د میزان د ۶ مې ټاکنې او د سولې په پروسه یې احتمالي اغېزې

مقدمه

ټاکل شوې چې د ۱۳۹۸ لمریز کال  د میزان پر ۶ نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ څلورم دور ټاکنې ترسره شي.په دغو ټاکنو کې د هېواد خراب امنیتي وضعیت، په هېواد کې سیاسي اختلافونه او د ټاکنو پر بهیر د فساد او تقلب د تورونو د موجودیت له کبله د خلکو او سیاسي احزابو بې‌باوري، د درغلیو او لاس وهنو احتمال، ټول هغه څه دي چې د ولسمشرۍ د اوسنیو ټاکنو بهیر یې تر خپل سیوري لاندې را وستلی دی. وسله والو طالبانو هم په خپله وروستۍ ويناپاڼه کې د دغو ټاکنو د ګډوډولو او د ټاکنو د کارکوونکو او ګډون کوونکو د په نښه کولو خبرداری يې ورکړی دی.

نړیواله ټولنه هم د افغانستان د وضعيت د خرابوالي په اړه څرګندونې کوي. همدارنګه ډېری افغانان په اوسني شرایطو کې د ټاکنو ترسره کېدل به هېواد کې له ټاکنو وروسته د ډېرو منفي تحولاتو او بې ثباتۍ خبره کوي.

دغه ټاکنې به څه ډول ترسره شي؟ په هېواد کې به د دغو ټاکنو له ترسره کېدلو وروسته وضعيت کومې خوا ته ولاړ شي؟ ايا دا ټاکنې به د افغانستان د اوسني کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ګټورې وي او که به روانې ناخوالې لازياتې کړي؟ په دې اړه مو د دې اوونۍ په تحلیل کې شننه کړې.

ناامني؛ د ټاکنو پر وړاندې یوه ستره ننګونه

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت او ورځ تربلې پراخېدونکې جګړه، د ولسمشرۍ ټاکنو پر وړاندې عملاً یوه ستره ننګونه ده. د نړېوالو ادارو د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان نږدې نیمایي خاوره د حکومت د وسله‌والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، په افغانستان کې د ناسم امنیتي وضعیت او روانې جګړې له کبله، یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د دغه هېواد ۴۰ زره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د افغان دولت امنیتي بنسټونه د ټاکنو د هر مرکز د امنیت ساتنې په اړه ډاډ ورکوي او په وینا یې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب په موخه ۷۲ زره افغان پوځیان ګمارل شوي دي؛ خو خلک او د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو د امنیت په تړاو اندېښمن دي. ځکه د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر له پیل سره، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو، عامو خلکو او نوماندانو لپاره امنیتي ګواښونه هم پیل شول، چې له امله یې د هېواد په ډیری سیمو کې خلکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه هم ونه کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر وینا په ټول افغانستان کې امنیتي بنسټونو ته د رای اچونې د ۷۳۰۰ مرکزونو د امنیت خوندیتوب وړاندیز شوی و؛ خو وضعیت ته په کتلو سره افغان امنیتي ځواکونه یوازې د ۴۹۵۰ مرکزونو د امنیت په خوندیتوب توانېدلي دي. یعنې د خراب امنیتي وضعیت له کبله د هېواد په مختلفو سیمو کې، نږدې ۲۳۵۰ مرکزونه کم شوي دي چی د ټاکل شویو مراکزو ۳۲ سلنه جوړوي. د رسمي ارقامو له مخې تقریبآ ۹ مېلیونو کسانو نوم لیکنه کړې او ۱۱ مېلیونه او ۳۰۰ زره رائې پاڼې چاپ شوې دي.

آیا ټاکنې به سرتاسري او رڼې وي؟

په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال وروسته د نوي نظام په رامنځته کېدو سره  تر اوسه پورې دری ځله ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې؛ خو په دغه ټاکنو کې د فساد او تقلب له امله  د هېواد د چارو واګې داسې چا په لاس کې واخستله چې هغه په خپلو تصمیمونو کې خپلواک نه ؤو د ۲۰۰۱ م کال نه وروسته په افغانستان کې نسبي امن راغلی ؤو خو په ورو، ورو یو ځل بیا د اور لمن په ټول هېواد کې خپره شوه.

د ولسمشرۍ اوسنۍ ټاکنې یو ځل بیا په داسې شرایطو کې ترسره کېږي، چې له یوې خوا په هېواد کې خراب امنیتي وضعیت د ټاکنو د سرتاسریتوب مخه نیولې او له بلې خوا په هېواد کې د پراخ اداري فساد د موجودیت له کبله داسې اندېښنې هم شته چې روانې ټاکنې به یو ځل بیا د تقلب او فساد تر سیورې لاندې راشي. ځکه په یوه هېواد کې سرتاسري او رڼې ټاکنې په هماغه هېواد کې د شته حکومت له لوري پر خپل ملت او خاوره د پوره حاکمیت درلودو سره مستقیم تړاو لري؛ خو په افغانستان کې له یوې خوا افغان دولت د جګړې او ناسم امنیتي وضعیت له کبله په ټوله خاوره حاکمیت نه لري د سیګار د راپور په اساس افغان حکومت نیمایي خاوره له لاسه ورکړې، او له بلې خوا په ټاکنیزه پروسه کې د فساد او تقلب د موجودیت له کبله د ټاکنو پر روڼتیا د خلکو ترمنځ بې‌باوري خپل اوج ته رسېدلې ده او دا هغه موارد دي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان پر سوله د ټاکنو اغېزې

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د وږې په۲۳ مه په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چې دا مهال د افغان حکومت لپاره د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدل لومړیتوب لري.

صدیقي وویل:”د افغانستان حکومت د سولې اړوند هڅې بندې کړي دي،اوس مهال د افغانستان د حکومت لپاره د ټاکنو تر سره کېدل لومړیتوب لري.” نوموړي زیاته کړه، دا تر ټاکنو وروسته جوړېدونکي حکومت پوري اړه لري، چې د سولې بهیر تعقیب کړي.د دولت ساز ټیم هڅه خو به داوي چی په هر ‌ډول وي د ټاکنو پایلې په خپله ګټه و څرخوي او د پنځو نورو کلونو لپاره د هېواد د چارو واګې په خپل لاس کې وساتي. خو د هېواد روان حالات او تېرو تجربو ته په کتو سره داسې ښکاري چې را روانې ټاکنې به، نه د دولت ساز ټیم دا ارمان پوره کړي او نه به اولس ته کومه ښه پایله ولري. ټاکنې به دوهم پړاو ته د تګ وروسته، متنازع کیږي  او پایله به یې د نوماندو ټکټونو په مینځ کې اختلاف او ګډوډي وي. داسې اختلاف چې هېواد به هم د ځان سره د یوه نوي بحران خواته بیایي، هغه هم د نظام د مشروعیت بحران چې د هېواد حالات به ورسره  ډېر کړکېچن شي. که دولت ساز ټیم خپله بریا هم اعلان کړي، نور نوماندان به یې هېڅکله هم ونه مني او نه به هم طالبان د جګړې نه لاس په سر شي.

دا هماغه څه دي چې ولس ور څخه وېره لري او د ملک خواخوږو په وار، وار ترېنه خبر داری ورکړی دی. په ریښتیا هم چی زمونږ د ملک لومړیتوب ټاکنې نه، بلکې سوله ده. کاش موجوده حاکمانو ټاکنو باندې، سولې ته لومړیتوب ورکړی وی، اوس به مونږ په دې ملي پروسه کې یو ګام وړاندې وای. خو په اوس شرایطو کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې درېدلې دي ولې د دواړو لوریو د خبرو داسې معلومیږي چې بیا ځل به خبرې ډېر زر پیل شي او افغان حکومت د ټاکنو په تر سراوي ټینګار کوي له وضعیت داسې معلومیږي چې په اوسني خراب امنیتي وضعیت، د پراخو درغلیو د شتون آوازې، د نوماندو کاندیدانو زیات شمېر او د ټاکنو د کمېسیون ضعیف مدیریت هغه څه به وي چې له امله به یې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، چې دا بیا د نوي بحران پیل دی چې کېدای شي په میاشتو، میاشتو دوام وکړي. افغان چارواکو ته په کار ده چې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره زمینه برابره کړي او له امریکایانو وغواړي چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتلو په موخه له طالبانو سره د خبرو لړۍ بیا پیل کړي، طالبانو ته هم په‌کار ده چې د نوي چانس نه پوره استفاده وکړي له امریکایانو علاوه، افغان حکومت سره هم د خبرو مېز ته کیني تر څو چې په افغانستان کې شته بحران ته پای ټکی کېښودل شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *