افغانستان »اقتصاد

زېربنايي پروژې: د اوبو بندونه او وروستي پرمختګونه

تاریخ نشر: ۱۳۹۵-۰۳-۲۹

له تېرو دوو اوونیو راهیسې په بې‌مخينې ډول د هېواد په کچه د زېربناوو (اوبو بندونو) په برخه کې پرمختګونه وليدل شول. په هرات کې د سلما بند په جوړولو کې له ۴۰ کاله لوړو-ژورو وروسته، د ۲۰۱۶ کال د جون پر ۴مه د هند لومړي وزیر نارېندرا مودي او افغان ولسمشر اشرف غني د ځانګړو مراسمو پر مهال د دغه بند پرانیسته وکړه.

د سلما بند له پرانیستلو وروسته، د هلمند د کجکي د برېښنا بند د پراختیا هوکړه‌لیک هم له ترکي-امریکايي شرکت سره لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک له مخې، دغه شرکت به په درېیو میاشتو کې د کجکي بند د پراختیا پروپوزل تیاروي او له مخې به یې په درېیو کلونو کې چارې بشپړې شي. همدا راز د فراه د «بخش‌آباد» بند جوړولو په اړه هم افغان حکومت تېره اوونۍ له یوه ایټالوي شرکت سره تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

دا چې زموږ په هېواد کې د بندونو د جوړولو څومره اړتیاوې او وړتیاوې دي؟ او دغه بندونه زموږ پر اقتصاد څومره اغېزې ښندي؟ په دې تحليل کې پرې شننه کوو.

د بندونو جوړولو اړتیا

په افغانستان کې د بندونو د جوړولو اړتیا د لاندې څو عواملو له کبله زیاته ده:

لومړی؛ زراعت: د افغانستان د کرنې وړ ځمکه ۹۶۱۰۰۰۰ هکتاره (یا ۹.۶۱ میلیون هکتاره) ده، چې دا بیا د افغانستان د ټولې ځمکې ۱۴.۷۳ سلنه جوړوي. د افغانستان له دغه کرنې‌وړ ځمکې څخه، یوازې شاوخوا ۵.۳۲۴ میلیونه هکتاره ځمکه کرل کېږي او پاتې ۴.۲۸۶ میلیونه هکتاره د کرنې‌وړ ځمکه همداسې پاتې کېږي. دا چې په افغانستان کې د کرنې‌وړ ځمکې څخه ۴.۲۸ میلیونه هکتاره ځمکه همداسې شاړه پاتې کېږي، یو عمده لامل یې د اوبو کمښت دی. خو د اوبو د بندونو له جوړېدو سره دغه ځمکې هم تر کښت لاندې راځي.

دویم؛ برېښنا: اوسمهال افغانستان د خپلې اړتيا وړ يوازې ۱۹ سلنه برېښنا په هېواد کې دننه تولیدوي او ۸۱ سلنه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي. په دې توګه هر کال میلیونونه ډالره د برېښنا پر واردولو لګښتونه راځي. د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر ۲۰۱۵ کال پورې افغانستان په دغو وارداتي برېښناوو تقریباً ۹۷۳ میلیون ډالره لګښت راغلی. دا په داسې حال کې چې افغانستان په خپله د برېښنا تولیدولو ډېر فرصتونه او وړتیاوې لري او په دې جمله کې یوازې له اوبو څخه تر ۲۳ زرو مېګاواټو پورې برېښنا تولیدېدلای شي. له اوبو څخه د برېښنا تولیدولو یوه بله ګټه د اوبو د زېرمه کولو هم ده، چې پورته ورته اشاره وشوه.

درېیم؛ د طبیعي آفاتو مخنیوی: هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راځي، چې له کبله یې نه یوازې دا چې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي، بلکې ډېرې سرسبزې او د کرنې‌وړ ځمکې هم له ځان سره ويجاړوي. د بندونو د جوړېدلو یوه ګټه دا هم ده، چې تر ډېره د دا ډول طبیعي آفاتو مخه نیسي.

څلورم؛ راتلونکی وضعیت او د اوبو بحران: شونې ده، چې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به د افغانستان نفوس دوه چنده شي، چې له امله به یې نورو ډېرو اوبو، د زياتو ځمکو خړوبولو او برېښنا ته اړتیا وي. خو له بده مرغه د افغانستان ډېری اوبه دا مهال ګاونډیو هېوادونو ته ځي او په هېواد کې دننه یې د مهارولو په اړه کوم جامع عملي ګامونه نه دي اوچت شوي. دغه اوبه به په راتلونکو وختونو کې هم سیاست وي او هم به د جګړو یو له سترو لاملونو څخه وي.

په افغانستان کې د بندونو جوړولو وړتیاوې

په افغانستان کې د اوبو او سیندونو پنځه حوزې دي، چې په ډېری برخو کې یې د بندونو جوړولو ډېرې وړتیاوې شته دي.

په مجموع کې د افغانستان په دغو پنځو حوزو کې لاندې بندونه په نښه شوي، چې په یو شمېر یې عملي کارونه پيل شوي، لکه (سلما او کجکي پراخول) او د یو شمېر نورو مطالعاتي ارزونې شوې، لکه (باغدره، سروبي-ب، کنړ-الف، کجکي-ب، ککچه، ګلبهار، کامه، کنړ-ب، کیلګي)، او همدا راز یو شمېر نور بيا له مطالعاتي ارزونې مخکې پړاو کې دي، لکه (عالم باغ، لر آمو، دشت جم) بندونه.

په دغه لاندني جدول کې ۱۴ بندونه په نښه شوي، چې په مجموعي ډول به د ۷۳۹۷.۵ مېګاواټه برېښنا تولیدولو وړتیا ولري او پر دغو ۱۴ بندونو به بیا ۱۷۷۲۰ میلیون ډالره لګښت راشي.

که څه هم له اوبو څخه د برېښنا د توليد د وړتیاوو په اړه کومه کره څېړنه او یا تحقیق نشته خو بیا هم په ټوليز ډول د انرژۍ کارپوهان په دې ټکي سره يوه خوله دي، چې په افغانستان کې له اوبو څخه تقریباً ۲۳ زره میګاواټو د برېښنا توليدولو وړتیاوې شته دي، چې لږې بېلګې یې تاسو په لاندې جدول کې هم کتلای شئ.

جدول-۱: د اوبو د برېښنايي بندونو جوړونې انتخابونه

بندونه

سلما، کجکي او بخش‌آباد بندونه

که څه هم د سلما بند د جوړېدو کارونه له ۱۹۷۰ لسیزې راديخوا پیل شوي وو؛ خو دغه کارونه بیا وروسته د افغانستان د درېیو لسیزو جګړو له کبله اغېزمن شول او له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغان حکومت په غوښتنه، هند پر دغه بند يو ځل بیا عملي کار پیل او اوس يې بشپړ کړ. د هند حکومت دغه بند د تقریباً ۲۹۰ میلیون ډالرو پر لګښت جوړ کړ، چې د ۴۲ میګاواټ پر ساعت برېښنا د تولیدولو وړتیا لري. کابو ۲.۵ لکه کورونه به په لومړي ځل رڼا کړي او د چیشت شریف، اوبی، پښتون زرغون، کړوخ، ګوزاره، انجیل، زېندجان، کوشان او غوریان ولسوالیو د ۶۴۰ کلیو شاوخوا ۷۵ زره هکټاره ځمکه به هم خړوبه کړي.

په بل اړخ کې د کجکي بند چې اوسمهال د ۵۱ مېګاواټ پر ساعت برېښنا وړتیا لري، د نوې تفاهمنامې له کبله به يې د څلورو نویو توربینونو په نصبولو سره، د برېښنا وړتیا ۱۵۱ میګاواټه ته ورسېږي. د دې ترڅنګ دغه بند د شاوخوا ۱.۱ میلیارد متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا هم لري او ډېره د کرنې وړ ځمکه به خړوبه کړي.

همدا راز تېره اوونۍ د فراه د بخش‌آباد بند جوړولو قرارداد هم له یوه ایټالوي شرکت سره لاسلیک شو او ښايي، چې تر ۱۸ میاشتو پورې یې چارې بشپړې شي. دغه بند د ۲۷ میګاواټه برېښنا تولیدولو او د یو میلیارد او درې سوه میلیون مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې له امله به یې د فراه ولایت ۱۰۴ زره هکتاره ځمکه هم خړوبه شي.

د اوبو بندونو د جوړولو پر وړاندې ننګونې

 که څه هم د افغانستان د اوبو د بندونو د جوړولو په لاره کې به ډېرې ننګونې پرتې وي؛ خو دوې عمده ننګونې یې په لاندې ډول دي:

مالي سرچینې او د پانګونې راجلبول: افغانستان له اوبو څخه د برېښنا تولیدولو ډېرې وړتیاوې لري؛ خو د دغو بندونو جوړېدنه بیا ډېر مالي ملاتړ او سرچینو ته اړتیا لري، چې دا بیا د افغان حکومت او حکومتي بودیجې په وس کې نه ده. د بېلګې په ډول په پورتني جدول کې د ۱۴ بندونو پر جوړولو تقریباً ۱۷.۷ میلیارد ډالره لګښتونه راځي. په بل اړخ کې بهرني ملاتړي او بسپنه ورکوونکي هېوادونه هم د لویو بندونو جوړولو ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه یو خو دا ډېرو پیسو ته اړتیا لري او بل دا ډېر وخت‌ګیر هم وي. همدا راز افغان حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې بهرني پانګوال د بندونو جوړولو ته چمتو کړي. بهرني پانګوال د امنیتي وضعیت او له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د تړونونو د نه شتون له کبله، د هغو هېوادونو د مخالفتونو له کبله هم پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

امنیت: بله تر ټولو لویه ننګونه په هېواد کې امنیتي وضعیت دی، چې له کبله یې پانګوال د افغانستان د انرژۍ په سکتور په تېره بیا د اوبو بندونو په جوړولو کې زړه نه ښه کوي. د تېرو ۱۵ کلونو تجربو هم دا ښودلې چې د اوبو مهارولو، د خولو تویولو ترڅنګ د افغانانو وینه هم تویې کړې او د بندونو جوړېدل هم بالاخره د وینې تویېدلو له کبله شونې شوي دي.

پای

مطالب مرتبط :

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *