له افغانستان سره د جاپان اړیکو او مرستو ته کتنه
لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- له افغانستان سره د جاپان اړیکو او مرستو ته کتنه
- د افغانستان په اړه د جاپان نظر
- په افغانستان کې د جاپان لومړیتوبونه
- پايله
- وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
په دې وروستیو کې د جاپان هېواد اعلان وکړ چې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې به ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي. همدا راز په کابل کې د دغه هېواد سفیر هم په دې وروستیو کې ویلي، چې هېواد یې د (G7) ډلې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو ټینګولو هوډ لري. دا په داسې حال کې ده چې جاپان په تېرو دوو لسيزو کې له امريکا متحده ايالاتو وروسته له افغانستان سره د نږدې او لرې هېوادونو په ډله کې دويم ستر مرسته کوونکى هېواد و. څرنګه چې دغه هېواد د جمهوريت په دوره کې له افغانستان سره څه د پاسه اووه ميليارده ډالره مرسته وکړه او د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته په تېرو دريو کلونو کې څه د پاسه ٥٠٠ ميليونو ډالرو په لېږلو سره له افغانستان سره ستر مرسته کوونکى هېواد شو. دا په داسې حال کې ده چې جاپان له افغانستان سره نه د امنیت په برخه کې ملګرتیا لري، نه د افغانستان په جغرافیه او چاپېریال کې پوځي اهداف تعقیبوي او نه هم په افغانستان کې دغه هېواد کومې ځانګړې اقتصادي ګټې په پام کې نیولي دي. پوښتنه چې په دې برخه کې راپورته کیږي دا ده چې کوم لاملونه دي چې افغانستان ته د جاپان پام را اوښتی دی؟ په دې برخه کې کومې ښکاره او پټې انګېزي شته؟ دې پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره په افغانستان کې د جاپان نظر او لومړیتوبونه څېړو.
د افغانستان په اړه د جاپان نظر
په ټولېزه توګه د افغانستان په اړه د جاپان نظر له دریو لویو عواملو څخه اغېزمن دی.
۱- له امریکامتحده ايالاتو سره د دغه هیواد اتحاد
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جاپان له امریکامتحده ايالاتو سره د امنیتي او ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو سره په امنیتي او نظامي برخو کې پر امریکامتحده ايالاتو تکیه وکړه او په سیاسي برخه کې یې هم له دغه هېواد سره اتحاد وکړ. همدارنګه جاپان په نړیوالو معاملو او معادلو کې هم د امریکامتحده ايالاتو پالیسي تعقیبوي. له همدې امله لومړی عامل چې د افغانستان سره د جاپان د تعامل د رامنځته کېدو لامل شو، د دغه هېواد سره د امریکامتحده ايالاتو اتحاد دی. جاپان په افغانستان کې د کمونیستي رژیم پر مهال د امریکامتحده ايالاتو د ستراتیژیک متحد په توګه له افغانستان سره اړیکې پرې کړې او پر افغانستان یې د شوروي د یرغل پر وړاندې د مجاهدینو ملاتړ وکړ. په افغانستان کې د جمهوري ریاست په دوره کې له امریکامتحده ايالاتو سره همغږی و او په افغانستان کې د امریکامتحده ايالاتو د سیاستونو په مخ ته وړلو سره د دغه هېواد له مهمو شریکانو او همکارانو څخه شو، خو په پوځي اړخ کې جاپان افغانستان ته د عسکرو له استولو ډډه وکړه او یوازې نیمه پوځي مرستې یې وکړې لکه د هند په سمندر کې د امریکايي ځواکونو ته یې د سونګ موادو برابرول چې له ۲۰۰۹ کال وروسته یې دغه همکاري هم پرېښوده.[۱] همدا اوس جاپان د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکامتحده ايالاتو له تعریف سره سم مخ ته ځي او د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د افغانستان په اړه په مهمو سیاسي پرېکړو کې له امریکامتحده ايالاتو سره موافق دی.
۲- د بې وزلو او پرمختللو هېوادونو سره مرسته
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې امریکامتحده ايالاتو، جاپان له خپلو پولو بهر له هر ډول پوځي فعالیتونو منع کړ، دغه هېواد د یوه پرمختللي او بډایه هېواد په توګه په نړیوال نظم کې د شتون او په نړیوالو معاملو او معادلو کې د مناسب مقام د ترلاسه کولو لپاره له اقتصادي لارې کار واخېست. د دې تګلارې له مخې جاپان د نړيوالو سازمانونو او نورو هېوادونو سره د مستقيمو مرستو له لارې په نړيوالو فورمونو کې يو امتيازي مقام تر لاسه کړ، چې له امله يې جاپان له امریکامتحده ايالاتو وروسته د ملګرو ملتونو د بوديجې تر ټولو ستر تمويلوونکى هېواد دى او د نړۍ د سترو تمويلوونکو په توګه پېژندل کېږي. له همدې امله افغانستان د جاپان لپاره تر بل هر هېواد ډېر د اقتصادي مرستو او ملاتړ لپاره ښه ځای ګڼل کېږي. په همدې اساس جاپان تل هڅه کړې چې په یو ډول نه یو ډول له افغانستان سره مرسته وکړي.
۳- د افغانستان په اړه د جاپانیانو تاریخي ذهنیت
له تاریخي اړخه له افغانستان سره د جاپان پېژندګلوي په ۱۸۷۲ز. کال کې پېداشوه چې د افغانستان نوم په جاپاني ورځپاڼه کې د امیر شیرعلي خان د کړنو د بیانولو لپاره کارول شوی و. په راتلونکي کال کې توکیو نیچي شیمبون ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو راپور خپور کړ او په ۱۸۸۷ کال کې د جاپان مارننګ ورځپاڼې د بامیان او بودا د مجسمو په اړه مفصله لیکنه وکړه.[۲] په زړه پورې ده چې د جاپان او افغانستان ترمنځ د اړيکو له ټينګېدو مخکې سردار محمد ايوب خان (د ميوند فاتح) د افغانستان لومړنی پوځي – سياسي څېره وه چې په ۱۹۰۷ کال کې په اروپایي قدرتونو د اسيايي هیوادونو پر فتحې مراسمو کې د مېلمه په توګه دغه هېواد ته بلل شوى و. له افغانستان سره د جاپان ډېرې مستقيمې او رسمي اړيکې د افغانستان له خپلواکۍ وروسته دورې ته ځي، چې د غير مېشتو استازو د لېږلو له لارې ترسره شوې وې. د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي اړيکې په ۱۹۳۰ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د تړون له لاسليک وروسته رامنځته شوي او يو کال وروسته افغانستان په توکيو کې خپل سفارت جوړ کړ او د جاپان لومړي وزير په ۱۹۳۴ کال کې له افغانستان څخه ليدنه وکړه.[۳] په ۱۹۶۹ کال کې جاپان ته د محمد ظاهر شاه له سفر او افغانستان ته د جاپان د امپراتور له سفر سره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاپسې پراخې شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ د تودو اړیکو یوه ښه اغېزه د الکترونیکي وسایلو او تخنیکي برخو لکه د ټلویزیون په ګډون د برېښنایي وسایلو نصب، محصلینو ته د تحصیلي بورسونو ورکول او په ځینو پروژو کې د جاپان ګډون و.که څه هم په افغانستان کې د جاپان سفارت په دوو تاریخي یو له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پورې پر افغانستان د شوروي د یرغل او بل له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ پورې دورو کې تړل شوی و، خو د افغانستان په اړه د جاپانیانو تاریخي ذهنیت ددې لامل شوی نه دی چې افغانستان هېر کړي. حتی جاپان په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو او د هغوي د مخالفو ځواکونو ترمنځ د سولې د منځګړیتوب هڅه وکړه، خو له بده مرغه ناکامه شوه.
په افغانستان کې د جاپان لومړیتوبونه
په طبیعي توګه، هر هیواد د نورو هیوادونو په ملاتړ کې خپل لومړیتوبونه لري، کوم چې د خپلو مرستو له لارې تعقیبوي. حتی په ډېرو مواردو کې د هیوادونو متضاد لومړیتوبونه د بل هیواد د ویجاړولو سبب ګرځي، چې د افغانستان په قضیه کې په څرګنده توګه لیدل کیږي. د بېلګې په توګه د لویو قدرتونو لکه امریکامتحده ايالاتو، روسیې یا چین پرته، د افغانستان پنځه نور ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې بېلابېل لومړیتوبونه تعقیبوي، چې تر ډېره له یو بل سره په ټکر کې دي. جاپان هم په افغانستان کې له امریکامتحده ايالاتو سره د هوکړې او سیاسي همکاریو سربېره خپله خپلواکه پالیسي تعقیبوي، چې په هر حالت کې د افغانستان ملاتړ کوي. له همدې امله جاپان په افغانستان کې د امریکامتحده ايالاتو د حضور پر مهال یا له هغه وروسته هم له افغان ولس سره خپلې مرستې بندې نه کړې او تر دې مخکې یې هم دوام ورکړی وو. په ټولیز ډول، په افغانستان کې د جاپان بهرنۍ پالیسي د نظام پر ځای د خلکو په محور ده. په دې معنی چې جاپان د یو ځانګړي نظام ملاتړ یا مخالفت نه کوي، بلکې د دغه هېواد اصلی موخه دا ده چې د یوه اړمن هېواد په توګه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، پرته له دې چې هر ډول سیاسي نظام په افغانستان کې حاکم وي. په افغانستان کې د جمهوري نظام د شلو کلونو په موده کې او په وروستیو درېیو کلونو کې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمني ده، جاپان په ښکاره توګه وښوده چې په هیڅ ډول یې په افغانستان کې د سیاسي نفوذ هڅه نده کړې او نه یې هم په سیاسي ډلو کې ځان ښکیل کړی دی. په بل عبارت، جاپان له افغانستان سره د مرستې په برخه کې پاک چلند ښودلی او د افغانستان په کارونو کې د دغه هېواد هیڅ دخالت ندی لیدل شوی. په ټولیز ډول په افغانستان کې د جاپان له چلند څخه څو لومړیتوبونه په ګوته کېدای شي، چې له نېکه مرغه د جاپاني چارواکو له خوا هم تل د اعلامیو په بڼه اورېدل کېږي.
۱– د افغانستان له خلکو ملاتړ: له افغانستان سره د مرستې په برخه کې د جاپان تر ټولو مهم لومړیتوب د افغانستان له خلکو ملاتړ دی. لکه څنګه چې مخکې وویل شول، په افغانستان کې د جاپان بهرنۍ پالیسي د دغه هېواد له واکمن نظام سره هېڅ تړاو نه لري او موخه یې د افغانستان د خلکو ملاتړ دی. لکه څنګه چې جاپان د جمهوریت پر مهال له افغانستان سره ميلیاردونه ډالره مرسته کړې وه، د امارت په دوره کې هم همداسې دوام لري، چې د شمېرو له مخې په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت له حکومت سره جاپان نږدې ۵۰۰ ميلیون ډالره مرسته کړې ده.
۲– د افغانانو د عاجلو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته: د جاپان د مرستو بیاکتنه ښیي چې دغه هېواد په لومړي پړاو کې د خپلو مرستو یوه مهمه برخه د افغانانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو په بڼه ځانګړې کړې ده. وروسته له دې چې په افغانستان کې اسلامي امارت واک تر لاسه کړ او د افغانانو اقتصادي وضعیت یو څه خراب شو، جاپان افغانستان ته د مرستو یو ستره کڅوړه ولېږله. د بېلګې په توګه جاپان په ۱۴۰۰ هجري شمسي کال کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه دوه کڅوړې، د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په اندازه د میزان په میاشت کې او بله یې د لیندۍ په میاشت کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه د بشري ناورین د مخنیوي په خاطر ورکړل. او د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په میاشت کې جاپان له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو بله مرسته اعلان کړه.[۴] په افغانستان کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ سازمان (جایکا) د محدود کېدو وروسته، په تیرو دریو کلونو کې د جاپان اکثره مرستې د سازمانونو لکه د خوړو نړیوال پروګرام، د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق، د بشردوستانه مرستو د همغږۍ کوونکې ادارې (OCHA)، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او نورو نړیوالو بنسټونو له لارې ترسره شوي.
۳– په افغانستان کې د زیربناوو په جوړولو کې مرسته: له افغانستان سره د جاپان د مرستو بله برخه د زیربناوو په جوړولو او پراختیایي پروګرامونو کې مرسته ده. جاپانیان په افغانستان کې تل دا خبره کوي چې وايي “د کب ورکولو پر ځای باید د کب نیولو زده کړه ورکړو.” له همدې امله په افغانستان کې د جاپان اصلي موخه د زیربناوو په پراختیا کې مرسته ده. په دې برخه کې جاپان په تېر کې له افغانستان سره ډېرې مرستي کړي دي او په تېرو درېیو کلونو کې یې هم هېڅ غفلت نه دی کړی. په ټولیز ډول، جاپان په تیرو دریو کلونو کې د زیربناوو او پراختیا په برخو کې ډیره مرسته کړې ده. د پوهنې له سکتور سره د مرستې په ګډون، لکه په افغانستان کې د ۱۶۵ ښوونځیو د بیارغونې لپاره د ۲۵ میلیونو ډالرو مرسته، د روغتیا له سکتور سره د ۱۳ میلیونو ډالرو مرستې په ګډون، د روغتیا له برخې سره د ۱۳ میلیونو ډالرو مرستې. د ښځو د پیاوړتیا لپاره لکه د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د ۱۰ ميلیونه ډالرو مرستې تخصیص، د کرنې سکتور سره ۱۴ ميلیونه ډالرو مرسته،[۵] د کوکنارو لپاره د بدیل معیشت رامنځته کولو لپاره ۱۰ ميلیونه ډالره مرسته ده.[۶] په تېرو درېیو کلونو کې جاپان له افغانستان سره لسګونه نورې مرستې هم کړې دي. د افغانستان په ختیځو سیمو کې د ناکامورا (کاکامراد) په نوم د یوه جاپاني ساختماني فعالیتونو یادونه اړینه ده چې د پخواني حکومت پر مهال د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو. که څه هم جاپان د زیربناوو په برخه کې مرستې کړې دي، خو دا مرستې د جمهوري دورې په پرتله لږې ښکاري. د مقایسې له مخې جاپان د جمهوریت په دوره کې په اوسط ډول هر کال له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوله چې ډیره برخه یې زیربناوو ته ځانګړې شوې وه، خو د اسلامي امارت په دوره کې له افغانستان سره په کال کې څه کم ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته وشوه، چې نږدې نیمایي ده. د دې لپاره دوه لاملونه شتون لري. یو دا چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو له امله جاپان د خپلو مرستو ډیره برخه همدې برخې د پیاوړتیا لپاره ځانګړې کړه او دوهم دا چې جاپان د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته په افغانستان کې خپلې ټولې زیربنایي پروژې وځنډولې.
۴– له افغانستان سره د نړیوالو مرستو جلبول: جاپان له افغانستان سره د مستقیمو مرستو سربېره، تل هڅه کړې چې د نورو هیوادونو پام افغانستان ته راجلب کړي. دا ډول چلند په تېره بیا د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د هغه هېواد د اجنډا په سر کې ځای لري. جاپان هڅه کوي چې د نړۍ په فورمونو او غونډو کې له خپل نفوذ څخه په ګټې او د افغانستان په اړه د نږدې اقتصاد محورۍ پر بنسټ د نړۍ د قدرتونو پام افغانستان ته واړوي. په دې برخه کې د ۷ هېوادونو ډله (د نړۍ اووه صنعتي قدرتونه) یو مهم ادرس دی چې جاپان غواړی د افغانستان د حساسو حالاتو د درک کولو لپاره د نړۍ په سترو قدرتونو کې د افغانستان موضوع مطرح کړي. حقیقت دا دی چې جاپان د بل هر هیواد په پرتله، په نړیواله کچه د خپل سیاسي وقار او د لوړ اقتصادي وضعیت له مخې، د دې وړتیا لري چې له افغانستان سره د مرستې مرکز شي او لکه څنګه چې د افغانستان لپاره د جاپان چلند او فعاليتونو ته په کتو سره ليدل کېږي چې د دغه هېواد چارواکي هڅه کوي دا ډول مسؤليت پر غاړه واخلي.
پایله
د هغو څېړنو له مخې چې تر سره شوي، درې مهم لاملونه افغانستان ته د جاپان د پاملرنې لپاره د محرک او انګیزې په توګه کار کوي. جاپان په افغانستان کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي انګیزې نه لري، له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې پرته کومې شخصې انګېزې او موخې ترسره کېږي. که څه هم په ځینو برخو کې امریکامتحده ايالاتو سره همغږي لري، خو په ټوليزه توګه د هغه هېواد بهرنۍ پاليسۍ تل د افغانستان په اړه مثبت او ملاتړۍ پاتې شوې ده او افغان حکومت يې د سالمې سياسي لارې پر لور هڅولى دى. دجمهوریت په شل کلنه او د اسلامي امارت په درې کلنه موده کې جاپان د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره بی درېغه هڅې کړې دي. که د جاپان چلند او کړنې وڅېړل شي، نو لیدل کیږي چې دغه هېواد تر ډېره له افغانستان سره خپلې مرستې پرته له دې چې ځانګړي سیاسي، امنیتي او اقتصادي موخو ته ورسېږي ترسره کړي دي او تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او د یوې مشخصې ډلې د نه ملاتړ سیاست ته وفادار پاتې شوی دی. که څه هم دغه هېواد د امريکا د متحده ايالاتو سره همغږي لري، خو د افغانستان په اړه يې هڅه کړې چې د خپلو مرستو خپلواکه پاليسۍ پرمخ بوځي، ځکه د جاپان د مرستو موخه د افغانستان د خلکو د ژوند ښه کول او په ځانګړې توګه د افغانستان اقتصادي وده ده چې اوس افغانستان تر بل هر وخت ډېر ژر مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.
وړاندیزونه
د دې مقالې د موندنو او پایلو له مخې، لاندې وړاندیزونه وړاندې کیږي:
۱- اسلامي امارت باید د جاپان د مرستو د لا ښه اغېزمنتوب لپاره مناسبه او ګټوره زمینه برابره کړي؛
۲- په زیربنایي برخو کې د جاپان مرستې ته د لا هڅولو په موخه، اسلامي امارت باید هغه هیواد ته زیربنایي اقتصادي پلانونه برابر او وړاندې کړي؛
۳- د جاپان د لا زیاتو او غوره مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید اسلامي امارت د یوې سالمې او حساب ورکوونکې ادارې د رامنځته کولو په څېر داخلي اقدامات وکړي.
۴- اسلامي امارت باید ژر تر ژره په افغانستان کې د جاپان د زیربنایي پروژو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي.
۵- جاپان ته وړاندیز کیږي چې د خپلو مرستو د لا ښه اغېزمنتیا او د تېرو تېروتنو د تکرار د مخنیوي په خاطر خپلې مرستې د سمو لارو چارو په ځانګړي ډول له افغان حکومت سره په همغږۍ برابرې کړي.
۶- لکه څنګه چې د جاپانیانو شعار دی چې «د کب ورکولو پر ځای باید د کبانو د نیولو زده کړه ورکړو» نو وړاندیز دا دی چې جاپان دې د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره د زیربنایي پروژو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او افغانستان د ځان بسیاینې پر لور بوځي.
سرچیني
[۱]. پایان نقش نظامی جاپان در افغانستان. قابل دسترسی www.avapress.com
[۲]. مناسبات ژاپن با افغانستان: از پیوندهای تاریخی-فرهنگی، تا عملگرایی در مسیر مبارزه با تروریسم. تاریخ نشر ۲۵/۱۱/۱۴۰۱ قابل دسترسی:
[۳]. انستیتوت جایکا برای افغانستان. افغانستان و جاپان، چاپ اول، کابل انتشارات جایکاه، ۱۳۸۳، ص ۲۰۱.
[۴]. کمکهای جاپان به افغانستان. قابل دسترسی www.parstoday.com
[۵]. همان
[۶]. جاپان ده میلیون دالر به دهاقین افغان کمک میکند. قابل دسترسی www.pajwok.com