علمي څېړنې په اړه ورکشاپ تر سره شو

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز تېره چهارشنبه (د عقرب ۲۹مه) د ټولنيزو څېړنو د جوړښت او څېړندودونو په اړه روزنيز ورکشاپ ترسره کړ.

په دغه ورکشاپ کې چې د مرکز په دفتر کې جوړ شوی و، د مرکز د علمي غړو او څېړونکو ترڅنګ  د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو هم ګډون کړی وو.

په سر کې د مرکز سر پرست ښاغلي احمدشاه راشد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ورکشاپ د ارزښت او موخو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې مرکز په پام کې لري د دا ډول روزنيزو غونډو لړۍ وغځوي.

وروسته د مرکز علمي بورډ غړي استاد رحیم الله حریفال د يوه پرېزېنټېشن له لارې د علمي څېړنې جوړښت، پروسه او مېتودونه تشريح کړل او د علمي څېړنې پر بېلابېلو اړخونو يې رڼا واچوله.

ښاغلي حریفال په دغه پرېزېنټېشن کې د ټولنيزو څېړنو کيفي او کمي دواړه څېړندودونه تشرېح کړل او په کيفي څېړندود کې يې د څېړنې پوښتنې، ادبي جاج، د موادو راټولول، تحليل او تفسير او دغه راز د منابعو او مراجعو توثيق، د چمتو شویو سلايډونو له لارې تشرېح کړل.

په وروستۍ برخه کې د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د ورکشاپ پر ګډون والو تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *