د هوا ککړتیا له جګړې زیاته قرباني له افغانانو اخلي

د نړۍ د هوا د حالاتو د څېړنې ډلې‎” د راپور پربنسټ، چې د عقرب میاشتې په ۲۲مه نېټه خپور شوی دی په‌کې راغلي، چې په افغانستان کې د هوا د ککړتیا د قربانیانو شمېر د جګړې له قربانیانو څخه زیات دی، د یاد راپور له مخې په ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې ۲۶ زره کسان د هوا ککړتیا له کبله وژل شوي. د یوناما د سیاسي استازولۍ د ادارې د راپور په اساس، چې په همدې کال(۲۰۱۷م) کال کې  د جګړو له کبله ۳۴۸۳  عام وګړي وژل شوي ؤو.

دا په داسې حال کې ده، چې د هوا سړېدو سره هوا لا پسې ککړه کېږي او په ژمي کې ډېرۍ کورنۍ په افغانستان کې د خپلو کورونو تودولو لپاره له لرګیو، سکرو او  له نورو سوزیدونکو شیانو کار اخلي. په همدې حال کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم د  هوا د ککړتیا په تړاو اندېښنه لري. د یادې ادارې چارواکی وایي، چې د کابل هوا د ککړتیا د کنټرول لپاره پلانونه په لاره اچولي خو د درېیو لسیزو جګړو له کبله ښاري بنسټونه، د اوبو رسولو سیستم، برېښنا، حمل او نقل  او شنې سیمې له لمنځه تللې دي. او کابل په اټکلیز ډول د کابو شپږ مېلیونه نفوس سره د نړۍ له ګڼې ګوڼې ډکو ښارونو څخه بلل کېږي.

د دې اوونۍ په تحلیل کې مو په نړۍ کې د هوا د ککړتیا وضعیت، په افغانستان او په تېره بیا په کابل کې د هوا ککړتیا وضعیت او د مخنیوي لارې چارو باندې مو شننه کړې.

په نړۍ کې د هوا د ککړتیا وضعیت

د روغتیا نړېوال سازمان د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ میاشت کې د نړۍ د اقلیمي وضعیت په اړه راپور خپور کړ،  په دې راپور کې راغلي، چې د نړۍ د ټول نفوس له هرو لسو کسانو یې نهه نفره ککړه هوا تنفس کوي،  چې دا وضعیت د درېیمی نړۍ هېوادونو کې زیات دی لکه افریقایي او آسیایي هېوادونو کې. د یاد راپور په اساس هر کال په نړۍ کې ۷.۲ مېلیون کسان د ککړې هوا د تنفس له امله په مختلفو تنفسي ناروغیو اخته کیږي او په پایله کې خپل ژوند  له لاسه ورکوي، چې په افغانستان کې د مړینې یاده شمېره په ۲۰۱۷م کال کې د نړۍ د هوا د حالاتو د څېړنې د ډلې د راپور په اساس ۲۶۰۰۰ زره کسانو پورې رسېدله. د راپور موندنو دا هم ښوولې، چې په تېرو شپږو کلونو کې د هوا د ککړتیا کچه لوړه پاتې شوې او یوازې د امریکا او اروپا په ځینو برخو کې دغه کچه په کمېدو ده. د هوا د ککړتیا تر ټولو لوی لاملونه د ډبرو د سکرو په مټ چلېدونکې برېښنايي بټۍ، ډیزلي او پطرولي ترانسپورتي وسیلې او په کورونو کې کارېدونکي د سون‌توکي جوړوي. دغه څېړنه وايي، د نړۍ تر ټولو ډېر نېستمن درې میلیارده وګړي د پخلي پاکې ټکنالوژۍ ته لاسرسی نه لري، خو وايي په دې اړه یو څه پرمختګ شوی دی. چې اشاره یې هند کې ځینو پروژو ته وه، چې بې وزله کسانو ته د سون پاک تېل ورکول کېږي. د روغتیا د نړیوالې ادارې د عامې روغتیا مشره ډاکټره ماریا نیرا وايي، د نړۍ په ډېری برخو کې د هوا د ککړتیا کچه په خطرناک ډول اوچته ده او په نړېواله کچه د چاپېریال لپاره خطرناک ګواښ دی. اغلې نیرا له لویو ښارونو سر ټکوي چې وايي د هوا د ککړتیا کچه یې تر پنځو ځلو تر هغې لوړه ده، چې له روغتیايي پلوه خوندي بلل کېږي. نوموړې اسیا او افریقا ته ګوته نیسي او وايي د هوا له ککړتیا سره د تړلو مړینو ۹۰ سلنه په دې دوه لویو وچو کې پېښېږي.

کابل د نړۍ ۴م ککړ ښار دی

د هوا پېژندنې نړېوالې ادارې په ۲۰۱۸م کال کې کابل ښار په نړۍ کې د ککړې هوا له کبله لومړی ښار اعلان کړ خو د سږ کال په درجه بندی کې نوی ډهلي، لاهور او کراچۍ ښارونه له کابل نه مخکې شوي او کابل د نړۍ څلورم نمبر ککړ ښار بللی شوی،  په دې اړه د ډبلیو ایچ په یوه راپور کې ویل شوي، چې د کابل ښار۸۰ سلنه اوسیدونکي  اوس هم داسې هوا تنفس کوي، چې کیفیت یې ټیټ دی. په راپور کې ویل شوي، د کابل ښار د هوا ککړوالی د سږو سرطان، سالنډۍ او ځینو نورو ناروغیو رامنځته کېدو خطر ډېر کړی، او له امله یې هر کال زرگونه انسانان له وخته وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دغه بنسټ د راپور په اساس، په تېرو پنځو کلونو کې  په اوسط ډول د کابل د هوا د ککړتيا کچه اته سلنه لوړه شوې، چې له امله یې وضعیت لا پسې د اندېښنې وړ شوی دی. د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د کابل په هوا کې معلقو ذراتو غلظت، کله په یوه متر مکعب کې تر ۵۰۰ مایکرو ګرامه پورې رسېږي، په داسې حال کې،  چې له ۱۵۰ مایګرو ګرامو پورته، ګواښوونکې بلل کېږي. دغه اداره زیاتوي چې د کابل څه باندې پنځوس سلنه واټونه کرېړ شوي نه دي او دا ستونزه د کابل ښار د هوا د ککړتیا یو اصلي لامل بلل کیږي. همدارنګه د نفوس زیاتوالی، د ډبرو سکرو، پلاستیکو او لرګیو استعمال د پخلي او د کورونو د ګرمولو په موخه، ډېری وخت د برېښنا نشتون، چې له امله یې د جنراټورونو څخه ګټه اخستل کیږي، د شنې ساحې نشتون او د موټرو زیاتوالۍ، چې له امله یې د معلقو ذراتو په خوا کې د کاربن مونو اکساید، سلفر ډای اکساید، نایتروجن ډای اکساید، سرب او اوزون  په هوا کې زیات شوي  او په پایله کې  د هوا د ککړېدو سبب شوي.

د مخنیوي لارې چارې

د هوا د ککړتیا د کنټرول په موخه دولت باید لاندې څو ټکو ته پام وکړي

د هوا ککړتیا د مخنیوي تر ټولو اساسي حل دا دی چې د ککړتیا ټول اصلي لاملونه ختم کړل شي، د سکرو او ټیت کیفیت تیلو پرځای پاکه (رینیوبل) انرژي، یعنی لمریز او بادي انرژي وکارېږي. په هره سیمه کې د کثافاتو  او بېکاره شیانو لپاره د سوځولو په موخه ځایونه جوړ شي، په دې کار سره به په عامه ځایونو کې د سون مخه ونیول شي او له بلې‌خوا دا امکان هم شته چې په ډېره اسانۍ سره له دې لارې برېښنا تولید کړای شي. د ښاري ترانسپورت معیاري کول او په ښار کې د شنې ساحې زیاتولو ته توجه وشي. د نفوس په تراکم کېدو باندې فکر وشي او په ټوله کې د یوې هر اړخیزې ستراتېژۍ جوړول او د تطبیق په موخه یې هڅې.

پایله

دا چې افغانستان سږ کال د هوا پېژندنې نړېوالې ادارې په درجه‌بندۍ کې شاته تللی دا د حکومت هڅې نه شي بلل کېدای، بلکې هغه ښارونه، چې هغه اوس په دې درجه‌بندۍ کې له کابل مخکې قرار لري د هغې د هوا د زیات خرابوالي لامل دی، د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سږ کال د تلې/ میزان میاشتې په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ، چې په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه یې د ۱۳ سکتورونو په همکارۍ پنځه کلن پلان جوړ کړی، چې په پلي کېدو سره به یې تر ډېره د هوا د  ککړتیا مخه ونیول شي. چاپېریال ساتنه د یو هېواد دننه د مختلفو ادارو هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري، له ټولو لومړی باید د چاپېریال ساتنې ملي اداره د دې پلان په تطبیق کې خپل رول اداء کړي او د چاپېریال د قانون د تطبیق په خاطر جدي اقدامات وکړي، او د سرغړونې په صورت کې قضایې ارګانونه خپل اجرات ترسره کړي. عامو وګړو ته پکار ده، چې له هغو کارونو ډډه وکړي، چې چاپېریال ته د ضرر سبب ګرځي. د بېلګې په توګه په نویو ودانیو کې د خراب کیفیت تشنابونه، عامه ځایونو کې د پلاستیکونو، ټایرونو او نورو چټلیو سوځول، په کورونو، هوټلونو او نانوایانو کې د خشاکو په توګه د لرګیو یا د ډبرو سکارو سوځول او د زاړه ماشینونو موټرونه کارول، ټول هغه څه دي چې د استعمال په کموالي یې کولای شو تر ډېره بریده شته ستونزې راکمې کړو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *