د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ نوبتي ناسته تر سره شوه

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ نوبتي ناسته د روان کال د تلې/میزان میاشتې په ۲۳ مه نېټه د مرکز د غونډو په تالار کې د علمي بورډ د مشر دکتور مصباح الله عبدالباقي تر ریاست لاندې جوړه شوه.

د مرکز رئیس استاد نصیر احمد نویدي د مرکز د تېرو درېیو میاشتو دکارونو راپور په تفصیلي ډول د بورډ له غړو سره شریک کړ.

په یاده ناسته کې، د مرکز د تېرو درېیو میاشتو د کارونو او فعاليتونو راپور په هر اړخيز ډول و ارزول شو، او د تر سره شویو کارونو ستاینه وشوه، همدا ډول د راتلونکو درېیو میاشتو د پلان د غني او بهتر عملي کولو په موخه لازمې سپارښتنې او وړانديزونه وشول.

همدارنګه د مرکز د کارونو د لاښه‌والي لپاره د علمي بورډ د غړو لخوا لازمې مشورې د مرکز مشرتابه ته ورکړل شوې، د مشرتابه له لوري یې ستاینه وشوه او د پلي کېدو ډاډ یې ورکړ.

1 دیدگاه برای «د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ نوبتي ناسته تر سره شوه»

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *