افغانستان »اقتصاد

په افغانستان کې د انرژۍ وضعيت؛ ټوټاپ او کاسا-زر پروژې

تاریخ نشر: ۱۳۹۵-۰۲-۱۹

تېره اوونۍ په افغانستان کې د انرژۍ د یوې پروژې (ټوټاپ) د مسیر د بدلون په تړاو د یو شمېر سیاسیونو او مدني فعالانو د اعتراضونو او دغه راز د حکومت د غبرګون شاهد وو. د دې ترڅنګ ټاکل شوې چې د یوې بلې پروژې (کاسا-۱۰۰۰) عملي کار هم د روانې مې مياشتې پر ۱۲مه (۲۰۱۶) پيل شي.

په دغه تحليل کې، په افغانستان کې د انرژۍ سکتور شاليد، د دغه سکتور اوسنی او راتلونکی وضعيت، د افغانستان پر اقتصاد او انرژۍ پر وضعيت د کاسا-زر او ټوټاپ پروژو اغېزې او دغه راز د ټوټاپ پروژې په تړاو د وروستيو ناندريو په تړاو، شننه کوو.

تاریخي شالید

که څه هم په لومړیو وختونو کې د افغانستان خلکو، له تېلو او ډبرو سکرو څخه د انرژۍ په توګه ګټه اخیسته؛ خو د ۱۹مې پېړۍ په پای کې امیر عبدالرحمان خان له برېښنا څخه د ګټې اخېستنې لپاره یو شمېر اقدامات وکړل او یو داسې ډاینمو یې جوړ کړ، چې ۴۰ څراخونه یې بلولای شول. وروسته د امیر حبیب الله خان په دوره کې له بټریو برېښنا ترلاسه کېده او ارګ به یې روښانه کاوه. پر همدغه دوره کې په جبل السراج کې د اوبو پر برېښنا-فابریکه کار پيل شو او بیا د امیر امان الله خان د واکمنۍ پرمهال بیا له دغې فابریکې څخه ګټه واخیستل شوه. وروسته بیا د برېښنا د توزېع په موخه د «تنویراتو شرکت» بنسټ کېښودل شو، چې تر ۱۳۰۷ لمريز کال پورې یې په کابل ښار کې ۱۸ زره څراخه برېښنا په کورونو وېشلې وه[1].

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د شورویانو تر یرغل پورې بیا په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو په مرسته د کجکي، ماهيپر، نغلو، درونټې، ګرېشک، دهله، چک وردګ، سلما او نور برېښنايي بندونه جوړ شول. خو د شورویانو یرغل او وروسته بیا د افغانستان کورنۍ جګړې تر ډېره دغو بندونو ته په پراخه کچه تاوانونه ورسول. له ۲۰۰۱ کال وروسته، یو شمېر هڅې وشوې، ترڅو دغه بندونه بیا ورغول شي؛ خو بیا هم په مجموعي ډول په بشپړه توګه د خپلو وړتیاوو په پرتله، نه دي فعال شوي.

په افغانستان کې د انرژۍ سرچینې او تولید

افغانستان د انرژۍ پرېمانه سرچینې لري، له لمري سرچينو نیولې تر اوبو، تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او هوا پورې. افغانستان په شمسي برخه کې د ۲۲۳ زره، له اوبو څخه د ۲۳ زره، له ګازو څخه د ۶۰۰ او له هوا څخه د ۶۸ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولو وړتیا لري.

خو له دغو وړتیاوو سره سره، اوس يوازې دوه زره مېګاواټه برېښنا هم په هېواد کې دننه نشي تولیدېدای او ډېری اتکا په وارداتي برېښناوو ده. د بېلګې په ډول په ۱۳۸۵ لمريز کال کې د هېواد دننه ۹۱۶.۸۹ میلیون کیلو واټ\ساعت برېښنا تولیدېده، چې د اوبو برېښنا پکې (۶۴۵.۹۷ میلیون کیلوواټ\ساعت)، حرارتي برېښنا (۲۶۷.۳۷میلیون کیلوواټ\ساعت) او ډیزلي برېښنا (۳.۵۶میلیون کیلوواټ\ساعت) وه. په ورپسې کلونو کې دغو ارقامو هر کال توپير درلود، کله به زیاتېده او کله هم کمېده. په ۱۳۹۱ کال کې د هېواد دننه د برېښنا تولید په مجموعي ډول ۸۸۲.۹، په ۱۳۹۲ کال ۱۰۲۲.۳ او په ۱۳۹۳ کال ۱۰۴۹ میلیون کیلوواټ/ساعت و.

همدا راز کال په کال د افغانستان د برېښنا شرکت مراجعین زیات شول. په ۱۳۸۲ کال کې دغه شرکت ۲۲۷۸۵۴ مراجعین درلودل خو په ۱۳۹۳ کال کې بیا له یو میلیون څخه زیات شول (۱.۱۵۴۷۹۸ میلیون). (جدول-1)

جدول-1: په افغانستان کې د برېښنا د توليد سرچينې (مليون کيلوواټ\ساعت)

جدول-۱ ماخذ: د افغانستان احصایوي کلنۍ

وارداتي برېښنا

له ۱۳۸۱ کال راهیسې په هېواد کې د بیارغونې چارې پیل شوې او په منځ ترڅ کې د برېښنا د بندونو پر بیاجوړولو هم کارونه پيل شول (که څه هم تراوسه پورې د ځینو بندونو توربینونو په سم ډول نه دي فعال شوي؛ خو بیا هم د برېښنا د تولید په برخه کې د هېواد یوه برخه تقاضا بشپړوي).

د دې ترڅنګ له بهر څخه په تېره بیا له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه هم برېښنا وارده کړای شوه. که د افغانستان د برېښنا شرکت هغو ارقامو ته پام وکړو، چې له ۲۰۰۷ کال څخه یې تر ۲۰۱۵ کال پورې پر دغه وارداتي برېښنا ولګول، نو څرګندیږي چې د افغانستان برېښنا شرکت تراوسه تقریباً ۹۷۳ میلیون ډالره پرې لګولي دي.

په بل اړخ کې د افغانستان د احصائيې مرکزي ادارې د ارقامو له مخې، پر افغانستان باندې له ۱۳۸۵ کال څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې ۴۱۹۰۷.۴ میلیونه افغانۍ برېښنايي لګښتونه راغلي دي. د دغو ارقامو له مخې هر کال پر وارداتي برېښنا لګښتونه زیات شوي، د بېلګې په ډول په ۱۳۸۵ کال کې افغانستان د ۷۹۰.۹۹ میلیون افغانۍ برېښنا واردوله، خو په ۱۳۹۳ کال کې دغه شمېره ۱۰۶۳۰.۴ میلیون افغانۍ ته ورسېدله. (د نورو معلوماتو لپاره وګورئ جدول-2)

جدول-2: افغانستان ته د وارداتي برېښنا لګښتونه (مليون افغانۍ)

جدول-۲ماخذ: د افغانستان احصایوي کلنۍ

د برېښنا په سکتور کې د افغانستان وړتیاوو ته په کتلو سره ویلای شو، که د افغانستان د برېښنا سکتور کې پانګونه وشي او له دغو وړتیاوو څخه په سمه توګه ګټه پورته شي، نو دا به د برېښنا وارداتي لګښتونو متبادل وګرځي او افغانستان به نور د میلیونونو ډالرو په مصرفولو د برېښنا واردولو ته اړتیا ونه لري.

ټوټاپ او کاسا-۱۰۰۰ پروژې:

ټوټاپ د سیاسي کېدو له ګواښ سره مخ ده!

د ټوټاپ او کاسا-زر پروژې د منځنۍ آسیا برېښنا سوېلي آسیا ته لېږدوي. د افغانستان د اقتصاد لپاره د دغو دوو لویو پروژو ارزښت په دې کې دی، چې نه یوازې دا چې د افغانستان د برېښنا کمبود بشپړوي، بلکې له پاکستان څخه ترانزيټي فیس هم ترلاسه کوي.

کاسا زر پروژه به د قرغزستان او تاجکستان تقریباً ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا، افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي او د ټوټاپ پروژې له لارې به بيا له ترکمنستان-ازبکستان-تاجکستان څخه، افغانستان او پاکستان ته برېښنا صادره شي. ښايي د کاسا-زر پروژې پرانیست‌غونډه به په روانه اوونۍ کې وشي؛ خو د ټوټاپ پروژې د مسیر په تړاو اوس په هېواد کې دننه بحثونه راپورته شوي دي.

د حکومت دننه او دباندې ځینو معترضینو د برېښنا د مسیر بدلولو په اړه حکومت ته ګواښ کړی، که چیرې د بامیانو له لارې د برېښنا مزي ونه غځول شي، نو دوی به پراخ لاریونونه وکړي. خو دغه کاملاً یوه تخنیکي ستونزه ده، چې بايد سیاسي چلند پکې ونشي او سیاسیون پر ملي وحدت حکومت له فشار واردولو ډډه وکړي.

که څه هم د جرمني فېشر کمپنۍ په خپله څېړنه کې د دغې پروژې لپاره د بامیانو لاره غوره کړې وه او هله یې ګټوره بللې وه، چې که چینایان په مېس عینکو کې برېښنا فعاله او بیا دغه برېښنا له همدې لارې کابل ته ولېږدول شي. د مسیر د بدلولو پریکړه بیا د حامد کرزي په دویمه دوره کې، چې کريم خلیلي يې دویم مرستيال و، وشوه او دغه مسیر یې د سالنګ لارې ته بدل کړ. هغه مهال پرې چا اعتراض او نیوکې ونه کړې؛ خو اوس چې پر دغې پروژې عملي کار پيلېدونکی دی او نړیوال مرسته‌کوونکي هم ورسره مرستې ته چمتو دي، نو دغه بحث راپورته شو او ځينو سیاسیونو هم داسې مهال ملاتړ ترې وکړ، چې د ملي وحدت حکومت له ډېرو ننګونو سره مخ دی.

که اوس د دغې پروژې مسیر بدل کړل شي، نو لاندې منفي پايلې به ولري:

  • د دغې پروژې عملي کول به لږترلږه تر دوو نورو کلونو پورې وځنډول شي؛
  • د سالنګ پر لاره چې څومره څېړنې شوې، هغه لګښتونه او وخت به ضایع شي؛
  • له سالنګ څخه بامیانو ته د مسیر بدلولو له کبله به د لارې اوږدوالی له ۸۰ څخه تر ۱۲۰ کیلومترو پورې نور هم اوږد شي؛
  • د لارې د اوږدېدو له کبله به اضافي لګښتونه راشي (لکه د لین، سبسټیشن جوړول او نور)؛
  • له دغې پروژې سره روان سیاسي چلند شاید نړیوال مرسته‌کوونکي د هېواد په اوږدمهاله او لویو پروژو کې له پانګونو او مرستو څخه په شا کړي؛
  • دغه روان حالت به د حکومت پاملرنه ډېر دېخوا کړي او په هېواد کې به اختلافات پراخ کړي.

له دې وراخوا، افغان حکومت باید د بامیانو د خلکو اساسي غوښتنو ته هم پاملرنه وکړي او هلته د برېښنا کمبود د چاریکارو او یا کومې بلې لارې لخوا پوره کړي.

[1] حبیب الله رفیع، د تمدن سوغات، پېښور: د اریک د ګرځنده کتابتونونو اداره، ۱۳۷۸، مخ ۱۰-۱۲

مطالب مرتبط :

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *