خواړه د ټولو لپاره

ډاکتر محمد همایون لودین
ډاکتر محمد همایون لودین
د خواړو نړیوالې ورځې په مناسبت

د پیدایښت نه نیولي تر مرګه هر انسان د خپل ورځني ژوند لپاره خوړو ته اړتیا لري، دا چې بدن دوه ډوله حالاتو کې انرژۍ ته اړتیا لري، چي یو یې د بدن د داخلي پروسو لپاره (Basal Metabolic Rate) چي په هره دقیقه کې نېږدې اویا ځله زړه وینه ټول بدن ته پمپ کوي او هېڅکله نه ودرېږي، او نېږدې ۱۸ ځلې سږي په بدن کې د حجراتو پواسطه د انرژي د مصرف له کبله سوځیدلي مواد یا کاربن ډای اکساید د نفس استلو پر مهال خارجوي او پاک اکسېجن د غذایي موادو د سوځولو او په انرژۍ د بدلولو په خاطر د تنفس د لارې سږو ته راوړي، په همدې ترتیب د بدن بېلابېل نسجونه او غړي په ۲۴ ساعته ډول فعالیت کوي او خپلې دندې سرته رسوي، د دې دندو سرته رسولو لپاره انرژۍ ته اړتیا ده او د دې تر څنګ هر کله چې هر فعالیت سرته رسول کیږي، د قدم وهلو څخه شروع، لیدل، اورېدل، ویل، فکر کول او هر څه تر سره کؤو د هغې لپاره انرژۍ ته اړتیا وي، دا انرژي د بېلابېلو خوړو څخه لاس ته راځي، نو له همدې امله ټول د اړتیا وړ خواړه باید هره ورځ ترلاسه شي د خوړو تعریف عبارت دی له: هغه غذایي مواد چې د هغې په خوړلو سره نه یواځې د بدن د لوږې مشکل حل کیږي بلکې د بدن اړتیاوې هم پوره کیږي). د خوړو دندې په عمومي ډول په دری ډولو وېشلی شو:

۱: بدن ته د انرژۍ ورکول، چې پدې کې عمده برخې عبارت دي له ډوډۍ، وریجې، الوګان او ټول شیریني باب.

۲: د بدن د حجراتو او انساجو تعمیر، ترمیم او اېجاد، لکه د عضلاتو وده، د هډوکو او وېښتانو وده او ترمیم. چې دا دنده معمولآ د حبوباتو، غوښې او لبنیاتو څخه لاس ته راځي.

۳: د ناروغیو او مېکروبونو په مقابل کې محافظت او ساتنه، دا دنده د سبزیجاتو او میوه جاتو څخه حاصلېدای شي.

د پورته دندو په نظر کې نیولو سره باید هر وګړی ډول ډول خواړه وخوري، تر څو د بدن اړتیا یې پوره شي، د  بېلګې په ډول، په یوه ورځ کې د خوړو د ټاکنې لپاره باید داسې یو ډول خواړه وي چې په هغه کې یوه اندازه انرژي تولیدونکي غذایي مواد وي لکه ډوډۍ، الوګان یا وریجې، اما بهتره ده د دې څخه یو ډول وي، دوهم ډول هغه خواړه موجود وي چې د انساجو وده او تعمیرات تامینوي، لکه حبوباتو کورنۍ: لوبیا، نخود، عدس، مۍ، د غوښې د کورنۍ څخه لکه د ماهي غوښه، د چرګ غوښه، د غټ او واړه مال غوښه او  ځیګر او داسې نور، د لبنیاتو څخه لکه مستې، شیدې، بی مالګې پنیر، د غذا درېیمه دنده باید په هغو خوړو تامین شي چې ویټامین او منرال لري تر څو د مېکروبونو او ناروغیو په مقابل کې مقاومت او د بدن دفاع لوړه کړي، لکه د سبزيجاتو کورنۍ نه پالک، کدو، ټېپر، بامیه، او د مېوه جاتو د کورنۍ څخه مڼې، مالټې، نارنج، کیلې، هندواڼه، خټکي، زردالو، انګور او داسې نور.

د اسانتیا په خاطر  خواړه په ۷ ګروپونو وېشل شوي تر څو هر وګړی په شپه او ورځ کې ۷ ګروپونو څخه خپل خواړه وټاکي او ويې خوري، حد اقل هر ځل خوړو کې باید له  ۷ ګروپونو له جملې څخه ۴ یې شامل وي. او ۷ ګروپږمخ ړ خوړو عبارت دي له:

د خوراکي موادو هغه ګروپونه چې د افغانستان لپاره د غذايي موادو په لارښودونو کې باید وکارول شي په لاندې ډول دي:

  1. غلې دانې او ریښه لرونکي خواړه ( لکه الوګان، وریجې، د غنمو اوړه، منتو، اش …)
  2. غوښه، کب او هګۍ
  3. حبوبات، لوبیا، مندکې او تخمونه
  4. لبنیات (شیدې او د هغو محصولات)
  5. سابه
  6. میوې
  7. شحمیات او غوړي

د خواړو اهمیت

د زیږون نه نیولې تر مرګه مغذي او متوازنو خوړو ته لاس رسی او د هغې څخه په مناسبه توګه ګټه اخستل د یو انسان تر ټولو حیاتي او مهمه اړتیا ده. همدارنګه د ودې دورې او پرمختګ، کړه وړه، وړتیا او قوه، تولید او هر څه په یو ډول د مناسبو خوړو پورې نښتې دي. لوی ذات پرېمانه نعمتونه د خپل مخلوق لپاره پيداکړي دي، چې خواړه د ټولو نعمتونو په سر کې ځای لري او د انساني او ټولو حیه موجوداتو د ژوند د پایښت او سلامتیا لامل دي. له همدې امله د اسلام پاک دین هم د خوړو په اړه بیانات، ایتونه او احادیث وارد کړي دي، چې په قرانکریم کې تقریبا۲۵۰ ایتونه د خوړو په اړه راغلي چې د قران عظیم الشان پنځم سورت دستر خوان یا مایدې په نامه نازل شوی دی چې دا د خوړو د اهمیت او ضرورت یوه روښانه بېلګه ده. الله (ج) په خوړو قسم خوړلی دی (والتین والزیتون ) چې دا د پاکیزه خوړو په اړه د مسلمانانو تشویق او لارښونه ده. دا چې د پاکو خوړو نه وروسته متصل نیک اعمال ذکر شوي دي ، دا هم پدې معنی چې مناسب او پاک خواړه د صالح اعمالو لپاره لومړی شرط دی (کلوا من الطیّبات و اعملوا صالحا؛ د وخت پوهانو ویلي دي: سالم عقل په سالم بدن کې وي او سالم جسم پرته له سالمو او مناسبو خوړو ناممکن دی.

همدارنګه په نړیوالو اسنادو کې د ډېر پخوا نه تر اوسه د خوړو ارزش په ډېره واضحه توګه بیان شوی دی. د بشري حقوقو نړیوالې اعلاميې په ۲۵ ماده کې، مغذي، سالمو او خوندي خوړو ته  لاسرسی د بشري حق په حیث تثبیت او تضمین شوی دی. له همدې امله د خوړو کیفیت او کمیت باید د انسان د اړتیاؤو ځواب ویوونکی وي او په فزیکي، اقتصادي او ټولنیزه توګه د لاسرسي وړ وي .

د خواړو تآمینول

د خوړو امنیت یا تآمینول عبارت دي له: په یو هېواد کې د روغ او فعاله ژوند د ساتلو لپاره ټول خلک په ټولو موسمونو او ټولو سیمو کې د اړتیا وړ مناسبو، مغذي او خوندي خوړو ته تل لاسرسی ولري، خواړه موجود وي، د اخیستلو لپاره یې د کورنۍ په کچه مالي سرچینې موجودې وي تر څو پرې اړین غذایي مواد پرې واخستلی شي او په پای کې خواړه پاک وي او په سمه توګه د بدن پواسطه مصرف شي او د مصرف له امله ترې د فعال ژوند د پایښت او پرمختګ لپاره انرژي حاصله شي. د پورته تعریف له مخې په یو هېواد کې د دولت د مسؤولینو څخه شروع تر یو وګړي پورې مسؤلیت لري تر څو هر وګړی د اړتیا وړ خواړه مصرف کړي، چې څلور عمده برخې لري:

۱: د فعال او روغ ژوند لپاره باید هر وګړی په هر موسم کې فزیکي لاسرسی ولري، که چېرته جنګ وي، یا لارې بندې وي، یا نېږدې مارکېټ نه وي تر څو د اړتیا وړ مغذي او پاک غذایي مواد ترې تر لاسه کړي نو دا وګړی یا کورنۍ د خوړو له نظره تآمین نده.

۲: دا چې د اړتیا وړ مغذي او پاک خواړه باید هر وخت او په هر ځای کې موجود وي، که‌چیرته جنګ نه وي، سیلاب نه‌وي، لاره هم غرنۍ نه‌وي، اما مارکېټ کې د اړتیا وړ بېلابېل خواړه موجود نه وي، یا اصلآ د خلکو د ضرورت وړ خوړو لپاره هېڅ مارکېټ نه وي، نو دا خلک او کورنۍ به خواړه د کومه کوي.

۳: مارکېټ موجود دی، په مارکېټ کې بېلابېل خواړه او رنګارنګ مېوې موجودې دي، خلک هم ورته لاس رسی لري، اما د خلکو اقتصادي حالت داسې دی چې نشي کولای د خپل ژوند د فعال او سالم ساتلو په خاطر د اړتیا وړ خواړه واخلي، د بېلګې په ډول، نشي کولای چې هره ورځ یو کيلو غوښه واخلي، وس یی نلري. یا هره ورځ بېلابېلو میوو د اخیستلو توان نه لري، د کورنۍ مشر ښوونکی دی، د دولت مامور دی، یا بېکاره دی، هغه کله کولای شي چې هره ورځ دې د بېلابېلو غذایی موادو تر څنګ مېوه جات هم واخلی تر څو د کورنۍ ټولو غړو لپاره کفایت وکړي.

۴: په ثابت او دوامداره توګه ټول خلک د خوړو څخه په سمه توګه ګټه واخیستلای شي. دا چې خواړه موجود وي، د خلکو لاسرسی هم ورته وي، د اخیستلو وړتیا یی هم ولري اقتصادی قوه هم لري اما خواړه پاک ندي یا شخص روغتیایي سیستم او خدمتونو ته لاسرسی نه لري او سؤجذب له امله د خوړو څخه سمه ګټه نشي اخیستلای، یا هم په دې برخه کې عامه‌پوهاوی کم دی، چې کوم ډول خواړه وخوري.  د مثال په ډول، ډېری خلک پدې نه پوهیږی چې کوم ګروپ خواړه کومه وظیفه لري چې د خوړو د دندې د پېژندلو وروسته د خوړو په اهمیت پوه شي، کله ناکله ګورو چې د وریجو سره الوګان یو ځای خوري او تر څنګ یې ډوډۍ هم موجوده وي، پداسې حال کې چې درېیواړه یوازې انرژي ورکوي.

په افغانستان کې د غذا او تغذيې حالت

د بېلابېلو سروې ګانو له مخې فقر په افغانستان کې نسبت ۲۰۱۲ م کال ته زیات شوی دی، چې اوس د فقر کچه ۵۴ سلنه ده، یعني په هرو سلو افغان وګړو کې ۵۴ نفره یی د ورځې د یو ډالر په اندازه عاید نه لري، چې د ژوند ورځنۍ اړتیاوې پری پوره کړي، همدارنګه لکه پورته مو چې ذکر کړل،  سالمو او مغذي خوړو ته د هر وګړي فزیکي او اقتصادي لاسرسی ( د خوړو تآمین/امنیت) هم نظر ۲۰۱۴م کال ته کم شوی دی او اوس ۴۵ سلنه وګړي ورځنیو د ضرورت وړ مغذي خوړو ته فزیکي او اقتصادي لاسرسی نلري، چې دا ارقام په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې د AFGHANISTAN LIVING CONDITIONS SURVEY 2016, 17 سروې په نامه د افغانستان د حکومت د احصایې د مرکزې ادارې لخوا نشر شو.

د ۲۰۱۳م کال د تغذیې د ملی سروې پر اساس د ۴۰.۹٪سلنه د ۰ – ۵۹ میاشتني ماشومان په ټيټ قد د اخته راپور ورکړل شوی دی، چې دا مزمنه خوارځواکي اصلآ درملنه نه لري، او کله چې یو کوچنی په دوه کلنی کې تر ۸۰ سانتي متره قد ونه رسېدلو، دا حالت د مزمنې خوارځواکۍ په نامه یادیږي چې د بېرته نارمل حالت ته یې راګرځېدل ناشوني دي او په کهولت کې به دا شخص نسبتآ ټیټ قد ولري، دا پدې معنی چې د ژوند په لومړیو ۱۰۰۰ ورځو کې دوی سمه وده نده کړې او په مزمنه توګه د قوي، کافي مغذي مواد ورته ندي ورکړل شوي، چې ژوند لومړۍ ۱۰۰۰ ورځې د امیندوارۍ څخه پیل تر دوه کلنۍ پورې دي، چې پدې دوره کې میندو، شیدو خوړونکو ماشومانو ته او د ۶ میاشتو څخه وروسته د مور شیدو تر څنګ نور کورني خواړه مهم او ضروري دي، په داسې حال کې چې ۹.۵٪ یې د عضلاتو په ذوب یا په حاد خوارځواکۍ راپور ورکړل شویدی، دا هغه ماشومان دي چې د ناروغیو یا ناکافي مغذي خوړو له امله یې وزن د لاسه ورکړی دی او اېجاب کوی چې په سمدستي ډول د تداوۍ لپاره روغتون ته واستول شي، همدارنګه ۲۵٪ ماشومان په کم وزن اخته ښودل شوي دي. د ځوانو نجونو حالت (۱۰- ۱۹ کلنې) د لومړي ځل لپاره په نوموړې سروې کې ارزیابي شوی. د سروې موندنو وښودله چې ۸٪ د ځوانو نجونو ډنګرې وي، او  ۱۱.۶٪ ځوانې نجوني اضافه وزنې او یواځې ۲.۷٪ یې چاغې وي. په بارداره عمر لرونکو مېرمنو کې (۱۵- ۴۹ کلنې)؛ په ملي کچه ۹.۲٪ یې ډنګرې یا په  ضعیفې تغذيې کې راپور ورکړ شوی ؤو. نېږدې پنځمه برخه یې (۲۰.۷٪، ۹۵٪ CI ۱۹.۱- ۲۲.۲) اضافه وزن (BMI 25-29 kg/m2)، او ۸.۳٪ چاغې وې. د (BMI 30 kg/m یا زیات). د ۲۰۱۳م کال د تغذیې ملی سروې وښودله چې د مایکرونیوټرېنټونو کمښت په افغانستان کې د نورو مخ پر ودې هېوادونو په څېر یوه لویه ستونزه ده. کمخوني (د هیموگلوبین اندازه د gr/dcl ۱۱.۹۹څخه کم) اکثرآ دا په باردارۍ عمر لرونکو مېرمنو کې د اوسپنې د کمښت له امله وي (۴۰.۴٪) سلنه ده، چې کمخوني معمولآ د ډېرو ستونزو لامل ګرځي لکه د خستګۍ، ستړتیا، او بې‌علاقکې سبب ګرځي، او  ۶- ۵۹ میاشتنیو ماشومانو کې دا کمخوني نېږدې ۴۵ سلنه (۴۴.۹٪) وه، چې د همدې له امله ډېر ماشومان او کورنۍ یې د هغوی د بی اشتهایی څخه سر ټکوي.

 د ویتامین A کمښت (< 0.70 μmol/l)  ۶- ۵۹ میاشتنیو ماشومانو کې (۵۰.۴٪) چې نسبت بارداره مېرمنو ته (۱۱.۳٪) کمښت ؤو. د زېنک کمښت په میندو او ماشومانو کې هم د تشویش وړ دی چې په دواړو کې په نوبت سره ۲۳.۴٪٪ او ۱۵.۱٪ ؤو. په عین شکل په بارداره مېرمنو او ۷- ۱۲ کلن ماشومانو کې د ایودین کمښت هم موجود ؤو چې په ترتیب سره یی خپراوی  ۴۰.۸٪ او ۲۹.۵٪ ؤو. ډېر د باردارۍ عمر لرونکې میرمنې (۹۵.۵٪) او ۶- ۵۹ میاشتني ماشومان  (۸۱٪) د ویټامین D په کمښت اخته ؤو (<20.0 ng/mL) چې د باردارو عمر لرونکو مېرمنو کې د ویټامین D شدید کمښت (۶۴.۷٪) دومره(<8.0 ng/mL) د پام وړ ماشومانو تعداد  (۶۴.۲٪) د ویټامین ډي د خفیف کمښت څخه کړېدل (8.0-20.0 ng/mL). د شیدو خوړونکو ماشومانو او د ۲۴ کالو څخه کم عمره میندو څخه راټول شوي دي. نېږدې ټول نوي پیدا شوي  ماشومان (۹۸٪) کله هم د مور په شیدو تغذیه شوي دي. پداسی حال کې چې راپور ورکړل شوی دی چې ۶۹.۴٪ شیدې رودونکي ماشومان د زیږون څخه وروسته په لومړی ساعت کې او ۸۹.۹٪ شیدې رودونکي ماشومان د زیږون څخه وروسته د  ۲۴ ساعتونو په جریان کې د مور په شیدو تغذیه شوي دي. د دې حقیقت له موجودیت سره ، چې تقریبآ ټول ماشومان د زیږون څخه وروسته د ۲۴ ساعتونو په جریان کې د مور په شیدو تغذیه شوي دي. او نوی تعداد د شیدو خوړونکو ماشومانو (۵۲.۴٪) چې د سروې لاندی نیول شوی ؤو د مور د شیدو د اخستلو څخه مخکی په نورو خوړو تغذیه شوي دي. په ټول افغانستان کې په اورږو (اورګو) سره د ماشومانو تغذیه ډېر عامه (۸۷.۵٪) ده. د  شپږو میاشتو څخه کم عمره ماشومانو کې د نیمایي څخه ډېر  (۵۸.۴٪) يې د مور په شیدو په خالص ډول تغذیه کیږي.

د ښې تغذیې مناسبی لارې

مناسب خواړه نه یواځې دا چې د بدن ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي بلکې د ډول ډول ناروغیو څخه د مخنیوي ترڅنګه روغتیایي، اقتصادي او تعلیمي ګټې هم لري ، تغذی ته توجه ځکه مهمه ده چې خوارځواګي د ژوند په هره برخه بدې منفي اغیزې لري چې په درې برخو کې یې خلاصه کوو :

  • د روغتیا له نظره: په امیندوارۍ کې خوارځواکي د ماشومانو په دماغي او بدني سالمې ودې ناوړه اغیزي لري، هغه ماشومان چی د مور په ګېډه کې په خوارځواکۍ اخته وي د زیږون په لومړیو کی د مړینې احتمال، دماغي او بدني اوږود مهالو ستونزو او په مزمنو ناروغیو د اخته کېدو احتمال ډیر وي. د دوه کالو څخه د کم عمره ماشومانو خوارځواکي ژوند تهدیدونکې ده، د نوموړو ماشومانو معافیتي سیستم کمزوری کوي او دعامو ناروغیو لکه سینه بغل، ملاریا او نس ناستې له کبله یی د مړینې کچه لوړیږي.
  • د فزیکي او ذهني ودې او پرمختګ له نظره : هغه ماشومان چی پدې ۱۰۰۰ ورځو کې په مناسبه توګه نه تغذیه کیږي ماشومان په لنډ قد اخته کیږې، او ذهني پرمختګ او د زده کړې د قوي ظرفیت یې را ښکته کوي ، او امکان لري چی ښوونځی په سمه توګه سرته ونه رسوي ، ځکه ذهني پرمختګ یې په بشپړه توګه وده کولای نشي.
  • د اقتصاد له نظره : څېړنو ښودلې ده هغه ماشومان چی پدې ۱۰۰۰ ورځو کی په مناسبه توګه تغذیه شوي ندي په غټوالي کې یې نسبت روغو خلکو ته اقتصادي عاید کم وي چی په عمومي توګه د اقتصادي عوایدو له نظره وروسته پاتي کیږي او هغه ټولنه چی ډېر تعداد ماشومان پکې په خوارځواکۍ اخته وي اقتصادي پرمختګ نشي کولای.

له امیندوارۍ – تر دوه کلنۍ پورې د تغذیې ښې او مناسبې لارې چارې

د تغذیې د ښه والي حل لارې موجودې دي، چي په اسانه توګه د حاصلولو وړ او ارزانه دي، عبارت دي له:

  1. په امیندوارۍ کې: امیندوارې میندې باید د حمل په لړ کې او حتی د حمل څخه مخکې لاندې ټکي مراعات کړي:
    1. د متنوعو انرژي لرونکو غذایي خوړو مکرر اخستل
    2. د ویټامینونو غني خوړو څخه استفاده کول لکه سبزیجات ، میوه جات او نور
    3. دمیندو لخوا د امیندوارۍ د لومړیو ورځو څخه تر زیږون او د زیږون څخه وروسته تر درې میاشتو پورې د اوسپنې او فولیک اسید تابلیتونو څخه استفاده کول.
    4. په ورځنیو خوړو کې د خوراکي مالګې په حیث د ایودین لرونکې مالګی استعمالول
    5. د کلسیم څخه غني خوړو څخه استفاده کول لکه شیده او نور لبنیات
  2. د زیږون څخه تر شپږ میاشتنۍ پورې:
    1. نوي زیږیدلي ماشوم ته د زیږون څخه وروسته په لومړي ساعت کې د مور په شیدو د تغذیې شروع کول
    2. نوي زیږیدلي ماشوم ته د لومړنیو شیدو ( اورګو) بشپړ ورکول
    3. په لومړیو شپږو میاشتو کی یواځی او یواځی د مور په شیدو د ماشوم تغذیه کول
    4. ماشوم ته د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کی د نورو خوړو یا مایعاتو څخه ډډه کول، په استثنا د درملو ، ویټامینونو او منرالونو چې د ډاکتر لخوا توصیه کیږی.
  3. د شپږ میاشتنۍ څخه تر دوه کلنۍ پورې:
    1. د شپږ میاشتو څخه وروسته د مور په شیدو د تغذیې سربیره د متممه غذا شروع کول او تر دوه کلنۍ پورې د مور په شیدو د تغذیې ادامه.
    2. د شپږ میاشتو څخه وروسته ماشومانو ته باید قوي خواړه د حیوانی منابعو( غوښه ، شیدې، هګۍ) او حبوباتو ( لوبیا، نخود، مۍ او وریجو) په شمول د ترکاریو او میوی سره یو ځای ورکړل شي.
    3. په لومړیو کې د ماشومانو خواړه باید نرم وي او په هره ورځ کې تقریباً پنځه ځلې په کمه اندازه ورکړل شي،او په تدریجي توګه یی غلظت او اندازه زیاتولای شی.
    4. د خوړو نه مخکې ماشوم ته باید د مور شیدې ورکړل شي تر څو د مور شیدو څخه ضروري غذایي مواد واخلي، همدارنګه ماشوم وږي هم وي او د مور تی ښه رودلای شي او همدا کار د مور د شیدو د پیدا کیدو د تحریکېدلو لامل هم ګرځي .
    5. د پولیو واکسیناسیون د کمپاینونو په لړ کې د ویټامین اې وقایوي ضمیموي دوزونو اخستل
    6. د دې لپاره چی د ضروري منرالونو او ویټامینونو پواسطه د ماشومانو د خوړو د غني کولو څخه ډاډمن شو: د هغه خوړو څخه استفاده کول چی په پراخه توګه منرالونه او ویټامینونه ولري او یا په منرالونو او ویټامینونو غني شوي وي لکه غني شوي اوړه یا غوړي.
    7. د پاکوالي او حفظ الصحې مراعاتول په ځانګړې توګه د لاسونو وینځل او د ماشومانو د خوړو تیارولو او تغذیه کولو لپاره د پاکو اوبو استعمالول.
    8. د روغتیایې مرکزونو له لارې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو تشخیص او درملنه.

د خواړو او تغذیې پر وړاندې شته ننګونې

دا چې په پورته ارقامو کې ولیدل شو چې د خوړو او تغذیې ننګونې په بېلابېلو برخو کې پرتې دي:

د دولت په کچه:

  1. فقر او بیوزلي
  2. د عامه پوهاي ښکته کچه او د کاري او پر حقایقو ولاړو تګلارو نشتوالی
  3. په ملي بودجه کې د خوړو او تغذیې لپاره ناکافي او غیر متوازن سهم
  4. د کرنیزو تولیداتو ښکته کچه او د زراعتي تولیداتو غیر مسلکي کړنلارې
  5. د کرنیزو تولیداتو لپاره د حکومتي ادارو د علمي کړنلارو نشتون
  6. د چاپېریال او خوړو د حفظ الصحې او مصؤنیت برخې ته لومړیتوب نه ورکول او په مهمو اجنډاو کې د دې لپاره د سهم نه ورکول
  7. طبعي او انساني پیښې
  8. د اساسي جوړښتونو او زیربناؤو په ابادولو کې توجه نه کول
  9. په غیر مسلکي ډول د طبیعي منابعو څخه ګټه اخیستل
  10. په ملي پرېکړو کې د سیاست او خپلواکۍ ستونزې
  11. د قوانینو او مقرراتو په تطبیق کې سستې او ننګونې
  12. د خوارځواکۍ د وقایی او درملنې لپاره د اوږودمهالو او ملي کړنلارو او فعالیتونو ضعف او د بودجی نشتوالی

حل لارې

الف: کرنیزې ودې، ازادو کارونو اجادولو، فابریکو او تجارانو ته د سهولتونو د اېجادولو له لارې کورنیو تولیداتو ته رشد ورکولو او عوایدو لپاره د فرصتونو د برابرولو  له مخې د خلکو د اقتصادي کچې لوړوالی تر څو کورنۍ وکولای شي مغذي، مناسبو او د اړتیا وړ متنوع خواړه تر لاسه کړي او د خوارځواکۍ، کمخونۍ او د خوړو د لږوالي څخه وقایه شي.

ب: د خوړو د تآمین په برخه کې د زراعت په وزارت کې د ملی اوږود مهالو کړنلارو جوړول او عملي کول، چې د دې لامل وګرځې تر څو په ټولو سیمو کې زراعت میکانیزه کړي، کروندګرو ته تخم پر وخت توزیع کړي، تر کروندګر اصلاح شوي تخمونه د یو باوري سیستماتیک مارکېټ څخه تر لاسه کړي، او د کرنیزو موادو لپاره د حشره وژونکو موادو څخه هم ډاډ حاصل کړي چې د یوې باوري سرچینې څخه لاس ته راشي تر څو د انسان او یا د حیوان د روغتیا لپاره د غذایی موادو د خوړلو پر مهال ناروغۍ رامنځته نه کړي، د مالدارانو سره د هغوی د مالونو د څرولو د ځآیونو تآمینول تر څو مالونه په مناسب ډول تغذیه او محصولات یې صحي او کافي وي.

ج:د داسی یو سیستم رامنځته کول تر څو کرونګر وتوانیږي چې خپل زراعتي غذایي محصولات پر وخت مارکېټ ته ورسولای شي، او حکومت ورته د انتقالي لارو د جوړولو پلان ولري، تر څو وګړو ته د هېواد په هره نقطه کې بېلابېل تازه، متنوع او مغذي د اړتیا وړ خواړه ورسیږي. د پوهنی وزارت د سواد د کچې د لوړوالي په خاطر بېلابېل پروګرامونه په لاره واچوي تر څو د ټولو نارینه و او ښځینه و د سواد کچه لوړه شي، وکولای شي لوستل او لیکل وکړای شي تر څو د خپلو او کورنیو د خوړو په اړه یې د پوهاي د لوړولو لپاره اسانتیا رامنځته شي. د خوارځواکۍ د مخنیوی لپاره حکومت داسې پروګرامونه ولري چې د داخلي بودجې نه تمویل شي، تر څو خلک د اړتیا وړ مغذي خواړه وپيژني، او استفاده ترې وکړي، دا چې مناسبه تغذیه د ژوند په لومړیو ۱۰۰۰ ورځو کې  ډېره مهمه ده ، د دې ورځو په جریان کې د تغذیې د اهمیت، د تغذیې د بهترولو لپاره د طریقو څخه استفاده کولو په برخه کې د خلکو پوهای لوړ شي، تر څو ټولې میندې د امیندوارۍ په جریان کې حد اقل ۵ وخته هغه خواړه وخوري چې قوي وي لکه غوښه، لوبیا، وریجې، میوه جات او سبزیجات، د زیږون څخه متصل وروسته په لومړي ساعت کې ټول کوچنیان د مور په لومړنیو شیدو یا اورږو چې ډېر مهم، قوي او مغذي دي تغذیه شي، او تر شپږ میاشتو پورې ماشومان یواځې د مور په شیدو تغذیه شي، میندې په دې پوه شي چې څنګه یې شیدې زیاتیږي او ماشوم پرې ښه تغذیه کیږي، د شپږمیاشتني څخه وروسته عمر کې ماشومانو د متممه تغذیې په اړه میندې او کورنۍ پوه شي چې څنګه وکولای شي د خپل ماشوم لپاره داسې خواړه په داسې شکل پاخه کړي چې ماشوم یې لکه د حلوا او فرني په څېر وخوړلای شي، او هره میاشت لږ تر لږه نیم کیلو وزن او دوه سانتی متره قد واخلي.په هر روغتیایي مرکز کې داسې یوه ښځینه روغتیایي کارکوونکي موجوده وي چې د تغذیې اړوند مناسبې مشورې میندو ته د هغوی د مشکلاتو د رفع کولو او د هغوی د سمو غذایي کړنو په اړه مشوره ورکړي. او په هره ټولنه کې وګړې د خوارځواکۍ د مخنیوي په لارو چارو پوه شي، په ځآنګړي ډول د ماشوم د ژوند د لومړیو ۱۰۰۰ ورځو د مناسبې تغذیې په اړه. د دې ترڅنګ، په هېواد کې د محلي غذایي موادو څخه داسط نسخې موجودې وي چې په خوارځواکۍ اخته ماشوم د درملنې لپاره یې پرته لدې چې د بهرني هیوادونو څخه تیار خواړه په لوړ قېمت راوړل شي، بلکه داسې غذایي لارښونې موجودې وي چې هره کورنۍ وکولای شي د محلي مغزیاتو، حبوباتو او نشایسته لرونکو موادو څخه د استفادې پواسطه خپل په خوارځواکۍ اخته ماشوم د روغتیایی کارکوونکو په مشوره تداوي کړي. د غذایي موادو د کیفیت د کنټرول داسې اداره موجوده وي چې د هېوادوالو د روغتیا ضامنه وي، ټول صادراتي، تولیداتي او وارداتي مواد وکولای شي د هغې د حفظ الصحې له اړخه تضمین کړي او هېوادوال د خوړو د پاکوالي او صحي والي څخه مطمین شي. د ښوونکو لخوا په پوهنتونونو او ښوونځیو کې تل مناسبو غذایي موادو د مناسبې توصیی په اړه درسونه او بحثونه ولري او هغوی وکولای شي ښوونځیو او پوهنتون له آدرسه د غذا په اړه پوهاوي کې فعاله ونډه واخلي. علمای کرام په مساجدو او اړوندو ځایونو کې په بېلابېلو موعظو او ویناؤو کې د اسلام له اړخه د تغذیې د اهمیت، طریقو او بعضي ناسمو معلوماتو د لېرې کولو په اړه ټولنه پوهه کړي. د ټولنې مشران د تغذيې په اړه حساس او پوه شي او د هغوی مهمه دنده داده چې د ژوند لومړۍ ۱۰۰۰ ورځو تغذیې څخه منظمه څارنه وکړي، هر کلی باید د خپلو ټولو ۲ کالو څخه ښکته ماشومانو د حالت څخه خبر وي، داسې یو اندازه کوونکی نښان د لرګي یا بلې وسیلې څخه جوړ شي چې هر ماشوم پکې د دوه کالو څخه مخکې اندازه شي او قد یې تعقیب شي تر څو دوه کلنۍ کې هر ماشوم حد اوسط ۸۶ سانتي متره قد ولري، او ټول هغه ماشومان چې قدونه یې په ۶ میاشتنۍ کې،یو کلنۍ کې او یو نیم کلنۍ کې د نورمالې اندازې نه کم وي، عاجل کلینیک ته واستول شي تر څو تغذیې مشوره واخلي.

د لیکوال په هکله

ډاکتر محمد همایون لودین د روغتیایي چارو شنونکی دی، دی د تغذیې په برخه کې لوړې زده کړې لري او دا مهال د روغتیا وزارت مشاور دی د یادولو وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ده ته د تغذیې په برخه کې د قهرمان لقب ورکړل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *