د کابل د چاپېریال ککړتیا؛ نوې پالیسۍ اړتیا

په داسې حال کې، چې د کابل اکثره خلک د چاپېریال،اوبو او هوا له ککړتیا شکایت کوي، او نوموړې ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي چې  په دې  وروستيو څو کلونو کې د اورښت د لږوالي او په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو چې ډېری ځنګلونه او ونې پکې له منځه تللې دي، د چاپېریال ککړتیا کې ځانګړې ونډه لرلې ده، خو پر دې سربېره د حکومت او د کابل د اوسېدونکو نه پاملرنه هم د هوا په ککړتیا کې خپله برخه لري، چې د بې ‌کیفیته سون موادو بې ‌درېغه استعمال او د خامه سړکونو شتون دا ګواښ نور هم زیات کړی دی. همدارنګه  د ځمکې لاندې اوبو لږوالی او د  غیر معیاري سپټیک څاګانو ډېروالی چاپېریال نور هم زیانمن کړی دی.

د غبرګولي ( جوزا) ۱۵مه  چې جون له ۵ مې سره سمون لري د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، او روانه اوونۍ ( ۱۵ــ۲۰ غبرګولي) هر کال په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ته ځانګړې شوې ده.

دا چې د چاپېریال د ککړتیا ډولونه او عوامل څه دي د خلکو او حکومت رول څه دی او څه باید وشي؟ هغه پوښتنې دي چې په دې تحلیل کې هڅه شوې؛ چې ځواب شي.

د چاپيریال د ککړتیا ډولونه

ککړتیا د هغه موادو مجموعې ته وایی، چې په طبعي چاپېریال کې ناوړه بدلون رامنځته کوي. د چاپېریال د ککړتیا ډېر ډولونه دي، لکه د هواء ککړتیا، د اوبو ککړتیا، د خاورې ککړتیا، د تودوخې ککړتیا، راډیو اکټیو ککړتیا، د شور ککړتیا، رڼا ککړتیا او داسې نور…

  • د تودوخې ککړتیا: دا ډول انرژي په طبعي توګه بده نده خو د کاربن‌ډای اکساید زیات استعمال نه رامنځته کیږي. کاربن‌ډای اکسایډ د فضا څخه د تودوخې او همدارنګه د لمر د لېږد څخه مانع کیږي، چې د زیاتو فابریکو او موټرو شتون هم د همدې تودوخې جوړولو باعث کیږي.
  • د راډیو اکټیو ککړتیا: د راډیو اکټیو ککړتیا عموما د اتومي انرژۍ صنعت څخه رامنځته کیږي چې په افغانستان کې یاده ککړتیا په زیاته پیمانه نه لیدل کیږي، خو دلته بیا د بمونو او بارودو ډېر استعمال، ځانګړي مشکلات رامنځته کړي.
  • د شور ککړتیا: دا د هغه غږونو مجموعه ده چې د صنعت، زیربناوو، درنو ماشینونو، ترانسپورټ، د درندو وسلو او الوتکو (بمبار) څخه چاپیریال ته خپریږي. دغه ډول ککړتیا کولای شي د انسان په ذهني، فزیکي حالت او روغتیا باندی د ناوړه اغیزو ترڅنګ د سرطان ناروغۍ لامل هم شي.
  • د رڼا ککړتیا: دا ډول ککړتیا د انسان د استوګنی او په صنعتي سیمو کې د رڼا د ډېرېدو او بې‌ځایه استعمال له امله رامنځته کیږي چې په انسان کې د سر درد، فشار او اندیښنې او په حیواناتو کې د ګنګستیا او په  نباتاتو کې د متناسبې  ودې د مخنیوي سبب کیږي. خو په افغانستان کې دم ګړې د هواء، اوبو او خاورې د چاپېریال د ککړتیا په وړاندې غټې ستونزې دي نو ځکه په دې ګڼه کې مو د ککړتیا په همدې درېیو ډولونو تمرکز کړی دی.

دهواء ککړتیا

هوا په عمومي ډول له 78٪ نایټروجن، 21٪ اکسیجن، 0.9٪ اکسیډیس ګازونو او 0.1٪ انبار ګازونو  نه جوړه شوې ده. کله چې هوا د نورو عناصرو سره لکه زهرجن ګازونه یا ذرات ککړېږي دا کولی شي د انسانانو روغتیا ته جدي ستونزه پېښه کړي. عمده عوامل یې ځني خطرناک او زهرجن ګازونه دي چې عموما صنعتي شرکتونه یې د سلفر ډای اکسایډ او کاربن مونو اکسایډ په شکل تولیدوي او یا ځني نور ګازونه چې موټر یې تولیدوي، د دې ترڅنګ د ربړ او لرګیو سوځول یې هم له عمده علتونو څخه دي.

د هواء ککړتیا ډېره په اسانۍ سره ژوندي موجوداتو ته انتقالیږي چې یا خو هغوی خطرناک ګازات خپله تنقس کوي او یا یاد ګازات فضا ته انتقالیږي چې لمړۍ فضا ته زیان رسوي بیا د ورېځو سره یوځای کیږي او د بارانونو په شکل ځمکې ته راځي چې یاد باران ته Acid Rain  ویل کیږي. ددې باران زیانونه یوازی انسانانو ته نه بلکی نور موجوداتو ته هم رسیږي چې عموما د تنفسي سیستم د خرابوالي او د ډیرۍ ماشومانو او لویانو د مړینې لامل کیږي.

د یو راپور له مخې؛کابل چې تقریبا 6 مېلیونه وګړي پکښې اوسیږي د نړۍ له هغه ښارونو حسابېږي چې د هواء ککړتیا پکښې اوج ته رسېدلې ځکه چې په ژمي کې دغه 6 مېلیونه وګړي د خپل هستوګنځی د ګرم ساتلو لپاره د هر قسم سوخت موادو لکه ډبرې سکاره، پلاسټیک، موټر ټایرونه او داسې نورو شیانو نه په پراخه پیمانه استفاده کوي کوم چې د هواء د تودوخې د لوړېدو او ککړتیا لامل ګرځي همدارنګه په کابل ښار کې تقریبا د اتیا زره موټرونو شتون چې اکثریت یې زاړه او د زیات دود او مضره ګازونو د تولید سبب کیږي چلیږي چې دا هم د هواء په ککړېدو کې بارز رول لري.

د اوبو ککړتیا

لکه څرنګه چې د انسانانو په شمول نور ټول ژوندي موجودات اوبو ته اړتیا لري نو د اوبو ککړتیا د  دوی روغتیا او شتون ګواښي.د اوبو د ککړتیا عمومي عوامل عبارت دي له: صنعتي ضایعات، حشرات، طبعی آفتونه، کیمیاوي سرې، کیمیاوي مواد او د تیلو ضایعات.

په افغانستان کې له هرو 5 ماشومانو نه ۱ ماشوم د ککړو اوبو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او د افغانستان ډېری خلک خصوصا د کابل 70% وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.

د افغانستان د چاپیریال ساتنی ملي اداره کاږې چې 70 % د کابل اوسیدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی نلري. یاده اداره زیاتوي چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه  د بکټریا او کیمیاوي موادو سره ککړې شوې له همدې امله د صحي اوبو معیار نه پوره کوي په داسې حال کې چې د دې ښار ډېری اوسېدونکي اوس هم له دې اوبو استفاده کوي چې له دې پرته بله چاره هم نلري.

ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا عمده عوامل:  د نفوس زیاتوالی، د سپټيک څاګانو غیر معیاري جوړول، د کثافاتو ټولولو غیرمنظم سیستم، او د ښاري کانالازیسیون نشتوالی په ګوته کړی

د خاورې ککړتیا

خاوره کېدای شي د ځيني کیمیاوي  موادو له امله چې اکثره یې خپله انسانان تولیدوي ککړ شي چې همدېته د خاورې ککړتیا وایی. خاوره عموما د صنعتي فعالیتونو، اسیدي باران، د فاضله موادو نادرست تنظیم، په غیر قانوني توګه د کثافاتو خښول، د قوي اسلحو (بارودو، بمبونو) استعمال، کیمیاوي موادو او د نورو ضایعاتو له امله ککړیږي.

د پلاسټیکونو استعمال هم د خاورې د ککړتیا لامل ګرځي. کلورین شوي پلاسټیک کولای شي زیانمن کیمیاوي توکي په شاوخوا خاوره کې خپاره کړي چې وروسته بیا د ځمکې شاوخوا د اوبو سرچینې او همدارنګه شاوخوا چاپېریال کې ژوندي شیان متضرره کوي. ویل کېږي چې یو پلاسټیک تقریبا تر زرو کلونو پورې په خاوره کې نه تجزیه کیږي او په دې ټوله موده کې د ځمکې دننه اوبه، حشرات او نباتات متضرر کوي. د مثال په توګه د نباتاتو د ودې مخنیوی کوي.

څه باید وشي؟

په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره شتون لري او د خپلې وسې مطابق یې څه کارونه ترسره کړي هم دي. د دې ادارې د اوسنيو هڅو څخه معلومیږي چې اوسمهال د دوی توجه پوهاوي او ظرفیت لوړونې برخې ته زیاته شوې چې په نتیجه کې به یې د مختلفو ادارو کارمندانو ته د چاپېریال ساتنې د پاکوالي په اړه روزنیز پروګرامونه دایر شي.

ددې هڅو تر څنګ؛کیدای شي لاندې ذکر شوي موارد د هواء، اوبو، خاورې او د تودوخې د کچې په کمولو کې مفید تمام شي:

  • د ضرورت پرته په زیاتو او هغه موټرو بندیز لګول چې زاړه دي او ډېر لوګی کوي.
  • د هغه تولیدي شرکتونو او فابریکو کنټرول یا لرې سیمو ته انتقالول چې له ربړ، پلاسټيکونو او سکارو استفاده کوي، او همدارنګه هغه کورونه او حمامونه چې له یادو شیانو استفاده کوي پرځای یې د برقي بخاریو استفادې ته رهنمایي کول. حکومت ته پکار ده چې د برق او ګازو د تولید په پروژو جوړولو باندې ډېره سرمایه ګزاري وکړي.
  • کوم تېل چی هیواد ته را واردیږي، هغه باید د نړیوال معیار سره برابر وي او د ټیټ معیار لرونکو تېلو له واردولو څخه مخنیوی وشي.
  • د پلاسټیک استعمال کمول او پرځای یې رختي خلتې استعمالول.
  • د چاپېریال د ککړتیا د عواملو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه  په مسجدونو ، ښوونځیو ، او د رسنیو له لارې د کمپاینونو تر سره کول.
  • د فاضله موادو او کثافاتو ټولولو لپاره منظم سیستم جوړول او عام ولس ته د پوهاوي برنامې جوړول ترڅو خلک د دې شیانو ضایع کولو درست ځای وپیژني.
  • هغه شرکتونه چې کیمیاوي مواد پکښې تولید یا پروسس کیږي لرې سیمو ته انتقالول او داسې سیستم ورته جوړول چې ضایعات یې د هغه ویالو او سیندونو سره ګډ نشي له کوم چې خلک استفاده کوي.
  • د ښاري ترانسپورټ لپاره په معیاري ډول د سړکونو پخول.
  • د کیمیاوي او نورو هغه سرو استعمال کمول کوم چې خپله ځمکې او پکښې دننه مفیدو حشراتو او نباتاتو ته زیان رسوي.
  • دولت باید ه‍څه وکړي چې د کانالازیسیون سیستم منظم کړي او د کابل په سطحه سترې څاه ګانې جوړې کړي او د هغې د پایپونو ترمیم هم وکړي ترڅو خلک ترې استفاده وکړي او د شخصي څاګانو مخنیوی وشي کوم چې د اوبو د سطحې پورته راتللو کې مرسته کوي.
  • په عمومي توګه د چاپېریال ښه ساتلو لپاره باید یو سلسله قوانین چمتو شي او هر وګړی باید یاد قوانین پرته له قید او شرط د عملي کولو کوښښ وکړي او د سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
  • شرکتونه او فابریکې باید هر کال د خپلې بودیجې یوه برخه د چاپيریال ساتنې په موخه وقف او مصرف کړي  تر څو په ښار کې شنه  ساحه، بوټې او ونې ډېرې او په ساتنه کې یې حکومت او خلک هم خپل رول اداء کړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *