د ايران-امريکا خبرې اترې او پر سيمه يې اغېزې

 

په تېرو څو لسيزو کې د نړیوال سیاست يوه مهمه موضوع د ایران اتومي پروګرام و، چې د نړۍ مطبوعات يې ګرم ساتلي وو. د ايران د اتومي پروګرام پر سر د امریکا او ایران ترمنځ له تېرې یوې لسیزې راهیسې خبرې اترې روانې وې؛ خو دغه خبرې اترې په تېره بیا د حسن روحاني له ولسمشر کېدو سره ګړندۍ شوې او اوس له ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته د ايران-امريکا ترمنځ په دې اړه لومړنی توافق وشو.

د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ايران د اتومي پروګرام په اړه توافق به، په سیمه کې د ځواک پر انډول او په ټوله کې پر نړیوال سیاست هم اغېزې وښندي.

د ايران اتومي پروګرام ته کتنه:

د ایران اتومي پروګرام په ۱۹۵۷ کال کې هغه مهال پيل شو، چې کله امریکا «د سولې لپاره اتوم» تر نامه لاندې یوه تړون له کبله له ایران سره همکاري پیل کړه. وروسته بیا دغې همکارۍ د امریکا له خوا د (پنځه مېګاواټه تهران ریسرچ ریکټر) په ورکولو سره بدلون وموند[1]. هغه مهال ایران او امریکا ډېرې نېژدې اړیکې پاللې او تهران په سیمه کې د امریکا د ګټو ساتندوی بلل کېده.

رضا شاه پهلوي په ۱۹۷۴ کال کې د ایران د اتومي انرژۍ سازمان جوړ کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په شلو کلونو کې به د ۲۳ اتومي بټیو په وسيله ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي[2]؛ خو په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب له راتګ سره د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې د څو لاملونو له کبله خرابې شوې:

لومړی: د اسلامي انقلاب ترسره کوونکو له خوا پر غرب او امریکا نیوکې؛

دويم: د امریکايي ديپلوماتانو نیول؛

دريم: پر ایران بندیزونه لګول.

د اړیکو له خرابېدلو سره د امریکا له خوا له ایران سره د اتومي پروګرام، چې تر ډېره سوله ییز و، همکاري تم کړه. د دې ترڅنګ ایران له عراق سره په یوه اوږده جګړه کې ښکېل شو؛ خو د یو شمېر پوهانو په اند د همدغې اوږدې جګړې پرمهال، ایران وانګېرله چې باید د اتوم جوړولو په لټه کې شي، ترڅو د خپل هېواد امنیت تضمین کړای شي.

د نړیوال اتومي انرژۍ سازمان په اند، په ۱۹۸۷کال کې ایران له عبدالقدیرخان څخه ځينې تخنیکي مرستې ترلاسه کړې[3]. په نویيمه لسیزه کې د امریکا له خوا پر ایران یو شمېر اقتصادي بندیزونه ولګېدل او له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې دا بنديزونه نور هم زيات شول. په دغه پړاو کې ایران له ۵+۱ هېوادونو[4]  او د اتومي انرژۍ له نړېوالې ادارې سره خبرې اترې وکړې، چې دا خبرې به هم کله ودرېدې او کله به هم بیا پيل شوې؛ خو دواړه لوري کومې موافقې ته پکې ونه رسېدل.

کله چې په ایران کې حسن روحاني انتخابات وګټل نو د اتومي پروګرام په اړه بیا خبرې اترې پیل شوې او د امریکا ولسمشر اوباما هم له روحاني سره ټېلېفوني خبرې وکړې او دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل و، چې د دواړو هېوادونو د جګپوړو چارواکیو ترمنځ مخامخ اړیکه ونیول شوه.

په پيل کې د روحاني له راتګ سره د امریکا او ایران ترمنځ پر یوه شپږ-میاشتني لنډمهالي تړون موافقه وشوه، چې له مخې به یې ایران تر شپږو میاشتو پورې یورانیم نه غني کوي او امریکا به پر ایران د اتومي پروګرام تر چتر لاندې نور بندیزونه نه لګوي[5]. خو اوس بيا د سويس په لوزان ښار کې د ايران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ پر يوه اوږدمهالي تړون ابتدايي توافق وشو.

د اتومي توافق د بريا چانسونه:

د امریکا په تاریخ کې هر ولسمشر په خپلو دورو کې هڅه کړې، چې یو بنسټيز او تاریخي کار وکړي. په همدې موخه به اوباما هم وغواړي، چې له ايران سره په دې معامله کې بريالی شي او ايران د اتوم له جوړولو څخه راوګرځوي.

د دې ترڅنګ ایران د احمدي نژاد د توند سیاست او څرګندونو له کبله له ډېرو اقتصادي بندیزونو سره مخ شو او د ایران اقتصاد یې وځاپه. له همدې کبله حسن روحاني هم اړ دی، چې د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په موخه دا توافق برياليتوب ته ورسوي.

بل لامل، چې د خبرو اترو په برياليتوب کې يې هم رغند رول ولوباوه، د ایران د دوو معتبرو اخوندانو فتواوې دي، چې دوی د اتوم پرخلاف ورکړې وې. یوه فتوا په ۱۹۹۶ کال کې آیت الله خمیني او بله خاتمي ورکړې وه. ایران هم په ځینې مجالسو کې نړیوالو ته همدغه فتواوې د ثبوت په توګه وړاندې کوي، چې دوی اتومي وسلې جوړول نه غواړي، بلکې یوازې سوله ییز استعمال یې غواړي.

پر سيمه د ايران-امريکا د توافق اغېزې:

د ايران د اتومي پروګرام په اړه د ایران-امریکا معامله به، د سعودي عربستان او اسرائيلو غبرګون له ځان سره ولري؛ ځکه په سیمه کې ایران د دواړو هېوادونو رقیب دی. اسرائیل، ایران پر دې تورنوي چې له حماس سره مرستې کوي، د دې ترڅنګ ستراتېژيک او سيمه‌ييز رقابت هم ورسره لري او سعودي بیا له ایران سره ايډیالوژيک او ستراتیژيک رقابت لري. دوی به د تېر لنډمهالي تړون په شان اوس هم غبرګون وښيي، خو بیا به هم له امریکا سره د تړون په جوړولو کې شریک وي.

دا مهال د دغو دواړو هېوادونو او امریکا په ګټه ده، چې ایران د اتومي وسلو له جوړولو راوګرځول شي. ځکه دا خبره یقیني ده، چې امریکا په يوه داسې تړون له ايران سره هوکړه نه کوي، چې ایران د اتومي وسلو له جوړولو څخه پکې راونه ګرځول شي. دغه تړون به د اوس لپاره د ایران دغه هیله، چې اتومي وسلې ترلاسه کړي، تر یوه بريده وځنډوي.

د اقتصادي بندیزونو له لرې کېدلو سره به ایران د یو ځل بیا لپاره نه یوازې دا چې په سیمه‌ییز سیاست، بلکې په نړیوال سیاست هم خپلې درنې اغېزې پرې باسي. د اقتصادي بندیزونو د لرې کېدلو له کبله به د ایران نړیوال تجارت زیات شي، د دې ترڅنګ به په ایران کې پانګونې هم پيل شي او د خپلو تېلو د صادراتو له کبله به هم ډېرې ګټې ترلاسه کړي.

له ایران څخه د اقتصادي بندیزونو له لرې کېدلو سره به د ایران اقتصادي حالت په ځانګړي ډول سعودي او اسرائيلو ته د منلو وړ نه وي، ځکه له دې سره به ایران د منځني ختیځ په هېوادونو کې خپل نفوذ لازیات کړي.

پاکستان به دغه حالت ته په ښه سترګه وګوري، ځکه له یوې خوا به یې له ايران سره تجارت زیات شي او له بلې خوا به له ایران سره په هغو اقتصادي پروژو کې (لکه ایران-پاکستان-هند د غازو نلليکه) هم له سره کار پيل کړي؛ ځکه ویل کېږي چې پاکستان او هند له دغې پروژې څخه د امریکا د فشار له کبله وتلي وو.

د افغانستان لپاره به هم له یوې خوا دغه حالت ښه وي؛ ځکه له ایران سره به په یو شمېر اقتصادي پروژو کې، لکه (د چین-افغانستان-ایران د غازو نللیکه کې نښلول) په ډېره آسانۍ کار وکړای شي، خو له بلې خوا به له ایران سره د غاز/تېل نللیکو په تېرولو کې هم په رقابت کې ښکېل شي؛ ځکه هر هېواد به غواړي چې دغه نللیکې د دوی له هېواد څخه تېرې شي. مګر که چېرې ایران د اتومي وسلې له جوړولو څخه ونه ژغورل شي، نو دا به په راتلونکي کې د افغانستان امنيت ته هم يو ګواښ وي او افغانستان به د اتومي هېوادونو په محاصره کې وي. اوسمهال د افغانستان دوه ګاونډیان (چین او پاکستان) او دوه لرې ګاونډیان (روسیه او هند) د اتوم خاوندان دي او دا به یو بل هېواد شي، چې افغانستان به ورسره پوله ولري.

پای

 

 

 

 

[1] Iram Khalid & Rehana Saeed Hashmi, Iranian Nuclear Deal: Future Perspectives and Implications for the Region, Pakistan Vision, Vol. 15, No.1

[2] Arms Control, Timeline of Nuclear Diplomacy with Iran.

[3] Albright, D. (2007). Iran’s Nuclear Program: Status and Uncertainties, Washington DC: Congress Committee on Foreign Affairs.

[4]  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني.

[5] Aljazeera, Shifting focus: Impact of Iran nuclear deal, 24 Nov, 2013, retrieved at 1 April 2015, see it online: < http://www.aljazeera.com/news/middleeast/2013/11/shifting-focus-impact-iran-nuclear-deal-2013112481732726811.html>

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *