په يمن کې د ايران-عربستان لوبه او افغانستان

یمن له تېرې یوې لسیزې راهیسې د کورنۍ جګړې ښکار دی. که څه هم دغه جګړه په ۲۰۱۰ کال کې یو څه سړه شوه؛ خو د عربي پسرلي له پېلېدو سره یې بیا زور واخیست او په ۲۰۱۱ کال کې د دغه هېواد ولسمشر “علي عبدالله صالح” استعفا ته اړ شو. د علي عبدالله صالح له استعفا وروسته د یمن نوي ولسمشر “عبدربه منصور هادي” د ډېرو لاملونو له کبله د خپل هېواد وضعيت کنټرول نه شو کړای او د دغه هېواد شيعه مذهبه وګړو “حوثیانو” ځينې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او په وروستي اقدام کې يې د یوې کودتا په پايله کې حکومت او پارلمان منحل اعلان کړل.

سعودي عربستان د یمن ترټولو مهم ګاونډی هېواد دی او په یمن کې د خپلو ستراتېژیکو ملګرو له ځپل کېدو او د ایران-پلوه شیعه ډلې له راتګ سره دا هېواد نور د ځان او عربي نړۍ لپاره ګواښ بولي. د همدغه ګواښ د ختمولو لپاره يې د عربو او سُني هېوادونو له یوه لوی اېتلاف سره پر یمن پوځي بريدونه پیل کړل.

د یمن دغه بحران افغانستان ته هم ريښې راوکړې او له امله يې د افغانستان د بهرني سياست په اړه تاوده بحثونه پيل شول؛ خو پوښتنه دا ده، چې د يمن په تړاو د افغانستان دريځ څه ډول و؟ د یمن بحران له کوم ځایه پیل شو او اصلي ريښې يې څه دي؟ دغه راز په يمن کې د کومو هېوادونو ترمنځ لوبه روانه ده او د سیمې پر جیو-پولیټیک حالت يې څه اغېزې ښندلې دي؟

د يمن بحران؛ مخينه او عوامل:

په یمن کې له تېرو زرو کلونو راهیسې شيعه زیدي امامانو حکومت کاوه، چې په پای کې په ۱۹۶۲ ميلادي کال کې د یوه انقلاب په پايله کې د زيدي امامانو د حکومت لړۍ ختمه شوه. په ۱۹۷۸ کال کې علي عبدالله صالح د شمالي یمن ولسمشر شو او وروسته چې کله په ۱۹۹۰ کال کې یمن بېرته سره متحد شو، نو علي عبدالله صالح يو ځل بیا تر عربي انقلاب پورې د متحد یمن ولسمشر پاتې شو.

په اتيايمه لسيزه کې په یمن کې د “معتقدو ځوانانو” تر نامه لاندې د زيدیانو یوه ډله جوړه شوه، چې بنسټګر يې يا خو “محمد الحوثي” او يا هم “حسين الحوثي” و. دغې ډلې په پیل کې په سوله‌ييزه مبارزه باور درلود خو وروسته یې وسله‌واله مبارزه پیل کړه[1].

په ۲۰۰۴ کال کې چې کله د یمني سرتېرو له خوا د حوثیانو مشر، حسین بدرالدین الحوثي ووژل شو؛ نو دغه تنظیم د خپل مشر نوم پر خپل تنظیم هم کېښود او اوس دغه ډله د “الحوثيون” یا انصار الله په نوم يادېږي. دې ډلې له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې شپږ ځله د يمن د حکومت پرخلاف وسله‌واله مبارزه وکړه؛ خو د یمن حکومت د څو لاملونو له کبله -چې له هغې جملې په یمن کې د القاعدې شبکې شتون، اوږده جګړه او د یمني حکومت د اقتصاد ځپل کېدل د يادونې وړ دي- په ۲۰۱۰ کال کې له حوثیانو سره روغه-جوړه وکړه[2].

په همدې کال په شمالي افریقا او د منځني ختیځ په بله برخه کې د عربي پسرلي په نامه پاڅونونه پیل شوي وو او ډېر ژر یې د تونس او مصر حکومتونه رانسکور کړل. د دغو ولسي پاڅونونو لړۍ یمن ته هم ورسېده او په یمن کې هم د علي عبدالله صالح د حکومت پرخلاف د يمن خلکو پاڅونونه پيل کړل، چې حوثيانو هم په دغو پاڅونونو کې برخه واخېسته.

له هغه وروسته په یمن کې حالات ورو ورو خرابېدل او بالاخره په ۲۰۱۱ کال کې علي عبدالله صالح استعفا ته اړ شو او پرځای یې عبدربه منصور هادي په ټولټاکنو کې د دغه هېواد نوی منتخب ولسمشر وټاکل شو. حوثیانو د تېلو د نرخونو او نورو اقتصادي ستونزو له کبله له منصور هادي سره هم مخالفتونه پيل کړل، چې وروسته دغه مخالفتونه هم د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په مرسته د یوه سوله‌ییز تړون په مرسته ختم شول؛ مګر بيا هم حوثیانو په یمن کې خپله جګړه روانه وساتله او بالاخره يې څه موده وړاندې پر منتخب حکومت کودتا وکړه، خپل حکومت يې اعلان کړ او اوس د پاتې سيمو د نيولو هلې ځلې کوي.

د يمن د بحران نړيوال اهميت:

نړیوالو ته د یمن بحران د څو لاملونو له کبله د ارزښت وړ دی:

  1. دغه سیمه ستراتېژيک ارزښت لري او تقریباً د نړۍ له اوو ستراتېژيکو تنګیو څخه یو تنګی د یمن باب المندب دی. د دغه تنګي ارزښت يوازې له دې هم څرګند دی، چې هره ورځ له دغه تنګي څخه ۳.۳ ملیون بېرله تېل تېرېږي[3].
  2. په یمن کې د ایران-پلوې شیعه ډلې له واکمنېدو سره، له سعودي څخه د شیعه ګانو د حصار کړۍ راتاو شوه، چې سعودي يې د ځان لپاره ګواښ بولي.
  3. د یمن په داخلي بحران کې د دواړو ښکېلو ډلو ملاتړي (ایران او سعودي)، له یو بل سره په سړه جګړه بوخت دي، بلکې له لويه سره د دغو هېوادونو نړيوال ملاتړي (امریکا، روسیه، چېن او اروپايي ټولنه) هم له یو بل سره په یوه نوې سړه جګړه کې سره ښکېل دي.
  4. دا چې په دغه جګړه کې دوه لوري په مذهبي لحاظ شیعه او سُني دي؛ نو له همدې امله د شیعه-سُني جګړې نوم ورکول کېږي او د نړۍ مسلمانان دغه جګړه په ډېر دقت څاري.
  5. له ۲۰۰۴ کال راهیسې د یمن داخلي جګړې له درې سوه زره زیات یمنیان کډوالۍ ته اړ کړي[4] او اوسنی بحران به دغه شمېره لا زیاته کړي. د دې ترڅنګ بې‌ګناه کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو له کبله هم، د دغې قضیې اهمیت زيات شوی دی.

په یمن کې د ايران او عربستان لوبه:

یمن نه یوازې دا چې د نړۍ په ستراتېژیکه او اقتصادي جغرافیه کې خپل ارزښت لري، بلکې دغې سیمې د سعودي-ایران د رقابت او سړې جګړې له کبله هم د دواړو هېوادونو لپاره اهمیت پیدا کړی دی. د عربي پسرلي له پیلېدو سره، ایران او سعودي په سوریه، عراق او اوس په یمن کې ښکېل شوي دي. ځکه خو د امنیتي او ستراتېژيکو قضایاوو وتلی تحلیلګر “مارتن ریاردن” په یمن کې د سعودي-ایران رقابت ته د نولسمې پېړۍ د هغه رقابت او لویې لوبې په سترګه ګوري، چې په افغانستان کې تزاري روسیه او انګلیسي هند پکې بوخت وو[5].

یمن او سعودي داسې ګډه پوله لري، چې له يوې خوا ناقانونه کډوال په آسانۍ سره ترې تېرېږي[6] او له بلې خوا له دې لارې مخدره مواد او وسلې هم قاچاق کېږي. همدا لامل دی، چې په یمن کې به د ایران پلوه شیعه ډلې راتګ په آسانۍ سره ايران یمن ته ورسوي، او یمن ته د ايران رسېدل به سعودي ته د رسېدلو په معنا وي.

د ايران او سعودي سيمه‌ييز پلويان:

له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې د ايران-سعودي اړيکې مخ په ښه کېدو وې؛ مګر د عربي پسرلي له پيل کېدو او اوس بيا د ايران د اتومي پروګرام پر سره د ايران او ۵+۱ هېوادونو له توافق سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يو ځل بيا خرابې شوې او سعودي په منځني ختيځ کې د ايران-ضد اېتلاف جوړولو هڅې پيل کړې.

د یمن د بحران له پیل کېدو او د سعودي له خوا پر یمن د هوايي بریدونو له کبله ايران، د سوريې حکومت او لبنان (حزب الله) په يوه اېتلاف کې او سعوي عربستان، مصر، اردن، امارات او قطر په بل اېتلاف کې سره راټول شول. د دې ترڅنګ افغانستان، ترکيه او پاکستان تر اوسه بې‌طرفه پاتې دي، خو په ټوله کې د سعودي پلويان ښکاري.

دا چې د افغانستان، پاکستان او ترکیې دریځونه د بې‌طرفۍ او د سعودي-پلوۍ ترمنځ ښکاري، لاملونه یې په لاندې ډول دي:

  • افغانستان یوازې د حرمینو شریفینو او د سعودي له حدودو څخه ملاتړ کړی، خو د یمن قضیې په اړه یې د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس د منځګړتوب پر حل ټينګار کړی. د دې ترڅنګ يې د یمن په قضيه کې پوځي ونډه نه ده اخېستې.
  • پاکستان که څه هم د سعودي ستراتېژيک ملګری دی او د سعودي له حدودو څخه دفاع خپل مسؤولیت بولي، خو تر اوسه يې په پوځي بريدونو کې ونډه نه ده اخیستې. داسې اټکل هم کېږي چې پاکستان به هم د پوځي اېتلاف برخه شي. همدا راز پاکستان چې د اسلامي نړۍ د مشرتوب دعوې کوي، شاید د ترکیې ترڅنګ د دريمګړي هېواد رول ولوبوي.
  • ترکیې له یوې خوا په یمن کې د ایران رول غندلی؛ خو له بلې خوا یې له سعودي سره د یمن په برید کې ونډه نه ده اخیستې. له دواړو سره یو شان اړیکې لري، دا هېواد هم یو له هغو هېوادونو کېدلی شي، چې د یمن د قضیې په حل کې به رول ولوبولی شي.

د افغانستان دريځ:

د یمن په تړاو د افغانستان دریځ له ډېرو مشورو وروسته په یوه اعلامیه کې راڅرګند شو، چې اوسمهال د بې‌طرفۍ او ريل-پوليټيک ترمنځ دی. دغه اعلامیه څو مهم ټکي لري:

  • افغانستان به د حرمین شریفین له سپېڅلې خاورې څخه د دفاع لپاره د هر ډول ګواښ د رامنځته کېدو په صورت کې به په ټول قوت سره د سعودي عربستان د دولت او د هغه هېواد د مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودرېږي.
  • افغانستان په یمن کې د ولسواکۍ پر اصل او د قانوني نظام پر مشروعیت باور لري او د هغه هېواد له قانوني حکومت څخه ملاتړ کوي.
  • افغانستان د بحران د حل پلوی دی او بايد د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو د سازمان په مرسته، دغه بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.

په دې اعلامیه کې څو خبرې ډېرې مهمې دي، چې هم د ملګرو ملتونو له قانون سره، چې ولسواکي ده، او هم د افغانستان له عنعنوي سیاست سره، چې ناپېیلتوب دی، اړخ لګوي. افغانستان چې یو مسلمان هېواد دی او د نړۍ د ټولو مسلمانانو په څېر پرې د مسلمانانو مقدس ځایونه ګران دي، یوازې د دغو مقدسو ځایونو د ساتلو په تړاو يې خپل ملاتړ څرګند کړی؛ خو د یمن د بحران د حلولو په اړه یې بیا د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو پر رول ټينګار کړی دی.

له بلې خوا اشرف غني له تېرو څو میاشتو راهیسې سوله د خپل بهرني سیاست تر ټولو مهمه برخه ګرځولې او له همدې کبله د افغانستان د سولې په اړه د سعودي دریځ نه یوازې دا چې پر پاکستان اغېزه لرلی شي، بلکې یو شمېر طالبان هم اغېزمنولی شي. له همدې کبله د کابل بهرنی سیاست دا مهال تر ډېره پر (پاکستان-سعودي-افغانستان) او (پاکستان-چېن-افغانستان) راڅرخي.

په اقتصادي اړخ کې هم، په لومړي ګام کې د سعودي عربستان هغه ژمنه چې تقريباً يو لک افغانانو ته به د کار وېزې ورکوي، ښايي د دغه دريځ له کبله عملي جامه واغوندي، چې د افغانستان پر اقتصاد به مثبتې اغېزې وښندي.

پای

[1] Saeed Al Batati, Who are the Houthis in Yemen?, Aljazeera English, 29 March 2015, 9 April 2015, see it online:< http://www.aljazeera.com/news/middleeast/2014/08/yemen-houthis-hadi-protests-201482132719818986.html>

[2] د دغو شپږو مرحلو وسله والې مبارزې او د سولې تړون په اړه د زياتو معلوماتو لپاره ولولئ:
Christopher Boucek, War in Saada: From local insurrection to National Challenge, Carnegie Papers, Number 110, April 2010, retrieved at 9 April 2015, see it online: http://carnegieendowment.org/files/war_in_saada.pdf

[3] World Oil Transit Chokepoints. Energy Information Administration, US Department of Energy. http://www.eia.gov/todayinenergy/detail.cfm?id=330

[4] UNHCR, Yemen: Monthly factsheet (Jan 2015), retrieved at 9 April 2015, see it online: http://www.unhcr.org/4c907a4a9.html

[5] Martin Reardon, Saudi Arabia, Iran and the ‘Great Game’ in Yemen, Aljazeera English, 26 March 2015, retrieved at 9 April 2015, see it online: http://www.aljazeera.com/indepth/opinion/2014/09/saudi-arabia-iran-great-game-ye-201492984846324440.html

[6] د یوې څېړنې له مخې هر کال له دغه سرحد څخه ۴ لکه خلک په غیر قانوني توګه اوړي، وګورئ:
Brian Whitaker. “Saudi Security Barrier Stirs Anger in Yemen.” The Guardian. February 16, 2004. http://www.theguardian.com/world/2004/feb/17/saudiarabia.yemen

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *