آیا د کشمیر ستونزه له افغان سولې سره تړاو لري؟

امان الله کاکړ

د هند اوسنی دولت چې مشري یې د بي جي پي ګوند مشر نریندرا مودي کوي د څه باندې ۷۰ کلونو وروسته په تېر اګست میاشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰ ماده چې له مخې یې کشمیر ته ځینې ځانګړې امتیازات ور کړل شوي وو، او د یو آزادې سیمې حیثیت يې درلود له منځه یوړه. له دې وروسته پاکستاني چارواکو د کشمیر ستونزه د افغان سولې سره تړلې وبلله، دا چې په ریښتیا د کشمیر ستونزه د افغان سولې سره مستقیم تړاو لري او که نه؟ په دې تحلیل کې پرې شننه شوې. 

د کشمیر کړکیچ ته ځغلنده کتنه

د ۱۹۴۰ کال را وروسته چې هند او پاکستان د برطانیې له امپراتورۍ آزادي ترلاسه کړه، دواړو هېوادونه ادعا کوي چې کشمیر یې د هېواد برخه ده، له یو بل سره د درې ترسره شویو جګړو څخه دوه هغه یې د کشمیر پر سر ترسره کړي دي چې شاوخوا اویا زره کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی. د نړۍ د نورو سیمو په پرتله د کشمیر پر سیمه زیات نظامي ځواکونه شتون لري، او ځایي کشمیریان بیا د هندي ځواکونو شتون سره سخت مخالف دي او د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د هندي ځواکونو پر ضد ودریږي.

د ۳۷۰ مادې له منځه وړل او د کشمېر اوسنۍ وضعیت

د روان کال اګست میاشتې پر پېنځمه نېټه د هند لخوا د ۷۰ کلونو وروسته د اساسي قانون ۳۷۰ ماده چې له مخې یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته ځانګړي امتیازات او واک ور کړل شوی وو له منځه یوړ. د دې مادې له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر یو خودمختاره سیمه وه، د هند نورو برخو اوسیدونکو نه شو کولی دلته ځمکې وپیري، ددې سیمې خلکو خپل اساسي قانون او خپل ځانګړی بیرغ درلود. مګر د دفاع، بهرنیو چارو او ارتباطاتو برخو کې بیا د مرکزي دولت تر رسمي اغیزو لاندې وو، خو د دې مادې له ختمېدو وروسته کشمیر د هند د نورو آیالتونو په څير حیثیت غوره کړ، اوس د نورو آیالتونو خلک کولی شي دلته ځمکې واخلي او سرمایه ګذاري وکړي، او ځانګړی حیثیت یې ختم شو. اوس په زیات شمېر کې هندي ځواکونه هلته ځای پر ځای شوي، ګرځبندیز لګېدلی او ډېری سیاسي مشران او مظاهره چیان نیول شوي دي. د کشمیر پخوانی وزیر عمر عبدالله د یادې مادې له منځه وړل د هند حکومت یو اړخیزه پرېکړه بللې او اوسنۍ وزیرې محبوبه مفتي چې د ۳۷۰ مې مادې ختمېدو وروسته په کور کې نظر بنده شوه د اګست پېنځمه نېټه د هند د ډیموکراسۍ لپاره توره ورځ ونوموله او د هند پر اوسني واکمن ګوند یې توندې نیوکې ترسره کړې. د نړیوالو ورځپاڼو پر بنسټ هندي ځواکونو په سرینګر کې زیات شمېر کسان شکنجه کړي، تلفون او انټرنیټ خدمتونه تم شوي، روغتیايي مراکز یا بند دي او یا په ټیټه سطحه خدمات وړاندې کوي، تعلیمي ادارې بندې دي او ورځ چارې هم په ټپه ولاړې دي او دا لړۍ لا دوام لري.

د کشمیر ستونزه د نړیوالو له نظره

د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون ترکیې او ځینې نورو هېوادونو د کشمیر پر مسئله جدي غبرګونونه ښودلي، پاکستان بیا نړیوالې ټولنې ته رسماً شکایت کړی چې پر مظلومو کشمیریانو  د هندي ځواکونو د ځورنې مخه ونیسي. د جینوا حقوقو کنوانسیون ۴۲ مې غونډې ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر ستونزې په اړه وینا ترسره کړه او د هند د زیاتي او ځورونو څخه یې نړیوال خبر کړل چې هند شوې ادعاوې په یو سر رد کړې. هند بیا وايي دا یې داخلي موضوع ده او چا ته دا حق نه ورکوي چې په دې اړه څرګندونې او مشورې ور کړي او ادعا کوي چې هندي ځواکونه د بشر حقونو ته پوره احترام لري او یوازې د بېلتون غوښتونکو مخه نیسي او د ۳۷۰ مادې له منځه وړل یې کشمیریانو او په ټوله کې هېواد ته د پرمختګ ګام بللی.

پاکستان بیا د هند تر ولکې لاندې کشمیر د هند له لوري په ناوړه توګه نیول شوې سیمه ګڼي او د ځان حق یې ګڼي، په همدې پار یې د چین، ترکیې او اسلامي هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې دروازې د ملاتړ خپلولو لپاره ټکولي. د چین او ترکیې پرته نورو هېوادونو د کشمیر ستونزه د پاکستان او هندوستان خپلمنځني ستونزه ګڼلې او په دې اړه یې دواړو هېوادونو ته د حل لارې موندلو غږ کړی دی.

د متحده عربي اماراتو حکومت بیا د هند د ګام اخیستو وروسته، د هندي لومړي وزیر ښاغلي مودي ته عالي دولتي نښان هم ورډالۍ کړ، چې یاد کار بیا په پاکستان کې سخت غبرګونونه راوپارول او د اماراتو د شیخ دا کار یې د مظلومو کشمیریانو په حق کې ستر او نه بخښونکی ظلم او زیاتی یاد کړ.

افغان سوله او د کشمیر ستونزه

د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې چې د کشمیر مسئله د افغان سولې سره اړوند بولي، په ټولیزه توګه بې بنسټه دي، په دې اړه د پاکستاني چارواکو له ډلې د شهباز شریف هغه خبرې چې د کشمیر ستونزه یې د افغان سولې سره تړلې وه او عمران خان یې پړ بللی وو، چې د افغان سولې په وړاندې یې د ولسمشر ټرمپ سره په کشمیر معامله کړې، نه یوازې دا چې په خپله د لومړي وزیر عمران لخوا رد شوې، بلکې د کشمیر په اړه یې د ټرمپ څرګندونې د سویلي آسیا د اقتصادي پرمختګ برخه وګڼلې. او بل دا چې په تاریخي لحاظ د افغانستان او کشمیر ستونزې له یو بل سره هیڅ تړاو نه لري، ځکه د کشمیر په مسئله کې د افغانستان خلکو تل د مظلومو کشمیریانو سره د پیل شوي ناورین د ختمېدو هیلې څرګندې کړي. د پاکستاني چارواکو دا بې ځایه ادعاوې نه یوازې دا چې د هند نفوذ کمولو او د نړیوالو پام را اړولو یو بې اساسه هیله ګڼل کېږي، بل څه نه شول بللی. مظلوم کشمیریان بایدپرېښودل شي ترڅو د خپل راتلونکي برخلیک په خپله وټاکي، او نړیواله ټولنه هم باید په دې اړه کوټلي ګامونه واخلي او پرېنږدي چې نور د کشمیر مظلوم خلک یو تیاره راتلونکی ولري.

له دې انکار نه شي کېدلی چې په هر هېواد کې بې ثباتي کولی شي، اړوندې سیمې په غیر مستقیم او مستقیمه توګه اغېزمنې کړي، خو دا چې پاکستاني چارواکي د کشمیر ستونزه له افغان سولې سره په مستتقیم ډول نښلوي، دا یوازې د دوه ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او پاکستان د اړیکو خرابولو کې مرسته کولی او بس. ځکه د کشمیر ستونزه یو له هغوپیچلو ستونزو څخه ده چې له لومړي وخت څخه له پامه غورځولې شوې خو له بده مرغه هند او پاکستان غواړي چې د افغان کشالې څخه د کشمیر ستونزې په برخه کې ناوړه ګټه پورته کړې او افغانستان د خپلې سیالۍ ډګر ګرځولې چې دا بیا افغان ولس ته په هیڅ قیمت د منلو وړ نه ده.

د کشمیر په اړه د هند او پاکستان غلطو پالیسو د سیمې او افغانستان په څېر هېواد اقتصادي وضعیت چې بحر ته لار نه لري او هند سره یې سوداګري د پاکستان له لارې په آسانۍ سره ترسره کېږي هم له نامعلوم راتلونکي او وېرې سره مخ کړی. او دا چې په وروستیو کې پاکستان د افغان سوداګرو د آسانتیا او د خپلې اقتصادي ځوړتیا رغولو لپاره اړین ګامونه اخیستي، خو بیا هم وېره شته چې د کشمیر ستونزه دا پرمختګونه ټکني او اغېزمن کړي، د سیمې سوداګرو ترمنځ یې د امن او راکړې ورکړې په اړه اندېښنې زیاتې کړي، خو بلخوا دا کار کولی شي تر ټولو زیات زیان پاکستان ته چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی ډېر زیان ورسوي، ځکه افغانستان اوس د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره له پاکستان پرته نورې بدیلې لارې هم لري، ترڅو افغان سوداګر وکولی شي د هغو بدیلو لارو څخه خپلې راکړې ورکړې ترسره کړي.

که چېرته امریکا دواړه هېوادونه پاکستان او هند د سیمې د بې ثباتۍ او د افغانستان څخه د سیالۍ ډګر په حیث ګټې اخیستنې څخه را و نه ګرځوي، نو دا کار کولی شي په راتلونکې کې د سیمې امنیت له خنډ سره مخ کړي. او بلخوا چین چې د کشمیر په مسئله کې د پاکستان پلوي کوي باید د خپل ستراتیژیک او سیمه ییز رول څخه په ګټې اخیستنې دواړه هېوادونه هند او پاکستان د کشمیر مسئلې پر سر یو تل پاتي حل موندنې ته راوبولي، ترڅو د مظلومو کشمیریانو ځورونې او بې ځایه وژنې پای ته ورسیږي. که چېرته چین دا کار ترسره نه کړي نو په سیمه کې د چین لویې اقتصادي پروژې لکه سي پیک (CPEC) او ون بیلټ ون روډ هم له ستر خنډ سره مخ کېدلی شي، دا ځکه چې د چین لویو اقتصادي پروژو پلي کېدو لپاره د سیمې امنیت خورا ډېر اړین دی.

پایله

د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې چې د کشمیر ستونزه له افغان سولې سره تړلې بولي، په ټولیزه توګه بې بنسټه دي. او د کشمیر د مظلومو خلکو او مسلمانانو ستونزه چې له تېرو اویا کلونو راهیسې د پاکستان او هندوستان ترمنځ را روانه ده، باید په اړه یې د یو تل پاتي حل موندنې لپاره کار وشي، او نور پرېنښودل شي یاده سیمه چې له اقتصادي، فرهنګي او تاریخي لحاظه ځانګړی ارزښت لري د دواړو هېوادونو د ناوړه سیاستونو ښکار شي. د اسلامي همکاریو سازمان، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه باید نور د مظلومو کشمیریانو غږ  واوري او په اړه یې ملامته خاموشي نوره پای ته ورسوي او د هغوی حقونو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، او د دې کار ترسره کېدو سره به نه یوازې د کشمیر ښکلې سیمه له روانو ناخوالو څخه خلاصه شي، بلکې د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان سولې په اړه بهانې چې پاکستاني چارواکي یې کوي هم پای ته ورسیږي، او افغانستان په نږدې راتلونکې کې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږي.س

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *