دوکتور عبدالباقی امین

 

شخصی معلومات:

  • نوم او تخلص : عبدالباقی امین
  • د پلار نوم : عبدالکبیر
  • د زېږېدو نېټه : ۱۳۴۴ هـ ش
  • د زېږېدو ځای: د وردګو ولایت، دایمیرداد ولسوالۍ د دالان کلی.
  • برېښنالیک: Abdulbaqi123@hotmel.com
  • د اړېکې شمېره: ۹۳۷۸۹۳۱۶۱۲۰+

زده کـــــــــړې:

  • ۲۰۰۱ : دوکتورا ( مقایسوی فقه) د «ام درمان اسلامی پوهنتون» د شریعت او قانون له پوهنځی څخه، د سوډان په هېواد کې.
  • ۱۹۹۶ : ماسټری ( مقایسوی فقه) د «ام درمان اسلامی پوهنتون» د شریعت او قانون له پوهنځی څخه، د سوډان په هېواد کې.
  • ۱۹۹۰ : لیسانس د «مدینې منورې اسلامی پوهنتون» د شرعیاتو له پوهنځی څخه، د سعودی عربستان په هېواد کې.

کــــاری مخــــینه:

  • ( اوس مهال):
  • د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو د مرکز رییس.
  • سلام خصوصی پوهنتون کې د قضا او څارنوالۍ د څانګې مسوول او د حقوقی مضامینو  استاد.
  • د «تحلیل» شپږ میاشتنۍ علمی او څېړنیزې مجلې د تحریر رئیس.
  • د «سلام» علمی مجلې د هئیت تحریر غړی.
  • (۲۰۱۴ ز کال له پیل څخه تر پایه ): د پوهنې وزارت د علمی او اکاډمیکو چارو سلاکار.
  • ( ۲۰۱۱ ـ ۲۰۱۴ز) : د پوهنې وزارت د تقنین رئیس او حقوقی سلاکار.
  • ( ۲۰۰۷ ـ ۲۰۱۱ ز) : د پاکستان هېواد د «اسلام اباد نړیوال اسلامی پوهنتون» د شریعت او قانون په پوهنځی کې د پوهنوال په علمی رتبه د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د مرحلو استاد.
  • ( ۲۰۰۴ـ ۲۰۰۵ز) : د لیبیا هېواد د «اسمریه اسلامی پوهنتون» د شریعت او قانون په پوهنځی کې د پوهندوی په علمی رتبه د لیسانس او ماسټرۍ د مرحلو استاد.
  • (۱۹۹۷ ـ ۲۰۰۴ ز) : د سوډان هېواد د «افریقا نړیوال پوهنتون» د شریعت او قانون په پوهنځی کې د پوهنمل او پوهندوی په علمی رتبو د لیسانس او ماسټری د مرحلو استاد.

چاپ شوی کتابونه:

  • « إحیاء الفروض الکفائیه سبیل تنمیه المجتمع » دا اثر اصلاً په عربی  ژبه لیکل شوی او د قطر هېواد د حج و اوقاف وزارت د څېړنیز مرکز له لوری، په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی. وروسته بیا په دری ژبه د « احیاء فرضهای کفائی راه انکشاف جامعه» تر عنوان لاندې د «مومن حکیمی» له لوری ژباړل شوی او خپور شوی دی.
  • د اسلامی شریعت په اړه مقدمه په عربی ژبه د (المدخل لدراسه الشریعه الإسلامیه) تر عنوان لیکل شوی اثر دی چې درې ځله چاپ شوی دی.
  • د اسلامی شریعت تقنین په عربی ژبه د (تقنین الشریعه الإسلامیه) تر عنوان لاندې.
  • د عباداتو فقه ( احکام طهارت) په عربی ژبه.
  • د عباداتو فقه (احکام الأیمان، النذور، الذبائح، الأضحیه، العقیقه…) په عربی ژبه.
  • «مقدمه در عقود مسماه» په عربی ژبه.
  • د ښځې سیاسی حقونه اصلاً په عربی ژبه دی (حقوق المرأه السیاسیه- واجبات لا حقوق) خو په پښتو ژبه هم خپور شوی دی.
  • «تجدید په دین کې مفهوم څېړنه»، په پښتو ژبه
  • «راه بېرون رفت از بحران صلح افغانستان»، په دری ژبه
  • «روش تحقیق»، په دری ژبه
  • «اسلام سیاسی و دشمنی با آن»، په دری ژبه
  • « اصول قانون ګذاری»،په دری ژبه.

په ملی او نړیوالو ژونالو کې خپرې شوې مقالې: 

  • بېلابېل بحثونه د «اسرائیلو او اتیوپیا ترمنځ اړیکې، د عربو په ستراتېژۍ کې سور دریاب او د مسلمانانو د وروسته پاتې والی لاملونه» تر عنوانو لاندې په عربی ژبه د ستراتېژیکو مطالعاتو په مجله کې خپاره شوی دی.
  • د مسلمانانو د لومړنی خلیفه سره د سیاسی فقې اساسات، په عربی ژبه په سوډان هېواد کې د افریقا پوهنتون د شرعیات پوهنځی په مجله (الشریعه والدراسات الإسلامیه) کې خپره شوې.
  • د اسلام له نظره د ښځې کار کول، په لیبیا هېواد د زلیتن ښار د الجامعه الأسمریه للعلوم الإسلامیه د (الأسمریه) مجلې په څلورمه شمېره کې د (المرأه بین مقتضیات التشریع وتحدیات العصر) تر عنوان لاندې چاپ شوې.
  • «تفعیل واجبات کفائی راه نهضت امت اسلامی» دا مقاله د لیبیا هېواد د زلیتن ښار د الجامعه الأسمریه للعلوم الإسلامیه د «الأسمریه» مجلې په اوومه ګڼه کې چاپ شوې ده.
  • «اسلامی قانون ګذاری» په عربی ژبه د (تقنین الشریعه الاسلامیه ماله وما علیه) تر عنوان لاندې مقاله، د پاکستان هېواد د « اسلام اباد نړیوال اسلامی» پوهنتون د څېړنیز مرکز د (مجله الدراسات الإسلامیه) مجلې په ۴۴ مه ګڼه کې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې چاپ شوې ده.
  • «د اسلامی قانون ګذارۍ لاره یا طریقه»، په عربی ژبه د (منهجیه تقنین الشریعه الإسلامیه) تر عنوان لاندې مقاله د پاکستان هېواد د « اسلام اباد نړیوال اسلامی» پوهنتون د څېړنیز مرکز د (مجله الدراسات الإسلامیه) مجلې په ۴۶ مه ګڼه کې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې چاپ شوې ده.
  • «د ښځې سیاسی حقوق» په عربی ژبه د (حقوق المرأه السیاسیه) تر عنوان لاندې مقاله د (مجله المعارف الإسلامیه) په ۸مه ګڼه کې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې چاپ شوې ده. دا مجله په اسلام اباد کې د علامه اقبال په پوهنتون کې د (کلیه اللغه العربیه والدراسات الإسلامیه) له لوری خپرېږی.
  • د نبوت د صدق په اړه دلایل په عربی ژبه د (مداخل حجاجیه على صدق النبوه) تر عنوان لاندې مقاله د (مجله المعارف الإسلامیه) مجلې په ۹مه ګڼه کې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې شوې ده. دا مجله په اسلام اباد کې د علامه اقبال په پوهنتون کې د (کلیه اللغه العربیه والدراسات الإسلامیه) له لوری خپرېږی.
  • «په دین کې د تجدید د مفهوم څېړنه» په پښتو ژبه د «سلام» مجلې په دویمه ګڼه کې چاپ شوې. دا مجله د سلام خصوصی پوهنتون له لوری په کابل کې خپرېږی. 

په نړیوالو علمی کنفرانسونو  او سیمینارونو کې ګډون او مقالې وړاندې کول: 

(۱)

  • کنفرانس نیټه: (۳۰- ۳۱ / ۷ / ۲۰۰۳ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د اربد پوهنتون د شریعت او قانون پوهنځی له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربی ژبه ( په اسلام کې د ښځې سیاسی حقونو) تر عنوان لاندې.

(۲)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۶ / ۱۰/ ۲۰۰۳ )
  • د کنفرانس ځای: سعودی عربستان ، ریاض ښار
  • د کنفرانس جوړونکی: د نایف د امنیتی علومو عربی پوهنتون له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربی ژبه د (منهج الإسلام فی مکافحه الفساد الإداری والوظیفی) تر عنوان لاندې، چې په اسلام کې د فساد سره د مبارزې په لارو جارو بحث په کې شوی دی.

(۳)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۱۲ / ۱۰ / ۲۰۰۳ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د جرش پوهنتون له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربی ژبه د (عوامل تخلف المسلمین وسبل النهوض) تر عنوان لاندې.

(۴)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۳۰ /۱۱ /۲۰۰۵ – ۲ /۱۲ /۲۰۰۵ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د جرش پوهنتون له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربی ژبه د(التحدیات التی تواجه الهویه الإسلامیه فی عصر العولمه) تر عنوان لاندې.

(۵)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱۰ / ۸ / ۲۰۰۵ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د اربد پوهنتون د شریعت او قانون پوهنځی له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: د قانونی اصلاحاتو د اړتیا په اړه په عربی ژبه د (الإصلاحات التشریعیه ضروره عدلیه وتنمویه) تر عنوان لاندې.

(۶)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۴ـ ۶ / ۳ / ۲۰۰۶ )
  • د کنفرانس ځای: مصر
  • د کنفرانس جوړونکی: د المنیا پوهنتون له لوری د اسلامی پوهنتونونو د اړیکو په همکارۍ نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربی ژبه د (شبهات المستشرقین حول مصدریه القرآن الکریم) تر عنوان لاندې.

(۷)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱ / ۶ / ۲۰۰۴ )
  • د کنفرانس ځای: لیبیا
  • د کنفرانس جوړونکی: الاسمریه پوهنتون له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربی ژبه د (عمل المرأه فی اسلام)تر عنوان لاندې.

(۸)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۱۰ـ ۱۲ / ۷ / ۲۰۰۷ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د طفیله پوهنتون له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: د انسانی استعدادونو په پرمختیا کې د لوړو زدکړو لور، په عربی ژبه (التعلیم العالی وتنمیه الطاقات البشریه « أوجه القصور ومقترحات للعلاج»).

(۹)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۲۲ /۱۰ /۲۰۰۷ )
  • د کنفرانس ځای: مالدیف
  • د کنفرانس جوړونکی: ایسیسکو له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: د عربی ژبه د (التعلیم العالی وتنمیه الطاقات البشریه ( أوجه القصور ومقترحات للعلاج)) تر عنوان لاندې. 

(۱۰)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۲۹ / ۳ / ۲۰۱۰ )
  • د کنفرانس ځای: سعودی عربستان
  • د کنفرانس جوړونکی: د مدینې منورې پوهنتون له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربی ژبه د (أثر إدواجیه المعاییر فی السیاسات الدولیه على السلم العالمی) تر عنوان لاندې. 

(۱۱)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱۷ / ۱۲ / ۲۰۱۳ )
  • د کنفرانس ځای: لیبیا
  • د کنفرانس جوړونکی: د الاسمریه اسلامی پوهنتون له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربی ژبه د (مذهب الإمام مالک والتقنین) تر عنوان لاندې وړاندې کړه.

(۱۲)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۵ / ۶ / ۲۰۱۲ )
  • د کنفرانس ځای: کابل ـ افغانستان.
  • د کنفرانس جوړونکی: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز له لوری نړیوال علمی کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په دری ژبه د (مصالحه ملی: موانع وراه حل) تر عنوان لاندې.

(۱۳)

  • ( ۳ / ۴ / ۲۰۱۳ ) : د عربستان سعودی په ریاض ښار کې د « الجنادریه» تر نامه لاندې په یوه نندار تون کې کډون کول، چې هر کال په لاره اچول کیږی.

(۱۴)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۲۷ ـ ۲۹ / ۱۱ / ۲۰۱۵ )
  • دا کنفرانس د کولالامبور د سازمان له لوری د آزاۍ او ولسواکۍ( د خلکو حکومت) لپاره جوړ شوی و.

(۱۵)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۲۶ ـ ۲۸ / ۵ / ۲۰۱۶ )
  • د کنفرانس ځای: استامبول ـ ترکیه
  • د کنفرانس جوړونکی: د مسلمانو ټولنو د یوالی د نړیوالې کنګرې ۲۵ کنفرانس چې په ترکیه کې د اقتصادی او ټولنیزو مطالعاتو د مرکز  “ESAM” له لورې جوړ شوی و.
  • وړاندې کړې مقاله: «د اسلامی نړۍ له ستونزو د وتلو لار» تر عنوان لاندې مقاله.

(۱۶)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱۸ ـ ۱۹ / ۵ / ۲۰۱۶ )
  • د کنفرانس ځای: اسلام آباد ـ پاکستان
  • د کنفرانس جوړونکی: د «افغانستان په قضیه کې د زبرځواکونو او سیمه‌ییزو هېوادونو رول» تر نامه لاندې دوه‌ورځنی نړیوال کنفرانس د «اسلام‌اباد د پالیسۍ د څېړنو انستیتوت» (IPRI) له خوا د «جرمنی هانس سایډل بنسټ» (HSF) پاکستان څانګې په همکارۍ.
  • وړاندې کړې مقاله: «په افغانستان کې امنیت؛ ستونزې او حل لارې» ترعنوان لاندې.

(۱۷)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱۶ـ ۱۷/ ۹ / ۲۰۱۵ )
  • د کنفرانس ځای: اسلام آباد ـ پاکستان
  • د کنفرانس جوړونکی: دغه کنفرانس د «افغانستان-پاکستان: د ایډیال دوه اړخیزو اړیکو په لور» تر عنوان لاندې، د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز«csrs» او په اسلام اباد کې د «پالیسۍ د څېړنو انستېتیوت» له لوری په ګډه جوړ شوی و. 

 (۱۸)

  • د سیمینار د جوړېدو نېټه: (۱۳ /۹ /۱۳۹۴ )
  • د سیمینار ځای: کابل ـ افغانستان
  • د سیمینار جوړونکی: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د عقیدې او ثقافت د مرکز له لوری د « مبانی وحدت اسلامیو نقش آن در تأمین صلح» تر عنوان لاندې.
  • وړاندې کړې مقاله: د سولې اړوند مقاله وه.

(۱۹)

  • د سیمینار د جوړېدو نېټه:(۱۸/ ۵ / ۱۳۹۵)
  • د سیمینار ځای: کابل ـ افغانستان
  • د سیمینار جوړونکی: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامی علومو معاونیت د فقهې او قانون دمرکز له لوری د « ټاکنو فقهی او قانونی څرنګوالی» تر عنوان لاندې.
  • وړاندې کړې مقاله: « انتخابات: اصل مشروعیت نظام سیاسی در اسلام» تر عنوان لاندې.

د دوکتور عبدالباقی امین ټلویزیونی بحثونه:

کابل نیوز تلویزیون ـ خبر او نظر خپرونه

آریانا نیوز تلویزیون ـ پس از خبر خپرونه

۲۴ ټلویزیون ـ تَل خپرونه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *