سياسي ګردی مېز:د اسماعيل هنية شهادت او د فلسطين راتلونکی

(د اسماعيل هنية شهادت او د فلسطين راتلونکی) تر سرليک لاندې سياسي ګردی مېز داير شو!

دغه ګردی مېز د روان ۱۴۰۳ هـ.ل. کال د اسد مياشتې پر ۱۶مه نېټه د سې شنبې پر ورځ د ماسپښين په پنجو بجو پيل شوه. په دغه ګردي مېز کې د پوهنتون استاد نصير احمد نويدي د اسماعيل هنية پر شخصيت او د حماس پر مقاومت د ده د شهادت پر اغېزو بحث وکړ، نوموړي وويل: «اسماعيل هنية باتدبيره، باحوصله او د مذاکرې په فن پوه شخصيت وو، د ده شهادت د حماس لپاره ستره ضايع ده، خو د حماس پر مقاومت به يې منفي اغېزې ځکه ډېر کمې وي، چې حماس يو فکر او يو حرکت دی او د اشخاصو په شهادت سره فکر نه مري.».

د ګردي ميز دويم ميلمه د سياسي چاروشنونکی او د پوهنتون استاد عبدالناصر شفيق و، نوموړي د منځني ختيځ پر سياسي او امنيتي حالاتو د اسماعيل هنية د شهادت اغيزې وڅېړلې، نوموړي وويل:«په تهران کې د اسماعيل هنية شهادت د ايران استخباراتي ناکامي په ډاګه کوي او د منځني ختيځ د رهبرې دغه دعوه دار هېواد به د خپل حيثيت د اعادې لپاره پر اسرائيل حتماُ بريد کوي، خو کېدای شي د بريد نوعيت توپير ولري، يا مستقماً ټارګټ کړي او يا هم د لبنان يا سوريې له لارې تر بريد لاندې ونيسي. د غزې جګړه به نوره هم اوږديږي او کله چې جګړه اوږديږي طبعي ده چې د سيمې سياسي او امنيتي حالات به هم ورسره خرابيږي».

د ګردی ميز په پای کې د ګډونوالو له لوري تبصرې او پوښتنې مطرح شوې چې د ميلمنو له لوري ورته ځوابونه وويل شو او دغه ګردی ميز د ماښام پر ۷ بجو د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *