړې.

دویم: بل طرف د ملت په منځ کې د جهاد د فتواوو لپاره دغسې کمپاین چې طالب وکړ بل طرف يې توان نلري.

دریم: د امریکایي لښکرو په وتلو او د نظام د فساد په کمیدو خپله د بل مزاحم عکس العملي تحریک لپاره هیڅ زمینه نشته.

څلورم: دا چې طالب د یو بهرني په غلطۍ هومره قوي مجازات شو، چې هم یې حکومت پکې نسکور شو او هم په خپل کور کې چا آرام پرینښود، او بل دا چې له کوره تر زندانه په داسې برګو بې رحمو سزاګانو وزورول شو چې د چنګیز او اطیلا په قانون کې هم نه وې، دغه بې رحمه عمل طالب په هاغه عکس العملي څپه راوپاروه چې نن یې امریکا او ناټو په قطر کې د دلاسه کولو مرکې کوي، دا پدې معنا چې بهرنیانو ته به افعانستان هغه مهال خطر جوړیږي چې د طالب په شان تر شا یوه بله جګړه رامنځته شي له دې پرته امریکا پوهیږي چې طالب د یوې خبرې تحریک ده.

دویم څه چې کیدای شي امریکا او اروپا پکې د همدې روان تسلسل په نتیجه کې له پیښو او حوادثو سره لاس او ګریوان پاتې شي د هغه لوی لامل خپله د امریکا په مداخله ګرو پالیسیو په تیره په اسیا او منځني ختیځ کې او بل دا چې امریکا په افریقا او اسیا کې خپل مستبد نوکر نظامونه په ملتونو تپلي دي لکه مصر، خلیج او نور ځایونه.

په طبیعي ډول بې وسه ملتونه او محاصره ځوانان که وغواړې او که و نه غواړي د اروپا د آزادی ماحول نه په استفاده، هغسې پیښې ایجادولی شي چې نن او پرون پکې روانې دي او هغه به په هیڅ صورت له افغانستان او طالب سره تړاو ونلري، ولې کیدای شي افغاني وګړي زمونږ ګاونډیان پکې په عمدي ډول راښکیل کړي او هغه په هیڅ صورت د ضمانت وړ ندی.

قطر مذاکرات

او د خلکو څو ژورې اندیښنې

اوله اندیښنه

ډیری افغانان فکر کوي چې د امریکا پر ضد د افغانستان د ځمکې نه کارولو ضمانت دا معنا لري چې دا ځل امریکا په قطر کې د بن په شان د ځینو په حذف او کم رولۍ د بن حکومت ورته حکومت جوړوي او د دې معنا دا ده چې ډلې او مؤثر شخصیتونه به د طالب سره په نظام کې ګډوي.

په افغانستان کې یو تعداد سیاستوال همدا ویره لري او دا ویره د همدې مخې لري، ولې زه چې تر کومه پوهیږم امریکا به په هیڅ صورت طالب من حیث طالب او بیا د هغه اول پړاو په شان رامنځته نکړي.

دویمه اندیښنه

د طالب مشرانو په ځینو اظهاراتو کې دې ته ورته مطالب او مفاهم دي، چې هغوی دا ځل غواړي نور له ځان سره شریک کړي، چې دا خپله همدا ښئي چې طالبان به د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې د انتخاباتو او جمهوریت بدیل طرحه وړاندې کړي، چې په طبیعي انداز دغه طرحه په عمل کې د طالب ورته واکمنۍ په معنا ده،  تر کومه چې زه د طالب مشرانو سره پیژنم ما د هغوی خبرې اوریدلي، زه فکر نه کوم چې طالب مشران به د امریکایانو د وتلو د فقرې په یقیني کیدو له خپلو خلکو سره د یو شریک حکومت نه څنګ وکړي.

دریمه اندیښنه

او تر ټولو قوي اندیښنه

هغه دا چې که بین الافغاني مذاکرات پیچلي شي او یا اوربند پکې مخطل شي پدغسې استراري فرصت کې ډیری فکر کوي چې کیدای شي طالبان پر کابل یو نظامي مارش وکړي دا اندیښنه هم زما له نظره ځکه بې ځایه ده چې نني طالب په اخرو لسو کلونو کې د دنیا د مطرح حکومتونو سره په تفاهم او راشه درشه کې د نړۍ د سیاسي نرخه ښه خبر دی هغوی به په دغه حساسه سیمه کې یوه داسې نظامي مارش ته زړه ښه نه کړي چې په هر صورت د امریکا په غیاب کې په داخل او ګاونډ کې خپل ناببر عکس العملونه لري.

افغاني ډلې

او څو سیاسي ناپلتې

د افغانستان خلک او ډلې، د شوروي مداخلو او اشغال له یو داسې نظامي کلتور سره اشنا کړل چې د سیاست ځای هم پکې له نظامي سوچ نه متأثر دی همدې تأثر افغانستان پدې  فاجعو او سونامیو کې تر دغه ځایه چې نن یې وینو، رارسولی دی.

اوله ناپلته

افغانان د آزادۍ جګړه کوي، او دا د مذهبي فتوه په اساس فرض ګڼي، ولې د بده مرغه په همدې لحاظ دومره سره تقسیم شي، چې هر نظامي جهت پکې د افغانستان لپاره طرحه لري، بیرغ لري، او د مستقلې اردو سوچ کوي، اتحاد او یو واحد ملي دریځ چې په مذهبي او عقلي لحاظ واجب او ضروري دی، د هغه په هکله ډلې او خلک هومره بې تفاوته دي چې ته به وای دې افرادو له ډلو سره په بیعت رضوان کې بیعت کړی.

دویمه ناپلته

سوله فرض ګڼي او ټول په یوه خوله د سولې لپاره کمپاین کوي، بلکې د سولې لپاره د تنظیمو په شان بلا ډلې جوړوي، ولې همدا سیاسي ډلې چې سوله ضروري ګڼي په یو غیرې منطقي انداز د مخالف سره له تفاهم ډډه کوي او یا د تفاهم پر ځای خپله طرحه پر مخالف تپي او یایې تسلیمیدو ته اړ کوي.

د قطر د دفتر وروسته چې څومره د کابل تلویزونونه، ډلې او سیاسي مشران د سولې پر ضد غږیدلي، د سولې پر ضد یې شرائط سخت کړي، د هغه په نیمه هم دلته په کابل کې د سولې د فضا برابریدو لپاره کار ندی شوی، د مثال په ډول د مسکو غونډه چې د سولې په اړه یو عملي پرمختللی قدم وو، د هغه پر ضد داسې تبلیغات او ویناوې وشوي چې انسان فکر کاوه دا خلک په دې جګړو کې خوښ دي، د افغانانو تفاهم او وحدت ورته یو منفور کار ده.

دریمه ناپلته

نظام جوړوو، خو خلک له ځان سره نه شریکوو، دا کار له خلق او پرچم نه نیولې، تر مجاهد او طالب پورې بلکې تر نني دیموکرات پورې دوام لري. وزارتونه، ولایتونه، حوضې او ولسوالۍ د هغو جاګیر دي چې په بن کې يې د ځان لپاره د یوې برخې فیصله اخیستې. که په دې تیرو اتلسو کلونو کې د اردو او پولیس مرکزي ادارې په ملي ترکیب کې ښې تنظیم شوی وای، زه باور لرم چې دغه حکومت به تر دې دوه برابره قوي و. په ادارو، مقرریو، انتخاباتو او د حکومت په لوړ چوکاټ کې قبضې او بې انصافۍ او ددغو بد تعامل، هغه کمبود دی چې دوه برخې ځوانان یې له مخالفینو سره ملګري کړي دي. د دې لوی لامل دا دی چې خامو سیاست مدارانو په خپل سیاسي کمپاین کې له قومي تضادونو استفاده وکړه او هم یې د حکومت جاګیر په خپلو خپلوانو او د قوم په کسانو ظالمانه ډک کړ، او په دې ډول یې د یوې ښې حکومتولۍ او متوازن حکومت مخه ډب کړه.  پورته چې څه وویل شول د دې ټولو یا زیاتو سمول د طالب په سیاسي حل کې چانس لري، وګورو چې طالب مشران به په دې امتحان کې کامیاب شي او کنه!؟

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *