د تحلیل ژورنال نوی مسؤل مدیر وټاکل شو

د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز مخکښ څېړونکی ښاغلی احمد بلال خلیل د مرکز د مشرتابه له لوري ددې مرکز د تحلیل ژورنال د نوي مسؤل مدیر په حیث وګمارل شو.

احمد بلال خلیل چې د ستراتيژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز علمي غړی دی، د هېواد بهرنی سیاست، له ګاونډیانو سره یې اړیکې، سیمه‌ییز اقتصادي تړلتیا، جیوپولیتیکي بدلونونه او اسلامپالنه او اسلامپالي په دقت سره څاري. له دې سربېره ښاغلی خلیل د افغانستان په تړاو د مرکز د څېړنیز او تحلیلي راپور «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» مخکښ څېړونکی او د «افغانستان او چین؛ دوه اړخیزې اړیکې ۱۹۵۵-۲۰۱۵» کتاب لیکوال هم دی.

د دې ترڅنګ ښاغلي خلیل په یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو کې هم د ویناوال په توګه برخه اخیستې او په نړیوالو رسنیو کې يې د افغانستان په تړاو لیکنې او مرکې هم کړي دي.

تحلیل ژورنال چې په کال کې دوه ځلې خپریږي، د مرکز د څېړونکو علاوه د افغانستان تکړه لیکوالانو او شننونکو مقالې او څېړنې هم پکې خپریږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *