هسکې مېنې پېښه؛ د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې لړۍ

د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې/میزان میاشتې په ۲۶ مه نېټه ننګرهار ولایت د یوې لویې غمیزې شاهد ؤو. دا زړه بوږنوونکې پېښه د دې ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یادې سیمې اوسیدونکي د جمعې لمانځه د ترسره کولو لپاره په ځایي جومات کې راټول شوي ؤو.

په پېښه کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. همدارنګه  د دې برید مسؤولیت چا نه دی منلی او طالبانو هم پکې لاس لرل رد کړي دي. پر افغان حکومت سربېره، ملګرو ملتونو، امریکا، چین، روسیې، هند، پاکستان، ایټالیا، ایران، په افغانستان کې د امریکا سفیر، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په ټوله کې برید په ملي او نړېواله سطحه وغندل شو. د بښنې نړېوالې ادارې هم دا برید جنګي جنایت بللی او زیاتوي چې افغانستان کې د عامو وګړو مرګ‌ژوبلې زیاتېدل نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې په وروستیو څو میاشتو کې یوه هیله‌بښونکي پړاو ته رسېدلې وې؛ خو له تېرو دوه میاشتو راهیسې په ټپه درول شوې او دا ډول حملې په حقیقت کې د سولې هغه قېمت دی چې عام وګړي یې پرېکوي.

د هسکې مېنې پېښه، ملکي وګړو مرګ‌ژوبله، د ملګي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د یوناما راپور ته کتنه او دا چې روان وضعیت به څه پایلې ولري؟ هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

هسکې مېنې پېښه

د هسکې مېنې پېښه یو له هغو پېښو څخه ده چې تر اوسه یې پړه چا په غاړه نه ده اخستې، په تېره یوه نیمه لسیزه کې دې ته ورته په لسګونه پېښې په کابل او ولایاتو کې تر سره شوې دي چې تر اوسه یې طرف نه دی معلوم شوی، د دې پېښې د څرنګوالي لپاره افغان حکومت او نړېوالې ټولنې پلټنې پیل کړي تر څو یې طرف معلوم کړي خو تېرو تجربو ښودلې چې دې پلټنو هم کومه مثبته پایله له ځان سره نه ده لرلې خو  په ټوله کې دا ډول حملې او روانه جګړه یوازې له عامو افغانانو ژوند اخلي او بس.

د هسکې مېنې د خلکو سره د غمرازۍ په موخه جمهور رئیس محمد اشرف غني یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ؛ او د خلکو سره یې وعده وکړه چې د دې غمیزې عاملین به پیدا کوي او مرکزي حکومت به د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د کارونو د تعقیب په موخه یې د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ته دنده وسپارله چې د دوی ستونزې واوري او په حل کې یې جدي اقدام وکړي همدارنګه مشرانو جرګې د دې برید په پار د ملي ماتم د اعلان غوښتنه هم وکړه او په افغانستان کې غیر دولتي خیریه بنسټ (احساس)هم بشر دوستانه مرستې دې سیمې ته ورسولې.

د افغانستان په جګړه کې ټول دخیل اړخونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان د موضوع حل په جګړه نه بلکې د خبرو اترو له لارې شونی دی که چېرې یې حل جګړه وی خو په تېرو دوه لسیزو کې به یې نسبي حل راوتلی ؤو،  خو موږ ګورو چې ورځ تر بلې جګړه ګرمیږي او قېمت یې عام افغانان ورکوي، د هسکې مېنې پېښه او دې‌ته ورته نورې ډېرې پېښې، د سولې هغه قېمت دی چې تر نن پورې یې عام افغانان ورکوي، او څومره چې سوله ځنډیږي هماغومره به دا قېمت نور هم پورته ځي.

جنګ د افغانانو نه قرباني اخلي

د افغانستان په روانه جګړه کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه ده شوې او له همدې امله هر کال په دغه جګړه کې د جګړې د ښکېلو لورو ترڅنګ، زرګونه عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د يوناما د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۹م کال راوروسته چې يوناما پکې د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې ثبتول پيل کړل، د ۲۰۱۹م کال تر درېیمي ربعې په افغانستان کې په مجموعي توګه ۹۰ زره ولسي وګړو ته د جګړې د ښکېلو لورو له‌خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۱۴ م کال کې د ملي یووالي حکومت له راتگ سره، کله چې له امریکا سره امنیتي تړون په هېواد کې د امن او سولې په پار لاسليک شو؛ خو برعکس د جګړې میدان ګرم او د عامو وګړو مرگ‌ژوبله زیاته شوه. د يوناما د ارقامو له مخې، د ملي يووالي حکومت په دوره کې هر کال شاوخوا لس زره عامو وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په ټوليز ډول دغه وضعیت ورځ تر بلې د جګړې د میدان له ګرمېدو سره لا هم د خرابېدو په لور روان دی، چې په افغانستان کې د یوه ناورین ښودنه کوي، ښه بېلګه یې د هسکې مېنې پېښه ده.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې څارونکي بنسټونه، په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پړه تر ډېره د دولت پر وسله‌والو مخالفینو ور اچوي؛ خو د وسله‌والو مخالفینو ترڅنګ، افغان او بهرني ځواکونه د دغې مرګ ژوبلې مهم عاملين دي، چې په دغو راپورونو کې تر ډېره سترګې ترې پټېږي. د بهرنیانو له لوري ړندې بمبارۍ او هغه حملې چې څوک یې پړه په غاړه باندې نه اخلي، د عامو خلکو په کورونو، مدرسو، جوماتونو، جنازو، د خوښيو مراسمو او نور ملکي تجمعاتو وخت ناوخت تر سره کیږي، او په تېرو څو کلونو کې یې زرګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه نوي راپورونه

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې د ۲۰۱۹م کال په درېیمه ربع کې د عامو وګړو مرګ‌ژوبله خپلې لوړي کچې ته رسېدلې.

په ټولیزه توګه، د ۲۰۱۹م کال په لمړيو ۹ میاشتو کې، د ثبت شویو ارقامو له مخې ۸۲۳۹ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې (۲۵۶۳ مړه او ۵۶۷۶ ټپیان)- چې له ۲۰۱۴م کال راپدېخوا په متواتر ډول د ۹ میاشتو په موده کې په افغانستان کې د عامو وګړو د لوړې کچې مرګ ژوبله په ډاګه کوي. همدارنګه، د کال په وروستۍ ربع کې یوناما د عامو وګړو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې.

د جولای له لمړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې په تایید شوې شمېره کې د ۲۰۱۸م کال د همدې مودې پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. پردې سربېره په جولای میاشت کې یوناما، چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې یې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د عامو وګړو د مرګ ژوبلې ثبتونه پېل کړې، په یوه میاشت کې د عامو وګړو تر ټولو لوړ شمېر مرګ‌ژوبله ثبت کړې.

تر هغه وروسته د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په مجموعي شمېر کې کموالی راغلی، چې تر ډېره د وسلوالو ډلو لخوا ملکي مرګ ژوبله کمه شوه، خو د کال په درېیمه ربع کې چې کله د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې بندې شوې د طالبانو لخوا د عامو وګړو مرګ‌ژوبلې په کچه کې بېرته زیات زیاتوالی راغلی. په ورته وخت کې د جنورۍ له لومړۍ د سپټمبر د میاشتې تر۳۰ مې نېټې پورې د حکومت پلوه ځواکونو د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو له کبله هم عامو وګړو مرګ ژوبله خپل اوج ته رسېدلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل: “په افغانستان کې د جګړې له کبله په لوړ شمېر کې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې رامنځ ته کېدل د داسې سولې د خبرو اهمیت په ګوته کوي، چې د اوربند د رامنځ ته کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یو سیاسي دایمي جوړجاړي سبب شي؛ کومه بله لار نشته”. ښاغلی یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی زیاته کړه: ”د ملکې وګړو مرګ ژوبله په هېڅ ډول د منلو نه ده په ځانګړي توګه چې ټول په دي باور دي چې د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نلري“

د دې راپور په اساس په افغانستان کې د ټولې مرګ‌ژوبلې ۴۱ سلنه ښځې او ماشومان دي. د ۲۰۱۹م کال په لومړیو نهو میاشتو کې، ۹۲۳ ښځو ته (۲۶۱ وژل شوي او ۶۶۲ ټپیان) مرګ ژوبله اوښتې، همدارنګه ۲۴۶۱ ماشومانو ته(۶۳۱ تنه یې وژل شوي او  ۱۸۳۰ یې ټپیان) مرګ‌ژوبله اوښتې.

روان وضعیت په کوم لوري روان دی؟

کله چې د طالبانو-امریکایانو ترمنځ مخامخ خبرې بندې شوې د سولې په ځای ټاکنو ته پام واوښتلو او ټاکنې د تلې/میزان په شپږمه تر سره شوې، داسې انګېرل کیږي چې په ټاکنو کې ۹ مېلیونو کسانو نوم‌لیکنه کړې وه یوازې ۲ مېلیون کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې او لومړنۍ پایلې یې، ټاکل شوې وه د میزان میاشتې په ۲۷ مه نېټه اعلان شې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدلې.

همدارنګه د سولې د خبرو د درېدو سره د امریکایي چارواکو راتګ افغانستان ته زیات شوی، ځانګړي ډول د هغه کسانو، چې هغه په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدو پلوي دي؛ د دې سفرونو په لړ کې تېره جمعه د امریکا د دفاع وزیر په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او په یوه مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان له دفاع او داخله وزیرانو سره راڅرګند شو، ده ووېلې چې طالبان د هر بل وخت نه زیات ځپل شوي او تر فشار لاندې دي او افغان ځواکونه یې وستایل چې د دفاعي حالت نه یې تعرضي شکل غوره کړی او دوی ته یې د خپلو اوږدمهاله نظامي مرستو وعده ورکړه. له دې سره هم‌مهاله د امریکا د سنا د مشرې نانسي پلوسي په مشرۍ پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړ او د افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او نظامیانو سره یې ولیدل د افغان نظامیانو سره د لیدنې پر‌مهال یې د دوی هڅې د جګړې په ډګر کې وستایلې او زیاته یې کړه چې ستاسو قربانۍ یوازې د افغانستان خاورې د ساتلو او افغانانو لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د ساتنې لپاره دي.

دا چې کله له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې بندې شوې امریکایي لوري تل د جګړې ژبه کارولې او ورسره په افغانستان کې امنیتي وضعیت هم خراب شوی، او د عامو وګړو مرګ‌ژوبله هم خپل اوج ته رسېدلې، چې ښه بېلګه یې د هسکې مېنې واقعه ده په اوس وخت دا ډول څرګندونې د هغه څه ښکارندویي کوي چې د افغانستان په قضیه کې جنګ‌پلوه داخلي او بیروني اړخونه روان وضعیت په خپله ګټه بولي نو ځکه خو جنګي اجراءاتو ته د سولې د مذاکراتو په ځای ترجیح ورکوي حال داچې، د دې وضعیت پایله نه‌یوازې په افغانستان کې د جګړې دوامداره کېدل او د زیاتو افغانان وژل کېدل دي، بلکې د دې سرخوږي دوام به سیمه او نړۍ هم د نه جبرانېدونکو پایلو سره مخامخ کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *