امریکا ته د عمران خان سفر او په افغان سوله یې اغېزې

په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته نوموړي پر پاکستان د خپل هېواد مرستې ودرولې، او یاد هېواد ته یې د ترورېستانو  سره د همکارۍ په پار چې نوموړي ترورېستانو په افغانستان کې وران کاري کارونه تر سره کوي، سخت ګواښونه وکړل، چې دې کار د دواړو هېوادونو اړیکې خورا خرابې کړې، خو پاکستان ته د امریکایي چارواکو سفرونه او د عمران خان لخوا د محمد بن سلمان درېیم ګړي توب او په ځانګړې توګه په افغان سوله کې د رول ښودلو په وجه د پاکستان او امریکا اړیکو لپاره د بې باورۍ کړکۍ نیمه بنده کړه، چې په پایله کې د ټرمپ لخوا عمران خان ته د امریکا سفر بلنه ورکړل شوه، چې د جولای په 21 مه نېټه نوموړي یاد هېواد ته درې ورځنۍ رسمي سفر وکړ، دا چې د نوموړي دا سفر به د دواړو هېوادونو په اړیکو ښه‌کولو کې څومره ګټور تمام شي، او پر افغان سوله به یې اغېز څه وي څه، په دې تحلیل کې پرې شننه شوې.

د امریکا او پاکستان اړیکو ته ځغلنده کتنه

د پاکستان جوړېدو وروسته د امریکا سره د یاد هېواد اړیکې د دوستۍ او کرکې پړاوونو وهلو سره را روانې دي، او دواړو هېوادونو تر اوسه په اقتصادي، سوداګرۍ، ترهګرۍ ضد، او انرژۍ برخه کې له یو بل سره د لوړو ژورو ډکې اړیکې درلودلې دي. د 2001 م کال وروسته چې امریکا پر افغانستان نظامي یرغل تر سره کړ، پاکستان د امریکا سره په یاد یرغل کې مرسته وکړه، خپلې هوايي او ځمکنۍ لارې یې ورته پرانیستې، او ډېری طالب مشران چې امریکا یې په لټه کې وه، لاس نیولي امریکا ته وسپارل. خو له بلې خوا د هغو ډلو سره د مرستې کولو څخه یې هم لاس وانخیست چې په افغانستان کې د امریکا شتون له ګواښ سره مخ کړی. دا وضعیت سپینې ماڼۍ ته د ولس مشر ټرمپ تر راتګه تر یو حده روان ؤو، مګر ټرمپ د خپلې بریا وروسته د پاکستان دا وضعیت د زغم وړ و نه باله، او تېر امریکايي مشران یې د پاکستان سره په فوځي، اقتصادي او نظامي مرستو کولو پړه وبلل. او ټولې هغه مرستې چې امریکا له پاکستان سره هر کال ترسره کولې په یو ځل ودرولې. ټرمپ پاکستان ته ګواښ وکړ، که د ترورېستانو پر ضد عملي قدمونه وانخلي، پراخه بندیزونه به پرې هم ولګوي، چې د لومړي وزیر په توګه د عمران خان تر ټاکل کېدو وروسته نوموړي ته یو له سختو ننګونو د امریکا سره د اړیکو رغولو موضوع په میراث را پاتې شوه، چې په دې اړه عمران خان د امریکا سره د اړیکو په رغولو کې ډېر سنجیده قدمونه واخستل چې په پایله کې به دې وتوانید له امریکا سره خړې اړیکې ښې کړي.

د وروستي سفر ځانګړتیاوې

امریکا ته د لومړي وزیر په توګه د عمران خان رسمي سفر توپیر د پاکستان د پخوانیو لومړي وزیرانو د سفرونو سره په دې کې دی، چې دا ځل د ملکي حکومت استازو ترڅنګ د فوځ او استخباراتو ادارو مشران قمر جاوید باجوه او فیض حمید هم په دې سفر کې د نوموړي ملتیا کوله هغه ادارې چې نه یوازې په کور دننه بلکې د نړۍ په سطحه پرې ګومان کېږي، چې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف یې د سیمې هېوادونو سره په اړیکو رغولو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نه مداخلې پالیسۍ په غوره کولو تر زندان ورساوه، ښايي همدا وجه وه، چې نواز شریف د خپل حکومت په دوران کې د بهرنیو چارو وزیر څوکۍ خالي پرېښې وه، ترڅو نړۍ ته په غیر مستقیم ډول یو پیغام ورکړي، چې پاکستان کې د حکومت اصل واګې د یادو ادارو په لاس کې ده.

په امریکا کې د خان هرکلی د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او په امریکا کې د پاکستان سفیر اسد خان وکړ د ده هرکلي ته هېځ کوم لوړ پوړی امریکایي چارواکی نه ؤو راغلی.

همدارنګه عمران خان په دې سفر کې په امریکا کې د مېشتو پاکستانیانو ټولنې څو زره کسیزې غونډې ته هم اوږده وینا وکړه، چې په کور دننه مخالفینو نیوکې او د نوي پاکستان هغه نعرې چې د ټاکنو وړاندې یې ترسره کولې بیا ځلې یادې کړې، په دې سفر کې د ده اصلي موخه د ولسمشر ټرمپ سره د اړیکو رغول تر څو ټرمپ په دې قانع کړي چې بېرته له پاکستان سره په اقتصادي او نظامي برخو کې مرستې پیل کړي.

ولې په یو ځل ټرمپ پاکستان پلوی شو؟

امریکا په ځانګړې توګه د ټرمپ اداره پاکستان ته د افغانستان له اړخه ګوري، او په افغانستان او سیمه کې د امریکا ګټو خوندي کولو لپاره د یاد هېواد مرسته اړینه ګڼي، بلخوا که چین د پاکستان لپاره د یو ښه او مناسب واردوونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي، امریکا بیا د پاکستان لپاره د یو ښه صادروونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي، او په جنوبي آسیا کې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره پاکستان د امریکا لپاره ځانګړی ارزښت لري او امریکا نه غواړي په آسانۍ یاد هېواد له لاسه ورکړي. خو کله چې د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې شوې او د امریکا ولسمشر ټرمپ پاکستان د یو درواغجن او دوکه کوونکي هېواد په توګه یاد کړ، چې ګواکې د امریکا مرستو په مقابل کې یې د امریکا سره هغسې چې شونې وه، مرسته نه ده کړې او نه یوازې خپلې ټولې مرستې یې پر یاد هېواد ودرولې، بلکې د بندیزونو لګولو ګواښونه یې هم وکړل، پاکستان خپل سیمه‌ییز ارزښت ته په کتو، یاد هېواد ته د امریکايي چارواکو وروستیو سفرونو او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان درېیم ګړي توب، د هند او افغانستان د الوتنو پر  وړاندې هوايي حریم پرانیستل او په ځانګړې توګه امریکا ته په افغان سوله کې د ښه رول اداء کولو نیت په ښودلو،  وکولی شول ترڅو امریکا سره د خپلو اړیکو په ښو کولو کې ګټه پورته کړي. په پایله کې امریکا د بلوچستان بېلتون پاله ډله د نړۍ والو ترورېستانو په ډله کې ورشامله کړه، هغه کار چې پاکستان یې له مودې راهیسې انتظار وېسته، او پاکستان د معمول په څېر د امریکا د بیا ځلې دوکه کولو لپاره د حافظ سعید نیول اعلان کړل، هغه څوک چې د ۲۰۰۱ م کال را وروسته پاکستان د نړۍ والو فشارونو په وړاندې وخت پر وخت د شپږ ځلو زیات نیولی خو بېرته یې خوشې کړی، چې هند د حافظ سعید نیونه د وخت مناسبت سره کار بولي، خو د امریکا ولسمشر د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې بېساري خوښي وښودله، او حافظ یې هغه څوک یاد کړ، چې امریکا یې د نیولو په لټه کې وه، په داسې حال کې چې حافظ سعید په ښکاره ډول په پاکستان کې لاریونونو او جلسو کې برخه درلوده.

د افغان سولې په اړه د امریکا ولسمشر او پاکستان لومړي وزیر څرګندونې

د افغان سولې په وړاندې تر اوسه یوازې د غونډو او لیدنو او کتنو په برخه کې پرمختګونه شوي او عملي او اساسي پرمختګونو په وړاندې یې افغان ولس کوم څرک نه ګوري، نو د افغان سولې په اړه د امریکا ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې چې دواړو یو له بل سره د لیدو پر مهال کړي، ښايي د افغان ولس لپاره یو ښه زیری و نه اوسي، ځکه که له یوې خوا افغان سوله د پاکستان د لومړي وزیر د سفر اجنډا اړینه برخه جوړوي، چې امریکا لپاره یې د پاکستان ارزښت لاپسې ور زیات کړ، په دې برخه کې د فوځ او استخباراتو مشرانو لارښوونې هم ورسره مل وې، خو له بلې خوا په دې برخه کې د سپینې ماڼۍ او پنټاګون غبرګونونه ښایي توپیر ولري. ځکه د سیاست په ډګر د ټرمپ تجربه نوې او حیرانوونکي ده، او پنټاګون ښایي د افغان سولې ټول کرېډېټ پاکستان ته هغسې ور نه کړي لکه ولسمشر ټرمپ چې د یوې لیدنې په ترڅ کې پاکستان ته ور ډالۍ کړ، او د افغانستان په اړه یې بې مورده او غیرې ډیپلوماټیکي څرګندونې چې که امریکا وغواړي افغانستان په یوه اوونۍ کې له نقشې لرې کولی شي. د افغانستان په اړه دغه ډول سپکې څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې د امریکا او پاکستان له لوري د افغان سولې په اړه کومه بټه معامله ترسره شوې. د ټرمپ وروستیو څرګندونو د کابل ادارې په ګډون د افغان اوسنیو او پخوانیو مشرانو سخت غبرګونونه راوپارول او کابل له امریکا څخه د یادو څرګندونو په اړه د وضاحات غوښتنه هم وکړه، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت دا غبرګون کمزوری وباله، او امریکا ته یې آن د وتلو ګواښ وکړ. په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په خبره چې د سیمې هېوادونه نه غواړي چې په افغان سوله کې دې عملي پرمختګونه رامنځ ته شي، او هغوی یوازې د خپلو ګټو په خاطر د افغان سولې په اړه کېدونکو غونډو کې د ګډون لېوالتیا ښیي.

پایله

باید ووایو چې افغان حکومت د سولې طبیعي روند ته په څپېړې وهلو او پاکستان ته په دې اړه د رول لوبولو بلنه ورکول یوه ستره تېروتنه وه، په خواشینی سره باید ووایو چې په دې کار سره یې له یوې خوا بین الافغاني خبرو اترو ته لویه ضربه ورکړه او له بلې خوا یې پاکستان ته یو وار بیا چانس ورکړ تر څو له اوږدې انزواء نه پس بیا د افغانستان  وصې( سفارش کوونکی)  له ځان نه جوړ کړي او سپینه ماڼۍ په دې قانع کړي چې لکه پخوا افغانستان ته د پاکستان له عینکو څخه وګوري.

د افغان سولې موضوع څخه په ګټې اخیستنې پاکستان وکولی شول، چې نه یوازې امریکا سره خپلې اړیکې ورغوي، بلکې د کشمیر موضوع په اړه يې هم د امریکا ملاتړ را خپل کړ. هغه موضوع چې پاکستاني چارواکو وخت پر وخت د افغان سولې سره مل او تړلې موضوع ګڼلې وه. خو له بلې خوا د پاکستان لپاره تر ټولو اړینه موضوع د امریکا د مرستو را جلبول وو، ځکه اقتصادي ستونزه د یاد هېواد لپاره لویه ستونزه ده، او ښایي په افغان سوله کې د پاکستان دومره پراخه ونډه ښودنه هم د همدې کار لپاره شوي وي.

 خو په ظاهره پاکستان د دې مرستو په راجلبولو کې بریالی نه ښکاري، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد ګټو ته په کتو په افغان سوله کې د پاکستان رول ارزښتمند وباله، او د کشمیر موضوع حل کولو لپاره یې د هند او پاکستان ترمنځ د درېیم ګړي توب لېوالتیا هم وښوده، چې هند بیا د ټرمپ څخه د درېیم ګړي توب هیلې ښکار کولو غوښتنه رد کړه او دا موضوع یې یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ موضوع ګڼلې. افغان دولت او افغان طالبان باید دا درک کړي، که پاکستان او امریکا د خپلو ملي ګټو لپاره دومره نږدې کېدی شي، دوی باید هم د بین الافغاني خبرو لپاره د زمینې برابرولو دا نایاب چانسونه له لاسه ور نه کړي، او عملي قدمونه پورته کړي، څومره زر کېدی شي د افغان سولې په برخه کې افغان ولس ته یو ښه او عملي زیری ورکړي، افغانستان کولی شول د پاکستان اقتصادي ستونزو ته په کتو او د چین له لوري پر پاکستان د فشار راوړلو په نتیجه کې د افغان سولې پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي، خو په افغانستان کې د امریکا له لوري د دوه ګوني او کمزوري حکومت رامنځ ته کول دا هیلې له منځه وړي، چې افغان مشران یې باید په راتلونکي کې په اړه لازم تصمیمونه ونیسي.

٭ ٭ ٭ ٭ ٭

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *