اسلامپال؛ او د سیاسي ماتې او نه ماتې ماجراء

استاد محمد زمان مزمل د افغانستان د پخواني اسلامي نهضت غړی، د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې پخوانی مشر، او د افغانستان د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي شورا غړی دی. ښاغلی مزمل له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د هېواد او اسلامي نړۍ اسلامپالې ډلې په دقت څاري، په اړه یې لیکنې کوي، او په دې تړاو د ډېرې مطالعې خاوند او د مېداني څېړنې له لارې د راټولو شویو معلوماتو څښتن دی.

لنډیز

[په دې لیکنه کې تر ډېره پر دې بحث شوی، چې آيا اسلامپالو یا په اصطلاح «سیاسي اسلام» ماتې خوړلې ده او که نه؟ د دې لیکنې لیکوال په خپله یو اسلامپال او د افغانستان د اسلامي نهضت غړی او له څلورو لسیزو راهیسې یې د هېواد داخلي او بهرني اسلامپالې ډلې په دقت سره څارلي. دغه مقاله د استاد مزمل د تېرو څلورو لسیزو د تجربې او فکر نچوړ ګڼلای شو.

لیکوال په پېل کې د «سیاسي اسلام» معرفي وړاندې کړې، د اسلامپالو او عادي مسلمانانو ترمنځ یې د وېش په تړاو رڼا اچولې، او دا چې «سیاسي اسلام» په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې لا ماتې نه ده خوړلې، په دې تړاو یې خپل دلایل راوړي دي.

خو د دې ترڅنګ لیکوال د اسلامپالو یو شمېر نیمګړتیاوې هم په نښه کړي او دغه راز د مقالې په وروستۍ برخه کې یې د اسلامپالو د راتلونکي په تړاو بحث کړی او درې لویې ننګونې یا چېلنجونه یې په نښه کړي، چې اسلامپال اوس او په راتلونکي کې ورسره مخ دي. اداره]

کیلي: اسلامپال، سیاسي اسلام، افغان جهاد، د سیاسي اسلام ماتې.

مقدمه

اسلامپالنه د شلمې پېړۍ په اخر او د یوویشتمې پېړۍ په سر کې پر یوې سیاسي پدیدې بدله شوه چې غربي امپراتورۍ ورسره په بد اخ و ډب کې ښکېله شوه. بیا هم د سړې جګړې[2] پرمهال دغه اخ و ډب چې نن یې اسیا او منځنی ختیځ د جګړو کوربه کړی دی، تر دغو بګنوونکو بې ثباتېو څخه په یو نسبي ثبات کې روان و.

اسلامپال د اسلامي خلافت د تأثر او د دغې تشې د ډکولو فکري او جذباتي عکس العمل و. په دوه قطبه[3] پړاو کې د سیاسي مسلمانانو پېل شوې هڅه د یوه سرخوږي اخ و ډب دننه بیا هم نسبتاً ورځ تر بلې مخکې روان و.

پر افغانستان د شوروي له تجاوز او اشغال سره جوخت، د اسلامپالنې نهضت یو نوي پړاو ته ننووت. په دې خاطر چې په افغانستان کې د شوروي تجاوز د سیمې، خلیج او د غرب د ګټو لپاره ګواښ و، او په دا ډول په افغانستان کې د اسلامپالنې نهضت له ښه بخته تر ټولو ژوندی چانس پېدا او شوروي اتحاد یې په ماته ودراوه.

د شوروي د ماتې له نښې نښانو سره جوخت، نور غرب دغې پوستې (اسلامپالو) ته ضرورت نه درلود، بلکې اسلامپال په خپله د غرب لپاره پر یو جدي ګواښ بدل شو[4]. پای امریکا د بلا مقدماتي پلانونو او د اسلامپالو له جنګولو وروسته، د سپټمبر د یوولسمې حادثې په پلمه، د شوروي دغه ماتوونکي فاتحین د همدې حادثې په تأثر او استدلال چېلنج کړل.

په دغسې یو نابرابره هجوم کې چې امریکا؛ افغانستان او خلیج تر سینې لاندې کړل؛ د امریکا هجوم ډېرو نورو ته لکه د اولیفر روی[5] لیکوال په څېر د اسلامپالو د ماتې دویم نوم واخیست.

که څه هم اولیفر روی له دې حادثو وړاندې لیکنه کړې؛ ولې په مجموع کې او د یو تاریخي تسلسل له مخې، په دې اړه لیکوالان او د بشري تمدن تفسیر کوونکي د غرب پر سازشونو او هجوم قلم نه کاږي، بلکې له دغه بدغوني او استعماري عمق څخه متاثرې پېښې د اسلامپالو د ماتې په عنوان قلمداد کوي.

له همدې ځایه په دې بحث کې غواړو، د اسلامپالو د سیاسي ماتې یا نه ماتې ماجراء پخپله طریقه وڅېړو.

سیاسي اسلام؛ یا د مسلمانانو د واحد مرکزیت هڅه

اسلامي نړۍ له خپل جوړښت وروسته تر ټولو لوی او اوږد اخ و ډب له مسیحي اروپا سره درلود.

د فارس امپراتورۍ او د فارس مدنیت په هماغه اول پړاو کې –د خلافت راشده په دوران کې – د ځمکې له سره پورته شوې؛ ولې غرب او یا د روم او بیزنتین امپراتورۍ[6] یا په مجموع کې مسیحي غرب په خپله لومړۍ ماته کې د خپلې امپراتورۍ د ځینو برخو په ورکړه، په اروپا کې د بلا موقتو ماتو باوجود، د اسلامي دعوت او جهاد پر وړاندې خپل تمدني عمق وساته.

د عربو مسلمانانو د مسیحي امپراتورۍ ډېرې برخې په اسیا او اروپا کې د خلافت برخه کړې، او د عربو فاتحینو پر وړاندې مسیحیانو خپلې شرقي برخې بایلودې لکه په شام، فلسطین، مصر کې.  ولې اروپا په دویمه ماته کې د بیزنتین امپراتورۍ او تر شا یې اروپایي برخه د عثماني امپراتورۍ[7] پر مهال، او په تېره بیا د سلطان محمد فاتح[8] په جګړو کې، خپل مرکز او شاوخوا سیمې له لاسه ورکړې.

اروپایي مسیحت په خپل لوی هجوم یعنې صلیبي جګړو کې وغوښتل چې د مسلمانانو د مخ پر زیاتېدونکي نفوذ او پراختیا مخه د اسلامي خلافت په عربي برخه کې په خپل تسلط کې ونیسي؛ ولې صلاح الدین ایوبي د اروپا او بیا متحدې اروپا دغه هجوم په مېړانه مات کړ.

ولې کله چې مغولي هجوم[9] د صلیبي هجوم په تعقیب راپورته شو، مغولو وکولای شول چې د عباسي امپراتورۍ مرکز بغداد اشغال او د اسلامي نړۍ ډېرې برخې په خپل اقتدار کې وساتي، خو په اناطولیه کې سلجوقي تُرکانو د چنګېز خان د امپراتورۍ په دغه لیرې څنډه کې، له ګاونډي بیزنتین سره پر جګړو اخته وو او د آل عثمان[10] د کورنۍ په ورتګ سره، د جګړې دغې سلسلې په اناطولیه کې د هغه عثماني دولت بنیاد کېښود چې څلورنیمې پېړۍ د اروپا پر وړاندې لکه د سکندر دېوال ودرېد، بلکې د اروپا زیاتې برخې یې لاندې کړې او اروپا ته یې په یوازې سر په زیاتو جګړو کې د غوڅو ماتو میراثه پرېښوده.

په هند کې د اروپایانو د تسلط سیالېو او بیا پر هند د پرنګي حکومت تسلط، او په عثماني دولت کې نیمګړتیاوو او اختلافاتو، او په اروپا کې سیاسي او علمي پرمختګونو؛ اروپا ته د عثماني دولت په پرتله هغه نفوذ او د مقابلو توان ورکړ چې د شلمې پېړۍ په سر کې د «لورنس[11]» په وسیله د عربي نشنلېزم په پارولو، او د آل سعود[12] او د ملک شریف[13] د کورنېو خامو سیاستونو اروپایي امپراتوریو ته د «سایکس پيکوټ[14]» په تړون کې دا توان او ظرفیت ورکړ چې د اروپا د څلورو پېړیو دغه پیاوړی حریف مات او د عثماني خلافت شکېدلې جغرافیه پخپلو کې تقسیم کړي، چې تقسیم هم شوه.

د عثماني خلافت په سقوط مسلمانان او بیا ملتونه په مجموع کې د خلافت سقوط او تشې ان په هغو سیمو کې چې د خلافت برخې هم نه وې، د مسلمانانو د سیاسي قوي مرکز د تشې پر ناورین پوه کړل او په دې اړه په مصر[15] او هند[16] کې د خلافت د اعادې او د مسلمانانو د بیا یووالي دعوت او سیاسي مبارزه پېل شوه او په نورو هېوادونو کې هم دغه سوچ په سرعت خپور شو چې دې دعوت او مبارزو په کرار کرار د سیاسي اسلام عنوان واخیست او له همدې ځایه هغه مسلمانان چې په دې مبارزه کې شریک شول هغوی ته مخالفینو اسلامپال او پاتې نورو ته د عادي مسلمانانو نوم او تقسیم وکاراوه.

آیا اسلامپال او مسلمانان په رښتیا د یو تقسیم معنا لري؟

هغه تعلیم یافته مسلمانان چې د متمدن غرب د فرهنګي هجوم او پاتو سیاسي نقشو درک کولای شي؛ هغوی پکې د ډلو جوړولو له لیارې د خپلو مسلمانانو د ژغورلو په خاطر سیاسي مبارزه او د اسلامي ارزښتونو او اسلامي تمدن د بیا ژوندي کولو په تړاو هڅې کوي، او دغه راز د خپلو مخالفینو سېکولرو ډلو پر وړاندې یوې مقابلې ته درېږي. دوی د عامو مسلمانانو د ګټو او شریکو ارزښتونو لپاره مصروف دي؛ ولې محلي سېکولر او تر شا يې غرب غواړي چې دغه سیاسي مسلمانان له عامو مسلمانانو څخه بېل مطرح کړي او د هغوی په هکله په ملتونو کې شکوک پېدا کړي.

د شوروي او د شوروي پلویانو دغو سیاسي مسلمانانو او ډلو ته د «ارتجاع» نوم وکاراوه، او د شوروي پر ماته او انحلال؛ امریکا او غرب وغوښتل چې د دغو مسلمانانو فعالې او ژوندۍ ډلې په جګړو کې اخته او د جګړو په بې توازنۍ کې هغوی هر افراط ته اړ، او پای یې په ترورېستانو ونوموي. امریکا د یوویشتمې پېړۍ په سر کې همدغه کار په ټوله اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په تقسیم په پرنګي ډول پېل هم کړ.

په عراق او افغانستان کې د امریکا له مداخلو او اشغال سره جوخت، امریکا سیاسي مسلمانان په خپلو کې تقسیم کړل او د سیاسي مسلمانانو زیاته برخه یې د ځینو  ډلو – القاعده او داعش – د بې تدبیره دریځ او په داخلي جګړو کې د بې ځایه لتاړېدو له کبله تروریستان قلمداد کړل، او مقابل طرف یې معتدل مسلمانان وګڼل. دې تقسیم امریکا او غرب ته د شلمې پېړۍ د سر په شان د یوه بل نا اعلان شوي «سایکس پیکوټ» له لارې د همدغو مداخلو شرائط برابر کړل.

ولې غرب او امریکا پکې هلته ناکام شول چې افغاني طالب پکې خپل جنګ او مخالف د خپلو ارزښتونو دننه کابو کړ، او د ملت ملګري او حمایه یې تر لاسه کړه. دا د افغانانو یو نسبي ښه تدبیر وه؛ ولې عرب مسلمانان پکې هغه افراط ته ولاړل چې د غرب پر ځای خپله خپلو ملتونو ځواب کړل.

همداسې که د شوروي د مهال مجاهدینو هغه تنازل چې په مسکو کې یې له طالبانو سره د جوړې تازه ګډې ناستې او مشترک تصمیم په خاطر وکړه[17]، که دغه کار یې د بُن د غونډې[18] پر مهال او یا يې هم په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ کلونو کې ښودلای وای، نو د امریکا حضور به په افغانستان کې لا وختي کمزوری او ختم شوی و.

نن چې د امریکا د حضور په کوربه کابل کې د ظاهر شاه د مهال لس برابره دیني مدارس دي، او د هغه مهال په پرتله پکې حجاب زیات، او جوماتونه په لمونځ کوونکو ځوانانو ډک دي؛ دا ټول ښيي چې روانه مقابله پخپل وار د همدغسې یو کابل په موخه ده.

څومره چې طالب په دې اتلسو کلونو کې زیات سیاسي او له خپلو حریفانو سره تفاهم ته ښوېدلی، همداسې د طالب مخالفین هم پکې زیات مذهبي او د طالب زغملو ته ښوېدلي دي. دا یو له بل سره په جګړه اخته طرفونه چې د جګړې پرضد یو بل ته د نږدې کېدو پر لور روان دي؛ همدا ښیي چې هر لوري په ماضي کې اشتباوې کړي، او نن دې جګړې په هر طرف کې ډېر بدلون راوستلی؛ مګر هومره بدلون نه چې وخت او شرایط یې غوښتنه کوي.

که رښتیا مې پوښتې، طالبان او حریفان یې، او بیا عادي مسلمان خاموش اکثریت، په خپلو کې په ډېرو لحاظونو هېڅ توپیر نه لري او په مسکو کې د طالبانو او مجاهدینو ساده یو ځای کېدنه او بین الافغاني تفاهم همدا حقیقت ثابت کړ چې سیاسي اسلام او اسلام دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي. دا بېله خبره ده چې ډلو پکې د کمزوري زعامت یا اشتباوو له مخې چانسونه او فتحې بایلودلې؛ ولې د اخ و ډب سلسله لا پکې تر پخوا زیاته په بدغوني شکل روانه ده. روان قطر د دې لوی ثبوت دی.

 د رنېسانس[19] دورې غرب؛ مذهب او کلیسا له سیاسي صحنې څخه ګوښې کړه او اوس سېکولر غرب او غربي ټولنې له مذهب څخه په لغړ سیاست باور لري. ولې په اسلامي شرق کې دغسې پلان او طرحه ځکه عملي نه ده چې دلته مذهب او سیاست پخپلو کې غوټه خوړلې او مذهب له سیاست څخه جلا کول خپله د یو ټکر او انقلاب لامل ګرځېږي. همدا هغه تفاوت دی چې اسلامي شرق یې له غرب سره لري. د همدې تفاوت له مخې غربي او غربي پرګنې په سیاسي ډلو کې مصروفو مسلمانانو ته سیاسي مسلمانان او سیاسي عمليې ته سیاسي اسلام وایي.

د همدې تفاوت له مخې په اسلامي نړۍ کې د عامو مسلمانانو په منځ کې د سېکولرو ډلو یا علماني ډلو د مسلمانۍ خبره پخپله د سیاسي مسلمانانو په منځ کې جنجالي شوې ده. سېکولر مسلمانان په افغانستان کې په تېره بیا «لایک سېکولران[20]» ځانونه مسلمانان ګڼي او د شوروي له ماتې وروسته آن ځینې سوسیالیستان هم همدغسې تصور ته پورته شول. ولې سنتي مذهبي ډلو د شوروي له ماتې مخکې «لایک سېکولر» د مسلمانانو طبیعي برخه ګڼله؛ خو په افغانستان کې د امریکا او غرب له مداخلو وروسته چې سېکولر افغانان پکې د امریکا کوربانه شول، د دغو مذهبي ډلو ځوانانو هم خپل پخوانی آند بدل کړ.

په دې حساب د اسلامي نړۍ مسلمانان د غربي تهذیب د اغېز له مخې پر څو ډلو وېشل شوي دي:

  1. نهضتي مسلمانان چې له یو ډول تصحیح شوي جمهوریت سره ګذاره کوي؛
  2. سنتي مسلمانان چې پر امارت اسلامي باور لري؛
  3. درېیم سېکولر مسلمانان چې د مذهب او سیاست پر بېلتون باوري دي؛
  4. څلورم عام مسلمانان چې په همدغو ټولو ډلو کې طبیعي تقسیم دي او دغه تقسیم یو سیاسي تقسیم بولي، نه مذهبي.

    اسلامپال؛ او د یوې پېړۍ سرخوږی جریان او سوابق

  5. د عثماني خلافت د انحلال پر دویم کال د مصر په الازهر کې د الازهر شېخانو د بل خلیفه پیداکولو او د بلې دارالخلافې پېدا کولو په اړه پخپل بحث کې د افغانستان پر امیر امان الله خان تود بحث درلود. د دوی په اند هغه د يوازیني مسلمان هېواد مشر دی چې خپل استقلال یې اخیستی؛ نن پر هغه مهال څه کم سل کلونه تېر شول.

که څه هم د وخت پیچلې اوضاع د الازهر دغه بحث او فتواوو ته د ازهر یا قاهرې له محلي مطبوعاتو څخه د وتلو چانس ورنکړ؛ ولې امام حسن البناء[21] او لږ کلونه وروسته امام مودودي[22] د همدغه بحث عملي وجود ته د یوې ایماندارې ډلې پر جوړولو او دعوت پر پېلولو لاره اواره کړه.

که څه هم په مصر کې د جمال ناصر[23] له کودتایي حکومت سره د اسلامپالو ټکر کېدای شي چې له اسلامپالو سره په ملګرۍ یا په تفاهم کې راغلېو افسرانو په تېره جمال ناصر او انور سادات[24] د اشتباوو او خپله د حسن البناء د ځای ناستي قاضي حسن الهضیبي[25] سخت دریځۍ په ګډه رامنځته کړې وي؛ خو دغه ټکر د شلمې پېړۍ د یو ځواکمن اسلامي تحریک یا د اسلامي تحریکونو د مور تحریک راتلونکی له هغو توطیو سره غوټه کړ چې د دغه نړېوال ځواکمن تحریک د دعوت او تجربو زیاته برخه له دغو افسرانو سره په ټکر کې اوبه شوه او غرب پکې د مغولو ماتوونکي مصر[26] ته دا موقع ورنکړه چې د دغسې یو حزب حکومت پکې جوړ شي.

له مصري افسرانو سره د اخوان المسلمین ټکر اسلامي نهضت دویم خو د مصاېبو پړاو ته انتقال کړ، دغه ټکر پخپل وار اسلامي خوځښت یا د اسلامپالنې خوځښت له مصر څخه د مصر ګاونډیو او هغو هېوادونو ته انتقال کړ چې په ډېری ځایونه کې یې دویم، درېیم او څلورم کاپي تحولات په هغو درجنو تحولاتو ودرول چې افغانستان پکې شوروي مات کړ، الجزایر پکې انتخابات یوړل، حماس پکې په انتخاباتو کې ګټيالی شو، او تر ټولو شاته ترکي اسلامپالو پکې له ترکي سېکولرانو څخه تکرار ترکي اکثریت په انتخاباتو کې وګاټه.

حقیقت دا دی چې د افغانستان په جهاد کې اسلامي تحریک په وسیع اندازه کردار اداء کړ، او د جهاد په کامیابۍ او د شوروي اتحاد د لښکرو له وتلو سره اسلامپال په درېیم او خطرناک پړاو ودرېدل.

په الجزایر کې د اسلامپالو انتخاباتي بری دا پړاو نور هم خطرناک کړ او داسې له شوروي څخه فارغه نړۍ د امریکا سترګو ته هغه افغانان او سیاسي مسلمانان ازغي ازغي کړل چې هغوی له ځان سره د شوروي د ماتې سوابق او د جګړو تجربه درلوده.

 غرب او امریکا درېیمه مرحله پر څو توطیو مصروفه کړه:

لومړۍ دا چې اسلامي ډلې یې په افغانستان کې پخپلو کې اخته او وجنګولې.

دویم دا چې چین او د شوروي وارثه روسیه یې اول له مجاهد او بیا له طالب څخه هومره ووېرول چې هغوی د همدې وېرېدلې چین او روسیې په غیر فعال سیاست وکړای شول چې د اسیا قارې په شرق او غرب کې حضور پیدا کړي.

درېیم؛ په دغسې یو مهال کې چې سُني مسلمانانو د خېز د یوې تختې په شان د سیاسي مسلمانانو وجودي عمق درلود؛ امریکا او غرب په دغسې یو ظرف کې صدام حسین[27] د عربانو لپاره یو ګواښ وتراشه. امریکا دا کار د سُني مسلمانانو د ماتولو په خاطر وکړ خو ترڅنګ یې د صدام د پورته کولو له لارې ایران ته په مجموعي جغرافیه کې د کردار چانس ورکړ.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتګ او بیا پکې د عربو او غیر عربو بهرنېو مسلمانانو ګڼ حضور او بیا د اسامه او القاعدې تحریک شتون؛ روسیه، چین، خلیج او ټول عربان پر هغې وېرې ودرول چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د مداخلو پرته طالب ټولې نړۍ او په تېره بیا چین، روسیې او خلیج ته اول ګواښ دی.

په دا ډول، سیمې ته د امریکا له راتګ سره، اسلامي تحریک په څلورم او تر ټولو زیات خطرناک پړاو کې واقع شو او دا په دې خاطر چې:

اول: دا چې اسلامي تحریک له انشعابونو سره مخامخ شو؛

دویم: د اسلامي تحریک قابل ملاحظه ډلې له امریکا سره ملګرې شوې؛

درېیم: د اسلامي تحریک مور ډلې اخوان المسلمین او جماعت اسلامي په دې تقسیم کې بې طرفۍ ته ولاړې.

په درېیم او څلورم پړاو کې چې اسلامي تحریک یا اسلامپال تقسیم شول او په ډېرو ځایونو کې یې زاړه ګټلي بایلودل؛ پر دوی ټولو، افغاني تجربې بد اغېز وکړ. ځکه چې د طالب په حکومت کې جهادي تجربه لومړی په خطر کې شوه، او بیا د امریکا په خوا کې د ځینو اسلامپالو له درېدلو، او په درېیمه درجه کې د طالبانو وروستۍ ماتې[28] نړۍ ته دا تصور ورکړ چې د اولیفر روی غوندې کسانو پکې لا مخکې اټکل کړې و چې دا ټول د سیاسي اسلامپالنې ماته ده.

په دغسې یو له مایوسۍ ډک پړاو کې، په عربي سیمه کې د عربي بهار[29] خوځښتونه پېل شول، او په مصر کې د دغه خوځښت په سر کې اخوان المسلمین ښه کردار اداء کړ او تر دې پکې لویه خبره دا وه چې مُرسي[30] پکې د انقلاب په پاڼه نه، د انتخاباتو په پاڼه د هغه مصر رئیس شو چې د اخوان المسلمین په څنګ کې د همدې تنظیم بل ټیم هم په دویم کمپاین کې ولاړ و او دا د دوی ستره اشتباه وه.

د مُرسي په راتګ سره، خلیجي حکمرانانو خپله راتلونکې تته لیدله او هغوی د افغانستان د جهاد د تجربې په استفاده دا ځل په ډېره ننګینه توګه وغوښتل چې خلیجي حکمرانانو ته د ورپېښ ګواښ مخه باید ډېر لیرې ونیسي. په همدې موخه د امریکا او اسرائیلو په همکارۍ یې د مصر منتخب حکومت په هغو مظاهرو او کودتا ړنګ کړ چې دواړه د خلیجي دولتونو په ریالونو وچلېدل.

یوه واقعي ارزونه

که په یوه دقیقه او علمي څېړنه کې د سیاسي اسلام یا اسلامپالو د یوې پېړۍ ماضي ته ژور نظر واچوو، د کودتا په تور د سید قطب[31] له نیول کېدو څخه د مُرسي تر انتخابه او بیا د هغه پر ضد د ترسره شوې کودتا پورې دا ټول تحولات یو-یو له نظره تېر کړي، نو اسلامي تحریک د درېیو اشتباوو پرته – د امام هضیبي سخت دریځي، د افغان مجاهدینو د کابل جګړې او د طالبانو په دوران کې د یوې جامدې اصلاحګرۍ او د بهرنیانو پرګنو شتون –  ټول پړاوونه د هر یو بل په نسبت پر یوه قوي پړاو عوض کړي دي. خو بیا هم، اسلامپالو ته ورپېښ بلا مزاحمتونه هومره چې د غرب او ګاونډیانو توطیې وې، هومره پکې د اسلامپالو خپلو تېروتنو هم دخالت درلود.

که یو قدم له دې نور هم شاته شو، نو د پېښو په دې لیوني پېر کې به دا هم ومومو چې په اشتباوو کې ښکېل اسلامپالي د خپل حریف غرب او جګړه تپونکې امریکا په نسبت په ډېری مواردو کې غېر انساني او غېر منطقي روان و، او همدا تریخ حقیقت هم دی، چې سیاسي اسلام خپلو داخلي اشتباوو د شا تګ پر کرښه ودرواه؛ خو د همدې ډلو په محدوده کې نه د ملتونو د مومنو پرګنو انقلابي پير او نه له اسلام سره د ملتونو ریښتینی تعهد رنګ بایلود، بلکې د اسلامپالو د شعار او عمل پاتې برخه په یو بل پېل کې خپل حضور وښود چی موږ له اشتباوو وروسته دغه دویم پېل پر دې حساب پېلوو چې دلته سړي او ډلې اشتباوې کوي، ماتې خوري، ولې له اسلام سره د ملتونو تعهد د بدیل هغه کرونده ده چې د غرب له بلا توطيو سره یې چا «جوش» مات نشو کړای.

عراق او افغانستان په دې اړه خپله هغه بېلګې لري چې په خپله اسلامي لیکوالانو او تحقیقي ادارو پکې په زیاتره مواردو کې په خپلو زورورو غلطېو اعتراف کړی دی.

د شوروي پر ماته د اسلام کردار په نړېواله سطحه او بیا په ډېری هېوادونو کې د نسبي ازادو انتخاباتو پر مهال، لکه په الجزایر، فلسطین، مصر او ترکیه کې د اسلامپالو بری او بیا د عربي بهار په نهضت کې د اسلامپالو تسلط او نیمه تسلط؛ دا ټولې هغه بېلګې دي چې اسلامپال پکې په نړېواله او سیمه‌ېیزه کچه هغسې او هومره  فعال حضور لري چې غرب یې د کابو کولو له ناکامۍ وروسته دغه هېوادونه له هغو جګړو سره غوټه کړل چې ډېری مهال بیا هم غرب خپله ناکامي مني.

که پر تېر جریان یو ځل بیا راوګرځو او د اسلامپالو د مبارزو د جذر او مد تکراري پړاوونو ته نظر واچوو، وبه ګورو چې اسلامپال په کومو مواردو کې ښه ځلېدلي او په کومو مواردو کې د اشتباوو او د هغوو اشتباوو مرتکب شوي چې لږو موافقینو او ډېرو مخالفینو بیا پر دغو اشتباوو د سیاسي اسلام د ماتې نوم ایښی دی؟

اسلامپال په مجموع کې په څو مواردو کې د قوي اشتباوو مرتکب شول:

اول دا چې هغوی کله هم د یو ټکر طرف شوي یا یې د کودتا هڅه کړې او یا یې د تُندو شعارونو زمزمه تکرار کړې. هغوی پکې د محلي او نړېوال ماحول غبرګون راپارولی دی. البته په استثنا د افغانستان د جهاد اول پړاو چې د دوه قطبه نړۍ د ګټو تضاد هغه ته ځانګړی چانس ورکړ او وروسته یو قطبه نړۍ د مجاهدینو لخوا د شوروي اتحاد د ځای ناستې د اشغال له ویرې مجاهدین پخپل منځ کې او بیا له نړۍ سره په هنرمندانه ډول وجنګول.

که په سیاسي لحاظ د سید قطب او ملګرو مظلومانه اعدامونو د دنیا د مسلمانانو په تېره د ځوانې طبقې پاملرنه اسلامپالو ته راواړوله او د دې پاملرنې وروستۍ ثمره اسلامپالو د محصیلنو په اتحادیو کې د اکثریت په ترلاسه کولو کې ټوله کړه او اسلامپال پکې د سیاسي پرمختګ د عروج څوکې ته پورته شول؛ خو په اتمه او نهمه لسیزه کې له شوروي اتحاد سره په جنګ اخته اسلامپالان یې د نظامي فتحو پر هغه موج سپاره کړل چې له جهاد سره جوخت او وروسته انتخاباتو کې  اسلامپالو په زیاتو هېوادونو کې د ملتونو د اکثریتونو له ګټلو سره نړۍ د اسلامپالو د ګواښ او امریکا د شوروي د بدیل له ګواښ سره مخامخ کړه.

که څه هم په افغانستان کې د فتحو او بریو د اغېزو جادو خپله افغانان په نشه اخته کړل، او هغوی د امپریالېزم لېونېو توطیو، چې د همدوی پر ضد پېل شوې وې، غافل کړل؛ ولې د اسلامي نړۍ بلا مشرانو دغو افغانانو ته د وحدت او له امریکا او غرب سره د نرم او متفاهم سیاست او دریځ توصیه وکړه. ولې د کلاشنکوف د یوې لوخړې شاته ولاړ افغاني اسلامپال د خپل ټوپک د ډزو په شور کې د هېچا اواز یا وانه ورېد او یا یې د نصیحت پر ځای دغه توصیې د مبارکۍ او مخکې ځه قربان! په حساب واخیستل او کابل ته منتظرې نړۍ او د نړۍ مسلمانانو له شوروي څخه په خالي کابل کې د مجاهدینو خپلمنځي جګړې له اسمان څخه راښکته کړل.

په کابل کې د مجاهد-مجاهد جنګ او بیا د طالب او مجاهد جګړو، او په تعقیب په افغانستان او عراق کې د امریکا او غرب مداخلو، د اسلامپالو بد تقسیم او ورسره جوخت د طالب د کابل سقوط دې ټولو قدم په قدم د اولیفر روی د سیاسي اسلام ماتې پاتې بېلګې یو پر بل پسې وړاندې کړې.

دا چې تښتېدلي طالب بیا سر راپورته کړ او د دوو کلونو په لړ کې یې د امریکا او ناټو ګواښوونکی یا ماتوونکی مقاومت ایجاد او په افغانستان کې پر نیمه جغرافیه مسلط شو او د امریکا تر مرګونې بمبارۍ لاندې یې بیا هم  پرګنې او ولسونه ساتي دا پکې د ملت په منځ کې د اسلامپالنې د څپانده نبض یوه ښه بېلګه ده. همداسې دا چې عربي بهار په لنډ واټن کې پېل او اسلامپال د سر په صفونو کې ځای پر ځای کړل، بلکې تونس، مصر او په نورو ځایونو کې اسلامپال بیا ژوندي شول او مُرسي پکې آن د انتخاباتو له لارې د مصر اویا کلن نظامي حکومت مات کړ، دې ټولو پخپلو کې یو ښکاره ژوندی پېغام درلود او هغه دا چې اسلامپال تر پخوا زیات ژوندي او د ملتونو په وجدان او دوستۍ کی زیات مقام لري.

د بوش د دویمې دورې په پوره کېدو چې د هغه د ۱۱ سپټمبر نظامي ګواښ پکې د ډرامې حد ته راکوز شو او امریکا په عراق او افغانستان دواړو کې هېڅ ترلاسه نه کړل، د سیاسي او نظامي جذر همدا تأثر له سره کړ چې اسلامپال په خپل موړ په موړ مسیر کې هومره چې د زعامت کمزورېو او اشتباوو له موړونو سره مخامخ کړل، هغوی د امریکا مداخلو او جګړو پخپلو ملتونو او آن د حریف په همت زیات مطرح کړل. همدا وجه ده چې امریکا د سوریې ملت په نیمه لاره کې یوازې پرېږدي او په افغانستان کې یې روحیه تر دغه هم کمزورې ده.

د ماتې ډېر څه د دعوت طبیعي برخهده او که نه دا د اسلامپالو سیاسي ماتې ده؟!

په دې وروستېو کې په تېره بیا له افغانستان څخه د شورويانو پر وتلو چې نړۍ او خپله مسلمانان ان د درېیم اسلامي بدیل په هیله وو او ډېری نورو ډلو پخپلو هېوادونو کې د ملتونو دننه د باورونو او ولاوو په ژور بدلون کې تمه درلوده چې د جهاد پر ځای خپل انتخاباتي کمپاینونه د درېیم اسلامي بدیل لپاره ښه چانس دی ولی نه دا چې انتخاباتي کمپاینونه په الجزایر، فلسطین، تونس، مصر او ترکیه کې چیرې له مطلقې ناکامۍ سره مخامخ شول او په ځینو هېوادونو کې لکه ترکیه د کودتا د موج له ویرې پر استعفا ودرېدل او په ځینو نورو کې لکه فلسطین له داخل څخه مداخلو یوه ښه بدیل ته چانس ورنکړ او وروستۍ پکې د مُرسي مصر و چې د سعودي او اماراتو اماتورو ولي عهدانو په انقلاب ضد ټیکه او په خرڅ شوو مصري ایله جارو باندې د مُرسي منتخب حکومت د هغه سيسي په کودتا نسکور کړ چې په بې رحمۍ او استبداد کې یې د جمال ناصر د پښو خاپونه وران کړل او هغوی چې د افغانستان کاپي یې خپلو هېوادونو ته انتقالوله هغوی د پېل مخکې یا  پخپلو هېوادونو کې زندانونو ته ولاړل او یا پخپلو طریقو اول د مجاهدینو افغانستان ته ولاړل او یا د طالبانو افغانستان ته چې ډېری یې د قلعه جنګي تور تونل وخوړل.

دا څه چې په سیاسي مدار یا نظامي مدار کې همدغسې راغلل چې ایله د دغو د مقابلې په پلمه امریکا او غرب خپلې مداخلې په عربي سیمه او افغانستان کې په مواجه طریقه پر اشغال ودرولې، دا ټول پخپل وار،که د اولیفر روی په اند یې ماته ومنو او یا یې له اسلام څخه د سطحي فهم په حساب د سیاسي فهم کمی او کمبود وګڼو، په دواړو حالتونو کې بیا هم پکې دا څرګنده ده چې دغه ماته او کمبود په  اسلامي فکر کی نه ده، بلکې دا له یوې خوا د غرب د هغو زورورو توطیو څپه ده چې غرب د یوه قوي پلان تر شا تر اسلامپالو زیات مصروف دی او له بلې خوا دا د اسلامپالو د تجربو نیمګړتیاوې دي چې په هر چا کې همدا ډول پېښېږي او ډېری بیا په شرقي ټولنو کې د مشرانو له پروفیسورۍ څخه پېښېږي؛ هغه چې پخپل هېواد کې د تحول او یا له کودتا مخکې په نورو هېوادونو کې د انقلاب او کودتا هوس کوي.

 مونږ مسلمانان د ملتونو په سطحه باور لرو چې اسلام په عملي لحاظ او هم د ټولنیز عدالت له مخې د یو سیاسي نظام او معقول بدیل هغه څه لري چې، که شرایط ورته برابر شي او سیاسي مشران پکې په اخلاص او تدریج قدم کېږدي، اسلام د ملتونو او پرګنو د قناعت او منطق له اخیستلو څخه نیولې د بشري بدمرغېو او د دې عصر د زیاتو ستونزو ښه حل دی او دا په دې خاطر چې د دغو ستونزو ډېری برخه په خپله زموږ حریف فکر او حریف غرب پېدا کړې ده.

دا چې د شلمې پېړۍ په وروستۍ ربعه کې اسلام د اسلامپالو د یوه په ظاهر نزولي او بایلودونکي پړاو سره مخامخ شو، دا پکې د غرب او غربي استخباراتو هغه دسیسې دي چې ډېری یې د همدې سطحي او معامله ګرو مسلمانانو په ذریعه عملي کېږي او له بده مرغه د دغو دسیسو ډېری برخه له اسلام څخه د متفاوت قرائت سیاسي لوبغاړو پر خپلو هغو اختلافاتو کامیابوي چې دوی یې د غرب د مقابلو په عنوان خپله د غرب د دسیسو وسیله ګرځوي.

د اسلامي ډلو په اشتباوو کې په تېره بیا په تېرو درېیو لسېزو کې هېچا ته سوال نه پېدا کېږي او د دغو اشتباوو زیاته برخه د هغو مشرانو په ابتکار او عظمت طلبېو کې ځاله کوي چې خپلو خلکو او ملګرو ته ماتې د فتحو په حساب وړاندې کوي.

دا چې د دغو ډلو دغه په حساب څربې غلطۍ او اشتباوې د ماتې په حساب ومنو او که د عادي اشتباو په حساب؟ دا نو هغه سوال دی چې د سیاست بازار فعالین پکې له هر فکر او طیف څخه تېندکونه خوري او زمونږ مسلمانان خو د هر کال په سر او اخر کې کېدای شي د دغو اشتباوو زیات تکرار کړي. زما له نظره لوی لاملونه یې دا دي:

اول؛ په زیاتو ډلو کې شورایي نظام یا نشته او یا د مذهبي تهذیب په یو بد تأثر کې دویم-درېیم درجه مشران د نېغې او مخامخې مشورې جرائت نه لري. داسې د دوی نېغې یا مخامخ خبرې د یو ډول بې ادبۍ په حساب د خولې او زړه په منځ کې ځوانې مرګې شي او امیران پکې فکر کوي چې نوابغو ته د مشورو او لارښوونو څه ضرورت دی؟!

دویم؛ په پالېسېو او ستراتېژیو کې له تدریج څخه کار نه اخلي.

درېیم؛ له خپل ماحول او د موجوده وضعیت له صحیح درک څخه ټیټ درک لري؛ په دې معنا چې په یوه وړه توانمندۍ کې د یو غټ تحول چېلنج ته درېږي.

څلورم؛ سیاسي کار دلته د لومړیتوبونو په حساب له پېله نه دی روان. او داسې نور.

ایا مونږ پر ماتو د اشتباوو نوم ږدو؟!

دلته غواړو دا خبره له سره وڅېړو چې ځینو په دې وروستېو کې د سیاسي اسلام په اړه چې د افغانستان، الجزایر او نورو قضیو پای یا جګړې شوې او یا له صحنې ووتل، داسې اظهارات وکړل بلکې کتابونه یې ولیکل چې نور سیاسي اسلام پر ماته ودرېد او په دې اړه یې پر څه مستندو پېښو استدلال هم کړی او په ځینو برخو کې یې رښتیا هم د اسلامپالو تېروتنې او پریوتنې سمې ارزیابي کړي چې بیا هم ترې انکار مشکل دی.

مونږ دا قضیه اول د افغانستان په محدوده کې پخپله طریقه او بیا یې په نړېواله کچه څېړو:

اول افغانستان

افغانان په دې اړه خپل ځواب لري.

د اسلامپالو یا د سیاسي اسلام ماته ډېره په افغانستان کې د یو اسلامي بدیل په اړه د ډلو د ناتوانۍ یا هم فکري او عملي افلاس پورې نړلې ده.

د افغانستان په اړه باید ووایم چې اسلامي نهضت په دغه هېواد کې ایله دوه کلن وو چې د مختلفو ملحوظاتو په سلسله کې پخپلو سېالو سېکولرو ډلو غوڅه برتري درلودله؛ دغه برتري هم د کودتاوو په لاملونو کې ځای درلود.

په هغو دوو کلونو کې چې اسلامي نهضت د خپلو مظاهرو او اسلامي شعارونو له کبله د خلق و پرچم او نورو ډلو له خوا د تجاوز نښه کېده؛ په هر ټکر کې به په خپله متجاوزین پر شا کېدل.

د کودتا په لړ کې د اسلامي نهضت مشران زندان ته وغورځول شول او څو مشران پکې اعدام شول، بلکې پر کودتا[32] پنځه کلونه نه و تېر چې تر تېرې کودتا بله وحشي او خونړۍ کودتا[33] وشوه، او په خپلو اولو درېیو میاشتو کې یې آن د لمانځه په مواردو بلا افسران، محصلین بلکې د نهم او لسمو صنفونو متعلمین زندانونو ته وغورځول[34] او ملت د دغه وحشت پر ضد داسې په مېړانه وپارید چې د کال په پوره کېدو د مقاومت ډزې د بالاحصار دروازې ته ورسېدې او د افغانستان بمبارد ځپلي مهاجرین پر یو مېلیون واوښتل چې پای شوروي اتحاد د افغانستان جنګي اوضاع د خپلو لښکرو د لېږدلو پرته نشوای کابو کولای او پای شوروي اتحاد په دویم کال افغانستان اشغال او د نهو کلونو له جنګ وروسته شوروي مات او لښکرې یې له افغانستان څخه ووتلې.

دې جنګ هغه ځواکمن شوروي مات کړ چې د نړۍ دویمه درجه بلاک و او له ماتې وروسته یې ونشوای کولای خپل پراخ قلمرو سمبال کړي؛ ته ووایه چې په دغسې لویه جګړه کې به پر هغو اسلامپالو څه لېونۍ ورځې نه وي راغلي چې خوارکیانو پکې ایله د دوو کلونو د سیاسي ژوند سابقه درلودله او ورسره جوخت په جنګ کې طرف شو.  هغه د یو ځواکمن شوروي په ماته کې چې د پرسونل او کدرونو څه درلودل، ټول یی قرباني کړل؛ له دې پورته هغه په دې اشغال، وران افغانستان او د جنګ په ورځو کې اصلاً د یو بدیل په اړه فکر او ابتکار پر کومو سړېو او کومو شرایطو کړی وای؟ بیا هم که څه پېغور دی، هغه د کابل د بدرنګه سقوط پېغور دی او دا رسوا ماجراء د څو ډلو او بیا پکې د څو کسانو د منفي عیارۍ پېښه ده، نه د ټولو ډلو مسلمانانو!!

په دې حساب د دوه کلن سیاسي اسلامي نهضت پاتې یوه نیمه لسیزه په جنګ کې تېره شوه او د خپل سیاسي ژوند نوي (۹۰) سلنه کدرونه او مشران یې په زندان او جګړو کې له منځه ولاړل؛ افغانستان په دغسې یوه اوضاع کې اسلامي ډلو ته پاتې شو چې له یوې خوا د نوي فاتح افغانستان په اړه په ګاونډیانو کې د افغانستان په تړاو مثبت سوچ نه وو پاتې او نه هم د شوروي د لښکرو پر وتلو امریکا او غرب پخپل زاړه نظر او دریځ ولاړ وو، بلکې ګاونډیانو او خپله د مات شوروي پاتې شونو له امریکا سره لاس یو کړ او په سفارتي هڅو یې ډلې پخپلو کې اخته کړې. په دغسې یو ظرف کې چی اتیا سلنه سړي قرباني شول او مونږ په دې نهضت کې تر پنځو زیات سابقه دار پوهنتوني استادان نه درلودل او هغه هم د حزب ملګرو پر همدې لحاظ نه منل چې سابقه نه لري. په دغسې یو طرف کې چې افغانستان د ساړه جنګ دوران په سپېره تبدیلۍ کې د یوه اسلامي بدیل پر ضرورت ودراوه دا پکې طبیعي وه چې د یوه بدیل منطقې توان یې نه درلود؛ دا خو لا پرېږده چې د بدیل مخه لا وختي هغه مهال نیول شوې وه چې مجاهدین؛ خپلو مالي حامیانو په پاکستان کې یوه وحدت ته پرینښودل او د رهبرانو په منځ کې محدودو کسانو  د سیاسي حل او د یوه سیاسي بدیل مسله نظامي اینډې ته وسپارله او په پاتې ملت کې هوښیار پرسونل او دویمه-درېیمه درجه سړیو دغو نظامي اخته طرفونو ته چوپه خوله پاتې شول.

منم چې ملت چپ پاتې نشو. د امت ځینو مصلحینو وغوښتل چې اخ و ډب له نظامي مسیر څخه سیاسي مسیر ته واړوي؛ ولې د جنګي ډلو زیات مخکښان په یوه سټنګه عیارۍ کې د کابل په جنګ کې د اسلام عظمت او عُمري حکومت نمونې لټولې؛ خو اوضاع هغه طالب نسبي سیاسي کړه چې د کابل له فتحې وروسته هغه دویم بې تجربې طرف شو چې د پاکستاني ملا په مشوره یې غوښتل چې د تېر جنګ جنګیالي د خپل کور په غولي کې ووژني او دې پارونکي پړاو امریکا ته هغه پلمې ورکړې چې ټوله سیمه یې پخپل تسلط کې کړه.

 د اسلامي بدیل لپاره په افغانستان کې هیچا وخت پېدا نکړ او مسلمانان په یوه تنګه تجربه کې داسې پړاو په پړاو له کودتا او اشغالونو سره مخامخ شول چې له دغو عزیزانو څخه د بدیل تمه په هر صورت کې نه منطقي وه او نه هم په دغسې شرایطو کې هغوی دغه توانمدي درلودله.

دا چې امریکا له خپل لوی اېتلاف سره په اتلس کلن جنګ کې له نیم څخه زیاته ځمکه طالب ته پرېښودله او طالب پخپلو محکمو کې د پرګنو باور تر کابل زیات راخپل کړ او پای طالب د ترورېزم له تهمت څخه ځان پاک وکېښ دا پخپل وار د اسلامپالو په ارزونه او په محاسبه کې د ترازو شاهین ځمکې ته نږدې کوي. فکر نه کېږي چې طالب او مجاهد په لنډه فاصله کې عملي بري ته ورسېږي؛ ولې د دغو دوو پړاونو د ولاوو او قربانېو میراثه به په دویم او درېیم تحول کې تر دغو لویې کارنامې ایجاد کړي، ځکه پر اسلامپالو د ملت مصرف شوی دی!

دویم په سیمه‌ییزه او نړېواله سطحه

اسلام او مسلمانان په داسې مهال د اسلامي بدیل یا د یوه اسلامي حکومت د بیا جوړولو هڅو ته له مجبورۍ ودرېدل چې شرقي سېکولرانو اسلام هم پر مسیحت قیاس کړ او په خپلو ټولنو کې یې د مذهب پر ضد چا د شوروي د کمونېستي سوچ په تأسي د ښکاره دښمنۍ کرښه وویستله او چا د غرب «لایک سېکولر» سوچ له مخې د اسلامي ارزښتونو پر ځای د دیموکراسۍ په عنوان بې بندوباري او د ټیټو اخلاقو د ترویج او په هغه طریقه پټه دښمني پېل کړه چې د شوروي تر یرغله پکې دا قاتله وه لکه په ایران، ترکیه، مصر او نورو کې چې وشول.

دا چې مسلمانان د شلمې پېړۍ په سر کې د بشپړ سقوط تریخ ځوړ ته ودرېدل، نو دې سقوط او مخ په ځوړ روان تاریخ د عقل او عزت خاوندان راتلونکو خطراتو ته متوجه او د خپلو ملتونو پر ویښتیا یې پېل وکړ.

یو څه چې زمونږ معاصر مسلمانان د اسلامي غني ثقافت او کلتور په دننه کې بې شېمې کړل، هغه دا چې د غرب د رنېسانس په پړاو کې اسلامي هېوادونه د داسې مستبدو او وخت او تحول څخه غافلو حکمرانانو په لاس کې وو چې په سیاسي او علمي لحاظ دغه ټول د کاروان په اخر کې کشېدل او هغوی ان د عثماني امپراتورۍ په شمول؛ نه په رښتیا د سیاسي اصلاحاتو لپاره چانس ورکړ او نه یې هم د خپلو امپراتوریو په دننه کې لکه د غرب د علمي خوځښت نمونې او هڅې پیدا کړې.

په دې خاطر چې په وروستېو پېړېو کې په اسلامي هېوادونو کې سیاسي نظامونه ډېر مبتذل و، د شلمې پېړۍ ویښ او اسلامپال نسل پکې د اسلام د لومړني عصر پرته د یو مقبول سیاسي نظام لپاره نغده او نږدې بېلګه او بېلګه اشخاص نه درلودل، نو له همدې ځایه به دا پکې یوه عادي خبره ومنو چې په دغسې یوه فاصله کې واقع او له تجربو څخه لیرې نسل باید هم پخپل پېچلي عصر او د دغه متمدن غرب سره په مقابله کې د یوې مودې لپاره باید همدغسې د ښوېدنو او اشتباوو مرتکب شي.

د بلې خوا په غرب کې سیاسي اصلاحاتو او علمي مسیر لنډوونکي پرمختګ د دوو پېړېو په لړ کې غرب هغه ځای ته ورساوه چې نور یې د یو پرمختللي مدنیت او خپلې قوي امپراتورېو په وسیله خپل غربي سیاسي موډل د پاتې بشریت او ټولو لپاره الګو او نمونه کړ. د عثماني خلافت پر سقوط یې پر مسلمانانو د غربي تهذیب تپل پېل کړل، او په داسې تنګ ماحول کې، چې د دویم سوچ لپاره یې چا ته چانس نه ورکاوه.

غرب دغه ځای ته د بلا ماتو، او اشتباوو په تسلسل کې رارسېدلی، يوازې دوه نړېوالې جګړې وګورئ چې د همدې غربي تهذیب مخکښانو او د پرمختللي رنېسانس مخکښو سیاسي او علمي مشرانو پکې نړۍ نسکوره او تر نسکورې پکې ډېره بدرنګه کړه.

هېلوکاسټ، د برلېن دیوال، د چین فرهنګي انقلاب، د مسکو د بلشویکانو قرنطین، د سوسیالیستي بلاک زبون وهونکې کیسې دا ټولې نن په همدې غرب کې له هدیرو څخه باج اخلي.

په دغسې تنګ او قرنطین شرق کې اسلامي بدیل یا د سیاسي اسلام خوځښت چې له بده مرغه په سرخوږو تحولاتو کې ښکېل دی، هغه کېدای شي تر دې هم سخت پړاوونه شاته پرېږدي. خو چې د ملتونو باثباته تعهد ته ګورو، نو حتماً به یوه ورځ – که څه هم د مؤقتو پرېوتنو په پای کې وي- د نړۍ فوق العاده تحولات او لېوني پړاوونه د اسلامپالو د متاع او وارداتو ته بندې دروازې د ضرورت په حساب پرانېزي.

مونږ ته د مکې وثني[35] جبروت، پرون له خپلو سرکښو مخکښانو څخه عادل عمر[36] او کاغذي فرمان ته ویلی خالد[37] راکړ!!

مونږ ته پرون د چنګیز خان په نسل کې وخت برکه[38]، تیکودار[39]، اوليجاتو[40] او عادل عالمګیر[41] غوندې مسلمانان راکړل!!

داسې په ماتو او فتحو کې ګډوډ روان تاریخ؛ اسلامپالو ته د خپلو قربانېو حقه بدله ورکوي چې دا ځل به پکې د بل شوروي له ماتې سره جوخت دنیا ته د خپلې مسلمانۍ د وعدو پاتې ټول پورونه ورپوره کړي.

دا خو د قرانکریم له ارزښتونو سره غوټه تحول دی، دلته به د قوي او پاک پېغام خاوندان خدای ژوندي ساتي او د ناپاک او کمزوري پېغام خاوندان به یا پرمخ پریوځي او یا به د ابو سفیان په شان پخپله طریقه د سلامۍ مراسم اداء کوي!

بیا هم د یوه قوي منطق له مخې دا له ورایه ښکاره ده چې سیاسې اسلام په یو څو منطقي وجوهاتو د مشرانو د درجن درجن اشتباو باوجود ماته نه ده خوړلې:

اول؛ که اسلامپال یا سیاسي اسلام داسې په اسانه ناکامېدای او یا یې ماته خوړلای، ولې به امریکا د هغه د ماتولو لپاره له اروپا او امریکا څخه هومره لوی لښکر جوړاوه، بلکې دغې امریکا به لا په ۱۹۶۵ز کال کې مات کړي وو چې چا د جمال ناصر له وېرې د اخوان المسلمین د زندانیانو کورنېو ته په شپه کې په غلا دوه کیلو وریجې نشوې ورکولای.

هېڅوک د مات حریف لپاره؛ نه هومره لوی اېتلافونه جوړوي او نه هم هومره اوږدو جګړو ته دوام ورکوي چې نن د ټرمپ امریکا پکې د وتلو هُنر هېر کړی دی.

دویم؛ مات طرف هېڅ مهال دغسې د قربانۍ سرشاره جذبه نه شي پېدا کولای او نه یې هم ساتلای شي چې د سیاسي اسلام پلویانو دا نیمه پېړۍ له مصر څخه نیولې تر چیچن پورې همداسې غزولې او ساتلې ده.

درېیم؛ ماته او رښتینې ماته له باورونو پېل کېږي. د چا باور چې له حریف څخه قوي او غښتلی وي، هغه پر خپل ځای تر حریف زیات د درېدلو توان لري. منم چې د مادي ارقامو تفاوت به کله کله مسلمانان څه کرـ پر ته اړ کړي؛ ولې د قوي باور لرونکي طرف هومره شېمه لري چې په سخته ورځ د تورې قبضه کلکه په خپل لاس کې وساتي، بلکې کېدای شي چې په لاسونو شوټ او په پښو شل شي؛ خو د نني مقابل کاوبای غوندې به نه باساره شي او نه به کاناډا ته په درجنونو پناه ویسي.

منم چې مسلمانان هم په همدغسې وضعیت کې امریکا او اروپا ته کاروان-کاروان روان دي؛ ولې دا وضعیت په سیمه کې د شوروي او امریکا د زبر ځواکونو لښکرو د جنګ او ظلم غبرګه نتیجه ده، نه طبیعي حالت!!

څلورم؛ سیاسي اسلام نه د جنګ ګټلو په معنی ده او نه هم یو یا څو مېدانه جنګ باېلل د سیاسي اسلام د ماتې په معنی دي. ځکه: شوروي اتحاد په افغانستان کې مات شو ولې مونږ واقعي فتحې ته ونه رسېدو، او د خدای پیغمبر چې د دې لارې مؤسس او الګو و بیا هم په اُحد او حنین کې له ماتو سره مخامخ شو.

که په جګړو کې بایلودنې او له سنګرونو په شا کېدل، په دیني لاره کې د ماتې معنی درلودله، نو د بغداد له سقوط سره به د مسلمانۍ او اسلام ټغر داسې ټول شوی و، چې پرون به شوروي او نن به امریکا د چنګېز د ماتو شویو مسلمانانو پسې دې سیمې ته د راتګ اړتیا نه درلوده.

پنځم؛ که معامله ګر او یا ترهګر د اسلام ممثلین وای، نو ولې به ملت په کابل کې په کورنېو جګړو او بیا د امریکا د اشغال په پړاو کې لاره بدلوله، د دغو معامله ګرو او ترهګرو فتحې او ماتې پخپل حساب دي، نه د سیاسي اسلام په حساب!!

شپږم؛ د غلطو او معامله ګرو پسې تګ د ځینو مجبوري ده، ولې چې د خط او لارې پر خلاف چا قدم پورته کړ، بیا همدا اسلامپال وو چې د کولاب پر خوا یې د ډېرو تلونکو شا تشه کړه او ډېری پکې د بیګانه‌وو حمایې ته ودرېدل.

سیاسي اسلام به څنګه او څوک په ماته تورن کړي، او یا دا چې د هغه په خوا کې په همدې لحاظ خلک ماتېږي؛ مګر هغه چې د لارې او پیغام سره یې تعهد په درواغو  وي، او هغوی په هېڅ صورت نه سیاسي مسلمانان تمثیلوي او نه مسلمانان. او دا په ډېرو ځایونو کې تکرار شوې ده. افغانستان او عراق یې دوه ښې نمونې دي.

اووم؛ که رښتیا هم سیاسي اسلام غربي ارزښتونو ته د اسلامي بڼې ورکولو په معنی وای، لکه اولیفر روی یې چې وایي، چې سیاسي اسلام خپل ارزښتونه نه درلودل. دا په هر منطق یوه باطله خبره ده، کېدای شي ځینې یې له ناخبرۍ وکړي او ځینې یې د دښمنۍ له کبله.

تاسې يې په ایمان ووایئ چې مسلمانان دومره ټیټ خلک دي چې د پردېو ارزښتونو لپاره دغسې قربانۍ ورکړي؟ او داسې قربانۍ چې د دغو ارزښتونو اصلي څښتنان(!) یې نه شي ورکولای؟ او که رښتیا هم مونږ د غرب ارزښتونه د عباراتو په تبدیلۍ کاپي کړي وای، ولې به بیا غرب له دغو مسلمانانو سره دغسې ژوره دښمني کوله چې هغوی د همدغه غرب د کاپي کړیو ارزښتونو لپاره جنګېږي؟ واقعاً دا یو ډېر ټیټ تهمت دی. د افلاطون له سیاسي نظریې وروسته چې له جمهوریت څخه پورته جمهوریت بشریت لیدلی هغه یوازې په مدینه کې و.

دا خو غرب ده چې په خپلو استعماري ګټو کې خپل ارزښتونه هم قرباني کوي، د یوه ژوندي مثال په توګه د دیموکراسۍ په پاڼه بريا ته رسېدلی مُرسي د دیموکراسۍ د مور غرب لپاره دومره ستوغ و چې په خپلو غلامو افسرانو یې په خاینانه ډول زندان ته وغورځاوه.

اتم؛ څنګه چې نظامي ماته د سیاسي اسلام د ماتې په عنوان مطرح کول یوه نامناسبه خبره ده، همداسې اسلام هم له نظامي عمل سره غوټه کول او بیا په دې معیار ماتوونکي دوران کې چې په ډېری مسایلو او فیصلو کې مسلمانان د نوي نظر غوښتونکي دي، یوه بې توجیه قضیه ده.

نهم؛ که په دې اړه کومه ماته د منلو وړ وي، هغه د تېرو پېړیو د مسلمانو حکمرانانو مسلسلې ماتې دي، چې پای د عثماني خلافت په انحلال او د مسلمانانو په ماته منتج شوې؛ ولې د معاصرو مسلمانانو هلې ځلې او مبارزې چې وروستی هدف پکې یو نړېوال ځواکمن اېتلاف جوړول دي، چې لا ورته نه دي رسېدلي؛ ولې په دې منځ ـ منځ کې وړې وړې ماتې او وړې وړې فتحې هم لري، مثلاً که د همدغو وړو وړو فتحو او وړو وړو ماتو په حساب د اسلامپالو په تاریخ راوګرځو، نو دا پکې یقیني ده چې په ځوانه او تعلیم یافته طبقه کې سیاسي اسلام تر نورو زیات اورېدونکي غوږونه پېدا کړي او په همدې حساب د تېرې پېړۍ له اوومې لسیزې څخه نیولې تر نن پورې په زیاتو اسلامي هېوادونو کې په صنف او اتحادیو کې تر ټولو زیات فعال او بااستعداده ځوانان له مسلمانانو سره ملګري کېږي.

او که په همدې لحاظ تېرو سوابقو ته وګورو، نو په یوه ژوندۍ پرتله کې به ټول ومومو چې د قربانۍ، تحول او مال ښندنې له مخې اسلامپال هم تر نورو مخکې وو.

همداسې د ډېری هېوادونو په انتخاباتي کمپاینونو کې – په استثنا د پاکستان – اکثریتونه له اسلامپالو سره ملګري کېږي، لکه پرونی الجزایر، اندونیزیا، او په ایران کې. دا هم په داسې حال کې چې حریفان پکې د دغو اسلامپالو دوه برابره عمر او درې برابره تجربه او د غربي سفارتونو لخوا د هغوی د پاللو پشتیبانه لري.

لسم؛ همداسې که د اسلامپالو تېرو تحولاتو ته نظر واچوو، وبه ګورو چې دغه اسلامپالي په تعلیم یافته طبقه کې او بیا د عصري علومو په مرکزونو کې د بل هر ځای په نسبت زیات راوټوکېدل او په دې جمله کې ډېر مخکښ او جذباتي هغه تعلیم یافته کسان وو چې یا یې تعلیم په غرب کې کړی وو او یا یې یو څه وخت په غرب کې تېر کړی وو. دوی د غرب او شرق پرتلې پر سیاسي اسلام له هر چا زیات باوري کړل.

علامه اقبال  او سید قطب یې ژوندۍ نمونې دي.

دا بېځایه ده که څوک ووایي چې په ملتونو کې د بې سواده طبقې پر عقیده او عاطفه د اسلامپالو سیاسي پانګونه روانه ده؛ ولې دا چې په اسلامي امت کې ملتونه او کم تعلیمه طبقه تر هر چا حساس دي، دا د اسلام هغه تمدني ژورتابه ده چې د غربي استعمار په دوران کې یې د یوه فعال بارلیف[42] رول اداء کړ.

له تېر څخه په فهم؛ د اسلامپالو راتلونکی

دا چې د بې رقیبه امپریالېزم یو طرفه تجاوزات او مداخلې به نړۍ کوم ځای ته راکښته کړي؟ له اسلام او مسلمانانو سره اخته امریکا به د ترورېزم یا افراطي مسلمانانو سره د جګړې په پلمه مسلمانان تر کومه وخته تقسیم او د مسلمانانو یوه برخه به د حکومتونو په سلسله کې په خپل رکاب کې روان کړي وساتي؟ په منځني ختیځ کې به د سُني اکثریت له ځپلو وروسته، آیا رښتیا هم د خلیج او منځني ختیځ جغرافیه هغسې بدله کړي چې د خلیج د شېخ نشېنېو په شان پاتې هېوادونه هم پخپل کم حجمه جغرافیه کې لکه خلیجیان د امریکا له سیاستونو سره غوټه کړي؟ دا هغه سوالونه دي چې د اسلامپالو روان اخ و ډب به پکې توري پر حروفو کېږدي.

په مجموع کې غرب غواړي چې په عربي سیمه او اسلامي نړۍ کې د سیاسي اسلام او اسلامپالو مقدر د مصر، سعودي او اماراتو په شان همداسې قرنطین کړي چې په مصر، سعودي او اماراتو کې یې خونړۍ قرنطین پر بې رحمۍ روان دی.

دا او دې ورته ډېرو سوالونو ته له ماضي څخه ځوابونه پیداکول ګران دي او د ورځې په نرخ یې ځواب له مصر څخه تر افغانستان پورې ډېر توپیر لري.

که د امریکا په روان قرنطین کې او په عربي سیمه کې چې سیمه یې له صفر څخه ټیټې اوضاع ته ټیټه کړې، او اوس د سُني اسلام له ځپلو وروسته په خلیج کې غواړي شیعه اسلام هماغه د امام خمیني د زهرو د پیالې مهال ته راکښته کړي. که امریکا؛ سعودي او اسراییلو ته خطر ایران خپل حجم ته راکښته کړ، رښتیا هم چې د سیاسي اسلام راتلونکی پکې ځکه تته ښکاري چې امریکا د حرمېنو سعودي له سیاسي اسلام سره په هغه دښمنۍ کې لټار کړ چې له دې مخکې یې جمال ناصر په مصر کې ورسره لټار کړ او له ټکره یې اسرايیلیانو هغه ځای ته ځان ورساوه چې نن د سیسي مصر تر عربو زیات له اسراییلو سره دوست هېواد شو.

نن چې د ملک فیصل سعودي د سیسي له مصر سره او بیا د اسراییلو په پټه ملګرۍ او د امریکا په مشری په ګډه له اسلامپالو سره د دښمنۍ پر اوله کرښه ودرېدل، رښتیا هم د اسلامپالو راتلونکی نه، بلکې د سیمې راتلونکی ډېر تت ښکاري.

که عرب اسلامپالو خپل ماحول سم درک کړی وای، او په دې پېچلې سیمه کې یې د امریکایي یو درجن استبدادي نظامونو په قلمرو کې د اردوګان او اربکان په شان او یا له هغه څخه هم په کمه کچه د رسۍ سر د حکمتونو او کورنېو سره سست کش کړای وای، کېدای شول چې خلیجي دولتونه له دغو مسلمانانو هومره چې وېرېدل نه وو وېرېدلي.

ولې د اسیا په جنوب او د افغانستان په ماحول کې چې امریکا هلته د ظلم پرته د مصر او سعودي په شان غوږور ملګري نه لري، دلته سیاسي اسلام او سیاسي مسلمانانو تر هغوی په یوه نسبي ښه حالت کې دي. دا ځکه چې د سیاسي اسلام پلویان په کابل کې د ټولې کمزورۍ باوجود تر مصر او سعودي لس برابره د تحرک او حضور چانسونه لري او دا په دې خاطر چې که کابلیانو همدغسې شرایط امریکا ته منلي وای لکه د سعودي، اماراتو او مصر، نو د کابل پاتې ځوانان او مُلایان به لا وختي له مخالف طالب سره ملګري شوي وو.

که په کابل کې ځینې اسلامي ډلو قومي اجنډاګانې پرې ایښې وای، او ځینو نورو د حسن البنا په لار روان طالب خپل ګڼلای وای، او مخالف طالب د همدغو حقایقو – چې مخکې مختصر عرض شول- درک کړی وای او له خپلو مخالفینو سره یې د رابطې پرته د فرعي او سیاسي پوچو اختلافاتو سلسله په اسلامي او پتمن حل درولې وه، دنیا به لیدلې وه چې کابل به دا ځل دا لیرې خلیج لکه د شوروي د تجاوز په دوران کې دا ځل د امریکا له جګړو څخه ژغورلای وای.

که مونږ د سیاسي اسلام راتلونکی د مجاهد او طالب یا په لوی سر کې د سیاسي ډلو د سیاستونو د کردار پورې وتړو، نو یقیناً دا غلطه محاسبه ده؛ ځکه معنی یې دا ده چې سیاسي اسلام هېڅ راتلونکی نه لري.

ولې سیاسي اسلام تر دې ژورې ریښې لري… او  هغه قوي حامي ملتونه دي

اسلام تر هر څه دمخه اول د دغو ملتونو په بستر کې قوي بنیاد لري. د همدغه بنیاد په اساس ملتونه د اشغالګرو پر ضد د مقاومت جرړې د همدې ملتونو په متن کې دي چې هغه د سیاسی ډلو په ماته یا اشتباه ځان ته بله او بدله مجراء په خپله پیدا کوي.

د مثال په ډول هغه مهال چې په کابل کې مجاهدین له خپلو موخو څخه په ټیټه او په ټیټه کورنۍ جګړه کې مصروف شول، په لنډ واټن کې طالب له کندهاره د هغوی پر ضد راپورته شو او په لنډ واتڼ کې ټول ملت له هغوی سره ملګری شو، د طالب د دوران فتحې هومره له باور پورته وې لکه د شوروي ضد جنګي فتحې.

که هغه مهال طالب په سیاست کې تجربه درلودلای او د کابل له نیولو وروسته یې له خپلو وروڼو مجاهدینو سره تفاهم کړی وای، دنیا به لیدلې وه چې کابل له دې ایران او پاکستان څخه څه جوړول. همداسې د بل مثال په ډول په طالب کې د حرکت اسلامي طالبانو مرکزی کردار درلود او لا یې لري هم؛ ولې د امریکایانو له راتګ وروسته او د امریکا د اشغال پر ضد جګړه کی هومره چې دغه مقاومت د استاد سیاف مجاهدینو، د مولوی صیب خالص مجاهدینو، او ان د حزب اسلامي مجاهدینو بدرګه او حمایه کړ؛ خپله د حرکت انقلاب اسلامي مجاهدینو هغسې حمایه نه کړ او نن هم طالبان د تېر جهاد په هغو حوزو کې فعال دي چې هغه د شوروي پر مهال د حزب اسلامي، مولوي خالص او استاد سیاف پورې مربوطې وې.

ژوندی مثال یې هلمند، میدان وردګ، کاپیسا او لغمان دی.

دا ټول یوه معنی لري او هغه دا چې پرګنې د محتوا او موخو پسې ځي، نه د ډلو او قالبونو پسې.

ما د یوه ځوان  لغماني زنداني چې اعدام شو او په حزب اسلامي کې و، د خدای بخښلي ملا عمر د مړینې پر مهال د هغه یوه مرثیه شعر ولوست، باور وکړئ چې دغه تاثر چې ده درلود د ملا صیب له خپل زوی سره به هم نه وای.

د امت دننه مبارزې زیاتره وخت د اشخاصو په وسیله او د ډلو دننه پېل کېږي؛ ولې د ملتونو او وګړو ولاوې او باورونه له ارزښتونو سره روان وي او د قوي الګو پر راتلو ولاوې او باورونه پخپله بدلېږي.

 پرون د مجاهدینو د مشرانو په نامه عربانو خپل زامن نومول، د جدې د پوهنتون یو استاد له دغو څخه یو دی.

سیاسي مسلمانان یا اسلامپال چې پر کومه لاره روان دي، هغه د مېاشتو او کلونو لاره نه ده؛ هغه د څو نسلونو سرخوږی کشمکش دی.

نن چې ترکان د اویا کلن سېکولر نظام له درانده پیڅول څخه سر پورته کوي او له خپلې ماضي سره د پېوندېدو پر لور روان دي او تر ټولو ښه روان دي؛ دا څه عادي خبره نه ده دا د واقعیتونو په حساب د زمانې او پړاوونو د ماتولو داستان دی، دې ته په عادي سترګه کتل نه دي پکار او نه هم دا د بالېوود او هالیووډ د کوم فلم کړۍ ده.

له همدې ځایه د تاریخ څېړونکي باید هر څه د مذهبي او سیاسي ډلو پورې غوټه نه کړي.

ډلې، کورنۍ او حکومتونه به په دې امت کې ځي-راځي؛ ولې اسلام او له اسلام سره د ملتونو تړاو او باور نه دکومې ډلې ابتکار دی او نه هم د چا په ټېکه دی.

هغه مهال چې صلاح الدین ایوبي له صلیبیانو سره جنګېده، دغه جذبه نه د کوم عرب په سر کې وه او نه هم د خلافت د سړو په سر کې، او که وه هم، نو ډېره کمه وه. پای هغه هم یو کُردی مسلمان و.

مونږ د کابل یا د کابل حکومت دننه قلمرو کې د پرګنو خبره مخکې وکړه، همداسې نن په افغانستان کې د مجاهدینو حریفانو په کورونو کې داسې ځوانان پیدا او لوی شول چې سوچ یې له پلرونو سره توپیر لري او ډېری یې مدرسو ته لاړ او زیاتو یې قران یاد کړ، په داسې حال کې چې د مجاهدینو او مشرانو زامن بیا ډېری بې بندوبارۍ ته ولاړل.

بیا هم د سیاسي اسلام راتلونکي په اړه باید ووایم چې سیاسي اسلام له درېیو چېلنجونو سره مخامخ دی:

اول چېلنج: درې بُعده مذهبي اخ و ډب (سُني، سلفي، شیعه)

دویم چېلنج: د سیاسي او جهادي ډلو اختلافات او جګړې

درېیم چېلنج: د درېیو لویو قومونو قومي اخ و ډب (عربان، ترکان او فارس)

سیاسي اسلام؛ او په مخکې پراته چېلنجونه

اول چېلنج: درې بُعده مذهبي اخ و ډب (سُني، سلفي، شیعه)

مسیحت او مسیحي نړۍ هغه مهال چې مذهب او کلیسا یې له سیاست څخه ګوښې کړه؛ اروپا پکې لومړی د قوي امپراتورېو کوربه شو او په دویم قدم کې د لومړۍ او دویمې نړېوالې جګړو  پرته؛ اروپا پکې د  یوه نسبي طبیعي اتحاد خوا ولاړه او اختلافاتو او جګړو له اروپا څخه بهر میدان پېدا کړ.

منم چې د دوو نړېوالو جګړو وروسته د ناټو او وارسا تړونونه هم د اروپایي ټولنې په بستر کې وشول چې همېشه د نړېوالو تحولاتو او قضایاوو د پېچلتیا باعث و؛ ولې همدغو تړونونو نړۍ له هغې ګډوډۍ څخه ژغورلې وه چې کله شوروي پکې مات شو او اسلامي نړۍ یو طرفه د غرب د امپریالېزم د مداخلو میدان شو.

په مجموع کې، په اروپا کې د مسیحت مذهبي اخ و ډب له کابو کولو وروسته، اروپا یو ډول تفاهم او لوېو اېتلافونو، بلکې په یو ډول امنیتي کمربند کې داخله شوه او نږدې یوه پېړۍ شوه چې د یوګوسلاویا د جګړو او د اوکراین د مختصر اخ و ډب پرته اروپا په یو ډول سیاسي معافیت کې ژوند کوي.

برعکس په اسلامي نړۍ کې چې اصلاً پکې مذهبي حکومتونه نشته او زیات حکومتونه پکې د اروپایي نمط سېکولرو ډلو په واک کې دي، بیا هم د ملتونو په سطحه او د سیمې په سطحه دلته مذهبي اخ و ډب همغسې روان دی او په ایران کې د مذهبي حکومت په راتګ دې اخ و ډب نوي ابعاد پېدا کړل، په تېره د امریکا له مداخلو وروسته.

په خلیج کې د عثماني خلافت پر ضد غرب هغه مهال وغوښتل چې سلفي فکر د دغه خلافت د ټوټه کېدو په موخه فعال وساتي او په خلیج کې د تېلو پرېمانه عاید د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې سعودي ته د دغه مذهب د خپرولو په برخه کې، په تېره په بې وزله ملتونو کې لکه مصر، پاکستان، افغانستان ښه چانس ورکړ.

نن چې اسلامي نړۍ په تېره خلیج او د اسیا جنوب د امریکا د مداخلو د سیاسي ناورین په ټیټ پړاو کې روانه کړې، ایران او سعودي عربستان له همدغه مذهبي اختلافونو څخه د خپلو تضادونو او د خپلو سیاسي ګټو په موخه ډېره بده استفاده کوي، له همدې ځایه ده چې دې درې بُعده مذهبي اخ و ډب د سیمې او ملتونو په منځ کې هغه نسبي کراري او روابط هم متضرر کړل.

امریکا په عراق او سوریه کې تاریخي سُني بستر چې د تاریخ په اوږدو کې او د صلاح الدین ایوبي له دوران څخه د سیاسي ثبات بستر و، هغه امریکا؛ اول له صدام څخه د سعودي په وېرولو او بیا ایران ته د صدام د بدیل عراق پر جوړولو وځاپه. له بده مرغه سعودي عربستان به د صدام د قادیسیې په اهمیت هلته پوه شي چې که امریکا دا ځل بیا هم په سیمه کې ایران د امریکا له مداخلو مخکې حجم ته راکښته نه کړي.

په مصر کې د مُرسي د حکومت سقوط د همدغه مذهبي اخ و ډب حالات په ډېر بد مسیر کې وغورځول. په افغانستان کې امریکا د همدغو اختلافاتو په وتر لوبه روانه کړې ده.

همداسې په عربي سیمه کې د ایران نوی صفوي سوچ ان افغانان هم د فاطمینو د لښکر برخه کړل چې دا په طویل المدت کې د سیمې او ان د ایران په خېر نه ده.

طالبان یو سُني ځواک دی. هغوی په اول پړاو کې په دې اړه یو څه اشتباوې وکړې؛ ولې د بدو پېښو پېر هغوی تقریباً یو مثبت سوچ ته راوګرځول او اوس د افغانستان او د سیمې په ګټو یې نسبي سر خلاصېږي. که څه هم د یو قوي سیاسي حل په مناسب حد کې نه دي او ممکن حپل ګټلي چانسونه په مُلایي ساده سوچ کې خدای مه کړه بایلي. یوه نمونه یې د کابل د حکومت له استازو سره تر حد زیات حساسیت ښودل دي.

که ایران د طالبانو په اندازه په دې اړه د اُمت په خېر یو متمدن سوچ او د قوي ایران د ګټو په خاطر کړی وای، داسې به ایران نن په عربي سیمه او ان په نورو ځایونو کې د ایران پر ضد د دغو پارېدلو مخالفتونو سره نه مخامخ کېده.

د فلسطین په قضیه کې د ایران دریځ په ظاهر مثبت دی، ولې که ایران همدغه پالیسي د سُني اکثریت له سیاسي مسلمانانو سره په ګډه تعقیب کړې وای، ایران به خپل ګاونډیان د امریکا او اسراییلو لمنې ته له غورځېدلو ژغورلي وای.

دا باید په یقین ووایم، هومره چې ننی ایران د سیمې د بې ثباتۍ په اړه بېباکه روان دی، هومره د شاه سېکولر ایران د سیمې لپاره خطرناک نه وو؛ که څه هم د هغه مهال ایران له اسراییلو سره دوستي او روابط درلودل او ننی ایران له اسرایلو سره د دښمنۍ په اوله کرښه ولاړ دی.

که نن مونږ په افغانستان کې د شیعه اقلیت ټولنیز او سیاسي ژوند په ایران کې د سُني اقلیت د سیاسي او ټولنیز ژوند سره پرتله کړو، دا پکې له ورایه څرګنده ده چې په ایران کې سُني اقلیت په هماغه صفوي تنګ قلابند کې مظلوم ژوند لري او ایران هومره چې د کوروش د عظمت داېره غږوي، هومره د شاه اولیاء حضرت علي وجیزې او لارښوونې یې په عمل کې هېرې کړې دي.

نن چې مظلوم مسلمانان د خپلو اروپایي حریفانو پر ضد یو ثابت او متحد دریځ نشي نیولی او د اسلامپالو هڅې پکې کم رنګه دي، لوی لامل د ایران او سعودي د حکومتونو هغه بدرنګه سیاستونه دي چې هغوی پکې مذهب او مذهبي اختلافات د خپلو تنګو ګټو لپاره استخدام کړي دي او امریکا هم له همدغې اختلافاتو څخه د هرې فاجعې په ایجاد کې کار اخلي.

دویم چېلنج؛ د جهادي او سیاسي ډلو اختلافات

په دې اړه په تېرو برخو کې پوره تفصیل وړاندې شو او همدا د سیاسي او جهادي ډلو اختلافاتو امریکا سیمې ته راوستله او اوس هم امریکا د همدغو ډلو د اختلافاتو په چتر کې خپل حضور ساتي.

په دې اړه هغه تېر معلومات کافي دي.
درېیم چلینج؛ د درېیو لویو او مخکښو ملتونو قومي او سیاسي سیالۍ (عرب، تُرک، ایران)

د اسلام په تېر تاریخ کې د اسلام په اړه درېیو قومونو په سیاسي او فرهنګي لحاظ مهم او تاریخي کردارونه درلودل: عربانو، تُرکانو، فارس او له فارس سره مربوطه ښاخونه.

په عربانو کې د حضرت محمد ص رسالت او بیا د خلافت راشده دوران او هغه نوراني فتوح چې هغوی اسلام پخپل ژوند کې په غرب کې د فرانسې د پیرني تر غرونو  پورې او په شرق کې د چین تر دېواله خپور کړ، هغوی د همدغسې یو تاریخي کردار له مخې همیشه د مسلمانانو په منځ کې یو مخکښ او د قدر وړ ملت دی.

تُرک ملت د عباسي دوران په لړ کې د سلطنتونو په حساب د محمود غزنوي، قزل ارسلان او بیا د آل عثمان په اوږده او ژغورنده خلافت کې هغه کردار اداء کړ چې مسلمانان یې په مجموع کې د اروپایي امپراتوریو له هجوم او شر څخه ساتلي وو.

په همدې لحاظ او نن هم چې د نوي اسلامپالنې دوران دی؛ تُرکانو پکې د بلا صدمو وروسته او له ټولو څخه په وروسته پېل شوې مبارزه کې اردوګان او ملګرو يې بیا تُرکان هماغسې یو تاریخ ته نږدې کړي دي، د مور شېدې یې شه!

فارس د خپل تېر مدنیت له مخې او په اسلامي علومو کې د لوړ کردار له مخې او بیا له فارس سره په نښتو سیمو کې د نصر ابن سامان، محمود غزنوي او احمد شاه ابدالي سلطنتونو او واکمنیو په سیاسي او علمي لحاظ هغه کردارونه اداء کړي چې د عباسي خلافت په دوران کې دا پکې رغنده پړاوونه وو.

په عجمو مسلمانانو کې افغانانو په علمي او په سیاسي لحاظ د اسلامي تاریخ او تحولاتو په لړ کې ژوندي سوابق لري. د ابو مسلم خراساني او بیا د طاهرې پوشانجي، او په تعقیب یي د غوریانو او غزنویانو سلطنتونه چې مرکزونه یي په افغانستان کې وه او د اسلام په سیاسي او علمي پرمختګ کې یې ژوندي کردارونه درلودل؛ او له بلې خوا له دې جغرافیې سره د امام ابوحنیفه، امام احمد بن حنبل، ابو نصر فارابي، ابن سینا او پای د سید جمال الدین غوندې د لوی مصلح تعلق، افغانانو ته هغه جذبه او له اسلام سره د وفا او ولاء هغه میراثه پریښې چې په وروستېو پېړیو کې له همدې تأثر څخه په دې خاوره کې درې متجاوزې امپراتورۍ انګلیس، شوروي او امریکا په خپلو موخو کې ناکامې شوې.

که د امیر امان الله خان شکلي اصلاحاتو پر هغه چانس نه و بدرنګ کړی، او که مجاهدینو د نجیب په سقوط خپل طلایي چانسونه پخپله نه وو پیکه کړي؛ نن به د دې سیالۍ پر سټیج افغانان د همدغو عربو، ترکانو مخکښان و.

ولې نن چې په سیمه کې عرب، تُرک، فارس او منځنۍ اسیا سیمې ټول په بدرنګ او ټیټ تاریخ کې روان دي، له هېچا سره ځواک او امپراتورۍ نشته بیا هم په سیمه کې د دغو درېیو قومونو په منځ کې سیاسي سیالۍ په داسې چوکاټ کې روانې دي چې د هغوی اختلافات او سیالۍ د امریکا د مداخلو لپاره یوه وسیله ګرځېدلې او اسلامپال د دغو اختلافاتو څخه د تېرېدلو لویه ستونزه لري.

اسلامپال نهضت چې په موخو کې یې یوه لویه موخه د مسلمانانو لپاره د مشترکو ګټو په حساب د یوه مرکزیت ایجاد دی، هغوی په خپل وار که پخپلو هېوادونو کې د ملیتي اکثریتونو او اقلیتونو په منځ کې د یو متوازن سیاست ستونزه لري، د اسلامي نړۍ په سطحه هم د همدغو لویو او مرکزي کردار غوښتونکو ملتونو ترک، عرب او په اوس مهال د ایران د متضادو سیاستونو سره په یوه بې ثباته مبارزه کې ښکېل دي.

په دې خاطر چې سعودي په سیمه کې د یو قوي سیمه‌ییز سیاست مشرتابه په واک کې ولري، هغوی پخپل ماحول او لېرې مصر کې غواړي چې د اسلامپالو د مور ډلې اخوان المسلمین جرړې پخپلو ریالونو او د امریکا او غرب په ملګرۍ وچې کړي.

هغه اخوان المسلمین چې په مصر کې یې مثبت دریځ د دې سبب شو چې همدا سعودي پرون د ناصر له اوږدو لاسونو څخه وژغوره.

همداسې ایران پرون د امریکا د نظامي حضور او د صدام ضد جګړو په چتر کې وکولای شول چې په عراق، سوریه، یمن او نورو ځایونو کې خپل شیعه اقلیتونه متحد او سُني مسلمانان وځپي، او د اخوان المسلمین د قوي ډلې حضور صفر ته راکښته کړي.

دا چې د اردوګان ترکیه نن د یوه اسلامپال تنظیم لخوا رهبري کېږي، له همدې ځایه د اردوګان رول او سیاستونه د سیمې د ملتونو د ګټو سره مطابق او یا تر ډېره مطابق روان دي.

له همدې ځایه اردوګان په سوریه کې غواړي مسایل پخپله طریقه سولې او د سوریې ملت د متحد پاتې کېدو خوا روان کړي.

که پرون د مصر اردو د امریکا او سعودي عربستان لپاره ایله جار رول نه و اداء کړی او د اردوګان ترڅنګ دغه مخکښ مصر د مُرسي په رهبرې کې حضور درلودلای، خلیج او منځنی ختیځ به داسې بې ثباتۍ ته نه و راکوز شوی او خلیج او سعودي ته به ټرمپ دا دړکه نه ورکوله چې که امریکا له سیمې لاړه شي، تاسې دوه هفتې هم دوام نشئ کولای.

نن له سوریې څخه تښتېدونکې امریکا د خلیج او خلیجي دوستانو د روحیې او مورال په خاطر د امریکا لویه کښتۍ راروانه کړې او عربان دغې لویې کښتۍ ته سترګې په لاره دي او له دې څخه اوس یو سیاسي فلم جوړ شوی دی.

په دې خاطر چې د اخوان المسلمین په بې رولۍ کې سعودي سیمه ټوله د هغه ایران د مداخلو میدان کړه چې سعودي پکې پرون په بې تدبیرې یمیني شیعه ګان د سنیانو پر ضد څرب کړل.

یوه لنډه پرتله

په دې کې هېڅ شک نشته چې په اسلامي نړۍ کې ډېرو ډلو سیاسي ماته په دې معنی وخوړه چې په دغو ډلو کې زیاتو په خپلو کې او له خپلو حکومتونو سره په بې تدبیرۍ اخته شوې او ډېرو ډلو د همدې غلط سیاست له مخې امریکا ته مخه کړه او ټوله سیمه یې مداخلو او اشغال ته وسپارله، ولې دا چې په روان جنګي محشر کې امریکا ناکامه ده او د امریکا په پناه کې پاتې حکومتونه پخپل وار د بې ثباتۍ ښکار دي او ملتونه له دغو حکومتونو او پکې د سېکولرو له رول څخه، لکه د شلمې پېړۍ د سر په شان چې په ترکیه، ایران او افغانستان کې ناراض وو، ناراض دي. د ملتونو د بې باورۍ همدا تش سیاسي دهلیز بیا هم کېدای شي د دویم ځل لپاره د اسلامپالو د رول لپاره یو ښه چانس شي؛ خو نه په دې معنی چې دغه زړې ډلې به پکې په همدې تروټه دعوت کې د مثبت رول لپاره چانس پیدا کړي، بلکې په دې معنی چې د ۲۱ مې  پېړۍ د دویمې نیمایي مخکې ـ مخکې کېدای شي په دې هېوادونو کې لکه د اربکان د ډلې په بستر کې چې هوښیار اردوګان راوټوکېده او د مجاهدینو په بستر کې چې طالب راوټوکید، او یا د یوه بې ټکره دعوت په موخه د افغان ځوانانو لخوا چې د جمعیت اصلاح دعوتي ټولنه راوټوکېدله داسې به په یو بل تحول او چانس کې په عربي سیمه او زمونږ په ګاونډ کې یا همدا طالب او مجاهد د خپلو خلکو په متن کې په یو اېتلاف کې ننوځي او که طالب لږ زیات سیاسي او هوښیار شي، په افغانستان کې به اسلامپالان د امریکا پر وتلو پر خپل اتحاد لکه د شوروي د ماتې د چانس په شان د تېرو اشتباوو د تلافي کولو  امتیاز واخلي او له سره به په افغانستان کې اسلامپالان، مجاهدین او طالب مطرح شي او خپل اغېز به نږدې پاکستان، ایران او ان عربي سیمې ته وغځوي.

دا هم د یوې تجربې په حیث لوستونکو ته وړاندې کړو چې روان لوی اخ و ډب د ذهنونو په بدلون کې ژور اغېز لري، په تېره بیا د هغوی لپاره چې واقعاً تحول او مسایلو ته لږ په ژور نظر ګوري. د مثال په توګه د حامد ابراهیمي صېب په روایت په اروپا کې جوماتونو ته ډېری د هغو کسانو زامن ځي چې پرون یې پلرونه د مجاهدینو  مقابل طرف و او همدغه ځوانان په سېکولره اروپا کې له یوه ږیرور یا نسبي ملا څخه د دین او مذهب پوښتنه کوي او له بده مرغه برعکس د مجاهدینو او قومندانانو زامن چې اروپا ته دایمي یا مؤقت راځي د هغوی زیاته برخه په نایټ کلبونو او قمارخانو کې جذبېږي. دا که رښتیا هم په یوه ژوره پرتله کې وغورځوو، نو د اول ټیم ځوانان د خپلو پلرونو غلطۍ او په اوس مهال له امپریالېزم سره د هغوی د پلرونو د مقابل طرف د ځینو جنګ او جګړو دغه ځوانان ژور سوچ ته ودرول او هغه مقابل یې چې خپل پلرونه په یوه بې محتوا فتحه کې فاتح او دوی یې ځان میراث خواره ګڼي، هغوی یې دغه سطحي ابتذال ته وروغورځول.

اسلام په معینو اشخاصو او مشخصو ډلو ولاړ دین نه دی. د عربانو له اول نسل څخه وروسته څومره چې اسلام  عجمو (غیر عرب) په فکري او سیاسي لحاظ پاللی دی، هومره عربانو نه دی پاللی.

دا ټول له دې څخه منشاء اخلي چې په دې دین کې علمي ټولنیز او سیاسي ارزښتونه او ثوابت د هغه مسیر ټاکي.

په شلمه پېړۍ کې چې هابل پخپله رصدخانه کې په نارامۍ  لګیا و چې د کائناتو ورځ زیاتیدونکی وسعت کشف او د فضائي معلوماتو برخه کړي، ۱۴ پېړۍ مخکې په مکه کې د ابوطالب یتیم ته جبرایل امین د وحیې په ژبه ویلي وو :

والسماء بنیناها باید وانا لموسعون

(مونږ پخپلو لاسونو اسمانونه جوړ کړل او نور یې هم پسې پراخوو)

همدا حقایق دي چې د اسلام لپاره سړي، قومونه، ولاوې؛ ټولې پېړۍ په پېړۍ، تحول په تحول پیدا کوي.

داسې به په یو بل تحول او چانس کې په عربي سیمه او زمونږ په ګاونډ کې یا همدا طالب د خپلو خلکو په متن کې نوې ډلې او پرګنې په یو اېیتلاف کې ملګري کړي او که طالب لږ زیات سیاسي شي او دغو سیاسي مسلمانانو سره تفاهم او روابطو ته تن ورکړي هغه چې پرون یې دفاع ته اړ کړي، کېدای شي دغه ټول په شرق کې مؤثر ځواکونه یوه اتحاد ته ودروي او له چین، روسیې سره مسلمانان داسې بلاک جوړ کړي چې د چین د دېوال په شان به د ټولې اسیا دروازې د غرب پر مخ قلف کړي او دا به پکې د چین د دیوال دویمه کاپي وي چې په عکاسۍ کې به نه لېدل کېږي خو اغیز به یې د هغه سل برابره وي. اسلامي ملتونو په تېره کې ثابته کړې چې هغوی د نسبي اصلح پر خوا د تللو ښه تجربه او استعداد لري.

پای

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچینې

[2]  سړه جګړه د امریکا او شوروي اتحاد او ملګرو ترمنځ یې جیوپولیټیکي او اډیالوژيکي اختلافات وو، چې له ۱۹۴۶ کال څخه پېل او تر ۱۹۸۹ کال پورې یې دوام وکړ.

[3]دوه قطبه نړېوال نظام هغه دی، چې کله د نړۍ ډېری اقتصادي، نظامي، سیاسي، کلتوري او ډيپلوماتیکې اغېزې د دوو هېوادونو په لاسونو کې وي. د دغه نظام عمده بېلګه د سړې جګړې پرمهال د امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد دي.

[4]په دې تړاو د امریکايي نامتو مفکر سامویل هنتنګټن نظریه د تمدنونو ترمنځ جګړه د پاملرنې وړ ده. سامویل هنتنګتن دغه اصطلاح او نظریه په لومړي ځل د یوې لیکنې په توګه رابرسېره کړه او بیا یې ورته کتابي بڼه ورکړه. ده په دغه لیکنه او نظریه کې د فوکویاما د تاریخ پای نظریه رد کړه او ویې وویل، تاریخ خپل پای ته نه دی رسیدلی او نه غربي ډيموکراسۍ تلپاتې سوبه ترلاسه کړې، بلکې د سړې جګړې پر ختمېدو به تمدني جګړې پېل کېږي. د ده په اند په نړۍ کې څو ځانګړي تمدنونه دي او په یوویشتمه پېړۍ کې به د دغه تمدنونو ترمنځ جګړې کېږي. د غربي تمدن سره به د اسلامي تمدن او چینايي تمدن جګړې نښلي. دغه هغه څه و، چې په اسلامي او چینایي نړۍ کې یې مفکرین اندېښمن کړل. په دې تړاو وګورئ په فارن آفئیرز کې د ده لیکنه:

https://www.foreignaffairs.com/articles/united-states/1993-06-01/clash-civilizations او کتاب  Samuel Huntington, The Clash of Civilizations and the Remaking of World Order, New York: Simon & Schuster, 1996

[5]  اولیفر روی فرانسوي لیکوال او څېړونکی دی، چې پر اسلامپالو یې ډېرې لیکنې کړي. دلته لیکوال د اولیفر روی مشهور کتاب «د سیاسي اسلام ماتې» ته اشاره کوي.

[6] د بیزنتین امپراتورۍ ته ختیځه رومي امپراتوري هم وايي. دغه امپراتورۍ په ۳۳۰ میلادي کال کې پېل او ۱۴۵۳ میلادي کال یې دوام وکړ.

[7]عثماني امپراتورۍ یو له هغو ځواکمنو امپراتوریو ده، چې تر ډېره یې دوام وکړ. د دغه امپراتورۍ بنسټ په ۱۲۹۹ کال کې کېښودل شو او تر ۱۹۲۲ کال یې دوام وکړ. عثماني امپراتورۍ د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پر ختیځې اروپا تر ۶۰۰ کلونو پورې واکمني وکړه.

[8]سلطان محمد فاتح د عثماني خلافت سلطان و، چې واکمني يې د ۱۴۴۴ کال څخه تر ۱۳۴۶ او بیا له ۱۴۵۱ کال څخه تر ۱۴۸۱ کال پورې غځېدله. سلطان محمد فاتح لومړنی مسلمان و، چې قسطنطنیه یې ونیوله او نوم يې پرې اسلام بول کېښود (وروسته استانبول شو). د سلطان محمد فاتح د قسطنطنیې فتح په تړاو هم، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وړاندوینه کړې وه.

[9] د چنګیز خان یرغل ته اشاره ده، چې ډېری اسلامي نړۍ یې تر خپل یرغل لاندې ونیوله.

[10]د عثماني خلافت بنسټ اېښودونکي عثمان غازي ته اشاره ده، چې له ۱۲۹۹ کال څخه یې تر ۱۳۲۳ کال پورې يې سلطنت وکړ.

[11]ټي ایچ لارنس  چې یو انګلیسي لرغون پېژندونکی، نظامي آفسر، ډيپلومات او لیکوال و، د لومړۍ نړېوالې جګړې پرمهال د عثماني خلافت پرضد د عربانو بغاوت ته لاره هواره کړه.

[12]آل سعود د عبدالعزیز بن عبدالرحمان آل سعود ته اشاره ده، چې د سعودي عربستان لومړی بادشاه او بنسټ اېښودونکی بلل کېږي. ده په لومړي ځل په ۱۹۰۲ کال کې ریاض ونیوه او په تدریج یې د سعودي نورې سیمې هم له عثماني خلافت او د مکې شریف څخه ونیولې.

[13]د مکې شریف حسین بن علي ګڼل کېږي. دی په خټه هاشمي و، له ۱۹۰۸ کال څخه تر ۱۹۲۴ کال پورې يې د مکې شریف او امیر و، او له ۱۹۱۶ کال څخه تر ۱۹۲۴ کال پورې د عربي هېوادونو بادشاه هم و.

[14]د سایکس پیکوټ تړون په ۱۹۱۶ کال کې د انګلستان، فرانسې او په لږه کچه د ایتالیې او روسیې ترمنځ یو پټ تړون و، چې له مخې يې د عثماني خلافت پر ماتېدو د ځمکو پر وېشلو او د اغېزو پر سیمو راڅرخېده.

[15]

[16] په دې اړه د هند په لویه وچه کې د «تحریک خلافت» خوځښت د یادولو وړ دی، چې د خلافت د ژغورلو په تړاو یې هلې ځلې وکړې.

[17]په مسکو کې هغه ناستې ته اشاره ده، چې افغان سیاسیون له افغان طالبانو سره خبرو ته کښېناستل. دغه ناسته په ۲۰۱۹ کال کې ترسره شوه. استاد محمد زمان مزمل هم د دغې ناستې یو غړی و.

[18]د بُن لومړۍ ناستې ته اشاره ده، چې د افغان طالبانو د امارت د ړنګېدو پرمهال د جرمني په بُن ښار کې ترسره شوه، او په پایله کې يې حامد کرزی د هېواد موقت ولسمشر وټاکل شو. خو په دغه ناسته کې افغان طالبان او د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې غړي نه و رابلل شوي.

[19]رنېسانس د اروپا په تاریخ کې هغه پړاو ګڼل کېږي، چې د تیارو دورې وروسته پېل شو (په تېره بیا په څوارلسمه پېړۍ کې او تر ۱۷مې پېړۍ یې دوام وکړ). په دغه پړاو کې اروپايي کلتور، هنر، سیاست، اقتصاد او علومو بیا احیاء وشوه. د دې ترڅنګ د رنېسانس پړاو د تورې دورې او مډرنېزم دورې ترمنځ د یو انتقالي دورې په توګه هم یادېږي.

[20] لایک سېکولران فرانسوي سېکولرانو ته وايي، او د مذهب په اړه د سېکولرانو په پرتله نرم دریځ لري.

[21] امام حسن البناء د اخوان المسلمون اسلامي تحریک بنسټ په ۱۹۲۸ کال کې کېښود او د اسلامپالنې خوځښت د یو سرلاري په توګه یادیږي.

[22]امام مودودي اسلامي مفکر، مفسر او لیکوال دی، چې د اسلامپالنې په تړاو یې ډېر څه لیکلي. ده هم د هند په لویه وچه کې د جماعت اسلامي بنیاد کېښود.

[23]جمال عبدالناصر د مصر دویم ولسمشر و، چې له ۱۹۵۴ کال څخه تر خپل مرګه (۱۹۷۰) يې پر مصر واکمني وکړه. ده د ۱۹۵۲ کال کودتا رهبري کوله.

[24]انور سادات د مصر درېیم ولسمشر و، چې له ۱۹۷۰ کال څخه تر ۱۹۸۱ کال پورې يې په مصر واکمني وکړه. دی د یو اسلامپال له خوا له دې کبله ووژل شو، چې اسراییل یې بې له کوم قېده او شرطه په رسمیت وپېژنده.

[25]حسن الهضیبي د اخوان المسلمین دویم مرشد عام و، چې د حسن البناء له وژل کېدو وروسته وټاکل شو او تر ۱۹۷۳ کال پورې په دغه منصب پاتې شو

[26]د عین جالوت هغې تاریخي جګړې ته اشاره ده، چې په ۱۲۶۰ کال د مصر مملوکو د چنګېز خان مغولو ته پکې ماتې ورکړه، او له همدې ځایه نور د مغولو د ماتو لړۍ پیل شوه.

[27]صدام حسین د عراق د البعث ګوند انقلابي رهبر و. دی له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۲۰۰۳ کال پورې د عراق ولسمشر پاتې شو.

[28]دلته د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو ته اشاره ده.

[29]عربي پسرلی هغو حکومت ضد مظاهرو او قیامونو ته ویل کېږي، چې په ۲۰۱۰ کال کې په شمالي افریقا او منځنی ختیځ کې وشول. د دغو مظاهرو له کبله د یو شمېر هېوادونو مشرانو استعفاوې وکړې. او په نوو ټاکنو کې اسلامپالو بریا ترلاسه کړه.

[30]محمد مُرسي د مصر پنځم ولسمشر خو لومړنی هغه ولسمشر دی، چې د پاکو، رڼو ټاکنو وروسته د ځواک په ګدۍ کېښناست. دی له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د مصر ولسمشر و.

[31]  سید قطب مصری لیکوال، مفسر او مفکر و او د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو پرمهال د اخوان المسلمون له مشرانو څخه یو و. وروسته په ۱۹۶۶ کال کې د مصر د ولسمشر جمال ناصر له خوا اعدام شو.

[32] د سردار محمد داوود خان د سرطان کودتا ته اشاره ده.

[33] د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومې ته اشاره ده (د افغانستان پخواني ولسمشر سردار داوود خان پرضد د کمونستانو خونړۍ کودتا، چې له کبله یې داوود خان او د کورنۍ ۱۸ غړي یې د دغه کودتا په لړ کې شهیدان شول).

[34] په دې تړاو وګورئ د هالنډ د یوې محکمې له لوري د ۵۰۰۰ هغو کسانو لېست چې د ثور له کودتا وروسته شهیدان کړای شوي دي. وګورئ په هشت صبح ورځپاڼه کې دغه لېست:
https://8am.af/x8am/1392/06/27/revealed-agsa-mass-killing-names/

[35]  د وثني عقیدې څښتنانو د طبیعت عبادت کاوه او د بېلګې په توګه باور یې درلود چې همدا طبیعي ماده معبود دی، همدا راز په ډېرو معبودانو یې باور درلود.

[36] د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق (رض) ته اشاره ده.

[37]  د یرموک جګړې فاتح خالد بن ولید (رض) ته اشاره ده.

[38]  برکه د هلاکو خان لمسی او د چنګیرخان کړوسی و، چې وروسته مسلمان شو.

[39]  تیکودار د هلاکو خان زوی او د چنګیر خان لمسی و، چې وروسته مسلمان شو.

[40] اولیجاتو د ارغنون زوی، د هلاکو خان لمسی او د چنګیرخان کړوسی و، چې وروسته مسلمان شو.

[41]  محی الدین محمد، یا اورنګزیب او یا عالمګیر په هند کې د مغولي سلطنت شپږم امپراتور و، چې په ټول هندوستان یې تقریباً ۴۹ کلونه واکمني وکړه. د ده د واکمنۍ پرمهال د مغولو سلطنت عاید د فرانسې څوارلسم  لویس په پرتله لس چنده زیات و. دغه راز د عالمګیر په دوره کې هند په لومړي ځل له چین څخه په اقتصادي برخه کې مخکې شو.

[42]  د بارلیف کرښې ته اشاره ده. د بارلېف کرښه د اسراییلو له خوا د پوستو هغه ځنځیر و، چې د سویز کانال په ختیځه برخه کې یې هغه مهال جوړ کړ، چې کله د ۱۹۶۷ کال په شپږ ورځنۍ جګړه کې یې له مصر څخه د سینا سیمې ونیولې. وروسته د ۱۹۷۳ کال په جګړه کې مصر د انور سادات په مشرۍ بېرته خپلې دغه سیمې ترلاسه کړې او داسې د بارلیف کرښه هم ورسره ړنګه شوه.

د PDF بڼې لپاره

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *