افغانستان کې درمل جوړونه؛ فرصتونه او ستونزې

د بي بي سي د وروستي راپور پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، افغانستان د درمل جوړونې په برخه کې د ځان بساینې خوا ته ښه پرمختګونه کړي. او پر وینا یې اوس په کور دننه یو شمېر د درمل جوړونې کارخانو په کار پیل کړی چې تر یوې اندازې یې د ځان بساینې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لرلي دي. دا چې په هېواد کې درمل جوړونې تر کومې اندازې پرمختګ کړی، د داخلي درملو کیفیت څنګه دی؟ او په هېواد کې د درمل جوړونې پر وړاندې فرصتونه او ستونزې کومې دي؟ په دې تحلیل کې پرې لیکنه شوې.

هېواد کې د درملو عمومي وضعیت ته ځغلنده کتنه

د راپورونو پر بنسټ د پلازمینې په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د بې کیفیت درملو شتون خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، او په زیاتره درملتونونو کې تاریخ تېر درمل او یا هغه درمل چې کیفیت یې خورا ښکته وي، پلورل کېږي. د مسلکي کسانو لږوالی، په هېواد کې د درمل جوړونې کارخانو کمښت، د عامې روغتیا په ګډون د اړوندو اداره سره د درملو کیفیت معلومولو په برخه کې د پرمختللیو وسائیلو نه شتون، له غیر قانوني لارو د درملو واردول او له بهرنیو هېوادونو څخه د درمل جوړولو لپاره د خامو موادو رالېږد ستونزې هغه لاملونه دي چې هېواد ته یې د بې کیفیت درملو په رالېږد کې مرسته کړې ده، او په دې توګه یې پر افغان ډاکټرانو یې هم د خلکو بې باوري زیاته کړې ده، چې زیاتره هېوادوال د اقتصادي ستونزو لرلو سره بیا هم کوښښ کوي، ترڅو نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه ولاړ شي. خو واقعیت دادی چې تر یوې اندازې اصل ستونزه د مسلکي ډاکترانو په شتون کې نه، بلکې تر ډېره د ښه کیفیت لرونکو درملو په نه شتون کې ده. افغان دولت د شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې تر یوې اندازې کوښښ کړی ترڅو تاریخ تېر او بې کیفیت درمل کنټرول کړي، چې د هېواد په ډېرو سیمو کې یې د تاریخ تېر درملو راټولونې کمپاینونه هم په لاره اچولي او هغه درملتونونه چې بې کیفیته او تاریخ تېر درمل پلوري تړلي دي. د معلوماتو له مخې هېواد ته هر کال د650 میلیونو ډالرو په ارزښت درمل واردیږي، په داسې حال کې چې د واردو شویو درملو کیفیت هم تر ډېره د ډاډ وړ نه وي.

د درملو اړتیا او کیفیت

په افغانستان کې د درملو  % 95 سلنه اړتیا له واردونکو درملو څخه پوره کېږي، چې تر ډېر له پاکستان، بنګله دیش، ایران، خلیجي هېوادونو، هندوستان او اروپايي هېوادونو څخه واردیږي. خو که په ټولیزه توګه وکتل شي افغانستان ته دوه ډوله درمل واردیږي، یو ډول هغه چې ښایي کیفیت ښه وي، مګر د عامې روغتیا د واردونکو درملو لست کې شتون نه لري، د بېلګې په توګه د سرطان ناروغۍ درملنې درمل چې تر ډېره د قاچاقي لارو هېواد ته رالېږدول کېږي او د روغتیا په برخه کې اړوندې ادارې باید هغه درمل چې هېواد کې یې اړتیا لیدل کېږي باید د واردونکو درملو په لست کې ور زیات کړي، ترڅو واردونکي شرکتونه یې په را واردولو کې مرسته وکړي. بل ډول هغه درمل دي چې د روغتیا وزارت په واردونکو درملو کې شتون لري، مګر د انسان ژوند ضد کړیو لخوا په قاچاقي لارو لکه د هېواد ختیځو او سویلي سیمو له لارو په اسونو او قچرو د پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېږي، او د غیر قانوني لارو څخه هېواد ته د دې ډول درملو راوړونکي هڅه کوي، چې بې کیفیت او آن دا چې لومړی په یاد هېواد کې تاریخ تېر درمل وپیري او بیا ورته د نویو نېټو او تاریخونو ورزیاتولو سره نوي لېبلونه او پاکټونه جوړ او په دې توګه یې هېواد ته د غیر قانوني لارو څخه راولېږدوي. او بلخوا په کور دننه د درملو جوړولو کارخانې د دې جوګه نه دي ترڅو د اړتیا وړ ټول درمل جوړ کړي.

د درمل جوړونې داخلي کارخانې

که څه هم افغان دولت د بي آر اس په نوم یو بهرني شرکت سره د روغتیايي خدمتونو او درمل جوړولو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړی، د روغتیا وزارت د راپورونو پر بنسټ تر اوسه ۵۶ داخلي درمل جوړونکو کارخانو د درملو جوړولو په برخه کې کاري اجازه لیکونه ترلاسه کړي، یو شمېر یې تر دې دمه د خپلو ساختماني کارونو بوخت دي او یو شمېر کارخانې چې شمېر یې 45 ته رسیږي په کابل، هرات، ننګرهار، قندهار او مزار شریف ولایتونو کې په عملي توګه په درمل جوړولو بوختې دي. په دې لړ کړې په افغانستان کې د سیریوم جوړونې کارخانه چې د کورنیو جګړو پر وخت ویجاړه شوې، ساختماني کارونه یې پیل شوي او تمه ده چې په راتلونکو څو کلونو کې به رسماً فعالیت شروع کړي.

د درمل جوړولو کارخانې که له یوې خوا سترې پانګې اچونې ته اړتیا لري، بلخوا د افغانستان په څېر هېواد کې ښایي د اوږد مهالې ګټې ترلاسه کولو لپاره ښه پانګونه وي. ښکاره ده چې هېواد څو لسیزو جګړو ځپلی او درمل هغه څیز ده، چې تل پاتې استعمال لري، او په دې برخه کې پانګه اچونه هیڅګله بې ځایه نه شي ګڼل کېدای. که څه هم امنیت، خام مواد، مسلکي بشري ځواک او برېښنا ښایي هغه بنسټیزې ننګونې وي، چې تر دې دمه یې د درمل جوړولو په برخه کې د پانګې اچوونکو مخه تر یوې اندازې ډب کړې، مګر د یادو ننګونو سربېره د معلوماتو له مخې داخلي پانګه وال تر ډېره کوښښ کوي، چې په یاده برخه کې خپلې پانګې وکاروي، د بېلګې په توګه په وروستیو کې په قندهار ولایت کې د درملو جوړولو په برخه کې د سترې پانګې اچونې خبرونه مخې ته راغلل چې د سیمې په سطحه به یې بېلګه شتون و نه لري. د یوناني درملو تولید او جوړونه چې د ډېرې پخوا زمانې څخه په هېواد کې دود ده، هم تر یوې اندازې د خلکو اړتیاوو ته مثبت ځواب ویلی، خو په دې برخه کې بوخت کسان  د خامو موادو نه شتون څخه سر ټکوي، او ښایي د هېواد په داخل کې د طبیعي بوټو شتون  زیات وي، دا چې د مسلکي کسانو او عصري وسائیلو شتون له سختو ننګونو څخه ګڼل کېږي، نو د یوناني درملو تولید یې هم په واردونکو خامو موادو تکیه کړی.

پایله

هر هېواد هڅه کوي ترڅو کیفیت لرونکې درمل جوړ کړي ترڅو خلک یې د ناروغیو مخنیوي لپاره وکاروي، او له بلې خوا درمل جوړول یې د صادراتو په لوړوالي کې ښه ونډه ولري. د افغانستان په څېر هېواد چې په طبیعي توګه په سیمه کې مرکزي موقعیت لري، کېدلی شي د درمل جوړونې په برخه کې پانګه اچونه به نه یوازې د خپلو خلکو د درملنې لپاره ښه ثابته شي، بلکې هغه 650 میلیون ډالر چې هر کال د درمل رانیولو په موخه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي هم راښکته شي چې ځای به یې په راتلونکې کې د درملو صادرات ونیسي او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره باید افغان دولت د کورنیو پانګه والو لا هڅونې په موخه د ځمکو او وړیا قرضې ورکولو تابیا ونیسي او په هغو خامو موادو چې درمل جوړونکې ورڅخه په داخل کې په درمل جوړولو کې کار اخلي مالیه ښکته کړي.

بلخوا زیاتره هېوادوال داخلي درمل نه کاروي، که چېرته دولت د درملو کیفیت معلومولو پرمختللیو وسائیلو په رانیولو کې لازمه بېړه وکړي او د داخلي درملو په اړه ډاډ ور کړي، نو لرې نه ده چې هېوادوال د عامه پوهاوي له لارې د بهرنیو درملو پر ځای خپل کورني درمل وکاروي، او دا کار د درمل جوړونکو کارخانو په اقتصادي برخه کې ملاتړ او په ټوله کې د هېواد په اقتصادي برخه کې ښه اغېزمن واقع کېدلی شي. همدا ډول دولت باید د هغو کورنیو او داخلي شرکتونو سره د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي چې د درمل جوړولو په برخه کې یې فعالیت شروع کړی. د دې لپاره چې افغانستان په اوږد مهال کې د درملو په برخه کې ځان بساینې خوا ته ولاړ شي، افغان دولت باید د درمل جوړولو مسلکي کسان وروزي او دا کار بهرنیو هېوادونو ته د درمل جوړولو په برخه کې د ځانګړیو شویو تعلیمي سکالرشپونو له لارې د نویو محصلینو لېږل او په افغانستان کې د هغو بهرنیو مسلکي کسانو په ګمارلو سره ترلاسه کېدای شي، چې په یاده برخه کې اوږد مهاله کاري تجربه ولري.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *