د کندز سقوط او د افغان جګړې نوي اړخونه

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د حضور ۱۴ کلونه پوره شول؛ خو له امنيتي پلوه د هېواد وضعيت تر دې ځايه راورسېد، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په لومړي ځل، د هېواد د مهمو ولايتونو له جملې څخه کندز ولايت د طالبانو ولکې ته ورغی.

دا مهم خبر په داخلي، سيمه‌ييزو او نړيوالو رسنيو کې په پراخه کچه خپور او د يوه جدي ګواښ په توګه مطرح شو. د سیمې یو شمېر هېوادونه د کندز سقوط، په شمال کې روانې ناامنۍ او په افغانستان کې د طالبانو نوي پرمختګونه په ډېر دقت سره څاري. دې پېښې د نړيوالو تاوده غبرګونونه هم له ځان سره درلودل او داسې ښکاري، چې امریکا به هم په افغانستان کې په خپله روانه جګړه او خپلو وروستيو دریځونو بیاکتنه وکړي.

دغه راز د کندز ښار له سقوط وروسته، د دغه ولايت د بېرته نيولو په هلو ځلو کې د امریکايي ځواکونو له خوا د بې‌پولې ډاکترانو پر روغتون بمباري او درنه مرګ ژوبله هم هغه پېښه وه، چې په هېواد کې دننه او بهر يې توند غبرګونونه له ځان سره درلودل.

په امنیتی ډګر کې د کندز سقوط تر ډېره د ملي وحدت حکومت ناتواني او بې‌وسي په ډاګه کړه او شاید له دې وروسته جګړه نور هم زور واخلي. ترڅنګ يې په شمال کې د کندز سقوط او روانو ناامنیو له کبله د ځينو هېوادونو اندېښنې له دې کبله هم وپارېدلې، چې هسې نه د افغانستان ناامنۍ دغو هېوادونو ته پراخې شي.

د طالبانو د جنګي ستراتيژۍ بدلون

د کندز د سقوط په پيل کې ګومان کېده، چې طالبان به ډېر ژر د کندز ښار پرېږدي او یا به د امنیتي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شي؛ خو د اټکل خلاف طالبان له کندزه په شا نه شول، بلکې مخامخ جګړې ته يې دوام ورکړ. که څه هم افغان چارواکي له کندزه د طالبانو د په شا کولو خبره کوي[1]؛ خو ترڅنګ يې طالبان بيا په کندز کې د خپل واکمن حضور ادعا کوي[2] او لاهم پر کندز بشپړ تسلط، يوه لوري ته هم نه شي منسوبېدلی.

د کندز سقوط د طالبانو د نوې جنګي ستراتيژۍ پېلامه بلل کېدای شي، چې دوه څرګند اړخونه لري:

لومړی: دا چې د طالبانو جګړه تر لویو ښارونو پورې پراخه شي؛

دویم: طالبان غواړي په نیول شویو سیمو کې خپلې پښې ټينګې کړي.

طالبانو به د کندز له سقوط څخه وړاندې په لویو ښارونو کې يوازې چاودنې کولې او یا به یې هلته په وسلو سمبال څو کسيزې ډلې د ډله‌ييزو بريدونو لپاره استولې. د دغو ډلو موخه به یوازې پر يوه سيمه ډله‌ييز بريد و، نه دا چې هغه سيمه ونيسي او خپل تسلط پکې ټينګ کړي؛ خو د کندز له پېښې وروسته داسې ښکاري، چې طالبان به په ښاري سیمو کې هم نه یوازې دا چې جګړه پيل کړي، بلکې پر نیول شویو سیمو به د خپل تسلط ټينګولو هڅه هم کوي.

کندز ولې سقوط وکړ؟

طالبانو د کندز ښار له سقوط وړاندې د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۲۴مه د کندز د ګورتپې سیمه ونیوله، چې تقریباً له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې کلي لري او د کندز ښار ته نږدې پرته سيمه ده. وروسته یې د جولای په میاشت کې د چاردرې او قلعه‌ی زال ولسوالۍ هم ونیولې. بله خوا افغان امنیتي ځواکونو د ګورتپې سیمه له طالبانو څخه پاکه نه کړه، بلکې یوازې یې د ګورتپې پر سړک یوه پوسته جوړه کړه، ترڅو د طالبانو په لاره کې خنډ شي. همدا راز طالبانو د اګست تر میاشتې پورې په خان‌آباد او امام صاحب ولسوالیو کې هم خپلې پښې ټینګې کړې[3] او وروسته یې د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې د کندز پر ښار بریدونه پيل کړل.

د کندز ولایت یوه اوسیدونکي د امریکا غږ راډيو ته د میزان په ۱۴مه وویل، چې طالبانو د اختر په ورځ په کندز ولایت کې د کندز پر ښار د بریدونو په اړه پاڼې ووېشلې او له جوماتونو څخه یې د بریدونو اعلانونه وکړل[4]. که څه هم موږ ته لا په دې تړاو د طالبانو لیکلې پاڼې نه دي رسېدلې؛ خو ښايي د افغانستان د ملي امنیت دا ادعا به هم له همدې ځایه وي، چې دوی د کندز پر ښار د طالبانو له ډله‌ییزو بریدونو څخه خبر وو.

د دې ترڅنګ د کندز ښار په سقوط او په بشپړه توګه د کندز ښار په بېرته نیولو کې د افغان ځواکونو ناکامي له دې کبله هم روښانه ده، چې امنیتي ځواکونو په خپل منځ کې سمه همغږي نه درلوده او له ځایي خلکو سره یې چلند هم سم نه وو. په پارلمان کې د کندز د خلکو استازي هم په دې اند دي، چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي نه وه.

د کندز ښار په سقوط کې له ځايي خلکو سره د اربکي ملېشو بد چلند، مافیايي کړۍ او له نظامي پلوه د طالبانو ځواکمنتيا هم نور لاملونه دي. په دې تړاو د کندز د پخواني والي محمد عمر ساپي په اند، د کندز په سقوط کې د نشه‌يي توکو قاچاقبرانو او نامسؤولو وسله‌والو لاس درلود. نوموړی وايي، چې ده د دغو کسانو لېست مرکزي حکومت ته استولی و؛ خو په ځواب کې ورته وویل شول، چې یوازې طالب ته مخه کړه او پر نا مسؤولو وسله‌والو کار مه لره[5].

په کندز کې روان ناورین

په کندز کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د سيمې پر خلکو ناورین روان دی. په دې لړ کې د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې د بې‌پولې ډاکټرانو روغتون په نښه شو، چې له کبله یې تقریباً ۲۲ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

امریکايي هوايي ځواکونو د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۳مه نېټه په کندز کې د بې‌پولې ډاکټرانو په یوه روغتون د شپې له خوا داسې مهال بمباري وکړه، چې د بې‌پولو ډاکټرانو د سازمان په وینا، د جګړې دواړو لوریو ته يې د دغه روغتون په تړاو معلومات ورکړي وو. له بلې خوا په جګړه کې روغتيايي مرکزونه او د زخمیانو د د درملنې ځایونه په قصدي توګه په نښه کول، د جنیوا د کنوانسیون او د نړیوال قانون د مقرراتو خلاف دي. له همدې کبله د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وايي، چې په کندز ښار کې پر روغتون د امریکايي ځواکونو له خوا هوايي برید، د جنیوا پر کنوانسیون برید دی[6].

په دې اړه ویل کېږي، چې امريکايي ځواکونو دا بمباري د افغان امنیتي ځواکونو په خوښه کړې ده؛ ځکه د افغان چارواکو په وینا طالبان نوموړي روغتون ته ننوتي وو[7]. دا بريد په نړيواله کچه وغندل شو او د امریکا ولسمشر هم د یادې پېښې له کبله بښنه وغوښته.

همدا راز د تېرو دوو اوونیو جګړې له کبله، کندز ښاریان د خوراکي توکو له کموالي، د برېښنا او روغتيايي خدماتو له نشتون، د ړندو بمباریو له وېرې او د وژل کېدو له اندېښنو سره مخ دي. د همدې روان ناورین له کبله یو شمېر کندزيان ګاونډيو ولایتونو ته اوښتي، چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت يې تر اوسه شمېره ۶ زره تنه ښيي[8].

د کندز له سقوط وروسته په دغه ولايت کې د طالب جنګياليو له خوا د عامه شتمنيو د لوټولو او نورو ورانکاريو په اړه هم د يو شمېر رسنيو له خوا راپورونه نشر شول. که څه هم طالبانو دا راپورونه د مقابل لوري تبليغات وبلل او ترڅنګ يې په ولسي جرګه کې د کندز استازو هم د طالبانو له خوا د لوټماريو راپورونه آوازې وبللې؛ خو يو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې په دغه ولايت کې له ګډوډۍ څخه په استفادې سره، هلته د ځينې ډلو له خوا د هر ډول ناوړه کړنو شونتيا موجوده وه.

په شمال کې د طالبانو ځواکمن حضور

د کندز سقوط په شمال کې د طالبانو د ځواکمن حضور ښودنه کوي. په شمال کې د کندز ښار د طالبانو د راتلونکو عملیاتو او هلو ځلو لپاره ستراتيژيک ارزښت لري. د دې ترڅنګ طالبانو له دې کبله هم خپل نوي نظامي عملیات له کندزه پيل کړل، چې د کندز له ښار سره ښې هیلې لري؛ په ۹۰مه لسیزه کې هم په شمال کې کندز لومړنی ښار و، چې د طالبانو لاسونو ته ولوېد او همدا راز وروستی ښار هم شو، چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د دوی له ولکې څخه ووت.

د کندز ښار له دې کبله هم ستراتيژيک ارزښت لري، چې دا د دوو نورو مهمو ولایتونو-بدشخان او تخار -په لاره کې پروت دی. دا چې په بدخشان او تخار کې د طالبانو جګړه ورځ تر بلې تودېږي، شاید یو لامل یې دا هم وي، چې دوی په کندز کې ځواکمن حضور لري.

د کندز له سقوط څخه وړاندې او وروسته په شمال کې د بدخشان، بغلان، تخار او فارياب ولايتونو یو شمېر ولسوالۍ هم سقوط شوې. په همدې تړاو د “لانګ وار ژورنال” د څېړنې مطابق، په ټوله کې د افغانستان له ۳۹۸ ولسوالیو څخه ۲۹ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او پر ۳۶ ولسوالیو بیا سخته جګړه روانه ده؛ خو په مشخصه توګه د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر له ۲۸ راهیسې د افغانستان د څلورو شمالي ولایتونو (بدخشان، بغلان، کندز او تخار) ۹ ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي[9].

همدا راز تېره اوونۍ د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ هم طالبانو ونيوله[10] او په فاریاب کې قیصار ولسوالۍ هم د طالبانو په ولکه کې ده. په دې توګه په شمال کې ناامنۍ او د طالبانو له خوا د ولسوالیو پرله‌پسې سقوط له بدخشان ولایت څخه نیولې تر فاریاب ولایت پورې غځېدلی او د شمال دغه ولايتونه بیا د منځنۍ آسیا له دریو هېوادونو سره مخامخ پولې هم لري.

که څه هم په شمال کې دغه پورتنی وضعیت د حکومت د ستونزو، داخلي اختلافاتو، د امنیتي ځواکونو د نه همغږۍ او د نامسؤولو وسله‌والو له کبله هم دی؛ خو له دې سره سره په شمال کې د طالبانو د ځواکمن حضور ښودنه هم کوي.

د شمال ناامنۍ او د سيمې د هېوادنو غبرګون

د افغانستان په شمال کې د ناامنیو تر شا د منځنۍ آسیا د هېوادونو اندېښنې د لاندې عواملو له کبله دي:

لومړی: د افغانستان په شمالي سیمو کې د منځنۍ آسیا د سخت‌دریځو ډلو د جنګياليو شتون[11]؛

دویم: له افغانستانه منځنۍ آسیا ته د ناامنیو د پراخېدو وېره؛

درېیم: داعش ډله، چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د اسلامي جهاد اتحاد او د جماعت الانصار ډلو له دغې ډلې سره وار له مخه بیعت هم کړی دی.

همدا لامل دی، چې د کندز سقوط او په شمال کې روانو ناامنیو د منځنۍ آسیا د هېوادونو او روسیې غبرګون هم پارولی دی.

د کندز د سقوط په لومړیو ورځو کې د تاجکستان حکومت له افغانستان سره خپلې درې پولې وتړلې؛ خو د یوه خبر له مخې، دغه پولې اوس بېرته پرانیستل شوې دي. د تاجکستان ولسمشر هم د افغانستان په شمالي سیمو کې پر امنیتي وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او د ده په ګمان د افغانستان د شمال په ۶۰ سلنه سیمو کې دا مهال جګړه روانه ده.

په شمال کې د روانو ناامنیو له کبله روسيې د ګډ امنیت تړون سازمان د ځواک شمېره ۷۰ زرو ته ورسوله، چې په ۷۲ ساعتونو کې به د ګواښ سیمې ته ځانونه رسوي. همدا راز په روان کال په مې میاشت کې د دغه سازمان ۲۵۰۰ سرتېرو په تاجکستان کې نظامي تمرینات ترسره کړل او د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې ۹۵ زره روسي سرتېرو هم په دې موخه نظامي تمرینات وکړل، چې په منځنۍ آسیا کې د د غير منتظره پېښو مخنیوی وکړای شي. د دې ترڅنګ به روسیه په تاجکستان کې د خپلو سرتېرو شمېره هم له ۶۵۰۰ څخه تر ۹ زره پورې لوړه کړي[12].

د کندز سقوط او د امريکايي سرتېرو د ايستلو بحث

د طالبانو له وروستيو پرمختګونو وروسته په لویدیځ او په تېره بیا امریکا کې د افغانستان د قضیې په تړاو هم نوي بحثونه راپورته شول، چې د لویدیزو ځواکونو له وتلو سره طالبان بیا پر افغانستان واکمن نه شي او په دې توګه د ۹۰مې لسیزې په شان بیا د “سخت‌دريځو ډلو” پټنځای ونه ګرځي.

په همدې تړاو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال کمپبل د امریکا سنا مجلس ته وویل، چې امریکا باید د خپلو سرتېرو د وتلو پر پروګرام بیاکتنه وکړي؛ ځکه هغه مهال چې دا پلان جوړ شوی و، په افغانستان کې داعش حضور نه درلود او د افغانستان اوسنیو حالاتو د ۲۰۱۴ کال له حالاتو سره ډېر توپير درلود[13].

همدا راز د امریکا د سنا مجلس د وسله‌والو خدماتو د کمیټې یوه غړي له سي. ان. ان. سره په یوه مرکه کې وویل، چې «له افغانستان څخه به د امریکایانو وتل لویه تېروتنه وي. حکومت باید داسې تېروتنه ونکړي، چې “ترهګر” بیا د امریکا امنیت وننګوي[14].» که څه هم په امريکا کې په دې اړه تاوده بحثونه روان دي، خو يو شمېر افغان شنونکي بيا دې چارې ته د يوې ډرامې په سترګه ګوري او په دې اند دي، چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو هوډ نه لري او په دارنګه دريځونو کې خپلې اوږدمهالې موخې لټوي.

پای

[1] وګورئ؛ آزادي راډیو، افغان سرتېرو د کندز ښار زیاتې سیمې له وسله‌والو طالبانو څخه پاکې کړې، پرلیکه بڼه: http://pa.azadiradio.org/archive/local/20151007/1092/2120.html?id=27292402

[2] وګورئ؛ د طالبانو رسمي وېبپاڼه، د کندز ښار او ولسوالیو په اړه تازه معلومات، پرليکه بڼه:

http://alemara1.org/?p=30487

[3] د زياتو معلوماتو لپاره ولولئ:
https://www.afghanistan-analysts.org/the-fall-of-kunduz-what-does-it-tell-us-about-the-strength-of-the-post-omar-taleban/

[4] امریکا غږ تلویزون، خبرونه، د کابل پر وخت د ماښام اووه بجې، د ملي تلويزيون پر څپو، د ميزان ۱۴مه.

[5] وګورئ له شمشاد تلویزون سره د کندز د والي محمد عمر ساپي مرکه، په پرلیکه بڼه:
http://www.shamshadtv.tv/2013-03-27-17-58-02/4015.html

[6] بي بي سي پښتو، د کندز پر روغتون برید اصلاً پر جنیوا کنوانسیون برید دی، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر ۷مه، پرلیکه بڼه:
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/10/151007_ma_mfs_geneva_kunduz

[7] د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ:
https://www.afghanistan-analysts.org/airstrike-on-a-hospital-in-kunduz-claims-of-a-war-crime/

[8] طلوع نیوز، د کډوالو وزارت: له کندز څخه ۶زره تنه بې‌ځایه شوي، د ۱۳۹۴ کال د تلې ۱۳مه، په پرلیکه بڼه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/21731-kunduz-war-leaves-6000-homeless-officials

[9] د لانګ وار ژورنال د څېړنې لوستلو لپاره لاندې لينک پرانيزئ:
http://www.longwarjournal.org/archives/2015/10/taliban-controls-or-contests-scores-of-districts-in-afghanistan.php

[10] طلوع نیوز انګلیسي پاڼه، د سرپل کوهستانات ولسوالۍ طالبانو ونیوله، د اکتوبر ۳مه، پرلیکه بڼه:

http://www.tolonews.com/en/afghanistan/21702-sar-e-puls-kohistanat-district-falls-to-taliban

[11] افغان حکومت تايیدوي، چې په شمال کې د ناامنیو تر شا چیچن، ازبک، تاجک او ترکمن جنګيالي هم دي. همدا راز د تاجکستان د ملي امنیت د کمیټې په اند د تاجکستان د سخت‌دریځو ډلو یو شمېر وسله‌وال غړي د تاجکستان پولو ته نږدې، د افغانستان د شمالي سیمو په لور تښتېدلي دي.

[12] د زياتو معلوماتو لپاره ولولئ:
http://gandhara.rferl.org/content/afghanistan-kunduz-central-asian-security/27289273.html

[13] Xinhua News, US Commander in Afghanistan proposes change in withdrawal plan, 7th Oct 2015, see it online: <http://news.xinhuanet.com/english/photo/2015-10/07/c_134688471.htm>

[14] د ۱۳۹۴ کال د میزان پر ۱۳مه نېټه، په سي این این تلويزيون کې خپاره شوي خبرونه.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *