افغان کډوال او له پاکستانه يې د راستنېدو قضيه

 

له ۲۰۰۲ کال راهیسې تقریباً ۵.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي[1]؛ خو لاهم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو په تېره ګاونډيو هېوادونو کې يو زيات شمېر افغانان د مهاجرت شپې ورځې تېروي. دا مهال يوازې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېره له درې ملیونو زیاته ده، چې له دې جملې څخه ۱.۶ ملیونه يې راجستر شوي او پاتې نور یې ناراجستر کډوال دي.[2]

د تېر ميلادي کال (۲۰۱۴) د ډسمبر په ۱۶مه په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د برید له کبله د افغان کډوالو موضوع هم يو ځل بيا راګرمه شوه او پاکستان هلته د مېشتو افغانانو پر وړاندې خپل چلند بدل کړ. د افغان حکومت لپاره هم له سولې او امنیت وروسته، په اوسني وخت کې دا قضیه ځکه هم ډېره مهمه ده، چې افغان کډوالو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د پاکستاني پوليسو د فشار په پايله کې په پراخه کچه هېواد ته رامخه کړې ده. له همدې کبله د افغانستان د کډوالو وزیر سید عالمي بلخي پاکستان ته په یو اوږده سفر ولاړ او د دغه افغان چارواکي له سفر وروسته، د هېواد اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم غواړي، چې د دغې قضیې په تړاو پاکستان ته سفر وکړي.

 

د افغان کډوالو د راستنېدو بهير (جنوري-مارچ)

په پاکستان کې د وضعیت له بدلېدو سره ډېری افغان کډوالو د خپل هېواد پر لور رامخه کړه، چې ډېری يې ناراجستر شوي افغان کډوال وو. د IOM يا د کډوالۍ د نړيوالې ادارې د څېړنې له مخې، د روانې ميلادي مياشتې (مارچ) تر اوومې نېټې پورې “۴۷۶۹۶” تنه ناراجستر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې ډېره برخه (۵۳ سلنه) یې په ننګرهار او بیا په ترتیب سره په کونړ، لغمان، کندوز او کابل کې مېشت شوي دي.[3] (په لومړي او دویم جدول کې ارقام وګورئ).

د UNHCR يا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د څېړنو له مخې، د ۲۰۱۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې تقریباً “۷۷۲۱” راجستر شوي افغان کډوال هېواد ته راګرځېدلي دي (۳۸۷۹ په جنورۍ او ۳۸۴۲ يې په فبرورۍ مياشت کې). خو که دغه ارقام له تېر کال (۲۰۱۴) سره پرتله کړو، نو هغه مهال یوازې ۶۱۲ راجستر شوي افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي وو[4].

7-1

د اسلام آباد دریځ:

په پېښور کې د وروستي بريد له کبله پر افغان کډوالو هم د ژوند کړۍ راتنګه شوه. پاکستان دغه پېښه خپله د ۱۱ سپټمبر حادثه وګڼله او په ظاهري توګه یې په هېواد کې دننه خپله تګلاره د لومړي وزیر نوازشريف له خوا د وړاندې شوو ۲۱ نکاتو له مخې، بدله کړه. په دغو نکاتو کې د افغان کډوالو بېرته ستنول هم شامل وو.

دا چې افغان کډوال د پاکستان په دفاعي او تروریزم-ضد تګلاره کې ولې ورګډ شول، نواز شریف یې په اړه څه ونه ویل؛ خو داسې ګنګوسې هم خپرې شوې، چې د پاکستان په اند، په دې پېښه کې د افغانانو لاس و. ځينې پاکستاني مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپاره کړل، چې په ياد شوي بريد کې د شپږو بریدګرو له ډلې څخه دوه يې افغانان وو[5]. خو له دغو ټولو ادعاوو سره سره بیا هم جګپوړو چارواکو د دارنګه خبرونو پخلی ونه کړ.

اوسمهال د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د حکومت دریځ دا دی، چې ژر تر ژره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي. په دې اړه دوی څو ځله په ډاګه کړې، چې په پاکستان کې ناراجستر شوي افغان کډوال غیرقانوني دي او له دوی سره به د قانون له مخې چلند وشي؛ مګر د راجستر شويو افغان کډوالو په اړه بيا پاکستان نړیوالو ته داسې ښيي، چې ۲۰۱۵ کال به د افغان کډوالو لپاره په پاکستان کې وروستی کال وي.

په پاکستان کې د کډوالو په اړه له وروستي درې اړخیز کنفرانس[6] وروسته پرېکړه شوې، چې په راروانو څلورو میاشتو کې به ناراجستر افغان کډوال راجستر کړي؛ خو د راجستر شویو افغان کډوالو د کارډونو د مودې غځولو په اړه څرګنده خبره نه ده شوې. داسې برېښي، چې د ۲۰۱۵ کال تر پايه به د ټولو کډوالو (راجستر شویو او ناراجستر افغان کډوالو) بېرته راتګ ستونزمن وي او د کال په پای کې به دوی د تېر په څېر (لکه په ۲۰۱۲ کال کې)[7] يو ځل بیا بې سرنوشته پاتې شي او یا به یې هغه مهال د کارډونو موده تر يوه لنډ مهاله پورې بيا وغځول شي.

 

د کابل دریځ:

د افغانستان ولسمشر اشرف غني مشرانو جرګې ته په خپلې لومړنۍ وینا کې په ډېر صراحت سره وویل، چې افغان مهاجرین د افغانستان ملت یوه برخه ده او د مهاجرینو بېرته نه راتګ به افغان ملت ناقص کړي[8]. د افغانستان اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د افغان کډوالو په اړه ورته نظر لري او ښايي دی به هم ډېر ژر پاکستان ته د همدې قضیې په تړاو سفر وکړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي د همدې قضيې د حل په موخه پاکستان ته داسې مهال سفر وکړ، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د بد چلند ډېر راپورونه خپاره او له کبله یې له ۵۰ زره زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

افغان پلاوي په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له سلاکار وزیر او د خیبرپښتونخوا له والي سره ولیدل او د کډوالو په اړه يې، په یوه درې اړخیز کنفرانس کې هم ګډون وکړ. ویل کېږي، چې د دغه درې اړخیز کنفرانس بله ناسته به په جنیوا کې د پاکستان، افغانستان او د UNHCR ترمنځ ترسره کېږي.

که څه هم په اوسني وخت کې له سولې او امنیت راوروسته د افغان کډوالو بیا راستنیدنه د افغان حکومت لومړيتوب برېښي[9]؛ خو بیا هم د افغانستان هڅه دا ده، چې د کډوالو راستنېدل په تدریجي ډول ترسره شي او په اجباري توګه د غیر قانوني کډوالو ايستل بند شي.

که د کډوالو راتګ د تېرو دوو میاشتو په څېر دوام ولري، نو دا به د افغانستان پر دولت زیات فشار راوړي، چې له همدې کبله افغان حکومت پرځای ګامونه پورته کړل او د کډوالو د راتګ په تړاو یې دا ډول دریځ غوره کړ:

  1. په خپله خوښه او په عزت سره د کډوالو راستنېدل؛
  2. په تدریجي ډول راستنېدل. [10]

د دې لپاره چې د ناراجستر کډوالو راتګ ودرول شي او هغوی د پاکستاني پولیسو له خوا ونه ځورول شي، د پاکستان حکومت د افغان حکومت د غوښتنې له مخې، د دغو ناراجستر کډوالو راجسټرېشن ته چمتو شوی، چې تر څلورو میاشتو پورې به ټول افغان کډوال راجستر کړي.

 

پر دوه اړخيزو اړيکو د کډوالو د قضيې اغېزې:

د افغان کډوالو ستونزه نه یوازې دا چې سياسي، اقتصادي او امنيتي اړخونه لري بلکې یوه انساني داعیه هم ده. نه د پاکستان په ګټه ده، چې افغان کډوال د خپلې خوښې خلاف هېواد ته په اجباري ډول راستانه کړي او نه هم د افغانستان په ګټه ده، چې خپلو څو مېليونه کډوالو ته په يوه وخت هرکلی ووايي.

د دواړو هېوادونو په ګټه ده، چې دغه ستونزه په همغږۍ سره حل کړي؛ ځکه له یوې خوا به پاکستان د دې قضيې له لارې په افغانستان کې نرم ځواک ترلاسه کړي او له بلې خوا به په اقتصادي توګه افغان حکومت هم تر ډېر فشار لاندې نه راځي او همدا راز پاکستان ته به يې هم اقتصادي زيان نه رسېږي.

د دې ترڅنګ له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت ناسم چلند نه يوازې دا چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو پر اړيکو منفي اغېز ښندي، بلکې د دواړو هېوادونو د ملتونو ترمنځ هم شته اشتراکاتو ته په کتو سره منفي پايلې لرلی شي.

پای

 

[1] See online:

http://www.unhcr.org/afghanistan/solutions-strategy.pdf

[2] See online:

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2015/03/150311_zs_afghan_refugees_pakistan

[3] International Organisation of Migrations, return of undocumented Afghans from Pakistan, update as of 7th March 2015.

[4]Christine Roehrs, The refugee dilemma: Afghans in Pakistan between expulsion and failing aid schemes, Afghanistan Analysts Network, 9th March 2015

[5] Express Tribune, 11 militants carried out Peshawar school attack: Police report, dec 23, 2014. See it online at: http://tribune.com.pk/story/811044/11-militants-carried-out-peshawar-school-attack-police-report/

[6]  دا پرېکړه پاکستان د افغانستان د کډوالو چارو د وزير سيد حسين عالمي بلخي د سفر پر مهال د افغان پلاوي، پاکستاني چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يا UNHCR په درې اړخيز کنفرانس کې وشوه.

[7]  په ۲۰۱۲ کال کې هم د افغان کډوالو د کارډونو موده پای ته ورسېده او تر ۲۰۱۴ کال پورې يې په اړه څه مشخصه پرېکړه ونه شوه، چې په دې موده کې افغان کډوال د پاکستاني پوليسو له خوا هم ځوروړل کېدل.

[8] See online:

http://morr.gov.af/fa/news/41816

[9] د افغانستان د کډوالو وزیر عالمي بلخي څو ځله ویلي، چې د کډوالو راستنېدنه د ملي وحدت حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. وګورئ د کډوالو وزیر له فارس نیوز سره مرکه:

http://www.farsnews.com/newstext.php?nn=13931120001616#sthash.OTOz0nZi.dpuf

همدا راز د اسلام اباد په درې اړخیز کنفرانس کې د نوموړي څرګندونې:

http://pa.azadiradio.org/content/article/26895906.html

[10]  په اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه په درې اړخیز کنفرانس کې د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر عالمي بلخي څرګندونې.

د لازياتو معلوماتو لپاره د آزادۍ راډیو دغه خبر، بلخي: له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدنه باید پخپله خوښه او درناوي ترسره شي، په لاندې لینک کې وګورئ:

http://pa.azadiradio.org/content/article/26895906.html

 

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *