د افغان کډوالو اتشې له رئیس سره لیدنه ترسره شوه

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې رئیس عبدالحمید جلیلي د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز څخه لیدنه ترسره کړه. نوموړي د مرکز له رئیس سره د خپلې لیدنې په ترڅ کې د هېواد د ملي مسایلو ترڅنګ په پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې د مهاجرینو په اوسني وضعیت او د مهاجرینو ستونزو ته د حل لارو لټولو په اړه خبرې وکړې. د مهاجرینو محترم رئیس وعده وکړه ترڅو د مرکز د څېړنې برخې سره د مهاجرینو د وضعیت، ستونزو او هېواد ته د هغوی بېرته راګرځېدنې اړوند موضوعاتو په هکله به د مرکز څېړنیز ژورنال تحلیل ته د یوې څېړنېزې مقالې په چمتو کولو کې به د خپلې ادارې له لوري هر اړخیزه مرسته ترسره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *