په ایران کې د اسماعیل هنیه شهادت: د فلسطین پر مقاومت، سیمې او نړۍ یې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په ایران کې د اسماعیل هنیه شهادت: د فلسطین پر مقاومت، سیمې او نړۍ یې اغېزې
  • نړیوال غبرګونونه او د فلسطيني مقاومت په اړه راتلونکې سناریوګانې
  • په فلسطین کې د مقاومت پر جبهه د اسماعیل هنیه د وژنې اغېزې
  • د هنیه له شهادت وروسته د منځني ختیځ د سیاسي او امنیتي وضعیت څېړنه
  • د هنيه پر ځای د یحیی سنوار ټاکل او د فلسطین راتلونکی
  • حللارې
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

که څه هم د صهیونیستانو پر وړاندې د فلسطین د مبارزې پیل تر شلمې پیړۍ رسېږي، خو په ۱۹۸۷ز. کال کې د شیخ احمد یاسین له خوا د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) له جوړېدو وروسته دغې مبارزې لا منظمه او مؤثره بڼه خپله کړه. دغه غورځنګ په دې وتوانید چې په فلسطین او له فلسطین بهر داسې سیاسي او پوځي شخصیتونه وروزي چې شهادت، په خپل فرهنګ کې د خدمت پای بولي او پرې ویاړي. په ۲۰۰۲ز. کال کې د حماس د پوځي څانګې بنسټګر صلاح شحادة، په ۲۰۰۴ز. کال کې د دغه غورځنګ بنسټګر شیخ احمد یاسین او د دغه غورځنګ بل مخکښ شخصیت عبدالعزیز الرنتیسی شهيد کړای شول. په دې وروستیو کې په بیروت کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري او د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د صهیونیستي رژیم له خوا په ایران کښې شهيد کړای شو.

اسماعیل هنیه په ۱۹۶۲ز. کال د غزې په تړانګه کې د کډوالو په کمپ کې زېږیدلی دی. هغه په ​​ځوانۍ کې د اسرائیلو په خلاف له سیاسي مبارزې سره یوځای شو، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ز. کال کې د صهیونیست رژیم له خوا ونیول شو او د ۱۸ ورځو لپاره په زندان کې و. په ​​۱۹۸۸ز.کال کې د صهیونیست رژیم له خوا په شپږو میاشتو او په ۱۹۸۹ز. کال کې په دریو کلونو بند محکوم شو. د ۲۰۰۶ز. کال په پارلماني ټاکنو کې د حماس د اسلامي غورځنګ په بریا سره هغه د فلسطین لومړی وزیر شو او له څه مودې وروسته یې له فلسطیني ځواکونو سره د ملي پخلاینې د دروازې د پرانیستلو په خاطر له حکومت څخه استعفا وکړه. بالاخره په ۲۰۱۷ز. کال کې د اسلامي مقاومت غورځنګ د شورا له خوا د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو، چې په پای کې د ۲۰۲۴ز. کال د جولای پز ۳۱مه نېټه په تهران کې د اسرائیلو له خوا په شهادت ورسېد. .[۱]

د اسماعيله هنية د شهادت په اړه نړیوال غبرګونونه او راتلونکې ممکنه سناریوګانې، پر فلسطیني مقاومت د اسماعیل هنیه د شهادت اغېزې، د هنیه له شهادت وروسته په منځني ختیځ کې د سیاسي او امنیتي وضعیت ارزونه او د حماس د دفتر د مشر په توګه د یحیی سنوار ټاکل او د فلسطین راتلونکی، هغه مسایل دي چې په دې تحلیل کې پرې بحث شوی دی.

نړیوال غبرګونونه او د فلسطيني مقاومت په اړه راتلونکې سناریوګانې

اسماعیل هنیه چې د فلسطین د مقاومت له مخکښو شخصیتونو څخه و، هغه مهال شهيد کړای شو چې نوموړی د ایران د نوي ولسمشر (مسعود پزشکیان) د معرفۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی و. په داسې حال کې چې د څه د پاسه ۸۰ هېوادونو چارواکو په دې مراسمو کې ګډون کړى و، اسماعيل هنيه او د هغه يو ساتونکى د روان کال د جولاى د مياشتې پر ۳۱مه نېټه د تهران په شمال کې د هغه د اوسېدو ځای کې د اسرائيلو له خوا د امريکا متحده ايالاتو په همکارۍ، د نړيوالو قوانينو په سرغړونې سره شهيدان کړای شول. دغې پېښې په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول. چې د فلسطین دولتي چارواکو او فلسطیني جبهې ترڅنګ د چین، روسیې، ترکیې، عراق، افغانستان او په لسګونو نورو هېوادونو دولتي چارواکو دغه برید په کلکه وغانده او په ګڼو اسلامي او عربي هیوادونو کې د هنیه غایبانه جنازه ترسره شوه.[۲]

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي او د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د اسماعیل هنیه وژنه سره کرښه بللې او د هغه د وینې غچ یې پرځان واجب او د دغه هېواد د حکومت دنده بللې ده. پر دې بنسټ، د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه د ایران د غچ اخيستنې ګواښ کېدای شي له لاندې ډولونو څخه پر يو ډول عملي شي:

  • ایران ښايي چې د خپل استخباراتي او امنیتي وړتیا ثابتولو لپاره هڅه وکړي، چې د اسرائیلو یو مهم کس ووژني او یا هم مشخص هدفونه په نخښه کړي.
  • ايران کېدای شي د غزې، يمن، لبنان او عراق له مقاومتي خوځښتونو سره په همغږۍ يو اندازه، سيستماتيک، سخت او پر يو وخت بريد وکړي.
  • همدارنګه امکان لري چې ایران د اسراییلو مخالفينو ته وسلې او نور تجهيزات ورکړي او دا ډول مرسته خپله پر اسرائيلو له ګوذار څخه کم نه دی.
  • د دې ترڅنګ شونې ده چې د لویدیځ او په ځانګړې توګه د امریکامتحده ايالاتو د فشارونو تر اغېز لاندې ایران د غچ اخیستنې موضوع یوې خواته کړي او د توجیه په لټه کې شي.

په فلسطین کې د مقاومت پر جبهه د اسماعیل هنیه د وژنې اغېزې

د اسماعیل هنیه شهادت د نړۍ پر ټولو ازادو مبارزینو او د غزې په تړانګه کې د مقاومت پر محور منفي اغېزه درلوده او بې له شکه په هر حرکت کې د لوړ سیاسي مقام له لاسه ورکول منفي اغیزې لري، خو د هنيه د وژنې د خبر له خپرېدو سمدستي وروسته د بېلابېلو سياسيونو او فلسطيني ډلو له خوا د بيانونو يو سېلاب خپور شو چې په هغې کې هنيه “د فلسطين په خاوره کې د يو ستر ملي مشر” په توګه معرفي شو، چې ځينو ته يې دلته اشاره کوو.

د فلسطین د ملي نوښتګر غورځنګ عمومي منشي ډاکټر مصطفی برغوثي څرګنده کړه چې د “هنیه وینه به ضایع نه شي” هغه د هنیه د سخاوت، استقامت او د ملي یووالي لپاره د صادقانه عمل یوه بیلګه وګڼله چې د هنیه د خوب د پوره کولو لپاره هغه له صهیونيزم سره د مقابلې لپاره د ملي یووالي په رهبرۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د هغه بزدلانه وژنه به یوازې د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې او مقاومت د دوام لپاره د فلسطین د خلکو هوډ زیات کړي.

د اسلامی جهاد غورځنګ د عمومی منشي مرستیال محمد الهندی دې ته په اشارې سره چې اسرائیل په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له داسې مقاومت سره مخامخ دی، اسماعیل هنیه یې د ځوانۍ له دوران څخه يو استسشهادي پروسه وبلله او ویې ویل: د صهيونيستانو غبرګونونه د خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره د رژيم ګډوډي او ناتواني ښيي، هغه زیاته کړه چې دغه وژنه د فلسطین مقاومت او د حماس د غورځنګ په هدف نه بلکې ایران هم متوجه کړ او د هنیه وژنه به مقاومت لا پیاوړی کړي او دې جنایت ته به د جګړې په ډګر کې ځواب ورکړی شي.

د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسی جبهې د نړیوالو اړیکو مشر ماهیر طاهر څرګنده کړه: په دغه جنایت سره دښمن له ټولو سرو کرښو تېر شو او هر څه د هر اړخیز جنګ په لور اړوي او ټینګار یې وکړ چې د مقاومت محور په بشپړه توګه چمتو دی او موږ وینو چې دا مقابله تر ډیره بريده د اکثریت په وړاندې پرمختګ کوي او دښمن به په دې ګناه پښيمانه شي.

همدارنګه د فلسطین د ازادۍ ډیموکراټیکې جبهې د مقاومت او یووالي په بهیر کښې د هنیه مهم رول ته په اشارې سره د هنیه وژل د ملت او مقاومت لپاره یوه ستره ضایعه وبلله او زیاته یې کړه چې دغه جنایت به خامخا د مقاومت د پیاوړتیا، ایمان او ثبات زیاتولو سبب شي.[۳]

د اسماعیل هنیه شهادت به په فلسطین کې د مقاومت پر جبهو لاندې اغېزې ولري:

  • په پیل کې باید ووایو چې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د جهادي حرکت سربیره، يو فکري مکتب هم دی چې د اسماعیل هنیه په څېر په لسګونو نور شخصیتونه له ځان سره لري او د همدغې کار لپاره يې رزولي دي. له همدې امله د شهید اسماعیل هنیه وژنه به د غورځنګ پر پرېکړو، پلانونو او له نورو هېوادونو او سازمانونو سره پر اړیکو ډېر اغېز ونه لري.
  • د اسماعیل هنیه شهادت له صهیونیست رژیم سره د فلسطینیانو د مبارزې مشروعیت په ګوته کوي او د فلسطین د خلکو او د مقاومت د جبهو د غصې سبب کیږي چې د اسرائیلو پر ضد به د مقاومت محور لا قوي او بریدونه به زيات کړي او د مبارزې په لاره کې به ثبات راشي.

د اسماعیل هنیه شهادت د فلسطینیانو په منځ کې د ملتپالنې او اسرائیل ضد احساساتو د پیاوړتیا او د مقاومت د محور د یووالي او د فلسطین په خاوره کې د اسرائیلو پر ضد د حرکتونو د یووالي لامل ګرځي او ممکن د اسراییلو خلاف د نوي ځواک او منظمو بریدونو لامل شي.

 

 

د هنیه له شهادت وروسته د منځني ختیځ د سیاسي او امنیتي وضعیت څېړنه

بې له شکه، منځنی ختیځ د نننۍ نړۍ لپاره له ډیرو اړخونو مهم دی. له جغرافيايي پلوه دا سيمه د اسيا، اروپا او افريقا د لويو وچو په تقاطع کې موقعيت لري، په دې سيمه کې هر ډول بې ثباتي په چټکۍ سره د نړۍ نورو سيمو ته هم خپرېږي او پراخ جيو پوليټيکي اغېزې پرې اچوي. همدارنګه د منابعو له نظره منځنی ختیځ په نړۍ کې د انرژۍ، تیلو او ګازو یو له مهمو سرچینو څخه دی او په دې سیمه کې هر ډول بدلونونه کولی شي د انرژۍ په نړیوال بازار کې لوی اغیز ولري. له بلې خوا د سوداګریزو لارو څخه؛ د هرمز تنګی او سویز کانال د نړیوال تجارت لپاره د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دي. په دې سیمو کې هر ډول ناکرارۍ کولی شي د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډولو او د لګښتونو د زیاتوالي لامل شي. له بلې خوا، په منځني ختیځ کې سیاسي بې ثباتي د لویو هېوادونو پر امنیتي او پوځي تګلارو اغېز کولی شي. دا مسله کیدای شي نړیوالې سیالۍ او کړکیچونه زیات کړي. په هر حال اسرائیل د امریکامتحده ايالاتو په همکارۍ او ملاتړ سره د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه په وژلو سره په منځني ختیځ کې جدي سیاسي او امنیتي خطرونه او په ټولیزه توګه بې ثباتي رامنځته کړې ده، چې ځینې یې دلته یادوو:

  • په ایران کې د اسماعیل هنیه او په بیروت کې د لبنان د حزب الله د یوه مشر فواد شکري له وژل کېدو او د اسرائیلو پر وړاندې د ایران او لبنان احتمالي او سختو پوځي او امنیتي عکس العملونه د منځني ختیځ امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. د سیمې د هېوادونو لکه سعودي عربستان، مصر، قطر او ترکيه به دې ته اړ کړي چې د فلسطین د مسئلې په اړه خپل دریځ روښانه کړي، ځکه چې اسراییل دې جرم سره د فلسطین په خاوره کې د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپلې هڅې له منځه وړي دي.
  • دا جنایت چې د اسرائیلو له خوا د امریکامتحده ايالاتو په همکارۍ او ملاتړ تر سره شوی، د منځني ختیځ په اړه د امریکا د خود غرضه چلند ښکارندویي کوي، چې د اسرائیلو په هر اړخیز ملاتړ سره غواړي د خپلو سیالانو په تېره بیا د سیمه يیزو قدرتونو ګټې راکمې کړي. په دې صورت په منځني ختیځ کې د امریکامتحده ايالاتو او اسرائیلو پر وړاندې د مقاومت د محور ولاړېدل د سیالانو لکه چین، روسیې او نورو سیمه ییزو قدرتونو لپاره چې د منځني ختیځ په اړه خوبونه لري یو ښه فرصت دی چې په منځني ختیځ کې د امریکامتحده ايالاتو د لاس لنډولو لپاره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د دې محور ملاتړ وکړي.
  • د اسماعیل هنیه له شهادت وروسته منځنی ختیځ له ګډوډۍ سره مخ دی، لکه څنګه چې امریکا، انګلستان او فرانسې له خپلو اتباعو وغوښتل چې له لبنان څخه ووځي، ایران تل له اسرائیلو څخه په غچ اخیستلو ټینګار کوي او اسرائیلو له خپلو اتباعو غوښتي چې جګړې ته چمتو شي. د دې تر څنګ سعودي عربستان له ایران غوښتي چې د دوي خاوره او فضا دې نه کاروي. دا ټول په منځني ختیځ کې سیاسي او امنیتي ګډوډي په ګوته کوي.

د هنیه شهادت بې له شکه د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو لامل شوی دی. موږ ممکن د مقاومت د محور او په جګړه کې د ښکیلو ډلو لخوا د توغندیو یا انتقامي بریدونو زیاتوالی وګورو. چې په منځني ختیځ کې د بشري حقونو سرغړونو د زیاتوالی لامل کېږي او ممکن یوه نړیوال قهر راوپاروي.

  • د اسرئیلو له خوا په ایران کې د اسماعیل هنیه شهادت د اسرائیلو د ماتې ښکارندویي کوي او په دې جنایت سره غواړي سیمه او په ځانګړې توګه ایران په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکیل کړي، دا په ډاګه کوي چې نتانیاهو نور د لاسه ورکولو لپاره هیڅ نه لري او غواړي د ځان د تباه کولو ترڅنګ د نورو د تباه کیدو حال هم وویني.
  • دا ممکنه ده چې د هنیه له وژنې وروسته د مقاومت محور او د یحیی سنوار ځواکمن شتون د اسرائیلو او امریکا متحده ايالاتو سره د مقابلې لپاره د نورو هیوادونو ملاتړ وغواړي. دا کولی شي په نړیواله کچه د نویو ایتلافونو د جوړولو او د امریکامتحده ایالاتو او اسرائیل ضد دریځونو لامل شي. چې دا تر یوې اندازې پورې دریم نړیوال جنګ ته تيلی وهل دي.

د هنيه پر ځای د یحیی سنوار ټاکل او د فلسطین راتلونکی

یحیی سنوار چې تازه د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی، د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ یو له مهمو پوځي او سیاسي شخصیتونو څخه دی، چې د خپل ژوند شاوخوا ۲۲ کاله یې په زندان کې تېر کړي. سنوار د المجد په نامه د حماس غورځنګ د امنیتي خدماتو بنسټ ایښودونکی دی او په ۲۰۱۷ ز. کال کې د اسماعیل هنیه پر ځای په غزه کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو او په دې وروستیو کې یو ځل بیا د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر په توګه وټاکل شو. سنوار په مستعار لکه «د سیوری سړی»، «ژوندی سړی»، او د الاقصی طوفان اصلي پلان جوړونکي په نومونو پیژندل کیږي.[۴]

د یادولو وړ ده چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه د طوفان الاقصی د عمومي قومندان یحیی سنوار ټاکل هم په اسراییلو کې اندیښنې زېږولي دي. د حماس د اسلامی مقاومت غورځنګ له دغې پریکړې سره ثابته کړه چې که نړیواله ټولنه د اسرائیلو د جنایتونو په وړاندې بې تفاوته پاتې شي، نو دغه غورځنګ کولای شي د اسرائیلو د جنایتونو په مقابل کې خپل دریځ پیاوړی کړي. له همدې امله د غورځنګ تر ټولو لوړپوړی سياسي چارواکي په توګه د يحيى سنوار شتون او د هغه د پوځي ماضي ترڅنګ ښايي لاندې سناريوګانې منځته راوړي:

  • تر ټولو لوړپوړي سیاسي چارواکي په توګه د یحیی سنوار ټاکل، د هغه د امنیتي او نظامي تجربو سره سره، کیدای شي د اسراییلو سره د خبرو اترو په برخه کې ډیر تهاجمي تګلارې تعقیب کړي، چې کیدای شي د کړکیچ د زیاتوالي لامل شي.
  • د حماس له خوا د یحیی سنوار په څیر د خورا پیاوړي نظامي چارواکي د سیاست په سر کې ټاکل، دا د سیمې او اسراییلو د امنیت لپاره خطرناک تعبیر کیدی شي او نړیواله ټولنه دې ته اړ باسي چې په جګړه کې د امریکامتحده ايالاتو د مستقیم حضور په صورت کې د فلسطین د قضیې په اړه په خپل چلند له سره غور وکړي او سیمه يیز او نړیوال ګواښونه جدي په پام کې ونیسي.
  • په سیاسي ډګر کې د یحیی سنوار شتون کولی شي په فلسطین کې د مقاومت جبهې یووالي ته وهڅوي او د سیمې قدرتونه پرېکنده جګړې ته چمتو کړي.

که له پورتنیو سناریوګانو څخه هر یوه ته وکتل شي، دا د فلسطین د مسئلې په اړه د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ پر دریځ ټینګار او ټینګښت ته اشاره کوي. دلته پوښتنه پیدا کیږي چې د فلسطین راتلونکی به څنګه وي؟

باید وویل شي، چې د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د کړکېچ له ډېرېدو وروسته ملګرو ملتونو، امریکامتحده ايالاتو، اروپايي ټولنې، عربي هېوادونو لکه مصر او اردن او د فلسطین د خپلواکۍ ادارې «د محمود عباس په مشرۍ» څو ځلې هڅه کړې او د دوو خپلواکو دولتونو د جوړولو وړاندیز یې کړی چې د فلسطین د ځمکې د ویش په اړه په دوو خپلواکو دولتونو (فلسطین او اسرائیلو) موافقه وکړي ترڅو د فلسطین او صهیونیستي رژیم ترمنځ سوله ټینګه شي.[۵] خو اسلامي غورځنګونو او د فلسطین مقاومتي ډلو هیڅکله دا خبره نه ده منلې او تل یې له فلسطیني خاورې د نیواکګرو صهيونيستانو د ایستلو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی، خو د الاقصی طوفان د پوځي، جغرافیایي او د وخت د واټن له نظره له اسرائیلو سره له بل هر ډول مقابلې سره توپیر درلود.

نو د پورتنیو قضیو په نظر کې نیولو سره، ویلای شو چې د اسماعیل هنیه له شهادت وروسته د فلسطین راتلونکی او په سیاسي پریکړو کې د یحیی سنوار په څیر د لومړۍ درجې پوځي شخصیت اغیزمن شتون د فلسطین په راتلونکې باندې د څو لاملونو له امله ژور اغیز لرلای شي:

  • د ملي یووالي لپاره فرصت؛ لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د هنیه شهادت کولی شي د فلسطیني ډلو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا لپاره د یو مهم بدلون په توګه کار وکړي. که مختلفې ډلې لکه فتح او حماس یوې ګډې موافقې ته ورسېږي، دغه یووالی د اسرائیلو او نړیوالې ټولنې په وړاندې د فلسطینیانو د دریځ په پیاوړي کولو کې مرسته کولای شي.
  • په عامه افکارو کې مثبت پرمختګونه؛ دا پیښه د فلسطین د خلکو او همدارنګه د مقاومت په محور او د نورو مسلمانانو په منځ کې د پیوستون او خواخوږۍ احساس زیاتولی شي، ځکه چې په لسګونو هیوادونو کې خلکو د اسماعیل هنیه د شهادت وروسته غاییانه جنازي ترسره کړي او لاریونونه یی وکړل. دا کولی شي د فلسطین د وضعیت په اړه د پوهاوي د زیاتوالي او د دوی د حقونو د ملاتړ سبب وګرځي.
  • د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ؛ په منځني ختیځ کې د تاو تریخوالي د زیاتوالي او د نړیوالې جګړې د رامنځ ته کیدو د مخنیوي لپاره، سیمه ییز قدرتونه کیدای شي پر اسرائیلو باندې چې د جګړې د پراخولو کوشش کوی فشارونه (بندیزونه یا ډیپلوماټیک اقدامات) وضع کړي او پای کې په فلسطین کې په ځانګړې توګه په اشغال شوو سیمو کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کیدو سبب شي.
  • د اسراییلو داخلي بدلونونه؛ د اسراييلو د سياسي او پوځي بدلونونو ترڅنګ، هغه ټولنيز بدلونونه چې د دې هېواد وګړي هڅه کوي چې د ايران د بريد او د مقاومت له محور څخه له وېرې اسراييل پرېږدي؛ دا د فلسطین په راتلونکي هم اغیزه کولی شي. ځکه که د اسرائیلو حکومت د سختو سیاستونو ترڅنګ د وګړو له خوا اندېښنې او فشارونه هم ولري. دا ممکنه ده چې د اسراییلو د حکومت داخلي بنسټونه ورځ په ورځ کمزوري شي او بالاخره به سقوط وکړي.
  • عامه افکار او ټولنیز خوځښتونه: د فلسطینیانو او همدارنګه په نړیواله کچه عامه افکار د دې پیښې او بدلونونو له خوا اغیزمن کیدی شي او دا کار کولای شي د ټولنیزو خوځښتونو د پیاوړتیا او د نویو ټولنیزو خوځښتونو د رامنځته کیدو او یا د فلسطینیانو د حقوقو د ملاتړ د زیاتوالي لامل شي او د اوسني وضعیت په بدلولو کې مهم رول ولوبوي.
  • پوځي او انتقامي عکس العمل: شونې ده چې حماس یا نورې مقاومتي ډلې د سیاسي مبارزې په ډګر کې د اسماعیل هنیه د شهادت او د یحیی سنوار په شتون کې د اسرائیلو پر ضد د بریدونو شدت زیات کړي او په سیمه کې به کړکېچ لاپسې زیات شي.

دې قضیو ته په پام سره او همدارنګه د اسراییلو هڅې چې په مستقیمه توګه جګړه پر مخ وړي، داسې انګیرل کیږي چې دا جګړه به لږ تر لږه څو میاشتې دوام وکړي.

 حللارې

د فلسطین د مسئلې د حل لپاره، نړیوال او سیمه يیز امنیت او همدارنګه د بشری حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره موږ لاندې حل لارې وړاندې کوو.

لنډمهاله؛ په منځني ختیځ کې د کړکیچ د لا زیاتیدو او په فلسطین کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي په خاطر باید د موقتي اوربند تړون لاسلیک شي او د ښکیلو غاړو ترمنځ د بندیانو تبادله وشي.

دایمی؛ لکه څنګه چې ډیری هیوادونه په ځانګړې توګه لویدیځ هیوادونه دې پایلې ته رسیدلي چې په دې قضیه کې یوازینۍ ممکنه حل د دوو خپلواکو دولتونو (فلسطین او اسراییلو) جوړول دي. له همدې امله د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس تر ادارې لاندې د اسرائیلو د مداخلې پرته یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول چې د ټولو هیوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شي ځکه د حماس اداره د سیمې او په ځانګړې توګه د منځني ختیځ اړتیا ده.

پایله

د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه شهادت به د سیمې او نړۍ په سیاسي او امنیتي حالاتو د پام وړ اغیزې ولري. دا پیښه نه یوازې د فلسطین د مقاومت په روحیه او ستراتیژۍ اغیزه کوي، بلکې په منځني ختیځ کې سیاسي او نظامي جبهې هم پیچلې کولی شي. د دغې وژنې په وړاندې نړیوال غبرګونونه د فلسطین حالاتو او چیلنجونو ته د نړیوالې ټولنې د اهمیت او پاملرنې څرګندونه کوي.

ایران د یوه مهم لوبغاړي په توګه کولای شی د دغې پېښې په غبرګون کې خپل امنیتي او پوځی سناریوګانې تعقیب کړي او دغه هېواد نه یوازې په جدی اقداماتو سره، د دې وژنې اغیزې وننګوي، بلکې په غزه او یمن، لبنان او عراق کې له مقاومتي ډلو سره د همغږۍ په زیاتولو سره کولی شي په منځني ختیځ کې د قدرت د معادلې په ډګر کې د نویو بدلونونو لامل شي.

د اسماعیل هنیه وژنه په فلسطین کې د مقاومت پر جبهه ژوره اغیزه لري چې د مختلفو مشرانو په بیانونو او سیاسي تحلیلونو کې په څرګنده توګه لیدل کیږي. دې پېښې نه یوازې د فلسطینیانو د مقاومت روحیه زیاته کړه، بلکې د خلکو او مقاومتي ډلو ترمنځ د ملتپالنې او اسرائیل ضد احساساتو د بیدارېدو، په سیمه کې د شخړو او کړکېچونو د زیاتېدو او له اسرائیلو سره د مبارزې په برخه کې د نویو بدلونونو او پر سیمه يیز سیاست اغيزه کوي.

لنډه دا چې د هنيه شهادت کولی شي د مقاومت په جبهو کې د همغږۍ او یووالي نوي دور ته لاره هواره کړي چې په هغې کې به د فلسطین د آزادۍ او د اسراییلو د تېري په وړاندې د مبارزې په قوت کې مرسته وکړي. په هرصورت، د یادونې وړ ده چې دا بدلونونه کولی شي په سیمه کې د ناخوښۍ او شخړو د زیاتوالي لامل شي. اوسنيو شرايطو او د فلسطيني ولس غوښتنو ته په پام سره داسې ښکاري چې د مقاومت غورځنګونه به د بري او خپلو حقوقو د تر لاسه کولو په لور پرمختګ وکړي. په پای کې، دا ټول لاملونه په ډاګه کوي چې جګړه او کړکېچ به دوام وکړي او وروستۍ پایله به د فلسطین په ګټه وي.

وړاندیزونه

په سیمه کې د وضعیت د ښه والي او په فلسطین کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره لاندې وړاندیزونه کیږي:

  • عربي او اسلامي هېوادونه بايد څو اړخيز يووالي ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي، داخلی اختلافات يوې خواته کړي او د اسراييلو پر وړاندې خپل دريځ پياوړی او د فلسطينيانو د حقونو ملاتړ وکړي.
  • عربي او اسلامي هېوادونه كولاى شي له فلسطينيانو سره مالي او اقتصادي مرستې وكړي او د هغوى د ژوند شرايط ښه كړي او د فلسطين مظلوم ولس تر پوښښ لاندې راولي.
  • عربي او اسلامي هېوادونه کولی شي په نړیوالو فورمونو کې په فعاله توګه د ګډون له لارې د فلسطین مسئلې ته د نړیوالو توجو راجلب کړي او د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره هڅې وکړي او پر اسرائیلو او امریکامتحده ايالاتو فشارونه زیات کړي.پای

سرچینې

[۱] . الجزیزة: قادة حرکة حماس… ۳۱ جولای ۲۰۲۴، لینک:

https://www.aljazeera.net/videos/2024/7/31/قادة-حركة-حماس-تعرف-على-أبرز

[۲] . خبرگزاری صدا وسیما: واکنش‌های بین المللی به شهادت اسماعیل هنیه، ۱۰ اسد ۱۴۰۳، لینک:

https://www.iribnews.ir/fa/news/4296940/واکنش-های-بین-المللی-به-شهادت-اسماعیل-هنیه

[۳] . الجزیرة: ماذا قالوا عن هنیة و کیف سیؤثر اغتیاله علی مسار الحرب فی غزة، ۳۱ جولای ۲۰۲۴م، لینک:

https://www.aljazeera.net/politics/2024/7/31/ماذا-قالوا-عن-هنية-وكيف-سيؤثر-اغتياله

[۴] . الیوم السابع: رسمیا یحیی السنوار رئیسا للمکتب السیاسی …۰۶ آگست ۲۰۲۴م، لینک:

https://www.youm7.com/story/2024/8/6/رسميا-يحيى-السنوار-رئيساً-للمكتب-السياسى-لحركة-حماس-خلفا-لإسماعيل/۶۶۶۵۷۰۱

[۵] . عصر ایران: اسرائیل و فلسطین، راه حل تک کشوری یا دو کشوری؟ ۲۷ دلو ۱۴۰۲هـ.ش، لینک:

https://www.asriran.com/fa/news/943995/اسرائیل-و-فلسطین-راه-حل-تک-کشوری-یا-دو-کشوری-بخش-۲%C2%A0

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *