په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو سره مخالفت، یوه حقوقي ارزونه

امان الله کاکړ

متأسفانه زمونږ ګران هېواد افغانستان کې د درېېو لسیزو راهيسې جګړه روانه ده او نه یوازې د هېواد مادي او معنوي شتمنۍ یې له منځه وړې بلکې د جګړې ښکېلو خواو له لوري داسې کړنې ترسره شوي دي چې د انساني کرامت، اسلامي شریعت، د بشردوستۍ نړیوال قانون او نړيوالې جنايي محکمې له اساسنامې  سره په بشپړه توګه خلاف او ټول جنګي او د بشریت پر ضد جنایتونه دي، په دې وروستيو کې د نړيوالې جنايي محکمې څارنوالې فاتو بېنسودا (Fatou Bensouda) له نړيوالې جنايي محکمې څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو د څېړلو د مخنيوي په اړه وضاحت ورکړي ځکه دغې څارنوالې پخوا له نړيوالې جنايي محکمې غوښتي وو چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لخوا ترسره شوي جنګي جرمونه دې وڅېړل شي او په اړه يې بايد نړيواله جنايي محکمه عادلانه پريکړه ترسره کړي.

جنګي جرمونه کوم دي، په افغانستان کې د امریکایانو له لوري تر سره شوي جرمونه، ددې جرمونو د څېړلو لپاره د نړیوالې محکمې صلاحیت او مسؤولیت څه دئ او د محکمې د غوښتنو په اړه امریکا څه دریځ لري دې پوښتنو ته ددې اوونۍ په تحلیل کې ځواب ویل شوی دی.

جنګي جرمونه کوم جرمونه دي؟

د ملګرو ملتونو د منشور له مخې جنګي جرمونه په لاندې ډول دي:

۱ـ هر ډول جګړيز او تيري کونکی عمل چې د سولي پر ضد وي.

۲ـ بي رحمانه ظلمونه د هر قوم او قبيلې پر غير نظاميانو باندي.

۳ـ ډله ييزې وژنې، د خلکو کوچول، په ډلييزه توګه په زندانونو او نورو ځايونو کې د خلکو اچول.

د نړيوالې جنايي محکمې د اساسنامې د اتمې  مادې په اساس جنګي جرمونه په دې ډول په نښه شوي دي:

۱ـ د هغو اموالو تخريب چې نظامي اړتياوو په موخه ترې ګټه نه اخيستل کېږي.

۲ـ  د جنګي بندیانو او هغه اشخاصو سره چې په خپله خوښه تسليم شوي وي ناوړه چلند او د هغوی او نورو اشخاصو په اجباري ډول د جګړې په ليکو کې جذبول.

۳ـ دښارونو، کليو، بي دفاع ساختمانونو چې نظامي اهداف نه وي بمبارول يا پري حمله کول.

۴ـ داسې اسلحو،توپونو او موادو کارول چې زیات ضرر لري.

۵ـ جنسي تيری.

۶ـ د انسان پر جسم او ځان باندي تاوتريخوالی په ځانګړي توګه وژب، بي رحمانه شکنجه ورکول او داسې نور.

په افغانستان کې د امریکایانو لخوا تر سره شوي جرمونه

له ۲۰۰۱ م کال نه چې امریکایانو په افغانستان کې خپل نظامي حضور پیل کړ له هغه وخت نه یې په افغانستان کې خپل نظامي وسایل او اسلحې د امتحان په پار د افغانستان په خاوره کې استعمال کړلې او اوس یې هم استعمالوي دوی په افغانستان کې په ودونو، جنازو، مسجدونو، روغتونونو، کلیو او بانډو کې هغه اسلحې او بمونه اسعتمال کړل چې د هغه استعمال د نړیوالې ټولنې لخوا منع شوی دی د مثال په ډول د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د بمونو د مور استعمال چې د ملي یووالي حکومت لخوا ددې ډول بمونو د استعمال تود هر کلی هم وشو.

همدا ډول دDaisy cutter, cruse, AGM missile او د GM-13 موشکونو  استعمال د ننګرهار په توره بوره، د هلمند په مارجه، کندهار په میوند او ډېری داسې نورو سیمو کې د دوی له لوري استعمال شوي او اوس هم استعمالیږي.

نړيواله جنايي محکمه کومو جرمونو ته د رسيده ګۍ واک لري؟

د جنائي جرمونو نړیواله محکمه International Criminal Court (ICC) د هالنډ په هاګ کې، د  ۲۰۰۲ م کال په جولای میاشت کې جوړه شوه. د دغې محکمې اساسي دنده دا ده، چې د دغې ادارې د تاسیس له نېټې راوروسته په غړو هېوادونو کې جنګي جرمونه، ټولوژنې، د بشر ضد جرمونه او نورې ورته قضيې وپلټي. نوموړې اداره یوازې د هغو حقيقي افرادو د جرمونو قضيې څېړي، چې عمر يې تر ۱۸ کلونو پورته وي او د تورنو کسانو رسمي پوست او مرتبه هم د دغې محکمې په صلاحيتونو څه اغېز نه لري.

د هاک نړیواله محکمه کې د افغانستان په شمول ۱۲۲ هېوادونه غړي دي. د نړۍ له مهمو هېوادونو څخه چين، روسيې او امريکا چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي دي، که څه هم په ۱۹۹۸ کال کې، په روم کې د دغې محکمې اساسنامه لاسليک کړې؛ خو لا يې هم د دغې محکمې غړيتوب نه دی اخېستی.

افغانستان په ۱۳۸۱ هجري لمريز کال د دلوې په ۲۱ نېټه چې د ۲۰۰۳ ميلادي کال د فبرورۍ له لسمې نېټې سره سمون لري دا اساسنامه لاسليک کړې ده او دا چې هغه مهال افغانستان پارلمان نه درلود نو د افغانستان امضاء پرته له دې چې تصويب شي د اعتبار وړ ګڼل شوې او غړيتوب يې حاصل کړی دی.

د نړيوالې جنايي محکمې د اساسنامې په پنځمه ماده کې د محکمې تر صلاحيت لاندې څلور ډوله جرمونه قرار لري چې په لاندې ډول دي:

۱/ د نسل وژنې جرمونه: د شپږمې مادې په اساس هر هغه عمل چې د هغه په واسطه یوه برخه  او یا ټوله برخه  د ملت، قوم، نژاد او مذهب  د نابودی سبب شي دېته نسل وژنه وایي.

۲/ د بشريت پر ضد جرمونه: هر هغه عمل چی هغه د غیر نظامیانو پر وړاندې تر سره کیږي که هغه قتل دی، که په غلامی نیول دي یا هم د خپلې خاورې شړل دي دا دې بشریت پر ضد جرمونه دی.

۳/ جنګي جرمونه: نړیوالې جنایي محکمې جنګي جرمونه تقریبا په ۲۶ برخو باندې وېشلي چې دلته یې قصدي وژنه، شکنجه،د کورونو ښارونو او کلیو بمبارول، بې دلیله بندیانول او دېته ورته اعمال د بېلګې په ډول راوړلی شو.

 ۴/ د تجاوز جرمونه: ددې جرم نه یې مطلب ارضي تمامیت د هېواد دی  خو د هېوادونو د اختلاف نظر د موجودیت له امله یې په اساسنامه کې نه دی تعریف کړی.

د پورتنيو جرمونو له ډلې يو هم جنګي جرم دی چې د يادې اساسنامې د پنځمې مادې په اساس نړيواله جنايي محکمه دې ډول جرمونو ته د رسيده ګۍ واک لري او کولای شي چې مرتکبين يې مجازات کړي.

ايا پر امريکا د نړيوالې جنايي محکمې پريکړې تطبيق کېدای شي؟

پر دولتونو باندې د نړيوالې جنايي محکمې د اساسنامې د احکامو د تطبيق له حيثه موږ د نړۍ ټول دولتونه پر درې ډوله وېشو

لومړی: هغه هېوادونه دي چې اساسنامه يې امضاء کړې او هم يې د خپل هېواد په پارلمان کې تصويب کړې ده. دغو هېوادونو د محکمې غړيتوب ترلاسه کړی دی او د محکمې بشپړ غړي ګڼل کيږي چې فعلاً د دې هېوادونو شمېر ۱۲۰ هېوادونو ته رسيږي چې پر دوی باندې اساسنامه مطلقاً د تطبيق وړ ګڼل کيږي.

دويم: هغه هېوادونه دي چې تر اوسه يې دا اساسنامه نه امضاء کړې او نه يې تصويب کړې ده. دا هېوادونه د اساسنامې په متعلق په مطلق ډول هېڅ مسؤليت نه لري او د اساسنامې احکام پر دوی باندې د تطبيق وړ نه دي. يواځې په يو صورت کې ددې اساسنامې احکام پر دوی باندې د تطبيق وړ ګڼل کيږي چې دوی په خپله خوښه د يوې مشخصې قضيې په برخه کې د اساسنامې احکامو د تطبيق غوښتنه وکړي نو بيا يواځې په هماغه مشخصه قضيه کې د اساسنامې احکام پر دوی باندې د تطبيق وړ ګڼل کيږي او دغه هېوادونه په هماغه مشخصه قضيه کې د اساسنامې احکامو منلو ته مجبوريږي.

درېيم: بين البيني هېوادونه دي، يعنې دا هغه هېوادونه دي چې اساسنامه يې صرفاً امضاء کړې ده ولې تصويب کړې يې نه ده. دا هېوادونه د پرنسيب له لحاظه د اساسنامې په مقابل کې کوم مکلفيت نه لري ولې سره د دې هم د دې لپاره چې د اساسنامې د تصويب لپاره يې يو پړاو تکميل کړی دی نو ددې لپاره چې فعلاً د دوی موقف روښانه نه دی نو که غړيتوب ترلاسه کړي او که نه د موقف د روښانه کېدو تر وخته مکلف دي چې د اساسنامې د عمومي پرنسيبونو يا روحيې مخالفې کړنې او اعمال ترسره نه کړي. البته کله چې ددې هېوادونو موقف روښانه شي نو له دوه حالته به خالي نه وي.

يا دا چې دوی به له غړيتوب نه صرف نظر وکړي يعنې اساسنامه به په خپلو پارلمانونو کې تصويب نه کړي نو په دې حالت کې بيا له دې قيد نه په اينده کې خلاصيږي او غير غړو هېوادونو په قطار کې راځي.

يآ دا چې دوی به دا اساسنامه تصويب کړي نو په دې حالت کې دوی بيا غړي ګڼل کيږي او د اساسنامې احکام او قواعدو ورباندې مکملآ تطبيق کيږي.

امريکا متحده ايالات د نړيوالې جنايي محکمې اساسنامه په پارلمان کې نه ده تصويب کړې بلکې يواځې يې امضاء کړې ده ولې تېر کال له خپلې امضاء هم تير شو او فعلاً د نړيوالې جنايي محکمې غړی هېواد نه ګڼل کېږي نو ځکه پرې د دغې محکمې هېڅ ډول حکم د تطبيق وړ نه دی. د يادولو وړ ده چې امريکا هغه هېواد دی چې د نړيوالې جنايي محکمې د جوړېدو پرمهال يې مخالفه رايه ورکړې وه او دليل يې دا وو چې دا زموږ د ملي حاکميت سره په ټکر کې ده. دا سمه ده چې د نړيوالې جنايي محکمې احکام په دغه هېواد نه تطبيق کېږي ولې که چيرې دوی د نړيوالې جنايي محکمې په يو غړي هېواد کې د دې محکمې د صلاحيت لاندې جرايم ترسره کړي نو بيا په دوه حالاتو کې محکمه کولای شي چې دغو جرمونو ته رسيده ګي وکړي اول ـ کله چې غړی هېواد محکمې ته شکايت وکړي او دویم دا چې د محکمې څارنوال قضيه محکمې ته ارجاع کړي. دا چې افغانستان د محکمې مکمل غړی هېواد تر اوسه يې د امريکايي پوځيانو له جنګي جنايتونو محکمې ته شکايت نه  دی کړی خو په دې وروستيو کې د محکمې څارنوالې فاتو بېنسودا غوښتنه کړې ده چې د امریکايي پوځيانو جنګي جنايت دې په افغانستان کې وڅېړل شي چې متأسفانه د محکمې لخوا دا موضوع نه ده تعقيب شوې، د  نه تعقيب دلايل يې ډير زيات دي خو دلته د هارورد د حقوقو مکتب د پروفيسور (Alex Whiting) دلايل رانقلوو چې نوموړی دغه دلايل وړاندې کوي:

  1. د امريکايانو سياسي نفوذ او پر نړيوالې جنايي محکمې يې اغيزې.
  2. پر افغان دولت فشار واردول تر څو له نړيوالې جنايي محکمې سره په دغه څېړنو کې همکاري ونه کړي او د دې څېړنو سره مخالفت وکړي.
  3. د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا ګواښ چې که چېرې دې څېړنو ته ادامه ورکړي نو خپل مالي امکانات به پر دې محکمه ودروي.
  4. د امريکايي حکومت له خوا ګواښ که چيرې دې څېړنو ته ادامه ورکړي نو د محکمې په قاضيانو به بنديزونه ولږوي او امريکا ته د راتګ ويزې به ورنکړي.[۱]

د پای خبره

د جنګی جنایتونو د څیړلو سره د سپینی ماڼۍ د جدي مخالفت څخه خو دا ښکاري چې امريکايي پوځيانو په افغانستان کې په پراخه کچه جنګي جنايتونه ترسره کړي دي او دغه هېواد له دې ويره لري چې که چيرې دا جنایات وڅېړل شي نو امريکا به ورسره بدنامه او پوځيان به يې د محاکمې ميز ته کش کړی شي له همدې امله په خپل ټول توان په دې محکمه فشار واردوي چې يادې څېړنې ترسره نشي او تراوسه پورې دا کار بريالی دی.

خو آزادې نړۍ ته دا په کار ده چی د افغانستان د خلکو غږ واوري او د دی جنایاتو د څیړلو په خاطر د عدالت د نړیوالې محکمې حوصله افزایي او ملاتړ وکړي. هغه هم په داسې حالاتو کې چې په ظاهره افغان جګړه مخ په ختمېدو ده او شاید امریکایي پوځیان طالبانو سره د موافقې نه پس، په بشپړه توګه افغانستان نه ووځي. د انصاف تقاضا خو همدا ده چی امریکایان دې د افغانستان څخه د وتو څخه دمخه، دلته د تویو شویو وینو او شویو جنګي جنایاتو حساب نړیوالو ته ورکړي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *