په کابل ښار کې اوبو د کمښت د احتمالي بحران څېړنه او د حل لارې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په کابل ښار کې اوبو د کمښت د احتمالي بحران څېړنه او د حل لارې
  • سریزه
  • د کابل ښار هایدروجیولوژیکي موقعیت
  • په کابل ښار کې د اوبو طبقې او منابعو ظرفیت
  • په کابل ښار کې د اوبو د کمښت لاملونه
  • په کابل ښار کې د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت پالیسي
  • د مخنیوي حل لارې
  • پايله
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

بې له شکه چې په ننني عصر کې د اوبو د کمښت بحران د یوې سترې نړیوالې ستونزې رول لوبوي او په یو نه یو ډول یې اکثره هیوادونه اغیزمن کړي دي. لکه څنګه چې ملګرو ملتونو په ۱۴۰۲ه.ش کال کې په نړۍ کې د اوبو د احتمالی بحران په اړه خبرداری ورکړی دی، د نړۍ شاوخوا ۲۶٪ نفوس د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي نشتوالي او شاوخوا ۴۶٪ نورو خلکو منظم او خوندي روغتیا ساتنې خدماتو ته د لاسرسي نشتوالي راپور ورکړی دی. (۱) له بلې خوا نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د اوسنیو کړنو سره به نړۍ تر ۱۴۰۹ ه.ش پورې د اوبو موجودو اوبو رسولو او د اټکل شويو غوښتنو ترمنځ ۴۰٪ کمښت سره مخ شي.( ۲ )  همدارنګه، د طبیعت ساتنې نړیوالې اتحادیې (IUCN) په یو ټویټ کې تیرو لسو کلونو کې د سمندرې څپو د تودوخې په فریکونسي کې ۵۰٪ زیاتوالی اعلان کړی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د ۱۴۰۱ ه.ش کال راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ډېر خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. په هرو لسو کې اته تنه له دې ستونزې سره مخ دي او شاوخوا ۹۳ سلنه ماشومان کافي اوبو ته لاس رسی نه لره. له بلې خوا ویل کیږي چې په افغانستان کې له ۳۰ تر ۳۵ سلنه اوبه د کرنې او څښاک لپاره کارول کېږي او د هېواد له ۶۵ تر ۷۰ سلنه نورې اوبه له پولو بهر بهېږي.(۳)

کابل چې په افغانستان کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی ښار دی، د څښاک د اوبو د کمښت له جدي بحران سره مخ دی. او د اسلامي امارت په حکومت کې د اوبو رسولو د ادارې د رئیس شفیع الله زاهدي په وینا، دا اداره د پلازمینې یوازې ۲۰ څخه ۲۵ فیصده اوسیدونکو ته په وقفه ای یا نوبتی شکل اوبه رسوي. په داسې حال کې چې د کابل پاتې ښاریان د څښاک اوبه په مختلفو ډولونو صحي او غیر صحي لارو د دوی له خوا له کیندل شویو څاګانو څخه ترلاسه کوي او یا یې هم د معدنی اوبو د تولید له لسګونو شرکتونو څخه چې په ښار کې یې ژورې یا نیمه ژورې څاګانې کیندلې او د کابل ښار په هره کوڅه کې د ټانکرونو له لارې چې یو لیتر د یوې افغانۍ په بیه پلوری اخلي او د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

دې ته په کتو پدې مقاله کې هڅه کیږی ترڅو د کابل ښار هایدرولوژیکي موقعیت ، په کابل ښار کې د اوبو د زیرمو ظرفیت، په کابل ښار کې د اوبو د کمښت اصلي عوامل، په کابل ښار کې د اوبو د بحران د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت تګلاره او د دغه بحران د مخنیوي لارې چارې وڅېړل شي.

د کابل ښار هایدروجیولوژیکي موقعیت

د افغانستان پلازمینه کابل ښار د ۱۰۲۳ کیلومتر مربع مساحت په درلودلو سره د دغه هیواد په ختیځه برخه کې موقعیت لري او د بحر له سطحې څخه شاوخوا ۱۷۹۱ متره لوړوالی لري، او د هندوکش غرونو په یوه تنګه دره او د کابل سیند په اوږدوالی کې موقعیت لري. په ختیځه برخه کې د ښار پخوانۍ سیمه د کابل بالاحصار، د کوه شیر د ښار دروازه او د شهدا صالحینو هدیره او د بالاحصار کلا موقعیت لري. د دې ښار نورې خواوې د شمالي خیرخانې، خواجه رواش، چهل ستون، قرغه او د خواجه رزاق په غرونو کې احاطه شوي دي او همدارنګه د اسمايي غرونه “د ټلویزیون غر” او د علي آباد غونډۍ په شمول د مرنجان او بي بي مهرو غونډۍ د ښار په منځ کې موقعیت لري. په حقیقت کې د کابل ښار موقعیت د غرونو په منځ کې د یوې کاسې په څیر ښکاري. خو د یوه منظم ښاري پلان د نشتوالي له امله، له بده مرغه د دغو غرونو او غونډیو زیاته برخه د استوګنې په کورونو پوښل شوې، چې د کابل د اوبو د تغذيې لپاره د سرچېنې په حیث نه شي ګڼل کېدای.(۵)

په دې ښار کې د تودوخې موسم د جوزا میاشتې له ۴ څخه د سنبلې تر ۳۰ میاشتې پورې، په اوسط ډول هره ورځ د تودوخې درجه له ۲۸٫۳ درجو څخه پورته وه او په کابل کې د کال تر ټولو ګرمه میاشت سرطان ده، چې منځنۍ تودوخه یې ۳۳،۸ درجې سانتي ګراد او تر ټولو ټیټه تودوخه ۱۹،۴ درجې سانتي ګراد ویل شوې ده. سوړ موسم د ۳ میاشتو لپاره د ۱۳ قوس څخه تر ۱۵ حوت پورې چې په اوسط ډول هره ورځ د تودوخې له ۱۱٫۶ درجو څخه کم وي دوام کوي. په کابل کې د کال تر ټولو سړه میاشت د دلوې میاشت ده چې په منځنۍ ډول تودوخه یې له ۳.۷- درجې سانتي ګراد څخه کمه ده. پاتې دې نه وی چې ووایو د ۱۴۰۱ کال ژمی په تیرو څو کلونو کې تر ټولو یخ کال بلل شوی و، چې د تودوخې ترټولو ټیټه درجه نږدې ۱۵- درجې سانتي ګراد ثبت شوې وه.

د انرژۍ او اوبو وزارت د راپور پر بنسټ، د ۱۳۳۹-۱۳۶۲ کال په پرتله د ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۴ کلونو د ژمي په موسمونو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد ۱،۷ او ۲،۲ درجو تر منځ لوړه شوې او په پسرلي کې، دا زیاتوالی د ۰٫۳ او ۰٫۹ سانتي ګراد درجو ترمنځ راپورته شوی ده. له همدې امله تمه کیږي ، د تودوخې کلنی منځنی حد به په ۱۴۰۰، ۱۴۳۰ او ۱۴۶۰ ه.ش کلونو کې په ترتیب سره د ۱٫۸ درجې، ۳٫۵ درجې، او ۴٫۸ درجې سانتي ګراد زیات شي.(۶)

کابل ښار کې د اورښت اندازه په کال کې ۳۱۲ ملي متره او په میاشت کې ۲۶ ملي متره راپور شوی دی. تر ټولو وچه هوا د غبرګولی په میاشت کې ده، چې په اوسط ډول ۱ ملي میتر باران وي او تر ټولو لونده هوا د حمل په میاشت کې وي، چې په اوسط ډول ۷۱.۹ ملي میتر باران وي. په کابل ښار کې د کال د واورو دوره د لیندۍ له ١٧مې څخه کب تر  ١٨مې نېټې پورې د درېيو مياشتو لپاره واوره ورېږي او د دلوې مياشت هغه مياشت ده چې په کابل کې تر ټولو ډېره واوره په منځني ډول ٢،٩ انچه واوره ورېږي.(۷)

له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (DACAAR) د راپور له مخې، په ۱۳۳۶-۱۳۵۶ه.ش کلونو کې په کابل کې د اورښت منځنۍ کچه ۳۳۰ ملي متره وه او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د راپور له مخې، د ۱۳۸۵-۱۳۹۵ ه.ش کلونو په اوږدو کې د کابل ښار د اورښت منځنۍ کچه ۳۲۷،۶ ملي متره راپور شوې ده. نو لیدل کېږي چې په کابل ښار کې د اورښت اندازه په ټېټیدو ده.

دا باید له پامه ونه غورځول شي چې د کابل سیند د دې ښار له زړه څخه تېریږی او د ښار بازارونه په دوه برخو بېلوي. خو د ۲۱ پیړۍ راهیسې د اقلیم د بدلونونو له امله، دا سیند پرته له ژمي او پسرلي موسمونو چې د واورې او باران له امله یو څه اوبه لري، په نورو پاتې فصلونو کې وچ وي.(۷) د کابل بله دریاچه د  قرغي بند دی چې د ښار شمال لويديځ ته په ۹ کيلومترۍ کې موقعيت لري او د سيمې د خلکو او ښاريانو او بهرنيانو لپاره د يوه تفریحی ځای په توګه کارېږی، چې له بده مرغه په دې وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د هغې اوبه ډېرې کمې شوي او حتی دا اندېښنه هم شته چې په نږدې راتلونکي کې به په بشپړه توګه وچ شي. د ښار په ختيځ کې يو بل سیند هم و چې د حشمت خان سیند په نوم يادېږي چې نن ورځ هغه هم وچ او بې اوبو دی.

په کابل ښار کې د اوبو طبقې او منابعو ظرفیت

کابل ښار د نړۍ د ۹۴م ګڼ نفوسه ښار او د ۵ میلیونو وګړو په لرلو سره د نفوسو د رشد له پلوه په نړۍ کې پنځم ښار دی. دا ښار د موقعیت او ژوروالي له مخې د اوبو ډیری سرچینې لري. همدې امله د موقعیت له مخې، کابل ښار د اوبو درې مهمې طبقي لري، چې توضیحات یې په لاندې ډول دي: (۸)

لومړۍ طبقه: دا د کابل پورتنۍ پوړ دی چې له پغمان څخه نیولې تر باغ بالا، دارالامان او د دریا میدان سیمې پکې شاملې دي. اوبو د دې طبقې مساحت شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره مربع دی. پخوا دغه طبقه د ډیرو اوبو لرونکې وه، خو اوس له څو کلونو راهیسې د وچکالۍ او د اقلیم د بدلون له امله په دغو سیمو کې اوبه کمې شوې او تر ۸۰ تر ۹۰ مترو پورې اوبه نه لری.

دوهمه طبقه: د کابل ښار په شمال کې د اوبو طبقه چې د خیرخانې، څلورمې، یوولسمې او پنځلسمې ناحیې سیمې پکې شاملې دي، د اوبو د دې طبقې مساحت شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره اټکل شوی دی او په وروستیو کلونو کې د کابل دغه سیمې هم د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

دریمه طبقه: د کابل ښار د اوبو په بله طبقه کې د بګرامي او لوګر سیمې شاملې دي چې د لوګر د سیند په امتداد کې موقعیت لري او د ښار د اوبو تر ټولو لويه طبقه ګڼل کیږي، چې شاوخوا  ۱۶۵ کیلومتره مساحت لري. دغه طبقه د اوبو ښه ظرفیت لري، خو د دې له امله چې دا یوه کرنیزه سیمه ده، اوبه یې د قلويت له امله ښه کیفیت نلري.

د انرژۍ او اوبو وزارت د راپور له مخې، کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ژورې څاه ګانې کیندل شوي چې ممکن په مختلفو برخو کې یې ژوروالی ۱۰۰۰ مترو ته ورسېږي چې د روسانو په وخت کې کیندل شوې وې او همدارنګه د جاپانیانو لخوا هم د ۷۳۰ مترو په ژوروالي کې کیندل شوي دي او د روسانو او جاپانیانو د څیړنو له مخې؛ کابل ښار د اوبو دوه طبقې لري، یوه یې د ” نیوجن ” طبقه او بله یې ” معاصره څلورمه” طبقه ده. د دوی په منځ کې، یوازې معاصره څلورمه طبقه ریچارج کیدی شي، کومه چې د واورې او باران له لارې ریچارج یا تغذیه کیږي. له همدې امله په ۱۴۰۰ ه.ل کال کې د کابل ښار په دریو طبقو کې شاوخوا ۴۴ میلیونه متر مکعب اوبه ریچارج شوې دي. په داسې حال کې چې په همدې کال د کابل ښار کلنی مصرف په اوسط ډول ۱۱۵ میلیونه متر مکعب اټکل شوی و. خو په ۱۴۰۰ ه.ش کال کې د ۱۷۶ میلیون متر مکعب اوبو په استخراج سره د دغو دریو اوبو له طبقو څخه درې برابره اوبه استخراج شوې دي.

دا باید له پامه ونه غورځول شي چې د ځمکې د لاندې اوبو کچه چې معمولا متمرکزه وی او په ټولیز ډول کارول کیږي هر کال ښکته کیږی. د ورکړل شویو احصایو او شمېرو له مخې له ۱۳۶۱ څخه تر ۱۳۸۵ کال پورې په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه لږ تر لږه ۱ متر او تر ټولو زیات ۱۰ متره، په اوسط ډول ۵ متره ښودل شوې ده. په داسې حال کې چې د پژواک راپور له مخې د اوبو د تنظیم ملي ادارې اعلان وکړ چې په ۱۴۰۰ کال کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۲ مترو ته ښکته شوې ده. راپور زیاتوي چې د خیرخانې په سیمه کې ۲۵ متره، په کارته نو کې ۲۰ متره او په بګرامي کې ۴۰ سانتي متره د اوبو کچه راښکته شوې ده. د دې ادارې له خوا دا هم ویل شوي چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو سطحه کې له یوه کال څخه په کمه موده کې د ۱۲ مترو په اندازه د پام وړ کمښت راغلی دی. ولې د هغه راپور له مخې چې موږ د ځمکې لاندې اوبو سرچینو تحلیل آمریت  څخه ترلاسه کړی، دا په ګوته کوي چې په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې د کابل ښار د اوبو کچه په اوسط ډول ۱ متر، په ۱۳۹۸ ه.ش کال کې درې متره او په ۱۴۰۰ هجري شمسي کال کې هم پنځه متره همدارنګه په کال ۱۴۰۱ ه ش کې درې متره ټيټه شوې ده د دغو شمېرو له مخې، له ١٣٩٩ لمريز کال څخه تر ۱۴۰۲ لمريز کال پورې په کابل ښار کې د اوبو منځنۍ کچه نهه مترو ته ټيټه شوې او تر ټولو لوړه سطحه د کابل په دشت برچي او خيرخانه سيمو کې مشخص شوې ده.(۸)

له همدې امله د وروستیو ارقامو له مخې، تمه کیږي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه به تر ۱۴۳۰ ه.ش کال پورې شاوخوا ۶۰ متره یا له هغې څخه زیاته ښکته شي. په داسې حال کې چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) په ۱۳۹۸ه.ش کال کې خبرداری ورکړی و چې د کابل ښار شاوخوا ۷۰ سلنه تر ځمکې لاندې اوبه د مضرو کیمیاوي موادو او باکتریا د ککړتیا له امله د کارونې وړ نه دي.(۹)

له بلې خوا به کابل ښار په منځني ډول په کال کې ۳۱۲ ملي متره اورښت، په یو کال کې د ۳۱۹,۱۷۶ متر مکعب اوبو ظرفیت ولري. خو دې ته په پام سره چې له یوې خوا د ښار دننه غرونه او غونډۍ د استوګنې په سیمو یا رسمي ځایونو بدل شوي دي او له بلې خوا، ټول سړکونه او کوڅې قیر شوي یا کانکریټ سره پخې شوي کوم چې ځمکې ته د اوبو د جذب مخه نیسي او د باران د اوبو ډیره لږه برخه په ځمکه کې جذبوي. هرکله چې مسؤلې ادارې وغواړي کولای شي د کابل ښار د کلني اورښت ۵۰ سلنه چې په بامونو وریږې مدیریت کړي چې په دغه شکل سره کیږي د باران له زیرمه شویو اوبو څخه د ځمکې د تغذیې لپاره او یا هم په شنو سیمو کې ترې ګټه واخېستل شي.(۶)

همدارنګه د اوبو رسولو ریاست لخوا د کابل له ۲۰ څخه تر ۲۵ سلنه ښاریانو ته د څښاک اوبه په وار وار ورکول کیږي چې د کابل ښاریان په پرله پسې ډول د اوبو له کمښت څخه شکایت کوي او د خپلو اوبو د اړتیا پوره کولو لپاره معدنی اوبه له سوداګریزو شرکتونو څخه اخلي.

په کابل ښار کې د اوبو د کمښت لاملونه

وچکالي او د اقلیم بدلون: وچکالي او د اقلیم بدلون په نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه دي. په تیرو وختونو کې د کابل ښار موقعیت د واورې او باران له پلوه یو له بډایه سیمو څخه و، لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د ځمکې د سطحې د تودوخې د لوړوالي له امله واورې او باران تر یو څه حده کم شوي دي. او له بلې خوا د ځمکې لاندې د اوبو سطحه په کافي اندازه ښکته شوې ده.

د نفوس زیاتوالی: په کابل ښار کې د نفوسو زیاتوالی هم په دغه ښار کې د اوبو د کمښت یو له عمده لاملونو څخه دی. لکه څنګه چې په ۱۳۷۹ ه.ش کال کې د کابل ښار نفوس ۲،۴ میلیونه تنه اټکل شوی و، په داسې حال کې چې اوس د کابل ښار ټول نفوس له ۵ میلیونو څخه زیات اټکل شوی دی. پدې اساس په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د استخراج شویو اوبو له مخې د کابل هر وګړی په کال کې شاوخوا ۳۵ متر مکعب ځمکې لاندې اوبه کارولي دي په داسې حال کې چې په همدې کال ټولټال ۴۴ میلیونه متر مکعبه اوبه ریچارج شوي وې. له همدې امله له ورکړل شويو شمېرو څخه داسې ښکاري چې کابل ښار د شاوخوا دوه ميليونو وګړو د اوسېدو ظرفيت لري. اوس که چېرې په ۱۴۱۰ ه.ش کال کې د کابل ښار د نفوسو زیاتوالی ۷ میلیونو ته ورسېږي، د کابل ښار د اوبو کلنی مصرف به ۲۴۵ میلیونه متر مکعبو ته لوړ شي.

د ښاري پلان نشتوالی: له بده مرغه کابل ښار کوم منظم ښاري پلان نه درلود. هرچا، هرچېرې هر څومره چې یی وغوښتل ودانۍ جوړې کړي پرته لدې چې شنو ساحو او د اوبو جذب ته پام وکړی. خود سرانه یی د مطلوبو اوبو ژورې څاګانې د خپلو کورونو او اپارتمانونو لپاره جوړې کړي دي. په داسې حال کې چې ویل کېږي د افغانستان د پخواني ولسمشر داوود خان په وخت کې ښاري پلان داسې و چې د ځمکې د هرې نمرې په ۴۰ سلنه یې تعمیر او ۶۰ سلنه یې د شنې ساحې یا د اوبو د جذب ځای په توګه وکارول شي. له بلې خوا لیدل کېږي چې د کابل ښار منځ او شاوخوا کې غرونه د استوګنې په سیمو بدل شوي او په دغو سیمو کې چې د جیو هایدولوژیک له پلوه د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې مهمې سیمې دي، د ودانولو پېر او پلور چارې يې روانې دي.

د استوګنيزو ښارګوټو بې توپیره پراختیا: له بلې خوا سوداګریزو شرکتونو د په هر دلیل په ښار کې دننه او یا د ښار شاوخوا، په ځانګړې توګه د کابل ښار د اوبو د جذب او تغذیې په برخو کې استوګنېز ښارګوټي جوړ کړي، دا وضعیت د دې لامل کیږي چې د اوبو طبیعي جذب بند شي او کابل ښار د اوبو له کمښت سره مخ شي.

په ښار کې د اوبو د شرکتونو شتون:کابل ښار کې د الکولی مشروباتو او معدني اوبو د تولید لسګونه شرکتونو شتون او نورو ولایتونو ته د دغو څښاکو لېږد د دې لامل شوی چې د کابل اوبه نورو ولایتونو ته ووېشل شي او د ښار خلک د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د کابل ښاریانو لخوا د اوبو بې توپیره کارول: د کابل ښار کې د اوبو د کمښت یو له اصلي لاملونو څخه د کابل ښاریانو له خوا د ناپوهۍ او د معلوماتو د نشتوالي له امله بې توپیره استفاده ده. کله هم یوه دسته ګندنه په څو بالټیو اوبو مینځل کیږي. همدارنګه حویلیانې او کوڅې د اوبو په فشار سره پاکوی، چې دا له یو اړخه د اوبو ضایع کول او هم د ښاریانو له مسوولیتونو څخه بې پروايي ده.

د دولتي ادارو لخوا ناسم مدیریت: د مسوولو ادارو ناسم مدیریت په کابل ښار کې د اوبو د کمښت بل لامل دی ځکه چې دغه ادارې په دې اړه کره احصائيه نه لري چې څوک او څنګه په کابل ښار کې اوبه مصرفوي او تر اوسه یې په کابل ښار کې د اوبو د مدیریت په برخه کې جدي او مهم عملي اقدامات نه دي کړي. په داسې حال کې چې په کال (۱۳۹۸ ه.ش) کې د پخواني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د انرژۍ او اوبو وزارت له خوا له بهر څخه کابل ښار ته دننه د اوبو د لېږد او همدارنګه په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو مدیریت طرحي خپرې شوې وي، خو په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.

په کابل ښار کې د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت پالیسي

د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د سرچینو عمومي ریاست له قوله، دغه وزارت په کابل ښار کې د اوبو د مدیریت لپاره تدابیر نیولي دي. د دغه وزارت په وینا، کابل ښار ته د پنجشیر د سیند اوبو د لېږدولو پر پلان او طرحې کار روان دی، خو د عملي کار د پیل په اړه یې څه نه وايي. له بلې خوا ممکنه ده چې د خپلسرو څاګانو د کیندلو د مخنیوي یادونه وکړو؛ د یاد وزارت په وینا هیڅوک حق نه لري چې د اسلامي امارت د چارواکو له اجازې او خبرتیا پرته په دې حوزه کې ژوره څاه وکیندې. تر دې دمه په کابل ښار کې د ژورو او نیمه ژورو څاګانو دقیق ارقام نه دي په ډاګه شوي خو په تېرو کلونو کې ځینو رسنیو په کابل ښار کې د څاګانو شمېر شاوخوا ۴۰۰۰۰ ښودلی او د دولتي ارزونې شبکه په دې ښار کې یوازې ۱۷۶ څاګانې تر څارنې لاندې نیولې دي. د دوی په منځ کې یوازې ۳۰ څاګانې د اوبو د بدلون ارزولو لپاره د کمپیوټر او تخنیکي سیسټم سره وصل دي.

له بلې خوا دغه وزارت هڅه کوي چې په کابل ښار کې د اوبو د زیات مصرف سرچینې چې په هغو کې شرکتونه، د لامبلو تالابونه، حمامونه، د موټر مینځلو ځایونه، جوماتونه او د استوګنې ودانۍ شاملې دي په نښه او محاسبه کړي، د دې شرکتونو لپاره اړینه ده چې د تغذیې څاګانې وکیندې ترڅو دا شرکتونه وکولی شي بیا چارج شوي اوبه وکاروي. دغه راز دغه رياست هڅه کوي چې د کابل ښار سطحې اوبه مديريت کړي او له دغو اوبو څخه د کابل ښار شنې ساحې خړوب کړي. دا پلانونه په داسې حال کې د انرژۍ او اوبو وزارت په مېز پراته دي، چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د منابعو رئیس په دې برخه کې د متخصصینو او مسلکي کارکوونکو له کموالي او همدارنګه په دې وزارت کې د کافی بودیجې له نشتوالي شکایت کوي.(۱۱)

دغه راز د پنجشېر له سیند او د کابل له نورو سيمو څخه د کابل دننه ښار ته د اوبو د لېږد پلان مسئله هغه موضوع ده چې له کلونو راهيسې يې په اړه بحثونه کېږي، خو د عملي کېدو په اړه يې معلومات نشته.

د مخنیوي حل لارې

د پورتنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، د دې ستونزې د حل لپاره لاندې ممکنه تخنیکي او سیاسي – ټولنیزې حل لارې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوو:

تخنیکي حل لاري

  • دا چې په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه د کابل ښاریانو لپاره یوه جدي ستونزه بلل کېږي او د ښار ډېرې برخې کافي اوبو ته لاسرسی نه لري، ولې شنې ساحې، حوضونه، کروندې او کرنیز باغونه د څښاک او خوږو اوبو څخه خړوبیږي. له همدې امله داسې ښکاري چې د حکومت بېلابېلې ادارې په ځانګړې توګه د انرژۍ او اوبو وزارت، د کرنې او مالدارۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ د اوبو د کمښت د بحران په مخنیوي کې همغږي نه دي. په همدې لحاظ د هر څه مخکې مختلفو دولتي ادارو لپاره لازمه ده چې په کابل ښار کې د اوبو د کمښت د جدي بحران د مخنیوي لپاره په ګډه او متحد ډول عمل وکړي.
  • له یوې خوا داسې انګیرل کیږي چې د اوبو د سپمولو او د هغې د ضایع کیدو د مخنیوي درسونه په سمه توګه عامو خلکو ته ندي رسول شوي. له همدې امله د پوهنې،لوړو زده کړو، ارشاد حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته په کار ده چې د درسی ټولګیو، د جوماتونو امامانو او د رسنیو او معلوماتي شبکو له لارې د راتلونکي بحران د مخنیوي په خاطر د اوبو د سپمولو لپاره عامو خلکو ته جدي سپارښتنې وکړي.
  • له بلې خوا د ښار جوړونې وزارت د ښاروالۍ او د انرژۍ او اوبو له وزارت سره په همغږۍ اجازه ور نکړی تر څو خلک د اوبو د جذب او تغذیې په سیمو کې د استوګنځایونو او ودانیو جوړولو او یا د ودانیو د جوړولو پر مهال د شنو ساحو پریښول له پامه وغورځوي.
  • دا هم اړینه ده چې په کابل کې د ډیرو اوبو مصرفوونکو سرچینو لکه حمامونو، د اوبو لامبلو ځایونو (سونا) ، د موټر مینځلو او داسې نورو لپاره یو مناسب حل په پام کې ونیول شي. د مثال په توګه موږ کولی شو په دې ځایونو کې د تغذیې څاګانو له کيندنو او بیا د دې اوبو څخه د شنو ساحو، پارکونو او نورو خړوبولو لپاره د اوبو ذخیره کولو یادونه وکړو.
  • که څه هم د کابل ښار کې د اوبو د کمښت د ژغورنې او مخنیوي په برخه کې هرې طرحې تصویبول خپل ځای لري، خو د کابل ښار په ځینو سیمو لکه دشت برچي او خیرخانې سیمو کې د خلکو جدي اړتیاو ته په کتو سره اړینه ده چې د کابل ښار بهر او شاوخوا سیمو څخه د اوبو او بندونو له لارې یادو سیمو ته د اوبو لېږد ته لومړیتوب ورکول شي.
  • د بېلګې په توګه د پنجشېر د سیند بند یا صیاد چې د انرژۍ او اوبو وزارت لومړنۍ طرحه ده د ۲۱۰ میلیونه متر مکعب اوبو د زیرمه کولو ظرفیت به ولري.(۱۰) که چېرې کابل ښار ته انتقال شي، تر ټولو لومړی به د ښاریانو د څښاک اوبو اړتیا او د کابل ښار د اوبو نورې ډېرې ستونزې هوارې شي.

سیاسي – ټولنیزې حل لاري

  • تمه ده چې نړیواله ټولنه به د افغانستان د خلکو ټولو لومړنیو اړتیاوو ته په ځانګړې توګه د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي بحران او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې چې په مستقیم ډول ورسره لاس او ګریوان دې د دې ستونزې د مخنیوي په برخه کې چې هېواد کې د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو سره مستقیمه اړیکه لری، د اسلامی امارت حکومت سره په همغږۍ لازم تدابیر ونیسي او پاملرنه وکړي.
  • له کومه چې د افغانستان خلک د هېواد په ډېرو برخو کې له ګڼو ستونزو لکه فقر، بېکارۍ، ناروغتیا او په ځانګړي ډول د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي، نو پکار ده چې نړيواله ټولنه د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل لپاره خپل دريځ روښانه کړي، ځکه چې په افغانستان کې د مبهم حالت دوام د دغه هېواد د خلکو ستونزې لاپسې زياتوي.
  • دې ته په پام چې د موضوع اړوند ارګانونه د کدرونو او متخصصینو د نشتوالي له جدي ستونزې سره مخ دي، اړتیا ده چې چارواکي په یوه منظم او شفاف پلان غور وکړي چې په دې برخه کې د هیواد دننه او بهر د متخصصینو د پیژندګلوۍ او رابللو لپاره یو منظم او شفاف پلان جوړ کړي ترڅو ژر تر ژره په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د اوبو د کمښت او جدي بحران مخنیوی وشي.
  • د مسئلې د جديت په پام کې نیولو سره د اسلامي امارت مسئولیت دی چې په هیواد او په ځانګړي ډول په پلازمینه کې د اوبو د کمښت د ستونزو د حل لپاره د اقلیم د بدلون په برخه کې د نړیوالو بنسټونو او مؤسسو د شتون لپاره زمینې برابرې کړي تر څو یاد نهادونه حضور پیدا کړي او د دې ستونزې د حل لپاره تخنیکي او مالي همکاري وکړي.
  • د اسلامي امارت د حکومت لپاره لازمه ده چې کورنیو او بهرنیو بنسټونو او پانګوالو ته چې د اقلیم د بدلون په برخه کې فعاله ونډه لري، د دوی په جذب کې پاملرنه وکړي تر څو په دې برخه کې پانګونه وشی او په پلازمینه کې د اوبو د کمښت ستونزه د بنسټونو او شرکتونو د کاري لومړیتوب په توګه داوطلبی ته وړاندې کړي.
  • د سترو ملي پروژو لکه د بندونو جوړولو لپاره د ملي ملاتړ د جلبولو په خاطر، د اسلامي امارت حکومت ته لازمه ده چې ولس همکارۍ ته چمتو کړي، ملي یووالی ټینګ کړي او د انحرافی فکرونو مخه ونیسي.

پایله

دا چې د اوبو د کمښت بحران او د اقلیم بدلون په ننني عصر کې یوه نړیواله ستونزه ده. خو بې له شکه چې ټوله نړۍ په یو ډول نه شي څېړل کېدای. له همدې امله زموږ د ملت اکثريت په ځانګړي توګه د کابل ښاريان چې د هېواد په ګڼ نفوسه ښار کې ژوند کوي د اوبو د کمښت له جدي بحران سره مخ دي. که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي، تر ۱۴۱۰ او ۱۴۲۰ کلونو پورې به په کابل ښار کې د اوبو د کمښت له امله یو انساني ناورین رامنځته شي. په اخیره کې یادونه کوم چې کابل ښار کې د اوبو د بحران د مخنیوي لپاره اړینه ده لاندې لارو چارو ته ستاسو پام واړوم.

دولتونه هم مسوولیت لري چې د خپلو خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په دوامداره توګه هڅې وکړي او د اړتیاوو په درک کولو سره اړونده اداري جدي پاملرنه وکړي ترڅو ټولنه له یوه بشري ناورین سره مخ نه شي او ژر تر ژره عملي اقدامات وکړي او د ملی او بین المللی مؤسسو څخه پدې برخه کې د همکارۍ لپاره زمینه سازی وکړی.

څرنګه چې د اوبو خوندي کول او د هغې د ضایع کیدو مخنیوی او همدارنګه د چاپیریال ساتنه، زموږ په عصر کې د انساني رسالت حیثیت لري. په دې بنسټ، دا اړینه ده چې د ټولنې ټول وګړي بډایه او غریب دواړه د اوبو د کمښت د جدي بحران د مخنیوي لپاره د ممکنه مخنیوي حلونو په کارولو لپاره هڅي وکړي.

پای

سرچینې

۱٫ DW: ملل متحد از بحران قریب الوقوع آب در جهان هشدار می دهد. ۲\۱\۱۴۰۲، لینک:

https://www.dw.com/fa-af/%D9%85%D9%84%D9%84-%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%AF-%D8%A7%D8%B2-%D8%A8%D8%AD%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D9%82%D8%B1%DB%8C%D8%A8%D8%A7%D9%84%D9%88%D9%82%D9%88%D8%B9-%D8%A2%D8%A8-%D8%AF%D8%B1-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86-%D9%87%D8%B4%D8%AF%D8%A7%D8%B1-%D8%AF%D8%A7%D8%AF/a-65075908

۲٫ امینی، مهدی حاج و فیض پور محمد علی، (۲۰۲۲) ، تحلیل روند آب مصرفی صنایع ایران، فصل نامه علمی، سال ۱۷، شماره ۲، ص ۷۴ ؛ لینک:

      https://jnet.ihcs.ac.ir/article_7839_743bd2e38c86153634cc50ae7cd7dfbb.pdf

۳٫ یونیسف، (۲۰۲۲) ، گزارش وضعیت بشری افغانستان؛ لینک:

https://www.unicef.org/afghanistan/media/8146/file/2022-UNICEF-Afghanistan-Humanitarian-Year-End-Situation-Report-DARI.pdf

۴٫ رادیو آزادی، (۲۰۲۳)، روز جهانی آب؛ یک باشند کابل: آب آشامیدنی را …، لینک:

 https://da.azadiradio.com/a/32329431.html

۵٫ ویکیپیدیا، کابل، لینک:

https://fa.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84

۶٫ Khwaja Mohammad Ashraf Noori and Mohammadf Nasim Nasimi, (2019), Kabul City Groundwater and Need for Artificial Recharge; link:

https://avestia.com/ICCSTE2019_Proceedings/files/paper/ICCSTE_215.pdf

  1. RainfallP/ Precipitation in Kabul, Afghanistan; link:

http://www.kabul.climatemps.com/precipitation.php

۸٫ سید محمد منصور میرزاد، آمر تحلیل منابع آبهایی زیر زمینی، ریاست منابع زیر زمینی، وزارت انرژی واب افغانستان، کابل.

۹٫ بی بی سی، (۲۰۱۷) م ۷۰ درصد آب های زیرزمینی کابل آلوده است، لینک:

https://www.bbc.com/persian/afghanistan-40087498

۱۰٫ وزارت انرژی و آب، (۲۰۱۹م) ، نخستین طرح منابع آب های …، لینک:

https://mew.gov.af/dr/%D9%86%D8%AE%D8%B3%D8%AA%DB%8C%D9%86-%D8%B7%D8%B1%D8%AD-%D8%AA%D8%B4%D8%AE%DB%8C%D8%B5-%D9%85%D9%86%D8%A7%D8%A8%D8%B9-%D8%A2%D8%A8-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%B3%D8%B7%D8%AD%DB%8C-%D9%88-%D8%B2%DB%8C%D8%B1%D8%B2%D9%85%DB%8C%D9%86%DB%8C-%D8%B4%D9%87%D8%B1-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%A8%D9%87-%D8%B4%D9%88%D8%B1%D8%A7%DB%8C-%D8%B9%D8%A7%D9%84%DB%8C-%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF%DB%8C-%D8%A7%D8%B1%D8%A7%DB%8C%D9%87-%D8%B4%D8%AF

۱۱٫       نثار احمد مموزی، رئیس عمومی منابع آب، وزرات آب و انرژی افغانستان، کابل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *