ولې د لاجوردو لاره افغانستان او غړو هېوادونو ته ارزښت لري؟

شعیب احمد رحیم افغان لیکوال او د افغانستان او سیمې د سیاسي اقتصاد د چارو شنونکی دی. دی د تجارت د مدیریت او پرمختیايي اقتصاد په برخو کې له پاکستان او انګلستان څخه دوې ماسټرۍ لري او دا مهال د کاردان په خصوصي پوهنتون کې د ماسترۍ په برخه کې استاد دی. ښاغلي رحیم تر اوسه په داخلي او نړېوالو رسنېو کې د افغانستان او سیمې د جیواکانومیک موضوعاتو په تړاو بېلابېلې لیکنې کړي دي.

دغه لیکنه د ښاغلي شعیب احمد رحیم له خوا د تحلیل ژورنال دې ګڼې ته په انګلیسي ژبه لیکل شوې وه؛ خو د لوستونکو د آسانۍ لپاره د ښاغلي احمد بلال خلیل له خوا په پښتو وژباړل شوه. اداره

لنډیز

په دې مقاله کې به تاسو د افغانستان په نوښت پېل شوې د لاجوردو ترانزیتي او سوداګریزې لارې په تړاو ولولئ، چې څرنګه به د لاجوردو څلورو غړو هېوادونو – افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیه – ته ارزښت ولري.

دغه لاره به څنګه د افغانستان د سوداګرۍ لارې متنوع کړي، د ترکمنستان د اقتصاد تکیه به څرنګه پر یو صنعت راکمه کړي، او څنګه به ترکیه له منځنۍ اسیا او قفقاز سیمو سره ونښلوي؟ د دغو پوښتنو ځوابونه به په دغه لیکنه کې ومومئ.

کیلي: سیمه‌يیز نښلون، د لاجوردو حوزه، د افغانستان سوداګري او ترانزیت، تجارتي اړیکې او اقتصادي اړیکې.

پېژندنه

په عمومي توګه د افغانستان د اقتصاد په تړاو بحثونه د هېواد له وچې پورې تړلې جغرافیاوي موقعیت څخه پېلېږي. زموږ د هېواد د جغرافیاوي موقعیت له کبله ده، چې د اقتصادي ودې په لاره کې خنډ ګرځېږي او دغه راز د نورو له خوا د سیاسي ګټو د خوندیتوب په تړاو د فشار د آلې په توګه هم کارول کېږي. همدا لامل دی، چې په هېواد کې د سوداګرۍ د لارو د پیاوړي کولو له بحثونو تود هرکلی کېږي. په همدې تړاو د لاجوردو لاره یو له هغو کلیدي پروژو څخه ده، چې د هېواد سوداګریزې لارې متنوع کولای شي.

د لاجوردو لاره یوه سوداګریزه او ترانسپورتي لاره ده، چې د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو له آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه پېل کېږي، د ترکمنستان د ترکمنباشي بندر ته رسېږي، بیا د کاسپین سمندرګي څخه په تېرېدو د آذربایجان باکو ته ځان رسوي او له هغه ځایه د ګرجستان د تبلیسي ښار څخه په تېرېدو ترکیې او اروپا ته لاره پيدا کوي (وګورئ شکل ۱). په دغه لاره کې د بېلابېلو ترانسپورتي ذرایعو څخه ګټه اخیستل کېږي، لکه سړک، رېل ګاډی، او سمندري ترانسپورتي وسایل. د لاجوردو لارې تړون نهايي کولو تقریباً درېیو کلونو وخت ونیوه، او په پایله کې يې غړي هېوادونه پر یو هوکړه لیک سره سلا شول.

د لاجوردو لارې نوم تاریخي مخینه لري او هغې لرغونې لارې ته پکې اشاره ده چې د افغانستان لاجورد او نور قیمتي کاڼي او ډبرې به یې شمالي افریقا، روسیې، بالکان، اروپا او قفقاز ته ۲۰۰۰ کلونه وړاندې انتقالول. د لاجوردو لارې د بیا پرانستل کېدو په تړاو بحثونه په ۲۰۱۲ز کال کې پېل شول او ورپسې جوخت درې تخنیکي ناستې د حکومتونو په کچه ترسره شوې. د دغو تخنیکي ناستو لومړۍ غونډه د ۲۰۱۴ز کال په نومبر کې وشوه او وروستۍ يې بیا د ۲۰۱۶ز کال په نومبر کې ترسره شوه. د دغو تخنیکي ناستو وروسته، په رسمي توګه د ۲۰۱۷ز کال د نومبر په ۱۵مه نېټه د لاجوردو لارې تړون د رېکا کنفرانس په څنډو کې د ترکمنستان ښار په عشق آباد کې لاسلیک شو.

دغه مقاله د لاجوردو لارې غړو هېوادونو ته د دې لارې جغرافیاوي ارزښت بیانوي. دغه راز په دې مقاله کې هڅه شوې، چې دا پروژه یا لاره به څنګه د غړو هېوادونو د ملي او سیمه‌ېیزو لومړیتوبونو په ترلاسه کولو کې مرستندویه واقع شي.

شکل ۱: د لاجوردو د لارې مسیر

 ماخذ: د طلوع نیوز وېب‌پاڼه
ماخذ: د طلوع نیوز وېب‌پاڼه

 افغانستان

افغانستان د لاجوردو د لارې تړون په خوښۍ ولمانځله؛ ځکه دا به یې مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت ته ملهم شي.

په وچه کې د راګیر هېواد په توګه، افغانستان د خپلې نړیوالې سوداګرۍ لپاره تر ډېره پر پاکستان تکیه کړې او په دې تړاو یې له دغه هېواد سره د افغانستان ترانزیت سوداګرۍ تړون (۱۹۶۵ز کال) او د افغانستان-پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ تړون په ۲۰۱۱ز کال کې لاسلیک کړي وو. خو بیا هم، دا قانوني چوکاټونه د هېواد لپاره مرستندویه واقع نه شول، ځکه افغانستان د پاکستان له لوري له ترانزیتي او سوداګریزو ننګونو سره مخ شو. پاکستان د افغانستان له داسې جغرافیاوي وضعیت څخه په افغانستان کې د خپلو سیاسي موخو او تګلارو د ترلاسه کولو په تړاو د فشار د آلې په توګه کار اخیست[1]. په دې تناظر کې، د لاجوردو لاره به د افغانستان سوداګریزه او ترانزیتي لارې متنوع کړي؛ او دغه راز دا لاره به اروپا ته د افغانستان تر ټولو نږدې، ارزانه او باوري لاره هم وي[2].

له سوداګرۍ او ترانزیت وراخوا، دغه تړون به په سیمه کې د افغانستان د نښلون لپاره یو ستراتيژيک ګام وي. دغه راز د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا، او منځني ختیځ مارکېټونو په لاره کې د یوې څلور لارې په بدلېدو به افغانستان خپل اقتصادي راتلونکی هم خوندي کړي. د لاجوردو لاره له نورو سیمه‌ېیزو پروژو په ځانګړي توګه له پنځه ملیتي رېل کرښې او د ترکیې د منځنۍ حوزې پروژې سره همغږې ده.

په وروستېو کلونو کې د افغانستان سوداګري او ترانزیت له پاکستان څخه ایران ته انتقال شوی. اوسمهال، د ایران بندر عباس د کراچۍ بندر ځای نیولی. که یو ځل د چابهار بندر فعال شي، نو په اوږدمهال کې ممکنه ده چې دا به د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت پر نوې لارې بدلون ومومي. په داسې یو شالید کې، که د چابهار بندر؛ عربي بحیرې ته د افغانستان لاسرسی ممکنوي، نو د لاجوردو لاره به یې بیا د تور او مدیترانې سمندرګېو ته لاره هواره کړي.

د هېواد د اقتصادي راتلونکي په تړاو یوه ستراتېژيکه ستراتېژي وايي، چې افغانستان تر هغه پرمختګ نه شي کولای، څو یې چې سیمه‌ېیزو او نړېوالو مارکېټونو ته لاسرسی نه وي موندلی[3].  د لاجوردو لارې په مسیر کې د پروسېجرونو په اسانولو او د سوداګرۍ د تسهیلولو له کبله به د لاجوردو لارې له غړو او له اروپايي ټولنې سره د افغانستان سوداګري زیاته شي. اوسمهال د افغانستان واردات او صادرات له دغو هېوادونو سره مخ پر ځوړ دي، چې عمده عوامل یې د افغانستان په عمومي سوداګرۍ کې کمښت او په اوسنېو لارو کې د خنډونو شتون ګڼل کېږي.

د لاجوردو لاره له غړو هېوادونو څخه ترکمنستان او ترکیه د افغانستان د صادراتو لوی مارکېټونه دي. دواړو هېوادونو ته د افغانستان صادرات په ډېری توګه وچې مېوې، د حیواناتو پوستکي، طبي بوټي او نور جوړوي. په بل اړخ کې ګرجستان او آذربایجان ته بیا د هېواد صادرات کم دي. خو افغان حکومت دغو ځایونو ته د کانونو د مارکېټونو په سترګه ګوري. په همدې تړاو د ۲۰۱۹ز کال په جون کې آذربایجان ته ۱۱۵ ټنه د مرمرو ډبرې ولېږدولې[4]. که څه هم په تېره لسیزه کې دا لومړی ځل نه دی، چې افغانستان د مرمرو ډبرې صادرې کړي، دا پخپله په راتلونکې صادراتو کې د کانونو وړتیاوې ښيي.

شکل ۲: ترکیې او ترکمنستان ته د افغانستان صادرات (۲۰۰۸-۲۰۱۸) (ارقام په میلیون ډالرو کې دي)

ماخذ: د افغانستان احصایوي کلنۍ ۱۳۹۷ کال
ماخذ: د افغانستان احصایوي کلنۍ ۱۳۹۷ کال

د وارداتو په برخه کې، افغانستان تر ټولو زیات له ترکمنستان څخه واردات کوي؛ ورپسې دویم هېواد آذربایجان دی. له ترکیې او ترکمنستان څخه د افغانستان واردات په ډېری توګه خوراکي او غېر خوراکي توکي وي. خو بیا هم، له ترکمنستان څخه د وارداتو مهمه برخه برېښنا، ډیزل، مایع غاز، او پېترول جوړوي. همدا عمده لامل دی، چې د نورو په پرتله له ترکمنستان څخه د افغانستان واردات زیات دي.

شکل ۳: له ترکیې، ترکمنستان او آذربایجان څخه د افغانستان واردات (۲۰۰۸-۲۰۱۸)(ارقام په میلیون ډالرو کې دي)

ماخذ: د افغانستان احصایوي کلنۍ ۱۳۹۷ کال
ماخذ: د افغانستان احصایوي کلنۍ ۱۳۹۷ کال

اوسمهال له اروپايي ټولنې څخه واردات او اروپايي ټولنې ته د افغاني توکو صادرات د تېرو کلونو په پرتله مخ پر ځوړ دي، چې د دې تر شا عمده لامل اروپايي مارکېټ ته پر لارې پراته خنډونه دي. په څوکه کلونو کې اروپايي ټولنې ته د افغانستان صادرات له ۵۰ میلیونو یورو اوړي او په بل اړخ کې واردات بیا له ۹۰۰ میلیونو یورو زیات وي. په تېره یوه لسیزه کې د سوداګرۍ لپاره غوره کال د ۲۰۱۲ز کال و، چې دوه اړخیزه سوداګري پکې له یو میلیاردو یورو واوښته. اټکل کېږي، چې د تسهیل او خنډونو په کمېدو سره به د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګري زیاته شي. (وګورئ شکل ۴).

شکل ۴: له اروپايي ټولنې سره د افغانستان سوداګري (۲۰۰۸-۲۰۱۸) (ارقام په میلیون یورو کې دي)

ماخذ: د افغانستان احصایوي کلنۍ ۱۳۹۷ کال
ماخذ: د افغانستان احصایوي کلنۍ ۱۳۹۷ کال

ترکمنستان

د لاجوردو لارې دویم منزل ترکمنستان دی. په دې له طبیعي منابعو ډک، وچې پورې تړلی او په ستراتيژيکه توګه مهم ځای (منځنۍ اسیا) کې پروت هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو، چین او روسیې ترمنځ رقابتونه کومه نوې خبره نه ده. د دغو رقابتونو له کبله د منځنۍ اسیا هېوادونه اړ شول، چې د خپلو جغرافیاوي موقعیتونو په رڼا کې خپلې بهرنۍ چارې جوړې کړي. د منځنۍ اسیا له دغو هېوادونو څخه ترکمنستان په ۱۹۹۵ز کال کې د ملګرو ملتونو د یو ځانګړي قرارداد په رڼا کې دایمي ناپېیلتوب غوره کړ، چې دا بیا د نړیوالې سولې او امنیت په تړاو د نوموړي هېواد غښتلې ژمنه ښيي.

ترکمنستان په نړېواله کچه د طبیعي غازو څلورم تولیدونکی دی[5]، چې صادرات یې بیا تر ډېره روسیې، چین او ایران ته وي. خو په دې وروستېو کې د یو شمېر عواملو له کبله د دغه هېواد عاید له هاېډرو کاربن صنعت څخه کمه شوې ده. د ۲۰۱۷ز کال په لومړیو کې، د روسیې د ګېزپروم شرکت له ترکمنستان سره د نرخونو پر سر د تنازعې له کبله له دغه هېواد څخه د غازو واردول بند کړل[6]، او ایران ته بیا د ترکمن غازو لېږدونه د قراردادي ستونزو له کبله بند شوه[7]. دې وضعیت، چین د ترکمنستان د غازو یوازینی خریدار کړ. خو چین ته هم د ترکمن غازو صادرول له ننګونو سره مخ دي. چین ته د ترکمن غازو صادرول له درېیو لارو د ازبکستان او قزاقستان له لارې د چین له لوېدیځ سره ترسره کېږي. چین ته د ترکمن غازو د عرضې زیاتولو په موخه یوه څلورمه لاره هم پېل کړه، چې له مخې به یې چین ته د ازبکستان، تاجکستان او کرغزستان له لارې تر ۳۰ میلیاردو متر مکعب پورې د ترکمنستان غاز ولېږدول شي. خو له بده مرغه د ۲۰۱۵ز کال د دیسامبر راهیسې، د ازبکستان، تاجکستان، کرغزیستان او ترکمنستان ترمنځ د لارې د مسیر پر سر د لانجو او یو شمېر نورو تخنیکي ستونزو له کبله د دې لارې پر جوړونې کارونه تم شوي دي[8].

ترکمنستان په دې ښه پوهېږي، چې د هاېډرو کاربن پر صنعت اتکا یو شمېر خطرونه هم لري. همدا لامل دی، چې اوس خپل اقتصاد متنوع کوي. په همدې تړاو یې د ټولنیزې اقتصادي پرمختیا ملي برنامه چې د ۲۰۱۱ز څخه تر ۲۰۳۰ز کال پورې ده[9]، په سیمه‌ېیزه کچه پر ترانزیتي حوزې بدلېدو باندې ټینګار کوي. له همدې مخه یې د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې ډېرې پانګونې کړي. د ترکمنستان د ټولنیزې اقتصادي پرمختیا برنامې له مخې، د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې پانګونې باید د سوداګرۍ د تسهیل او خدماتو پرمختګ سره همغږې وي. په داسې وضعیت کې، د لاجوردو د سوداګرۍ، ترانزیتي او ترانسپورتي لارې تړون د دې هېواد له ملي برنامې سره همغږې ده. دا به دغه هېواد د جنوبي قفقاز، ترکیې او اروپا سره ونښلوي.

آذربایجان

د لاجوردو د سوداګرۍ او ترانزیتي لارې په مسیر کې د آذربایجان، ګرجستان او ترکیې هېوادونه راځي. آذربایجان په جنوبي قفقاز کې د ستراتیژيک لوبغاړي په توګه ارزښتمن هېواد دی. دې هېواد د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه او د روسانو له خوا د وړو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې له کبله له همغه مهاله راهیسې له روسیې سره په واټن کې واقع شوی دی. په بل اړخ کې، د شیعه ډیرکي مسلمان هېواد په توګه نوموړی هېواد له ایران سره په مذهبي او توکمیزه میراثه کې شریک دی. خو بیا هم، آذربایجان د شوروي مهال سېکولر حیثیت ساتلی او له ایران سره هم کمې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري. د آذربایجان او اسرایلو ترمنځ د نږدې نظامي، اقتصادي او سیاسي اړیکو له کبله ده، چې تهران؛ آذربایجان ته د ایران-ضد په سترګه ګوري. همدا لامل دی، چې د دواړو هېوادونو له خوا د یو بل ښاریان د جاسوسۍ په تورونو هم نیول کېږي[10].

د ۲۰۱۶ز کال په اګسټ کې، آذربایجان په یوې درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ، څو له ایران او روسیې سره د شمال-جنوب ترانسپورتي حوزې په تړاو وغږېږي[11]. د ځمکې او سمندري لارو موخه دا وه، څو هند له اروپا سره د ایران، قفقاز او روسیې له لارې ونښلوي. د آذربایجان جیوپولیټیکي دريځ ته په کتلو سره، په دې درې اړخیزه ناسته کې د آذربایجان ګډون هېښوونکې و؛ خو د دې تر شا عمده لامل د امریکا متحده ایالاتو پاملرنه جلبول و، چې د اوباما ادارې پرمهال دې هېواد ته د واشنګټن پاملرنه کمه شوې وه. خو بیا هم، د آذربایجان له خوا د لاجوردو لارې تړون لاسلیکول د دغه هېواد له جیوپولیټیکي دريځ سره همغږی دی او همهاله به په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو مخالفینو – ایران او روسیه – سیمه‌ېیز اقدامات تلافي کړي.

ګرجستان

د لاجوردو لارې بل تم ځای ګرجستان دی، چې له روسیې، آذربایجان او ترکیې سره ګډې پولې لري، او لوېدیځ ته یې تور سمندرګی او جنوب ته یې بیا د قفقاز سیمې پرتې دي. له دوو پېړیو راهیسې دغه هېواد پر لوېدیځو مرسته اتکا وکړه، څو د خپلو دوو ګاونډیانو – روسیه او ایران – نفوذ راکم کړي[12]. د لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته د انګلستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد خپلواکي تر لنډې مودې پورې وساتله؛ خو وروسته د شوروي بلشویکانو دغه هېواد ونیوه. د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره ګرجستان په ۱۹۹۱ز کال کې خپله خپلواکي ترلاسه کړه؛ خو روسان تر اوسه دا ځای خپله د نفوذ سیمه ګڼي. په دې وروستېو کې د ګرجستان پرضد د روسانو د ځواک نمایش د ۲۰۰۸ز کال په اګست میاشت کې وشو، چې له مخې يې روسیې د ګرجستان هېواد اشغال کړ او د دې هېواد د جنوبي اوستیا او آبخازیا سیمې یې د خپلواکو ایالتونو په توګه وپېژندل. د روسانو د دې اقدام تر شا لوی لامل دا تحلیل و، چې ګرجستان د ناټو غړیتوب په ترلاسه کولو سره له لوېدیځ سره له نږدې کېدو وژغوري.

ګرجستان؛ ترکیې ته د آذري تېلو او غازو په ترانزیتي مسیر کې پروت دی. آذربایجان، ګرجستان او ترکیه د درېیواړو هېوادونو ترمنځ د نښلون په تړاو تمرکز کوي. د نښلون په تړاو یو شمېر پروژې لکه د جنوبي قفقاز د غازو نل‌لیکه، د باکو-تبلیسي سیحان د تېلو نل‌لیکه، او د باکو-تبلیسي-کارس د رېل پټلۍ د آذربایجان، ګرجستان او ترکیې لپاره نوي اقتصادي فرصتونه وړاندې کوي.

دغه پرمختګونه په څرګنده توګه د جنوبي قفقاز په سیمه کې د روسانو په پرتله د ترکیې د زیاتېدونکي نفوذ او برلاسي ځای ښکارندوی دی. ګرجستان په دې وروستېو کې د باکو-تبلیسي-کارس د رېل ګاډې پټلۍ د ورېښمینو نوې لارې ترکي بڼه ګڼلې ده، چې له دې څخه به د شمالي افریقا او اروپایان ګټه واخلي، څو له منځنۍ اسیا سره ځانونه ونښلوي[13].

ترکیه

په بل اړخ کې ترکیه د اروپايي ټولنې لپاره د انرژۍ پر یوې څلور لارې بدلېدل غواړي. اوسمهال روسیه اروپايي ټولنې ته تر ټولو زیات د تېلو او غازو عرضه کوي. اروپايي ټولنه او د امریکا متحده ایالات د بېلابېلو کوښښونو له کبله غواړي، اروپا ته د انرژۍ عرضه متنوع کړي او په دا توګه پر روسیې د اروپايي ټولنې تکیه کمه کړي. په دې تړاو له یو شمېر پروژو په ځانګړي توګه د نابوکو د غازو له نل‌لیکې ملاتړ کوي، چې دا به بیا د کاسپین او منځني ختیځ غاز اسټریا او منځنۍ اروپا ته ولېږدوي او داسې به ترکیه د انرژۍ پر یوې څلور لارې بدلون ومومي. د نابوکو غاز نل‌لیکه به د اروپايي ټولنې انحصار پر روسیې کم او هغه ایراني هڅې وننګوي، چې له مخې يې غواړي اروپا ته د فراملي کاسپین غازو نل‌لیکې له لارې د غازو عرضه وکړي.

په بل اړخ کې، دا به د ترکمنستان د غازو صادرات هم متنوع کړي او پر چین به د ترکمنستان تکیه کمه شي. د غازو دغه نل‌لیکه به اروپا ته نه یوازې دا چې د ترکمنستان بلکې د قزاقستان د غازو عرضه هم د سمندري نل‌لیکې له لارې زیاته کړي.

اوسمهال، د کسپین په سمندر کې د ځمکنېو شخړو او د روسانو او ایرانیانو د شدیدو مخالفتونو له کبله دغه پروژه تم شوې ده. دلته اړینه ده یادونه وکړو چې دغه نل‌لیکه به اروپا ته د لاجوردو لارې د غړو هېوادونو له ځمکو څخه تېره شي.

پایله

په لنډه توګه، د لاجوردو لاره نه یوازې دا چې په خپله یوه مهمه پروژه ده، بلکې له یو شمېر نورو سیمه‌ېیزو پروژو سره هم همغږې ده. دغه راز دغه پروژه ډېر ظرفیت لري، چې د غړو هېوادونو د سیاسي اقتصادي ګټو اړتیاوې پوره کړي.

افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان، چې وچې پورې تړلي هېوادونه دي، د دې لارې له کبله به د لاجوردو لارې د غړو هېوادونو ترمنځ ادغام او همکاري زیاته شي، او د دې لارې د بشپړې فعالېدو له کبله به سیمه خپل وروستي اقتصادي توان ته ورسېږي. له همدې ځایه ده، چې یو ځل د لاجوردو لارې په حوزه کې اړینې زیربناوې جوړې شي او پروسیجرونه اسانه شي، نو دا به نه یوازې دا چې غړو هېوادونو بلکې په پراخه توګه اوراسیايي سیمې ته اقتصادي ګټې ورسوي.

=====================================================================================

[1] Shoib Rahim, Afghanistan’s Dependence on Pakistan: Trade, Transit and the Cost of Being Landlocked, Kardan Journal Economics and Management Sciences, Vol 1 Issue 4, 2018, see it online:< (https://kardan.edu.af/Research/journal.aspx?j=KJEMS&id=35)

[2] Afghanistan Chamber of Commerce and Industries, The Lapis Lazuli Corridor is shortest, cheapest and safest route for Afghanistan’s transit trade, see it online:<

 http://www.acci.org.af/archive/535-the-lapis-lazuli-corridor-is-shortest-cheapest-and-safest-route-for-afghanistans-transit-trade-.html

[3] Islamic Republic of Afghanistan, Transport and Civil Aviation Strategy 1387–1391 (2007/08-2012/13), February 2008, p. 17,

http://www.ands.gov.af/ands/final_ands/src/final/sector_strategies/Transport%20Sector%20Strategy%20-%20English.pdf.

[4] Afghan Marble Reaches Azerbaijan via Turkmenistan

https://www.business.com.tm/post/3985/afghan-marble-reaches-azerbaijan-via-turkmenistan

[5] په دې تړاو وګورئ لاندې منابع:
https://www.hydrocarbons-technology.com/features/feature-the-worlds-biggest-natural-gas-reserves/

[6] په دې تړاو وګورئ د ډيپلومات نړیوالې نشریې دغه لاندې راپور:
https://thediplomat.com/2016/01/russias-gazprom-stops-buying-gas-from-turkmenistan/

[7] Bruce Pannier, Turkmen Cutoff of Iran leaves dwindling gas options for Ashgabat, Radio Free Europe, 02 Jan 2017, see it online:< https://www.rferl.org/a/turkmenistan-iran-gas-dispute-dwindling-options/28209476.html>

[8] Michael Lelyveld, China shelves central Asia gas plan, Radio Free Asia, 20 March 2017, see it online:< https://www.rfa.org/english/commentaries/energy_watch/china-shelves-central-asia-gas-plan-03202017103720.html>

[9] Diversifying The Turkmen Economy (World Bank)

http://documents.worldbank.org/curated/en/887311468111849090/pdf/ACS12651-WP-P148086-OUO-9-Box391453B.pdf

[10]په دې تړاو وګورئ د نړیوالو رسنیو لاندې راپورونه:

Associated Press, Iran detains 6 suspects on espionage charges in northwest, 23 June 2016, see it online:< https://apnews.com/af6df74dc75742fd8052d5325dca29b3>; The Telegraph, Azerbaijan arrests ’22 Iranian spies’, 14 March 2012, see it online:< https://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/middleeast/azerbaijan/9144424/Azerbaijan-arrests-22-Iranian-spies.html>

[11] MEMRI, An overview of the Azerbaijan-Iran-Russia Trilateral Summit in Baku, Special Dispatch No 6569, 11 Aug 2016, see it online:< https://www.memri.org/reports/overview-azerbaijan-iran-russia-trilateral-summit-baku>

[12] Andrew North, Georgia’s Long Road to Europe, Foreign Affairs, 11 Aug 2016, see it online:< https://www.foreignaffairs.com/articles/georgia/2016-08-11/georgias-long-road-europe>

[13]  د دغه رېل بټلۍ په تړاو د لا مطالعې لپاره وګورئ:

Andrew Korybko, The BTK railway is Turkey’s Silk Road Corridor to Central Asia, Oriental Review, 2017, see it online:<
https://orientalreview.org/2017/11/06/the-btk-railway-is-turkeys-silk-road-corridor-to-central-asia/

=====================================================================================

د PDF لینک لپاره

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *