علمي کنفرانس: د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹يمې ناستې تحليل او ارزونه

د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څیړنو مرکز د سیاسی مطالعاتو دیپارتمنت لخوا (د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹يمې ناستې تحليل او ارزونه) تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو!

دغه کنفرانس د روان ۱۴۰۳ هـ.ل. کال د ميزان مياشتې پر ۱۱يمه نېټه د چهارشنبې پر ورځ د ماسپښين په ۴ بجو او ۳۰ دقيقو پيل شو.

په دغه کنفرانس کې د پوهنتون استاد څېړنوال عبدالشکور سالنګي د د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹يمې ناستې پر دوه اړخونو بحث وکړ : يو يې د ختيځې اروپا اړوند بحران په اړه د امريکا متحده ايالاتو، چين او روسيې د استازيو خبرې خلاصه کړې، د منځني ختيځ د بحران په اړه يې د اسرائيلو، ايران، ترکيې، پاکستان او نورو هېوادونو جمهور رئيسانو خبرې خلاصه او تحليل کړې. دويم دا چې په دې ناسته کې يې د افغانستان اړوند موضوعاتو د ذکر خلاصه هم وړاندې کړه او بيا يې د هغې په رڼا کې راتلونکی تحليل کړ.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو له لوري تبصرې او پوښتنې مطرح شوې چې د سالنګي صيب له لوري ورته ځوابونه وويل شو او دغه کنفرانس د ماښام پر ۶ بجو او ۳۰ دقيقو د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *