د کمکي اختر د مبارکۍ پیغام



كل عام و أنتم بخير

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز اداره د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانستان مسلمان ولس ته د (1440 هـجري قمري) کال د کمکي اختر د رارسېدو په پار مبارکي وايي. الله تعالی دې وکړي، چې د روژې  مبارکه میاشت چې  د رحمت، مغفرت او د جهنم د عذاب نه د ژغورنې میاشت ده، په خیر سره ترسره کړي وي. او هیله څرګندوي چې د اختر خوښۍ په پوره مینې  او محبت، او د اسلامي ورورګلوۍ په فضاء کې ترسره کړئ.

د ستراتیژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز چې د سیمې او په ځانګړې توګه د افغاني ټولنې بېلابېل سیاسي، اقتصادي، دیني، ټولنیز او فرهنګي اړخونو پورې اړوندې قضیې تر څېړنې لاندې نیسي، ویاړي چې تل د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې وي.

د هېواد د هر اړخیز پرمختګ او په هېواد کې د تل پاتې سولې راتلو په هیله

د مرکز رئیس

نصیر احمد نویدي

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *