د سیمې جیوپولیټیکي بدلونونه او پر افغانستان یې اغېزې (۲۰۱۴-۲۰۱۹ز)

احمد بلال خلیل د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز علمي غړی، او د دغه مرکز د تحلیل ژورنال مسؤل مدیر دی. د افغانستان په بهرني سیاست، معاصر تاریخ، اسلامپالنه، او سیمه‌ييزو جیو-اقتصادي او جیو-پولیټیکو بدلونونو کې لېوالتیا لري.

لنډیز

 افغانستان د منځنۍ آسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ تر منځ پروت دی، او له دغو سیمو څخه په  اقتصادي، سیاسي، نظامي او کلتوري برخو کې اغېزمن دی. همدا لامل دی، چې زموږ هېواد تل د جیوپولیټيکي بدلونونو قرباني شوی.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته، په سیمه کې یو شمېر جیوپولیټيکي بدلونونه رامنځته شول، چې په دغو کې د ایران او لویدیځ ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په تړاو هوکړه‌لیک؛ د خلیج ډيپلوماتیک بحران؛ د سویلي اسیا په تړاو د امریکا تګلاره؛ د چین لویې اقتصادي پروژې؛ په سیمه کې د داعش ظهور او رامنځته کېدل؛ او په خپله د ملي یووالي حکومت وو.

دغو جیوپولیټيکي بدلونونو بیا پر افغانستان دواړه منفي او مثبتې اغېزې وکړې. مثبته اغېزه یې د چابهار بندر تړون او د چین په لویو اقتصادي پروژو کې د افغانستان احتمالي یو ځای کېدل دی. خو په منفي اغېزو کې بیا د مسکو له‌خوا د متبادلې سولې پروسې پېلول؛ له افغان طالبانو سره د سیمه‌ییزو هېوادونو مرستې او د ډيپلوماسۍ لوړ پرواز؛ د افغان ولسمشر اشرف غني د تروریزم پر ضد د رامنځته کېدونکې سیمه‌يیزې اجماع پاشل کېدل؛ او په هېواد کې خرابېدونکی امنیتي وضعیت شامل دي.

کیلي: افغانستان؛ سیمه؛ جیوپولیټيک؛ دوه قطبه نړۍ؛ څو قطبه نړۍ؛

لومړۍ برخه؛ مقدمه

له سړې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې په سیمه‌ییزه کچه د سړې جګړې د بېرته راګرځېدلو بحث د بل هر وخت په پرتله تود شوی. همدا لامل دی، چې د ډېرو په اذهانو کې پوښتنې منځ‌ ته راځي، چې آیا زموږ سیمه د امریکا او د چین-روسیې تر مشرۍ لاندې پر دوو بلاکونو وېشل کېږي؟ او که نه؟

په تاریخي توګه دا لومړی ځل نه دی، چې زموږ سیمه د دوو نړېوالو ځواکونو د رقابت له کبله پر دوو بلاکونو وېشل کېږي. دوه نیمې لسیزې وړاندې تېره شوې «سړه جګړه» په دې تړاو وروستۍ هغه بېلګه وه، چې د شوروي تر مشرۍ لاندې کمونیستي نړۍ او د امریکا تر مشرۍ لاندې کاپیټالیستي نړۍ له یو بل سره په رقابت کې وو او د دوی دا رقابت د امپراتورېو په هدیره (افغانستان) کې اخر پای ته ورسېد او له کبله یې نړۍ نوره د امریکا تر مشرۍ لاندې یوه قطبه نړۍ شوه.

دغه مقاله په څلورو برخو وېشل شوې. په لومړۍ برخه کې یو شمېر هغو بېلګو ته اشاره شوې، چې په بېلابېلو پړاوونو کې د سیمې جیوپولیټيکي اغېزې پر افغانستان ښيي. په دویمه برخه کې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې په سیمه‌ییزه کچه د سیمو هېوادونو پر خپل منځي اړیکو راڅرخېږي. درېیمه برخه بیا د سیمې وروستي جیوپولیټيکي بدلونونو ته ځانګړې شوې ده. په وروستۍ برخه کې بیا پر افغانستان د وروستېو جیوپولیټيکي بدلونونو اغېزې بیان شوي دي.

جیوپولیټیک؛ پېژندنه

د جیوپولیټیک اصطلاح په لومړي ځل په ۱۸۹۹ز کال کې د سویډني سیاسي علومو کارپوه روډالف کجیلین (Rudolf Kjellén) له خوا وکارول شوه. وروسته بیا دغه اصطلاح عامه او د نړېوال سیاست او سیاسي علومو یوه مهمه برخه وګرځېدله.[3] جیوپولیټيک د دوو یوناني لفظونو مجموعه ده: جیو (geo) او پولیټیک(politike). جیو د ځمکې یا خاورې معنی ورکوي او پولیټيک بیا د سیاست.[4]

که څه هم د نړېوالو اړیکو کارپوهان او یو شمېر ادارې جیوپولیټیک تر ډېره د خپل لیدلوري له مخې تعریفوي. خو تر اوسه یو جامع تعریف نه لري. دلته به موږ د جیوپولیټیک په تړاو د یو شمېر قاموسونو، دایرة المعارفونو او د نړېوالو اړیکو د کارپوهانو تعریفونه وړاندې کړو.

قاموسونه

د اکسفورډ انګلیسي قاموس د جیوپولیټیک تعریف په ډېره مختصره توګه کوي. د دې قاموس له مخې، «جیوپولیټیک؛ د جغرافیاوي فکټورونو له کبله د سیاست په تېره بیا د نړېوالو اړیکو اغېزمنتیا ته وايي».[5]

د پینګوېن د نړېوالو اړیکو قاموس جیوپولیټیک بیا داسې تعریفوي، چې له کبله یې موږ په نړېوالو اړیکو کې د پېښو تحلیل، ارزیابي او؛ ان راتلونکی هم بیانولای شو. دا قاموس لیکي: «جیوپولیټيک د بهرني سیاست او تګلارو د مطالعه کولو یو مېتود دی، چې له کبله یې موږ د جغرافیاوي متغیراتو له لارې پر نړېوالو سیاسي چلندونو پوهېږو، تشریح کولای یې شو او؛ ان یې په تړاو  وړاندوینه هم کوو».[6]

د مرېم ویبسټر قاموس د جیوپولیټيک په تړاو بیا درې تعریفونه وړاندې کوي؛ خو د جغرافیاوي متغیراتو ترڅنګ اقتصاد او ډيموګرافي هم په جیوپولیټيک کې دننه کوي. د دې قاموس په اند:

  1. «پر سیاست او د یوه هېواد پر بهرني سیاست د اغېزو د فکتورونو – په تېره بیا د جغرافیې، اقتصاد او ډيموګرافي – مطالعې ته جیوپولیټيک وايي.
  2. یوه حکومتي تګلاره چې جیوپولیټيک یې رهنمايي کوي؛
  3. د سیاست او جغرافیاوي فکتورونو هغه مجموعه چې له دولت او یا هم له ځانګړیو وسایلو سره تړاو ولري.»[7]

د کېمبرج انګلیسي قاموس بیا جغرافیه له دې پراخ تعبیر څخه په ویستلو د یوه هېواد تر جسامت او موقعیت پورې ځانګړې کوي. دا قاموس د جیوپولیټيک تعریف په دې ټکو کې کوي: «د یوه هېواد د جسامت یا موقعیت هغو اغېزو ته جیوپولیټيک وايي، چې د دغه هېواد پر ځواک او له نورو سره پر اړیکو یې تاثیرات وښيي». او یا هم «هغه سیاسي بوختیاوې، چې د یوه هېواد او یا د نړۍ د یوې برخې له فزیکي مختصاتو څخه اغېزمن شي».[8]

دایرة المعارف

د برېتانیکا دایرة المعارف نه یوازې دا چې د جیوپولیټيک تعریف وړاندې کوي، بلکې د جیوپولیټيک په تړاو د یو شمېر نظریو –مکېنډر نظریه – او له دې اصطلاح څخه اغېزمنې یو شمېر حکومتي تګلارې – په تېره بیا د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د جرمنیانو او جاپانیانو بهرنۍ چارې او د سړې جګړې پرمهال د امریکا د کمونېزم د حصار تګلاره – هم بیانوي. د برېتانیکا دایرة المعارف په اند «په نړېوالو اړیکو کې د ځواک پر اړیکو د جغرافیاوي اغېزو تحلیل ته جیوپولیټيک وايي». دغه راز د دوی په اند په اوسني وخت کې جیوپولیټيک د نړېوال سیاست په تړاو د مترادفې کلیمې په توګه هم استعمالېږي.[9]

د نړېوالو اړیکو پېژندنې په کتاب کې د جیوپولیټيک تعریف په دغو ټکو کې راغلی دی: «پر نړېوال سیاست او نړېوالو اړیکو د جغرافیې (انسان او فزیکي) د اغېزو مطالعې ته جیوپولیټيک وايي».[10]

د نړېوال سیاست د کارپوهانو تعریفونه

که څه هم د جیوپولیټيک په تړاو ډېرو کارپوهانو خپل تعریفونه لیکلي؛ خو موږ دلته د یو څو تنو تعریفونه د موضوع د روښانه کولو په تړاو راوړو.

روډالف کجیلین (Rudolf Kjellén) چې د جیوپولیټيک اصطلاح اختراع کوونکی دی، په لاندې ټکو کې د جیوپولیټيک تعریف کوي:

«د جغرافیاوي ارګانیزم یا په فضا کې د یوې پدیدې په توګه د دولت تئوري ته جیوپولیټيک وايي». په دې تعریف کې دوه مهم ټکي دي، چې هغه پخپله د جیوپولیټيک دوه ټکي هم دي، یعنې ځواک او ځمکه.

وروسته، کارل هوشوفر(Karl Haushofer) چې نظریاتو یې د هټلر جرمني ډېره اغېزمن کړ، د جیوپولیټيک په تړاو وویل: «جیوپولیټيک د دولت نوی ملي ساینس دی، د جغرافیې پر پراخو اساساتو په تېره بیا پر سیاسي جغرافیې ولاړه یوه تیوري ده چې د ټولو سیاسي پروسو مکاني معینیت ښيي. له معینیت څخه موخه دا ده، چې بهرني لاملونه د سیاست اراده کنټرول کړي.

برنارډ کوهېن (BernardC.Cohen) چې پر جیوپولیټيکس یې یو پنډ کتاب کښلی، د جیوپولیټيک په تړاو وايي: «جیوپولیټيک د جغرافیاوي لیدلورو او چاپېریالونو، او د سیاسي پروسو د اړیکو شننې ته وايي. له جغرافیاوي چاپېریالونو څخه موخه جغرافیاوي عنصرونه، نمونې او څو بُعد لرونکې سیمې دي؛ او له سیاسي پروسو څخه موخه هغه ځواکونه دي، چې په نړېواله او سیمه‌ییز کچه نړېوال چلندونه اغېزمن کوي. او سیاسي پروسې بدلېدونکي دي، او دواړه یو بل اغېزمنوي. جیوپولیټيک د دغو اړیکو تاثیرات په نښه کوي.[11]

که په لنډه او عمومي توګه یې ووایو، نو د جیوپولیټيک اصطلاح چې اختراع هم شوه، او وروسته چې بیا د سیاسي علومو د یو شمېر پوهانو له‌خوا پرمختګ هم ورکړای شو او په دې برخه کې یې څېړنې او نظریې هم وړاندې کړې، یا خو پخپله جفرافیه پېژندونکي وو، او یا یې هم د سیاست په تېره بیا د بهرني سیاست او جغرافیې ترمنځ اړیکه په نښه کوله. له همدې ځایه ده، چې موږ وایو جیوپولیټيک یعنې د ځمکې سیاست.

په جیوپولیټيک کې یو شمېر عناصر تر ټولو زیات مهم رول لوبوي، چې په دې کې د یوه هېواد خاوره، سیمه‌ییز موقعیت، طبیعي منابع، ستراتېژيکې نقطې، ځواک (اقتصاد، انساني او نظامي ځواک او نور) راځي.

افغانستان او سیمه‌ییز جیوپولیټيک

په تاریخي توګه افغانستان تل د خپلې سیمې د جیوپولیټيکي بدلونونو قرباني شوی دی. همدا لامل دی، چې د افغانستان اوسنی ولسمشر اشرف غني هم په کراتو په خپلو ویناوو کې وايي، موږ به نور دغه وضعیت بدلوو او خپل جیوپولیټيکي موقعیت به نور په خپله ګټه کاروو.[12]

که څه هم زموږ د بحث موضوع د افغانستان د جغرافیاوي موقعیت ارزښت بیانول نه دي؛ خو بیا هم افغانستان د سیمې په یوه داسې تقاطع نقطه کې پروت دی، چې امریکايي افغان پېژندونکی لویس ډوپري(Louis Dupree) یې د سوداګرۍ (ټرانسشیپمنټ) نقطع ګڼي؛ معاصر انګریز مورخ او فلسفي آرنلډ ټواین( ArnoldJ.Toynbee) بیا د نړۍ نیمې لارې باګرام ته سیخې ګڼي او د زړې نړۍ راتاوېدونکی هېواد یې ګڼي؛ علامه اقبال یې د اسیا زړه ګڼي، میکېنډر یې د خپلې (Heartland) تیورۍ داسې ځای بولي، چې له کبله یې پر نړۍ واکمني اسانه ده؛ دا رنګ یو شمېر نورو فلیسوفانو او مورخانو هم د افغانستان دغه جغرافیاوي موقعیت ته په کتلو په خپلو لیکنو کې اشارې کړي او دا موقعیت یې په ښه توګه درک کړی دی.

د افغانستان د همدې جغرافیاوي موقعیت له کبله ده، چې یو شمېر ستراتېژېستان او جغرافیه پوهان اوس هم لا دې پایلې ته نه دي رسېدلي، چې آیا افغانستان د منځنۍ اسیا برخه ده، که له منځني ختیځ سره تړل شوی او که یا هم د سویلي اسیا نه شلېدونکې ټوټه ده؟ له همدې ځایه وه، چې د سارک په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب پرمهال هم د سویلي اسیا په سازمان کې یو شمېر هېوادونو او مورخینو د افغانستان د بشپړ غړیتوب پرضد همدا بحث راپورته کړ، چې افغانستان خو د منځنۍ اسیا او یا هم د منځني ختیځ هېواد دی، نه د سویلي اسیا! خو د هند د قوي ملاتړ له کبله بیا دا بحث کرار کړای شو او په پای کې افغانستان په ۲۰۰۷ز کال کې په دې سازمان کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

دغه راز له درېیو سیمو سره زموږ د همدې تړل شوي موقعیت له کبله ده، چې د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ پېښې پر موږ ژورې اغېزې ښندي. دا اغېزې له اقتصادي راکړې ورکړې نیولې تر سیاسي، کلتوري، دیني او ایډيالوژيکو ډګرونو پورې پراخې دي.

په اقتصادي برخه کې افغانستان د ورېښمو لارې تر تاثیر لاندې پاتې شوی. د چین له مدنیته پېل شوې د دغې زړې اقتصادي او ترانزیتي لارې، چې ان تر افریقا او اروپا پورې غځېدلې وه، ډېری برخه پر افغانستان تېرېدله. تقریباً د ورېښمو لارې څلور شاخونه پر افغانستان تېرېدل. یو ښاخ به له چین څخه د پامیر او بدخشان له لارې افغانستان ته داخلېده. بل ښاخ به د اوسني تاجکستان له لارې د افغانستان بلخ ته راکوزېده. درېیمه لاره د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ته راښکته کېده او څلورمې لارې له هند څخه منشاء اخیسته او بیا به د پېښور او کندهار له لارې افغانستان ته داخلېدله.[13] هغه مهال د افغانستان اقتصاد په ډېری توګه د همدې زړې اقتصادي او ترانزیتي لارې څخه په مثبته توګه اغېزمن شوی وو. له دې وراخوا، څنګه چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد شو، نو د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو زیاته سوداګري یې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ له هېوادونو سره وه او ده.

په پوځي ډګر کې هم، پر افغانستان پوځي یرغلونه له درېیواړو لورو څخه شوي او که چېرې وروستېو دوو زرو کلونو ته نظر کړو، نو په دې بهیر کې که د نورو سیمو په پرتله پر افغانستان تر ټولو زیات استعماري یرغلونه نه وي شوي، نو له نورو سیمو پرې کم هم نه دي شوي. د مقدوني سکندر اعظم څخه نیولې د چنګېز، تیمور شاه (ګډ تیمور)، مغولو، صفویانو، انګرېزانو، شورویانو او امریکایانو تر بریدونو پورې؛ ټول د افغانستان د جغرافیاوي موقعیت له کبله وه. لومړنېو فاتحینو پر افغانستان له دې کبله بریدونه کول، چې هند ته پر لارې پروت وو او د دروازې حیثیت یې درلود. خو وروستنېو بیا په خپله د افغانستان جغرافیاوي موقعیت ته پاملرنه وکړه او د افغانستان نیول یې د خپلو ګټو خوندي کېدل وګڼل.

په فرهنګي او تمدني ډګر کې هم، افغانستان له منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او سویلي اسیا سره ژورې اړیکې لري. منځنۍ اسیا، چین او جاپان ته د بوداییزم دین په خپرولو کې د افغانستان د بامیانو، ګندهارا، هډې، باګرام او یو شمېر نورو بودایانو رول لوبولی. په سویلي اسیا کې د اسلام د دین په خپرولو کې یې رول هم تر ټولو زیات جوت دی، ځکه په هند کې د افغانانو له‌خوا د اسلام دعوت د دوو لارو وشو: د جهاد او صوفیزم له لارې. د فارسي ژبې په ترویج کې افغان مېشته امپراتوریو رول درلود، او هم د اموي او عباسي خلافتونو پرمهال په اسلامي فقه کې د افغاني علماو رول هم تر یوه ځای منعکس کېږي (په دې تړاو د استاد خلیل الله خلیلي یوه رساله د یادونې وړ ده، چې د هغو لغماني فقهاو په تړاو یې لیکلې، چې په بغداد کې مېشت او نوم یې ویستلی وو). دغه راز د افغانستان پر لرغونو ژبو د هندي سنسېکرت او بودايي او هندي دینونو اغېزې هم تر ټولو زیاتې دي او اوس هم د پښتو په یو شمېر کلماتو کې سنسېکرتي رېښې موندل کېږي. د پښتو او فارسي شعرونو هم د هندي اشعارو اغېزه منلې او هغه شعرونه چې له دغو اغېزو بهره من دي، اوس زموږ په ادب کې د هندي مکتب په نامه یادېږي.

په ایتنیکي (توکمیز) لحاظ هم، افغانستان د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او سویلي اسیا سره ژور تړاو لري. پښتانه، چې د هېواد لوی توکم دی، د سویلي اسیا په هند او پاکستان کې هم مېشت دي. دغه راز تاجک، ازبک او ترکمن هم په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې له خپلو توکمیزو سره ژورې اړیکې لري.

په بل اړخ کې دلته تر ډېره فکري او ایډیالوژيکي خوځښتونه هم له منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او سویلي اسیا پل راوړی. لکه په افغانستان کې د مشروطیت پر غورځنګ د ایران د مشروطیت غورځنګ او په ترکیه کې د ځوانو ترکانو خوځښت اغېزې. د سړې جګړې پر مهال افغانستان ته له منځني ختیځ او سویلي اسیا څخه د اخوان المسلمون او جماعت اسلامي سیاسي او اډیالوژيکي افکارو راتګ. دغه راز له منځنۍ اسیا (هغه مهال شوروي اتحاد) څخه د کمونېزم راتګ او اوس له امریکا څخه د ډیموکراسۍ، بیان ازادي، او کاپیتالیستي اقتصاد (ازاد بازار) سېستم یوازې هغه بېلګې دي، چې له کبله یې زموږ هېواد ترې اغېزمن شوی دی.

دویمه برخه: په سیمه‌ییزه کچه د هېوادونو د خپل منځي اړیکو ارزونه

له سړې جګړې وروسته، د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې یوازینی زبرځواک و، چې د نړۍ په تاریخ کې او د نړېوالو اړیکو په ډګر کې د بې ساري ځواک څښتن و. خو له ۲۰۰۹ز کال وروسته، د امریکا دا ځواک په تدریج په کمېدو شو. په ختیځې اروپا کې د اوکراین او ګرجستان د کړکېچونو او په منځني ختیځ کې د سوريې بحران پر مهال د امریکا کمېدونکی ځواک ټولو ته څرګند شو. له همدې ځایه ده، چې د نړۍ آسیايي مفکرین، په تېره بیا د چین ستراتېژېستان له ۲۰۱۲ز کال راهیسې نړۍ نوره یوه قطبه نه ګڼي. په نړېواله کچه د امریکا متحده ایالاتو دا کمېدونکی ځواک او په بل اړخ کې د چین، هند او روسیې راپورته کېدا د یو ځل بیا لپاره دغه بحثونه تاوده کړي، چې له سړې جګړې وروسته زموږ سیمه یو ځل بیا پر دوو بلاکونو وېشل کېږي؛ خو دا ځل به یې له سړې جګړې سره توپیر دا وي، چې د دغو دوو ګروپونو وېش به پر ایډیالوژيکي کرښو ونه شي، بلکې دا ځل به د وېش تر شا جیوپولیټيک خپل رول ولوبوي.

د همدې بحث په امتداد د نړېوالو چارو یو شمېر شنونکو پاکستان، چین، ایران او روسیه په یو بلاک کې وګڼل او هند، جاپان، او امریکا یې په بل بلاک کې. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخواني سفیر منیر اکرم د هند، افغانستان او ایران ترمنځ د چابهار د ترانزیتي تړون له لاسلیکولو وروسته د یوې مقالې په بڼه دا بحث راپورته کړ. ورپسې جوخت په پاکستاني رسنېو کې دغه بحث لا پسې پراخ کړای شو. په نړېواله کچه هم، په یو شمېر نړېوالو مجلو او تحلیلي ویب‌پاڼو کې هم، د سیمې وېشل کېدا او د دوی ترمنځ د رقابت په تړاو مقالې خپرې شوې.

دا چې زموږ سیمه پر کوم لوري روانه ده، او د دوو بلاکونو د غړو هېوادونو په خپل منځ کې څه ډول اړیکې دي، په لاندې برخو کې ورته اشاره کوو، له هغې وروسته به په سیمه کې د بدلېدونکو جیوپولیټيکي بدلونونو په تړاو سم پوهه شو او هم به په آسانۍ وکولای شو، چې د دغو بدلونونو اغېزې پر خپل هېواد وارزوو:

د پاکستان-روسیې اړیکې

 پاکستان او روسیه د سړې جګړې پرمهال رقیبان وو. خو دا حالت اوس بدلېدونکی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي اړیکې د پراخېدلو پر لور روانې دي. په ۲۰۱۴ز کال کې روسیې له پاکستان څخه بندیز پورته کړ او له روسیې څخه یې د وسلو پېرلو ته اجازه ورکړه. په همدې کال د دواړو هېوادونو ترمنځ په دفاعي او نظامي برخو کې همکاري پېل شوه. له همدې کبله پاکستان په ۲۰۱۵ز کال کې له روسیې څخه څلور ایم آی ۳۵ جنګي چورلکې واخیستې. په همدې کال د پاکستان لوی درستیز راحېل شریف هم روسیې ته په سفر ولاړ. دا د پاکستان-روسیې د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې لومړی ځل و، چې د پاکستان لوی درستیز روسیې ته سفر کاوه.

په ۲۰۱۵ز کال کې روسیې په پاکستان کې تقریباً تر ۲ میلیاردو ډالرو پورې پانګونه وکړه، څو له کراچۍ څخه لاهور ته د غازو یو نل‌لیکه وغځوي. دغه مهال په پاکستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې وې او د پاکستان-چین اقتصادي حوزې ترڅنګ دا پروژه د پاکستان د اقتصادي پياوړتیا په معنی و.

 په ۲۰۱۸ز کال کې روسيې او پاکستان د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې په لومړي ځل پوځي تمرینات پېل کړل.که څه هم دغه ګډ پوځي تمرینات ډېر محدود وو؛ له دواړو خواو څخه تقریباً ۲۰۰ پوځیانو پکې ونډه واخیسته او وړې وسلې پکې وکارول شوې؛ خو بیا هم په سیمه‌ېیزه کچه دا د پالیسۍ د بدلون څراغونه ورکول.

په ۲۰۱۸ کال کې د دواړو هېوادونو سوداګري ۸۰ سلنه زیاته شوه، او دغه راز په دې کال کې د پاکستان او روسیې د لوړ پوړو نظامیانو او د استخباراتو ترمنځ د یو بل هېوادونو ته سفرونه او له یو بل سره کتنې هم زیاتې شوې. د همدې کتنو په پایله کې د ۲۰۱۸ز کال د اګسټ په میاشت کې دواړو هېوادونو په یوه هوکړه‌لیک هم سره سلا شول، چې له مخې به یې روسیه د پاکستان نظامي سرتیري روزي.[14]

له دې وراخوا، روسیې له پاکستان او چین سره یوځای د افغانستان د امنیتي وضعیت او سولې پروسې په تړاو د مسکو پروسه پېل کړه، چې وروسته بیا پکې د سیمې نور هېوادونه هم ور زیات شول.

د پاکستان-امریکا اړیکې

که موږ د پاکستان او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو د تېرو اوو لسیزو تاریخ ته وګورو، نو جوته به شي، چې په دې بهیر کې اسلام آباد-واشنګټن دوه-اړخیزو اړیکو لوړې او ژورې لیدلي. خو یوه خبره پکې حتمي وه، چې د سیاسي ګوندونو د حکومتونو په پرتله دغه دوه اړخیزې اړیکې په پاکستان کې د نظاميانو د حکومتونو پرمهال پياوړې وې. د ایوب خان، ضیاء الحق او جنرال مشرف پرمهال سیاسي اړیکې او له اسلام آباد سره د واشنګټن نظامي او اقتصادي مرستې هم د بل هر وخت په پرتله تر ټولو نږدې او زیاتې وې. خو له تېرو دوو کلونو راهیسې (۲۰۱۶-۲۰۱۸) د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې خړې پړې شوي. امریکا اوس‌مهال په سیمه کې د روسیې د بیا راپورته کېدا او د چین فکټور له کبله هند ته ډېر ارزښت ورکوي. له هند سره یې نظامي اړیکې ډېرې نږدې شوي. د بېلګې په توګه له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د امریکا او هند د دفاع وزیرانو ترمنځ شپږ ناستې شوي او دغه راز په دې وروستیو کې دواړو هېوادونو د نظامي-لوجستیکي هوکړه لیک هم لاسلیک کړ، چې له امله به یې امریکا د هند هوايي هډې د اضطراري حالت په وخت کې استعمالولای شي.

په ۲۰۱۶ز کال کې له پاکستان سره د امریکا نظامي او اقتصادي مرستې له یو میلیارد ډالرو څخه زیاتې نه وې، دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۱ز کال کې امریکا له پاکستان سره ۳.۵ میلیارد ډالره اقتصادي او نظامي مرستې کړې وې او له ۲۰۰۷ز کال راهیسې دا د امریکا لخوا له پاکستان سره تر ټولې کمې مرستې وې.

د ډونلډ ټرمپ د سویلي اسیا په تګلاره کې هم، پر پاکستان توندې نیوکې شوې. د پاکستان لپاره دا د درېیو لاملونو له کبله د اندېښنې وړ وه:

لومړی؛ ډونلډ ټرمپ په مخامخ ډول پاکستان په خپله وینا کې یاد کړ او ویې ویل: «موږ پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ورکوو خو په عین وخت کې دوی هغه چا ته پټنځایونه ورکوي، چې موږ ورسره په جګړه کې ښکېل یو. دا باید ژر تر ژره بدلون ومومي»؛

دویم؛ په افغانستان کې د هند د زیاتېدونکي رول څخه د امریکا او ډونلډ ټرمپ ملاتړ او غوښتنه؛

درېیم؛ په افغانستان کې د امریکا تت او مبهم راتلونکی. ځکه د ټرمپ په وینا د امریکا دښمنان باید د امریکا د پلانونو او تګلارو څخه خبر ونه اوسي.

خو وروسته، چې څنګه امریکا په افغانستان کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له افغان طالبانو سره د سولې خبرې اترې پېل کړې، نو د پاکستان او امریکا اړیکې د ښه کېدو پر لور ولاړې، او ان د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل: «دوه اړخیزې اړیکې د ښه کېدو پر لور روانې دي». د دې ترڅنګ د پاکستاني چارواکو په اند د امریکا ولسمشر د پاکستان ولسمشر عمران خان ته یو لیک هم واستاوه او د افغانستان د سولې په پروسه کې يې ترې مرسته وغوښته. د وروستیو معلوماتو له مخې برېښي، چې پاکستان؛ لکه څنګه یې چې د ۲۰۰۱ز کال پرمهال افغانستان ته د امریکايي سرتېرو له راتګ سره همکاري وکړه، دا ځل به له امریکا سره له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په وتلو کې هم همکاري وکړي.

د پاکستان-چین اړیکې

پاکستان او چین دوه ستراتيژيک ملګري دي. دواړه له پخوا پیاوړې او ښې اړیکې لري. له تېرو څو کلونو (۲۰۱۴-۲۰۱۹) راهیسې دا اړیکې همداسې پياوړې پاتې شوي، بلکې چین پاکستان ته د خپلې ملګرتیا څو ځله امتحانونه هم ورکړي او پکې بریالی شوی هم دی. له همدې ځایه ده، چې د پاکستان ډېری خلک چین ته په درنه سترګه ګوري او چین په پاکستان کې د پياوړي نرم ځواک څښتن دی.

چین په ۲۰۱۵ز کال کې له پاکستان څخه د ورېښمو نوې لارې یوه مهمه برخه تېره کړه او د چین-پاکستان اقتصادي حوزې په نامه یې ونوموله. په دې اقتصادي حوزه کې به چین له ۴۶ میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي، له همدې کبله ده، چې دغه اقتصادي حوزه اوس په سیمه کې د لوبې بدلوونکې پروژې په توګه هم یادېږي. امریکا او هند له دې پروژې څخه په ښکاره مخالفت وکړ او دا پروژه یې له متنازعو سیمو څخه تېرېدونکې وګڼله. په بل اړخ کې د لوېدیځ یو شمېر هېوادونه چې د امریکا له متحده ایالاتو سره نږدې اړیکې لري، هم د چین د ورېښمو لارې ته د شک په سترګه ګوري. د دې پروژې پلي کول یوازې چین ته ګټه ورکوونکې ګڼي او په بل اړخ کې د دې وېرې او اندېښنې هم څرګندوي، چې هسې نه، د دې پروژې تر شا اصلي موخه د نړېوال نظم بدلون وي!! له دې وراخوا، د چین په دې پروژې د قرضې د جال په توګه هم نیوکې کېږي.

چین په ملګرو ملتونو کې د پاکستان لپاره د هند د هغو قراردادونو په لاره کې هم خنډ شو، چې له مخې یې شونې وه، چې د جیش محمود مشر مسعود اظهر د یو تروریست په توګه وپېژندل شي. دغه راز چین د اټومي عرضه کوونکو په ډله کې هم د هند د غړیتوب په لاره کې لوی خنډ واقع شو او له کبله یې هند د امریکا د قوي ملاتړ باوجود په دې ډله کې غړیتوب ترلاسه نه شو کړای. د چین دوه عمده شرطونه وو: لومړی دې هند پر این پي ټي تړون لاسلیک وکړي. دویم، پاکستان ته دې هم په دې ډله کې غړیتوب ورکړای شي.

د پاکستان-افغانستان اړیکې

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د پاکستان له زېږېدو راهیسې بې سارې وې. افغان حکومت په تېره بیا افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته ډېر امتیازات ورکړل، د بېلګې په توګه اقتصادي او ترانزیتي، له هند سره د ثقیلو وسلو رانیولو قرارداد بندول، د نظامي روزنې په موخه پاکستان ته افغان سرتیري استول، له آی ایس آی سره د افغان ملي امنیت هوکړه‌لیک (چې وروسته بیا د افغان حکومت له خوا دا ډول اوازې رد شوې او دا یې د هوکړه‌لیک په تړاو هوکړه‌لیک وګاڼه)، او یو شمېر نور. په عمده توګه د دې امتیازاتو تر شا موخه دا وه، څو پاکستان وهڅوي په ریښتینې توګه په افغان سوله کې همکاري وکړي. خو دغو هڅو یوازې د مري پر خبرو اترو او بې پایلې څلور اړخیزو خبرو اترو منتج شوې.

له تېر یو کال راهیسې (۲۰۱۷ز)، د پاکستان-افغانستان اړیکې د ملي یووالي حکومت د نورو وختونو په پرتله تر ټولو کړکیچنې دي. دغه مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم خونړۍ پېښه هم وشوه، چې له کبله یې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته راستنېدنه چټکه شوه او افغان حکومت هم اوس چمتووالی نیسي، ترڅو خپل ډېری کډوال له پاکستان څخه د (خپل وطن؛ ګل وطن) په غږ بېرته راستانه کړي (په پاکستان کې له افغان کډوالو سره بد وضعیت، د افغان کډوالو پر لور د ځايي خلکو په چلند کې بدلون او په پاکستان کې د دوی تت راتلونکی نور هغه عوامل وو، چې میاشت په میاشت افغان کډوال یې هغه مهال وهڅول، څو هېواد ته بېرته راستانه شي).

له دې وړاندې افغان حکومت پر پاکستان د خپلې ترانزیتي اتکا کمولو په موخه له ایران او هند سره یوځای د چابهار تړون لاسلیک کړ، په دې وروستېو کې یې له چین سره د رېل له لارې سوداګري هم له منځنۍ اسیا څخه پېل کړه او شونې ده چې په نږدې وختونو کې د لاجوردو له لارې له اروپا سره سوداګري پېل کړي. د افغان حکومت لخوا دغه ټول ګامونه د پاکستان له اتکا څخه د وتلو جدي هڅې دي.

د ۲۰۱۸ز کال پرمهال، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په ډېره ټيټه کچه دي؛ ځکه افغان حکومت ځان له پاکستان سره په یو نااعلان شوې جګړه کې ښکېل وباله، په هېواد کې د روانې ناامنۍ عمده لامل پاکستان او په پاکستان کې افغان وسله‌والې ډلې ګڼل کېږي. خو د ۲۰۱۹ز کال په دویمه ربعه کې پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني سفر دغه دوه اړخیزې اړیکې یو څه ورغولې. دا چې آیا غني هغه څه غوښتل، ترلاسه کړل او پاکستان به پر خپلو هغو ژمنو چې له افغان ولسمشر سره وکړې راتلونکي وختونه ځواب کړي.

د پاکستان-هند اړیکې

که څه هم د هند او پاکستان اړیکې په تېر تاریخ کې په ډېرو کمو وختونو کې عادي بڼه درلودلې؛ خو بیا هم د ۲۰۱۶-۲۰۱۹ز کلونو پرمهال په تېره بیا د هند پر پټانکوټ هوايي ډګر له بریده وروسته د هند او پاکستان اړیکې خړې پړې شوې او له همغه مهاله راهیسې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د پاکستان پرضد په یوه داسې پالیسي کار پېل کړ، چې له کبله یې هندي ځواکونو په «سرجېکل بریدونو» کې راښکاره شوه.

دغه راز د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د حزب المجاهدین د یو قومندان -برهان واني- وژنه د ډهلي-اسلام آباد پر اړیکو اغېزه وکړه. د پاکستان لومړي وزیر د حزب المجاهدین دغه قوماندان «شهید» وباله او هند بیا د پاکستان د «شهید» کلیمې کارونه له تروریزم څخه د پاکستان ملاتړ وباله. پاکستان ډېره هڅه وکړه، چې د کشمیر قضیه په نړېواله کچه یو ځل بیا راپورته کړي؛ خو تر اوسه له ناکامۍ سره مخ شوی دی (پرته له هغې، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په کتنه کې د کشمیر په تړاو څرګندونې وکړې).

د کشمیر په یوري هندي پوځي هډه باندې د کشمیري ځوانانو برید د ډهلي-اسلام آباد ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړې. د هند دننه یې د پاکستان-ضد روحیه نوره هم وپاروله او په هند کې د بي جی پي پر حکومت فشارونه زیات شول. له همدې ځایه وه، چې هندي ځواکونو د پاکستان تر ولکې لاندې په کشمیر کې پوځي عملیات یا په هندي اصطلاح سرجیکل بریدونه ترسره کړل.

د ۲۰۱۷ز کال پرمهال د پاناما ګېټس او یو شمېر نورو قضیو له کبله د پاکستان پر لومړی وزیر نواز شریف فشارونه زیات شول او له کبله یې ده له وزیر اعظمۍ استعفی وکړه. دغه مهال د پاکستان پوځ او نواز شریف ترمنځ د پاکستان چین اقتصادي حوزې او له هند سره په روابطو اړیکې خرابې شوې. همدا لامل وو، چې د پاکستان په اجتماعي رسنېو کې د نواز شریف او مودي ترمنځ پر نږدې اړیکو نیوکې وشوې. د ۲۰۱۸ز کال د پاکستان د پارلماني ټاکنو پرمهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مشهوره نعره پورته کړه «مودي کا جو یار هی غدار هی» (د مودي چې څوک ملګری دی، غدار دی).

کله چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پاکستان پارلماني ټاکنې وګټلې، نو عمران خان وروسته د کورتهاپور حوزې پرانیستلو ته د هند د بهرنېو چارو وزیره راوبلله. خو د هغې له خوا دغه سفر رد شو. د کورتهاپور حوزه به په هند کې د بابه نانک ډېره او په پاکستان کې د ګردواره دربار صاحب کورتهاپور سره ونښلوي.

د دې ترڅنګ د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ میاشت کې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پلوامه کې یو ځل بیا پر هندي سرتېرو برید وشو، چې له کبله یې له ۴۰ زیات هندي سرتیري ووژل شول. پاکستان مېشتي جیش محمد ډلې د دې برید مسوولیت واخیست؛ خو د پاکستان حکومت دغه برید وغنده. په بل اړخ کې د هند حکومت بیا په دې باور و، چې د دې برید تر شا د پاکستان لاس دی. دا فکر له دې ځایه سرچینه اخلي، چې د ډېری کسانو په اند د پاکستان نظامیان په هند او کشمیر کې خپله تګلاره تر ډېره د غېر دولتي کسانو پرمټ مخکې وړي، چې لشکر طیبه او جیش محمد ډلې په دې کې راځي.

د دې برید له کبله په هند کې د مودي پر حکومت فشار زیات شو او له کبله یې هند د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې بمونه وغورځول. د پاکستان پوځ هم د هند برید وغنده او له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پېل شوه. د جګړې په دویمه ورځ پاکستان د هند دوه الوتکې وویشتې، یو پېلوټ یې ژوندی ونیوه. د پېلوټ نیولو او بېرته خوشې کېدو د دې جګړې شدت راکم کړ.

دا چې ولې هند پر پاکستان بریدونه وکړل، څو عمده عوامل یې درلودل:

لومړی؛ د ۲۰۰۸ز کال د بمبۍ د خونړي بریدونو پر مهال په هند کې حاکمه ډله د کانګرس وه، او دوی هغه مهال حاکمه ډله له دې کبله تر فشار لاندې نیولې وه، چې ولې یې پاکستان ته څه ونه ویل. ځکه نو اوس په خپله له خپلو خبرو او تېرو توندو څرګندونو تر فشار لاندې وه.

دویم؛ مودي له دې وړاندې د ۲۰۱۶ز کال پرمهال او د اوري برید څخه ۱۱ ورځې وروسته هند په پاکستان کې سرجیکل بریدونه ترسره کړل، چې بیا د پاکستان د حکومت له خوا دغه ادعا رد هم شوه. دا ځل په هند کې ترې د ورته بریدونو تقاضا زیاته شوه.

درېیم؛ په هند کې د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل او مۍ میاشتو پرمهال پارلماني ټاکنې شونې وې. له همدې ځایه د هند حاکم بی جی پي ګوند وغوښتل د دا ډول پاکستان ضد تګلارو له کبله ټاکنې وګټي. همدا لامل وو، چې په پای کې د پاکستان د بالاکوټ پر سیمه بمونه وغورځول او په پارلماني ټاکنو کې یې بیا له خپلې دې کړنې څخه ډېره ګټه پورته کړه. وروسته یې بیا پارلماني ټاکنې وګټلې هم.

پاکستان-ایران اړیکې

د ۲۰۱۴ز کال راهیسې د پاکستان-ایران اړیکې له سختو شېبو تېرېږي او په ډېری توګه د بې باوریو ښکار دي. په ۲۰۱۶ز کال کې ایران د پاکستان بلوچستان پر لور څو توغندي وتوغول؛ خو دا لومړی ځل نه و، چې ایران داسې کوي، بلکې د ۲۰۱۴ز په وروستېو او په ۲۰۱۵ز کال، او ان په ۲۰۱۸ز کال کې یې هم ورته کار ترسره کړی وو.

دغه راز په پاکستان کې د هند د استخباراتو غړي کولبوشن یادوف له نیولو سره دغه اړیکې نورې هم خړې پړې شوې؛ ځکه د پاکستان د رسمي دریځ له مخې د هندي استخباراتو دې غړي د پاکستان پرضد د ایران خاوره استعمال کړې وه. له همدې ځایه د پاکستان د کورنېو چارو وزیر چودري نثار علي خان خپل ایراني سیال ته یو لیک واستاوه، او د کولبوشن یادوف په اړه یې ترې نور معلومات او د هندي استخباراتو پر وړاندې د سختو ګامونو اخیستلو غوښتنه وکړه.

د دې ترڅنګ له ایران سره د افغان طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور اړیکې او ایران ته څو ځله سفرونه او د ایران-هند-افغانستان لخوا د چابهار تړون لاسلیکول بل هغه څه شو، چې د اسلام آباد-تهران ترمنځ یې بې باوري زیاته کړه. خو د چین-پاکستان اقتصادي حوزې سره د ایرانیانو یوځای کېدنه، د یمن په جګړه کې د پاکستان ناپېیلتوب، او د بلوچانو د موضوع د بېرته تودېدلو له کبله شونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته شي. ځکه دواړه ایرانیان او پاکستانیان د بلوچانو له ستونزې اندېښنه لري.

په ۲۰۱۸ز کال کې یو ځل بیا د پاکستان-ایران سرحد ته څېرمه د ایران ۱۲ سرتیري اختطاف شول. په همدې موخه د ایران د بهرنېو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته د خبرو اترو لپاره راغی. وروسته د ۲۰۱۹ز کال فبرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې مېشتې ایرانۍ جیش العدل ډلې د ایران د سپاه پاسدارانو پر یوه موټر برید وکړ، چې له کبله یې ۲۷ غړي ووژل شول. په غبرګون کې ایران د پاکستان سفیر احضار کړ. دا وضعیت تر اوسه همداسې د بې باورۍ ښکار دی؛ خو د ایرانیانو په اند د دا ډول پېښو تر شا د درېیمو لوریو لاس دی. که څه هم په رسمي توګه دغه درېیم لوري نه تعریفېږي خو بیا هم اشاره تر ډېره د ایران مخالف سعودي ته وي.

که څه هم د پاکستان-ایران اړیکې دومره هم نږدې نه دي، لکه د ملي یووالي دورې (۲۰۱۴-۲۰۱۹)ز کلونو پرمهال چې له چین او روسیې سره د پاکستان نږدې اړیکې دي؛ خو په ټوله کې په سیمه کې د امریکا شتون، د داعش ډلې ظهور او له چین او روسیې سره د دواړو هېوادونو ښې اړیکې د دې باعث کېږي، چې دواړه په یو بلاک کې شته وي. د دې ترڅنګ په پاکستان کې حکومت او نظامیان هم دا هڅې کوي، چې د سعودي او ایران ترمنځ په روان رقابت کې په رسمي ډول یو ډول ناپېیلتوب وښيي. دا هم د دې چانس زیاتوي، چې دواړه دې په یو بلاک کې شته وي.

د افغانستان-امریکا اړیکې

د حامد کرزي د دویمې دورې په پای کې د کابل-واشنګټن اړیکې د ۲۰۰۱-۲۰۰۹ز کلونو په پرتله خړې پړې شوې. خو د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره، دا اړیکې بېرته ورغېدلې. افغان حکومت او امریکا امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په افغانستان کې تر ۲۰۲۴ز کال پورې امریکايي سرتیري په خپلو هډو کې پاتې شي.

دغه راز واشنګټن له افغانستان سره نظامي او اقتصادي مرستې هم روانې وساتلې. د وارسا ۲۰۱۶ز کال  په کنفرانس کې امریکا تر ۲۰۲۰ز کال پورې په کلني ډول له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۳.۴۵ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړه او د بروکسل ۲۰۱۶ز کال په کنفرانس کې یې هم له افغان حکومت سره د مرستو ژمنه کړې وه.

د دې ترڅنګ افغان حکومت د افغانستان او سویلي اسیا نوې تګلاره پر لور د ډونلډ ټرمپ له نوې تګلارې هم هرکلی وکړ؛ ځکه:

لومړی؛ امریکا د جګړې ګټلو هوډ کړی؛ له دې وړاندې د بارک اوباما تګلاره تر ډېره د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کاوه؛

دویم؛ افغان حکومت پر پاکستان د امریکا نوي فشارونه له خپلې تګلارې سره همغږې ګڼي؛

درېیم؛ افغان حکومت په امنیتي ډګر کې له پراخو ننګونو سره مخ ده. د امنیتي ځواکونو تلفات پکې کال په کال زیاتېږي او دغه راز تر حاکمیت لاندې ځمکه یې هم په تدریجي ډول کمېږي. په یوه داسې وخت کې که امریکا په افغانستان کې خپل اوږدمهالی شتون مبهم پرېږدي او د سرتېرو د ایستلو پروګرام تم کوي، نو دا به د افغان حکومت لپاره له زیري څخه کمه نه وي.

همدا لامل دی، چې افغان حکومت چې اوس‌مهال تر ډېره پر امریکايي مرستو متکي دی، هم د امریکا په یو شمېر هغو کړنو چې له کبله یې په هېواد کې ورځ تر بله امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کېږي تر ډېره چُپ دی.

خو د افغانستان او امریکا ترمنځ دغه نږدې اړیکې د ۲۰۱۸ز له نیمايي راهیسې د بې باوریو پر لور روانې دي. د دې بې باوریو عمده دلیل د امریکا د سولې نوې تګلاره ده، چې د زلمي خلیلزاد تر مشرۍ لاندې یې پرمخ بیايي. افغان حکومت هڅه کوي، چې په څه ډول د امریکا پاتې کېدل په افغانستان کې وځنډوي او د سولې پروسه په خپلو لاسونو کې واخلي. خو د افغان طالبانو او خلیلزاد د پنځم پړاو خبرو اترو وروسته دغه بې باوري زیاته شوه، او افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په همدې موخه امریکا ته واستاوه. حمدالله محب هم، مخامخ پر امریکا او ډونلډ ټرمپ له نیوکو ډډه وکړه او ټوله پړه یې د سولې خبرو اترو په تړاو د امریکا پر ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد واچوله، چې دی غواړي افغان حکومت منزوي کړي، او د خپل قدرت لپاره دغه هر څه کوي.

د هند-امریکا اړیکې

په هند کې د نرېندرا مودي له واک ته رسېدو سره سم، د امریکا او هند اړیکو نوی موج واخیست. نرېندرا مودي له ۲۰۱۴ز کال راهيسې څلور ځله امریکا ته سفر وکړ (دوه په نړېوالو کنفرانسونو کې ګډون او دوه نور بیا رسمي دولتي سفرونه وو). دغه راز د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې بارک اوباما هم د نرېندرا مودي په غوښتنه د هند د جمهوریت ورځې په لمانځغونډه کې برخه واخیسته او په دا ډول اوباما د امریکا لومړنی ولسمشر شو، چې په خپله ۸ کلنه دوره کې یې هند ته دوه ځله رسمي سفرونه وکړل او د هند د جمهوریت ورځې د پرېټ يا رسم ګذشت په مراسمو کې برخه واخیستله.

په سیمه‌ییز سیاست کې یو نوی ګام هغه مهال پورته شو، چې کله  د هند د دفاع وزیر مانوهار پارېکار امریکا ته په یوه رسمي سفر ولاړ او هلته یې له خپل سېال ایشټن کارټر سره نظامي-لوجستیکي تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې به دواړه هېوادونه د یو بل له هوا، اوبو او ځمکې څخه د اړتیا په وخت کې ګټه واخلي؛ خو بیا هم د امریکا دفاع وزیر، په هند کې دننه د مخالفتونو کرارولو او د سیمې د هېوادونو د اندېښنو کمولو په موخه، په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې «د دې تړون معنا دا نه ده، چې موږ به د یو بل په هېوادونو کې پوځي اډې ترلاسه کوو». په ۲۰۱۶ز کال کې امریکا ته دا د هند د دفاع وزیر دویم سفر و او په مجموع کې يې په ۲۰۱۶ز کال کې د امریکا له دفاع وزیر سره شپږمه کتنه وه.

په بل اړخ کې په همدې کال د امریکا د بهرنېو چارو وزیر جان کیري هم هند ته په خپل څلورم رسمي سفر ولاړ او هلته یې د هند له لومړي وزیر، د هند د ملي امنیت له سلاکار وزیر او د هند د بهرنېو چارو له وزیرې سره وکتل. په دې ناستو کې څلور مهمې خبرې وشوې: لومړی؛ د امریکا او هند دوه‌اړخيزې اړیکې به نورې هم پياوړې شي. د امریکا د بهرنېو چارو وزیر په اند، باید دوه‌اړخیزه سوداګري ۵۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي او امریکا به په راتلونکي کال کې د اټوم تامینوونکو په ډله کې د هند د غړیتوب په تړاو هلې ځلې وکړي. دویم؛ امریکا یو ځل بیا د ښو او بدو “ترهګرو” توپير ونه مانه او جان کيري په خپلو خبرو کې وویل: «ترهګر، ترهګر دي!» (د نوموړي اشاره پاکستان ته وه، چې پاکستان بايد د لشکر طیبه، جیش محمد او افغان طالبانو په تړاو هم جدي ګامونه پورته کړي). درېیم؛ په سوېل سمندرګي کې پر آزادې سوداګرۍ او تګ راتګ ټینګار، چې دا هم د چین د سوېل سمندرګي قضیې د وروستېو پېښو په غبرګون کې وه. څلورم؛ د افغانستان په تړاو د افغانستان-امريکا-هند درې اړخیزې خبرې اترې بیا پېلول.

د ډونلډ ټرمپ له راتګ سره هم، د هند پر لور د امریکا تګلارې بدلون ونه خوړ، بلکې له هند سره د اړیکو پر پیاوړي کولو او په افغانستان کې د هند د اقتصادي رول پر زیاتولو ټینګار وشو. همدا لامل دی، چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا پر لور په خپله وینا کې وویل: «د افغانستان د ثبات په برخه کې د هند مهمې مرستې ستایو؛ خو هند له امریکا سره په سوداګرۍ کې میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي او موږ غواړو چې هند له موږ سره په افغانستان کې نوره مرسته هم وکړي، په تېره بیا د اقتصادي مرستو او پرمختیا په برخو کې».

له دې وراخوا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د هند پر تګلارې هم نیوکې وکړې او هغه هم په افغانستان کې د هند د «کتابخانې» جوړول – شاید موخه يې د پارلمان ودانۍ جوړول وي – یې تر طنز لاندې ونیوه. د دې ترڅنګ د امریکا او هند ترمنځ نوې ناندرۍ چې د ۲۰۱۸ز کال په پای او د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو کې سر راپورته کړ، د سوداګرۍ بېلانس قضیه وه. که څه هم اوسمهال دغه قضیه د امریکا او چین د سوداګرۍ جګړې له کبله تر ډېره نده راپورته شوې خو شونې ده چې په راتلونکي کې سر راپورته کړي (که چېرې ډونلډ ټرمپ د یو ځل بیا لپاره په ۲۰۲۰ز کال کې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټي).

د امریکا او هند ترمنځ د دې وروستېو نیوکو پرته د امریکا او هند اړیکې له یو بل سره د بل هر وخت په پرتله ډېرې نږدې دي. داسې برېښي، چې هند تر ډېره خپله د ناپېیلتوب زړه تګلاره پرېښي وي او اوس په رسمي توګه د امریکا په بلاک کې شامل وي. دا په عمده توګه یو مشترک ټکی لري: چین. له روسیې، پاکستان او ایران پرته همدا چین به د دواړو ترمنځ د راتلونکو اړیکو مسیر ټاکي.

د امریکا-چین اړیکې

په ۲۰۱۱ز کال کې د امریکا د بهرنېو چارو وزیرې هیلري کلنټن په فارن پالیسي مجله کې د امریکا پاسفیک پېړۍ تر نامه لاندې مقاله وکښله. په دې مقاله کې کلنټن استدلال کړی وو، چې څنګه چې له عراق او افغانستان څخه امریکایان خپل سرتیري وباسي، او امریکا په تېرو لسو کلونو کې په دې دوو ځایونو کې خپل ډېر وسایل استعمال کړل، باید په راتلونکو لسو کلونو کې ځیرک واوسو چې خپل وخت او انرژي په سمه توګه استعمال کړو، ترڅو په نړېواله کچه خپله رهبري او ګټې خوندي او خپل اقتدار پراخ کړو. له همدې ځایه ده، چې د امریکا لپاره په راتلونکې لسیزه کې تر ټولو مهمه دا ده چې خپله ډيپلوماتیکه، اقتصادي، ستراتيژيک او نوره پانګونه د اسیا په پاسفیک سیمه کې وکړي. دا همغه سیمه ده، چې چین پکې پروت دی.

وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په ۲۰۱۴ز کال کې د آسیا د بیا متوازن کولو تګلاره اعلان کړه، چې یو شمېر چینایانو بیا دا تګلاره د چین حصار ګاڼه. د امریکا د ریښتینولۍ د تیورۍ سرلاری جان میرشیئمر هم د امریکا Pivot to Asia تګلاره تر ډېره د چین حصار بولي.

که څه هم د امریکا او چین ترمنځ تر اوسه کوم مخامخ ټکر نه دی تر سترګو شوی؛ خو بیا هم دواړه لوري د اختلافاتو عمده ټکي لري. د بېلګې په توګه د امریکا لپاره تر ټولو ستوغه له چین سره د سوداګرۍ ستونزه ده. د واشنګټن په اند چین قصداً د خپلو پیسو ارزښت کموي او په دې ډول په سوداګرۍ کې لاسبرتیا مومي. د دې ترڅنګ له تایوان سره نظامي مرستې، د تبت له مذهبي پيشوا دلای لاما سره د امریکايي لوړ پوړو چارواکو کتنې، د شمالي کوریا اتومي پروګرام، په سویلي کوریا کې د امریکايي میزایلونو نصبېدل، د چین سویل سمندرګي قضیه کې د ازاد تجارت تر عنوان لاندې د امریکا مداخلې، په چین کې انساني حقونه او په یو شمېر نورو برخو کې دواړه هېوادونه قوي اختلافات لري. خو بیا هم د دغو اختلافاتو سره، چین له امریکا سره د خپلو اړیکو په تړاو د «د سترو ځواکونو ترمنځ د اړیکو نوی ماډل» اصطلاح وکاروله. خو د سوداګر ډونلډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې امریکا له چین سره د سترو ځواکونو ترمنځ د اړیکو له دې نوي ماډل څخه په ډډې شو، ځکه دی چین تر ټولو زیات د امریکا ملي امنیت او د نړېوال نظم لپاره ګواښ بولي.

د امریکا د همدغو اندېښنو له کبله ده، چې د امریکا د دفاع وزارت په سپین کتاب کې هم چین ته د یو ګواښ په سترګه وکتل شول، او دا چې د چین د پورته کېدا په لاره کې خنډونه جوړ کړي، امریکا لومړی د ورېښمو پر لارې نیوکې وکړي او اوس د ټکنالوژۍ په برخه کې د امریکا په پوهنتونو کې د چینايي زده کړیالانو د داخلو په لاره کې لوی خنډونه جوړ کړي؛ ځکه د امریکا په ګمان، یوازینی هغه ډګر چې امریکا پر چین لاسبرتیا لري، هغه د لوړې ټکنالوژۍ برخه ده او که چین پرې په دې ډګر کې هم لاسبری شو، نو د امریکا لاسبرتیا ختمه وبوله.

د چین یو شمېر ستراتېژستان هم د نړۍ اوس‌مهالنۍ نړیوال نظام د امریکا او چین ترمنځ پر دوو قطبونو وېشلی ګڼي، نه څو قطبه نظام. دواړه هېوادونه یو بل ته د ګواښ په سترګه ګوري؛ که څه هم تر اوسه دواړه په کومه جګړه کې نه دي دننه شوي؛ خو نیابتي جګړې او د دواړو ترمنځ نرمې جګړې (لکه د سوداګرۍ جګړه) شونې دي.

د امریکا-روسیې اړیکې

د جورج ډبلیو بُش د دورې په پرتله (د جورجیا او په پولېنډ کې د امریکا له‌خوا د میزایلونو لګولو پرته) د بارک اوباما په دوره کې د امریکا او روسیې ترمنځ نه یوازې دا چې ډېر ټکرونه ولیدل شول بلکې له یو بل سره د دواړو هېوادونو اختلافات هم ژور شول. د ۲۰۱۱ز کال په پای کې چې کله په روسیه کې (مقننه) ټاکنې وشوې او په پای کې یې د ولادمیر پوتین پرضد مظاهرې وشوې، نو پوتین دا د امریکا په اشاره وبللې. له ۲۰۱۱ز کال څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې څو ځله روسي الوتکو د امریکا خاورې ته دننه شوې. په ۲۰۱۳ز کال کې ایډورډ سنوډن چې د امریکا ډېر کاغذونه یې افشا کړل، په روسیه کې پناه واخیسته. په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراین په قضیه کې د امریکا او روسیې اختلافات پېل شول او له همدې ځایه د دواړو هېوادونو اړیکې د سړې جګړې وروسته تر ټولو ښکتني پوړ ته ورسېدلې. د سوریې په قضیه کې هم دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات زیات شول، مسکو په سوریه کې نظامي عملیات وکړل او وروسته بیا امریکا هم په سوریه کې هوايي بریدونه وکړل. مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې هم څو ځله د سوریې پرضد د امریکا قراردادونه ویټو کړل. له همدې ځایه ده، چې لومړي په سوریه کې د امریکا او روسیې اخ و ډب تر ډېره د نیابتي جګړې بڼه خپله کړه او وروسته له بشار الاسد څخه د روسیې قوي ملاتړ له کبله شونې شوه، چې امریکا نور له دې ځایه ووځي.

په امریکا کې د ۲۰۱۶ز کال ولسمشریزو ټاکنو له پایلو وروسته داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې روسیې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې. ځکه ډونلډ ټرمپ د روس پلوي په توګه یادېده؛ خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دا تورونه رد کړل او دا یې د هیلري کلنټن د ډلې له‌خوا له یوې جوړې شوې افسانې سره تشبیه کړل.

د ډونلډ ټرمپ له راتګ سره ډېرې هیلې کېدې، چې د امریکا او روسیې اړیکې به بېرته ورغېږي؛ خو دا دی، د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرېدو سره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نه دي رغېدلي. بلکې برعکس په یو شمېر مواردو کې دا اړیکې نورې هم ترېینګلې او پيچلې شوي. واشنګټن په سوریه کې هوايي بریدونه وکړل، د مسکو پر اتو کمپنیو یې بندیزونه ولګول.

د امریکا او روسیې دې ترېینګلیو اړیکو پر افغانستان هم سیوری وغوړاوه (یادونه يې د دې ژورنال د عمران ذکریا په مقاله کې شوې) او روسیه لومړۍ په افغانستان کې له امریکا سره خپله همکاري بنده کړه او په دویم قدم کې یې د افغان سولې په تړاو خپله پروسه پېل کړه.

د افغانستان-روسیې اړیکې

د افغانستان او روسیې ترمنځ له ۲۰۰۱ز کال وروسته اړیکې بېرته عادي شوې؛ که څه هم دغه مهال مسکو له افغان حکومت سره یو شمېر نظامي مرستې هم وکړې؛ خو بیا هم دوه اړخیزې اړیکې ډېرې تودې نه وې. د حامد کرزي په دویمه دوره کې، د لومړۍ دورې په پرتله اړیکې نږدې شوې؛ ځکه افغان حکومت د سوریې او اوکراین په قضیو کې د مسکو له دریځ څخه ملاتړ وکړ.

وروسته، چې کله په افغانستان کې داعش ظهور وکړ؛ نو په لومړي سر کې مسکو د اشرف غني او حنیف اتمر د تروریزم پر وړاندې سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کولو په تړاو مثبت ځواب ورکړ او له افغان حکومت سره یې د نظامي مرستو ژمنې وکړې (د هیلکوپترو مرستې)؛ خو کله چې په سیمه کې د داعش تر شا د امریکا او افغان حکومت د ملاتړ سازشي نظریې پياوړې شوې، نو د دې له کبله مسکو اندېښمنه شوه او په څرګنده توګه یې پر امریکا نیوکې پېل کړې. یو ځل افغانستان ته د مسکو ځانګړي استازي وویل که امریکا او ناټو په افغانستان کې د داعش پرضد ناکامه شي نو مسکو به په دې تړاو بې تفاوته پاتې نه شي. دغه راز مسکو د افغانستان په شمال کې د امریکا پر زیاتېدونکو ډرون پروازونو هم نیوکه وکړه او ویې وویل په دې اړه باید له مسکو سره معلومات شریک شي.

له همدې ځایه وه، چې د مسکو او طالبانو ترمنځ اړیکې پېل شوې او مسکو د افغانستان په تړاو د مسکو پروسه پېل کړه. دغه کار افغان حکومت په غوسه کړ او دوه‌اړخیزې اړیکې یې خړې پړې کړې. خو وروسته د افغانستان د بهرنېو چارو وزیر صلاح الدین رباني د خپل روسي سیال په بلنه مسکو ته ولاړ او د دغه سفر پرمهال دوه مهم پرمختګونه وشول، چې تر یو څه ځایه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ زیاتېدونکی واټن راکم کړ: لومړی، روسیه به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو لکه نظامي-تخنیکي برخو کې مرستې ته چمتووالی وښود. دویم، د مسکو پروسې په دویمه ناسته کې به د افغانستان ترڅنګ هند، او ایران هم ونډه اخلي. هغه چې وروسته بیا وشول هم.

خو په ټولیزه توګه د ملي یووالي حکومت د لومړي کال په پرتله په وروستېو کلونو کې له روسیې سره د کابل اړیکې نه یوازې سړې دي، بلکې په لومړي ځل د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ډيپلوماسي فعاله شوې. د افغانستان په تړاو یې له چین او پاکستان سره درې اړخیزې ناستې وکړې او وروسته یې بیا د مسکو په پروسه کې بدلون ورکړ. له دې واراخوا یې د ۲۰۱۹ز په لومړېو کې د افغانستان د بېلابېلو ډلو او مطرحو شخصیتونو او د طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته یې د اسانچاري په توګه هم زمینه مساعده کړه.

د افغانستان-چین اړیکې

که څه هم په افغانستان کې د چین لېوالتیا له ۲۰۰۹ز کال راهیسې مخ پر زیاتېدو ده. خو بیا هم په مجموع کې د چین د ورېښمو د نوې لارې طرحې، په افغانستان کې د امریکایانو وتل او پوځي حضور کمېدل، په سیمه په تېره بیا په پاکستان او منځنۍ اسیا کې د چین د ورېښمو لارې خوندیتوب هغه څه دي، چې د ملي یووالي حکومت پرمهال په افغانستان کې د چین لېوالتیا او ښکېلتیا ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو له پېلیدو راهیسې تر ټولو زیاتې پیاوړې شوي دي.

له همدې ځایه ده، چې په لومړي ځل له افغانستان سره د چین د مرستو حجم زیات شو، په لوړه کچه د لوړ پوړو چارواکو تبادله زیاته شوه، د بیجینګ له‌خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب رسمي هلې ځلې وشوې، د افغانستان په سوله کې د مري او څلور اړخیزو ناستو کې د ناظر په توګه او د ارومچي په ناسته کې د (اسانتیا برابرونکي) په توګه ونډه درلودله، د چین د ورېښمو په لاره او د اسیا د زیربناوي پانګونې بانک کې یې افغانستان ته غړیتوب ورکړ، افغان لوري ته د تحصیلي بورسونو ورکړه او د افغانستان او چین ترمنځ د پلاوو تبادلې زیاتې شوې، او تر ټولو مهم له افغانستان سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې په لومړي ځل نظامي مرستې هم پېل کړې او دغه راز دې ته هم چمتو شوه، چې په واخان کې د افغانستان د یوې لېوا د جوړولو مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

د هند-چین اړیکې

د هند له خپلواکۍ وروسته، د هند او چین اړیکې نږدې وې او دواړو هېوادونو به د ملګرۍ په موخه د «چیني-هندي بهاي بهاي» (چین او هندوان وروڼه وروڼه دي) شعار پورته کاوه؛ خو کله چې د هند او چین ترمنځ سرحدي قضیه راپورته شو او له تبت څخه دلای لاما په تېښته بریالی شو او په هند کې یې پناه واخیسته، نو له هغې ورځې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترېینګلې شوې. په  ۱۹۶۲ز کال کې دواړه په سرحدي جګړه کې هم ننوتل. دې جګړې د سیمې پر جیوپولیټيک وضعیت اغېزه وکړه او پاکستان یې چین ته نږدې کړ. خو دواړو هېوادونو د ۱۹۹۰ لسیزې پرمهال سرحدي قضیه شاته وغورځوله او دوه اړخیزې اړیکې یې تر ډېره اقتصاد محوره کړې.

د ۲۰۱۶ز کال په اپرېل میاشت کې چین په ملګرو ملتونو کې د هند د هغه قرارداد په لاره کې خنډ واقع شو، چې له مخې یې شونې وه، د جیش محمد مشر مسعود اظهر د یوه “ترهګر” په توګه وپېژندل شي او د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل شي. دغه راز د همدغه کال په جولای میاشت کې هند له ډېرو هڅو او خوځنده ډيپلوماسۍ سره سره ونه توانېد، چې په NSG (Nuclear Suppliers Group) يا د اټوم تامېنوونکو ډله کې غړيتوب واخلي. هند په دې برخه کې چین تورناوه، چې د غړیتوب په لاره کې یې تر ټولو زیات خنډ جوړ کړی او چین بیا په دې اند وو، چې د دغې ډلې د قانون له مخې، هر هغه هېواد چې NPT (Nuclear Non- Proliferation Treaty) يا د اټومي وسلو د پراختيا د مخنيوي تړون یې نه وي لاسلیک کړی، د دې ډلې غړیتوب نه شي ترلاسه کولی او هند بايد لومړی دغه تړون لاسلیک کړي. وروسته بيا هند هم د همدغو دوو لاملونو له کبله، د چین د دوو پروژو (یو کمربند؛ یوه کرښه او د چین-پاکستان اقتصادي حوزې) پرضد په ښکاره توګه څرګندونې وکړې.د دې ترڅنګ هند د مسعود اظهر د قضیې په غبرګون کې له دلای لاما سره د نږدې اړیکو اویغوري مسلمان رهبر د ډولکن عیسی ته د ویزې ورکولو ګواښ وکړ. خو وروسته یې بیا ډولکن عیسی ته د هند ویزه ورنکړه خو دلای لاما ته یې اجازه ورکړه، چې د اروناچال پردیش سیمې ته ولاړ شي؛ چین نه یوازې دا چې په تبت کې له دلای لاما اندېښنه لري، بلکې دا سیمه هم خپله بولي (اروناچال پردیش اوسمهال د هند تر کنټرول لاندې ده او له چین سره پوله لري).

که څه هم پورته یادې شوې قضیې او پېښې، چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ز کلونو پرمهال پېښې شوي، تر ډېره د دواړو هېوادونو پر اوږدمهاله اړیکو اغېزه نه شي لرلای، دا تر ډېره د نورو قضایاو زېږنده ده. هغه څه چې د دواړو هېوادونو د راتلونکیو اړیکو برخلیک معلوموي، په لاندې توګه دي:

لومړی؛ د دواړو ترمنځ پر سرحدي کرښه اختلافات

دویم؛ سوداګري

درېیم؛ په سیمه کې رقابت.

درېیمه برخه: جیوپولیټيکي بدلونونه

  1. د اټومي پروګرام پر سر د اېران او ۵+۱ هېوادونو هوکړه‌لیک

له تېرو څو لسیزو راهیسې د ایران د اسلامي انقلاب اړیکې د سیمې له یو شمېر هېوادونو په تېره بیا له سعودي، اسرایلو او لویدیځ سره د ایران د اتومي پروګرام له کبله اغېزمنې شوې. ځکه دغه هېوادونه یو اټومي ایران د خپل امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي. د ایران اټومي پروګرام د امریکا په همکارۍ هغه مهال (۱۹۵۷) پېل شو، چې کله امریکا او ایران په منځني ختیځ کې ستراتيژيک ملګري وو[15]. خو په ایران کې د اسلامي انقلاب له برپا کېدو وروسته، د تهران او لویدیځ په تېره بیا له واشنګټن سره د تهران اړیکې خړې پړې شوې. د ایران د همدې اټومي پروګرام له کبله وه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او امریکا له‌خوا پر ایران یو شمېر بندیزونه ولګېدل. د ۲۰۰۳ز کال د می له میاشتې راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د اتومي پروګرام پر سر د خبرو اترو سلسله پېل شوه[16]؛ خو دا خبرې اترې به کله تم کېدې او کله به بیا پېل شوې او دواړه لوري پکې کومې موافقې ته نه رسېدل.

په ایران کې د منځلاري حسن روحاني د ولسمشرۍ د ټاکنو له ګټلو سره، د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرې اترې بیا پېل شوې. دغه راز حسن روحاني خپل د بهرنېو چارو وزیر (جواد ظریف) داسې څوک غوره کړ، چې د ایران د اتومي پروګرام د ډيپلوماسۍ په تړاو یې خپله د دکتورا رساله هم لیکلې وه. له همدې ځایه وه، چې لومړی د امریکا او ایران ترمنځ پر یوه شپږ-میاشتني لنډمهالي تړون موافقه وشوه او بیا د سویس په لوزان ښار کې د ایران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ پر یوه اوږد مهالي تړون ابتدايي توافق وشو. له څلورو میاشتو تېرېدو وروسته، دغه ابتدايي توافق بیا د ویانا په جامع او بشپړ تړون کې بدلون وموند.

د دغه تړون له کبله امریکا له ایران څخه اقتصادي او نور هغه بندیزونه لرې کړل، چې د ایران د اټومي پروګرام له کبله پرې لګېدلي وو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم ورته چلند خپل کړ.

د منځني ختیځ په کچه دا یو لوی تحول وو. له همدې ځایه دغه تړون سعودي او اسراییل په اندېښنه کې واچول. دوی یو اتومي ځواک لرونکي ایران او یو داسې ایران، چې اقتصادي بندیزونه پرې نه وي او په ایران کې بهرنېو پانګه‌ونو ته لاره پرانېستل شي، څخه په وېره دي؛ ځکه د دوی په ګمان دا ډول پرمختګ به په سیمه کې د دوی ګټې له ګواښ سره مخ کړي. که څه هم د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې د امریکا د دفاع پخواني وزیر اېشټن کارټر اسراییل او سعودي ته د دوی د اندېښنو د کمولو په تړاو سفرونه وکړل؛ خو بیا هم له اسراییل او سعودي سره د امریکا اړیکې خړې پړې شوې. د امریکا په ولسمشریزه ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریالیتوب اسراییل او سعودي وهڅول، چې له امریکا سره نوې اړیکې بیا پېل کړي. له همدې ځایه وه، چې ډونلډ ټرمپ هم خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي ته وکړ او امریکا-سعودي تقریباً د ۴۰۰ میلیارد ډالرو تړونونه لاسلیک کړل (په دې کې یوازې ۱۱۰ میلیارد ډالره یوازې پر سعودي د امریکايي وسلو د پلورلو تړونونه وو)[17].

خو وروسته په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ له ولسمشرېدو سره، امریکا لومړی له دغه تړونه ووتله او بیا یې پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګول. ټرمپ دغه چلند ځکه خپل کړ، چې د ده په ګمان ایران لا هم خپل اټومي پروګرام متوقف کړی نه دی، بلکې د اتومي وسلو جوړولو په لاره کې دی. د دې ترڅنګ ده غوښتل په دغه تړون کې د ایران توغندي هم شامل کړي. خو بیا هم ټرمپ او د امریکا نور هغه اېتلافیان په تېره بیا سعودي او اسراییل چې وايي ایران د اټومي پروګرام پر سر په توافق عمل نه کوي، کوم سم او قانع کوونکي دلایل نه دي وړاندې کړي. د امریکا له وتلو سره، ایران لا هم په دغه تړون کې له پنځو هېوادونو سره پاتې دی.

  1. له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکا تګلاره

د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د ۲۴ ساعتونو دننه، افغان حکومت له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل. که څه هم په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو او د اډو تر حده د واشنګټن تګلاره روښانه وه؛ خو بیا هم له ۲۰۱۴ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال تر پای پورې له افغانستان څخه د امریکایانو د سرتېرو د ایستلو پروګرام څو ځله بدلون وموند.

دغه راز د ډونلډ ټرمپ له ولسمشرېدو سره هم، د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره تر ډېره روښانه نه وه؛ خو د اتو میاشتو ځنډ وروسته ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا په لور د امریکا تګلاره روښانه کړه. دا تګلاره تر ډېره په لاندې ټکو راڅرخېږي:

  1. امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د اېستلو پروګرام ته د پای ټکی کېښود او دا یې له شرطونو سره ونښلاوه (که افغان حکومت د حکومتولۍ او اداري فساد پرضد مبارزه کې مرسته وکړي)؛
  2. د پاکستان پرضد دریځ نیول او په افغانستان کې د هند د ونډې زیاتول؛
  3. خو تر ټولو مهمه په افغانستان کې د امریکا د شتون راتلونکی تت او مبهم وښودل شو.

که څه هم لومړی دوه خبرې د امریکا د تېرو تګلارو برخې هم وې (خو دومره توندې نه وې)؛ خو بیا هم دا وروستۍ برخه به په سیمه‌ییزه کچه د روسیې، چین، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو غبرګونونه راوپارول.

د دې ترڅنګ، کله چې د ۲۰۱۸ز کال تر پایه پورې، په افغانستان کې د امریکا جګړه او د سویلي اسیا په تړاو نوې تګلارې کومه پرېکنده نتیجه ورنکړه، نو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اداره کې د افغانستان د جګړې ختمولو په تړاو بحثونه راګرم شول. له همدې ځایه، د امریکا ولسمشر د افغانستان د سولې په تړاو خپل ځانګړی استازی افغان-امریکايي زلمی خلیلزاد غوره کړ، ترڅو له افغان طالبانو سره د سولې په تړاو خبرې اترې پېل کړي او په امریکا کې د ۲۰۱۹ز کال د ولسمشرېزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره په یوه هوکړه لیک هم ورسېږي. د دغو کرښو تر لیکلو پورې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په تړاو اووه ځله لیدلي خو لا هم دواړه لوري کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

  1. په منځني ختيځ کې د داعش ظهور او په افغانستان کې يې رامنځته کېدل

 داعش یا په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله لومړی د القاعدې غورځنګ برخه وه؛ خو د اسامه له وژل کېدو وروسته یې ورسره لاره بېله کړه. دغې ډلې د ۲۰۱۴ز کال د جون په میاشت کې د خلافت اعلان وکړ او خپل لومړی خلیفه یې ابوبکر البغدادي وټاکه. په افغانستان او پاکستان کې هم دغې ډلې د خپل شتون رسمي اعلان د ۲۰۱۵ز کال په جنورۍ کې وکړ او د خراسان ولایت لپاره یې خپل مشر حافظ سعید خان او معاون یې عبدالرووف خادم غوره کړل. که څه هم تر اوسه د داعش ډلې درې مشران د امریکا په ډرون بریدونو کې وژل شوي؛ خو بیا هم دغې ډلې تر اوسه په افغانستان کې خپل شتون ثابت ساتلی دی.

په منځني ختیځ کې د داعش ظهور په نړېواله کچه تاوده غبرګونونه راوپارول. ځکه د عراق او سوریې دننه د خپلو سختو تګلارو او وحشتونو له کبله یې د نورو پام راواړوه. د داعش د همدې تګلارو له کبله له عراق او سوريې ډېر خلک اروپا ته کډه شول او په اروپا کې يې د کډوالۍ بحران رامنځته کړ. دغه راز د داعش له ظهور وروسته په اروپا کې(lone wolf)  بریدونه هم زیات شول، چې په ډېری توګه به یې مسوولیت د داعش ډلې اخیسته.

په افغانستان کې د داعش ډلې زیږېدل، یو شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې کول او ان د افغانستان شمالي سیمو ته یې تګ یوه معما ګڼل کېږي. که څه هم افغان حکومت او په تېره بیا امریکايي سرتېري د هېواد په یو شمېر برخو کې د دغې ډلې پرضد عملیات کوي، خو بیا هم په سیمه په تېره بیا پاکستان او روسیه کې دغه اندېښنې شته دي، چې شاید د دغې ډلې تر شا د امریکا لاس وي.

  1. د چین لویې اقتصادي پروژې

 په ۲۰۱۳ز کال کې شي جین پېنګ د چین نوی رئیس جمهور وټاکل شو. د ده له راتګ سره د چین د لویدیځ پر لور د بیجینګ پاملرنه زیاته شوه؛ ځکه ده د ورېښمو نوې لاره، چې چینایان یې د یوه سړک او یوې کرښې په نامه یادوي، د ایستلو هڅه وکړه. د چین د ورېښمو دغه نوې طرحه په عمده توګه درې مهمې برخې لري: لومړی؛ له چین څخه د وچې له لارې اروپا ته لاره. دویم؛ د سمندر له لارې اروپا ته لاره. درېیم؛ له بېلابېلو هېوادونو سره شپږ اقتصادي حوزې، چې یوه یې هم د پاکستان-چین اقتصادي حوزه ده.

په دغه اقتصادي لویه پروژه کې تقریباً ۶۰ هېوادونه رانغاړل شوي او د اکانومیست مجلې د اټکل له مخې تر نامحدود وخت پورې به د دغه پروژې مجموعي پانګونه د ۴ او ۸ ټریلیون ډالرو برابره وي. دا په سیمه‌ییزه کچه تر ټولو لوی اقتصادي بدلون دی. له همدې ځایه، د نړېوال سیاست یو شمېر مفکرین د چینایانو دغه نوې پروژې د نوې نړېوال نظم سره هم تشبیه کوي.

  1. په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت

 د ۱۳۹۳لمریز کال ولسمشریزه ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او د ولسمشرۍ لپاره د داکتر عبدالله او اشرف غني ترمنځ مقابله وشوه. په دویم پړاو کې د رایو او د ټاکنو د پایلو پر سر د دواړو کاندیدانو ترمنځ ناندرې راپورته شوې، چې د څو میاشتو اختلافاتو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب دغو اختلافاتو ته د پای ټکی کېښودل شو او له امله یې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.

د ملي یووالي حکومت له راتګ سره د کابل بهرني سیاست تغییر وکړ. دا دوه محوره تګلاره وه: لومړی؛ له سیمه‌ییزو هېوادونو سره اړیکې پراخول. دویم؛ له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیکول.

که څه هم د ملي یووالي حکومت د لومړي کال دننه داسې هیلې راوټوکېدلې، چې په هېواد کې به د «ترورېزم» پر وړاندې سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شي؛ خو وروسته، د داعش ظهور په تړاو سازشي نظریو له کبله دا ډول هیلې ورژېدلې او افغان حکومت یوازې د امریکا تر محور لاندې پاتې شو.

دغه راز د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست دوه نور مهم بدلونونه د یمن په جګړه کې د سعودي په ملاتړ اعلامیه ورکول او د تېرو اوو لسیزو په پرتله پاکستان ته ډېر نږدې کېدل وو. خو دغو پرمختګونو هم د ملي یووالي حکومت ته هغه ډول ګټې ورنه کړای شوې، لکه څرنګه چې يې پتېیلې وه.

  1. د خلیج ډيپلوماتیک بحران

په ۲۰۱۸ز کال کې په خلیج کې د قطر او نور عرب مېشته هېوادونو ترمنځ ډيپلوماتیک بحران رامنځته شو. بحرین، سعودي، مصر او عربي متحده ایالاتو د لسو دقیقو دننه یو په بل پسې له قطر سره ډيپلوماتیکې اړیکې پرې کړې، دغو هېوادونو له قطر څخه خپل سفیران راوبلل، د قطر سفیرانو ته یې هم له دغو هېوادونو څخه د وتلو وویل او دغه راز له دغو څلورو هېوادونو څخه یې د قطري وګړو د وتلو اعلان هم وکړ. په عمده توګه د دې بحران تر شا عمده عوامل په لاندې ډول وو:

لومړی؛ په سیمه‌ییزه کچه د قطر او سعودي رقابت

دویم؛ په اسلامي نړۍ کې د یو شمېر اسلامپالو (اخوان المسلمون، طالبان، حماس او نور) څخه د قطر ملاتړ

درېیم؛ له ایران سره د قطر نږدې کېدونکي روابط.


څلورمه برخه: پر افغانستان یې تاثیرات

افغانستان په وچه کې پروت او کمزوری هېواد دی، چې له منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ سره مخامخ پولې لري. له همدې ځایه زموږ هېواد د نورو هېوادونو په پرتله تل د سیمې جیوپولټیک قرباني کېږي.

دا چې زموږ په سیمه کې د تېرو پنځو کلونو وروستي جیوپولیټيکي تغییرات به پر هېواد څه اغېزې وښندي، په لاندې برخو کې ورته اشاره شوې ده:

  1. د چابهار بندر تړون

د ایران-لویدیځ ترمنځ د اټومي هوکړه‌لیک وروسته، د ۲۰۱۶ز کال د مې پر ۲۳مه نېټه افغانستان، هندوستان او ایران په تهران کې د چابهار ترانزیټي تړون په یوه داسې مهال لاسلیک کړ، چې د چابهار پر بندر عملي چارې پېلېدل د ۱۹۵۵ز کال راهیسې ځنډېدلې وې. که څه هم د سړې جګړې پرمهال لومړی د ګوادر او چابهار ترمنځ مقابله وه. بیا په ایران کې د اسلامي انقلاب له راتګه وروسته پرې کار پېل نه شو او له ۲۰۰۱ز کال وروسته پر ایران د اتومي بندیزونو له کبله وه، چې هند او یو شمېر نورو هېوادونو هم په دغه بندر کې له پانګونو ډډه کوله.

همدا لامل دی، چې څرنګه له ایران څخه د بندیزونو پورته کولو خبره وشوه، افغانستان، هند او ایران د چابهار بندر د عملي چارو پېلولو پسې مټې رابډ وهلې او ژر يې د چابهار بندر تړون لاسلیک کړ. هند هم، ژمنه وکړه، چې په دغه بندر کې به تر ۵۰۰ میلیون ډالرو پورې پانګونه کوي. د سیمې دغه جیوپولیټيک بدلون (د چابهار بندر تړون لاسلیکېدل) هغه څه و، چې پر افغانستان یې مثبته اغېزه وکړه. ځکه چابهار د افغانستان ترانزیټي لارې متنوع کړې. له دې وړاندې د افغانستان ډېری ترانزیټ او سوداګري د پاکستان له لارې کېده او پاکستان به ډېری مهال له دغه حالت څخه د سیاسي وسيلې په توګه ګټه اخیستله.

خو وروسته، چې کله امریکا له ایران سره له اتومي هوکړه لیک ووت، او امریکا پر ایران یو ځل بیا بندیزونه ولګول نو په افغانستان کې یو شمېر اندېښنې پیدا شوې، چې شاید دغه نوی تحول به چابهار هم اغېزمن کړي. خو ډېر ژر په افغانستان کې د امریکا سفارت وویل، له دغو بندیزونو افغانستان مستثنی دی او کولای شي، چې په چابهار بندر کې پرمخ ولاړ شي.

  1. د طالبانو د ډيپلوماسۍ لوړ پرواز

 د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې، په سیمه‌ییزه کچه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رقابت زیات شوی. طالبانو له سیمه‌ییزو هېوادونو لکه روسیې، چین، ایران، او د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو سره خپلې ډيپلوماتیکي اړیکې پراخې کړې. دا تر ډېره د سیمې د بدلېدونکي جیوپولیټيک له کبله وه؛ ځکه په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور پروني دښمنان اړ کړل، چې له یو بل سره اړیکې ولري. له همدې ځایه وه، چې له طالبانو سره د روسیې او ایران ډيپلوماتیکي اړیکې پراخې شوې.

دا چې طالبان ولې روسیې او ایران ته نږدې شول، درې عوامل لري:

لومړی؛ د کندز د دوه ځله سقوط پرمهال، طالبانو په خپلو اعلامیو کې د شمال د دغه لوی ښار سقوط د افغانستان د شمالي ګاونډیانو لپاره د ګواښ په توګه معرفي نه کړل. بلکې خپله پخوانۍ ژمنه او تګلاره یې روښانه کړه، چې د دوی فعالیتونه او اجنډا یوازې د افغانستان تر پولو محدود دي.

دویم؛ د داعش خراسان ډلې پرضد د داعش د عراق ډلې مشر ابوبکر البغدادي ته د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور لیک، د داعش او طالبانو اختلافات او بیا له یو بل سره جګړې؛

درېیم؛ په افغانستان کې د داعش ډلې ترشا د افغان حکومت او امریکا د ملاتړۍ توطیه‌ګرې نظریو پياوړي کېدل هغه بل لامل و، چې په پای کې یې له طالبانو سره د روسیې او ایران پر اړیکو اغېزه وښندله.

  1. د مسکو د سولې پروسه

له سړې جګړې وروسته، په پوست امریکايي نړېوال نظام کې دا لومړنی ځل و، چې د ملي یووالي حکومت پرمهال په افغانستان کې د روسیې او امریکا رقابت او اختلافات د پردې پرمخ راغی. دا رقابت او اختلافات لومړی د روسیې له‌خوا په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور او تګلارې نیوکې وې. وروسته د داعش ظهور له کبله اندېښنې څرګندول او په وروستي قدم کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان د حضور او مشورې پرته له چین او پاکستان سره یوځای د مسکو پروسه پېلول وو.

په عمومي توګه له ۲۰۰۱ز کال وروسته تر ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ز کال پورې امریکا په دې بریالۍ شوې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد جګړه کې د سیمې هېوادونو اجماع رامنځته کړي. له همدې ځایه وه، چې په نړېواله او سیمه‌ییزه کچه له امریکا سره مخالفو هېوادونو لکه چین، روسیې او ایران هم په افغانستان کې د امریکا له تګلارې ملاتړ وکړ. خو له ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ز کال وروسته، د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه پاکستان د امریکا پرضد له افغان طالبانو ملاتړ پېل کړ.

وروسته له ۲۰۰۹ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې هم، د سیمې ډېری هېوادونه په دې همغږي شول، چې په افغانستان کې سوله اړینه ده او پر سولې به یې ټینګار کاوه. که څه هم یو شمېر نورو هېوادونو لکه جرمني، ناروې، قطر، سعودي، پاکستان او چین هم د افغانستان د سولې په قضیه کې په مخامخ توګه له افغان حکومت او افغان طالبانو سره ښکېل و؛ خو بیا هم د افغانستان په تړاو د سولې پروسه تر ډېره د امریکا او افغان حکومت پر مشرۍ روانه وه. خو د ۲۰۱۶ز کال په پای کې، په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو روسیې د روس، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه راوبلله. خو د افغان حکومت او یو شمېر نورو هېوادونو له‌خوا پرې نیوکې وشوې، همدا لامل و، چې وروسته بیا د افغان حکومت ترڅنګ پنځه نور هېوادونه هم د دغې پروسې دویمې ناستې ته راوبلل شول. په درېیمه ناسته کې د امریکا په شمول ۱۱ هېوادونه راوبلل شول؛ خو امریکا پکې ونډه وانه خیستله.

د افغانستان په تړاو د مسکو د ناستې د پېلیدو تر شا عوامل د امریکا او روسیې ترمنځ دغه اختلافات په سیمه کې د داعش ظهور او پراخېدنې، په نړېوال سیاست کې د روسیې او امریکا ټکر (په تېره بیا په سوریې او اوکراین کې)  او د دغه فکر او ویرې شتون چې امریکا په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د جګړې حل نه غواړي وو. د دې ترڅنګ د امریکا او افغان حکومت له‌خوا د افغانستان د سولې په قضیه کې د روسیې منزوي کول به شاید بل هغه لامل و، چې روسیه یې وهڅوله ترڅو یوه داسې پروسه پېل کړي، چې د افغانستان د سولې په قضیه کې یې ښکېله کړي. ځکه د ملي یووالي حکومت وړاندې د افغانستان د سولې پروسه کې په مخامخ توګه افغان حکومت، امریکا، پاکستان او په غیر مستقیمه ترکیه، ناروې او جرمني ښکېل وو. خو د ملي یووالي حکومت وروسته، چین، پاکستان دخیل کړای شو. د ارومچي، مري او څلور اړخیزې ناستې یې بېلګې دي. د افغانستان د سولې په قضیه کې د روسانو ډېره لېوالتیا د افغانستان د راتلونکي نظام او په سیمه کې د مسکو د ګټو خوندیتوب دی.

  1. له طالبانو د یو شمېر هېوادونو ملاتړ

د یو لړ جیوپولیټيکي بدلونونو له کبله لکه په نړېواله کچه د امریکا هېجمونیک ځواک کمېدل، په افغانستان کې پوځي ا‌ډې ترلاسه کول، د داعش تر شا په ملاتړ تورنېدل، له روسیې سره په اوکراین او سوریه کې اختلافات ژور کېدل او په افغانستان کې یې د نظامي حضور د موخو پټوالی هغه څه وو، چې له امریکا سره یې د سیمه‌ییزو هېوادونو واټن زیات کړ. همدا لامل دی، چې له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو لکه روسیې او ایران اړیکې هم پراخې شوې او هم له طالبانو سره د دغو هېوادونو له‌خوا د مرستو خبرونه هم په رسنیو کې خپاره شول. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۷ز کال د مارچ په ۳۰مه نېټه امریکايي جنرال جوسیف وټېل د امریکا سنا مجلس ته په خپله وینا کې له طالبانو سره د روسانو نظامي مرستو په تړاو امکان څرګند کړ[18]. وروسته د ۲۰۱۷ز کال په اپرېل میاشت کې د امریکا بل جنرال جان نېکولسن هم ورته امکان وښود[19].

  1. د غني د ترورېزم پرضد د سیمه‌ییزې اجماع په لاره کې خنډ

اشرف غني له ولسمشرېدو راهیسې دوه محوره ډيپلوماتیکي ستراتيژي پر لاره اچولې، چې لومړی یې ترې موخه د خپل حکومت بقا ده او په دویم کې بیا د طالبانو ځپل یا د خبرو اترو مېز ته راوستل دي.

لومړی محور؛ له لویدیځ سره اړیکې جوړول

د حامد کرزي د دویمې دورې پرخلاف، د اشرف غني بهرنی سیاست د لویدیځ په تېره بیا د امریکا پر پلویتوب راوڅرخېد. د ملي یووالي حکومت له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل. بهرنیو سرتېرو ته یې بیا د شپنیو عملیاتو د ترسراوي اجازه ورکړه ، چې کرزي (په خپله دویمه دوره او اوس هم) ردول او په سختو ټکو کې به یې غندل.

د دې ترڅنګ، د ملي یووالي حکومت د امریکا پر هغو بریدونو، چې ملکیان او افغان امنیتي ځواکونه یې پکې ښکار کړل، چوپ پاتې شو. د بېلګې په توګه افغان حکومت د امریکا پر هغه برید چې له کبله یې د بې پولو ډاکټرانو روغتون په نښه شو، امریکا باندې نیوکې ونه کړې او بیا یې ورته چلند د کندز د دویم سقوط پرمهال هم غوره کړ.

که څه هم افغان حکومت په دې تړاو اعلامیې خپرې کړې؛ خو دا بیا د امریکا پرضد نه وې او نه هم دوی په نامه یاد شول. که چیرې دا ډول پېښې د حامد کرزي په دویمه دوره کې شوې وای نو هغه به یوه شېبه هم نه وه ضایعه کړې او واشنګټن به یې غندلای وای.

د ملي یووالي حکومت د خپلې همدغه تګلارې له کبله د امریکا د پوځیانو د وتلو پر پروګرام اغېزه وښندله. دغه راز واشنګټن او اروپايي اتحادیې له ملي یووالي حکومت سره په مالي، نظامي او ډيپلوماتیکي برخه کې ملاتړ وکړ. په خپله په امریکا کې امریکايي چارواکو وویل، د ملي یووالي حکومت پرمهال د واشنګټن-کابل اړیکې د حامد کرزي د دورې په پرتله ښې دي[20]. د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو سکرټرې هم د اشرف غني ستاینه وکړه او دی یې له کرزي ډېر غوره وباله[21].

دویم؛ د ترورېزم پر وړاندې د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول

له امریکا او ناټو سره د اړیکو له پیاوړي کولو وروسته، اشرف غني وغوښتل، چې د وسله‌والو ډلو پرضد جګړه کې د سیمه‌ییزو هېوادونو اجماع رامنځته کړي. په همدې موخه یې لومړی سعودي او بیا چین ته سفر وکړ. وروسته یې پاکستان، ترکمنستان، ایران، روسیې، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړل.

خو په سیمه کې د داعش ظهور د افغان ولسمشر اشرف غني د سیمه‌ییزې اجماع پروګرام په لاره کې خنډ واقع کړ. ځکه سیمه‌ییز هېوادونه د دغې سازشي نظریې له مخې، چې افغان دولت په تېره بیا د ملي امنیت سلاکار وزیر حنیف اتمر او امریکا، په افغانستان کې د داعش پروژې تر شا دي، او عمده موخه یې منځنۍ اسیا او روسیه ناامنه کول دي، په خپلو بهرنیو سیاستونو کې بدلونونه راوستل.

  1. د سیمې د ناامنه کولو د خېز تخته

اوس‌مهال په عراق او سوریه کې د داعش ټغر په تدریجي توګه ټولیږي. ډېره شونې ده، چې د عراق او سوریې دغه داعشي جهادي ډله د پټنځای په موخه د افغانستان په لور مخه کړي؛ ځکه په مشرقي او اوس د رسنیو د خبرونو له مخې د دغې ډلې خراسان ډلې خپل شتون د افغانستان په شمال کې هم ښودلی. دویم د افغانستان ډېری خاوره د دولت په ولکه کې نه ده او د نورو هېوادونو په پرتله دلته د امنیتي ځواکونو کنټرول کمزوری دی. همدا لامل دی، چې شاید دا ډله د خپلې بقا په موخه دېخوا راشېوه شي.

د دې ترڅنګ د داعش عراق ډلې کې د روسیې، منځنۍ اسیا او چینايي توکمونو شتون د دې شونتیا نوره هم ډېروي، چې په منځني ختیځ کې د کړۍ پر تنګېدو به دوی د افغانستان پر لور مخه کوي او بیا به له دغه ځایه په خپلو سیمو کې فعالیتونه پېلوي.

  1. د رقابتونو ډګر او د شیعه-سُني جګړه

که چیرې د ملي یووالي حکومت د واکمنۍ په درېیم کال کې په افغانستان کې د بېلابېلو سیمه‌ییزو رقیبو ځواکونو همکارۍ او اړیکو ته نظر وکړو نو په تېرو اوولسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د دغو رقیبو هېوادونو ترمنځ ناهمغږي زیاته شوې. د بېلګې په توګه روسیې په افغانستان کې له امریکا سره همکارۍ ته د پای ټکی ايښی او اوس په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور یو شمېر اړخونو ته په منفي سترګه ګوري. د سعودي-مصریانو هم له قطر سره یوځای هلې ځلې پېل کړي، چې د خلیج په ډيپلوماتیک کړکیچ کې د افغانستان ملاتړ خپل کړي. د سعودي او ایران ترمنځ اختلافات هم زیات شوي او دواړه هېوادونه په تېره بیا د یمن په قضیه کې د سعودي په ملاتړ د افغانستان له اعلامیې وروسته متحرک شوي دي. دغه راز، د ټرمپ د نوې تګلارې له مخې هم،  د امریکا په نزد په افغانستان کې د هندوانو رول ارزښت هم زیات شوی دی، چې دا به په بل اړخ کې پاکستان وپاروي. افغان حکومت هم، له پاکستان څخه د بې زاره کېدو وروسته له هندوستان سره نظامي او امنیتي اړیکې غځولې دي.

دغه راز په مذهبي اړخ کې هم، په افغانستان کې د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله مذهبي شخړې په تېره بیا د شیعه-سُني ترمنځ جګړې کمې تر سترګو کېږي، بلکې تر ډېره افغانستان د دواړو د همغږۍ د نمونې په توګه هم کارولی شو. خو له کله نه چې په افغانستان کې داعش ظهور کړی، له هغې ورځې راهیسې په هېواد کې د شیعه پلویانو پرضد بریدونه زیات شوي دي او د داعش تر پاتې کېدو ډېره وېره شتون لري، چې دا ډول بریدونه به دوام وکړي.

پایله

که څه هم روسیې په افغانستان کې د داعش د ظهور په تړاو اندېښنې وښودلې او دا ډول څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نیولې تر ولسمشر ولادمیر پوتین پورې وشوې، خو بیا هم د سیمې د ویشل کېدا وزن هغه مهال زیات شو، چې کله روسیې په رسمي توګه په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې نیوکې پېل کړې او په پای کې د خپلو همدغو اندېښنو او څرګندولو له کبله یې بیا د ۲۰۱۶ز کال په پای کې یې د افغانستان د مشارکت پرته د افغانستان په تړاو د مسکو کنفرانس راوغوښت، چې پاکستان، روسیې او چین پکې ګډونوال وو. د مسکو کنفرانس په لومړۍ غونډه کې درې واړه ګډونوال په دې سره سلا شول، چې یو شمېر طالبان د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه وباسي[22]. دا په داسې حال کې وه، چې له دغې غونډې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل د طالبانو مشر ملا هیبة الله په تورلېست کې واچوي[23].

که څه هم وروسته د مسکو دغې ناستې سیمه‌ییز اړخ خپل کړ او په دویمه ناسته کې د افغانستان او هند په شمول شپږو هېوادونو پکې برخه واخیسته. د دغې پروسې په درېیمه غونډه کې امریکا ته هم بلنه ورکړل شوه؛ خو امریکا بیا دا بلنه رد کړه[24] او په مجموع کې د مسکو کنفرانس په درېیمه غونډه کې ۱۱ هېوادونو برخه واخیسته. د دغې غونډې اصلي موخه یوازې افغانستان وو؛ خو دا تر ډېره د دې معنی نه لري، چې د دغه کنفرانس له کبله نوره سیمه په دوو بلاکونو کې وویشل شوه. زموږ سیمه، چې چین، منځنۍ اسیا او روسیه، ایران او سویلي اسیا پکې راځي، د دوو بلاکونو پر لور روانه نه ده؛ ځکه د هېوادونو ترمنځ رقابتونه او اېتلافونه په ټوله کې یو رنګ نه وي. ځکه سیمه‌ییزې ګټې ډېرې سره پېچلې وي. په یوه سیمه کې د دوو هېوادونو ګټې سره همغږې وي؛ خو په بله سیمه کې بیا په ټکر کې وي.

له همدې ځایه ده، چې وایو سیمه په تدریجي توګه د امریکا د حضور پرضد راپارېږي او له همدې ځایه ده، چې د همدغه موخې تر چتر لاندې سره راټولېږي. په بل اړخ کې هند، د خپلو ګټو له امله د امریکا په محور کې راڅرخي؛ که څه هم افغانستان د امریکا پر مرستو ډېر متکي دی او له امریکا سره ستراتيژيکې اړیکې لري؛ خو بیا به هم ونه غواړي، چې یو ځل بیا د سیمه‌ییزو رقابتونو قرباني شي. دغه راز په سیمه کې د امریکا ضد روان اېتلاف دا هم ښيي، چې زموږ په سیمه کې د امریکا هېجمونیک ځواک تر ډېره خدشه دار شوی دی.

پای

===========================================

:References

[1]  په دغه لیکنه کې د سیمې هغو جیوپولیټيکي بدلونونو او پر افغانستان یې اغېزو ته اشاره شوې، چې په ډېری توګه د ملي یووالي حکومت پرمهال یا رامنځته شوي او یا یې هم په دغه پېر کې یې اغېزې تر ټولو زیاتې او جوتې وې. لیکوال

[3] Robert D Blackwill, The Geopolitical Consequences of the World Economic Recession- A Caution, Rand Corporation, 2009, Occasional Paper, See it online:< https://www.rand.org/content/dam/rand/pubs/occasional_papers/2009/RAND_OP275.pdf>; Saul Bernard Cohen (eds), Geopolitics: The Geography of International Relations, Third Edition, Rowan & Littlefield: London, 2015, pp:15-16

[4] Oxford Bibliographies, Geopolitics- Geography, see it online:< http://www.oxfordbibliographies.com/view/document/obo-9780199874002/obo-9780199874002-0017.xml>

[5] Oxford Dictionaries, Geopolitics, see it online:< https://en.oxforddictionaries.com/definition/geopolitics>

[6] Evans, G & Newnham, J., (1998), “The Penguin Dictionary of International relations”, Penguin Books, London, UK.

[7] Merriam-Webster, Definition of Geopolitics, see it online:< https://www.merriam-webster.com/dictionary/geopolitics>

[8] Cambridge Dictionary, geopolitics, see it online:< https://dictionary.cambridge.org/dictionary/english/geopolitics>

[9] Encyclopeadia of Britannica, Geopolitics, see it online:< https://www.britannica.com/topic/geopolitics>

[10] Devetak et al. (eds), An Introduction to International Relations, 2012, p. 492.

[11] Saul Bernard Cohen (eds), Geopolitics: The Geography of International Relations, Third Edition, Rowan & Littlefield: London, 2015, pp:15-16

[12]  عاشق الله رحیمزوی، غني: د طالبانو نه وړاندې باید د پاکستان سره سوله وشي، د امریکا غږ، ۶ وری ۱۳۹۴، په پرلیکه بڼه:« https://www.pashtovoa.com/a/2694918.html»

[13] عزیز احمد پنجشیري، افغانستان و راه ابریشم، کابل: انتشارات سعید، ۱۳۷۸

[14] The News, Russia to train Pakistani troops, 8 August 2018, see it online:< https://www.thenews.com.pk/latest/352364-russia-all-set-to-train-pakistani-troops>

[15] Iram Khalid &RehanaSaeedHashmi, Iranian Nuclear Deal: Future Perspectives and Implications for the Region, Pakistan Vision, Vol. 15, No.1

[16] په ایران کې د سویس سفیر ټیم ګلډیمان د ایران هغه وړاندیز امریکا ته ورسوه، او پکې یې د نورو ډېرو معاملاتو ترڅنګ د اتومي پروګرام پر سر د خبرو اترو د پېلولو غوښتونکي هم شول. وګورئ:
Holly Dagres, Timeline: Iran’s Nuclear Program, The Cairo Review, see it online: https://cdn.thecairoreview.com/wp-content/uploads/2014/12/CR10_Timeline.pdf

[17] Zainab Fattah, Guid to $400 billion in Saudi-US Deals: Black Hawks to Oil, Bloomberg, see it online: https://www.bloomberg.com/news/articles/2017-05-22/guide-to-400-billion-in-saudi-u-s-deals-black-hawks-to-oil

[18] TOLO News, US General Accuses Russia of Assisting Taliban, 30 March 2017, see it online:< http://www.tolonews.com/node/40311>

[19] ABC News, Russia may be aiding Taliban, US general in Afghanistan says, 24 April 2017, see it online:< http://abcnews.go.com/International/russia-aiding-taliban-us-general-afghanistan/story?id=46989830>

[20] د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د ملي امنیت شورا مشر مشاور څرګندونې. د لوستلو لپاره وګورئ:
http://www.nytimes.com/2015/03/23/world/asia/for-obama-ghani-offers-hope-of-a-less-fractious-relationship.html

[21] http://dir.pajhwok.com/en/2016/06/16/white-house-hails-ghani-much-better-partner-karzai

[22]  د مسکو کنفرانس د لومړۍ غونډې په اعلامیه کې راغلل: “Russia and China, as permanent members of the UN Security Council, reaffirmed their readiness for flexible approaches to the prospect of excluding certain individuals from the list of sanctioned persons as part of efforts to promote a peaceful dialogue between Kabul and the Taliban movement.”

Tolo News, Russia, China, Pakistan Call For End to Sanctions Against Taliban, 28 Dec 2016, see it online:< http://www.tolonews.com/afghanistan/russia-china-pakistan-call-end-sanctions-against-taliban>

[23] Reuters, Afghan president asks UN to add Taliban leader to sanctions list, 14 Nov 2016, see it online:< http://www.reuters.com/article/us-afghanistan-taliban-idUSKBN1391LP>

[24] د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل: «دا ډول خبرې اترې زموږ لپاره ناڅرګندې دي، چې د [روسانو] موخه ترې څه ده؟ داسې برېښي، چې دا د روسانو یوه اړخیزه هڅه ده، ترڅو په سیمه کې خپل نفوذ پیچکاري کړي، چې دا بیا زموږ په اند په اوسني وخت کې رغنده کار نه دی»
Russia Today, US snubs 11-state Afghanistan peace conference, says Russia trying to ‘assert influence’, 14 April 2017, see it online:< https://www.rt.com/news/384774-afghanistan-conference-moscow-us/>


د PDF بڼې لپاره

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *