د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د اجتماعي افطار غونډه ترسره کړه



د تعارف او اجتماعي افطار تر عنوان لاندې غونډه د روژې میاشتې په اوومه نېټه ماښام شپږ بجې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د غونډو په تالار کې جوړه شوه، او په یاده غونډه کې د مرکز د علمي بورډ غړو ترڅنګ یو شمېر سیاسي څېرو او لیکوالانو ګډون درلود.

یاده غونډه د محترم امین الله ذاکري صیب لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې د ویندیۍ چارې یې د محترم استاد سردار محمد دیندار خیل صیب لخوا پرمخ وړل کېدې.

دیندار خیل صاحب در حال صحبت نمودن

د پیلیزې وینا لپاره د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس محترم استاد نصیر احمد نویدي صیب ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي لومړی د مرکز د علمي بورډ د نویو غړو هر یو استاد محمد زمان مزمل او په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو منتخب استازي استاد حمید الله حنیف په شمول ټولو ګډون والو ته راغلاست ووایه، او په پروګرام کې یې د ګډون په پار ترې مننه وکړه، او د مرکز علمي بورډ ته د یادو شویو دوو نویو غړو ور زیاتېدنه یې نه یوازې د مرکز لپاره د ویاړ ځای وباله، بلکې هیله یې وښودله چې د دوی په راتګ سره به د مرکز کاري برخه د لاپرمختګ شاهده واوسي.

د غونډې بل ویناوال استاد محمد زمان مزمل وو، نوموړي لومړی د مرکز نه مننه وکړه، چې د دغسې یوې دیني او ایماني غونډې تابیا یې نیولې، او په خپلو کاري لومړیتوبونو کې یې سولې ته ځانګړې پاملرنه کړې، نوموړي همدا راز د خپلو خبرو په ترڅ کې د تېر جهاد د نیمګړتیاوو او لاسته راوړنو په اړه هم څرګندونې درلودې، او د بین الآفغاني خبرو اترو په درشل کې یې د مسکو غونډې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه، چې د بحث وړاندې پکې د پخلاینې خبرې وشوې، او د غونډې ټولو ګډونوالو په یو غږ د بهرنیانو وتلو هیله څرګنده کړه. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، د حکمتیار صیب کابل ته راتګ او د جمعیت اسلامي غړو په مسکو کې د طالبانو سره ناسته هغه څه وو، چې عملاً یې سولې ته لاره پرانیسته، او هیله یې وښودله ترڅو افغانان نور هم په ګډه د سولې لپاره کار وکړي، ترڅو په هېواد کې تل پاتې سوله راشي.

 

د غونډې بل ویناوال د جمعیت اصلاح افغانستان رئیس محترم دوکتور عبدالصبور فخري وو، نوموړي هم د مرکز نه مننه وکړه چې دغسې یوه دیني او ایماني غونډه یې را جوړه کړې ده، او د دغسې غونډو جوړېدل یې د دیني او ایماني تاریخ راژوندي کول وګڼل، او په راتلونکي کې یې هم د ورته غونډو جوړېدو هیله وښودله.

د اجتماعي افطار غونډه د دوکتور عبدالصبور فخري صیب په دعا او افطار سره پای ته ورسېده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *