ولسي لاریونونه؛ او که د حق غوښتنې زنګونه

لیکنه او لید لوری: امان الله تاند – د ستراتيژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز څېړونکی

په معاصره نړۍ کې نړیوال د خپلو بنسټیزو حقونو ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر لارو څخه کار اخلي، چې د هغې جملې څخه لاریونونه هم په ګوته کولی شو. کله چې د یوې سیمې خلک خپلو لومړنیو حقونو او غوښتنو لکه امنیت، صحت، خواړه، تعلیم… ته لاسرسی و نه لري، نو د اړوندو چارواکو پام یادو ستونزو ته راګرځوي، که چېرته چارواکي ورته بنسټیزې حل لارې ولټوي، ښه تر ښه، که نه وګړي اړ کېږي ترڅو د خپلو حقونو او غوښتنو ترلاسه کولو لپاره لاریونونه ترسره کړي. او هغه اړوند چارواکي چې کولی شي په اړوندو برخو کې اغېزې ولري، دې ته اړ کړي ترڅو یادو ستونزو ته حل لارې ولټوي او یا استعفاوې وړاندې کړي. ځینې وخت لاریونونه کولی شي اړوند چارواکي دې ته اړ کړي ترڅو د لاریون کوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، مګر ځینې وخت بیا لاریون کوونکي د اړوندو چارواکو د منفي او یا کمزورو ځوابونو پر وړاندې خپلو لاریونونو ته ادامه ور کوي، چې ډېری وخت لاریونونه په تاوتریخوالي هم اوړي، او په ډېری ځایونو کې مرګ ژوبلې هم له ځان سره لري.

کله کله داسې هم کېږي، چې بهرني لاسونه او قوتونه د خپلو هغو لاسپوڅو په واسطه چې په یو شمېر سیمو کې یې ځای پر ځای کړي وي او هلته ولسي نفوذ لري، عام وګړي دې ته اړ کوي ترڅو د هغو چارواکو پر ضد یې راوپاروي کوم چې د یادو بهرنیو قوتونو ګټې له خطر سره مخ کولی شي. او دا کار زیاتره وخت په هغو سیمو کې سرته رسیږي، چې یا خو د طبیعي زیرمو له لیګانه غني او شتمنې وي، او یا یې جغفرافیوي موقعیت داسې وي، چې د بهرنیو قوتونو اقتصادي او سیاسي ګټې پکې نغښتې وي، او هغوی نه غواړي چې حریفان او سیالان یې له هغو سیمو څخه د دوی پر ضد کار واخلي. په همدې هڅو کې وي او د هغو سیمو د عامو وګړو ستونزې مخکې له مخکې د ژورې مطالعې لاندې نیسي، او په مناسب وخت کې د یو ځانګړي پلان او برنامې له مخې شته ستونزې د خپلو داخلي ملګرو په واسطه هلته د عامو وګړو په راپارولو او د لاریونونو په شکل رابرسیره کوي. او لیدل کېږي چې په دغسې حالاتو کې ډېره ګټه اصل لوبغاړي (بهرنیان) ترلاسه کوي او د سیمې خلکو ته یوازې اوږدمهالې لانجې او ستونزې په میراث پاتې کېږي. په روان وخت کې د منځني ختیځ (عراق، لبنان، سوریې) او همدارنګه د چین تر نیمه تسلط او اغیز لاندې هانکانګ  کې د روانو لاریونونو څخه یادونه کولی شو. سوریه چې د تیلو زیرمو ظرفیت یې ۲.۵ بیلیون بیلرو ته رسیږي، د ۲۰۱۱ کال راهیسې په کورنۍ جګړې کې نغښتې ده، او عامل یې په ښکاره او پټه بهرني لاسونه دي، او د دې خبرې د ریښتینولۍ لپاره د ټرمپ وروستۍ هغه څرګندونې ښې ثابتېدلی شي، چې ویلي یې وو، مونږ په سوریه کې د تیلو خوندي کېدو لپاره پراته یو، نه د سوریې او ترکیې د سرحدونو د خوندي کېدو لپاره… په عراق کې هم وروستي پراخه مرګوني لاریونونو لاملونه د هغو ستونزو له امله دي چې د بهرنیانو لخوا منځ ته راغلي او عام وګړي یې د یو نامعلوم راتلونکي په لور رهي کړي او نه پوهیږي چې کله به  د ښې راتلونکي زیري اوري.

عراق حکومت ضد لاریون
عراق حکومت ضد لاریون
هانکانګ لاریون
لبنان کې حکومت ضد لاریون

هغه سیمې چې غښتلې او ځواکمنې ادارې ولري هلته د لاریونونو ترسره کول، د سیمو د لا پرمختګ لامل ګرځيدلی شي، ځکه اړوندې ادارې د لاریون کوونکو د قابو کولو لپاره ښې برنامې په مخکې لري، او هغوی تاوتریخوالي ته نه پرېږدي. د سوله ایزو لاریونونو په هکله د عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي، او کوښښ کوي ترڅو د لاریون کوونکو په منځ کې بهرني لاس کاري پر وخت په ګوته او پر وخت یې له منځه یوسي. او هغه چارواکي چې په ریښتیا دندو کې پاتې راغلي وي، استعفاء ته هڅوي. خو بلخوا هغه سیمې چې کمزورې ادارې ولري، هلته نه یوازې لاریونونه بدې پایلې مخې ته ږدي، بلکې بهرنیو لاسونو اوږدولو ته لا زمینه برابروي او بهرني لاسونه بیا هڅه کوي، ترڅو لاریونونه لاپسې پراخه کړي او په دې توګه د سیمې کمزورې ادارې له منځه یوسي او پر ځای یې د خپلې خوښې ادارې منځ ته راوړي، ترڅو پکې خپلې ګټې ښې او پر وخت لاسته راوړي.

د عامو وګړو او همدارنګه د بهرنیو قوتونو له خوا پلي کېدونکو لاریونونو پرته، ډېری وخت د یوې سیمې نظامي غښتلې اداره هڅه کوي، ترڅو په سیاسي ډلو برلاسه واوسي، او  ډېری وخت کله د یوې او کله د بلې سیاسي ډلې په پټه ملاتړ کوي، او هغه سیاسي ډله چې غواړي ولسي نفوذ زیات کړي او د نظامي ادارې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، هغه د بلې سیالې سیاسي ډلې چې د نظامي ادارې په پټه پراخه ملاتړ ورسره وي، په واسطه له منځه وړي. او نظامي اداره تل هڅه کوي چې سیاسي سیالې ډلې په یو ځانګړي بیلنس او توازن کې وساتي، ترڅو خپله غښتلتیا او ځواکمنتیا پکې خوندي کړای شي.

کله یوه سیاسي ډله د واک له انحصاره لرې ساتي او کله بله هغه، او د اړتیا پر وخت یوه د بلې پر وړاندې پراخه لاریونونو ته هڅوي، خو کله چې اړتیا پېښه شي او د سیاسي ګوندونو له نفوذ څخه وېره ولیدل شي، نو لاریونونه د سپینې کودتا په ترسره کولو سره پای مومي، او بیا ځلې نظامي اداره د خپلې ځواکمنتیا نور قدمونه پیلوي او په دې توګه ولسي لاریونونه د خپلو اغیزو لاندې ساتي.

په پاکستان کې روان لاریونونه چې د جمعیت علماء اسلام (ف) لخوا د اوسني حکومت چې د چارو واګي یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لاس کې دي، پر ضد پیل شوي چې د اپوزیشن ګوندونو ملاتړ هم له ځان سره لري، او ادعاوې کوي چې اوسنی حکومت د نظامي ادارې له لوري منځ ته راغلی او د تېرو ټاکنو پر مهال د نظامي ادارو پراخه ملاتړ څخه هم برخمن وو.  خو لیدل کېږي چې د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن لاریون کوونکو ته په خپلو خبرو کې ډېر محتاط وي، خو کله چې نظامي اداره (فوځ) پرې تبصره کوي، نوموړی هڅه کوي، چې په یو ډول نه یو ډول نظامي اداره خپلو دندو ته متوجه کړي، او نه غواړي له یادې ادارې سره ځان په ټکر کې واچوي، ښایي نوموړی یې له پایلو وړاندې خبر اوسي، دا چې زرګونه تنه لاریون کوونکي اسلام آباد ته د پاکستان له مختلفو برخو راغونډیږي، او اړوندې ادارې هڅه کوي ترڅو لاریون کوونکي پر وخت مهار کړي، دا نه یوازې د یادو ادارو په ځواکمنتیا دلالت کوي، بلکې هلته د سیاسي ډلو په پختګۍ هم دلالت کوي، ځکه کله چې د لاریون نېټه راورسېده، د کراچۍ څخه لاهور ته تلونکی ریل ګاډي پېښه منځ ته راغله، د پېښې قربانیانو سره د غم شریکی په پار یې لاریون یوه ورځ وځنډوه، له هغې وړاندې د کشمیر خلکو سره د یووالي په اړه هم لاریون ځنډولی وو.

څېړنې ښيي چې سوله ایز لاریونونه د غیر سوله ایزو هغو په پرتله کولی شي لاندې پایلې ولري:

  • مثبت حل: که چېرته د یوې سیمې خلک د یو جابر او ظالم حکمران تر سلطې لاندې هم وي، او خلک یې پر ضد سوله ایز لاریونونه ترسره کول غواړي، نو دا په دې دلالت کوي چې د جابر حکمران ټغر په ټولېدو دی، او قدرت لا د خلکو په لاس کې ده.
  • په سوله ایزو لاریونونو کې د عامو خلکو ونډه د غیر سوله ایزو لاریونونو په پرتله یوولس سلنه زیاته وي.
  • د ۱۹۰۰ کال راهیسې تر ۲۰۱۵ کال پورې سوله ایزو لاریونونه ۵۱ سلنه او غیر سوله ایز لاریونونه ۲۷ سلنه د کامیابۍ خوا ته تللي.
  • سوله ایزو لاریونونه د غیر سوله ایزو هغو په پرتله د مرګ ژوبلې کمه کچه او یا د نشت برابر خطر لرلی شي. او اکثره د وخت جابر او ظالم نظامونه د واک مودې غځولو په خاطر کوښښ کوي، ترڅو لاریونونه غیر سوله ایز کړي، لکه په مصر کې د اخوان المسلمین غړي چې آن دلمانځه اداء کولو پر مهال په ګولیو وویشتل شو، او جابر نظام کوښښ کاوه، ترڅو لاریون کوونکي غیر سوله ایزو لاریونونو ته اړ کړي، خو سربېره پر دې چې لاریون کوونکي د مرګ ژوبلې سره مخ شول، بیا یې هم سوله ایزو لاریونونو له لارې د خپلو غوښتنو ترسره کېدل غوښتل.
  • د نظم له لیکانه سوله ایز لاریونونه د غیر سوله ایزو هغو په پرتله ښه وي، او وروستۍ بېلګې یې د مصر اخوان المسلمین او ترکیې لاریونونه ښودلی شو، چې نړیوال یې ګوته په غاښ او حیران کړل. له دې برسېره په کال ۲۰۱۸ اګست میاشت کې ۱۵ کلنې سویډنی ګریټا تنبرګ (Greta Thunberg) د سویډن پارلمان ودانۍ مخې ته هرې جمعې ورځې د لاریون په خاطر کېښناسته، ترڅو د اقلیمي بدلون په اړه د چارواکو پاملرنه جلب کړي، نوموړې له حکومت څخه غوښتل ترڅو د کاربن استعمال کم کړي، یوه میاشت وروسته په سویډن کې د عامو ټولټاکنو یوه ورځ مخکې نوموړې سویډنۍ اعلان وکړ، چې د هرې جمعې په ورځ به خپل لاریون ته دوام ورکوي، تر دې چې اړوند چارواکي د اقلیمي بدلون په اړه لازم ګامونه پورته کړي. د هغې شعار وو (جمعه د بدلون لپاره) دا دی یو کال وروسته د ګریټا د ابتکار په وجه په لکونو زده کوونکي د نړۍ په مختلفو برخو کې د اقلیمي بدلون لپاره په مختلفو شکلونو لاریونونه ترسره کوي، او د نړۍ مشرانو پام یادې ستونزې ته راګرځوي.

افغانستان او لاریونونه

دا چې د افغانستان اکثریت خلک مسلمانان دي، نو په همدې بنسټ اکثره ترسره شوي لاریونونه هغه وخت ترسره شوي، کله چې د وخت چارواکو پرېکړې د مذهب سره په ټکر کې واقع شوي، چې په وروستیو سلو کلونو کې یې ښې بېلګې موندلی شو. غازي امان الله خان چې د نویو اصلاحاتو پلي کولو ته مټې رابډوهلې، د وخت دیني علماوو له سخت مخالفت سره مخ شو، او د نوموړي پر خلاف ولسي لاریونونه مخې ته راغلل، مونږ یې دلته په علتونو لیکل نه کوو،ځکه هر څه جوت دي، مګر یوازې د لاریونونو په نظم او پایلو غواړو لیکل وکوو، تر دې چې د غازي امان الله خان پاچاهي یې ورختمه کړه. له هغې وروسته د وخت کمونست رژیم او لاسپوڅو پر ضد د کابل پوهنتون ځوانانو په ګډون یو شمېر خلکو لاریونونو ته مخه کړه. چې اکثره لاریونونه خونړي واقع شوي.

د هېواد وروستيو ناوړه حالتو ته په کتو اکثره لاریونونه د ځینو ځانګړو ډلو له لوري د مشخصو ګټو پر بناء ترسره کېږي، او ډېری وخت د لاریون ګډون وال په دې نه پوهېږي، چې د څه لپاره راغونډ شوي، او دا دې ښکارندویي کوي چې هېواد وال د خپلو حقونو او غوښتنو لپاره د لاریونونو د ترسره کېدو پر ګټه او قوانینو عامه پوهاوی نه لري.

همدا لامل دی چې سوله ایز او ټول منلي او پراخه لاریونونه چې د هېواد د اړینو پېښو په اړه ترسره شي، نه تر سترګو کېږي. په هېواد کې د امنیت نه شتون، بې کاري، د پلازمینې په ګډون د هېواد په ډېرو برخو کې د عامو خلکو د لوټلو پېښو ترڅنګ یو شمېر نورې ستونزې شته چې کېدلی شول هېوادوالو د منظمو او سوله ایزو لاریونونو په واسطه حل لارې ورته موندلې وې، مګر ګورو چې ډېری وخت د هېواد په یوه سیمه کې لس ګونه کسان د هوايي یا ځمکنیو بمباریو په ترڅ کې ووژل شي،  غله یې ولوټي او آن تر دې چې ځینې هغو ته د ژوند په بیه هم تمام شي، بې کاري د هېواد ډېری ځوانان چور، چپاول، بهرنیو هېوادونو ته تللو او په نشه یي توکو اخته کېدو ته اړ باسي خو د یادو اړینو ستونزو په اړه هېواد شموله لاریونونه په هغه ډول ترسره نه شول، چې یادو ستونزو ته یې یوه سلنه حل لاره هم لټولي اوسي.

د اقلیمي بدلون په پار زده کوونکو لاریون کابل

مدني ټولنې، د چاپي او الکترونیکي رسنیو فعالان، او په ټوله کې هغه کسان چې د سوله ایزو لاریونونو په اړه پراخه او ژور معلومات لري، کولی شي د لاریونونو په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره کار وکړي، د نورې نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو هغو سوله ایزو لاریونونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي کومو چې مثبتې پایلې له ځان سره لرلي دي. دا کار کولی شي د هغو یادو شویو ستونزو په برخه کې اغېزمن واقع شي، چې هېوادوال ورسره مخ دي او د هېواد د پرمختګ مخه یې ډب کړې ده. که افغان ولس غواړي چې ستونزو ته یې دایمي حل پیدا شي، باید د سوله ایزو لاریونونو څخه کار واخلي، د لاریون ترسره کېدو وړاندې باید د لاریون په نظم کار وکړي، او لاریون کوونکي پرې نه ږدي ترڅو عامه لارې د خلکو پر وړاندې وتړي، عامه منفعت ته زیان واړوي، چور چپاول ترسره کړي، او د ګټې پر ځای د هېواد په زیان نور ناوړه حرکتونه ترسره کړي.

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *