سیمه او نړۍ »نړيوال سياست او قضيې

د برېکس سازمان اعلامیه او پر سیمه یې اغېزې

تاریخ نشر: ۱۳۹۶-۰۶-۲۵

 

د برېکس په نوم د نړۍ د پنځو ځواکمنو هېوادونو سازمان، د خپلې وروستۍ غونډې په اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ (۱۱ سپټمبر) خپره شوه، په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کې، د وسله­والو طالبانو، القاعدې، حقانی شبکې، داعش، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او ځینو نورو وسله‌والو ډلو فعالیتونه وغندل.

تر ټولو مهمه دا وه، چې په دغه اعلامیه کې د «پاکستان دننه» کلمه کارول شوې وه، کوم څه چې د پاکستان غبرګون راوپاروه او د برېکس سازمان دغه ګډه اعلامیه یې داسې مهال رد کړه، چې د پاکستان ستراتېژیک ملګری چین هم د دغې اعلامیې برخه و.

دا چې د برېکس سازمان کله جوړ شو او موخې یې څه دی؟ د برېکس سازمان د «زیامین» اعلامیه کې څه وو او پر سیمه به د دغې اعلامیې اغېزې څه وی؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو دلته ځواب کړې دی.

 

د بریکس سازمان پېژندنه

د برېک سازمان طرحه په ۲۰۰۱ کال کې د ګولډمن ساکس کمپنۍ مشر جیم او نیل په خپله یوه لیکنه کې وړاندې کړه. په پیل کې برېک د څلورو هېوادونو مجموعه وه او د هر هېواد له لومړی لفظ څخه یې د برېک نوم جوړ کړی و. په برېک سازمان کې (ب-برازیل؛ ر-روسیه؛ ې (انګریزی آی)-هند (انډیا)؛ ک (انګریزی سی)-چین) برازیل، روسیه، هند او چین شامل وو. په ۲۰۱۰ کال کې سوېلی افریقا هم پکې شامله شوه او په دې توګه دا سازمان د برېکس په نامه یاد شو.

د برېکس سازمان په حوزو کې د نړۍ ۴۱ سلنه وګړی مېشت دی؛ د نړۍ ۲۲ سلنه خام داخلی عاید برابروی؛ د نړۍ ۲۷ سلنه خاوره یې په بر کې نیولې؛ د نړۍ ۵۰ سلنه اقتصادی وده جوړوی؛ په نړیوال بانک کې یې د رایو زور ۱۳.۲۴ سلنه دی او په آی اېم اېف یا د پیسو نړیوال صندوق کې یې ۱۵ سلنه برخه ده.

 

د برېکس د زیامین اعلامیه او غبرګونونه

د برېکس په ۹مه غونډه کې چې د چین په زیامین ښار کې وشوه. د پنځه واړو غړو هېوادونو ولسمشرانو پکې ګډون وکړ. که څه هم دغه سازمان هر ځل غونډې کوی او اعلامیې خپروی؛ خو دا ځل یې ارزښت په دې کې و، چې په سیمه کې یې «تروریزم» او د افغانستان او سیمې امنیتی وضعیت ته هم اشاره وکړه.

د بېلګې په توګه د برېکس سازمان په افغانستان کې د وسله­والو ډلو په تېره بیا د طالبانو، القاعدې، حقانی شبکې، داعش او نورو ډلو تاوتریخوالی وغنده. له همدې کبله یې له افغان امنیتی ځواکونو څخه د ملاتړ غږ هم پورته کړ. دغه راز دغه سازمان په پاکستان کې مېشتو ډلو ته هم اشاره کړې، چې د سیمې امنیت ته ګواښ جوړوی. په دغو کې د طالبانو او حقانی شبکې ترڅنګ، د جیش محمد او لشکر طیبه نومونه هم یاد شوی دی. دا په ښکاره له افغان او هندی دریځونو ملاتړ دی. له همدې ځایه ده، چې دواړو افغانستان او هندوستان د برېکس اعلامیه تاریخی بللې او پراخ هرکلی یې ترې کړی دی.

په بل اړخ کې، پاکستان بیا دغه اعلامیه رد کړې ده. د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت نیولې تر دفاع وزارت پورې، ډېری چارواکو پر دغې اعلامیې تبصرې کړې دی. د پاکستان د رسمی دریځ له مخې، دا افغانستان دی، چې د سیمې امنیت ته ګواښ دی؛ ځکه د دوی په اند، افغان امنیتی ځواکونه په خپله تر ۵۵ سلنه زیاته خاوره ولکه نه لری. د دې ترڅنګ اسلام‌آباد د تېر په څېر د همدردۍ کارډ هم ولوباوه، چې ګویا دا په حقیقت کې پاکستان دی، چې د «تروریزم» ښکار دی، نه نور.

 

ولې د برېکس وروستۍ اعلامیه هیښوونکې ده؟

زموږ سیمه دا مهال له په زړه پورې جیوپولیټیکو بدلونونو تېرېږی. د شانګهای همکارۍ سازمان چې یو امنیتی او اقتصادی سازمان دی، اوس په تدریجی توګه کلتوری اړخ هم خپلوی. د شانګهای د همکارۍ سازمان د ځوانانو دویم کمپ یې بېلګه ده. دغه راز د برېکس سازمان هم، چې تر ډېره یو اقتصادی فورم ګڼل کېږی، په تدریجی توګه د سیمې امنیتی اړخ ته پام کوی. د برېکس سازمان د زیامین اعلامیه کې یوازې د تروریزم برخه د ډېرو لپاره هېښوونکې وه. خو دا چاره د څو عواملو له کبله وه:

لومړی؛ چین په لومړی ځل او په ښکاره توګه د تروریزم او په پاکستان کې د القاعدې، طالبانو او حقانی شبکې وسله­والو ډلو د شتون پرضد، له پاکستانی دریځ څخه ملاتړ ونه کړ، بلکې برعکس یې په غیر مستقیمه توګه د هند او افغانستان له دریځونو ملاتړ وکړ.

دویم؛ چین په لومړی ځل په پاکستان کې هند-ضد وسله­والې ډلې د تروریستی ډلو په کتار کې راوستې او د دوی پر شتون یې اندېښنه وښوده. هغه هم داسې مهال، چې له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې، چین څو ځله په ملګرو ملتونو کې د جیش محمد مشر د «تروریست» په توګه د پېژندلو په لاره کې، د هند خنډ ګرځېده.

درېیم؛ له روسیې او چین سره د پاکستان نږدې کېدونکو اړیکو سره سره، بیجینګ او مسکو له یوې داسې اعلامیې ملاتړ وکړ، چې تمه یې نه ترې کېده.

څلورم؛ دا اعلامیه له دې کبله هم ډېره هېښوونکې وه، چې له څو کلونو راهیسې همدا د هند او افغانستان د بهرنی سیاست اصلی خبرې وې. له همدې ځایه ده، چې دا اعلامیه ښایی تر ډېره د هند او افغانستان د ډیپلوماسۍ بریالیتوب بلل کېږی.

 

پر سیمه د برېکس اعلامیې اغېزې

د برېکس د زیامین اعلامیه به په لاندې برخو کې په سیمه‌ییزه کچه خپلې اغېزې ولری:

لومړی؛ د پاکستان-چین اړیکې: چین له تېرو څو کلونو راهیسې په رسمی غونډو کې پر پاکستان فشارونه راوړی، چې نور نو وسله‌والې ډلې د بهرنی سیاست د آلو په توګه ونه کاروی. کوم څه چې پاکستان یې له ډېر وخت راهیسې کوی. دغه فشارونه به تر ډېره له عامه خلکو او رسنیو لرې او پټ وو. خو دا لومړی ځل دی، چې چین د پاکستان له دغه سیاست سره زړه­بداوی ښیی. له دې سره سره، دا د دې معنا هم نه لری، چې د پاکستان-چین ستراتېژیکې اړیکې مخ په ځوړ روانې دی؛ بلکې چین د خپلو لویو سیمه‌ییزو اقتصادی پروژو د امنیت لپاره پر پاکستان فشار زیاتوی، هغه هم په داسې مهال چې پاکستان نور د امریکا ستراتېژیک ملګری نه دی!

دویم؛ افغانستان: د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د خپلې دورې له پیله د «تروریزم» پرضد د سیمه‌ییزې اجماع په راپورته کولو پسې و. په همدې موخه یې ډېرو هېوادونو ته سفرونه هم وکړل؛ خو یوازې له چین پرته نورو هېوادونو مثبت ځواب ورنه­کړ. خو د برېکس وروستۍ اعلامیې د کابل هیلې بیا ژوندۍ کړې؛ ځکه له یوې خوا یې د افغانستان قضیې ښکېل لوبغاړی پاکستان وګاڼه او له بلې خوا یې نه یوازې دا چې د وسله­والو ډلو تاوتریخوالی وغنده، بلکې له افغان امنیتی ځواکونو سره یې د مرستو ژمنه هم وکړه.

درېیم؛ هند-چین اړیکې: د روان کال له جولای میاشتې راهیسې د هند او چین ترمنځ په ډوکلان سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی و او له ۱۹۶۲ کال راهیسې دا لومړی ځل و، چې د دواړو هېوادونو سرحدی اړیکې دومره ترینګلې وې. مګر د برېکس سازمان له غونډې یوه اوونۍ وړاندې دواړه هېوادونه هوکړې ته ورسېدل او دا کړکیچ حل شو. دغه حالت بیا د برېکس وروستۍ اعلامیې په رامنځته کولو کې هم رول ولوباوه. چین په روان کال کې په دوو ځایونو کې د پاکستان پر پلوۍ د هند په لاره کې خنډ وګرځېد: په «اېن اېس جی» ډله کې د هند شاملېدل او په ملګرو ملتونو کې د جیش محمد مشر مسعود اظهر د «تروریست» په توګه پېژندل. خو اوس د برېکس په اعلامیه کې د جیش محمد او لشکر طیبه نومونه شاملول به، تر څه حده د هند-چین پر اړیکو اغېزه وکړی.

پای

مطالب مرتبط :

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *