له ټاکنو وروسته؛ سوله که جګړه؟

لیکوال: اجمل جلال – د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو غړی دی، چې په نړیوالو حقوق کې ماستري لري.

———————————————————————————————————————————————

د میزان پر شپږمه، په تېرو ۱۸ کلنو کې د څلورم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر د انتخاب لپاره، خلکو د رأیو صندوقونه ډک کړل. ولې دا ځل د اشتراک سطحه ډېره ټیټه وه. د دې کمزوري ګډون لامل امنیتي ستونزې هم وې خو دا یواځینې لامل نه وو. خلک د کاندیدانو پر وعدو، پروګرامونو او د ټیمونو پر تشکیل بې باوره ول. په همدې دلیل حتی په هغو ولایاتو کې چې نسبي امنیت هم موجود وه خلک له کورونو را و نه وتل، چې دا د ټاکنو سره د عمومی بایکاټ معنی لري.

د ټاکنو عام بایکاټ یوې ډېرې مهمې مسئلې ته اشاره کوي، او هغه دا چې خلک د روان وضعیت بنیادی تغیر غواړي. روان امنیتي بد وضعیت، قتل، بمبارۍ، انفجار او کمزروی اقتصادی وضعیت باید بدلون ومومي. د وضعیت د تغیر لپاره خلک نور پر پنځه کلنو او لس کلنو تیوریکو بحثونو او پروګرامونو باور نه لري. ولس عملی او عاجل اقدام غواړي. خلک غواړي چې جګړه ژر تر ژره ودریږي، ځکه تر څو چې جنګ روان وي د هر ډول مثبت اقتصادي او ټولنیز تغیر په اړه خبره کول بې معنی ښکاري.

د جګړې د درولو لپاره د امریکا او طالبانو ترمینځ نه میاشتې مذاکرات وشول چې د سولې په اړه د خلکو لپاره ښه زیری و. خو دا مذاکرات بلاخره ودریدل. د مذاکراتو د درېدلو لاملونه مشخصاً دا وه؛ په داخل د امریکا کې د جنګ غوښتونکو لابي ګرانو او نورو مقاماتو تر مینځ طالبانو سره د سولې پر سر اختلاف، د افغانستان د دولت نا رضایتي، او د بین الافغانی مذاکراتو د پیلولو او څرنګوالي په اړه د طالب استازو، افغان حکومت او امریکا تر منځ د نظر تفاوت. داسې ښکاري چې امریکا و نه کړای شول د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او څرنګوالي لپاره یا افغان حکومت او یا هم طالبانو ته قناعت ورکړي، چې دا د مذاکراتو د درېدلو تر ټولو لوی لامل اټکل کیږي. امریکا او طالبانو په ضمني او صریحه توګه غوښتل چې د سولې خبرې لمړی یوې پایلې ته ورسیږي خو په مقابل کې ولسمشر غني غوښتل چې ټاکنې تر سره شي او وروسته بیا د سولې پروسه مخ ته بېول شي.

اوس چې ټاکنې وشوې او د سولې په مقابل کې هغه لوی خنډ او د اختلاف ټکی له مینځه ولاړ، د راتلونکي وضعیت په اړه دوه احتمالي سناریوګانو ته اشاره کېدای شي.

یوه احتمالي سناریو دا ده چې انتخابات به جنجالي شي او د درغلیو له امله به د ټاکنو خپلواک کمیسیون و نه شي کړای په لمړۍ مرحله کې ګټونکی اعلان کړي. د درغلیو او تقلب له کبله که ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي نو د خلکو باور به لا زیات زیانمن شي او د اشتراک سطحه به نوره هم ټیټه شي. په داسې حالت کې کېدای شي یا دوهم پړاو ګټونکی ولري او یا د ټاکنیز بحران له کبله د موجوده حکومت دوام ته لار هواره شي. په داوړو حالاتو کې به دولت د مشروعیت له بحران سره مخ وي. داسې حالت کې به د حکومت یواځېنی ماموریت د سولې د راوستو لپاره مذاکراتو ته غاړه اېښودل وي.

د نهه میاشتو مذاکراتو ناڅاپي درېدل، د ټاکنو په اړه د پاکستان مثبت دریځ او د طالبانو له خوا د ټاکنو پر ورځ کوم لوی برید نه کېدل دا په ګوته کوي چې اشرف غنې پرېښودل شو تر څو خپله خوښه سر ته ورسوي او ټاکنې تر سره شي. خو دا چې اوس به اشرف غني وکړای شي احتمالي بحرانونه کنترول کړي او کنه ډېر ژره به معلوم شي. دلته دومره ویل ضرور دي چې هر ډول احتمالي بحران د اشرف غني موقف ضعیفوي او مجبوروي یې چې د سولې په اړه د امریکا د شرایطو مطابق مخ ته لاړ شي. او هغه دا دي چې د طالبانو شرایط به منل کیږي او کېدای شي مؤقته اداره او یا بل داسې حکومت چې طالبان په کې رغنده رول ولري رامینځ ته شي.

علاوتاً، دا چې د بحران په رامنځ ته کولو کې به امریکا عمدي هڅې وکړي او کنه، سخته ده چې یقیني ادعا وشي. ولې که د ولسمشر غني او امریکا تر منځ د سولې د خبرو پر سر  وروستیو څو میاشتو ناندریو ته وکتل شي او په تیرو ورځو کې پر افغان حکومت، د شدید فساد له کبله، د امریکايي چارواکو او ادارو انتقاد په نظر کې ونیول شي، نو دا احتمال چې امریکا به عمداً د اشرف غني موقف ضعیف کړي، له امکان لرې نه ښکاري.

دوهمه احتمالي سناریو دا ده چې ټاکنې کوم شدید جنجال او بحران رامینځ ته نه کړي او ګټونکی معلوم شي. راتلونکی حکومت به د مشروعیت ادعا کوي، که څه هم په سلو کې به یواځې د لسو تنو له خوا انتخاب شوی وي. په دې حالت کې به د سولې پروسه، که طالبان له خپلو ځینو غوښتنو تېر نه شي، له خنډ او ځنډ سره مخ شي. همدارنګه، که اشرف غني د ټاکنو ګټونکی شي نو دی به پر هغه پروګرام تأکید کوي چې سولې ته یې لري. طالبانو سره د اشرف غني د سولې طرح تر ډېره حده د ګلبدین حکمتیار سره د سولې طرحې ته ورته ده. خو طالبان دا ډول سوله د تسلمیۍ په معنی بولي. په داسې حالت کې د جګړې د دوام احتمال ډېر دی.

که جګړه دوام وکړي او امریکا و نه شي کړای اشرف غني ته قناعت ورکړي او یا طالبان د اشرف غني د سولې پروګرام د منلو وړ و نه بولي نو کېدای شي امریکايي ځواکونه یا د شدید جنګ تابیا و نیسي او یا هم بې له دې چې توافق تر لاسه کړي له افغانستان څخه ووځي. د جګړې د تشدید او یا هم له توافق پرته وتل، دواړه، د افغانستان لپاره د لا زیاتو ناخوالو او بحرانونو زیرۍ دی.

د تولو نه شه حل هماغه دی چی د انتخاباتو نه پس حکومت دی د اولس غوشتنی ته چی سوله ده غاره کیزدی، بین الأفغانی مذاکراتو ته دی زمینه برابره او د سولی په خاطر دی مؤقت حکومت ومنی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *