په افغانستان کې د امریکا د جګړې لګښت ۵۰۰ میلیارد ډالر دی؟

دا راپور د بي بي سي د Reality check team یا د حقیقت موندنې ډلې لخوا په انګریزي ژبه لیکل شوی چې پښتو ژباړه یې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړونکو مرکز څېړونکي امان الله کاکړ لخوا ترسره شوې ده.

=====================================================================

دا چې د امریکا فوځ د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې په میلیاردونو ډالر لګښت کړی، خو که په دوحه کې اوسنۍ خبرې چې د طالبانو او متحده آیالاتو ترمنځ روانې دي یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي نو دا به په افغانستان کې د امریکا نظامي شتون د پای په معنی وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې په افغانستان کې روانې جګړې د امریکا حکومت او ټولنې ته ۵۰۰ میلیارده ډالر زیان وراړولی دی.

دا شمېرې څومره کره دي او څنګه دې پړاو ته رسیدلي دي؟

په افغانستان  کې د امریکايي ځواکونو کچه: ۲۰۱۸- ۲۰۰۲

منبع: سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار اداره

امریکا د ۲۰۰۱ کال اکتوبر میاشت کې پر افغانستان نظامي یرغل ترسره کړ، او طالبان يې پړه وبلل چې ګواکې د یوولسم سپتمبر پېښې سره تړاو لرونکي القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن او د یادې ډلې یو شمېر نورو مشرانو ته یې پناه ور کړې وه.

دوی (امریکا) طالبان د واک له صحنې لرې کړل، چې وروسته بیا طالبانو د هېواد په سطحه خپلو پراخه حملو ته دوام ور کړ.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونوشمېر لاپسې زیات شو او واشنکټن هم په میلیاردونو ډالر د طالبانو پر ضد جګړې او همدارنګه د بیارغونې په برخه کې ولګول.

د امریکا حکومت اړوندو ارقامو پر بنسټ د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ چې په افغانستان کې شاوخوا یو لک امریکايي ځواکونو شتون درلود، د جګړې کلنۍ لګښت یې سل میلیارد ډالرو ته رسېده.

خو د جګړې لګښت هغه وخت راښکته شو کله چې د امریکا نظامي ځواک خپله پاملرنه د بریدونو او عملیاتو پر ځای د افغان ځواکونو روزنې ته ځانګړې کړه، او په دې سره د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د جګړې لګښت شاوخوا ۴۰ میلیاردو ډالرو ته راښکته شو. او د ۲۰۱۹ کال اټکل شوی لګښت د مارچ میاشتې پورې تقریباً ۱۸ میلیارد ډالرو ته رسېده.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د جګړې لګښت: ۲۰۱۹ – ۲۰۰۱

سرچینه: د امریکا د دفاع وزارت

پر همدې بنسټ د امریکا د دفاع وزارت پر وینا د ۲۰۰۱ کال اکتوبر میاشتې څخه تر ۲۰۱۹ کال مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکا نظامي لګښت شاوخوا ۷۶۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي، چې دا د هغې شمېرې په پرتله چې د افغان ولسمشر لخوا ور  کړل شوې خورا ډېره لوړه برېښي.

خو بلخوا د یوې خپلواکې مطالعې وروسته چې د براون پوهنتون د جګړې لګښت پروژې له لوري ترسره شوې، ښیي چې په افغانستان کې د امریکا رسمي ارقام او شمېرې په خورا کم ډول ښودل شوي او ښایي د جګړې لګښت له دې هم لوړ وي، راپور زیاتوي چې د امریکا کانګرس د افغانستان او همدارنګه د پاکستان لپاره تقریباً یو ټریلیون ډالر منظور کړل.

نټا کرافورډ (Neta Crawford) چې د جګړې لګښت پروژې مرستیاله رئیسه ده وايي چې د امریکا حکومت لخوا په ورکړل شویو ارقامو کې د جګړې پر ماهرینو، د جګړې اړوندو کارونو ترسره کېدونکو نورو حکومتي ادارو او همدارنګه د سود هغه لګښتونه چې د جګړې لپاره د ځانګړي شوي پور اړوند دي، نه دي شامل کړي، نوموړې زیاتوي د اټکل له مخې د دې نورو عناصرو ورزیاتول چې د جګړې اړوند لګښتونه لري ښایي د جګړې ټول لګښت یو ټریلیون ډالرو ته نږدې وي.

د دفاع په برخه کې د ۲۰۱۸ کال تر ټولو لوړ مصرف کوونکي هېوادونه

د امریکا دفاعي بودیجه د اتو نورو پرمختللیو هېوادونو له نظامي بودیجو څخه هم لوړه ده.

دا دومره پیسې څه شوې؟

د پیسو زیاته برخه د عملیاتو په برخه کې مصرف شوه، او همدارنګه د امریکايي ځواکونو د اړتیاوو په برخه کې لکه خواړه، پوښاک، روغتیا، تنخواوو او نورو په برخه کې یادې پیسې  په مصرف ورسېدې.

رسمي ارقام او شمېرې ښیي چې د امریکا حکومت ۱۳۳ میلیارد ډالر چې د تېرو اوولسو کلونو د ټولو لګښتونو ۱۶ سلنه جوړه وي په افغانستان کې د بیا رغونې په برخه کې او شاوخوا ۸۳ میلیارد ډالره د افغان ځواکونو په روزنه کې مصرف کړي دي.

د یادو مرستو پاتې برخه د حکومتولۍ په پرمختګ او زیربناوو، او همدارنګه په اقتصادي، بشري مرستو او د مخدره توکو پر وړاندې مصرف شوي دي.

امریکا په ورځنۍ توګه ۱٫۵ میلیونه ډالر چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې د روان کال تر جون میاشت پورې شاوخوا ۹ میلیارد ډالر کېږي د مخدره توګو پر ضد مصرف کړي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ارقامو پر بنسټ د مخدره توګو کښت ته ځانګړې شوې ساحه کې نور هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د امریکا لخوا ځانګړې شوې څار ادارې پر وینا په افغانستان کې د بیارغونې هڅو په برخه کې د ترسره شویو مرستو څخه په تېرو یوولسو کلونو کې شاوخوا ۱۵٫۵ میلیارد ډالر د فساد، درغلی او ناوړې ګټې اخیستنې ښکار شوي دي.

د نوموړې څار ادارې پر بنسټ دا شمېره ښایي د ټولې ضایع یوه برخه وي، او زیاتوي چې د امریکا مرسته شوې پیسې د دې لامل شوي چې جګړه نوره هم زیاته شي ، اداري فساد کچه یې لوړه کړې او همدارنګه وسله وال مخالفین یې لاپسې غښتلي کړي دي.

د جګړې انساني او بشري ناورین څومره دی؟

د ۲۰۰۱ کال راهیسې کله چې امریکا د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړه، شاوخوا ۲۳۰۰ امریکايي ځواکونو خپل ژوند له لاس ور کړی او تر ۲۰۵۰۰ په شاوخوا کې ځواکونه ټپیان  شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې د ۲۰۱۸ کال د جون تر میاشتې پورې تقریباً ۱۴۰۰۰ امریکايي ځواکونو په افغانستان کې شتون درلود، او ددې ترڅنګ نږدې ۱۱۰۰۰ زره ملکي امریکایانو هم شتون درلود چې د قراردادیانو په توګه یې فعالیتونه ترسره کول، مګر د افغان ځواکونو او ملکي وګړو مرګ ژوبلې په پرتله د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله خورا کمه وه.

ولسمشر غني په خپله یوه وینا کې چې سږ کال یې ترسره کړه وویل: د نوموړي له ولسمشر کېدو یعنې ۲۰۱۴ کال را وروسته ۴۵ زره افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ټولیزه کچه: ۲۰۱۹ – ۲۰۰۹

منبع: Source: UN Assistance Mission in Afghanistan (*2019 casualties to 30 Jun) ‌‌BBC

د ولسمشر غني دا پرېکړه چې د لومړي ځل لپاره یې د مرګ ژوبلې شمېرې رابرسیره کړې د معمول خلاف خبره وه، ځکه په عامه توګه امریکا او افغان حکومت داسې شمېرې نه خپروي. که څه هم ځینې راپورونه کاږي چې د روان کال په ترڅ کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر خورا لوړ شوی دی، چې په اوسط ډول هر ورځ د ۳۰ څخه تر ۴۰ تنو پورې خپل ژوند له لاسه ور کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ثبت یې په سیستماتیک ډول پیل کړی، وايي چې ۳۲ زره ملکي وګړي وژل شوي او د ۶۰ زرو په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.

د اصل مطلب لینک

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *