د هند سفر؛ د بهرني سياست بدلون که د توازن هڅه؟

 

ولسمشر اشرف غني د روان میلادي کال د اپرېل په ۲۷مه هند ته په لومړني رسمي سفر ولاړ. اشرف غني له دې مخکې چین، سعودي عربستان، پاکستان، آذربایجان، ترکمنستان، انګلستان او امریکا ته سفرونه کړي وو.

د اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته په تېرو اوو مياشتو کې له هند سره د کابل په اړه ځينې بې‌باورۍ رامنځته شوې او له همدې امله ولسمشر غني کابو اووه مياشتې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ د ختمولو او په ترانزيټي، اقتصادي، زراعتي او سوداګريزو برخو کې د ګډو همکاريو په موخه، په يوه درې ورځني سفر نوي ډيلي ته ولاړ.

 

د افغان-هند اړيکو مخينه:

افغانستان او هند لرغونې اړيکې لري او دا اړيکې هغه مهال لاپراخې شوې، چې کله د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې افغانستان د هند له خپلواکۍ ملاتړ وکړ او هندي خپلواکي غوښتونکو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړ. د دغې پېړۍ په دویمه نیمايي کې بيا دا اړیکې له پاکستان سره د ګډې دښمنۍ له کبله لاتودې شوې. د دغو نږدې کېدو بل لامل هم دا و، چې ډېری افغان نخبه ګانو او جګپوړو چارواکو په هند کې زده‌کړې کړې وې.

د شورویانو له یرغل سره اندراګاندي د افغانستان د اشغال په تړاو متذبذب حالت غوره کړ او په څرګنده یې د شوروي یرغل ونه غانده، چې له همدې کبله ډېری افغانان له هنده بېزاره شول. هغه مهال پاکستان له افغان مجاهدینو او افغان کډوالو څخه په بېلابېلو برخو کې ملاتړ وکړ چې له کبله یې پاکستان په لومړي ځل په افغاني ډلو کې خپل ملاتړ پیدا کړ. وروسته په نویمه لسیزه کې پاکستان او هند له خپلو پلوي ډلو ملاتړ وکړ او دې چارې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لمبې ګرمې وساتلې، چې ان د حامد کرزي د دورې پرمهال هم دواړو هېوادونو د یو بل پرخلاف نیابتي جګړه ګرمه ساتلې وه.

د سپټمبر د يولسمې له پېښې او په افغانستان کې د طالبانو د امارت له ړنګېدو سره، هند په افغانستان کې لېوالتیا واخیسته، له کابل سره یې ډېری مرستې وکړې، په بیارغونه کې یې ونډه واخیسته، افغانانو ته یې په بېلابېلو برخو کې روزنې ورکړې او ترڅنګ یې په افغانستان کې تر ۲ ملیارډه ډالرو پورې پانګونې هم وکړې.

 

د هند په تړاو د حامد کرزي بهرنی سیاست:

حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په پیل کې له دواړو «پاکستان او هند» سره ښې اړیکې درلودې؛ خو وروسته چې کله په افغانستان کې د طالبانو بريدونه مخ په زیاتېدو شول، نو د حامد کرزي پر بهرنۍ تګلاره یې هم اغېز وکړ او د طالبانو د زياتېدونکو بريدونو له کبله د پاکستان په لور د کرزي شکونه زیات شول او د پاکستان په پرتله هند ته ډېر نږدې شو.

هغه مهال چې په ۲۰۰۸ کال کې په امریکا کې اوباما واک ته ورسېد او په ۲۰۰۹ کال کې امریکا د افغانستان په ټاکنو کې د لاسوهنو هڅې وکړې، نو دې حالت هم د کرزي پر بهرنۍ تګلاره ژورې اغېزې وکړې. په دغه پړاو (۲۰۰۹-۲۰۱۴) کې د کابل اړیکې له واشنګټن او اسلام آباد سره ورځ تر بلې د خرابېدو په لور وې؛ خو له بیجینګ، مسکو او نوي ډيلي سره يې اړيکې ښې شوې. حامد کرزي په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې چین ته سفرونه وکړل، په ۲۰۱۱ کال یې روسیې ته سفر وکړ او همدارنګه یې د ۲۰۱۳ کال تر پایه ۱۴ ځله هند ته سفرونه وکړل.

حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په دویمه دوره کې له نوي ډيلي سره د کابل ستراتيژيکې او دفاعي اړیکې لاپراخې کړې. په ۲۰۰۹ کال کې د زرنج-دلارام سړک د هند له خوا جوړ شو، د ايران په چابهار کې يې د بندر جوړولو هوډ هم څرګند کړ، په ۲۰۱۱ کال له هند سره ستراتيژيک تړون لاسلیک شو او په ۲۰۱۳ کال کې کابل له هند څخه د درنو وسلو رانیولو وړاندیز هم وکړ.

 

د پاکستان په لور د اشرف غني د تمايل عوامل:

دا چې اشرف غني ولې د پاکستان په لور پاملرنه زیاته کړه، لاندې لاملونه درلودای شي:

  • د سولې د بهير په برخه کې د پاکستان مرستې راجلبول؛
  • په ترانزیټي برخه کې د افغانستان ستونزې راکمول؛
  • د ټاپي او کاسا-۱۰۰۰ پروژې او له اقتصادي پلوه د سیمې د پيوستون لپاره پاکستان ته اړتيا؛

خو د دې ترڅنګ په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په تړاو د هند سوړ غبرګون هم د اشرف غني پر پرېکړو د اغېز لامل شو او له کبله يې پاکستان ته ځينې امتیازات ورکړل، د هند د ساړه غبرګون ځينې بېلګې په لاندې ډول بيانولی شو:

  • د ۲۰۱۳ کال په پای کې حامد کرزی په یوه رسمي سفر هند ته ولاړ او هلته يې له هند څخه د درنو وسلو د رانیولو وړاندیز وکړ، چې هند بیا دغه وړاندیز د پاکستان د غبرګون او د لشکر طیبه له خوا د هندي اتباعو د وژلو د وېرې له کبله ونه مانه؛ خو په وروستیو وختونو کې د هند له خوا داسې هڅه هم وشوه، چې دغه وسلې کابل ته له روسیې څخه راونیسي؛ مګر اشرف غني بيا له هند څخه د کابل هغه غوښتنه، پاکستان ته په يوه سفر کې وځنډوله.
  • که څه هم د هند له خوا د زرنج-دلارام ستراتيژيک سړک ډېر مخکې د هند له خوا جوړ شو او ترڅنګ یې د هند له خوا د ایران د چابهار بندر د جوړولو هڅې هم وشوې؛ خو د یوې هندۍ سياسي شنونکې په اند، هند د امریکا د فشار له کبله دغه بندر فعال نه شو کړای، ځکه هغه مهال امریکا له ايران سره د اتومي پروګرام پر سر خرابې اړیکې درلودې[1].
  • د چين د ولسمشر شي جین پینګ د «یوه سیمه؛ یو سړک» تر نامه لاندې د چین د ورېښمو پر نوې لاره د هند نیوکې او ورسره مخالفت هم بل لامل و، چې په دې اړه د اشرف غني د سيمه‌ييز اقتصادي الحاق تیوري، له نوي ډيلي سره په ټکر کې شي.

 

د اشرف غني بهرنی سیاست:

د اشرف غني بهرنی سياست تر ډېره په دريو محورونو راڅرخي:

لومړی: سوله او امنیت؛

دویم: اقتصادي ډيپلوماسي؛

درېیم: افغانستان له سیمې سره په اقتصادي توګه تړل.

اشرف غني د لومړي موخې په تکل له پاکستان، چين او سعودي سره اړیکې ښې کړې؛ خو د سولې په اړه د ده په تګلاره کې نيمګړتياوې ترسترګو شوې. د بېلګې په توګه اشرف غني په مستقيم ډول له طالبانو سره اړیکې جوړې نه کړې، بلکې يوازې پر دې پاليسۍ يې تکيه وکړه، چې طالبان د فشارونو په پايله کې د سولې د خبرو اترو ميز ته راکاږي، چې دا کار تراوسه نه یوازې دا چې ناشونی برېښي، بلکې د سولې په لاره کې خنډ هم بلل کېږي؛ ځکه د نړۍ تاريخ او همدا راز په افغانستان کې د تېرو کلونو جګړې دا ثابته کړه، چې د زور له لارې سوله نه شي ټينګېدای.

د دویمې او درېیمې موخې بشپړول هم د پورتنیو هېوادونو له همکارۍ پرته ناشوني وو؛ نو له همدې امله اشرف غني خپل سفرونه له همدغو هېوادونو پیل کړل او د خپل خارجي سیاست په پنځو حلقو کې یې هم لومړي ځایونه ورکړل.

که څه هم په پیل کې پر ښاغلي غني نیوکه وشوې، چې ګويا هند یې د خپل بهرني سیاست په درېیمه حلقه کې راوستی دی؛ خو هند ته له تګ څخه وړاندې اشرف غني له یوه هندي تلویزيون سره په مرکه کې وویل: «له هند څخه نیولې تر آذربایجان پورې زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې شامل دي. هند د آسیا یوه برخه او له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو له جملې څخه هم دی.»

 

په بهرني سیاست کې د توازن هڅه:

له نویيمې لسیزې راهیسې کابل د هند او پاکستان ترمنځ د يو شمېر لاملونو له کبله په اړیکو کې توازن نه دی ساتلی؛ او د کابل اړیکې له نوي ډيلي او اسلام آباد سره په نامتناسب انداز کې روانې وې. هر کله به چې د کابل-اسلام آباد اړیکې خرابې شوې، نو له کبله به یې د کابل-نوي ډيلي اړیکې ښې شوې او همدا راز کله به چې د کابل-اسلام آباد اړیکې ښې شوې نو د کابل-نوي ډيلي اړیکې به خرابې وې.
د لومړي وضعيت بېلګه د حامد کرزي د لومړۍ دورې وروستي کلونه او د دویمې دورې بشپړ کلونه دي او د دویم وضعيت بېلګه د مجاهدینو حکومت او د طالبانو د امارت دروان و.

که څه هم اشرف غني په خپلو لېکچرونو کې پر ناپېیلتوب نیوکې کړې او په خپلو وروستیو څرګندونو کې یې دغه تګلاره د تېرې پېړۍ د پنځمې لسیزې تګلاره بللې او اوس د خارجي سیاست په روښانه کولو یا طرف نیولو ټینګار کوي. خو له دې سره سره هڅه کوي، چې په سیمه کې ډيپلوماتیک توازن وساتي. همدا لامل دی، چې د يمن په قضيه کې د سعودي عربستان د ملاتړ ترڅنګ یې، تهران ته هم سفر وکړ او له پاکستان سره د اړيکو رغولو ترڅنګ له هند سره هم د نژدې اړيکو هڅه کوي.

دغو هلو ځلو ته په کتو سره ويلی شو، چې کابل په لومړي ځل هم مهاله له دواړو هېوادونو سره د ښو اړيکو پاللو هڅه کوي. د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د کابل توازن ساتل به تر هغه پورې دوام وکړي، ترڅو چې اسلام اباد له کابل سره د سولې او د افغانستان د امنیت په تړاو رښتينې مرستې او همکارۍ وکړي او هرکله که کابل په دې اړه پر اسلام اباد باور له لاسه ورکړ، نو له نوې ډيلي سره به د نژدې کېدو په لور ولاړ شي او د دغه توازن ساتلو هڅه به ناکامه شي.

 

هند ته د اشرف غني د سفر لاسته راوړنې:

هند ته د اشرف غني سفر له څو اړخونو مهم و:

  1. ولسمشر غني په دې سفر سره د هند-افغانستان ترمنځ هغه رامنځته شوې بې باوري راکمه کړه، چې د اشرف غني د چین او پاکستان له سفرونو څخه رازیږېدلې وه. د دې هڅې پايله دا وه، چې د هند لومړي وزير نارېندرا مودي د افغانستان پخوانی وړاندیز، چې له هند څخه خپلو امنیتي ځواکونو ته درنې وسلې راونیسي، ومانه او له افغان ولسمشر څخه یې وغوښتل، چې د خپلو پوځي اړتياوو لېست دوی ته وسپاري.
  2. په ترانزیټي برخه کې پرمختګ او د هندي چارواکو دا غوښتنه چې هند دې هم د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د اپټا تړون برخه وګرځول شي. که څه هم د هند-پاکستان اړیکو ته په کتو سره، په اپټا تړون کې د هند شاملول او هغه هم د واګه بندر له لارې ستونزمن برېښي؛ خو د کراچۍ بندر له لارې له امکان څخه لرې نه ده؛ ځکه پاکستاني چارواکو په دې اړه پخوا هم ویلي وو، چې که هند غواړي له افغانستان سره تجارت وکړي، نو د کراچۍ د بندر له لارې يې دې وکړي.
  3. د چابهار پر بندر کار، چې د ایران د اتومي پروګرام له کبله ځنډېدلی و، بیا پيل شو. د افغانستان-ایران-هند درې اړخیز ترانزیتي تړون به، چې ډېری ترانزيټ به پکې د چابهار بندر له لارې ترسره کېږي، د افغانستان پر اقتصاد مثبتې اغېزې وښندي؛ ځکه له یوې خوا به منځنۍ آسیا او تاجکستان ته د هندي او ایراني توکو د لېږد له لارې ترانزیټي ګټې ترلاسه کړي او له بلې خوا به یې هند ته، له همدې لارې صادرات هم زیات شي.
  4. دغه راز که چېرې پاکستان په راتلونکو څو میاشتو کې د سولې او امنیت په تړاو رښتينې همکاري ونه کړي، نو هغه مهال به د کابل-نوي ډلي ترمنځ د اړیکو رغولو اړتيا نه وي؛ ځکه دغه سفر دواړه هېوادونه یو بل ته نږدې کړل او ښې اړیکې پالل به ورته آسانه وي.
  5. د وړتیاو زیاتولو په موخه د روغتيا په برخه کې یوه تفاهمنامه لاسلیک شوه، چې له کبله به یې افغان ډاکتران په هند کې روزل کېږي او ترڅنګ به یې د هندي ډاکترانو ټیم هم افغانستان ته د افغاني ډاکترانو د روزلو لپاره راځي.
  6. په نظامي برخه کې هند چمتووالی وښود، چې له افغانستان سره مرستې وکړي او له دې چمتووالي به افغان حکومت پر پاکستان د یو ډول فشار په توګه هم کار واخلي او افغان ځواکونو ته به، چې د تجهیز په برخه کې له ننګونو سره مخ دي، وسلې هم راونیسي.

پای

[1] Suhasini Haidar, In step with Ghani’s Afghanistan, The Hindu, April 24, 2015.

 

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *