د طالبانو خپل‌منځي اختلافات او د انشعاب تجربه

تېره اوونۍ په افغاني او نړيوالو رسنیو کې له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې خبرونه په پراخ ډول خپاره شول. د طالبانو دغې نوې ډلې چې ځان “د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا” نوموي، په فراه ولایت کې د يوې غونډې پر مهال، ملا محمد رسول خپل مشر وټاکه.

له دې وړاندې د دغې نوې ډلې ډېری مشران د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالف وو؛ خو دغو اختلافاتو اوس عملاً له طالبانو څخه د یوې نوې ډلې جلا کېدو ته لاره پرانیستله.

په افغانستان کې طالبان یوازېنۍ ډله وه، چې له ټوټه کېدو او انشعاب سره نه وه مخ شوې؛ خو اوس داسې ښکاري چې دا ډله هم د خپل واحد صف ټوټه کېدل تجربه کوي. دا چې له طالبانو څخه دغه نوې جلا شوې ډله به، خپله د طالبانو پر ډله او له افغان حکومت سره د روغې جوړې پر پروسې څه اغېزې وښندي، دلته پرې بحث کوو.

د طالبانو د خپل‌منځي اختلافاتو شاليد

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو او د دغې ډلې د نوي مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدو سره، د طالبانو په لیکو کې ځينو اختلافاتو سر راپورته کړ. یو شمېر جګپوړو طالب مشرانو -لکه ملا محمد حسن رحماني، ملا عبدالرزاق او ملا محمد رسول- له ملا اختر محمد منصور سره له بیعت کولو څخه ډډه وکړه او خپله د طالبانو په وینا، د ملا اختر محمد منصور او د ده د پلويانو پرضد يې کمپاینونه پيل کړل[1].

دغو اختلافاتو هغه مهال نور هم زور واخېست، چې له نوي امیر سره د ملا محمد عمر د کورنۍ د اختلافاتو خبرونه هم خپاره شول او د ملا محمد عمر کورنۍ (زوی يې ملا يعقوب او ورور يې ملا عبدالمنان هوتک) د ملا اخترمحمد منصور په مخالف لوري کې شامله ګڼله. خو وروسته د ملا محمد عمر کورنۍ د نوموړي د ځای‌ناستي په اړه خپل دريځ په یوه اعلامیه کې روښانه کړ. په هغه اعلامیه کې د ملا محمد عمر کورنۍ له یوې خوا د ګیلې په ډول وویل، چې د طالبانو د نوي مشر په ټاکلو کې باید د هغو علماوو او مجاهدینو نظر ته احترام وشي، چې د طالبانو د تحریک په بنسټ او ټینګښت کې یې اغېزناک رول لوبولی او له بلې خوا یې د طالبانو په لیکو کې له اختلافاتو او د کومې ډلې له ملاتړ څخه هم انکار وکړ او خپله بې‌طرفي يې اعلان کړه.

هغه مهال د ملا محمد عمر کورنۍ په خپل دريځ کې څرګنده کړه چې‌: «د هېڅ فریق د ګټې یا تاوان حمایت نه کوو، هغه که د ملا اختر محمد منصور په ارتباط وي او که د نورو فریقو په ارتباط وي». د طالبانو ترمنځ د ملا محمد عمر کورنۍ د بې‌پرې کېدو له کبله اختلافات نور هم په زیاتېدو شول او ملا اختر محمد منصور او د هغه مخالفې ډلې دواړو، د دغې کورنۍ د ملاتړ جلبولو لپاره هلې ځلې پيل کړې.

د طالبانو د نظامي کمیټې پخواني مشر ملا عبدالقیوم ذاکر هم، چې څو میاشتې وړاندې يې له خپلې دندې استعفا کړې وه او د ملا اختر محمد منصور مهم رقیب ګڼل کېده او داسې ګنګوسې هم وې، چې دی د طالبانو له نوي مشر سره مخالفت لري، د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتې په ۳۱مه په یوه رسمي اعلامیه کې په دې اړه خپل دريځ څرګند کړ او د اعلاميې په يوه برخه کې يې راغلي وو‌: «دا ډول خبرې هېڅ حقیقت نه لري… په خپل ټول توان سره خدمت کوم… تر بل هر چا به ښه اطاعت کوم»[2]. د ملا عبدالقیوم ذاکر دغه وضاحت‌لیک تر ډېره د ملا اختر محمد منصور دریځ پياوړی کړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر طیب آغا هم دغه مهال له خپلې دندې استعفا ورکړه. ده په خپل استعفاليک کې چې په رسنيو کې خپور شو، د ملا محمد عمر مرګ تر دوو کلونو پورې پټ ساتل او له هېواده بهر د نوي امیر ټاکنه “تاریخي اشتباه” وبلله. ترڅنګ یې ده د طالبانو ترمنځ موجودو اختلافاتو ته په اشارې سره وویل، چې دی به د «طالبانو په موجوده خپلمنځي موضوعاتو کې د هېڅ لوري طرفداري ونه کړي»‌[3].

د طیب آغا له استعفا وروسته د طالبانو يوه بل جګپوړي مشر ملا عبدالمنان نيازي، چې د ملا اختر محمد منصور په مخالف لوري کې و، د اختلافاتو د ختمولو په اړه وویل، چې دوی به ډېر ژر د علماوو یوه شورا راوغواړي او هغوی به د طالبانو د خپل‌منځي اختلافاتو په اړه پرېکړه وکړي[4]. پر دې سربېره د طالبانو وياند هم څو ځله له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د طالبانو خپل‌منځي اختلافات مخ په ختمېدو دي؛ خو د طالبانو ترمنځ دغه خپل‌منځي اختلافات تراوسه هم ختم نه شول او اوس يې له طالبانو څخه د يوې ډلې د جلا کېدو بڼه خپله کړه.

د طالبانو په ډله کې انشعاب

د افغانستان په معاصرو ډلو کې طالبان یوازېنۍ ډله وه، چې انشعاب او ټوټه کېدل يې نه وو تجربه کړي‌؛ که څه هم له دې ډلې څخه د ملا معتصم آغاجان په څېر یو شمېر کسان په بېلابېلو وختونو کې جلا شول او د دې ډلې د وېشل کېدو لپاره ډېرې هلې ځلې هم وشوې؛ خو بيا هم طالبان وتوانېدل چې خپل صف له ټوټه کېدو وژغوري.

اوس له طالبانو څخه دغې نوې جلا شوې ډلې په رسمي ډول خپل نوی مشر ملا محمد رسول د افغانستان دننه په فراه ولایت کې وټاکه؛ چې ځينې رسنۍ دغه ځای د هرات شینډنډ ولسوالي بولي. ملا محمد رسول خپل درې نظامي مرستيالان او یو سیاسي مرستيال هم اعلان کړل، چې ملا باز محمد حارث، ملا منصور دادالله او ملا شیرمحمد اخندزاده یې نظامي مرستيالان او عبدالمنان نیازی یې سیاسي مرستيال دی.

د جګړې د ډګر ملاتړ

په بنسټیزه توګه د طالبانو ځواک د دوی د علماوو، د علماوو شورا، نظامي قومندانانو او جنګیالیو پر ملاتړ متکي دی. هره ډله چې له دوی څخه ډېر ملاتړ ولري، ځواکمنه ډله به وي.

دا مهال له ملا اختر محمد منصور سره د ډېری علماوو ملاتړ دی او تقریباً د طالبانو له ټولو والیانو، قوماندانانو او جنګیالیو څخه يې “بیعت” ترلاسه کړی دی. د دې ترڅنګ ملا اختر محمد منصور د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم خپل مرستيال وټاکه او په دې توګه یې په نظامي ډګر کې د دغې ځواکمنې ډلې ملاتړ هم ترلاسه کړ. له دې وراخوا، ملا اختر محمد منصور د ملا عبدالقیوم ذاکر او د ملا محمد عمر د کورنۍ د ملاتړ په ترلاسه کولو هم بریالی شو او دا هغه څه دي، چې د ملا اختر محمد منصور دریځ یې پياوړی کړی دی.

که څه هم له طالبانو څخه جلا شوې ډله په نظامي ډګر کې د ډېرو طالب جنګياليو ملاتړ له ځان سره نه لري؛ خو بیا هم په دې برخه کې د ملا منصور دادالله په څېر کسان په ځینو ولایتونو کې طالبانو ته ګواښ بلل کېدلای شي. له همدې کبله ده، چې په فراه ولایت کې د دغې جلا شوې ډلې له رسمي اعلان څخه وروسته، د ملا اختر محمد منصور پلوي طالبانو او علماوو یوه غونډه وکړه او یو ځل بیا یې د طالبانو د مشر په توګه له ملا اختر محمد منصور څخه ملاتړ اعلان کړ[5]. دلته یوه خبره دا هم د يادولو ده، چې ملا منصور دادالله به په نظامي ډګر کې د طالب جنګياليو ډېر ملاتړ ترلاسه نه شي کړای؛ ځکه دی د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له خوا له دندې ګوښه شوی و او د ملا محمد عمر په یوه غږیز پیغام کې يې کړنې غندل شوې هم دي‌.

په بل اړخ کې ملا محمد رسول د مشهورې جهادي کورنۍ مولوي نصرالله منصور زوی شیرمحمد اخندزاده هم خپل نظامي معاون ټاکلی، ترڅو د خپلې ډلې لپاره یو څه ملاتړ پيدا کړي؛ خو د یوه خبر له مخې، د مولوي نصرالله منصور کورنۍ له دغې نوې ډلې سره خپله اړیکه رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی «هغه کوښښونه په کلکه ردوي چې په جهادي صف کې د انشقاق سبب ګرځي».

له طالبانو جلا شوې ډله او داعش

د ملا محمد عمر د مړينې له اعلان څخه وروسته، په ځينو رسنیو کې له داعش ډلې سره د یو شمېر طالب قوماندانانو د يو ځای کېدو په اړه هم خبرونه خپاره شول. له دې جملې څخه يو هم منصور دادالله و چې رسنيو يې له داعش ډلې سره د يوځای کېدو خبرونه خپاره کړل؛ خو خپله ملا منصور دادالله بیا دغه خبرونه او اوازې رد کړې[6].

له طالبانو څخه د دغې جلا شوې ډلې له اعلان سره سم، په نړیوالو مطبوعاتو کې له داعش سره د دغې ډلې د یوځای کېدو په اړه هم خبرونه خپاره شول؛ خو د دغې نوې ډلې سیاسي مرستيال او ویاند عبدالمنان نیازي له الجزیرې سره په يوه مرکه کې له داعش سره د دوی تړاو رد کړ او زیاته یې کړه، چې «موږ به هېڅکله هم له داعش سره یوځای نه شو، ځکه زموږ شالید، تاریخ او ايډيالوژۍ له یو بل سره توپير لري او هېڅ مهال به هم له داعش څخه مرسته ونه غواړو[7]

که څه هم له طالبانو څخه جلا شوې ډله ځان له داعش سره تړلی نه بولي؛ خو د ملا اختر محمد منصور ډله بيا د دغې جلا شوې ډلې د مشرانو له جملې څخه ملا منصور دادالله له داعش ډلې سره تړلی بولي او په زابل کې د طالبانو وروستۍ جګړه چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، د جلا شوې ډلې پرضد نه، بلکې د داعش او منصور دادالله پر ضد بولي، چې د دوی په وينا له داعش سره يې اتحاد کړی دی[8].

داسې ښکاري چې په راتلونکي کې له داعش ډلې سره د طالبانو د دغې نوې جلا شوې ډلې د یوځای کېدو يو څه احتمال شته دی او دغه احتمال به هغه مهال نور هم قوي شي، چې دا ډله د ملا اختر محمد منصور د ډلې له خوا وځپل هم شي.

د طالبانو پر ځواک او د سولې پر دريځ يې اغېزې

له طالبانو څخه د دې ډلې جلا کېدل به د طالبانو پر يووالي او پوځي ځواک يو څه اغېزه وکړي. دا چې په لومړي ځل د ژورو اختلافاتو له کبله يوه ډله له طالبانو څخه د جلا کېدو اعلان کوي، نو طالبان به هڅه وکړي چې دا ډله وځپي او د داعش ډلې په څېر به له دې جلا شوې ډلې سره هم د وسلې په ژبه خبرې وکړي. په دې توګه به دوی د افغان حکومت، بهرنيو ځواکونو او داعش ډلې ترڅنګ له دغې ډلې سره هم په یوه نوې جګړه کې ښکېل شي.

د سولې په برخه کې به هم دغه ډله وتوانېږي‌، چې د ملا اخترمحمد منصور پر تګلارې اغېزه وښندي؛ له همدې کبله دغې نوې ډلې وار له مخه د سولې پروسې د بیا پيلولو غوښتنه کړې ده. البته يو شمېر شنونکي په دې اند هم دي، چې د دغې نوې ډلې تر شا د سیمه‌ییزو استخباراتي کړيو لاس دی، ترڅو دغه ډله د ملا اختر محمد منصور پرضد د فشار د یوې آلې په توګه استعمال کړي.

په بل اړخ کې، ځينې کسان بيا په دې باور دي، چې د طالبانو په منځ کې دغه انشعاب به د طالبانو د کمزوري کېدو پيلامه وي او په دې توګه به هېواد د سولې په لور ولاړ شي؛ خو که د طالبانو د ډلې له وېشل کېدو وروسته دا ډله  کمزورې هم شي، د سولې لپاره شته هيلې به نورې هم پيکه شي او جګړه به لا ډېره پېچلې شي.

پای

[1] په دې اړه وګورئ، د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي ملا عبدالقیوم ذاکر اعلامیه، پرلیکه بڼه:
http://shahamat-english.com/letter-of-clarification-by-the-respected-mullah-abdul-qayyum-zakir-a-member-of-leadership-council-of-islamic-emirate-of-afghanistan/

[2] د ملا عبدالقیوم ذاکر د وضاحت‌لیک لپاره، وګورئ:
http://alemara1.org/?p=21987

[3]  په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر طیب آغا د بشپړ استعفالیک لپاره، پرلیکه بڼه وګورئ:
http://shahamat-english.com/letter-of-clarification-by-the-respected-mullah-abdul-qayyum-zakir-a-member-of-leadership-council-of-islamic-emirate-of-afghanistan/

[4]  په دې اړه وګورئ، د آزادۍ راډیو دغه راپور:
http://gandhara.rferl.org/content/afghanistan-pakistan-taliban-differences/27170641.html

[5] د دغې غونډې د راپور لپاره، وګورئ:

http://alemara1.org/?p=34049

[6] ملا منصور داد الله له داعش سره د یوځای کېدو خبر ردوي، وګورئ د پژواک خبري اژانس دغه خبر:
http://www.pajhwok.com/en/2015/09/17/disaffected-dadullah-denies-joining-daesh-after-rumors

[7] له الجزیرې سره د عبدالمنان نیازي د مرکې اورېدلو لپاره لاندې لينک پرانيزئ:
http://www.aljazeera.com/news/2015/11/deadly-taliban-inter-fighting-erupts-afghanistan-151108190506338.html

[8]  د زابل د جګړې په اړه د طالبانو رسمي وضاحت دلته ولولئ:
http://alemara1.org/?p=34117

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *