کانکور؛ پر وړاندې شته ستونزې او حل لارې

د ازموینو ملي ادارې د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۱۹ مه نېټه باندې اعلان کړې.
کانکور هغه پروسه ده چې د هېواد آینده نسلونه یې د خپلې موخې ته د رسېدو او ټولنې ته د خدمت په پار یې له سره تېروي کانکور په افغانستان کې له ۸ لسیزو زیاته مخینه لري چې له اول نه تر تېرو څو کلونو پورې په ډېر ابتدايي بڼه تر سره کېده، چې د ۱۳۹۶ لمریز کال نه را پدېخوا د نوي عصر په سیستمونو سمبال شوې او په زیاته اندازه د فساد او درغلۍ مخه هم په کې نیول شوې ده.
په دغه تحلیل کې مو د ۱۳۹۸ لمریز کال د کانکور ازموینه، د کانکور په پروسه باندې د خلکو باور، د لوړو زده کړو وضعیت او په دې برخه کې پر شته ننګونو او فرصتونو بحث کړی دی.

د ۱۳۹۷ لمریز کال کانکور
د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور آزموینه د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په اوومه نېټه د خوست، لوګر، پکتیا او کنړ ولایتونو څخه پیل شوه او د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۷مه نېټه په کابل کې د وروستۍ ازموینې په اخیستو سره پای ته ورسېده. چې له لس ورځني ځنډ وروسته یې پایلې اعلان شوې.
د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې ۱۷۴۸۷۱ تنو ګډون کړی ؤو چې ۶۱۷۹۹ تنه یې لوړو زده کړو بنسټونو،۱۵۱۳۰ تنه نیمه لوړو زده کړو او ۷۷۷۱۸ تنه یې خصوصي تحصیلي بنسټونو ته معرفي شوي او یوازې ۲۰۲۲۴ تنه بې نتیجې پاتې شوي دي.
همدارنګه د ۱۳۹۷ لمریز کال کانکور ازموینه کې شاوخوا اویا زره نجونو برخه اخېستې وه او پاتې نور یې هلکان و.خو د تېر کال په ازموینه کې بیا ۴۸۰۰۰ نجونو او ۹۱۶۰۰ تنه هلکانو برخه اخيستې وه چې د تېر کال په پرتله سږ کال د نجونو د ګډون زیاتوالی ښیي.
د کانکور په دغه ازموینه کې د درغلیو په اړه په تېر کې راپورونه زیات ؤو؛ خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د یادې پروسې د روڼتیا په موخه ځینې ګامونه واخیستل شول، چې له امله یې تر ډېره حده په دغه پروسه کې روڼتیا رامنځته شوه؛ خو له کانکور نه علاوه، د افغانستان د لوړو زده‌کړو بنسټونه لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په کانکور باندې د خلکو د باور کچه
د کانکور ازموینه له پخوا په افغانستان کې دولتي پوهنتونونو ته د شاملېدو یوازینۍ لاره ده. دا هغه برخلیک ټاکنونکې ازموینه ده، چې له لارې یې د هېواد د دولسمو ټولګیو زده‌کوونکي له فراغت وروسته دولتي پوهنتونونو ته د لوړو زده‌کړو په موخه ځانونه رسوي.
له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په هېواد کې د نورو برخو په شان، دغه برخه هم د فساد په منګولو کې راګېر وه. د کانکور په کمېټه کې فساد، له اکاډمیکو معیارونو سره د ازموینې د پوښتنو نه مطابقت، په دغه پروسه کې د زورواکو او ځینو دولتي چارواکو لاسوهنې، د یوه شخص پر ځای د بل شخص ازموینه ورکول او نورې جعل‌کارۍ هغه څه ؤو، چې د کانکور په پروسه کې د شفافیت په تړاو يې تل د خلکو اندېښنې له ځان سره لرلې.
د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د کانکور په ازموینه کې شفافیت او په دغه پروسه کې د فساد مخنیوی، د دې حکومت له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي. د ملي یووالي حکومت پر مهال د لوړو زده‌کړو وزارت په کانکور کې د درغلیو د مخنیوي لپاره په آزموینه کې له نویو پرمختللو ماشینونو څخه کار واخیست، سیستم یې داسې رامنځته کړ، چې د پخوا په شان به د ګډونوالو پوښتنې سره ورته نه وې، د هر ګډونوال لپاره سیستم خپله پوښتنې چاپوي، پاڼې یې ترتیبوي او نومونه پرې لیکي.
هغه کسان چې په دې پروسه کې ګډون کوي په آزموینه کې د پوره شفافیت خبره کوي؛ چې د نوې ټکنالوژۍ (بایومټریک سیستم) څخه په کار اخیستلو سره د نقل کولو او د بل چا پر ځای په کانکور ازموینه کې برخه اخیستل یا هم د پوښتنو وتل خورا ستونزمن شوي دي، چې له امله یې په دغه پروسه باندې د خلکو باور هم زیات شوی دی.
د لوړو زده کړو وضعیت
له نن څخه پوره ۸۷ کاله وړاندې، په ۱۳۱۱لمریز کال د لړم ( عقرب) میاشتې په لومړۍ نېټه د ترکیې هېواد د متخصصینو په همکارۍ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د لوړو زده‌کړو په برخه کې په کابل ښار کې د طب پوهنځي تاسیس شو او په هېواد کې یې د لوړو زده کړو د بنسټ ډبره کېښوده.
له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان کې د نوي نظام په را منځته کېدو او د عصري ټکنالوژۍ نه په کار اخیستلو سره، د نورو برخو په شان، په دې برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شو.
چې اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۳۶ دولتي او ۱۳۹خصوصي د لوړو زده‌کړو بنسټونه فعالیت لري چې شاوخوا ۳۰۰ زره محصلین په کې په زده کړو بوخت دي او ټول د لوړو زده کړو وزارت له خوا د میتودیکي نظره رهبري کیږي. خو په تېرو ۱۸ کلونو کې د میلیاردونو ډالرو پر مصرف سربېره، افغانستان لا هم د لوړو زده‌کړو په برخه کې د کیفیت له اړخه له ستونزو سره مخ دی، څنګه چې هیله کېده په هماغه کچه د کیفیت په ډګر کې د پام وړ تغییر نه دی راغلی.
له لویه سره جګړې او ناامنۍ د نورو برخو په شان دا برخه هم اغېزمنه کړې ده؛ خو په بل اړخ کې بيا لاندې ذکر شوي نقاط هغه څه دي چې دا برخه یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړې:
• لوړو زده‌کړو په برخه کې په معیار د برابرې ستراتېژۍ نشتون
• د لوړو زده‌کړو وزارت د مدیریت کمزورتیا
• د مسلکي او علمي کادرونو نشتوالی
• د تعلیمي نصاب زوړوالی او د اوسني عصر له اړتیاوو سره یې نه برابرښت.
• د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې د فساد موجودیت او د نظارت کمزورتیا.
• د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د پرمخ تللو وسایلو نشتون
• علمي څېړنو کموالی او د دې برخې لپاره د زېربنائي بنسټونو نشتون
په پوهنتونونو کې د یادو او دې ته ورته نورو ستونزو موجودیت د دې لامل شوی، چې له دغو بنسټونو څخه فارغ شوي کسان په ټولنه باندې بوج شي، د کار او دندې زمینه نه وي ورته برابره، له ګڼو ستونزو سره مخ وي، او ډېری وخت همدا کسان، په ټولنه کې نورو کسانو ته په سرخوږي اوړي.
له پوهنتون نه فارغ ځوانان له بې‌کارۍ کړيږي
افغانستان د هغه ځوانو هيوادونو له جملې څخه دی چې د مرکزي سر شميرنې له مخې يي ۴۵٪ نفوس ځوانان تشکيلوي؛ خو که د دغه هيواد د ځوانانو حالت له نورو هيوادونو سره پرتله کړو دا په ډاګه کيږي چې؛ افغان ځوان نسل یو هېر شوی او شاته غورځول شوی نسل دی چې له سلګونو ټولنيزو ستونزو سره لاس او ګريوان دی. هر کال مو په زرګونو ځوانان د کانکور په بې پايلو زده کوونکو ورګډيږي او آن له پوهنتونه فارغ ځوانان هم په خپل راتلونکې بې باوره شوي دي، د دغه ځوان قشر لويه برخه له جدي بيکارۍ سره لاس او ګريوان دي چې ښه بېلګه يي د ښارونو په چوکونو کې ليدل کيږي چې له سهاره تر ماښامه د مزدورۍ لپاره ناست وي خو ماښام ځينو ته کار پیدا او ځينې نااميده کورونو ته روان شي. دغه ټولګه ځوانان بيا ډیری يي د بيکارۍ له وجې د مخالفینو ليکو ته ورځي او یا هم د اقتصادي او ټولنيزو ستونزو له امله له هېواده تيښتې ته اړ کيږي. د ملي یووالي حکومت په دوره کې څه د پاسه يو ميلون ځوانان بيکاره شوي د یادولو وړه ده چې د تېر په پرتله د فقر اندازه په هېواد کې ورځ تر بلې په زیاتېدو ده چې اوس‌مهال د ټول نفوس ۵۴.۵ سلنه خلک د بې‌وزلۍ له کرښې ټیټ ژوند تېروي او په خپله د افغان ولسمشر اشرف غنی په وینا، هره شپه د هېواد ۱۵ سلنه وګړی وږی ویده کېږی. نو له دې معلوميږي چې ګډ حکومت د فارغېدونکیو ځوانانو د اشتغال لپاره هيڅ ميکانيزم او پاليسي نه لري.

پایله
د کانکور ازموینه کې باید په بنسټیز ډول اصلاحات راشي او د دې لامل شي چې د هېواد تر ټولو ښه استعدادونه وکړای شي، د لوړو زده کړو نظام ته لاره ومومي او یا د تحصیلي بورسونو له امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره له هېواده بهر زده کړې وکړي. د دې منظور لپاره، یو له اساسي ګامونو څخه دادی چې د ښوونې او روزني نظام، په ابتدایي مقطع کې، باید داسې تنظیم شي چې د ټولنې د استعدادونو د متوازنې او همګاني ودې فرصت رامنځته کړي. د کانکور ازموینه هم باید له اوسني وضعیت څخه چې د ولایتونو په کچه اخیستل کېږي راووځي او د هر ډول زور د چلولو او سیمه‌ییزو قدرتمندانو او یا متنفذینو د اغیز څخه بچ شي، چې سږ کال د کانکور ازموینه د الکترونیکي څارنې او ارزونې سره مل وه په ډېری هغه برخو کې چې مشکل ؤو هغه حل شوی دی خو بیا هم ځینو اړینو اصلاحاتو ته چې پورته مو ذکر کړل اړتیا شته چې راوستل شي، همدارنګه حکومت باید د هغه ځوانانو لپاره چې هغه له پوهنتون څخه فارغیږي د هېواد دننه د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلان له مخې په کار وګوماري؛ او له هېواد نه بهر د کار زمینه برابره کړي؛ تر څو دا ځوانان وکولای شي چې هغه ټېکنالوژي چې په نورو هېوادونو کې استفاده ترې شوې او د هغه هېواد د پرمختګ سبب شوې خپل هېواد ته راوړي او د هېواد د پرمختګ لپاره ترې مؤثره استفاده وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *