اعتدال، توازن او منځلارېتوب؛ شرعي معناوې او غلطې انګېرنې

دکتور مصباح الله عبدالباقي د ستراتېژيکو او سیمه‌ييزو څېړنو مرکز د علمي شورا رئیس او د تحلیل مجلې د مشورتي بورډ غړی دی. د دې ترڅنګ دکتور مصباح په تفسیري مطالعاتو کې د اسلام آباد له نړېوال اسلامي پوهنتون څخه دکتورا لري او اوس‌مهال د سلام خصوصي پوهنتون مشر دی. دکتور مصباح الله عبدالباقي له تېرو دوو لسیزو راهیسې د اسلامي فکر او پېښو او لویدیځ پېژندنې په تړاو مقالې او رسالې لیکلې دي.

[یادونه: په دغه لیکنه کې د اعتدال، توازن او منځلارېتوب مفهوم بیان شوی او بیا په قران کریم کې د منځلارېتوب معنی د بېلا بېلو آیتونو په رڼا کې واضح شوې ده. همدارنګه، د منځلارېتوب او اعتدال تر عنوان لاندې پر هغو غلطو انګېرنو هم د اهل سنت او الجماعت د اصولو په رڼا کې بحث شوی، چې زموږ په ټولنه کې شتون لري.

دا چې په اسلام کې د منځلارېتوب  نښې او مظاهر څه دي، او دغه راز د هغې غوښتنې څه دي، هم په دې لیکنه کې پرې تفصیلي بحث شوی.]

کيلي: اسلام، منځلارېتوب، منځلاري، منځلاري مسلمانان، افراط او تفریط

مقدمه

هر څېز یوه خاصه ځانګړتیا لري چې هغه پرې پېژندل کېږي، دې ځانګړتیا ته د منطق په اصطلاح خاصه یا الوصف الأخص وېل کېږي. د اسلام الوصف الأخص یا خاصه ځانګړتیا «وسطیت او اعتدال» دی. دا یوه داسې ځانګړتیا ده چې د اسلام په هر اړخ کې رعایت شوې ده، هغه که عقاید وي او که عبادات، اخلاق وي او که معاملات، سیاست وي او که تجارت، د معرفت نظریه وي او که عملي اړخ…هېڅ یو اړخ داسې نه دی پاتې چې دا ځانګړتیا پکې په ډېر څرګند ډول رعایت شوې نه وي.

دا موضوع چې تاسو یې لولئ، د دې اصلي او بنسټیزه موخه دا ده چې لوستونکي پر دې پوهه شي، چې د وسطیت او توازن مفهوم څه دی، او هغه مفهوم څه دی چې له غرب څخه اغېزمن خلک یې له دغو اصطلاحاتو اخیستل غواړي، او دا چې هغه کوم دلایل دي چې دا ثابتوي چې وسطیت، توازن او اعتدال د اسلام یوه بنسټیزه ځانګړتیا ده، بیا هغه کومې غوښتنې دي چې اسلام یې له یو مسلمان څخه غوښتنه کوي چې باید په خپل ژوند کې یې پیاده کړي، او په پای کې هغه کوم سلوکېات دي چې د اسلام له دې ځانګړتیا سره په ټکر کې واقع دي، په دې لاندی کرښو کې د همدی موضوعاتو په اړه یو څه معروضات درنو لوستونکو ته وړاندې کوو. که درست وي نو دا د الله تعالی توفیق او احسان دی، او که خطاء او غلط وي نو هغه زما د نفس او شیطان له خوا دي او له هغه څخه د الله شریعت مبراء او پاک دی. سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ(۳۲: البقره)

  1. د منځلارېتوب او اعتدال معنی او مفهوم

وسطیت (منځلارېتوب) په لغت کې په دوو مفهومو کې استعمال شوی دی: لومړی په مادي مفهوم کې د څېزونو (وسط)؛ په دې استعمال کې (وسط) د څېزونو منځ ته وېل کېږي، د داسې څېزونو منځ ته چې څنډې او اړخونه ولري، لکه عرب چې وايي: «جلست وسط الدار» یعنې زه د کور په منځ کې کښېناستم. د کور څنډې او طرفونه او اړخونه شته دي؛ هر هغه ځای چې د دې اړخونو منځ کې واقع دی، هغه ته وسط وېل کېږي.

دویم؛ کله چې له وسط څخه د معنوي وسطیت مراد واخیستل شي، نو بیا ترې د یو څېز تر ټولو غوره، بهتره او افضله برخه مراد وي، او دا ځکه چې په عامه توګه په مادي څېزونو کې د څېزونو منځنۍ برخې تر ټولو غوره، بهتره او افضله وي، او په عامه توګه دا د دوو متضادو صفتونو په منځ کې وي.

منځلارېتوب ته په اصطلاح کې څه وايي؟

په اصطلاح کې د وسطیت معنی اعتدال غوره کول، او له افراط او تفریط څخه ځان ژغورلو ته وايي. تعریف یې په لاندې ټکو کې شوی دی:

(هي حالة من التوازن القائم على التوسط بين طرفين متضادين، دون غلو أو تقصير).

ژباړه: وسطیت د توازن هغه حالت ته وېل کېږي چې د دوو متقابلو او متضادو طرفونو ترمنځ د منځلاریتوب پر بنسټ په داسې توګه ولاړ وي چې نه پکې زیاتی (غلو) او نه پکې کمی (تقصیر) وي.

(الوسطیة سلوک محمود ـ مادي او معنوي ـ یعصم صاحبه من الانزلاق  الی طرفین متقابلین ـ غالبا ـ أو متفاوتین، تتجاذبهما رذیلتا الافراط والتفریط سواء کان فی أمور دینیة أم دنیویة).

ژباړه: وسطیت یو داسې درست تعامل ته وېل کېږي چې انسان د دوو متفاوتو او یا متضادو اړخونو ـ هغه که مادي وي او که معنوي ـ څخه د یو اړخ لور ته د میلان څخه ځان وساتي. داسې اړخونه چې د افراط او تفریط، د کمي او زیاتي ترمنځ واقع وي، دا (اړخونه) که په دیني چارو کې وي او که په دنیاوي چارو کې.

وتلی عالم دکتور قرضاوي منځلارېتوب  داسې تعریفوي:

ژباړه: وسطیت د متقابلو اړخونو ترمنځ منځلاریتوب ته ویل کېږي، نه په داسې توګه چې یو لوری ټول تأثیر خپل کړي او بل لوری بی‌تأثیره پرېږدي، او یا دا چې یو لوری له خپل حق څخه زیاته ونډه تر لاسه کړي او پر بل لوري تېری او ظلم وکړي. د متقابلو اړخونو ترمنځ د وسطیت مثالونه په لاندی ډول دي: د ربانیت او انسانیت ترمنځ وسطیت، د روحانیت او مادیت، د اخرويت او دنیویت، د وحي او عقل، ماضي ته په انتساب او راتلونکي ترمنځ منځلاریتوب، د واقعیت او مثالیت، د حقوقو او واجباتو، د بدلون او ثبات، د نص او اجتهاد، د ظاهریت او مقصدیت، د روایت او رأی او داسی نورو مواردو ترمنځ وسطیت او اعتدال. د دغو مواردو ترمنځ د وسطیت، اعتدال او منځلاریتوب معنی دا ده چې له دوی څخه هر یو ته خپل میدان پرانېستلای شي، او د زیاتوالي او کموالي پرته هر یوه ته په هغه توګه چې قران کریم وايي خپل حق ورکړلای شي، الله تعالی فرمايي: ( الله تعالی اسمان اوچت کړی دی، او تله یې ایښي ده، (او د دې حکم یې کړی چې) تاسې په تله کې تېری مه کوئ، او (د دې حکم یې کړی چې) په عدل او انصاف سره وزن وتلئ او په تله کې چا ته نقصان مه اړوئ).

نو منځلارېتوب دې ته وېل کېږي چې له زیاتي او کمي پرته د متقابلو اړخونو او لوریو ترمنځ په انصاف سره منځلاریتوب او اعتدال په داسی توګه غوره او وټاکل شي چې یو اړخ پر بل تېری ونه کړي؛ د هغه چا په څېر چې د دنیا او اخرت ښېګڼې جمع کوي، او یا د هغه چا په څېر چې د علم او رڼا دواړه مصدرونه (وحې او عقل) جمع کوي او ترې استفاده کوي.

همدا خبره ابن قیم الجوزیة داسې کوي:

ما أمر الله – عزَّ وجل – بأمر إلا وللشيطان فيه نزغتان: إمَّا تقصير وتفريط، وإما إفراط وغلو، فلا يبالي بما ظفر من العبد من الخطيئتين”[2]

ژباړه: الله تعالی چې د هر څه حکم ورکړی، په هغه کې شیطان انسان ته په دوو ډولو فریب ورکوي او تیر باسي يې؛ یا خو یې په تقصیر او تفریط کې غورځوي، او یا یې په افراط او غلو کې اچوي، بیا یې هېڅ پرواه نه وي چې له دې دواړو ګناهونو څخه یې انسان په هره ګناه کې ور غورځولی وي.

په بل ځای کې همدا عالم فرمايي:

“والدين كلُّه بين هذين الطرفين – التقصير والمجاوزة – بل الإسلام قصد بين الملل، والسنة قصد بين البدع، ودين الله بين الغالي فيه، والجافي عنه”[3]

ژباړه: ټول دین د دوو څنډو او اړخونو (افراط او تفریط) په منځ کې دی، بلکې اسلام د ټولو ادیانو په منځ کې د اعتدال او وسطیت دین دی، او د اهل سنتو منهج او تګلاره د مبتدع فرقو د افراطي او تفریطي تګلارو په منځ کې یوه تګلاره ده، همدا راز د الله تعالی دین د غلو (افراط) کوونکو او د پرېښودونکو (تفریط کوونکو) ترمنځ یو دین دی.

په حقیقت کې د ژوند په هر اړخ کې د اسلام د احکامو عملي کول، او بیا په کُلي توګه د اسلام تشریعاتو ته غاړه اېښودل همدا توازن او اعتدال رامنځ ته کوي، اسلام چې د هر څه حکم ورکړی هغه په حقیقت کې د وسطیت او توازن تر ټولو بهترین معیار دی، بیا که څوک د اسلام یوه برخه واخلي او بله برخه یې پرېږدي، نو بیا هم په ژوند کې اعتدال او وسطیت نه رامنځ ته کېږی. د بېلګې په توګه که څوک په اسلام کې په روحاني او معنوي اړخ عمل کوي؛ خو د دنیا د ابادۍ او تعمیر په اړه د اسلام احکام او تشریعات له یاده وباسي، نو د دغه شخص په ژوند کې اعتدال نه شي راتللی. همدا راز که څوک د سولې په اړه د اسلام تشریعات خلکو ته رسوي او پر هغه ترکيز کوي؛ خو د معتدي او ظالم پر ضد د درېدو او جهاد احکام یې هېر وي، دا هم له اعتدال او توازن څخه لېرې دریځ دی؛ همدا راز که څوک یوازې د اسلام په اخلاقي اړخ ترکيز کوي او عبادي اړخ یې هېر وي دا هم د توازن او وسطیت څخه لیرې ده.

د منځلارېتوب نادرست مفهوم

یو شمېر خلک هڅه کوي چې د نورو شرعي اصطلاحاتو په څېر د «وسطیت» اصطلاح هم له خپل حقیقي مفهوم څخه وباسي او په نادرسته معنی یې حمل کړي. د دوی په اصطلاح وسطیت او اعتدال دې ته ویل کېږي چې اسلام تنازل قبول کړي، او له جاهلیت سره جوړ جاړی وکړي، په دی معنی چې یو څه له جاهلیت څخه واخلي او یو څه له اسلام څخه، او په منځ فیصله وکړي، د خپلو اصلي احکامو له جملې څخه له یو څه احکامو تېر شي، او هر هغه څه لغوه کړي چې د استعماري او برلاسو قوتونو د تصوراتو او فکري منظومې سره په ټکر کې وي، ځکه هغه دوی ته وروسته والی ښکاري.

همدا راز څه خلک اعتدال دې ته وايي چې د قران کریم او نبوي سنتو پر نصوصو د اعتماد او استدلال پرځای قوانین او تشریعات د هغو خلکو د نفسي خواهشاتو او ذهني تراوشونو تابع وګرځوي چې له غربي تمدن څخه مرعوب دي. داسې خلکو ته د دوی په اصطلاح کې (Moderate Muslims) یا منځلاري مسلمانان ویل کېږي. دا په حقیقت کې نه مسلمانان دي او نه منځلاري؛ دا هغه څه دي چې قران کریم په ډېر پېل کې په (الکافرون) سورت کې په ډېر وضاحت سره مسترد کړي دي، او داسې څوک چې د اسلام پر یوه برخه عمل کوي او بله برخه یې د نورو خلکو د خواهشاتو او یا هم ذهني شکست خوردګۍ له امله پرېږدي، قران کریم په دې اړه داسی وايي:

{أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ} [البقرة: 85]

ژباړه: ایا د (الله تعالی) د کتاب یوه برخه منئ او بله برخه یې نه منئ، له تاسو څخه چې څوک د دې کار ارتکاب کوي د هغې لپاره د دنیا په ژوند کې د رسوائي څخه پرته بل څه نشته او د قیامت په ورځ به تر ټول سخت عذاب ته ور وګرځول شي.

په دې معنی وسطیت یو داسې کوښښ دی چې د اسلام د دې بنسټیزې ځانګړتیا اصلي مفهوم تشویه کوي او غلطه معنی ور اغوندي، خو دا باید د دې لامل ونه ګرځي چې موږ له دې شرعي اصطلاح څخه لاس واخلو او پریی ږدو، بلکې ښايي چې دغه اصطلاح خپل اصلي مفهوم ته بېر ته راوګرځوو.

  1. په قران کې د منځلارېتوب معنی

وسطیت، اعتدال او له دې سره مترادف کلمات په قران کریم کې په څلورو ایتونو کې راغلي دي. په دی ټولو ایتونو کې وسطیت د غوره والي، او د دوو متضادو اړخونو په منځ کې په واقع کېدو، او له غلو او افراط او تفریط څخه په ځان ساتنه دلالت کوي، دا ایتونه په لاندې ډول دي:

منځلارېتوب د غوره والي او له افراط او تفریط څخه د لېرېوالي په معنی

لومړی ایت:(چې وسطیت پکې د غوره والي، خیریت او اعتدال په معنی راغلی دی)  د الله تعالی دا وینا ده چې فرمایي:

{وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا} [البقرة: 143]

پیغمبر صلی الله علیه وسلم د «الوسط» تفسیر پر «العدل» (اعتدال) کړی دی[4]، یعنې موږ تاسې (مسلمانان) د وسطیت او اعتدال امت ګرځولي یاست.

ابن جریر طبري وايي:

“إنَّما وصفهم بأنَّهم وسط؛ لتوسُّطهم في الدِّين، فلا هم أهل غلو فيه – غلوَّ النصارى الذين غالوا بالتَّرهب، وقيلِهم في عيسى ما قالوا فيه – ولا هم أهل تقصير فيه – تقصير اليهود، الذين بدلوا كتاب الله وقتلوا أنبياءهم، وكذبوا على ربهم وكفروا به – ولكنهم أهل توسط واعتدال فيه”[5]

ژباړه: یعنې الله تعالی دې امت ته د وسطیت صفت له دی امله ورکړی دی چې دوی د دین په لحاظ منځلاري دي، نه په دوي کې د نصاراو (مسیحیانو) هغه زیاتوالی شته چې د رهبانیت د خپلولو او د حضرت عیسی علیه السلام ته د الوهیت د نسبت له امله پکې پیدا شوې وه، او نه پکې د هغو یهودانو تقصیر او نقص شته، چې د الله تعالی کتاب یې تحریف کړ، انبیاء علیهم السلام یې ووژل، پر الله تعالی يې درواغ وتړل او په هغې باندې یې کفر وکړ، بلکې دوی په دین کې د وسطیت او اعتدال خاوندان دي.

منځلارېتوب د (بهتره اوغوره) په معنی

دویم ایت: الله تعالی قول -: حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى [البقرة: 238]؛ ابن السمين الحلبي وايي چې دلته د الوسطی څخه مراد تر ټولو غوره لمونځ دی، ځکه چې (وسطی) د فعل پر وزن دی چې د اوسط مؤنث دی، لکه یو شاعر چې وايي (یا أوسط الناس طرا فی مفاخرهم …. و أکرم الناس أما برة و أبا) په دې شعر کې له اوسط الناس څخه أفضل الناس مراد دی، نو په دې ایت کریمه کې وسطی له هغه وسط څخه اخیستل شوی چې د بهتر او افضل په معنی راځي، او له هغه وسط څخه نه دی اخیستل شوی چې د دوو څېزونو په وسط او منځ کې د واقع کېدو په معنی راځي؛ ځکه چې د فعلي وزن د تفضیل لپاره راځي، او د تفضیل معنی هغه وخت متحقق کېږي چې په داسې معنی دلالت وکړي چې زیادت او نقصان مني(مفضل او مفضل علیه په کې وجود ولري). که وسط د غوره او افضل په معنې واخلو، نو زیادت او نقصان مني، خو که وسط د دوو شیانو په منځ کې د واقع کېدو په معنی واخلو، نو زیادت او نقصان نه مني، نو له هغه وسط څخه چې د دوو څېزونو ترمنځ د واقع کېدو په معنی راځي له هغه څخه د تفضیل صیغه اصلاً نه جوړیږي[6].

درېیم ایت: الله تعالی قول:

[قَالَ أَوْسَطُهُمْ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُونَ] ]القلم: 28]، قال الطَّبري: “ويقال: قال: خيرهم”[7] وقال القرطبي: “أمثلهم وأعدلهم وأعقلهم”،[8] وقال الألوسي: “أحسنهم وأرجحهم عقلاً ورأيًا، أو أوسطهم سنًّا”[9]

ژباړه: طبري وايي چې د اوسطهم نه مراد تر ټولو غوره انسان مراد دی، قرطبي هم همداسې وايي چې د اوسطهم نه مراد تر ټولو بهتر، تر ټولو عادل، او تر ټولو عاقل مراد دی، او الوسي وايي چې د اوسطهم نه مراد تر ټولو ښه، د عقل او رأی په لحاظ غوره انسان مراد دی، او دا هم کېدی شي چې د عمر په لحاظ منځنی ورور مراد وي.

منځلارېتوب د (اعلی او ادنی ترمنځ)

څلورم ایت هغه ایت دی چې وسطیت پکې د دوو معناګانو احتمال لري، د اعلی او ادنی ترمنځ، او د غوره او بهتر په معنی. الله تعالی فرمايي:

{فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ } [المائدة: 89]

ژباړه: (نو په قسم کې د حانث کېدو) کفاره لسو مسکېنانو ته د هغه خوراک چې تاسې خپل اهل و عیال ته ورکوی، یا له هغو جامو څخه چې خپل اهل و عیال ته یې ورکوی (بهتر) یا (متوسط) خوراک او جامې ورکول دي.

په دې ایت کې له «من اوسط ما تطعمون» څخه یا منځ کوره خوراک مراد دی، لکه ابن عباس رضی الله عنهما چې وايي:

{ كَانَ الرَّجُلُ يَقُوتُ أَهْلَهُ قُوتًا دُونًا، وَبَعْضُهُمْ قُوتًا فِيهِ سَعَةٌ، فَقَالَ اللَّهُ: {مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُم }[المائدة: 89]. الْخُبْزِ وَالزَّيْتِ}[10]

ژباړه: څه خلکو به خپلو کورنۍ ته خراب خوراک ورکاوه او څه خلکو به ښه خوراک ورکاوه، نو الله تعالی وفرمایل چې د خپلې کورنۍ منځکوره خوراک په فدیه کې ورکړئ، یعنې ډوډۍ او تېل.

همدا مفهوم قرطبي هم غوره کړی دی، هغه وايي:

“هو منْزلة بين مَنْزلتين، ونِصْف بين طرفين”[11]. یعنې په دې ایت کې له اوسط څخه مراد د ښه او خراب ترمنځ منځکوره خوراک مردا دی.

او یا ترې بهترین خواړه  مراد دی، له همدې امله په دې ایت کې یو شمېر مفسرین وايي چې د (من اوسط ما تطعمون) څخه مراد بهترین خواړه مراد دی، نو د دې ایت مفهوم به دا وي چې په کفاره کې باید خپل اهل وعیال ته بهترین خواړه ورکړل شي.

  1. په قران کې د منځلارېتوب دلائل

په قران کریم کې د ژوند په بېلا بېلو اړخونو کې د اعتدال او وسطیت د غوره کولو حکم ورکړی شوی دی، او انسانان یې دې ته هڅولي چې ځان له افراط او تفریط، تشدد او تساهل، کمي او زیاتي څخه وساتي، دا وسطیت یوازې په دیني قضایاوو کې منحصر نه دی، بلکې د ژوند په ټولو اړخونو کې شامل دی، د بېلګې په توګه دا لاندې موارد د یادلو وړ دي:

په انفاق فی سبیل الله کې اعتدال

په قران کریم کې انسانان دې ته رابلل شوي چې په انفاق او د الله تعالی په لاره کې د مصرف او خرچ کولو په اړه باید له اعتدال څخه کار واخلي، یعنی انسان نه باید دومره بخیل وي چې د مال او دولت د موجودیت او نفقه کولو د توانايي سره اصلاً د نورو انسانانو په فکر کې نه وي او نه دومره سخي وي چې خپل ټول مال او دولت نفقه کړي او بیا پخپله فقیر او نورو ته محتاج وي. الله تعالی فرمايي:

{وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ} [البقرة: 219]

دا ایت د قرطبي له وینا سره سم، د عمرو بن الجموح په اړه نازل شوی دی، او په دې اړه نازل شوی چې څومره مقدار مال باید د الله په لاره کې نفقه کړای شي، کله چې {قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ} (البقره:۲۱۵) نازل شو، عمرو بن الجموح وویل: زه باید څومره مال  د الله په لاره کې نفقه کړم؟ نو دا ایت نازل شو {قُلِ الْعَفْوَ} له عفوې څخه څه مراد دی؟ په دی اړه قرطبي وايي: څومره چې د انسان لپاره اسانه وي او د هغه له اړتیاوو څخه زیات وي، او د هغه خرچ کول یې پر زړه ګران تمام نه شي[12]. نو د دې ایت معنی دا شوه: دومره مال نفقه کړئ چې ستاسو له اړتیاوو څخه زیات وي، او نفقه کول یې پر تاسی ګران تمام نه شي او د مصرف په پایله کې تاسی فقیر نه شئ.

همدا خبره په یو بل ایت کې په ډېر صراحت سره یاده شوې ده، الله تعالی فرمایي:

{وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا} [الفرقان: 67]

ژباړه: (او د الله تعالی واقعي بندګان) هغه څوک دي چې کله مصرف کوي اسراف نه کوي او نه هم له بخل څخه کار اخلي بلکې د دواړو ترمنځ په وسطیت او اعتدال باندی ولاړ وي.

په تګ او حرکت کې اعتدال

قران کریم انسانان په حرکت او تګ کې هم اعتدال او وسطیت ته رابولي. انسان باید د حرکت په وخت کې ډېر ترور هم نه وي او ډېر سست او کاهل هم نه وي، الله تعالی فرمايي:

[وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ][لقمان: 19]

قال ابن كثير: “أي: امش مقتصدًا، مشيًا ليس بالبطيء المتثبط، ولا بالسريع المفرط؛ بل عدلاً وسطًا بين بين”[13]

ژباړه: ابن کثیر وايي: د دې معنی دا ده چې په معتدل حرکت سره حرکت او مزل کوه، نه د لټانو او کاهلو کسانو په څېر ډېر سست او نه هم ډېر زیات تېز، بلکې د دې دواړو ترمنځ حرکت او مزل غوره کړه.

تقریباً ټول مفسرین وايي چې په دې ایت کې له دې څخه منع شوې چې یو انسان دې د مړي په څېر په بې حالۍ کې حرکت وکړي او یا د خپل هیبت او وقار خیال ونه ساتي او عادي تګ یې هم منډه وي. دا د عادي ژوند په اړه د قران کریم هدایت دی، استثنائي حالات له دې څخه جلا دي.

په خوراک او څښاک کې اعتدال

په قران کریم کې د خوراک او څښاک په اړه چې د انسانانو د ژوند بنسټیزې اړتیاوې بلل کېږي د اعتدال او وسطیت حکم ورکړل شوی دی، الله تعالی فرمايي:

(وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا )[الأعراف: 31]

ژباړه: یعنې خوراک او څښاک کوئ خو اسراف مه کوئ.

دا ایت هم په څرګند ډول په وسطیت او اعتدال دلالت کوي، یو عالم وايي قران کریم ټول طبابت د دغه ایت په دې یوه جمله کې راخلاصه کړی دی[14].

د قرآن په لوړ اواز لوستلو کې اعتدال

په قران کریم کې پیغمبر علیه السلام ته د دې حکم هم ورکړل شوی دی چې په لمانځه کې د قراءت په لوستلو کې خپل اواز معتدل وساتي، الله تعالی فرمايي:

[وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا] [الإسراء: 110]

ژباړه: په لمانځه کې د قراءت په وخت کې مه خپل اواز ډېر اوچتوه او مه یې ډېر ټیټوه، او د دې دواړو ترمنځ لاره غوره کړه.

قاضي بیضاوي وايي: د دې معنی دا ده چې په لمانځه کې مه په ډېر لوړ اواز قراءت کوه چې مشرکانو ته یې ورواوروې، ځکه د قراءت په اوریدو هغوی ښکنځلې کوي او شور کوي، او مه یې په دومره ټیټ اواز وایه چې ستا شاته ولاړ مسلمانان یې هم وا نه اوري، بلکې د دې دواړو ترمنځ منځنی حالت غوره کړه، ځکه وسطیت په ټولو کارونو کې ډېر غوره سلوک دی[15].

د دنیوي اړتیاوو او اخروي فکر ترمنځ اعتدال

قران کریم په دې کې هم د اعتدال حکم کوي چې یو انسان د اخرت د فکر په نوم نه دنیوي اړتیاؤو له یاده وباسي او نه هم د دنیوي اړتیاؤو په نوم د اخرت فکر له یاده وباسي، په دې اړه الله تعالی هغه خلک ستايي چې د الله تعالی څخه دا دواړه غواړي، الله تعالی فرمایي:

{وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ} [البقرة: 201]

ژباړه: د خلکو له جملې یو شمېر هغه خلک دي چې وايي ای الله موږ ته په دنیا کې هم نیکي راکړې، او هم مو په اخرت کې د اور له عذاب څخه وساتې.

الله تعالی د دا ډول خلکو ذکر او یادونه د مدحې او توصیف په سیاق کې کړی ده، په بل ایت کې د دنیا دارۍ او دین دارۍ ترمنځ د اعتدال د ساتلو صرېح حکم راغلی دی، الله تعالی فرمايي: {وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا} [القصص: 77] یعنې کوم مال او دولت چې تاته الله تعالی درکړی دی د هغې په نفقه کولو او مصرف کولو باندې د اخرت ثواب او اجر وغواړه، او په دنیا کې هم خپله برخه مه هېروه (چې د دې مال په ذریعه خپلې اړتیاوې پوره کړی).

حافظ ابن کثیر د دې ایت په تفسیر کې وايي: د (وابتغ فیما آتاک الله الدار الآخرة) معنی دا ده چې دا ډېر زیات مال او بې شمېره نعمتونه چې الله تعالی تاته درکړي دي له دې څخه د الله تعالی په طاعت کې کار واخله، او له دې لارې په بېلا بېلو داسې ښو کارونو الله تعالی ته تقرب تر لاسه کړه چې د هغه په ذریعه تاته د دنیا او آخرت ثواب ترلاسه کېږي. (ولاتنس نصیبک من الدنیا)  یعنې له هغو څېزونو څخه چې الله تعالی په دې دنیا کې تاسې ته مباح ګرځولي لکه خوراکي شیان، لباسونه، استوګنځي او نکاح.. ځکه چې په انسان باندې د هغه د رب هم حق دی، او د هغه د نفس هم حق دی، د هغه د اهل و عیال هم حق دی، او د هغه د زیارت کوونکو او ملاقاتیانو هم حق دی، او باید چې هر حق دار ته د هغه حق ورسېږي[16].

  1. په احادیثو کې د منځلارېتوب دلائل

په ډېرو احادیثو کې په وسطیت باندې تأکېد شوی دی، په احادیثو کې د وسطیت په دواړو؛ مادي او معنوي اړخونو تاکېد شوی دی. له دغو احادیثو څخه دا لاندې د نمونې په توګه لولو:

په عباداتو کې منځلارېتوب  

  1. په سنن أبي داود كې امام ابو داود داسې باب تړلی ( باب ما يؤمر به من القصد في الصلاة) یعنې په لمانځه کې د اعتدال د غوره کولو په اړه باب او په هغه کې یې دا حدیث راوړی دی: (عن عائشة: أن رسولَ الله – صلَّى الله عليه وسلم – قال: “اكْلَفُوا من العَمَل ما تُطيقونَ، فإن الله لا يَمَلُّ حتى تَمَلُّوا، فإن أحب العَمَل إلى الله أدْوَمُه وإن قَلَّ”[17]

د حضرت عائشه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، ځکه الله تعالی د ثواب ورکولو څخه نه ستړی کېږي څو چې تاسو له عمل کولو نه ستړي نه شئ، او الله تعالی ته تر ټولو محبوب عمل هغه دی چې همېشه یې انسان وکړي، سره له دې چې لږ هم وي. په دې حدیث کې په اعتدال سره د نېکو کارونو د سرته رسولو حکم شوی دی.

  1. موارد الظمآن إلى زوائد ابن حبان په همدی اړه داسې باب تړلی دی ( باب القصد في العبادة) او په هغه کې یې دا حدیث روایت کړی دی: ( أخبرنا أبو يعلى، حدثنا أبو الربيع الزهراني، حدثنا يعقوب ابن عبد الله الْقمِّي، حدثنا عيسى بن جارية عَنْ جَابِرٍ قَالَ: مَرَّ رَسُولُ الله – صلى الله عليه وسلم – عَلَى رَجُلٍ قَائِمٍ يُصَلِّي عَلَى صَخْرَةٍ، فَأَتَى نَاحِيَةَ مَكَّةَ، فَمَكَثَ مَلِيّاً، ثُمَّ أَقْبَلَ فَوَجَدَ الرَّجُلَ عَلَى حَالِهِ يُصَلِّي، فَجَمَعَ يَدَيْهِ ثُمَّ قَالَ: “أيُّهَا النَّاسُ عَلَيْكُمْ بِالْقَصْدِ، عَلَيْكُمْ بِالْقَصْدِ، فَإِنَّ اللهَ لا يَمَلُّ حَتَّى تَمَلُّوا”)[18].

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه داسې سړي ترڅنګ په داسی حال کې تېر شو چې هغه په یوه لویه ډبره لمونځ کاوه، پیغمبر علیه السلام د مکې لور ته راغی او ډېر ساعت هلته پاتې شو، بیا چې بېرته راوګرځېده هغه سړی یې په هماغه حالت کې په لمانځه بوخت ولیده، نو خپل لاسونه یې را یوځای کړل او ویې ویل: ای خلکو! وسطیت او میانه روي اختیار کړئ، میانه روي اختیار کړئ، ځکه الله تعالی له ثواب ورکولو څخه نه ستړی کېږي ترڅو چې تاسې ستړي نه شئ.

  1. عن أنس بن مالك – رضي الله عنه أنه قال: جاء ثلاثة رهط إلى بيوت أزواج النبي – صلى الله عليه وسلم – ، يسألون عن عبادة النبي – صلى الله عليه وسلم – ، فلما أخبروا كأنهم تقالوها، قالوا: فأين نحن من رسول الله  صلى الله عليه وسلم، وقد غفر له ما تقدم من ذنبه وما تأخر؟ قال أحدهم: أما أنا فأصلي الليل أبدا، وقال الآخر: وأنا أصوم الدهر ولا أفطر، وقال الآخر: وأنا أعتزل النساء ولا أتزوج أبدا، فجاء رسول الله صلى الله عليه وسلم إليهم، فقال: «أنتم الذين قلتم كذا وكذا أما والله،  إني لأخشاكم لله، وأتقاكم له، ولكني أصوم وأفطر، وأصلي وأرقد، وأتزوج النساء، فمن رغب عن سنتي فليس مني»[19].

درې تنه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ازواج مطهراتو څخه د یوې کور ته ورغلل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبادت په اړه پوښتنه وکړي. کله چې هغوی ته د پیغمبر علیه السلام د عبادت په اړه خبر ورکړای شو، نو داسې ښکاره شو چې هغوی دا لږ وګاڼه، بیا یې (له ځان سره) وویل: زموږ او د پیغمبر علیه السلام څه تناسب؟ هغه ته خو الله تعالی د هغې مخکې وروسته ټول ګناهونه بخښلي دي، نو یو یې وویل: زه به ټوله شپه د همېش لپاره لمونځ کوم، بل وویل: زه به ټول عمر روژې نیسم او هېڅ به افطار نه کوم، او بل وویل: زه به د ښځو نه لېرې اوسېږم او هېڅکله به واده ونکړم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته ورغی، او ورته یې وویل: تاسې هماغه کسان یئ چې دا دا مو ویلي وو؟ د الله قسم زه ستاسې په نسبت له الله تعالی څخه ډېر وېرېږم، او ستاسې په نسبت ډېر متقي هم یم، مګر زه روژه هم نیسم او پرېږدم یې هم، لمونځ هم کوم او ویده کېږم هم، او واده هم کوم، نو چا چې زما له طرز العمل او لارې څخه مخ واړاوه، نو هغه په درسته توګه زما د لارې پیرو نه دی. په دې حدیث کې د دې مخکې ټولو دیني او دنیاوي قضایاوو په اړه د اعتدال حکم دی، او دې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره او منهج ویل شوی دی، او څوک چې دا تګلاره پرېږدي هغه د پیغمبر درست متبع نه دی.

د منځلارېتوب (وسطیت) غوښتنه او دعاء

پیغمبر صلی الله علیه وسلم به له الله تعالی څخه همېشه د دنیاوي او اخروي امورو په اړه د اعتدال او وسطیت دعاء کوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعاء ډېره کوله:

” اللهم أصلح لي ديني الذي هو عصمة أمري وأصلح لي دنياي التي فيها معاشي، وأصلح لي آخرتي التي إليها معادي، واجعل الحياة زيادة لي في كل خير، واجعل الموت راحة لي من كل شر”[20].

ژباړه: ای الله! ماته زما په دین کې خیر او صلاح واچوه چې زما لپاره د هر ډول فتنو او ستونزو څخه ساتونکی دی، او ما ته زما په دنیا کې خیر واچاوه چې په هغې کې زما ژوند او ګذاره ده، او ماته زما اخرت ښایسته کړه چې هلته زما ورتګ دی، او ژوند زما لپاره د هر خیر او نیکۍ وسیله وګرځوې، او مرګ راته له هر شر څخه د راحت وسیله وګرځوې.

دا څومره متوازنه دعاء ده، د دنیا او اخرت څومره توازن پکې ساتل شوی دی، د دنیا او دین څومره توازن پکې ساتل شوی دی! هېڅ یو شی هم په کښی اهمال شوی نه دی.

په نېکو اعمالو کې اعتدال او منځلارېتوب

ډېر ځله خلک تصور کوي چې نېک عملونه هر څومره ډېر وی بهتر دي، خو زموږ دین په دې اړه هم دا حکم ورکوي چې نېک عملونه هم په اعتدال سره سر ته رسول پکار دي، سره له دې چې الله تعالی په نېکو عملونو خوشحاله کېږي خو په هغې که بیا هم باید اعتدال رعایت شي، په دی اړه په موارد الظمآن کې دا مرفوع حدیث راغلی دی:

“لِكُلِّ عَمَلٍ شِرَّةٌ وَلِكُلِّ شِرَّةٍ فَتْرَةٌ فَإِنْ كَانَ صَاحِبُهَا سَادًّا وَقَارِبًا فَارْجُوهُ وَإِنْ أُشِيرَ إِلَيْهِ بِالأَصَابِعِ فَلا تَعُدُّوهُ”[21].

د هر عمل لپاره (په پېل کې) مبالغه او له حد نه زیات نشاط او رغبت موجود وي، او هره مبالغه سړېږي او کمېږي، که چېرته دا رغبت لرونکی انسان له اعتدال څخه کار واخلي، نو د هغې په اړه (د کامیابۍ) امید ولرئ، او که چېرته (په عمل کې او عبادت کې د زیاتې مبالغې له امله) هغې ته اشاره کېدله (په دې یې شهرت پیدا کړ) نو هغه د کامیابانو له جملې څخه مه شمېرئ.

له دې حدیث څخه دا معلومېږي چې د انسان طبیعت دا دی چې هر کار پېلوي، نو هغه مهال د هغه کار په اړه ډېره جذبه او رغبت لري، چې وروسته دا جذبه ورو ورو سړېږي. نو بهتره خبره دا ده چې انسان هر کار په اعتدال سره پېل کړي تر څو دوام ورکړلای شي، او پرې استقامت ولرلای شي، همدې قضیې ته د حضرت عمرو بن العاص حدیث[22] هم اشاره کوي.

د عبادت او حق نفس ترمنځ منځلارېتوب او اعتدال

د عبادت او بدني راحت ترمنځ اعتدال ساتل هم زموږ د مبارک دین لارښوونه ده، عبد الله بن عمرو بن العاص وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته داسې وفرمایل:

«ألم أخبر أنك تصوم النهار وتقوم الليل؟». قلت: بلى قال:« فلا تفعل، فإنك إذا فعلت ذلك هجمت عيناك، ونفهت نفسك، إن لعينك حق، ولنفسك حق، ولأهلك عليك حق، صم وأفطر، وقم ونم »[23].

ژباړه: عبد الله بن عمرو بن العاص وايي ماته پیغمبر علیه السلام وفرمایل: ماته ویل شوي چې ته د ورځې روژه نیسې او د شپې قیام اللیل کوې؟ ما ورته وویل: هو همداسې ده. ماته یې وفرمایل: داسې مه کوه، ځکه که داسې کوې نو سترګې به دې ضعیفه شي او ځان به دې ستړی کړې، ستا د سترګو هم پر تا حق دی، او د ځان دې هم، او د اهل و عیال دې هم پر تا حق دی، نو روژه هم نیسه او افطار هم کوه، او قیام اللیل هم کوه او ویده کېږه هم.

خطبه او لمونځ یې هم باید معتدل وي

تر لمانځه به کوم بل عبادت بهتر وي، خو په دې کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت د اعتدال رعایت کول دي، په دې اړه ابن حبان دا باب تړلی دی، چې وايي:

(ذِكْرُ الْبَيَانِ بِأَنَّ الْخُطْبَةَ يَجِبُ أَنْ تَكُونَ قَصِيرَةً قصِدَةً) او دا حدیث یی پکښی نقل کړی دی: عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ: كُنْتُ أُصَلِّي مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَكَانَتْ صلاته قصدا وخطبته قصدا[24].جابر بن سمرة وايي: ما به د رسول الله صلی الله سره لمونځ کاوه، د پیغمبر علیه السلام لمونځ او خطبه متوسطه او معتدله وه.

اعتدال د پیغمبرۍ د صفتونو څخه یو صفت دی

د نبوي احادیثو په بېلا بېلو کتابونو کې دا لاندې حدیث روایت شوی دی:

عن  عبد الله بن عباس – رضي الله عنهما – : أن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال: “إن الهدي الصالح، والسمت الصالح، والاقتصاد، جزء من خمسة وعشرين جزءا من النبوة”[25]. پیغمبر علیه السلام فرمايي ښه طریقه، او ښه اخلاق او په هر کار کې وسطیت او اعتدال د پیغمبرۍ او نبوت پنځویشتمه برخه ده.

پر منځلارېتوب (وسطیت) التزام د پیغمبر حکم دی

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې د ټولو اعمالو په اړه د وسطیت او اعتدال حکم ورکاوه، په حدیث کې راځي:

عَنِ ابْنِ أَبِي ذِئْبٍ، عَنِ الْمَقْبُرِيِّ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ  عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” لَنْ يُنْجِيَ أَحَدَكُمْ عَمَلُهُ ” قَالُوا: وَلَا أَنْتَ يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: ” وَلَا أَنَا، إِلَّا أَنْ يَتَغَمَّدَنِي اللهُ مِنْهُ بِرَحْمَةٍ، فَسَدِّدُوا، وَقَارِبُوا، وَاغْدُوا، وَرُوحُوا، وَشَيْءٌ مِنَ الدُّلْجَةِ، وَالْقَصْدَ الْقَصْدَ تَبْلُغُوا “[26]

ابو هریره رضي الله عنه وايي چې پیغمبر علیه السلام وفرمایل: هېڅ چا ته هم د هغه خپل عمل نجات نشي ورکولی، صحابه‌وو ترې پوښتنه وکړه: او تاته هم (یوازې خپل عمل نجات نشي درکولی)؟ پیغمبر علیه السلام وفرمایل: هو، ماته هم مګر دا چې د الله تعالی رحمت مې په ځان کې راونغاړي، نو خپل نېتونه سم کړئ او خپل موخې ته د نږدې کېدو کوښښ وکړئ، د ورځې په لومړۍ برخه کې، او وروستۍ برخه کې او د شپې په یوه برخه کې (عمل او عبادت وکړئ) او وسطیت او اعتدال غوره کړئ، نو خپل هدف او مقصد (کامیابۍ او نجات) ته به ورسیږئ.

د جنازې په وړلو کې اعتدال

حتی د جنازې په وړلو کې هم باید له وسطیت څخه کار واخیستل شي. امام احمد بن حنبل په خپل مسند کې د ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت کوي، وايي:

مَرَّتْ بِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جِنَازَةٌ تُمْخَضُ مَخْضَ الزِّقِّ قَالَ: فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” عَلَيْكُمُ الْقَصْدَ ” [27]

ژباړه: د پیغمبر علیه السلام خوا ته جنازه تېره شوه چې د ژي په څېر ښورېدله، پیغمبر علیه السلام وفرمایل: (د جنازې په وړلو کې) له اعتدال څخه کار واخلئ.

منځلارېتوب په هر حال کې مطلوب دی

په هر حال کې وسطیت او اعتدال مطلوب دی، همدا خبره په هغه حدیث کې چې حذیفة بن الیمان روایت کړی دی داسې راغلې ده:

عَنْ حُذَيْفَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا أَحْسَنَ الْقَصْدَ فِي الْغِنَى، وَأَحْسَنَ الْقَصْدَ فِي الْفَقْرِ، وَأَحْسَنَ الْقَصْدَ فِي الْعِبَادَةِ»[28]

ژباړه: پیغمبر علیه السلام وفرمایل: اعتدال او وسطیت د ثروتمندۍ او فقر په حالت کې څومره ښه صفت دی، او په عبادت کې اعتدال او وسطیت څومره ښه کار دی!

عن أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” ثَلَاثٌ مُهْلِكَاتٌ: شُحٌّ مُطَاعٌ، وَهَوًى مُتَّبَعٌ، وَإِعْجَابُ الْمَرْءِ بِنَفْسِهِ، وَثَلَاثٌ مُنْجِيَاتٌ: الِاقْتِصَادُ فِي الْغِنَى وَالْفَاقَةِ، وَمَخَافَةُ اللَّهِ فِي السِّرِّ وَالْعَلَانِيَةِ, وَالْعَدْلُ فِي الرِّضَى وَالْغَضَبِ “[29]

ژباړه: انس بن مالک رضي الله وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې څېزونه د انسان لپاره هلاک کوونکي دي: یو هغه بخل چې انسان یې تابع وګرځي، او هغه نفسي خواهشات چې انسان یې مني، او د خپل ځان په اړه په تکبر کې اخته کېدل، او درې شیان انسان ته نجات ورکوونکي دي: په ثروتمندۍ او فقر کې اعتدال او وسطیت، له الله څخه په پټه او ښکاره وېرېدل، او په قهر او خوښۍ کې اعتدال او وسطیت.

په محبت او بغض کې اعتدال

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَحِبَّ حَبِيبَكَ هَوْنًا مَا، عَسَى أَنْ يَكُونَ بَغِيضَكَ يَوْمًا مَا»[30]

له چا سره چې محبت کوې له هغه سره په اعتدال محبت وکړه کېدای شي کومه ورځ ستا د قهر او بغض مستحق وګرځي.

همدا خبره د حسن بصري رضی الله څخه داسې نقل شوې:

عن الحسن قال: «تَنَقُّوا الْإِخْوَانَ وَالْأَصْحَابَ وَالْمَجَالِسَ، وَأَحِبُّوا هَوْنًا، وَأَبْغِضُوا هَوْنًا، فَقَدْ أَفْرَطَ أَقْوَامٌ فِي حُبِّ أَقْوَامٍ فَهَلَكُوا، وَأَفْرَطَ أَقْوَامٌ فِي بُغْضِ أَقْوَامٍ فَهَلَكُوا، فَلَا تُفْرِطْ فِي حُبِّكَ، وَلَا تُفْرِطْ فِي بُغْضِكَ، وَإِنْ رَأَيْتَ دُونَ أَخِيكَ سِتْرًا فَلَا تَكْشِفْهُ»[31].

ژباړه: ملګري، دوستان او مجالس په دقت سره وټاکئ، او په محبت او نفرت کې له اعتدال څخه کار واخلئ، څه خلکو په محبت کې له افراط څخه کار واخیست؛ هلاک شول، او څه خلکو په نفرت کې له افراط څخه کار واخیست؛ نو هلاک شول، نه په محبت کې افراط وکړئ او نه په نفرت کې، او که په خپل مسلمان ورور پرده وګورئ نو هغه ترې مه لیرې کوئ.

ابن جریر طبري وروسته له دې چې د الله لپاره د یو مسلمان سره د محبت په اړه بېلا بېل آثار نقل کوي وايي: کله چې د الله تعالی لپاره د محبت مرتبه او فضیلت دومره زیات شي لکه چې یادونه مو وکړه او له دې سره سره پیغمبر صلی الله علیه وسلم په هغه کې د اعتدال حکم ورکوي او  په دی اړه له افراط، تفریط او غلو څخه د اجتناب امر کوي، نو د مسلمانانو په ټولو اعمالو کې ـ چې په فضیلت کې له دې څخه کم دي ـ په طریق اولی سره وسطیت او اعتدال رعایت شي، او افراط او غلو باید پرېښودلای شي، هغه که د الله تعالی عبادت وي او که بل څه وي.

بیا د حسن بصري د مخکېنۍ وینا په اړه وايي: د حسن بصري دا وینا چې یو شمېر خلکو د څه خلکو په محبت کې له افراط څخه کار واخیست، نو هلاک شول، او یو شمېر نورو له خلکو سره په بغض او عداوت کې افراط وکړ نو هلاک شول. د حسن بصري خبره بالکل سمه ده، او همداسې ده لکه چې وايي، نصاراوو د حضرت عیسی علیه السلام په محبت کې افراط وکړ او ویې ویل: عیسی علیه السلام د الله تعالی ځوی دی (الله د دوی د درواغجنې وینا څخه پاک دی) او غلو کوونکو روافضو د حضرت علي رضي الله عنه په محبت کې افراط وکړ تر دې چې یو شمېر خلکو یې وویل چې هغه (حضرت علي) د دوی خدای دی، یو شمېر نورو یې وویل چې هغه پیغمبر دی، او څه نورو یې بیا د حضرت علي په اړه عجیبې نورې خبرې وکړې، او یهودو د حضرت عیسی علیه السلام سره په بغض او عداوت کې غلو او افراط وکړ، تر دې چې د هغه پر مور یې د بد کارۍ تهمت پوری کړ، او یو شمېر بې لارې شوو خوارجو حضرت علي کرم الله وجهه سره په بغض او عداوت کې افراط وکړ تر دې چې هغه یې تکفیر کړ[32].

په وعظ او نصیحت کې اعتدال او منځلارېتوب

دا له هغه حديث څخه په ډېر ښه ثابتیږي چې د حضرت عبد الله بن مسعود څخه په صحیح البخاري کې روایت شوی دی، راوي وايي:

عبد الله بن مسعود كان يذكر الناس في كل خميس، فقال له رجل: يا أبا عبد الرحمن لوددت أنك ذكرتنا كل يوم قال: أما إنه يمنعني من ذلك أني أكره أن أملكم وإني أتخولكم بالموعظة، كما كان النبي صلى الله عليه وسلم يتخولنا بها، مخافة السآمة علينا. [33]

ژباړه: عبد الله بن مسعود رضی الله عنه به خلکو ته د پنجشنبې په ورځ وعظ او نصیحت کاوه، نو یو سړي ورته وویل: ای ابو عبد الرحمنه! زه دا خوښوم چې ته موږ ته هره ورځ نصیحت وکړې، ابن مسعود رضی الله عنه ورته وویل: زما لپاره د دې کار په لاره کې لوی خنډ دا دی چې تاسې تنګ نه شئ، زه هم تاسو ته کله کله نصېحت کوم لکه چې پیغمبر علیه السلام به موږ ته کله کله نصېحت کاوه.

  1. په اسلام کې د وسطیت نښې او مظاهر

اسلام په ټوله معنی د وسطیت ښکارندوی دی، د اسلام هر اړخ چې واخلې هلته وسطیت او اعتدال په ټوله معنی رعایت شوی دی، بلکې په اساسي توګه اسلام د همدې لپاره راغلی چې په انساني ژوند کې د افراط او تفریط مخه ونیسي او هغه غرائز چې الله تعالی په انسان کې ایښې دي هغه تهذیب کړي او اعتدال او وسطیت ته یې راولي، په اسلام کې د دې وسطیت یو څه مظاهر او نښې په لاندې ډول دي:

لومړی: د معرفت مصادر

اسلام نه د هغه چا په څېر دی چې یوازې عقل، یا حواس او تجربه او یا هم حدس د معرفت او علم مصدر ګڼي او وحې په بشپړه توګه له یاده باسي، او نه د هغه چا په څېر دی چې یوازې پر وحې او الهام ایمان لري او په عقل اصلاً اعتراف نه لري، بلکې اسلام د معرفت د مصادر، وحې، عقل، حواس او تجربه ټول په خپله ساحه کې د معرفت مصادر ګڼي.

اسلام د معرفت په اړه یوازې پر یو مصدر، عقل، یا حواس، یا حدس اتکاء نه کوي، بلکې د معرفت مصادرو ته په تکاملي نظر ګوري (د امام غزالي نظر د وحیې او عقل په اړه) او د معرفت هر مصدر په خپل ځای کې معتبر ګڼي.

دویم: د عقیدې په میدان کې

اسلام د عقایدو په میدان کې د وسطیت او اعتدال قایل دی:

اسلام په عقیده کې د خرافاتي نظریاتو چې هر څه د دلیل څخه پرته مني او ایمان پرې راوړي، او د ماده پرستۍ نظریاتو چې د مادې له وجود څخه وراخوا پر بل څه قایل نه دي ترمنځ پر وسطیت قایل دی.

همدا راز نه د هغه ملحدانه نظریاتو او عقایدو په څېر دی چې په هېڅ خدای ایمان نه لري، او نه د هغه خلکو په څېر دی چې هر څه ته د دلیل پرته د اله په سترګه ګوري، تر دې چې د غوا او مار په څېر شیانو عبادت هم کوي، بلکې د دلیل په رڼا کې پر یو حقیقي اله عقیدې ته خلک رابولي.

اسلام نه د هغه ماده پرستانه نظریاتو په څېر دی چې یوازې مادي کاینات حقیقي وجود بولي، او د محسوساتو وراخوا د بل هېڅ وجود قایل نه دي، او نه د هغه سوفسطائي نظریاتو درلودونکو په څېر په تفریط کې واقع دی چې هېڅ مادي وجود ته د حقیقت په سترګه نه ګوري. اسلام دا افراط نه مني، بلکې دا کائنات یو حقیقت بولي؛ خو تر څنګ یې دا کائنات د هغه د خالق د معرفت وسیله هم بولي.

اسلام نه د هغو خلکو په څېر دی چې د انبیاء علیهم السلام څخه یې خدایان جوړ کړل، او نه د هغه چا په څېر دی چې انبیاء یې تعذیب کړل او ویې وژل.

همدا راز اسلام نه د هغو فلسفو په څېر دی چې  انسان د الوهیت درجې ته رسوي (غربي هیومانیزم) او نه د هغو فلسفو په څېر دی چې انسان د اقتصادي، اجتماعي او دیني جبر اسیر ګڼي (د کمیونیزم په څېر)، بلکې اسلام انسان ته د یو مکلف او مسؤول مخلوق په نظر ګوري چې دا نور کائنات الله تعالی د هغه د خدمت لپاره پیدا کړی دی، او هغه یې د خپل عبادت لپاره پیدا کړی دی.

د عقیدې په میدان کې په تېره بیا د اهل سنت و الجماعت عقیده د وسطیت یوه ډېره عجیبه بېلګه ده، په دې اړه که یوازې دوه درې قضيې ذکر شي نو کفایت کوي:

  1. د الله په اړه د تنزیه او اثبات ترمنځ متوازنه او وسطي عقیده.
  2. د قضاء او قدر په اړه عقیده بین الجبر والاختیار
  3. د تکفیر په اړه د اهل سنتو عقیده[34]


درېیم: منځلارېتوب د عباداتو په میدان کې

د عباداتو او دیني شعائرو په اړه هم اسلام د هغو ادیانو په مقابل کې د وسطیت او اعتدال لاره غوره کړې چې عبادتي نظام یې د تنسک او تأله (الهي جانب) څخه خالي دی او فرائض یې یوازې په اخلاقي او انساني اړخ کې منحصر دي لکه بودائیت، او هغه ادیانو چې هغوی د خپلو اتباعو څخه یوازې عبادت ته د تفرغ غوښتنه کوي لکه د مسیحیت رهبانیت. اسلام په ورځ او شپه کې د یوه مسلمان څخه د یو څو ټاکلو شعائرو د اداء کولو غوښتنه کوي او بیا ترې غواړي چې په ځمکه کې خپاره شي او د دنیا د ابادۍ او حلال رزق د لاس ته راوړلو لپاره کار وکړي.

څلورم: وسطیت د اخلاقو په میدان کې

د اخلاقیاتو په میدان کې اسلام د وسطیت او اعتدال لاره غوره کړې ده، نه د سخت دریزه مثاليت د پلویانو په څېر چې له انسان څخه فرښته جوړوي، او نه د واقع ګرایانو په څېر انسان د نورو حیواناتو په څېر یو حیوان ګڼي، بلکې د اسلام تصور دا دی چې په انسان کې د عقل قوت هم شته او بېلا بېلې غریزی هم لري، چې له یوې خوا که دا غریزې انسان د حیوانیت پر لور بیائي، نو عقلانیت یې د اخلاقي لوړوالي پر لور هڅوي. اسلام په اخلاقي میدان کې د انسان دا دواړه اړخونه تهذیبوي او یو معتدل مخلوق منځ ته راوړي.

اسلام د هغو نظریاتو په څېر هم نه دی چې د انسان حقیقي وجود یوازې روح بولي چې په انساني جسد کې قید کړای شوی دی، او دا روح تر هغه وخته پورې د صفاء مرحلې ته نه رسېږي څو چې دا جسد تعذیب نه کړای شي او له دنیاوي لذتونو څخه محروم نه کړای شي لکه براهمن هندوان، او بودایان، او نه د هغو مادي فلسفو په څېر دی چې د انسان له معنوي وجود څخه انکار کوي او انسان یوازې په مادي وجود کې منحصر ګڼي.

اسلام انسان ته د روح او مادي جسد د یو مرکب مخلوق په سترګه ګوري، چې باید د هغه د بدن او روح دواړو حق رعایت کړای شي.

همدا راز اسلام د دنیا ژوند ته نه د هغه چا په سترګه ګوري چې د اخرت له وجود څخه انکار کوي او خپل ژوند یوازې په همدې دنیاوي ژوند کې راخلاصه کوي او شعار یې دا دی چې (بابر به عیش کوش که عالم دوباره نیست). دا په هره زمانه کې د مادي ګرا فلسفو شعار پاتې شوی دی، او نه د هغه چا په څېر دی چې د دنیوي ژوند د ښه کولو لپاره له هر ډول کار څخه انکار کوي، د دی نړۍ د ابادولو په فکر کې نه دي، بلکې د فقر، مسکنت او عزلت ژوند غوره کوي، لکه رهبانیت او له هغه څخه متأثر تصورات او افکار.

اسلام د دواړو دنیاوو اهتمام کوي، دنیا د اخرت لپاره وسیله ګڼي، د اخرت د کامیابۍ لپاره د دنیا ابادي یو بنسټیز لامل بولي چې الله تعالی یې حکم ورکړی دی، الله تعالى فرمایي:

{وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ} [القصص: 77]

ژباړه: په هغه مال او دولت کې چې الله تعالی تاته درکړي دي آخرت وغواړه، او د دنیا (دمال او متاع) څخه خپله برخه مه هېروه، او په هماغه شان احسان وکړه لکه تا سره چې الله تعالی احسان کړی دی، په ځمکه کې فساد مه لټوه، ځکه الله تعالی مفسدین نه خوښوي.

او په دې اړه يې شعار دا دی (ربنا اتنا فی الدنیا حسنة وفي الآخرة حسنة وقنا عذاب النار).

پنځم: د قانون ګذارۍ او تشریع په میدان کې وسطیت

اسلام په خپل قانوني نظام او اجتماعي تشریعاتو کې د وسطیت قایل دی، چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

اسلام د تحریم او تحلیل په اړه د یهودیت او نصرانیت له تصوراتو سره موافق نه دی، په یهودیت کې په تحریم کې اسراف وه، {فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا} [النساء: 160] او په مسیحیت کې په تحلیل کې اسراف وه، د دوی شعار دا دی (کل شیئ طاهر للطاهرین).

د کورنۍ په اړه اسلامي شریعت پر وسطیت ولاړ دی، نه د هغه چا په څېر دی چې د بې شمېره ښځو او ودونو قایل دي، او نه د هغه چا په څېر دی چې له یوې مېرمنې څخه د زیاتو مېرمنو سره د واده اجازه نه ورکوي؛ ان که د مصلحت او ضرورت غوښتنه هم وي، بلکې اسلام د اړتیا او شروطو په رعایت کولو سره د تعدد اجازه ورکړې ده. همدا راز نه د هغو نظریاتو په څېر دی چې اصلاً واده کول جرم ګڼي او نه د هغه چا په څېر دی چې اصلاً د واده قایل نه دي. د طلاق په قضیه کې هم د وسطیت قایل دی، چې نه د هغه چا په څېر دي چې اصلاً طلاق درست نه ګڼي؛ ان که د ښځې او مېړه په یوه کورنۍ کې اوسېدل ناممکن وي، لکه کاتولیک او ارتودوکس مسیحیان، او نه د هغه چا په څېر دی چې د کورنۍ تړون ته هېڅ په ارزښت نه دي قایل او د کوم لامل پرته له منځه وړل کېږي. بلکې اسلام طلاق د ټولو کوښښونو څخه وروسته د وروستي علاج په توګه وړاندې کوي.

اسلام په اجتماعي نظام کې هم د (لېبرالېزم) او (مارکسیزم) ترمنځ واقع دی، نه د لیبرالیزم په څېر د دې قایل دی چې انسان یوازې صاحب حق دی، صاحب مسؤولیت نه دی، او دا چې د ټولو حقوقو محور انساني فرد دی، ان که له دې امله اجتماعي او ټولنیز حقوق او ګټې له خطر سره مخامخ شي، او نه د مارکسیزم په څېر دی چې هلته د ګټو محور اجتماع او ټولنه ده، ان که فرد د هغه په پایله کې له خپلو ټولو ګټو، ازادیو او نورو ښېګڼو څخه محرومېږي.

شپږم: د فرد او اجتماع ترمنځ توازن او منځلارېتوب

په پخوانیو فلسفو کې څه خلک د فرد د محوریت قایل ؤو، چې د دوی له جملې ارسطو مشهور دی، او څه د اشتراکېت او ټولنیز نظام پلویان وو لکه افلاطون، چې دا یې بیا د کتاب (الجمهوریة) څخه ثابتیږي.

همدا راز په پخواني فارس کې د (مأنویت)  فرد محوري انتهاء ته رسیدلې وه، او مزدکېت چې د ښځو او مالونو د اشتراک قایل وو، دا شخړه يې جاري پاتې شوه. په اوسنۍ زمانه کې د (لېبرالېزم) چې یو فرد محوره نظریه ده، او اشتراکېت چې یوه ټولنیزه نظریه ده، د دوی ټولو ترمنځ یوازینی دین چې د فرد او ټولنې ترمنځ یې توازن، وسطیت او اعتدال قایم کړی دی هغه اسلام دی. د اسلام په ټولو احکامو کې د فرد غوښتنې هم په نظر کې نیول شوې دي او د ټولنې غوښتنې هم. اسلام احتکار حرام ګڼي چې د ټولنې رعایت وکړي او فرد له استغلال څخه منع کړي، او په عین حال کې تسعیر (د حکومت او نظام له لوري د شیانو لپاره د قېمتونو ټاکل) هم نادرست ګڼي ترڅو د فرد لپاره د کسب لارې چارې پرانیستې پرېږدي.

  1. د منځلارېتوب غوښتنې

د اسلام د وسطیت ځانګړتیا څه غوښتنې لري؟ د دې سوال مختصر ځواب خو دا دی چې د اسلام د دې ځانګړتیا غوښتنې دا دي  چې هر مسلمان خپل ټول ژوند، تصورات، افکار او کړنې له اسلام سره برابری کړي. که په تفصیل سره دا غوښتنې وړاندې کول وغواړو نو دا به ګران کار وي ځکه چې دا غوښتنې د ژوند  ټول اړخونه احاطه کوي او دا ګران کار دی مګر د هغې قاعدې سره سم چې وايي: ما لایدرک کله لایترک جله؛ خو بیا هم د یو څو مهمو مسائلو په اړه دا غوښتنې په لاندې ډول وړاندې کوو:

  1. اسلام باید په شامل او کامل ډول وفهمول شي

اسلام داسې پېژندل لکه څرنګه چې په پیغمبر علیه السلام نازل شوی دی، چې عقیده هم ده او شریعت هم، علم هم دی او عمل هم، عبادت هم دی او معامله هم، ثقافت هم دی او اخلاق هم، حق هم دی او قوت هم، دعوت هم دی او دولت هم، دین هم دی او دنیا هم، تمدن هم دی او امت هم.

او د اسلام د تعلیماتو هر ډول تجزیه ردوي، لکه د هغه چا دعوی چې اسلام یوازې اخلاق ګڼي له عبادت څخه پرته، او یا برعکس، او یا یې عقیده ګڼي له شریعت څخه پرته، او یا یې یوازې سوله ګڼي له جهاد څخه پرته، او یا یې یوازې حق ګڼي له قوت څخه پرته، او یا یې یوازې دین ګڼي له دولت څخه پرته. اسلام دا تصور نه مني، الله تعالی فرمايي:

{وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ} [المائدة: 49] او دا چې د دوی ترمنځ د هغه (شریعت) پر بنسټ فیصله کوه چې الله تعالی نازل کړی دی، او د دوی د خواهشاتو تابعداري مه کوه، له دې څخه محتاط اوسېږه چې دوی دې د یو شمېر هغو احکامو او فیصلو څخه منصرف کړي چې الله نازل کړي دي.

که اسلام په شمولي فهم باندې فهم نه کړلای شي او یوه برخه یې پر بلې برخې طغیان وکړي، او یا ترې یوه برخه په بشپړه توګه حذف کړلای شي، نو په دې صورت کې بیا پکې وسطیت او اعتدال نه پاتې کېږي، او دا ځکه چې اسلام یو کل دی، په هغه کې ډېر ثنائیات دي چې دا اعتدال او وسطیت رامنځ ته کوي. د هغې هره برخه چې د بلې برخې سره یوځای شي اعتدال راپیدا کوي، نو کله چې یوه برخه ترې حذف شي بیا دا اعتدال او وسطیت له منځه ځي، د بېلګې په توګه که اسلام یوازې روحانیت شي، او سیاست او دنیویت په کښې نه وي، یا یوازې عقیده وي او عمل ورسره نه وي، همدا راز که د اسلام  هره برخه د هغې له مفهوم څخه و ویستلای شي نو وسطیت او اعتدال یې له منځه ځي، بناء د وسطیت تر ټولو بنسټیزه غوښتنه دا ده چې اسلام باید په شمولي فهم باندی فهم کړای شي.

  1. د نصوصو د فهم لپاره جامع منهج غوره کړای شي

په دې معنی چې جزیي نصوص د کلياتو په رڼا کې فهم کړای شي، او کلیات او جزییات یو د بل په مقابل کې و نه درول شي، نه یوازې په کلیاتو اکتفاء وشي او نه یوازې په جزییاتو، همدا راز له یوې خوا باید د حرفي فهم مخنیوی وشي او له بلې خوا د نادرستو تأویلاتو مخ ته بند واچول شي، د یوې مسألې په اړه باید ټول راغلي نصوص جمع کړای شي، په هغه کې عام او خاص، مطلق او مقید، متقدم او متأخر، قطعي او ظني … ټول ولټول شي او مسأله د هغې په رڼا کې فهم کړی شي، یوازې پر یو نص خپل ټول فهم بناء کول درست تعامل نه دی او د فهم په میدان کې عدم اعتدال رامنځ ته کوي. همدا راز باید په فهم کې ظاهریت او مقصدیت دواړه رعایت شي، هغه څوک چې د نصوصو او شریعت په فهم کې یوازې د نصوصو پر ظاهر اعتماد کوي هغه هم د اعتدال او وسطیت څخه وځي او که پر افراطي مقصدیت اعتماد کوي هغه هم د وسطیت او اعتدال څخه وتلی دی. د دې ترڅنګ دا هم د تکاملي منهج یوه غوښتنه ده چې پر عقل او وحي دواړو اعتماد وشي او یو د بل تکامل کوونکی وګڼل شي. که پر یو اعتماد وشي او بل بې اهمیته وګڼلای شي، نو بیا هغه وسطیت او اعتدال منځ ته نه راځي چې اسلام یې غواړي، له همدې امله د اهل سنت والجماعة له نظره پر ظاهریت ولاړ عقیدوي او فقهي فهم لکه د ظاهریانو فهم او پر افراطي عقلانیت ولاړ فهم لکه د معتزلیانو او د اوسنیو نوګرایانو او هغو ډلو فهم چې ځان اعتزال ته په اوسني عصر کې منسوب بولي، دواړه د اعتدال او وسطیت څخه لیری مناهج بولي چې د فهم په تکاملي او وسطي منهج باندی ولاړ نه دي.

  • د معنویت او ظاهري التزام ترمنځ توازن او اعتدال رعایت شي

د یو مسلمان څخه د وسطیت او اعتدال یوه بنسټیزه غوښتنه دا ده چې هغه باید د ظاهري التزام ترڅنګ د معنویت او روحانیت ترمنځ اعتدال رعایت کړي، هم په شریعت کې راغلي ظواهر رعایت کړي او هم هغه معنویت او الله تعالی سره نږدې والی ترلاسه کړي چې د هغه عبادت اصلي موخه او هدف دی. د اسلام دا ځانګړتیا له عباداتو سره داسې تعامل ردوي چې د ظاهري التزام په نامه عبادات یوازې تش کالبودونه ګرځوي چې هېڅ ډول معنویت پکې نه وي، او وچ او بې روحه حرکات ترې جوړ کړي، همدا راز د معنویت او روحانیت په نوم د دې اجازه هم نه ورکوي چې په عقیده کې شرکیات، په عبادت کې بدعات، او په تربیت کې سلبیات ورګډ کړي، او په دا ډول عبادتونه له خپل اصلیت څخه لیرې کړي.

  1. د شرعي مکلفیتونو ترمنځ تعادل او توازن رعایت شي

په اسلام کې مکلفیتونه خپل درجات او حیثیتونه لري، د وسطیت او اعتدال یوه غوښتنه دا ده چې هر شرعي مکلفیت ته د هغې د حیثیت او درجې په اندازه اهمیت ورکړلای شي. دا هېڅکله درسته نه ده چې اهم غیر اهم وګرځولای شي، او وړوکي مکلفیت ته لوی حیثیت ورکړلای شي او لوی ته وړوکی حیثیت. هغه چې باید مخکې شي وروسته کړلای شي او هغه چې وروسته دی مخکې کړلای شي. عقیده پر عمل مقدمه ده، فرائض په نوافلو، اصول پر فروعو، متفق علیه پر مختلف فیه، قطعي پر ظني او هغه څه چې پر نص ثابت وي په هغه څه مقدم دي چې په اجتهاد ثابت وي. دی ته د لومړیتوبونو فقه ویل کېږي. که چېرته دا لومړيتوبونه رعایت نه شي، نو اعتدال او وسطیت په بشپړه توګه له منځه ځي. له همدی امله شرعي نصوصو هم په همدی تأکېد کړی دی، او د همدی غوښتنه کوي. الله تعالی د اهمیت په لحاظ د عملونو ترمنځ د رعایت په اړه فرمايي:

{أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ} [التوبة: 19]

ژباړه: ایا تاسې حاجیانو ته څښاک برابرول او (په مادي توګه) د مسجد الحرام ابادول د هغه چا له عمل سره برابر ګڼئ چې په الله تعالی او د اخرت په ورځ یې ایمان راوړی او د الله تعالی په لاره کې یې جهاد کړی دی، دا (دواړه عملونه د الله په نزد هېڅکله په خپلو کې سره برابره نه دي).

د دې په څېر بې شمېره نصوص په قران او سنت کې وجود لري چې پر دې دلالت کوي چې هر عمل ته باید د هغې د اهمیت په اندازه اهمیت ورکړل شي. که دا کار ونه شي، نو د اسلامي شریعت د اعتدال او وسطیت ځانګړتیا به تر پښو لاندې شوي وي.

  1. د اخلاقو او عباداتو ترمنځ منځلارېتوب، توازن او اعتدال غوره کول

اخلاق په اسلام کې ډېر بنسټیز حیثیت لري، په ډېرو نصوصو کې اخلاق د عباداتو ثمره بلل شوې، په حدیث کې د پیغمبر علیه السلام د بعثت مقصد بلل شوی (انما بعثت لأتمم مکارم الأخلاق). همدا راز د یو لړ اخلاقو ضعف او یا هم نشتوالی د نفاق او بې ایمانۍ له نښو ګڼل شوی دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

” أَربعُ مَنْ كنَّ فيه كان منافقاً خالصاً، ومَن كانت فيه خَصلةٌ منهنَّ كانت فيه خَصلةٌ من النفاق، حتى يدعَها: إِذا اؤتُمِنَ خان (وفي روايةٍ: إِذا وَعَدَ أَخْلَفَ)، وإذا حدَّث كذَبَ، وإذا عاهدَ غدَرَ، وإذا خاصَمَ فجَرَ” (بخاري:۳۴)

ژباړه: څلور صفتونه داسې دي، که په چا کې موجود وي، نو هغه مکمل منافق دی، او که له دې څخه یو صفت پکښی وي، نو په هغه کې د نفاق یو صفت وجود لري تر دې چې پرېږدي. دا څلور صفتونه په دا ډول دي کله چې د امانت لپاره پرې اعتماد وشي په هغه کې خیانت کوي، (په یو روایت کې راځي چې کله وعده وکړي په هغه کې وعده خلافي کوي)؛ کله چې خبرې کوي درواغ وايي، او کله چې عهد او تړون وکړي په هغه کې فریب او دوکه کوي او کله یې چې چا سره جنګ شي په هغه کې د فجور تر حده رسیږي او د هیڅ ډول افتراء، بهتان او ښکنځلو څخه دریغ نه کوي.

بناء د وسطیت او اعتدال غوښتنه دا ده چې یوازې په عبادتي شعائرو التزام هر څه ونه ګڼل شي، سره له دې چې د انسان پر اخلاقو هېڅ اغېزه ونه لري. همدا راز هغه دریځ هم درست نه دی چې یوازې اخلاق هر څه ګڼي او د عبادتي شعائرو هېڅ پرواه هم نه ساتي، بلکې د اسلام د دې ځانګړتیا غوښتنه دا ده چې دا دواړه یو د بل تکمیلوونکي وګڼلای شي. پر عبادتي شعائرو التزام باید په مسلمان کې د اخلاقي سپېڅلتیا وسیله وګرځي، همدا راز یوازې پر اخلاقي ارزښتونو التزام په عبادتي شعائرو د التزام بدیل ګڼل د اسلام له دې ځانګړتیا سره مخالفت بلل کېږي.

  1. د اجتهاد او جمود ترمنځ توازن او اعتدال

د وسطیت غوښتنه دا ده چې نه خو د اجتهاد دروازه په بشپړه توګه وتړل شي؛ ځکه اجتهاد غیر مطلق، په فردي توګه، او په جمعي توګه، جریان لري، او درسته خبره هم دا ده چې اجتهاد تجزئه قبلوي او علماء دا کار کوي او کړی یې هم دی او نه دا درسته ده چې هر چا ته  د اجتهاد اجازه ورکړای شي، بلکې درست او وسطي تعامل دا دی چې د اجتهاد وړ جزئي مسائلو کې هغه چا ته اجازه ورکړای شي چې استعداد یې لري او شروط یې پوره کړي وي، او د اجتهاد او فهم د درستو ضوابطو پابند وي، او په هغه څه کې ورته اجازه ورکړای شي چې هغه د اجتهاد مجال دی، او له اسلام څخه هغه جاهل او بی خبره خلک چې د اجتهاد په نامه د اسلام د تحریف کوښښ کوي، او یا هم په هغو مسلماتو او ثوابتو کې اجتهاد کول غواړي چې هغه د اجتهاد مجال نه دي، او یا د اجتهاد په نامه خلکو ته د فرېب او دوکې ورکولو کوښښ کوي. هغوی له دې څخه منع کړای شي، دا هغه وسطي او معتدل دریځ دی چې د اسلام دا ځانګړتیا یې غوښتنه کوي.

  • د ثوابتو او متغیراتو ترمنځ اعتدال او توازن

شریعت خپل ثوابت لري، او زمانه د متغیراتو غوښتنه کوي، له اسلام سره دا درست تعامل نه دی چې هر څه یې متغیر وبللای شي، او دا هم درست تعامل نه دی چې هر څه ثوابت وبللای شي، او نه هم دا درست دي چې متغیرات د ثوابتو ځای ونیسي او ثوابت د متغیراتو. بناء موږ وایو چې هو! موږ د هر داسې علمي پرمخ تګ هرکلی کوو چې د انسان ژوند لوړ کړي، مګر (غرب ګرايي) نه منو، پرمختګ ښه شی دی مګر د (نوګرايي) په نامه اسلامی امت له خپل هویت څخه پردي کول راته منظور نه دي.

همدا راز د هغو خلکو دریځ هم درست نه دی چې د شریعت په نامه د ژوند څرخ درول غواړي، چې نه پرمختګ مني او نه بدلون، ان په وسایلو کې او په هغو څه کې چې په مصالحو او مفاسدو، ظروفو او احوالو او عرف او عادت باندی بناء مسائل دي هیڅ ډول بدلون نه مني، بلکې د اسلام د دې ځانګړتیا غوښتنه دا ده چې هغه څه چې پر قطعي الثبوت او قطعي الدلالة نصوصو ثابت وي هغه د اجتهاد میدان ونه ګڼل شي، چې دې ته د اسلام ثوابت ویل کېږي، او څه چې پر داسی نصوصو ثابت وي چې د ډېرو معناګانو احتمال لري او یا پکښی هیڅ نص نه وي وارد شوی هغه د اجتهاد مجال وګڼلای شي چې همدی ته متغیرات ویل کېږي.

  • په فتوی او دعوت کې باید توازن خپل کړو

په فتوی کې تیسیر او اسانتیا او په دعوت کې تبشیر او امیدواري ورکول د وسطیت او اعتدال غوښتنه ده، په فتوی کې د تشدد او شرعي نصوصو د خلکو د خواهشاتو لپاره د استعمالولو ترمنځ دریځ غوره کول پکار دي، چې هغه ته په فتوی کې د تیسیر او اسانتیا دریځ ویلی شو، او په دعوت کې افراط او تفریط ترمنځ دریځ غوره کول په دې ډول چې یو اړخ هم پر بل طغیان ونه کړي، چې یوازې د ترغیب او یا هم یوازې د ترهیب اسلوب غوره کړای شي؛ ځکه که یوازې د وېرولو او سختیو د بیانولو اسلوب غوره کړای شي دا انسان د یأس او نا امیدۍ لور ته وړي، او که یوازې د ترغیب او له حده د زیاتې امیدوارۍ اسلوب غوره کړای شي نو دا انسان ته د حدودو د ماتولو جرأت ورکوي.

  1. د مادې او روح ترمنځ توازن او اعتدال

د اسلام د دې ځانګړتیا یوه غوښتنه دا ده چې مسلمان باید د مادیت او روحانیت ترمنځ توازن قائم وساتي، د دنیا او اخرت، د الله تعالی د عبادت او د ژوند د مادي اړتیاوو د پوره کولو ترمنځ د وسطیت لاره غوره کړي. نه په بشپړه توګه ماده پرست شي،  او نه بشپړ رهبانیت غوره کړي. اسلام انسان دې ته هڅوي چې خپل ټولنیز او اقتصادي ژوند په ټول توان سره پرمخ یوسي، خو همهاله یې له دې هم منع کوي چې الله او اخرت یي له یاده ووځي او په بشپړه توګه په مادیاتو کې ورک شي. قران کریم په روحي اړخ کې انسان ته داسې لارښوونه کوي:

{يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ (36) رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ} [النور: 37] په دې ( مساجدو) کې سهار او ماښام د الله پاکي داسې سړي بیانوي چې د الله له یاد، د لمانځه د اداء کولو او زکات له ورکولو څخه یې تجارت او اخیستل او خرڅول غافل کولای نه شي، او دوی د هغې ورځې (د بد انجام) څخه ویریږي په کومه ورځ به چې زړونه او سترګې (د ویری او خوف له امله) په اضطراب کې وي (او استقرار به نه لري).

او د مادي او په دنیوي اړخ کې د توازن د خپلولو په اړه قران کریم داسې لارښوونه کوي:

{وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا } [القصص: 77] الله تعالی چې څه درکړي دي، د هغه په ذریعه د اخرت (کامیابي) ولټوه، او په دنیا کې خپله برخه هم له یاده مه باسه.

او هغه خلک غوره ګڼي چې په دنیا کې هم د الله تعالی څخه د ښه ژوند غوښتنه او دعاء کوي او په اخرت کې هم د جنت دعاء او غوښتنه کوي، او دعاء یې داسې وي: {وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (201) أُولَئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِمَّا كَسَبُوا} [البقرة: 201، 202].  د دوی له جملې څخه یو شمېر کسان هغه دي چې وايي: ای زموږ پروردګاره موږ ته په دنیا کې هم ښه ژوند راکړه او په اخرت کې هم کامیابي او ښه ژوند راکړه او د اور له عذابه مو وساته. د همدې خلکو لپاره د هغو نېکو اعمالو (د اجر څخه) چې دوی کړی دی، یوه لویه برخه ده.

  1. د ربانیت او انسانیت ترمنځ توازن

د وسطیت، اعتدال او توازن غوښتنه دا ده چې د ربانیت او انسانیت ترمنځ توازن رامنځ ته کړای شي، د ربانیت معنی دا ده چې د انسان د وجود اصل هدف او مقصد د الله تعالی عبادت دی، هغه د همدې لپاره پیدا کړای شوی دی لکه الله تعالی چې فرمايي:

{وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ } [الذاريات: 56] ما پېریان او انسانان یوازې د دې لپاره پیدا کړي چې زما عبادت وکړي.

د انسان د ژوند موخه او مقصد د الله تعالی رضا ده، همدا په قران کریم کې داسې اعلان شوی دی:

{قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (162) لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ} [الأنعام: 162، 163] ووایه ای پیغمبره: زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او زما مرګ د الله لپاره دی چې د جهانیانو پالونکی دی، د هغه هېڅ شریک نشته، پر همدې ماته حکم شوی دی، او زه تر هر چا دمخه غاړه اېښودونکی یم.

همدا راز د ربانیت معنی دا هم ده چې د هغه قانون چې انسان یې باید په ژوند کې پلي کړي د هغې مصدر یوازې الله تعالی دی، د هغې د تشریعاتو، آدابو، عقائدو، او هر ډول لارښوونو مصدر یوازې یو الله تعالی دی، پیغمبر د تشریعاتو رسوونکی دی، هغه هم د انسان په حیث د  دې شیانو لپاره مصدر نه دی، خو د دې ترڅنګ باید انسانیت هم له نظره ونه غورځول شي، ځکه د دې دواړو ترمنځ هېڅ تعارض وجود نه لري. یعنې سره له دې چې یو مسلمان باید د ربانیت مفهوم رعایت کړي په همدې ډول باید پر دې هم یقین ولري چې دا ټول د دې لپاره دي چې انسان سعادت او نېک بختۍ ته ورسیږي. که د اسلام مصدر رباني او الهي دی، نو د دې پوهیدونکی او عملي کوونکی انسان دی. که ربانیت د مسلمانې ټولنې موخه او مقصد دی، نو د دې مقصد محتوی د انسان سعادت او د الهي جنتونو او نعمتونو لاس ته راوړل دي. که ربانیت انسان ایمان، توحید، الله ته رجوع، د الله تعالی څخه ویره او امید … ته هڅوي او توجیه کوي یې، نو دا په حقیقت کې د انسانیت د معنی تحقق دی، تر هغه وخته یو انسان رباني نشي کېدلای څو چې په حقیقي توګه انساني نه شي او تر هغه وخته انساني نشي کېدلای څو چې رباني نه شي.

همدا راز د وسطیت له غوښتونو څخه دا هم دي چې مسلمان باید د عقل او زړه ترمنځ توازن قائم کړي. د دنیا او آخرت ترمنځ توازن وساتي. همدا راز د الله حق، نفس ساتل او د نورو انسانانو د حقوقو ترمنځ باید توازن قائم کړي، او شعار هغه حدیث وي چې وايي:

(إِنَّ لِرَبِّكَ عَلَيْكَ حَقًّا وَلِنَفْسِكَ عَلَيْكَ حَقًّا وَلِأَهْلِكَ عَلَيْكَ حَقًّا فَأَعْطِ كُلَّ ذِي حَقٍّ حَقَّهُ) ستا د رب پر تا حق دی، ستا د ځان په تا حق دی، ستا د کور د خلکو پر تا حق دی.. نو هر حقدار ته د هغې حق ورکړه.

  1. د مادي پرمختګ او روحي سپېڅلتیا ترمنځ توازن

د وسطیت او اعتدال له غوښتونو دا هم ده چې مسلمان د مادي اختراعاتو، اقتصادي پرمختګ او اخلاقي او روحي سپېڅلتیا ترمنځ توازن قائم وساتي، هیڅکله هم مادي اختراعات، اقتصادی پرمختګ د دې غوښتنه نه کوي چې د انسان تړاو او اړیکه  له الله تعالی سره ضعیفه او کمزورې شي، او یا په اخلاقي لحاظ لویدلی انسان شي، او نه روحي سپېڅلتیا او اخلاقي لوړوالی د دې غوښتنه کوي چې انسان دې په مادي لحاظ وروسته پاتی، کمزوری، فقیر او د علمي اختراعاتو له دنیا څخه لېرې وي. په همدې سیاق کې محمد اقبال لاهوري وايي:

قوت مغرب نه از چنگ و رباب ***   نی ز رقص دختران بی حجاب

نی ز سحر ساحران لاله روست ***نی ز عريان ساق و نی از قطع موست

محکمی او را نه از لادينی است  ***  نی فروغش از خط لاتينی است

قوت افرنگ از علم و فن است  *****  از همين آتش چراغش روشن است

حکمت از قطع و بريد جامه نيست  ***  مانع علم و هنر عمامه نيست

علم و فن را اي جوان شوخ و شنگ *** مغز می بايد نه ملبوس فرنگ

اندرين ره جز نگه مطلوب نيست *** اين کله يا آن کله مطلوب نيست

فکر چالاکی اگر داری بس است *** طبع دراکي اگر داری بس است

گر کسی شبها خورد دود چراغ *** گيرد از علم و فن و حکمت سراغ[35]

  • د سولې او جهاد په اړه د متوازن نظر غوره کول

له دې دواړو څخه هېڅ یو هم د بل ځای نه شي نیولای. په کوم ځای کې چې سوله اړینه وي هلته پر سولې ټینګار، او په کوم ځای کې چې د جهاد د بېلا بېلو ډولونو څخه د هر ډول جهاد اړتیا وي هلته پر جهاد تأکېد کول. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند د دې توازن یو ډېر ښه او ژوندی مثال دی، له همدې امله د پېغمبر علیه السلام په ژوند کې د بدر، احد، خندق، او حنین غزاګانې هم ګورو او د حدیبيې سولې او میثاق مدینه هم وینو.

  • له کفارو سره د تعامل په اړه د توازن غوره کول

نه له ټولو کفارو سره د محاربینو تعامل کوو، او نه له ټولو سره د ذمیانو تعامل، بلکې هغه څه چې په سورت ممتحنه کې راغلي هغه د وسطیت غوښتنه ده، الله تعالی فرمايي:

{لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ} [الممتحنة: 8، 9].

ژباړه: الله تعالی تاسې له هغه خلکو سره د احسان او عدل څخه نه منع کوي چې له تاسو سره د دین له امله په جنګ کې نه دي، او تاسې یې له خپلو سیمو څخه نه يي ویستلي، بې له شکه الله تعالی عدل کوونکي خوښوي، په حقیقت کې تاسې له دې څخه منع کوي چې تاسې له هغه چا سره چې له تاسو سره د دین په سر جنګ کوي او تاسې یې له خپلو سیمو څخه ویستلي اوسئ او ستاسو په ویستلو کې یې (له نورو سره) همکاري کړی ده، چې له هغوی سره دوستي وکړئ، او ستاسو له جملې څخه چې څوک له هغوی سره دوستي کوي همدوی ظالمان دي.

د دغو دوو ایتونو له مضمون سره سم کفار په دوه ډوله دي: یو محارب کافران دي، له هغوی سره دوستي او محبت ناروا کار دی، او که چېرته دا محبت د هغوی د کفر له امله وي، نو انسان د اسلام له دایرې خارجوي. دویم ډول کفار هغه دي چې هغوی غیر محارب دي، دوی که ذمیان وي او که معاهد کافران وي له هغوی سره د ښه سلوک، نېکۍ او عدل او انصاف تعامل پکار دی، همدا هغه معتدل او متوازن دریځ دی چې مسلمان یې باید په خپل ژوند کې غوره کړي.

  • د عقل او نقل ترمنځ توازن د وسطیت غوښتنه ده

د عقل او نقل ترمنځ د وسطیت معنی دا ده چې عقل او نقل اصلاً یو له بل سره سل په سلو کې مخالف نه شي واقع کېدلای، که چېرته عقل او نقل یو له بل سره په تقابل او تعارض کې واقع شي، نو دا به په حقیقت کې ظاهري تعارض وي، او د دې ظاهري تعارض په وخت کې قاعده دا ده:

(اذا تعارض عقلی ونقلی قدم القطعی علی الظني منهما، واذا کانا ظنیین قدم النقلی حتی یثبت العقلی أو ینهار)

کله چې عقلي او نقلي په خپلو کې متعارض واقع شي، نو هر یو چې له دې دواړو څخه قطعي وي، هغه به مقدم وي، او بل به پریښودل کېږي، او که چېرته دواړه ظني وي، نو په دی حالت کې به نقلي مقدم وي تر دې چې عقلي یا ثابت شي او یا له منځه ولاړ شي.

او هغه څوک چې عقل د شریعت په نوم منجمدوي، او خپل ظاهري فهم ته شریعت وايي، او له هغې سره مخالفت ورته له شریعت سره مخالفت ښکاري، او یا عقل ته همېشه پر شریعت ترجیح ورکوي، او په دې بهانه شریعت د خپلو خواهشاتو تابع ګرځوي، دواړه له وسطیت سره په ټکر کې واقع دي.

  1. د ټولنیزو ارزښتونو په اړه متوازن نظر غوره کول

ډېر داسې ټولنیز او انساني ارزښتونه دي چې ډېر مسلمانان یې له کبله نوم ردوي چې دا غربي ارزښتونه دي. په داسې حال کې چې هغه حقیقتاً د اسلام اصیل ارزښتونه دي، لکه په قضاء، سیاست، او اقتصادي میدان کې عدل او انصاف، په ټولنیزو او دولتي چارو کې شورائیت، د انسانانو ازادي او کرامت ته درناوی، د انسانانو حقوق او په ځانګړي توګه په ټولنه کې د مستضعفو اقشارو حقوق، همدا راز ټولنیزه، سیاسي او دیني ازادي….

د وسطیت غوښتنه دا ده چې دا باید په جدي توګه رعایت کړای شي؛ خو په هغو مفاهیمو نه چې غرب یې وايي، او نه له هغو عقیدو سره سم چې د نورو تمدنونو برلاسي تثبیتوي، بلکې په هغو مفاهیمو چې اسلام یې غواړي او اسلام یې ثابتوي.

  • د مېرمنو په اړه د وسطیت غوښتنې عملي کول

د مېرمنو په اړه د غرب هغه دریځ چې زموږ له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی، او د ازادۍ په نوم مېرمنه د خپل کلتور د ترویج وسیله جوړوي، او د اباحیت او بې لاریتوب د ترویج لپاره ترې کار اخلي، او د هغو نارواوو او نادرست تعامل چې زموږ په ټولنه کې له مېرمنو سره کېږي وسطي او متوازن تعامل غوره کول. یعنې هغه حقوق مېرمنو ته ورکول چې اسلام ورته ورکړي دي. دا د وسطیت غوښتنه ده، لکه څرنګه چې د هغو کوښښونو په مخ کې درېدل پکار دي چې مېرمنې د غربي بې لاریتوب لپاره د وسیلې په حیث استعمالول غواړي. همدا راز د هغه ظلم مخنیوی هم پکار دی چې زموږ په ټولنه کې د مېرمنو پرضد ترسره کېږي، او په پایله کې یې له مېرمنو سره د وینځې په توګه تعامل کېږي، د څارویو په څېر خرڅېږي او اخیستل کېږي او ورته د میراث حق نه ورکول کېږي.

  • د تکفیر او تفسیق په اړه متوازن نظر؛ د وسطیت غوښتنه

د تکفیر او تفسیق په اړه بېلا بېلې فرقې په افراط او تفریط کې واقع دي. خوارج د کبیره ګناه مرتکب کافر ګڼي او معتزله یې له اسلام څخه خارج بولي. د دوی د مذهب برعکس مرجئه د کبیره ګناه ارتکاب له ایمان سره اصلا مضر نه بولي، خو دې دواړو ډلو د اسلام متوازن او وسطي فهم پریښی دی، او په افراط او تفریط کې واقع دي، چې د دې افراطي او تفریطي نظر په نتیجه کې اسلامي امت له بې شمېره کړاوونو سره مخامخ شوی دی او تر ننه دا کړاوونه جریان لري.

په اوسنېو حالاتو او ظروفو کې لکه څرنګه چې د وسطیت او توازن غوښتنه ده باید د کبیره ګناهونو د ارتکاب له امله نه د چا تکفیر وکړای شي، چې په امت کې د فتنې او قتلونو لامل وګرځېږي، او نه هغه چا ته د براءت سپین چک ورکړای شي چې د ډول ډول کبیره ګناهونو ارتکاب کوي څو دا نظر په امت کې د بې عملۍ د خپریدو او ترویج لامل ونه ګرځي.

  • د تراث او معاصرو علومو ترمنځ د وسطیت غوښتنه

د اسلام د دې ځانګړتیا یوه غوښتنه دا ده چې نه قران او سنت او تراثي علوم له پامه وغورځول شي او نه معاصر سائنسي علوم، ځکه د بشري ټولنو په معنوي او مادي پرمختګ کې دواړه علوم بنسټیزه ونډه لري، نو دواړو ته باید جدي پاملرنه وشي. هغه څوک چې تراث د معاصرو علومو مقابل ګڼي او په دې نظر ورته ګوري چې دا دواړه د یو بل نفي کوي، دوی په حقیقت کې د اسلام د وسطي او متوازن نظر سره په مخالفت کې واقع دي.

  • د وسطیت او توازن سره متضاد سلوک

د اسلام له دې ځانګړتیا سره څه سلوکېات په ټکر او مقابل کې واقع دي، هر څوک چې د دې سلوکېاتو مرتکب شو، هغه په حقیقت کې د اسلام د متوازن او وسطي فهم او سلوک څخه لېری دی، څو چې بیرته ورته راوګرځي، دا سلوکېات په لاندې ډول دي:

لومړی: افراط او تفریط

په هر څه کې مبالغه او له حد څخه تېرېدلو ته افراط ویل کېږي. هغه که د خوراک څښاک وي او که عبادت، هغه که لباس وي او که د مال مصرف، محبت وي او که نفرت، دوستي وي او که دښمني…او تفریط په هر کار کې تقصیر او د هغې ضائع کولو ته ویل کېږي.

الله تعالی چې د څه حکم کړی دی، او یا یې له څه منع کړې ده، د هغو ټولو لپاره یې یو حد او اندازه ټاکلې ده. په اسلام کې هر څه پر خپل ځای متوازن او معتدل دي، او بیا ټول تشریعات او احکام یې په عامه توګه یو متوازن او معتدل نظام رامنځ ته کوي. د مبالغې، له حد څخه د تېرېدلو او یا هم د تقصیر او په بشپړه توګه د سر ته نه رسولو له لارې د دې توازن او اعتدال له منځه وړلو ته افراط او تفریط ویل کېږي، چې د شریعت بې شمېره نصوص پر دې دلالت کوي. ډېر مفسرین په دې ایت کې چې الله تعالی فرمايي:

{وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ } [المائدة: 2]

اثم (ګناه) د تفریط مرادف (یو کتار کې) بولي؛ ځکه چې په دې کې تقصیر او د اوامرو ضائع کول دي، او عدوان د افراط مرادف بولي؛ ځکه چې په هغه کې له حد څخه تیریدل وي.

دویم: ظلم

ظلم په لغت کې په غیر مناسب ځای کې د یو څه ایښودلو ته وايي، او په اصطلاح کې له حق څخه د باطل لور ته د اوښتلو نوم دی، چې په ځانګړې توګه پکې خلکو ته تکلیف رسول او د هغوی حقوق تر پښو لاندې کول شامل دي.

ظلم د اسلام د توازن او وسطیت له ځانګړتیا سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی، له همدې امله په قران کریم کې په ډېرو آیتونو کې د ظلم ارتکاب په دې دنیا د امتونو لپاره د عذاب لامل ښودل شوی دی، الله تعالی فرمايي:

{فَأَنْزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ} [البقرة: 59]

نو په ظالمانو مې له اسمان څخه عذاب نازل کړ، په دې کې دې ته اشاره ده چې له اسمان څخه د عذاب د نازلولو لامل همدا ظلم وه، همدا راز الله تعالی فرمايي:

{فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا} [الأنعام: 45]

هغو خلکو چې ظلم کړی وو هغوی تباه کړای شول، په دې کې هم دې ته اشاره ده چې د تباهۍ اصلي لامل همدا ظلم وه، داسې ایتونه ډېر زیات دي چې پکې ظلم د امتونو د تباهۍ او په دنیا کې د عذاب سبب ښودل شوی دی. او دا ځکه چې د ټولو ګناهونو په بنیاد کې ظلم پروت دی، ظلم په حقیقت کې د هېوادونو او ملتونو د تباهۍ او بربادۍ لامل ګرځي، الله تعالی فرمايي:

{فَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ فَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا} [الحج: 45]

ډېر داسې کلي دي چې موږ هلاک کړل په داسې حال کې چې هغوی ظالمان وو، هغه اوس (له اوسېدونکو څخه) خالي دي، او چتونه لاندی پراته دي.

او په یو بل ځای کې الله تعالی فرمايي:

{فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ (51) فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ} [النمل: 51، 52]

نو وګوره چې د هغوی د چل او فریب انجام څه شو، هغوی او د هغوی ټول قوم موږ تباه کړل، نو دا يې کورونه دي چې د هغوی د ظلم له امله اوس بالکل خالي دي، په دې کې د هغه چا لپاره چې پوهیږي (د عبرت) نښې دي، ځکه ظلم د ټولو ګناهونو مور ده. له همدې امله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وینا سره سم ظلم به د قیامت په ورځ د ظالم لپاره د بې شمېره تیارو لامل ګرځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

“يا أيها الناس، إياكم والظلم، فإن الظلم ظلمات يوم القيامة”

ای خلکو له ظلم څخه ځان وساتئ ځکه چې ظلم به د قیامت په ورځ بې شمېره تیارو سره مخامخ کېدل وي.

درېیم: تعصبات

تعصب دې ته ویل کېږي چې په ناحقه د هغه شي په طرف او تأیید کې ودریږې چې ته ورسره محبت لرې. همدا تعریف د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په یو حسن حدیث کې داسې روایت شوی دی:

واثلة بن الأسقع وايي: قلت: يا رسولَ اللهِ، ما العَصَبِيَّةُ؟ قال: “أن تُعِينَ قومَكَ على الظُّلم”[36]

ژباړه: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه: چې تعصب څه ته وايي؟  هغوی وفرمایل: تعصب دې ته وايي چې په ظلم کې د خپل قوم تأیید او حمایت وکړي.

هر ډول تعصب، هغه که د ژبې لپاره وي، که د قوم، قبیلې او سمت او منطقې لپاره وي، او که د تنظیم او فقهي مذهب لپاره وي، او که د عرق او نسب لپاره وي او که د یو انسان او شخص لپاره او که …. هغه انسان د اعتدال او توازن څخه لیرې کوي، او په افراط او تفریط کې يې مبتلاء کوي، او دا ځکه چې د تعصب په نتیجه کې انسان د متوازن عقلي قوت څخه محرومېږي، له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

“حُبُّكَ الشَّيءَ يُعْمِي وُيصِمُّ”[37]

د هر شي سره (ړوند) محبت انسان ړوندوي او کڼوي؛ یعنی له هر شي سره چې انسان د اصولو او ضوابطو پرته محبت کوي (چې همدې ته تعصب ویل کېږي) هغه بیا درسته فیصله نشي کولای. د هغی بد هم ورته ښه ښکاري، او د هغی د مقابل طرف ښه هم ورته بد ښکاري، او داسې څوک چې حق ونه لیدلای شي او حق ونه پېژندلای شي هغه هیڅکله هم متوازن او پر وسطیت او حق ولاړ دریځ نشي غوره کولی.

له الله تعالی څخه دعاء ده چې موږ ته د اسلام د دې بنسټیزې ځانګړتیا له غوښتونو سره سم د خپل ژوند د عیارولو توفیق را په برخه کړي، او د هر ډول افراط، تفریط، ظلم او تعصب څخه مو وساتي.

وسبحانک اللهم وبحمدک نشهد أن لا إله إلا أنت نستغفرك ونتوب إليك

=====================================================================================

فوت نوت ها:

[2] – الوابل الصيب من الكلم الطيب (ص: 14) تحقیق: سید ابراهیم، طبع دار الحدیث، القاهرة، الطبعة الثالثة، عام ۱۹۹۹م.

[3] – الروح (ص: 257) ابن القیم، دار الکتب العلمیة، بیروت، کال ۱۹۷۵م.

[4] – مسند الإمام أحمد بن حنبل چ ۱۷ ص ۳۷۲  مؤلف: أبو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد الشيباني (المتوفى: 241هـ) تحقیق: شعيب الأرنؤوط – عادل مرشد، وآخرون، إشراف: د عبد الله بن عبد المحسن التركي، نشرونکې اداره: مؤسسة الرسالة، لومړی چاپ، کال ۲۰۰۱م.

[5] – جامع البيان في تفسير آي القرآن چې په تفسير الطبري مشهور دی، د محمد بن جریر بن یزید الطبری کتاب ج ۲ ص ۶۲۶-۶۲۷، تحقیق: عبد الله عبد المحسن الترکې، طبع دار هجر للطباعة والنشر والتوزیع والاعلان، کال ۲۰۰۱م، ټول مجلدات (۲۶) چې اخیری دوه مجلده یې فهرسونه دي.

[6] – الدر المصون في علوم الكتاب المكنون ج ۲ ص ۴۹۹، تألیف: أبو العباس، شهاب الدين، أحمد بن يوسف بن عبد الدائم المعروف بالسمين الحلبي (ت: ۷۵۶ه)، تحقیق: الدكتور أحمد محمد الخراط، نشرونکې اداره: دار القلم، دمشق – سوریة.

[7] – جامع البیان فی تفسیر آی القرآن یا تفسير الطبري ج ۲۳ ص ۱۸۰ مخکېنی مصدر.

[8] – الجامع لاحكام القرآن چې په تفسير القرطبي مشهور دی، ج 18 ص 244 لیکوال:  د ابو عبد الله محمد بن احمد بن ابی بکر بن فرح الانصاری الخزرجی شمس الدین القرطبی، تحقیق: احمد البردونی و ابراهیم اطفیش، طبع دار الکتب المصریة، قاهرة، مصر، د طباعت کال ۱۹۶۴م.

[9] – روح المعاني في تفسير القرآن والسبع المثاني يا تفسير الآلوسي ج 29 ص 32، لیکوال ابو الفضل محمود الآلوسی، نشرونکې اداره: دار احیاء التراث العربی، بیروت، لبنان.

[10] – تفسير القرآن العظیم ج ۳ ص ۱۷۳، لیکوال: ابو الفداء اسماعیل بن عمر بن کثیر، تحقیق: سامي بن محمد سلامة، نشرونکې اداره: دار طیبة للنشر والتوزیع، د چاپ کال ۱۹۹۹م، مدینه منوره.

[11] – الجامع لاحكام القرآن چې په تفسير القرطبي مشهور دی، ج ۶ ص ۲۷۶ لیکوال:  د ابو عبد الله محمد بن احمد بن ابی بکر بن فرح الانصاری الخزرجی شمس الدین القرطبی، تحقیق: احمد البردونی و ابراهیم اطفیش، طبع دار الکتب المصریة، قاهرة، مصر، د طباعت کال ۱۹۶۴م.

[12] – الجامع لأحكام القرآن د امام قرطبي لیکنه ج ۳ ص ۶۱، مخکېنی مصدر.

[13] – تفسير ابن كثير ج 6 ص 339، مخکېنی مصدر.

[14] – معالم التنزيل في تفسير القرآن (تفسير البغوي) ج3 ص225، ليكوال: محي السنة أبو محمى الحسين بن مسعوى البغوي، تحقيق: محمد عبد الله النمر، وعثمان جمعة وسليمان مسلم الحرش، نشرونكي اداره: دار طيبة للنشر والتوزيع، د نشر كال: 1997م.

[15] – انوار التنزيل و اسرار التأويل چې په تفسیر بیضاوي مشهور دی، تفسير البيضاوي ج ۳ ص ۲۷۰، تحقیق: محمد عبد الرحمن المرعشلي، ناشر: دار احیاء التراث العربی، بیروت، لومړی چاپ، کال ۱۴۱۸ه ق.

[16] – تفسير القرآن العظیم  مشهور به تفسير ابن كثير ج 6 ص 253، لیکوال: ابو الفداء اسماعیل بن عمر بن کثیر، تحقیق: سامي بن محمد سلامة، نشرونکې اداره: دار طیبة للنشر والتوزیع، د چاپ کال ۱۹۹۹م، مدینه منوره.

[17] – سنن أبي داود ج ۲ ص ۵۱۹، لیکوال:  امام ابو داود سلیمان بن الاشعث السجستانی، تحقیق: شعیب الأرنؤوط ومحمد کامل قره بللی، نشرونکې اداره: دار الرسالة العالمیة، لومړی چاپ، کال ۲۰۰۹م.

[18] -موارد الظمآن إلى زوائد ابن حبان ج ۲ ص ۳۹۲ لیکوال: نور الدین الهیثمی، تحقیق: حسین سلیم أسد الداراني و عبده علي الکوشک، نشرونکې اداره: دار الثقافة العربیة، دمشق، سوریة، لومړی چاپ، کال ۱۹۹۰- ۱۹۹۲م.

[19] – صحيح البخاري ج ۷ ص ۲، طبع دار طوق النجاة، د حدیث شمېره: ۵۰۶۳، او صحيح مسلم  ج ۲ ص ۱۰۲۰، د حدیث شمېره: ۱۴۰۱ تحقیق: محمد فؤاد عبد الباقی، طبع دار احیاء التراث العربی، بیروت.

[20] – صحيح مسلم ج ۴ ص ۲۰۸۷، د حدیث شمېره: ۲۷۲۰ مخکېنی مصدر.

[21] – موارد الظمآن إلى زوائد ابن حبان د نور الدین الهیثمی لیکنه، ج ۲ ص ۳۹۳، د حدیث شمېره: ۶۵۲، مخکېنی مصدر.

[22] – حدیث په اکثره کتابونو کې ذکر شوی دی په بخاري شریف ج ۶ ص ۱۹۶کې یې الفاظ داسی دي: حَدَّثَنَا مُوسَى حَدَّثَنَا أَبُو عَوَانَةَ عَنْ مُغِيرَةَ عَنْ مُجَاهِدٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ أَنْكَحَنِي أَبِي امْرَأَةً ذَاتَ حَسَبٍ فَكَانَ يَتَعَاهَدُ كَنَّتَهُ فَيَسْأَلُهَا عَنْ بَعْلِهَا فَتَقُولُ نِعْمَ الرَّجُلُ مِنْ رَجُلٍ لَمْ يَطَأْ لَنَا فِرَاشًا وَلَمْ يُفَتِّشْ لَنَا كَنَفًا مُنْذُ أَتَيْنَاهُ فَلَمَّا طَالَ ذَلِكَ عَلَيْهِ ذَكَرَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ الْقَنِي بِهِ فَلَقِيتُهُ بَعْدُ فَقَالَ كَيْفَ تَصُومُ قَالَ كُلَّ يَوْمٍ قَالَ وَكَيْفَ تَخْتِمُ قَالَ كُلَّ لَيْلَةٍ قَالَ صُمْ فِي كُلِّ شَهْرٍ ثَلَاثَةً وَاقْرَإِ الْقُرْآنَ فِي كُلِّ شَهْرٍ قَالَ قُلْتُ أُطِيقُ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ قَالَ صُمْ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ فِي الْجُمُعَةِ قُلْتُ أُطِيقُ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ قَالَ أَفْطِرْ يَوْمَيْنِ وَصُمْ يَوْمًا قَالَ قُلْتُ أُطِيقُ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ قَالَ صُمْ أَفْضَلَ الصَّوْمِ صَوْمَ دَاوُدَ صِيَامَ يَوْمٍ وَإِفْطَارَ يَوْمٍ وَاقْرَأْ فِي كُلِّ سَبْعِ لَيَالٍ مَرَّةً فَلَيْتَنِي قَبِلْتُ رُخْصَةَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَذَاكَ أَنِّي كَبِرْتُ وَضَعُفْتُ فَكَانَ يَقْرَأُ عَلَى بَعْضِ أَهْلِهِ السُّبْعَ مِنْ الْقُرْآنِ بِالنَّهَارِ وَالَّذِي يَقْرَؤُهُ يَعْرِضُهُ مِنْ النَّهَارِ لِيَكُونَ أَخَفَّ عَلَيْهِ بِاللَّيْلِ وَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَتَقَوَّى أَفْطَرَ أَيَّامًا وَأَحْصَى وَصَامَ مِثْلَهُنَّ كَرَاهِيَةَ أَنْ يَتْرُكَ شَيْئًا فَارَقَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَيْهِ. عبد الله بن عمرو بن العاص رضي وايي پلار می راته یو ښځه په نکاح کړه چې ښه د حسب او نسب خاونده وه، پلار به همېشه د خپلې انګور پوښتنه کوله، او د هغه د مېړه (یعنی د عبد الله بن عمرو) په اړه به یې ترې پوښتنه کوله، نو هغه به ورته ویل: چې ډېر ښه سړی دی خو له کومې ورځې چې زه راغلی یم نه یې زما په بسترې پښه ایښی ده او نه یې پرده پورته کړې ده (یعنی د ښځی او مېړه ترمنځ چې څه کېږي هغه یې هېڅ نه دي کړي) کله چې دا شکایت ډېر شو نو (زما پلار) دا خبره پیغمبر علیه السلام ته یاده کړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې ماته یې راوله، څه وخت وروسته زه د هغوی حضور ته ورغلم نو وویې ویل: ته څرنګه روژه نیسې؟ نو (عبد الله بن عمرو) ورته وویل: هر ورځ (روژه نیسم)، پیغمبر علیه السلام وویل: او څرنګه د قران کریم ختم کوې؟ (عبد الله) ورته وویل: هره شپه (ختم کوم) نو پیغمبر علیه السلام ورته وویل: په هره میاشت کې دری ورځې روژې نیسه، او قرآن کریم په میاشت کې یو ځل ختموه، ما ورته وویل: زه له دې څخه زیات توان لرم، نو ویې ویل: په جمعه کې دری ورځې روژی نیسه، ما وویل: زه له دې څخه زیات توان لرم، پیغمبر علیه السلام وویل: یوه ورځ روژه نیسه او دوه ورځې یې مه نیسه، ما ورته ویل زه له دې څخه د زیات توان لرم، نو بهترینه روژه نیسه چې هغه د حضرت داود علیه السلام روژه وه، یوه ورځ روژه او یوه ورځ افطار، او په هرو اوو شپو کې قرآن ختموه، (عبد الله بن عمرو) وايي کاشکې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رخصت می منلی وی! او دا ځکه چې زه زوړ شوم او کمزوری شوم، نو د قرآن کریم هغه اومه برخه د ورځې د خپل کور یو چاته تېروله تر څو په شپه کې یې ورته لوستل اسان وي، او کله به یې چې غوښتل چې ځان لږ تقویه کړي، نو څو ورځې به یې پرله پسی توګه روژه نه نیوله، خو دا ورځې به یې حساب کړی تر څو همدومره ورځی بیا روژی ونیسی، ځکه دا یې بد ګڼل چې د هغه عمل او عبادت څخه څه کم کړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې سرته رساوه. نو عبد الله بن عمرو بن العاص په آخر کې همداسی یوی مرحلی ته رسیدلی وه چې مخکېني حدیث کې ذکر شوی دی.

[23] – صحيح مسلم ج ۲ ص ۸۱۶، د حدیث شمېره: ۱۱۵۹، مخکېنی مصدر، په دی حدیث کې دوه کلمی راغلی د هغوی په اړه فتح المنعم شرح صحيح مسلم د دکتور شاهین لاشین ج ۵ ص ۲۷، کې وايي: “هجمت عيناك، ونفهت نفسك” ومعنى “هجمت” غارت ودخلت، … ومعنى “نفهت نفسك” بفتح النون وكسر الفاء تعبت وكلت.

[24] – صحيح ابن حبان بترتيب ابن بلبان ج ۷ ص ۴۱، لیکوال: محمد بن حبان البستی، تحقیق: شعیب الأرنؤوط، طبع مؤسسة الرسالة، بیروت، د چاپ کال ۱۹۹۳م.

[25] – سنن أبي داود ج ۷ ص ۱۵۵ مخکېنی مصدر.

[26] – صحيح البخاري ج ۸ ص ۹۸ مخکېنی مصدر.

[27] – مسند الإمام أحمد بن حنبل ج۳۲ ص ۴۱۱، مؤلف: أبو عبد الله أحمد بن محمد بن حنبل بن هلال بن أسد الشيباني (المتوفى: 241هـ) تحقیق: شعيب الأرنؤوط – عادل مرشد، وآخرون، إشراف: د عبد الله بن عبد المحسن التركي، نشرونکې اداره: مؤسسة الرسالة، لومړی چاپ، کال ۲۰۰۱م.

[28] – مسند البزار مسند البزار چې د (البحر الزخار) په نوم چاپ شوی دی، ج ۷ ص ۳۴۹، مؤلف: أبو بكر أحمد بن عمرو بن عبد الخالق بن خلاد بن عبيد الله العتكي المعروف بالبزار (المتوفى: ۲۹۲ه) تحقیق: محفوظ الرحمن زين الله و عادل بن سعد وصبري عبد الخالق الشافعي، نشرونکې اداره: مكتبة العلوم والحكم – المدينة المنورة، لومړی چاپ کال ۲۰۰۹م.

[29] – المعجم الأوسط ج ۱۰ص۳۲۸، مؤلف: سليمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي الشامي، أبو القاسم الطبراني (ت ۳۶۰ه) تحقیق: طارق بن عوض الله بن محمد وعبد المحسن بن إبراهيم الحسيني، نشرونکې اداره: دار الحرمین، قاهره، مصر. دا حدیث حسن دی، مخصوصا د انس بن مالک له سند څخه.

[30] – دا حدیث خرائطي د حضرت علي او حضرت ابوهریرة څخه روایت کړی دی، وګورئ: اعتلال القلوب للخرائطي ج ۱ص ۱۸۰- ۱۸۱، مؤلف: أبو بكر محمد بن جعفر بن محمد بن سهل بن شاكر الخرائطي السامري (وفات: ۳۲۷ه) تحقيق: حمدي الدمرداش، نشرونکې اداره: نزار مصطفى الباز، مكة المكرمة-الرياض، دویم چاپ، کال ۲۰۰۰م.

[31] – د حسن بصری دا قول ډېرو خلکو روایت کړی دی چې له دوي څخه یو هم الخرائطی دی په خپل کتاب مكارم الأخلاق ومعاليها ومحمود طرائقها ص ۲۴۲، مؤلف: أبو بكر محمد بن جعفر بن محمد بن سهل بن شاكر الخرائطي السامري (ت ۳۲۷ه) تقديم وتحقيق: أيمن عبد الجابر البحيري، نشرونکې اداره: دار الآفاق العربیة، قاهرة، مصر، لومړی چاپ، کال ۱۹۹۹م.

[32] – تهذيب الآثار وتفصيل الثابت عن رسول الله من الأخبار ج ۳ ص ۲۸۸، مؤلف: ابو جعفر محمد بن جرير بن يزيد الطبري (ت: ۳۱۰ه) تحقيق: محمود محمد شاكر، نشرونکې اداره: مطبعة المدني، قاهره، مصر، د تاریخ نه پرته.

[33] – صحيح البخاري ج ۱ ص ۲۵ مخکېنی مصدر.

[34] – چې د دې هرې قضیې روښانه کول ډېر اوږد بحث ته اړتیا لري.

[35] – کلیات اقبال لاهوری ص ۳۶۹  په جاوید نامه کې مقدمه او تصحیح: احمد سروش، از انتشارات کتابخانه سنائی، پنځم چاپ، ۱۳۷۰، چاپ احمدی، صحافی ایرانمهر.

[36] – سنن أبي داود تحقیق: شعیب الأرنؤوط (7/ 440) دا حدیث حسن دی.

[37] – مسند أحمد ط الرسالة (36/ 24).

د PDF لینک لپاره

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *