د افغانستان په لور د روسيې زياتېدونکې لېوالتيا

 

له یوې لسیزې راهیسې د افغانستان په لور د مسکو پاملرنه مخ په زیاتېدو ده؛ خو په دې وروستيو کې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په تړاو پراخو تبليغاتو د مسکو اندېښنې زياتې کړې دي.

په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په اړه د ولادیمیر پوتین، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف او د افغانستان-پاکستان په تړاو د مسکو د ځانګړي استازي کابلوف څرګندونې او کابل ته د کابلوف او اوس بيا د روسیې د کورنیو چارو وزیر کولوکولتسف سفرونه، د دغه هېواد د زیاتېدونکو اندېښنو ښکارندويي کوي.

څو پوښتنې، چې د افغانستان په اړه د مسکو تګلاره کله بدله شوه؟ د افغان-روس اړیکې د سپټمبر له یولسمې راهیسې څه ډول دي؟ او د افغانستان په تړاو د روسیې د زیاتېدونکې پاملرنې او اندېښنو تر شا کوم لاملونه دي؟ دلته تحليل شوې دي.

 

د روسانو ماتې او د مسکو د تګلارې بدلون

افغانستان له روسیې سره له ډېر پخوا څخه آشنا دی. همدا افغانستان و، چې په نولسمه پېړۍ کې د روسانو او انګریزانو ترمنځ د سترې لوبې د رقابت ډګر وګرځېد. په شلمه پېړۍ کې هم روسیه په اقتصادي او نظامي برخه کې د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی هېواد وګرځېد. روسیې له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۷۸ کال پورې، له افغانستان سره په نظامي او اقتصادي برخو کې له یو ملیارد ډالرو څخه زیاتې مرستې وکړې. هغه مهال هم، افغانستان د سترې لوبې په شان يو ځل بيا د زبرځواکونو د رقابت ډګر و؛ خو د انګریزانو پرځای د روسانو په مقابل کې امریکایان وو. امریکایانو هم هغه مهال له افغانستان سره مرستې وکړې، خو د مرستو کچه یې د روسانو په پرتله کمه وه[1]

تر ۱۹۹۱ کال پورې روسانو د خپلې تګلارې له مخې، تر ډېره له هغو حکومتونو سره مرسته کوله، چې یا د دوی همفکره وو او یا په نړېوال سیاست کې له دوی سره همغږي وو. خو کله چې دوی په افغانستان کې ماتې وخوړه نو تګلاره يې بدله کړه او د روسیې ولسمشر بورېس یلتسن د ۱۹۹۱ کال د نوامبر له یولسمې څخه د نوامبر تر پنځلسمې پورې د مجاهدینو له اوو تنظیمونو څخه د څلورو تنظیمونو استازو ته، چې مشري یې استاد برهان الدین رباني کوله، په مسکو کې ښه راغلاست ووايه او د روسي اسیرانو د پرېښودو په بدل کې يې له افغانستانه د خپلو مشاورينو د ايستلو او له ډاکتر نجیب الله سره د مرستې نه کولو ژمنه وکړه[2].

له هماغه وخته د افغانستان په لور د روسانو تګلارې بدلون وموند، چې تر ۲۰۰۱ کال پورې يې دوام درلود. هغه مهال روسانو له افغان مجاهدینو سره هم اړیکې ټینګې کړې؛ خو د سپټمبر د یولسمې بریدونو بیا هر څه بدل کړل.

 

افغان-روس اړیکې د سپټمبر له یولسمې تر اوسه

کله چې په امریکا کې د سپټامبر د يولسمې بریدونه وشول او په غبرګون کې یې امریکا او ناټو په افغانستان يرغل وکړ، روسیې هم د هغو بریدونو هرکلی وکړ؛ ځکه د طالبانو د امارت پرمهال افغانستان نه یوازې دا چې چیچنيایان په رسمیت پېژندلي وو، بلکې د روسیې-چیچنيایانو د ۲۰۰۰ کال جګړې په اوج کې یې په کابل کې د چیچنیا د سفارت پرانیستلو ته هم اجازه ورکړه. همدا لامل و، چې له کابل څخه د طالبانو د وتلو پر مهال د روسیې یو شمېر دیپلوماتان کابل ته راغلل او په کابل کې یې د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر پر ۲۸مه خپل سفارت پرانیست.

د مارېک مینکیسزاک په اند له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر اوسه د افغانستان په تړاو د روسیې تګلاره په دریو پړاوونو کې ویشلی شو:

  1. له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۲ کاله پورې؛
  2. له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۶ کاله پورې؛
  3. له ۲۰۰۷ څخه تر اوسه.

په لومړي پړاو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د جګپوړو چارواکو سفرونه تبادله شول او هماغه مهال په افغانستان کې د روسیې لېوالتیا زیاته شوه؛ ځکه د افغانستان په لنډمهالي حکومت کې ډېری هغه څېرې وې، چې پخوا د شمالي ټلوالې غړي وو او له مسکو سره یې ښې اړیکې لرلې. له همدې کبله د ۲۰۰۲ کال د فبرورۍ پر ۴مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی او حامد کرزي ته یې مسکو ته د ورتګ بلنه هم ورکړه. د فبرورۍ پر ۱۲مه مارشال محمد قسیم فهیم مسکو ته ولاړ، هلته یې افغان اردو ته د وسلو رانیولو په تړاو خبرې وکړې؛ د فبرورۍ په ۲۸مه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر یونس قانوني هم مسکو ته ولاړ. وروسته حامد کرزی هم د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه، دوه ځله مسکو ته ولاړ.

افغان-روس اړیکې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې د رکود ښکار شوې؛ خو دغه مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ نظامي اړیکې او مرستې د پراخېدو پر لور روانې وې. روسیې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې له افغانستان سره د روزنې، پوځي وسايلو او تدارکاتي خدماتو په برخه کې تر ۳۰ ملیونه ډالرو پورې مرستې وکړې[3]. په ۲۰۰۵ کال کې روسیې افغانستان ته د ۳۰ ملیونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او چورلکې ورکړې.

کله چې د حامد کرزي د لومړۍ دورې په وروستیو کې د کابل-واشنګټن اړیکې د خرابېدلو پر لور ولاړې، په ۲۰۰۸ کال کې په امریکا کې اوباما ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د افغانستان د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ریچارد هالبروک او امریکا د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه؛ نو د حامد کرزي اړیکې له امریکا سره خرابې شوې.

د دې ترڅنګ په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا او روسیې اړیکې هم، د جورجیا له کبله خرابې شوې. ځکه هغه مهال روسیې د امریکا پر یوه ملګري (جورجیا) نظامي یرغل وکړ او هلته یې د امریکا ګټې وننګولې.

د امریکا-افغانستان اړیکو او د امریکا-روسیې اړیکو له خرابېدو سره افغان-روس اړیکې د ښه کېدو په لور شوې او مسکو د افغانستان له ۱۲ ملیارده ډالرو پورونو څخه، ۱۱.۱ ملیارده ډالر معاف کړل. وروسته یې په ۲۰۱۰ کال کې پاتې ۸۹۱ ملیون ډالره پورونه هم معاف کړل. په ۲۰۱۰ کال کې روسیې د افغانستان ملي اردو ته شل زره کلاشینکوفونه ورکړل، ۲۵۰ پولیس یې وروزل، د نغلو بند بیارغونه یې پيل کړه او په ۲۰۱۱ کال کې خپله حامد کرزی مسکو ته په خپل درېیم رسمي سفر ولاړ[4].

د دې ترڅنګ له ۲۰۰۸ کال راهیسې د افغان-روس خپلمنځي تجارت هم کال په کال زیات شو. په ۲۰۰۸ کال کې دوه اړخیزه سوداګري ۲۰۰ ملیون ډالره وه، په ۲۰۱۰ کال کې ۵۷۱.۳ ملیونه ډالره شوه او په ۲۰۱۳ کال کې یو ملیارد ډالرو ته ورسېده.

وروسته په ۲۰۱۱ کال کې د روسیې لوړپوړی چارواکی، چې د روسیې د پارلمان رئیس و، افغانستان ته په سفر راغی او ورو ورو افغانستان ته د روسي چارواکو سفرونه په زياتېدو شول. کله چې په افغانستان کې اشرف غني ولسمشریزې ټاکنې وګټلې نو روسیې الکساندر منتسکي، افغانستان ته د خپل نوي سفیر په توګه راولېږه. نوموړی مخکې د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې ډيپلومات او وروسته په هند، پاکستان او نیپال کې سفیر پاتې شوی و. همدا راز افغانستان ته د روسیې د ځانګړي استازي کابلوف تګ-راتګ هم زیات شو. کابلوف تېره اوونۍ د روسیې د کورنیو چارو د وزیر له سفر وروسته کابل ته راغی او له اشرف غني سره یې د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د کابلوف او د روسیې د کورنیو چارو د وزیر کولوکولتسف سفرونه داسې مهال ترسره کېږي، چې په افغانستان کې د داعش په تړاو خبرونو، د افغانستان په شمال کې روانو ناامنيو او د نشه‌يي توکو قاچاق، مسکو اندېښمن کړی دی.

 

د روسيې د زياتېدونکې لېوالتيا او اندېښنو عوامل

دا چې د افغانستان پر لور د روسیې د زیاتېدونکو اندېښنو، پاملرنې، او لیوالیتا تر شا کوم لاملونه دي، په لنډه توګه يې دلته بيانوو:

  1. له سیمې څخه د امریکایانو وتل

په تېرو څو کلونو کې د روسیې د زیاتېدونکي لېوالتیا، پاملرنې او اندېښنو تر شا په ۲۰۱۴ کال کې له سیمې او افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو اعلان و. دغه اعلان نه یوازې دا چې د روسیې لېوالتیا زیاته کړه، بلکې د دوی اندېښنې یې هم زیاتې کړې. له یوې خوا دوی خوښ دي، چې له سیمې او افغانستان څخه امریکایان وځي؛ خو له بلې خوا بیا په افغانستان کې د ځواک د تشې له راتګ سره دوی له دې هم وېره لري، چې هسې نه افغانستان د بې‌ثباتۍ او ناامنیو په لور ولاړ شي او په وروستي قدم کې به منځنۍ آسیا او خپله روسیه هم اغېزمنه کړي. له همدې امله دوی د امریکایانو له دغه اعلان راهیسې له افغانستان سره نظامي مرستې کوي.

  1. د کابل-واشنګټن د اړيکو خرابوالی اړيکې

یو له هغه لاملونو څخه چې روسیه یې افغانستان ته ډېره نږدې کړه، د جورجیا د قضیې پرمهال د کابل-واشنګټن خرابې اړیکې وې، چې یادونه یې مخکې وشوه.

  1. داعش ډله

په عمومي ډول له تېرو څو میاشتو راهیسې د روسانو د ډېری اندېښنو تر شا په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون خبره ده. په دې تړاو د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین، د بهرنیو چارو وزیر لاوروف، د کورنیو چارو وزیر کولوکوتسف څخه نیولې په کابل کې د روسیې سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې تر ځانګړي استازي کابلوف پورې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

په افغانستان کې د داعش د نفوذ په تړاو د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې پوتین خبرداری ورکړ، چې داعش هڅه کوي، په افغانستان کې نفوذ پيدا کړي[5]. همدارنګه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف په وينا، داعش د روسیې خاورې ته نږدې کېږي[6]. دغه  راز روسیې د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې ويلي وو، چې داعش په افغانستان کې نفوذ کړی او اوس د روسیې متحدین ګواښي[7]. وروسته بيا حنیف اتمر د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په مسکو کې د ليدنې پر مهال وويل، چې روسیه دې ته چمتو ده چې له افغانستان سره د تروریزم پرخلاف په مبارزه کې مرستې وکړي. تېره اوونۍ هم د روسیې د کورنیو چارو وزیر او د افغانستان په تړاو د روسیې د ځانګړي استازي کابلوف سفرونه، په همدې موخه وو.

  1. نشه‌يي توکي:

د نشه‌يي توکو قاچاق او په روسیه کې یې زیاتېدونکي روږدي هغه بله اندېښنه ده، چې په افغانستان کې یې د روسانو لېوالتیا زیاته کړې ده. د ملګرو ملتونو د یوې سرچینې له مخې روسیه تقریباً د ټولې اروپا د تقاضا په کچه د اپیمو او مخدره موادو روږدي لري (روسیه ۷۰ ټنه او اروپايي اتحادیه ۸۸ ټنه مخدره مواد استعمالوي) او هر کال تقریباً تر یو لکو پورې پر مخدره موادو روږدي کسان مړه کېږي، چې له دېرشو زرو څخه تر څلوېښتو زرو پورې یوازې روسان دي. د روسانو په اند روسیې ته د مخدره موادو قاچاق تر ډېره له افغانستان څخه کېږي[8]. ځکه افغانستان اوس هم د نړۍ ۹۰ سلنه د نشه‌يي توکو تقاضا برابروي. د روسیې د کورنیو چارو وزیر د سفر له اجنداوو څخه یوه دا هم وه، چې په څه ډول دواړه هېوادونه نشه‌يي توکو په قاچاق کې له یو بل سره همکاري وکړي.

  1. د شمال ناامنۍ:

په شمال کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامنۍ؛ په کندز، فاریاب، بدخشان او تخار کې د وسله‌والو مخالفینو زياتېدونکي عملیات، د روسیې د جګپوړو چارواکو ژورې اندېښنې راپارولې دي. له همدې امله په دې اړه روسي چارواکیو څرګندونې هم کړې دي. روسیه له دې وېره لري، چې هسې نه د دغو ناامنیو لړۍ منځنۍ آسیا او بیا مسکو ته هم وغځېږي.

پای

 

 

[1] د لویس ډوپري د کتاب “افغانستان” له مخې، امریکایانو په ۱۹۵۰-۱۹۷۱ کلونو کې له افغانستان سره ۲۸۰ ملیون ډالره مرستې کړې وې؛ خو هغه مهال بيا د روسانو د مرستو کچه ۶۷۰ ملیون ډالره وه. وګورئ، د لویس ډوپري “افغانستان” کتاب، مخونه ۶۳۰-۶۴۱

[2] Richard Weitz, Moscow’s endgame in Afghanistan, Conflict Quarterly, Winter: 1992.

[3] Thomas Ruttig, From Point Zero to ‘New Warmth’: Russian-Afghan relations since 1989, Afghanistan Analysts Network, 2014

[4] Thomas Ruttig, From Point Zero to ‘New Warmth’: Russian-Afghan relations since 1989, Afghanistan Analysts Network, 2014

 فارس نیوز، پوتین: داعش به دنبال نفوذ در افغانستان است، جدي ۴مه، ۱۳۹۳ کال، پرلیکه بڼه: http://af.farsnews.com/politics/news/13931004000594 [5]

[6] فارس نیوز، لاوروف: داعش به خاک روسیه نزدیک می‌شود، د جدی ۴مه، ۱۳۹۳کال، پرلیکه بڼه:
http://www.farsnews.com/newstext.php?nn=13931004000520

[7] صدای روسیه، داعش افغانستان، متحدین روسیه را تهدید می‌کند، ۵ مارچ ۲۰۱۵، پرلیکه:
http://dari.sputniknews.com/dari.ruvr.ru/news/2015_03_05/283210744/

[8] Dmitri Trenin and Alexei Malashenko, Afghanistan: A view from Moscow, Carnegie Endowment, 2010, p: 15

 

 

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *