په افغانستان کې د خوړو او تغذیې وضعیت ته کتنه

د زیږون نه نیولې تر مرګه باکیفیته او متوازنو خوړو ته لاس رسی او د هغې څخه په مناسبه توګه ګټه اخستل د هر انسان تر ټولو حیاتي او مهمه اړتیا ده. همدارنګه د ودې دورې او پرمختګ، کړه وړه، وړتیا او قوه، تولید او هر څه په یو ډول د مناسبو خوړو پورې نښتې دي.

په همدې خاطر، د بشري حقوقو نړیوالې اعلاميې په ۲۵ ماده کې، مغذي، سالمو او خوندي خوړو ته  لاسرسی د بشري حق په حیث تثبیت او تضمین شوي دي. له دې لپاره چی د خوړو کیفیت او کمیت باید د انسان د اړتیاؤو ځواب وېیونکی وي او په فزیکي، اقتصادي او ټولنیزه توګه د لاسرسي وړ وي . خو له بده مرغه، افغانستان یو د هغو هېواودنو له جملې څخه دی، چې له معیار نه په ټيټه سویه کې قرار لري.

په افغانستان کې د خوړو او تغذیې وضعیت ته کتنه کړې، همدارنګه په دې برخه کې چې کوم ارقام او واقعیتونه دي هغه بیان شوي، پر وړاندې یې ستونزې څه دي او د دې ستونزو حل څه دی؟  هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

ارقام او واقعیتونه

د بېلابېلو سروې‌ګانو د معلوماتو په اساس فقر د ملي یووالي حکومت په راتلو زیات شوی دی، اوس د فقر کچه ۵۴ سلنه ده، یعنی په هرو سلو افغان وګړو کې ۵۴ نفره یی د ورځې د یو ډالر په اندازه عاید نه لري، تر د ژوند ورځنۍ اړتیاوې پری پوره کړي، همدارنګه لکه پورته مو چې یادونه وکړه، سالمو او مغذي خوړو ته د هر وګړي فزیکی او اقتصادي لاسرسی (د خوړو امنیت) هم  د ملي یووالي حکومت په راتلو سره کم شوی چې اوس مهال ۴۵ سلنه وګړي ورځنیو د اړتیا وړ مغذي خوړو ته فزیکي او اقتصادي لاسرسی نلري.

د ۲۰۱۳م کال د تغذیې ملی سروې د ۴۰.۹٪سلنه د ۰ – ۵۹ میاشتني ماشومان په ټیټ قد اخته راپور ورکړل شویدی، دا مزمنه خوارځواکي اصلآ درملنه نه لري ، او کله چې د یو ماشوم  قد په دوه کلنۍ کې ۸۰ سانتي متره ته ونه رسېدلو نو دا ماشوم په خوارځواکۍ اخته شوی دی. درملنه یې ناشونې ده نو په پایله کې به نوموړی شخص په راتلونکې کې ټيټ قد ولري، دا وضعیت هغه وخت منځ ته راځي چې کله مور د امیندوارۍ څخه  ماشوم تر دوه کلنۍ پورې باکیفیته خواړه د مور شيدې ورنکړل شي له دې ستونزې سره مخ کيږي په دې دوره کې میندې، خپلو ماشومانو ته خپلې شیدې او له ۶ میاشتو وروسته له شیدو سره نور خواړه چې د ماشوم ورته اړتیا لري ورکړل شي، په دې سروې کې ۹.۵٪  سلنه ماشومان د عضلاتو په ذوب اخته شوي دي د ناکافي خوړو د نشتون له امله په دې ناروغۍ اخته شوي دي، ۲۵ سلنه بیا هغه ماشومان ښودل شوي چې وزن کموي. د ځوانو نجونو حالت (۱۰- ۱۹ کلنۍ) د لومړې ځل لپاره په نوموړې سروې کې ارزیابي شوی. د سروې موندنې ښیي چې ۸ سلنه د ځوانې نجونې ډنګرې وي، او  ۱۱.۶ سلنه ځوانې نجوني اضافه وزن لري  او یواځې ۲.۷ سلنه یې چاغې وي. په باردارې عمر لرونکو مېرمنو کې (۱۵- ۴۹ کلنۍ)؛ په ملي کچه ۹.۲ سلنه یې ډنګرې یا په  ضعیفې تغذیې کې یی راپور ورکړ شوی دی. نېږدې پنځمه برخه یې (۲۰.۷٪، ۹۵٪ CI ۱۹.۱- ۲۲.۲) اضافه وزن (BMI 25-29 kg/m2)، او ۸.۳٪ چاغې وي. kد (BMI 30 kg/m یا زیات). د ۲۰۱۳م کال د تغذیې ملی سروې وښودله چې د مایکرونیوترینتونو کمښت په افغانستان کې د نورو مخ پر ودې هیوادونو په څېر یوه لویه ستونزه ده. کمخوني (د هېموگلوبین اندازه د ۱۱.۹۹ گرام فی دیسی لیتر څخه لږ) اکثرآ دا په باردارۍ عمر لرونکو میرمنو کې د اوسپنې د کمښت له امله وي (۴۰.۴٪) سلنه ده، چې کم‌خوني معمولآ د ډېرو ستونزو لامل ګرځي. د خستګۍ، ستړتیا، او بي علاقګي سب ګرځي، او  ۶- ۵۹ میاشتنیو ماشومانو کې دا کمخوني نېږدې ۴۵ سلنه  ده چې د همدې له امله ډېر ماشومان او کورنۍ یې د هغوی د بی اشتهایی له کبله شکایت کوي.

د خوړو امنیت د لومړیتوب په حیث

د خوړو امنیت یا تآمینول دې ته وایي چی په یو هېواد کې د روغ او فعاله ژوند د ساتلو لپاره ټول خلک په ټولو موسمونو او ټولو سیمو کې د اړتیا وړ مناسبو ،مغذی او خوندې خوړو ته تل لاسرسی ولري، خواړه موجود وي، د اخیستلو لپاره یې د کورنۍ په کچه مالي سرچینې موجودې وي تر څو پرې اړین غذایي مواد واخسیتل شي او په پای کې خواړه پاک وي او په سمه توګه د بدن په واسطه مصرف شي او د مصرف له امله ترې د فعال ژوند د پایښت او پرمختګ لپاره انرژي حاصله شي. د خوړو امنیت، څلور عمده برخې لري:

۱: فعال او روغ ژوند لپاره باید هر وګړی په هر موسم کې فزیکی لاسرسی ولري، که‌چېرته جنګ وي، یا لارې بندې وی، یا نېږدې مارکېټ نه وي تر څو د اړتیا وړ مغذي او پاک غذایي مواد ترې تر لاسه کړي نو دا فرد یا کورنۍ د خوړو له نظره تآمین نده.

۲: دا چې د اړتیا وړ مغذي او پاک خواړه باید هر وخت او په هر ځای کې موجود وي، که‌چېرته جنګ نه وي، سیلاب نشته، لاره هم اوږده نه ده، ولې مارکېټ کې د اړتیا وړ بېلابېل خواړه موجود نه دي، یا اصلآ د خلکو د ضرورت وړ خوړو لپاره هېڅ مارکېټ نشته، نو دا خلک او کورنۍ به خواړه د کومه کوي.

۳: دا چې هم مارکیټ یا د خوړو د پېر او پلور ځای شته، مارکېټ موجود دی، په مارکېټ کې بېلابېل خواړه او رنګارنګ مېوې موجودې دي، خلک هم ورته لاس رسی لري، اما د خلکو اقتصادي حالت داسې دی چې نشي کولای د خپل ژوند د فعال او سالم ساتلو په خاطر د اړتیا وړ خواړه واخلي.

۴: په ثابت او دوامداره توګه ټول خلک د خوړو څخه په سمه توګه ګټه واخیستلای شي. دا چې خواړه موجود وي، د خلکو لاسرسی هم ورته وي، د اخیستلو وړتیا یی هم ولري اقتصادی قوه هم لري اما خواړه پاک ندي یا شخص روغتیایی سیستم او خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دوی پوهای نه لري چې کوم ډول خواړه وخوري.

د ښې تغذیې پر مخ شته ننګونې

  1. فقر او بېوزلي
  2. د عامه پوهاي نشتون او د کاري او پر حقایقو ولاړو تګلارو نشتوالی
  3. په ملي بودجه کې د خوړو او تغذیې لپاره ناکافي او غیرمتوازن سهم
  4. د کرنیزو تولیداتو کمښت او د کرنیزو تولیداتو غیر مسلکي کړنلارې
  5. د چاپېریال او د خوړو حفظ الصحې او مصؤنیت برخې ته لومړیتوب نه ورکول
  6. د اساسي جوړښتونو او زیربنا په آبادولو کې توجه نه کول
  7. په غیر مسلکي ډول د طبعي منابعو څخه ګټه اخیستل
  8. د خوارځواکۍ د وقایی او درملنې لپاره د اوږودمهالو او ملي کړنلارو او فعالیتونو ضعف او د بودجې نشتوالی

حل لارې

الف: زراعتی ودې، ازادو کارونو اېجادولو، فابریکو او تجارانو ته د سهولتونو د ایجادولو د لارې کورنیو تولیداتو ته وده ورکولو او عوایدو لپاره د فرصتونو د برابرولو  له مخې د خلکو د اقتصادې کچې لوړوالی تر څو کورنۍ وکولای شي مغذي، مناسبو او د اړتیا وړ متنوع خواړه تر لاسه کړي او د خوارځواکۍ، کمخونۍ او د خوړو د لږوالی څخه وقایه شي.

ب: د خوړو د تآمین په برخه کې د زراعت په وزارت کې د ملي اوږود مهالو کړنلارو جوړول او عملي کول تر څو په ټولو سیمو کې کرنه میکانیزه کړي، د مالدرانو سره د هغوی د چراګاه او مالونو د څرولو د ځیونو تآمینول تر څو مالونه په مناسب ډول تغذیه او محصولات یې صحي او کافی وي.

ج: د داسی یو سیستم رامنځته کول چې کروندګر خپل کرنیز غذایي محصول پر وخت مارکېټ ته ورسوي، او حکومت ورته د انتقالي لارو د جوړولو پلان ولري ، تر څو وګړو ته د هېواد په هره نقطه کې بېلابېل تازه، متنوع او مغذي د اړتیا وړ خواړه ورسیږي.

د. پوهنی وزارت د سواد د کچې د لوړوالی په خاطر بېلابېل پروګرامونه په لار واچوي تر څو د ټولو نارینه و او ښځینه و د سواد کچه لوړه او د پوهاوي لپاره اسانتیا رامنځته شي. د ښوونکو لخوا په پوهنځیو او ښوونځیو کې تل مناسبو غذایی موادو د مناسبې توصیی په اړه درسونه او بحثونه ولري او هغوی وکولای شی ښوونځي او پوهنتون له آدرسه د غذا په اړه پوهاوي کې فعاله ونډه واخلی.

ه. د خوارځواکۍ د مخنیوی لپاره حکومت داسی پروګرامونه ولري چې د داخلی بودجی نه تمویل شی، تر څو خلک د اړتیا وړ مغذي خواړه وپيژني، او استفاده ترې وکړي. د دې ترڅنګ، په هېواد کې د محلي غذایی موادو څخه داسې نسخې موجودې وي چې په خوارځواکۍ اخته ماشوم د درملنې لپاره یې پرته لدې چې د بهرني هیوادونو څخه تیار خواړه په لوړ قیمت راوړل شی، بلکه داسې غذایی لارښوونی موجودې وي چې هره کورنۍ وکولای شي د محلی مغزیاتو ، حبوباتو او نشایسته لرونکو موادو څخه د استفادې پواسطه خپل په خوارځواکۍ اخته ماشوم د روغتیایی کارکوونکو په مشوره تداوي کړي.

و. د غذایی موادو د کیفیت د کنټرول داسی اداره موجوده وي چې د هېوادوالو د روغتیا ضامنه وي، ټول تولیداتي او وارداتی مواد وکولای شي د هغې د حفظ الصحې له اړخه تضمین کړي او هېوادوال د خوړو د پاکوالی او صحي والي څخه مطمئن شي.

ز. علمای کرام په مساجدو او اړوندو ځایونو کې په بېلابېلو موعظو او ویناؤو کې د اسلام له اړخه  د تغذیې د اهمیت، طریقو او بعضې ناسمو معلوماتو د لېرې کولو په اړه ټولنه پوهه کړي. مشران د تغذیې په اړه حساس او پوه کړی شي چې د ټولو ماشومانو د ژوند د لومړۍ ۱۰۰۰ ورځو تغذیې څخه منظمه څارنه وکړي، ترڅو چی ماشومان مو  غښتلی او صحتمند و روزل شی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *