د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اتلس کلن مزل، لاسته راوړنې او نوې رهبري

لیکوال: احمدشاه راشد – د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی

جمهور رئیس محمد اشرف غني د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۷ مه نېټه باندې د جلا فرمانونو له لارې شهر زاد اکبر د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې او اسدالله یوسفي، بنفشه یعقوبي، محمد ایوب یوسفزی، سید احسان خلیق، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظري او راضیه صیاد د دې کمېسیون د نویو غړیو په توګه وټاکل.

دغه راز جمهور رئیس غني د جلا فرمان له لارې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکېنۍ رئیسه سیما سمر د بشري حقونو او بین المللي اړیکو کې د جمهور رئیس د ځانګړې استازې او د دولت د وزیرې په توګه وټاکله. او د هغې د خدمتونو او کوښښونو د تقدیر او ستاینې په خاطر یې مېرمن سیما سمر ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رامنځته کېدو نه موخه د افغانستان په سطحه د بشري حقونو د پراختیا او ملاتړ نه وه. دغه بنسټ په ۲۰۰۲ م میلادي کال کې د بن د کنفرانس د پرېکړه لیک او د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي د فرمان پر اساس رامنځته شو، او وروسته د اساسي قانون د ۵۸ مې مادې د حکم له مخې، د افغانستان د دولت په چوکاټ کې د یوې خپلواکې ادارې په توګه، فعالیت پیل وکړ.

 چې د دې حکم په اساس هر څوک کولای شي د خپلو بشري حقونو د نقض کېدو په صورت کې دغه کمېسیون ته شکایت وکړي، کمېسیون کولای شي د افرادو د بشري حقونو د نقض موارد مربوطه قانوني څانګو ته راجع کړي او د هغوی له حقونو څخه په دفاع کې مرسته وکړي د دې کمېسیون جوړښت، دندې او واکونه د ځانګړي قانون له مخې تعریف شول.

 کمېسیون له نهه غړو چې په هغه کې به نارینه او ښځینه په خپله متناسبه اندازه برخه لري جوړ شوی دی چې هر یو یې د کمېشنر په نوم یادېږي او د پنځو کلونو لپاره د جمهور رئیس له خوا ټاکل کیږي. د کمېسیون رئیس د کمېسیون له غړو څخه دی چې د جمهور رئیس له لوري ټاکل کېږي.

 د کمېسیون مرستیال هم د کمېسیون د غړو له منځه ټاکل کیږي، د کمېسیون د اجراییوي څانګو په سر کې دارالانشاه قرار لري چې د اجرائیه ریاست له خوا رهبری کېږي او د کمېسیون ټولي اداري چاري او اجرائیوي فعالیتونه تنظیموي، د کمېسیون په جوړښت کې ګڼ شمېر کاري څانګې شتون لري چې د کمېسیون فعالیتونه سرته رسوي.

 اوس‌مهال یاد کمېسیون د مرکزي دفتر سربېره په ۱۳ ولایتونو کې دفترونه لري چې د کارمندانو شمېر یې شاوخوا زرو کسانو رسیږي.

د کمېسیون موخې

کمېسیون د لاندې پنځه‌ګونو موخو په پار رامنځته شوی دی

په هېواد کې د بشري حقونو په پام کې نیولو سره څارنه.

د بشر د حقونو څخه ملاتړ.

بشري حقونو او ازادیو ته د وګړو د لاسرسي له وضعیت او څرنګوالي څخه څارنه.

د بشري حقونو د نقض د مواردو او سرغړونو څېړنه او تحقیق.

په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو او پرمختیا په منظور د تدبیرونو نیول.

په تېرو اتلسو کلونو کې د کمېسیون لاسته راوړنې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپلو کلنیو راپورونو کې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې خپاره شوي دي د خپلو فعالیتونو راپورونه نشر کړي دي: په تېرو ۱۷ کلونو کې له ۰۰۰ .۵۰۰ (پنځه سوه زره) څخه ډېرو کسانو د بشري حقونو په برخه کې زده‌کړې ورکړل شوې دي چې ۴۴ سلنه یې ښځینه ؤو تشکیلوله، د ښځو د حقونو په باره کې د عامه پوهاوي په پار رادیویي او تلویزیوني پروګرامونه جوړ شوي دي، د ښځو د پوهاوي په پار میاشتنۍ مجلې چاپ او وېشل شوي دي، همدارنګه په یادو راپورونو کې راغلي چې ډیری خلکو د خپلو حقونو د اعادې په اساس یاد کمېسیون ته شکایت ثبت کړی دی چې د هغه شکایتونو ته د کمېسیون له لارې رسیدګي شوې، د کمېسیون د قانوني مداخلي له لارې شاوخوا ۵۰ شخصي زندانونه تړل شوي دي، د کمېسیون له لوري د تېر ۴۰ کلن ناورین د قربانیانو ۹۲ موارده ډلیز قبرونه پېژندل شوي او تر لومړنیو څېړونو او نیوکو لاندې نیول شوي دي، د کمېسیون له لوري د تحقیقي، موضوعي او څېړنیز رپوټونو څه د پاسه ۶۵ عنوانونه جوړ او خپاره شوي دي، په تېرو درېیو لسیزو کې د بشري حقونو د نقض مواردو او جنګي جرمونو په باره کې یوه ملي مشوره تر سره شوې ده، د جنسي تیري او ناموسي وژنو، د بچه بازۍ د دود، ترافیکي پېښو او هدفمندو وژونو په باره کې، د هېواد په کچه درې پراخې ملي څېړنې تر سره شوې، او د هغوی رپوټ هم خپور شوی دی. پور ته ذکر شوي کارونه چې کمېسیون په تېرو اتلسو کلونو کې تر سره کړي دي په نشت حساب دي ځکه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون څه د پاسه ۱۸کلنه دوره کې، په هېواد کې د بشري حقونو د پراختیا ، ملاتړ او ترویج په برخه کې چې دوی یې د دې کمېسیون د تشکیل اساسي ټکي بولي هېڅ کومه لاسته راوړنه نلري  او نه د دې کارونو د تر سراوي لپاره دوی په نېږدې کې کوم پلان لري.

یاد کمېسیون په تېرو اتلسو کلونو کې د یوې خاصې ډلې له لوري په ولکه کې ؤو، دا ډله په مستقیم ډول د بهرنیو مؤسساتو او سفارتونو له لوري حمایه کېدله چې ډیری برخه بودجه د دې کمېسیون د یادو ډلو له لوري ورکول کېده یاد کمېسیون تر ۲۰۱۴ م کال پورې د افغانستان په ډیری ولایتونو کې ولایتي دفتر درلودل او استخدام شویو کسانو ته په لوړه اندازه معاشونه ورکول کېدل، د استخدام شویو کسانو په ترکیب کې توازن نه دی رعایت شوی او اکثریت یې په هزاره توکم پورې اړوند ؤو.

دوی په تېرو اتلسو کلونو کې د ښځو د حقونو څخه د دفاع په پار او عامه پوهاوي په برخو کې سیمینارونه، ورکشاپونه او سمپوزیمونه جوړ کړي چې د دې کار تر شا هم د هغه چا لاس ؤو چې دې کمېسیون ته یې په مېلیونونو ډالر ورکړي دي هغه د دې کار نه خپلې موخې درلودې چې د دې موخو بېلګې موږ اوس په خپله ټولنه کې احساس کولای شو دوی د دې لارې غوښتل، په افغانستان کې چې ۹۹ سلنه وګړي یې مسلمانان دي او یوه سنتي ټولنه ده د ښځو ګډ کار، ښځې باید خپل حق تر لاسه کړي او د اسلام نه غلط تعبیر چې د ښځو او نارینه ؤو حقوق مساوي دي دې او دې‌ته  ورته موضوعاتو لپاره دوی کار کړ همدا علت ؤو چې د دوی دفترونه هم د دولت د مخالفینو له لوري نظامي هدف وګرځول شول، د یادونې وړ ده چې کله طالبانو د کندز ښار په خپله ولکه کې راوست د طلوع نیوز د راپورونو په اساس چې طالبانو په کندز کې جنسي تيري تر سره کړي دي په دې کې یاد کمېسیون هم خپله پراخه ونډه درلوده د موضوع د څېړلو وروسته معلومه شوله چې داسې کار هېڅ صورت هم نه دی نیولی.

همدارنګه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په تېرو اتلسو کلونو کې چې کوم جنایتونه او جرمونه د بهرنیو قوتونو له لوري تر سره شوي دي سترګې پټې کړې دي.

یاد کمېسیون تل د افغانستان د خلکو اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی نه دی کړی د دې کمېسیون مشرې تل داسې څرګندونې کړلې چې د خلکو توندې نیوکې یې له ځان سره لرلې.

د دې کمېسیون د پخوانۍ مشرې ژوند او کارونو ته کتنه

مېرمن سمر په ۱۹۵۶ م کال د غزني ولایت په جاغوری ولسوالۍ کې دنیا ته سترګې غړولې دي، په ۱۹۸۲م کال کې د کابل پوهنتون له طب پوهنځي نه فارغه او په خپل پلرني ټاټوبي کې یې د خلکو خدمت ته ملا وتړله، کله یې چې خاوند په افغانستان کې د حاکم پخواني کمونیستي رژیم لخوا په ۱۹۸۴ م کال کې ونیول شو نو دا له هغه وروسته پاکستان ته مهاجره او هلته یې هم د مېشن په روغتون کې په کار پیل وکړ خو له لږ مودې وروسته یې په ۱۹۸۹م کال کې په کوېټه کې د شهیدانو بنسټ په نامه انجو او د شهیدانو روغتیایي مرکز په نامه دوه بنسټونه تأسیس او مشري یې په غاړه واخستله چې د یادو مرکزونو تمویل د هغه چا لخوا کېده چې په اوس کې یې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تمویل کولو او تر شا یې خپلې مشخصې برنامې او موخې درلودې چې د دې لارې یې پلې کولې.

کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو امارت د امریکایانو لخوا سقوط شو، او په افغانستان کې د کرزي په مشرۍ موقته اداره رامنځته شوه نوموړې هم افغانستان ته راغله او د ښځو د چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه، چې د وزارت چارې یې شپږ میاشتې سمبال کړې له هغه وروسته په ۲۰۰۲ م کال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رامنځته کېدو سره  یې مشري دېته ور په غاړه شوله، له ۱۸ کلن ریاست وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان په اساس د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نه لرې او د ځانګړي فرمان په اساس د بشري حقونو او بین المللي اړیکو کې د جمهور رئیس د ځانګړې استازې او د دولت د وزیرې په توګه وټاکل شوه.

آغلې سمر له لسو ډېر جایزې تر لاسه کړې همدارنګه براون پوهنتون چې په امریکا کې دی او د البرتا پوهنتون چې په کاناډا کې قرار لري ښاغلې سمر ته دوه افتخاري دکتوراوې ورکړې دي.

د دې کمېسیون رئیس او غړي د جمهور رئیس لخوا ټاکل کیږي په تېرو اتلسو کلونو کې دری ځلې آغلې سمر د جمهور رئیس د فرمان په اساس د دې کمېسیون د رئیسې په توګه ټاکل شوې

د نوې ټاکل شوې مشرې ژوند او کارونو ته کتنه

شهر زاد اکبر په جوزجان ولایت کې زېږېدلې په قوم ازبکه ده او د طالبانو واکمنۍ پر مهال له کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوې وه، نوموړې په کډوالۍ کې د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د امریکا له سمیت کالجه د ټولن‌پېژندنې په برخه کې لېسانس او د برېتانیا له اکسفورډ پوهنتونه د پرمختیا په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده‌کړې کړې دي.

په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر غني لوړ پوړې سلاکارې په حیث یې کار کړی، او د ملکي خلکو خوندیتوب په برخه کې په دې وروستیو کې د ملي امنیت شورا مرستیاله ګومارل شوې وه. نوموړې د بي بي سي په ګډون یو شمېر رسنیو کې دندې هم تر سره کړې دي، د اسیا مرکز، ټاکنو د ناظر مرکز او پرانېستې ټولنې مرکز په ګډون یې د یو شمېر غیر دولتي ادارو مشري کړې یا یې غړیتوب درلود.

نوموړې د ‘قره ‘ په نوم یو څېړنیز مرکز هم تأسیس کړ او مشري یې هم خپله کوله. چې اوس‌مهال شهر زاد اکبر د سیما سمر پر ځای د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مشرې په حیث ټاکل شوې ده.

د کمېسیون د نویو کمېشنرانو ژوند او کارونو ته کتنه

آغلې بنفشه یعقوبي؛ ۳۵ کاله عمر لري د لېسانس تر کچې پورې یې زده کړې په ایران کې تر سره کړې، او له څه وخت وروسته هېواد ته راستنه شوه او د کابل پوهتنون څخه یې  په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې دوه ماسټرۍ تر لاسه کړې، نوموړې ړنده ده او خاوند یې هم اېرانی  او دی هم ړوند دی چې اوس یې د افغانستان تابعیت تر لاسه کړی او په کابل کې اوسیږي، نوموړې په کابل کې د راهیاب په نامه د نابینایانو لپاره روزنیز مرکز جوړ کړی، چې اوس مهال په دې روزنیز مرکز کې  ۵۰ نابینایان د کمپیوټر او اداري چارو په زده کړه بوخت دي.

راضیه صیاد: نوموړې ۳۵ کاله عمر لري د ماسټرۍ تر کچې پورې یې کابل پوهنتون کې زده‌کړې کړې، نوموړې په نړیوالو ادارو او دولتي ادارو کې د کار اوږده مخینه لري. په قوم تاجکه ده.

شبنم صالحي: آغلې صالحي ۳۳ کاله عمر لري په قوم پښتنه ده، د ماسټرۍ تر کچې یې زده‌کړې کړې دي، اوس‌مهال کابل پوهنتون کې استاده ده، د غزني ولایت د ګېلان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده.

سید احسان خلیق: ښاغلی خلیق ۳۵ کاله عمر لري د ماسټرۍ تر کچې یې زده‌کړې  کړې دي، په بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې ۴ کاله ټرېنر پاتې شوی، همدا ډول په دولتي ادارو کې یې هم کار کړی دی، نوموړی د هرات ولایت اوسېدونکی دی.

محمد نعیم نظري: ښاغلی نظري ۵۲ کاله عمر لري لېسانس تر کچې پورې یې زده‌کړې کړې دي، په نړیوالو ادارو او دولتي ادارو کې د کار اوږده مخینه لري د یادولو وړ ده چې نوموړی د ۲۰۱۸ م کال په پارلماني ټاکنو کې له کابل ولایت څخه مستقل نوماند ؤو چې په یادو ټاکنو کې بریالی نشو.

شکر الله مشکور: مشکور په خټه پښتون دی ۳۰ کاله عمر لري، ماسټرۍ تر کچې یې زده‌کړې کړې دي نوموړی د ۲۰۱۸ م کال پارلماني ټاکنو ت د ننګرهار ولایت نه نوماند ؤو، چې په ټاکنو کې بریالی نشو همدارنګه نوموړي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او نورو انجوګانو کې دندې تر سره کړې دي.

احمد ایوب یوسفزی: یوسفزی ۵۰ کاله عمر لري په قوم پښتون دی ښاغلي یوسفزي د دکتورا تر کچې پورې زده‌کړې کړې، نوموړی د بلخ په پوهنتون کې استاد هم تېر شوی او همدارنګه په افغانستان کې د نړیوالو ادارو سره په لوړو پوسټونو باندې د کار اوږده مخینه لري.

اسدالله یوسفي: یوسفي ۵۰ کاله عمر لري ماسټرۍ تر کچې پورې یې زده‌کړې کړې دي هزاره توکم پورې اړوند دی اوس‌مهال په کابل کې دیني مدرسه لري نوموړی د جمهور رئیس له دوهم معاون سرور دانش سره نېږدې اړیکې لري، په اصل کې د وردګو ولایت د مرکز بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

په ټاکل شویو نهه کمېشنرانو کې څلور یې ښځې دي، په نویو ټاکل شویو کمېشنرانو کې د دې کمېسیون د رئیسې په شمول چې شمېر یې شپږو ته رسیږي عمرونه یې له ۳۰ تر ۳۵ کلونو پورې دي پاتې نور یې بیا د ۵۰ کلونو په شاوخوا کې عمرونه لري د دوې په ټاکنه کې قومي او ژبني تناسب په نظر کې نیول شوی دی، دری یې پښتانه، دوه یې هزاره، یو یې ازبک، یو یې تاجک د دوو نورو په اړه کره معلومات نشته چې په کوم توکم پورې اړه لري.

همدارنګه نوي ټاکل شوي کمېشنران د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده‌کړې لري د یادولو وړ ده چې د دې کمېسیون د رهبري لپاره کمېشنران د پنځو کلونو لپاره د جمهور رئیس له لوري ټاکل کیږي.

له اوږد ځنډ وروسته نوي ټاکل شوي کمېشنران

د پخوانیو کمېشنرانو وخت د ۲۰۱۸ م کال په جون میاشت کې پوره شوی ؤو خو د ملي یووالي حکومت په دننه کې شته داخلي ستونزې د دې سبب شوې چې د دې کمېسیون  چارې د ۱۳ میاشتو لپاره د سرپرستانو له لوري اداره کېدلې. بلاخره د روان لمریز کال د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۲۷ مه نېټه باندې د جمهوري رئیس د جلا فرمانونو په اساس دې کمېسیون ته نوې رئیسه او کمېشنران غوره شول.نوي کمیشنران د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین  د پیل نه یوازې لس ورځې وړاندې وټاکل شول. د دې؛ ټاکنو په اړه اندېښنې راټوکېدلې دي، په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کاندیدان وایي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي د ده د واک موده د روان لمریز کال د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې د قانون له مخې دی نشي کولای څوک لرې یا هم څوک وګماري. خو جمهوري ریاست ویاند بیا وایي چې د دوی د ټاکلو پروسه یو کال وړاندې پیل شوې وه اوس مهال کې نهایي شوله.

پایله

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هغه موضوعاتو په پار چې پورته یې یادونه وشوه اتلس کاله پخوا رامنځته شو، د هغه په اړه یې په هغه اندازه کارونه کړي چې هغه په نشت حساب دي او دا کمېسیون د سیمې او نړۍد هغه هېوادونو لپاره چې هغې په افغانستان کې د خپلو شخصي موخو په خاطر څه غوښتل چې تر سره یې کړي  نو د هغې لپاره مناسب ادرس ؤو او دې کمېسیون ته د همدغو ادارو لخوا فنډ  او پلان ورکول کېدلو دوی هم د دې پلان د عملي کېدو لپاره کار کړلو د هغه موخې لپاره چې رامنځته شوی ؤو لاره بېله کړې وه.

یو علت چې د دې کمېسیون په رهبرۍ کې تغیرات نه راتلل، هغه دا ؤو چې د دوی تر شاه په پراخه کچه باندې  بهرنی حمایت موجود ؤو.

وروسته له اتلسو کلونو د دې کمېسیون په رهبرۍ کې تغیرات راغلل د دې تغیراتو په راتلو سره  امیدواري پیدا شوې چې نوي ټاکل شوي کمېشنران چې ډیری یې ځوانان دي، ټولو لوړې زده‌کړې کړې او په دولتي او نړیوالو ادارو کې د کار اوږده مخینه لري نو د دې ذکر شویو عواملو په اساس به دوی وکولای شي چې دا ارګان د کومې موخې لپاره چې رامنځته شوی دی په هغه لوري روان کړي.

نوي کمېشنران باید د دې کمېسیون لپاره خپل اوږد مهاله او لنډمهاله پلانونه جوړ کړي او مصارف چې د دې کمېسیون لخوا کیږي د هغه لپاره معلومه بودجه د حکومت له لوري ورته ځانګړې شي تر څو دوی وکولای شي چې په خپلو کارونو کې خپلواک رول اداء کړي او د خپلو کارونو راپور له ملت سره شریک کړي تر څو هغه تور او شک چې په دې کمېسیون باندې دی هغه لمنځه لاړ شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *