پیام رئیس مرکز

 

دکتور مصباح الله عبدالباقي

د مرکز رئیس

 

 

بې‌پرې او دقیقې څېړنې د هرې ټولنې یوه اساسي اړتیا ده؛ خو په تاسف سره چې په افغانستان کې څېړنیز ډګر خورا کمزوری او ډېره کمه توجه ورته کېږي. ښایي لامل یې دا دی، چې د څېړنیز کار اهمیت هغسې چې لازمه ده، نه دی درک شوی. افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ او ستونزو د هواري لپاره دوامدارو څېړنو او مطالعاتو ته اړتیا لري؛ په ځانګړې توګه اوسمهال په سیاسي، اقتصادي او ستراتېژیکو قضایاوو کې د عیني واقعیتونو په اړه د ټولنې د عامه ذهنیت روښانولو جدي اړتیا لیدل کېږي.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز ویاړي چې د هېواد د ملي او اسلامي ګټو خوندي کول، د ټولنې ترمنځ د تفاهم او نظر د تبادل زمینه برابرول او د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه د ټولنې توعیه په خپلو بنسټیزو اهدافو کې لري. مرکز ویاړي چې په تېر له یوې لسیزې زیات فعالیت په جریان کې یې د دغو اهدافو په لاره کې کوټلي ګامونه اخیستي او لا هم خپل بې‌پرې او علمي څېړنیز فعالیت ته د یوه متخصص او متعهد ټیم په مرسته دوام ورکوي.

اوسمهال او د هېواد اوسني وضعیت ته په کتلو سره، د نورو اهدافو ترڅنګ په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو او د سولې ټینګښت کې رغند رول لوبول او په هېواد کې له ښې حکومتولۍ سره مرسته، د مرکز د عملي او څېړنیزو فعالیتونو محور تشکیلوي. موږ هیله لرو، چې د څېړنې په ډګر کې شته ستونزې هوارې شي او په خصوصي او دولتي کچه دغې برخې ته توجه زیاته شي.

په هېواد کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ په هیله

دکتور مصباح الله عبدالباقي

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رئیس

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *