د ټاپي (TAPI) پروژه او د افغانستان په اقتصادي وده کې د هغې رول

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د ټاپي (TAPI) پروژه او د افغانستان په اقتصادي وده کې د هغې رول
  • د افغانستان د اقتصاد په وده کې د پروژې رول
  • د پروژې د پلي کولو پر وړاندې ننګونې
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

له کلونو انتظار وروسته د ټاپي پروژه تېره اونۍ د افغانستان د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند او د ترکمنستان د ملي مشر قربان قلي بردي محمدوف په شتون کې رسماً پرانیستل شوه.

ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، چې په ترڅ کې به یې هر کال په میلیاردونو متر مکعب ګاز انتقالېږي. ټاکل شوې چې دغه نل لېکه د ترکمنستان له دولت آباد سیمې څخه د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار او د پاکستان له کویټې څخه تر تېرېدو وروسته د هند فازیلکا ته ګاز انتقال کړی. احصایې ښیي چې د دې نل لېکې له بشپړېدو وروسته به په کال کې ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته انتقال شي او اوږدوالی یی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې دی. اټکل کیږی چې له پرانېستلو وروسته افغانستان به په راتلونکو ۳۰ کلونو کې د ۵۰۰ میلیونو څخه تر ۱.۵ میلیارد متر مکعب ګاز ترڅنګ په کال کې له ۴۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیات د ترانزیت حق ترلاسه کړی او په مستقیم او غیر مستقیم ډول به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شی. د دې پروژې ترڅنګ به نورې نوې پروژې لکه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برېښنا لېږد، د اورګاډي کرښې، د نوري فایبر د لېږد پروژه هم د وخت په تېرېدو سره پلې شي(۱). د دې پروژې د پلان او پلي کولو طرحه له نن څخه شاوخوا دېرش کاله مخکې هغه وخت راپیدا شوه چې د افغانستان د خلکو د جهاد له بریا وروسته د ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه د شوروي له اشغاله ووتل او د یو خپلواک هیواد په حیث یی د خپل اقتصادي وضعیت د ښه کېدو پرېکړه وکړه. د آسيايي پرمختيايي بانک په مرسته يې لومړنی کار په ٢٠٠٣ کال کې پيل شو. د دې پروژې تطبیق د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او لوژستیکي ستونزو له امله څو ځلې وځنډول شو او د تطبیق پلان یې د کاغذ پر مخ پاتې شو. خو په ۲۰۰۸ کال کې د هند له یوځای کیدو سره یی د پلي کولو تصور لا ډیر شوي (۱۱).

د پروژې د تخنيکي شريک په توګه د اسيا پراختيايي بانک د راپور له مخې، دغه پروژه به په څلورو پړاوونو کې پلې شي، چې لومړى پړاو به يې د ٢٠١٠ کال په ډسمبر کې د ګازو د نل لېکې د چوکاټ او د بين دولتی مذاکراتو د تړون د لاسليک، دوهم پړاو به په ۲۰۱۲ کال کې د (GSPA) ګازو د پیر او پلور په برخه کې د لومړنی تړون له لاسلیک او دریم پړاو یې په ۲۰۱۵ کال کې د ځانګړو موخو لپاره د (SPCC) شرکت په تاسیس سره بشپړ شو(۲). د نل لېکې جوړول یی وروستی پړاو و چې ټاکل شوې وه په ۲۰۱۶ کال کې پیل شي خو د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله وځنډول شو. اوس له څو کلونو ځنډ وروسته بالاخره دغه پروژه د ښکېلو خواوو په هڅو د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱۱ مه په هرات ولایت کې پیل شوه (۳). په افغانستان کې به د نل لېکې د غځولو چارې په څلورو پړاوونو کې په ترتیب سره له لومړی پړاو څخه تر څلورم پړاو پورې د ترکمنستان له پولې تر هرات پورې، له هرات څخه تر هلمند، له هلمند څخه تر کندهاره ښار او په پای کې له کندهار ښار څخه د پاکستان تر پولې پورې بشپړ شي(۱۰). په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له ډېرو ستونزو سره لکه د نړیوالو مرستو کمښت، د بهرنۍ پانګونې کمښت، بې روزګاري، فقر، کمزوري سوداګریزې، ټرانزیټي او صنعتي زیربناوې له ستونزو سره مخ دي، د ټاپي پروژې پیل د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره یو ښه زیری دی او د افغانستان په اقتصادي شریانونو کې یوه نوې وینه ده.

د افغانستان د اقتصاد په وده کې د پروژې رول

ټاپي پروژه د افغانستان د اقتصاد په وده کې خورا مهم رول لوبوی د افغانستان د اوسني اقتصادی وضعیت په څیړلو سره دې نتیجې ته رسیږو چې دا پروژه د افغانستان په اقتصاد لاندې اغیزې لرلی شي:

  1. د دولت په عوایدو کې زیاتوالی

له دې پروژې څخه به افغانستان د ګازو د ترانزیت له حق څخه مستقیم عواید ولري. اټکلونه ښیې چې افغانستان به د ټرانزیټ فیس څخه په کال کې له ۴۰۰ ملیون ډالرو څخه ډیر (د نن ورځې د ډالرو نرخ سره ۲۸ ملیارده افغانۍ) ترلاسه کړی چې د دولت د مالي سرچینو په پیاوړتیا او د زیربنایی پروژو په پراختیا کې مرسته کولی شی. دا رقم د افغانستان د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالی کال د بودیجې لس سلنه (۲۹۵ میلیارده افغانیو) سره برابر دی (۴). څرنګه چې دا عاید د ډالرو په بڼه ترلاسه کیږی، دا هم مهم دی ځکه چې دا د افغانیو ارزښت لوړوي او په اوږدمهاله توګه ثابت پاتې کیږی.

  1. د ګازو ونډه او اقتصادي فرصتونه

په پام کې ده چې افغانستان په راتلونکو ۳۰ کلونو کې له ۵۰۰ میلیونو څخه تر ۱.۵ میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي. د ګازو دغه اندازه کولی شي د انرژۍ کورني اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي او له نورو هیوادونو څخه د انرژۍ پر وارداتو تکیه کمه کړي او د ګازو د وارداتو لپاره د اسعارو بهرویستلو مخه ونیسی. څرنګه چې ګاز د بریښنا د تولید، د کورونو ګرمول او د پخلی لپاره یوه مهمه سرچینه ده، په ځان بساینه او ارزانه ګازو ته لاسرسی د بېلابېلو صنایعو د ودې او د وګړو د هوساینې د کچې د لوړولو لامل کیږی. د یادونې وړ ده چې افغانستان یوازې د ۲۰۲۴ کال په دویمه ربع کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت مایع ګاز وارد کړی دی(۵).

  1. د کاري بوختیاوو پیدا کېدل او د بېکارۍ کمېدل

د ټاپي او نورو کومکي پروژو پلي کېدل به په مستقیم او غیر مستقیم ډول په زرګونه نوې دندې رامنځته کړي. په دغو دندو کې به د نل لېکې د جوړولو او ساتنې چارې، د کومکي پروژې لکه د تاسیساتو او ساتنې مرکزونه او همدارنګه د پروژې د اړتیا وړ توکو او خدماتو د وړاندې کولو دندې شاملې وي، چې د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند په وینا په مختلفو پړاوونو کې به توپیر ولری او تر ۱۲ زره کسانو ته به هم ورسی (۱۰).

  1. د بهرنۍ پانګونې جذبول

په کامیابۍ سره د سترو زیربنایي پروژو لکه TAPI پلي کول کولی شي د نورو بهرنیو پانګوالو په جلبولو کې مرسته وکړی. نړیوال شرکتونه ممکن په افغانستان کې پانګونې ته ډیره لیوالتیا ولري ځکه چې دا د سوداګرۍ ښه چاپیریال او اقتصادي ثبات ښیي. د دې پروژې په پلي کېدو سره تمه ده چې نورې نوې پروژې لکه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برېښنا لېږد، د اورګاډی کرښه، د نوري فایبر د لېږد پروژې هم، د وخت په تېرېدو سره عملی شي. د دې تر څنګ تمویل کوونکي او پانګوال هڅول کیږي چې خپلې نېمې پاتې پروژې چې له پخواني حکومت سره یې په پلي کولو کې همکاري کړې، لکه د کاسا ۱۰۰۰ پروژه، د توتاپ (TOTAP )پروژه، د سالنګ د نوې تونل د جوړولو پروژه او نورې ملي پروژې بشپړي کړي، او نورې نوې پروژې پلان کړي.

  1. د زیربناوو پراختیا

دې ته په پام سره چې په دې پروژه کې د ۸۰۰ کیلومترو څخه په ډیر اوږدوالی کې نللېکه د افغانستان په خاوره کې تیریږی، د پروژې د عملیاتو د ملاتړ لپاره سوداګریزو او صنعتي زیربناوو ته اړتیا ده. ددې زیربناوو بیارغونه په ټولیزه توګه د هیواد د اقتصادي ظرفیتونو د لوړولو او د کورني او نړیوال تجارت د اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته کولی شي. د اسیا پراختیايي بانک د ۲۰۰۸ کال وړاندوینې چې د دې پروژې تخنیکی شریک دی ښيي چې د دې پروژې د پلي کولو لګښت له ۷.۶ میلیاردو دالرو څخه زیات دی او دا چې ډېره برخه یې له افغانستانه تېرېږي، تمه کېږي چې د دې پروژې د بریالیتوب لپاره د پام وړ پیسې د ظرفیت لوړولو او د زیربناوو په پراختیا کې مصرف شي (۶).

  1. د سیمه ایزې همغږۍ پیاوړتیا

د یوې سترې سیمه ییزې پروژې په توګه د ټاپي پروژه د ترکمنستان، پاکستان او هند په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کولای شي. دا اړیکې کولای شي د اقتصادي همکاریو د ښه والي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. افغان سیاستوالو په تېر حکومت او هم د اسلامي امارت په دوره کې تل د سیمه ییز اتصال لپاه د اقتصادمحور پر بنسټ د بهرنی سیاست په اړه خبرې کړي او د سیمه ییزې سوداګرۍ او ترانزیتي لارې په توګه یې د افغانستان پر رول ټینګار کړی دی. د دې پروژې پلي کول د دې ستراتیژۍ د پلي کیدو یوه بېلګه ده، کوم چې یوه وخت د لاسرسي څخه لرې ښکارېده.

  1. د اقتصادي پایښت وده

په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره، د ټاپي پروژې بریالي تطبیق کولای شي د اقتصادي ثبات له پیاوړتیا سره مرسته وکړي دا پروژه د هیواد د اقتصادي ودې او تلپاتې پراختیا لپاره د یوه اساسي محرک په توګه کار کولای شي، او د افغانستان اسلامي امارت کولای شي چې دا د خپلو مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړی او د افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یی د یوه نوی دور پیل وګڼي.

د پروژې د پلي کولو پر وړاندې ننګونې

  1. امنیتي ننګونې

په تېرو وختونو کې د دغې نل لیکې لویه برخه چې له یو شمېر ولایتونو تېرېږي او د مخالفینو د بریدونو وېره او د سیمه ییزو ناکراریو وېره وه هغه مهم لاملونه وو چې د پروژې عملي کېدل یی د ځنډ سره مخ کړی او کارونکو او زیربناوو لپاره جدي ګواښ ګڼلی و. د افغانستان د اسلامي امارت په راتلو سره په ټول هیواد کې امنیت راغلی او د ټولو ملي پروژو په ځانګړي ډول د دې مهمې پروژې د امنیت ټینګښت لپاره د اسلامي امارت له لوري ډاډ ورکړل شوی دی او د اړتیا په صورت کې یې د امنیت د ټینګښت ژمنه هم کړې ده(۷). له دې سره، دې پروژې له پيل څخه تر نن ورځې پورې دا په ډاګه کېږي چې تل د کورنيو او بهرنيو لاسونو لخوا زمينه برابره شوې ترڅو د دې ملي پروژې د تطبیق مخه ونیسی (۸). په ځانګړی ډول هغه هیوادونه او ډلې چې سیاسي او اقتصادي وضعیت به یې د دې پروژې په بریالیتوب سره اغیزمن کیږی.

  1. سیاسي ننګونې

د حکومت او کورنیو پالیسیو بدلون، د پروژې د راتلونکي په اړه د ناڅرګندتیا لامل کیدی شي. د انرژۍ او پانګې اچونې په پالیسیو کې بدلونونه کولی شي د پروژې پلي کولو بهیر اغیزمن کړی. که څه هم هر څلور هیوادونه دې پروژې ته ډیره اړتیا لري، خو په هر یوه هیواد کې ذکر شوي سیاسي بدلونونه کولای شي د پروژې کار په موقتي او یا هم په دایمي توګه ودروي. د اسلامي امارت د رسمیت پيژندلو په اړه ابهام، د پاکستان سياسي او امنيتي ستونزې او بې ثباتي او د انرژۍ په اړه د هند بېلابېل سياستونه د ټاپي پروژې پر وړاندې جدي ننګونې دي.دا په داسې حال کې ده چې ترکمنستان د خپلو عایداتي سرچینو د متنوع کولو او د ډالرو عاید ترلاسه کولو او د روسیې او چین له تسلط څخه د وتلو لپاره، چې د دې هیواد ګاز د بازار په پرتله په ټېټه بیه په خپلو اسعارو رانیسي سخته اړتیا لري چې پیسې ترلاسه کړي او له بلې خوا، ترکمنستان د ګازو له پلور څخه ترلاسه شوي اسعار د دغو هیوادونو په ځانګړې توګه چین ته د پورونو د بیرته ورکولو او همدارنګه د دغو هیوادونو څخه د توکو پیرودلو لپاره کاروي. له بلې خوا افغانستان عايداتي سرچينو ته اړتيا لري او غواړي نړۍ ته دا ثابته کړي چې د منځنۍ او جنوبي اسيا تر منځ د سوداګريزې او ترانزيټي څلور لارې په توګه فعاليت وکړی. پاکستان او هند هم د نفوسو د زیاتوالي او اقتصادي ودې او د نړۍ په بازارونو کې د ګازو د بیو د لوړېدو سره، له ترکمنستان او منځنۍ اسیا څخه د ګازو پراخو او ارزانه سرچینو ته اړتیا لري (۹).

  1. اقتصادي او لوژستیکي ننګونې

د پروژې لپاره د کافي تمویل چمتو کول او په ځانګړې توګه د افغانستان په ننګونکې اقتصادي شرایطو کې د اړینو پانګوونو راجلب کول یو له مهمو ستونزو څخه ده. په مالي چارو کې ځنډ او اقتصادي ستونزې د دې پروژې بهیر سستولی شي چې په تېرو وختونو کې د دې پروژې د پلې کېدو د ځنډ یو له اصلي لاملونو څخه بلل کېده. دا د افغانستان ستونزه نه، بلکې د ټولو هغو هېوادونو ستونزه ده چې په دې پروژه کې ښکېل دي. د ۷٫۶ ملیارد ډالرو اټکل شوي لګښت سره سره، د ټاپي پروژې پلي کول پام وړ پانګونې ته اړتیا لري، کوم چې د ترکمن ګاز دولتي شرکت لپاره چې دا پروژه پلي کوي (چې د ټاپي نل لېکې د جوړولو کنسرسیوم کې ۸۵٪ ونډه لری) لپاره ستونزمنه وه. تر دې دمه، د اسلامي پراختیایي بانک څخه یوازې ۷۰۰ ملیون ډالر راجلب کړي، پداسې حال کې چې نورو دریو ګډون کوونکو هیوادونو ژمنه کړې چې یوازې ۵٪ (په کنسرسیوم کې د دوی ونډې سره معادل)، یا ۵۰۰ ملیون ډالر په پروژه کې مرسته کوي. په حقیقت کې، پاتې ملیاردونه ډالر هغه پیسې دي چې ترکمنستان باید د TAPI پروژې د پلي کولو لپاره پانګه اچونه وکړي، کوم چې د دومره لوی مقدار بودیجې تخصیص کولو وړتیا په اړه شکونه راپورته کیږي(۹). په افغانستان کې د دغې پروژې د تطبیق لپاره د تخصیص شوې بودیجې ټوله سرچینه او اندازه تر اوسه معلومه نه ده، خو د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند په وینا، ترکمنستان د دې پروژې د لومړي پړاو د تطبیق لپاره لازمې مالي سرچینې چمتو کړي دي. دغې پروژې هغه برخه چې د ترکمنستان له پولې تر هرات پورې غځېدلې ده او لګښت یې له ۱۵۰ میلیونو ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی، افغانستان ته د پور په توګه ورکړي او په راتلونکي کې به یې د افغانستان له ټرانزیټي عاید څخه کم کړي (۱۰). سربېره پردې، د ګودامونو، ترانسپورتی زیربناوو او د پروژې لپاره ناکافي ملاتړ کولی شي په پلي کولو کې د ځنډ او لګښتونو د زیاتوالي لامل شي. د اړتیا وړ موادو او تجهیزاتو په چمتو کولو کې ستونزې هم کولی شي دا ننګونې زیاتې کړي.

پایله

د ټاپي پروژه یوه مهمه سیمه ییزه پروژه ده، چې د عملي کولو مفکوره یې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړۍ نیمايي کې پیلیږي. دا پروژه د ښکیلو هېوادونو لپاره ډېرې ګټې لري او په سيمه کې د سوداګرۍ او ترانزيت د پراختيا لامل کېږي. لکه دا چې له ترکمنستان سره مرسته کوي چې د عایداتو ډیری بیلابیلې سرچینې رامینځته کړي او د چین او روسیې له تسلط څخه ووځي. افغانستان د ترانزیت له حقوقو څخه په زیاته اندازه پیسې ترلاسه کړي او د زیربناوو د ښه والي او د زرګونو دندو د پیدا کولو ترڅنګ به له دې نللېکې څخه په زیاته اندازه ګاز ترلاسه کړي چې دا ټول به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې ونډه ولري. د هند او پاکستان هېوادونه به د څو لسیزو لپاره د منځنۍ اسیا د ګازو پراخو زیرمو ته له لاسرسي څخه ګټه پورته کړي. خو د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي، چې تر ټولو مهم یې په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل، د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي اختلافات او د هند د انرژۍ په اړه په ستراتیژیو کې ګڼ بدلونونه دي. په امنیتي برخه کې د مخالفو هېوادونو او ډلو احتمالي ګواښونه چې د پروژې بشپړېدل او پلي کېدل به یې په هره توګه د دوي ګټې زیانمنې کړي، له مهمو ننګونو څخه دي. په اقتصادي او لوژستیکي برخه کې د مشخصو مالي منابعو نشتوالی او د مناسبو زیربناوو نشتوالی د دې پروژې د تطبیق او بشپړېدو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي. له همدې امله، د دې پروژې د بریالي تطبیق او عملي پیل لپاره لاندې وړاندېزونه شوي دي.

وړاندېزونه

  1. د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخول او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته د هغوی راضي کول د دې پروژې او دې ته ورته نورو پروژو د کورنیو او بهرنیو شریکانو لپاره د بریالیتوب د تضمین لپاره مهم ګام دی. باثباته ډیپلوماټیکې اړیکې او د ډیپلوماتیکو چینلونو شتون چارواکو ته دا توان ورکوي چې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو په وړاندې چټک غبرګون وښيي چې کولی شي په پروژه منفي اغیزه وکړي او د معقول حل په لټه کې شي. په رسمیت پېژندنه هم د کورنیو او بهرنیو پانګونو په جلبولو کې مهم رول لوبولی شي. د دې مسئلې اهمیت هغه وخت زیاتیږي چې افغانستان له کورنیو سرچینو څخه د دومره لویو پروژو د تمویل توان نه لري.
  2. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې د ټاپي پروژې د کار د تعقیب لپاره د یوې څانګې د شتون سره سره، د امکان تر حده د پروژې د بریالي پلي کیدو ډاډ ترلاسه کولو لپاره دې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د اړوندو وزارتونو بین الوزارتي کمېټه جوړه شی او د پروژې پرمختګ په دوامداره توګه وڅاري او هر ډول ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
  3. پرته له دې چې اضافي ځواکونه راجلب کړي او پر دولت زیات لګښت راشی، اسلامي امارت دې له خپلې ژمنې سره سم مخکې له دې چې کومه امنیتي پېښه رامنځته شي او د پروژې کار د څه مودې لپاره ګډوډ شي، باید د امنیتي ځواکونو له شته ظرفیتونو څخه یوه ځانګړې امنیتي څانګه جوړه شي، او د ځانګړې روزنې له ترلاسه کولو وروسته د دې پروژې د امنیت چارې پر غاړه واخلي.
  4. د پروژې د پرمختګ د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه، مخکې ذکر شوې کمېټه دې د راتلونکو پړاوونو د تمویل لپاره چمتوالی ونیسی او د تصویب لپاره دې ریاست الوزراء او اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې کړی. دا تمویل کیدایشی د عامه او خصوصي سرچینو څخه ترکیب شي. دولت کولی شي د مناسبو شرایطو په بدل کې د ۵ څخه تر ۱۰ کلونو یا ډیرو لپاره د سکوک په صادرولو سره د عامه او خصوصي سرچینو څخه اړین مقدار راټول کړي. امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات او نور تضمینونه د سکوک بانډونو د صادرولو له مخکیني شرطونو څخه دي، چې که دولت پانګوالو ته ډاډ ورکړي او پانګه وال یې وګوري او ډاډ ترلاسه کړي، د ټاپي پروژې او نورو ملی پروژو په تمویل او تطبیق کې ترې ګټه اخیستلای او حیاتي رول لوبولی شی.
  5. د دې پروژې او نورو ملي پروژو د ډیرو ګټو د ترلاسه کولو لپاره، د حمایوی پروژو پلي کولو (د دې پروژې په برخه کې، د ریل پټلۍ، د بریښنا لیږد او نوري فایبر کیبل) کې باید توجه وشی او په دې ټولو کې د افغانستان د پرمختګ لپاره عمومي ستراتیژیو ته جدي پاملرنه شوې ده.

سرچیني

  1. https://tolonews.com/fa/afghanistan/%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%AA-%D8%B9%D9%85%D9%88%D9%85%DB%8C-%D8%AF%D8%B1-%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D9%BE%D8%B1%D9%88%DA%98%D9%87-%D8%AA%D8%A7%D9%BE%DB%8C
  2. https://www.adb.org/sites/default/files/project-documents/44463/44463-013-tcr-en.pdf
  3. https://thediplomat.com/2022/04/indias-plan-to-realize-tapi
  4. https://thedocs.worldbank.org/en/doc/5d1783db09a0e09d15bbcea8ef0cec0b-0500052021/related/mpo-afg.pdf
  5. https://drive.google.com/file/d/1DkLmrhBWlj7qJC6MeyFdJfkCoBxpNejI/view?pli=1
  6. https://www.adb.org/sites/default/files/project-documents/44463/44463-013-tcr-en.pdf
  7. https://dpmea.gov.af/dr/%D8%A7%D8%B9%D9%84%D8%A7%D9%85%DB%8C%DB%80-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%AA-%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF%DB%8C-%D8%A8%D9%87-%D8%A7%D8%B1%D8%AA%D8%A8%D8%A7%D8%B7-%D8%A7%D8%B7%D9%85%DB%8C%D9%86%D8%A7%D9%86-%D9%85%D8%B3%D8%A3%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%85%D9%86%DB%8C%D8%AA%DB%8C-%D9%BE%D8%B1%D9%88%DA%98%D9%87-%D8%AA%D8%A7%D9%BE%DB%8C-%D9%88-%D8%B3%D8%A7%DB%8C%D8%B1-%D9%BE%D8%B1%D9%88%DA%98%D9%87-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D9%85%D9%84%DB%8C
  8. https://www.bbc.com/persian/afghanistan-43138821
  9. https://www.eurasian-research.org/publication/prospects-and-challenges-in-realizing-the-tapi-project
  10. https://youtu.be/hEpkgko8m8k?si=lZ2_6vaJAos647Xu/
  11. https://www.bbc.com/persian/afghanistan-43014915

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *