د تاشکند غونډه؛ او له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې تعامل ته کتنه

د تاشکند غونډې د اسلامي امارت لپاره دا پیغام هم درلود، چې که څه هم یو شمېر هېوادونه یې د افغانستان د نارسمي (de facto) حکومت په توګه په رسمیت پېژني او ورسره تعامل کوي؛ خو په هر صورت کې د طالبانو له لوري د یو لړ څرګندو ګامونو له اخیستلو پرته به په رسمیت ونه پېژندل شي. همدا لامل دی، چې په دې غونډه کې هم له طالبانو څخه یو ځل بیا د یوه داسې حکومت د جوړېدو غوښتنې تکرار شوې چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي او بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حق ته درناوی وکړي.

بیشتر بخوانید

د تاشکند غونډه او د افغان سولې د بريا فکټورونه

  د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز/ حکمت الله ځلاند تاشکند تېره اوونۍ د افغانستان په تړاو د مهمې نړيوالې

بیشتر بخوانید